۱۳۸۹ مهر ۱۰, شنبه

(پشه يى افغانان)کتاب داطلاعاتواوفرهنگ وزارت لخوا چاپ شو


له دېنه څوك سترگى نه شى پټولى چى ټول انسانان ، چى بېلا بېل نژادونه ، قومونه ، قبيلى ، طايفى او څانگې لري له يو آدم (ع) او بي بي حوا څخه پيدا شوي او د تقوا او پرهيزگاري ، علم او پوهى ، د ښو اخلاقو ، خويونو او عملونو څخه پرته چى په رښتيا هم د انسان د عزت ، فضيلت ، وياړ او درناوى باعثگرځي او د سړى قدر او قيمت زياتوى ، د نژاد ، قوم او د اصل او نسب مسئله د پيژندگلوى څخه پرته بل برتري او بهتري نه لري. هيڅ كوم سپين پر تور ، عرب پر عجم او يا دا پر هغې لوړوالئ نه لري.... خو په خواشينى سره بايد ووايو چى د ځينو نژادونو او قومونو ځينى كسان ، ځانونه درانه او لوړ او نور سپك او ټيټ گڼي ، يو اصل او بل بدل بولي ، چى دا سمه نه ده بلكى ټول سره يو شان دي... هر څوك كولى شي چى پر خپلو تيرو وياړونو ، ښو كارنامو او لاسته راوړنو چى دا هم په حقيقت كې ټولو پورې اړه لري ووياړي او درناوي يى وكړي ، خو ددى حق نه لري چى نوروته په ټيټ نظر وگوري او خپل ځان دې له نورو لوړ وبولي. له بله پلوه د خپلو خپلوانو ، نږدى كسانو او قوم سره پالل هم كوم ناوړه كار نه دئ ، ځكه د قرآني لارښوونو پر بنا چى فرمايى ، ژباړه: (د خپلولۍ د اړيكو او پيوندونو له غوڅولو څخه ډډه وكړۍ) دا كار په صله رحم كې راځى... او زه هم په دې ليكنى سره غواړم چى د پشