جمعه ۷ خرداد ۱۳۸۹ ه‍.ش.

لغمان او دهغه تاریخی جغرافیا «محمد زمان کلمانی لیکنه»

لغمان چی زمونږد ګران هیواد افغانستان په ختیځه برخه کی پروت او مرکزیی د مهتر لام با با ښار دی، ډیر لرغونی او په زړه پوری تاریخی سوابق لری. لغمان نه یوازی دا چی د خپل لرغونی نوم ریښی د پیړیو څخه را هیسی خوندی کړی بلکی د خپلو تیرو مدنیتونو او فرهنګونو نښی یی هم پریښودلی دی. دغه د لغمان اوسنی سیمه چی د ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپیسا، پنجشیر او کابل د ولایتونو تر منځ پروت او دقرغه یی، الینګار، الیشنګ او دولت شا په نامه ولسوالی ګانی لری د تیرو زمانو په اوږدو کی یو شانته نه بلکی کله لویه او کله وړه، کله خپلواکه او کله د نورو تر واکمنی لاندی پاتی شوی ده. په لغمان کی بیلابیل وګړنیز (اتنیکی) ډلی او ولسونه او همدارنګه ژبی موجودی دی چه د (افغانستان برخلیک او ختیځ پښتانه) د کتاب لیکوال دکتور وارث محمد وزیر دلیکنی پر بنسټ د لغمان د ولایت د ۸/ ۳۱۰ زرو تنو له نفوس څخه قاطع اکثریت د پښتنو دی. په دویمه کی پشه ئیان، دریمه کی نورستانی (چی اوس ځانته ولایت لری) څلورمه درجه کی دهګان او تاجک، پنځمه درجه کی ګوجر اوهندی توکمونه او ځینی نور لږه کی شته چی فیصدی یی لږه ده. د لغمان په پښتنو کی د غلجی قبایلو پښی په اکثریت کی دی. د غلجی خیلو اکثریت د قرغیی او الینګار په ولسوالیو کی ځآی پرځای شوی دی. دغیر غلجی پښتنو له ډلی څخه د خپل شمیر له مخی ساپی د یادولو وړ دی. دلغمان په ولایت کی د دوى شمیر ۱/۴۰ زرو ته رسیږی... ساپی په دریو اداری واحدونو ویشل شوی دی. مهترلام کی ۱۰/ ۹ زره تنه ،ا لینګار ولسوالی کی ۶/ ۲۵زره تنه (دلته دپشه یانو شینګنک طایفه هم صافی معرفی شوی دی) او الیشنګ ولسوالی کی ۲/ ۴ زره تنه ژوند کوی(۱) دنمارکی انسان پیژندونکی فردینانت چی د کوچی پښتنو له ژونده سره د بلدتیا په خاطر افغانستان ته راغلی وو لیکی چی: لغمان اوسنی اوسیدونکی د قومی په لحاظ سره ګډ دی، په دی سیمه کی دری قومونه اوسیږی، یو قوم یی په پشه یی غږیږی اودوه نور یی په پښتو او تاجکی خبری کوی. په غرنیو سیمو کی قومی جوړښت پرخپل حال پاتی خو په سمه کی یی بیخی تغیر خوړلی دی.(۲) د روایاتو له مخی دلغمان زیاتره اوسیدونکی په تیره د الینګار او الیشنګ خلک اصلاْ الینایانو په نامه یاد شوی دی.الینا د ویدی د زمانی یوه مهمه آریایی قبیله ده چی د لسو آریایی قبایلو لکه پکتها (پښتانه) بهالانا او داسی نورو سره یی په جګړه کی ګډون کړی دی او د دغه جګړه څخه وروسته الینایانو د الیشنګ او الینګار په درو او دهندوکش په لمنو کی هستوګنه غوره کړی او بیا د نفوسو د ډیروالی له کبله یی نورو ځایونو ته هم حرکت کړی دی او ډیریی دهندوکش په جنوبی لمنو کی لروبر خپاره شوید دی. الیشنګ او الینګار په پشه یی ژبه کی همدا د الینایانو د کور او هستوګنځی معنی ورکوی(۳). دلغمان خلک ډیر پوه ، چالاک او زړه ور خلک دی، د زده کړی او پوهی شوق لغمانیانو کی ډیر دی او لغمان په ټول هیواد کی لومړنی حکمرانی وه چه لیسه یی درلوده(۴). د لغمان د تسمیی وجه: لغمان د تاریخ په اوږدو کی په بیلا بیلو شکلونو او بڼو لکه لامګان، لمګان، لان پو، لنپاکا، لامپاکا، رام پاکا، لمپاکا، لمبکا، لمغان، لمقان، لمقانات، لمغانات او نورو نومونو نومول او یاد شوی دی. دلغمان د تسمیی په باب بیلابیل تحلیلونه او نظریی شته خو کوم شی چی د افغانستان په جغرافیایی قاموس کی راغلی دی هغه سم او صحیح بریښی ځکه یو خو هغه خپله د افغانانو نظر او تحلیل دی او بل دا چی پر حقیقت ولاړ دی او په سیمه کی ډیر داسی شواهد او واقعیتونه شته چی دغه نظریه تائیده وی. د افغانستان په جغرافیایی قاموس کی لولو: لغمان یو له پخوانیو او لرغونو کلمو څخه ده چی په زرګونو کلونو په ترڅ کی په بیلو بیلو شکلونو تر اوسه پوری پاتی دی. لامګان، لام پاکا، لانپو او داسی نور ټول د لغمان د بیلو بیلو دورو نومود دی. لام ، لاما په پشه یی کی د کلی معنی ورکوی. دا کلمه پشه یی ته منحصره نه ده او اصل یی نږدی آریایی مشترکی ژبی ته رسیږی چی په زیاترو آریایی ژبو کی یی ریښه شته. د پشه یی (لام) د فارسی (لان) او دپښتو (بان) ټول یو اصل لری او معنایی ځای او کلی دی. ګان او (اوغان) چی لومړنی د جمع لامه او روستی یی د نسب لاحقه ده چی په (چغان) او (چتان) او داسی نورو کی شته. په دی حساب یی معنی (کلی) یا دکلیو اوسیدوکی کیږی... په دی ترتیب د دیګان (دیشین، وطنی او د کلیو اوسیدونکی) او لامګان کلمی سره یو دی. په لامپاکا او لمپاکا کی هم (لام) شته او ویل کیږی چی پاکا دهغه چا نوم وو چی کلی پری یاد شوی او ورته منسوب شوی دی...(۵). ددی په خاطر چی لغمان دهمدغه لامگان اوسنی بڼه ده او د پخوانیو اوسیدونکو ژبه یی چى پشه یی ده هم په همدی لغمانی یا دیګانی په نامه یاده شوی او اوس هم د ننګرهار په ښیوه او د کونړ په نورګل کی پشه یی ژبی ته لغمانی او دیګانو ژبه وایی. مونټ سټورت الفنسټن د لغمان او کونړ اوسیدونکو له جملی څخه دهګانان (پشه یی) هم یادوی او وایی چی دوى په دغسی یوی ژبی ګړیږی چی په بابرنامی ، آیین اکبری او نورو منابعو کی د لغمانی او دیګانی په نامه یاده شوی ده (۶) یوازی دیګان یا دهګان کی دپشه یی لام کلمه د دری ژبی په دی یا ده (قریه) اوښتی ده. دلام کلمه چی یوه پشه يى کلمه ده اوس هم په دغه سیمه او په تیره په لغمان کی په زیاته پیمانه شته لکه: نورلام، مهترلام، کولک لام، اونګه لام، لوګرلام، لمټک، نولام، نجلام، لچه لام، ننګه لام، کل لام او نورو کی شته چی ټول دکلی په معنی استعمالیږی. کله کله دغه لام کلمه په رام هم اوښتی ده لکه ګلا رام، کونټه رام، بسرام، شمرام او نور... لغمان یا لمپاکا په لرغونو زمانو کی ځانله یوه خپلواکه پاچاهی سیمه وه. چینی نامتو زایرهیون تسنګ چی د ۶۲۹ او ۶۴۵م کلونو تر منځ لانپو (لغمان) ته راغلی وو په دی هکله داسی لیکی (... ددی په خاطر چی د څو پیړیو څخه را په دی خوا ددغه مملکت شاهی کورنی له منځه تللی او مشران یی د قدرت د نیولو په خاطر د دی نه پرته چی د یو بل برلاسی ومنی، په خپلو کی مخالفتونه کړی او آخر کی بیا د کیاپیشی (کاپیسا) تابع شوی دی(۷) لغمان یو وخت د ګندهارا دستری سیمی یوه برخه وه چی د کابل سیند خوزه یی په برکی نیوله. سره له دی چی لغمان د افغانستان یو لرغونی او سمسوره برخه او سیمه ده خو بیاهم د نړی ځینو فاتحانو، سیلانیانو، لیکوالو او مورخینو په بیلابیلو دورو کی دغه سیمه د بېلا بېلو جغرافیایی سيمو په حدودو کی شامله ګڼلی ده. (د میلاد نه دریوسوو کالو دمخه زمانو کی د افغانستان د نورو شرقی سیمو سره یو ځای دغه سیمه آن د ارغنداب تر ناوی پوری د هند د موریانو د کورنی مشهور پاچا آشوکا (۲۷۳-۲۳۲م) د تسلط په ساحه کی شامله وه.... لغمان آن تر غزنویانو تر عصره د کابل شاهانو او د دوی پاتی شونی هندوشاهانو او د ملتان د لودی شاهی کورنی تر تسلط لاندی پاتې شوی دی. د امیرسبکتګین په وخت د غزنوی شاهانو دپاچاهی په سیاسی حدودوکی شامل شو. هغه وخت چی د افغانستان پر ځینو سیمو د تیموریانو یرغلونه او حملی شروع وی نو دغه مهال د کونړ په درو کی ځینی محلی حکمرانانو تسلط درلود چی مرکزیی ننګرهار وه. ددی کورنی مشران سلطان پکهل او سلطان بهرام دوه ورونه وو. د سلطان بکهل (د څينو رواياتو له مخى دوى د پشه يى د شينگنك له قبيلى څخه دي) د واکمنی سیمه له لغمان نه تر کنړ، باجوړ، سوات او کشمیره پوری وه خو دسلطان بهرام د ورور د مړینی وروسته ګورګانیانو د دولت ترجوړیدو او په هغه کی د دوی تر استقرار وروسته دافغانستان شرقی سیمی د کابل په صوبه کی شامل ګنلی شوی دی. تر څو چی لوی احمد شاه بابا (۱۱۶۰—۱۱۸۶هـ ق) د افغانستان تاریخی جوړښت بشپړ او واحد سیاسی مرکزیت یی په کندهار کی رامینځ ته کړ(۸). دلغمان حدود په بیلا بیلو دورو کی: دحدودالعالم نومی کتاب په یودیرشم مخ کی چې د سامانیانو په وخت په فارسی ژبه لیکل شوی دی راځی چې لغمان دهندوستان د توابعو څخه یو ښار دی چې د سیند تر څنګ پروت او دبازرګانانو ځای دی او په هغه کی بت خانی دی. همدارنګه د همدی کتاب په اتلسم مخ کی د ننهار(ننګرهار) په سیمه کی آن کابل سند ته رود لغمان ویل شوی دی. مینورسکی دهمدغه حدودالعالم د کتاب په حواشی او تعلیقاتو کی د امپراتوربابر د بابر نامی په حواله د لغمان(لمغانات) د علاقی په هکله لیکی چې اصلا لغمان دالینګار ، الیشنګ او مندروړ څخه عبارت دی چې دکابل سیند کیڼ لورته پروت دی. الینګار د هغه ختیزه دره او الیشنګ یی لویدیزه دره ده. د دواړو اوبه په مندروړکی سره ګډیږی، رود باران جوړوی او دکابل سیند کی لویږی. همدارنګه د همدی ماخذ په حواله لیکی چې: د کابل د هیواد په ختیځ کی لمغانات واقع دی. تر ټولو لوی یی دخلکو په اصطلاح نیګنهار دی چې داروغه یی په ادینپور کی اوسیږی(۹). ښاغلی سرمحقق زلمی هیوادمل هم د لغمان تاریخی جغرافیا نومی رساله کی دهمدی بابرنامى په حواله لیکی چې که څه هم د لغمان د پنځه تومانونو څخه یویی ننګرهار دی خودغه دری تومانوته لغمان وایی: د دریوتومانوڅخه یویی الیشنګ تومان دی، شمال یی په هندوکش نښتی دی. یو بل یی د النګار تومان دی. د النګار سیند له اکور څخه راوځی. بل تومان د مندروړ دی دهغو دوه بلوکو څخه چې یادونه یی وشوه، یو یی دره نور دی... یوبل تومان کونړ او نورګل دی. په دغه لیکنه کی چغانیان سرای (چغنسرای) او کامه هم د بیل بیل بلوکونو په نامه یاد شوی دی. د کابل سلطنت بیان نومی کتاب، د افغانستان د اتلسو ولایتونو څخه یو ولایت ګڼی چې هر یو د یو حاکم لخوا اداره کیده او لغمان او جلال آباد دواړه د غلزیو حکومت به نامه یاد کړی دی. نوموړی د سیندونو په برخه کی داسی لیکی: دکونړ څخه شل میله لویدیځ خوا ته دمندروړ په برخه کی د الینګار د کابل سیند سره ګډیږی د الینګار سیند داسی یوه ناوه جوړوی چې د ۷ عدد بڼه غوره کوی. ختیزه دره یی الینګار او لویدیزه د الیشنګ په نامه یادیږی. دواړه دری دشلو میلوبه اوږدوالی دغرونو په منځ کی پرتی دی. دغه دری جلال آباد د میدانی سیمی په ګډون د لغمان سیمه منځ ته راوړی...(۱۰). د پورتنیو یادونو او لیکنو څخه دا په ډاګه کیږی چی لغمان یا لمغانات نه یوازی دا چی داوسنی لغمان ساحه په برکی نیسی بلکی دننګرهار د سرخرود ،جلال آباد، کامه او د کونړ تر چغسرای پوری سیمی هم په دی نامه یادی شوی دی. د اعلیحضرت غازی امان الله خان (۱۳۳۷ـ۱۳۴۷هـ ق) په عصر کى د مشرقی اعلی حکومت په چوکاټ کی لغمان د یو درجه اول حکومت حیثیت درلود او مربوطات یی الیشنګ دره ، النګاردره ، قرغه یی ، مندروړ اوعزیزخان کڅ وو.لغمان د ۱۳۴۳ هـ ش څخه مخکی دمشرقی نایب الحکمتی کي د لوی ولسوالی حیثیت یی درلود ، دقرغیو او نورستان په نامه ولسوالی ګانی او د کڅ ، الینګار او الیشنګ په نامه علاقه داری ګانی درلودی چی ۱۳۳۵ هـ ش کال وروسته د نورستان د گډوال په سیمه کی یوه علاقه داری جوړه شوه خوکله چی په ۱۳۴۳ هـ ش لغمان دیوه ولایت بڼه غوره کړ د الینګار، الیشنګ، نورستان او قرغه یی ولسوالی ګانی او د کڅ علاقداری درلوده چې د ۱۳۵۲ کال کی د کڅ علاقداری بر ځای د دولت شاه علاقه داری جوړه شوه(۱۱). په ۱۳۶۷ هـ ش کال کی د لغمان نورستان ولسوالی له لغمان څخه بیل او د کونړ د نورستان په ګډون د ځانله ولایت په توګه رامنځته شو. لغمان ته داسلام دمبین دین د پلوشو خپریدل: که څه هم کیدی شی چې په خصوصی او انفرادی توګه د اسلام دمقدس دین خپریدل لغمان ته دمخه هم پیل شوی وی، خو په عمومی توګه دلغمان سیمی ته دلومړی ځل لپاره دغزنویانو دلومړنی پاچا سبکتګین په وخت (۳۸۱هـ ۹۹۱م) کی د اسلام مقدس دین خپریدل پیل شوی دی چې سلطان محمود غزنوی هم په دغو فتوحاتو کی برخه لرله. صفت نامه غازی محمد درویش خان په نامه رساله کی چې د قاضی محمد سالم لیکنه او بیا په ۱۳۶۵م کال په روم کی چاپ شوی ده راځی چې د محمد حکیم په باچاهی کې سنه ۹۹۰هـ حضرت غازی درویش محمد خان هغه سپه سالار وو چى د خدای (ج) په توفیق او د اولیا الله په همت د درونټی نه پورته تر فرجغانه پوری د الینګار، د لغمان د دری نجراب د پچه غان او د تګاو د شپږ شپیتو (۶۶) درو کافران ووهل او مسلمان کړل. داسلام آباد ، غازی آباد ، منجعان، درویش آباد، کاشیګر، حیدرخانی او بدیع آباد کلاګانی جوړی کړی. د صفت نامی په قول غازی محمد درویش یو روحانی شخص وو چې د کابل د والی میرزا محمد حکیم لخوا په ۹۹۰ هـ کی د دغو درو د ایل کولو په غرض واستول شو د الیشنګ په دره کی د اسلام آباد او درویش آباد کلی ټول دده نامه ته منسوب دی. لومړی یی د اسلام آباد کلا جوړه او د مرکز په حیث یی ورنه کار اخیسته او اوس یی هم قبرهمالته دی د صفت نامی څخه معلومیږی چې دغه دری یوځل دسلطان محمود غزنوی او بیا د امیر تیمور ګورګانی په وخت کی وهل شوی دی په صفت نامه کی د غازی درویش په لښکرو کی د غورغوشتی، شینواری، هزارمیشو (۱۲) پشه يى ، تاجك او نورو نومونه هم یاد شویدی. خوله دی سره سره لکه چې د تاج التواریخ او سراج التواریخ څخه په ډاګه کیږی. د لغمان ځینی دری او سیمی چې خلک یی هم مسلمان وو تر وروستی وخته پوری خپلواکه یا یاغی پاتی شوی وو چی د امیر عبدالرحمن خان په وخت فتح شول. امیر عبدالرحمن خان د کلمان د پیښی او د هغه فتح کولو په هکله په تاج التواریخ کی وایی چې: تر دی وړاندی هیڅ لښکر کشی او قدرت کلمان مغلوب کړی نه وو(۱۳). همدارنګه په سراج التواریخ کی هم د کلمان دجګړی او فتح کولو پیښه چې ۱۳۰۳-- ۱۳۰۴ هـ ق او۱۸۸۵- ۱۸۸۶م کلونوکی واقع شوی په مفصل توګه یادونه کړی او په یوه برخه کی راځی: د کلمان د فتحی د حاصلولو سره دجلال آباد حکمران چی بری او ماتی ته منتظر وو د خوښی او ښادی په دود یوویشت د توپ ډزی وکړی او کشموند، بریکوټ، بمبه کوټ، لامکندا او ستن خلک او همدارنګه د چتیلا، منډال، لاجدرک ، مشفه ا ود یاغستان د درجاتو ټول مشران یو په بل پسی د اطاعت له لاری سپه سالار حضور ته راغلل، تابع او تسلیم شول(۱۴). بالاخره امیرعبدالرحمن خان په ۱۸۹۶م کال هغه ټولی سیمی چی لا ترهغه وخته پوری خلک یی داسلام په مقدس دین مشرف شوی نه وو، فتح اود اسلام سپیڅلی دین روښنایی او نوریی هغوی ته ورساوه او له همدی کبله هغه سیمه چی د کافرستان په نامه یادیده د نورستان په نوم ونومول شوه چی د لغمان د الینګار ستری دری پاسنی برخه هم په هغه کی راځی او د لغمان نورستان په نامه یادیده. د اوسنی لغمان ټول وګړی حنفی مذهبه سنی مسلمانان دی. همدارنګه د مهترلام بابا ،نورلام صاحب ، بی بی صاحب ، میاجی صاحب ،سید رومی بابا ، ملا مردکا بابا ، پهلوان بابا او داسی نور ډیر مشهور زیارتونه لری د لغمان قلعه سراج په ۱۳۳۰- ۱۳۷۰ هـ ق کال دامیرحبیب الله په وخت جوړه شوی ده.
ماخذونه او یادونی: ۱- دافغانستان برخلیک او ختیځ پښتانه پیښور چاپ ۱۳۷۷ هـ ش کال۷۹ مخ. ۲- زبان و ادب ملی افغانستان ،۱۵-۱۴مخونه ۳- دافغانستان ژبی اوتوکمونه،۴۱۷مخ د دوست محمددوست لیکنه ۴- د افغانستان جغرافیایی قاموس ، پنځم جلد ،۱۷۷ مخ ۵- پورتنی ماخذ ۱۷۵-۱۷۶مخونه. ۶- د کابل سلطنت بیان، لومړی ټوک ۳۳۰مخ د داکترمحمد حسن کاکړ او نصرالله سوبمن ژباړه. ۷- دچینا یانو یو نلیکونه،۱۵۰ مخ د عبدل الکریم محب ژباړه. ۸- په دی برخه کی ما زیاتره د ښاغلی سر څیړونکی زلمی هیواد مل له اثر، یعنی دلغمان تاریخی جغرافیا څخه چی په ۱۳۶۴ش کال کابل پوهنتون کی خپور شوی دی استفاده کړی ده. ۹- حدود العالم با مقدمه بارتولد وحواشی مینورسکی ، ترجمه میرحسین شاه ، کابل۱۳۴۲ هـ ش کال ، ۹۳مخ. ۱۰- دکابل سلطنت بیان لومړی ټوک ،۱۶۰ مخ. ۱۱- دلغمان تاریخی جغرافیا.۷۳مخ . ۱۲- دافغانستان ژبی او تو کمونه ۴۱۸مخ. ۱۳- تاج التواریخ ۱۷۷ مخ امیرعبدالرحمن خان تالیف ۱۴- سراج التواریخ، ۴۸۰ - ۵۱۷ مخونه دفیض محمد کاتب لیکنه.
                     دنشرسرچینه: د جرګی مجله

هیچ نظری موجود نیست: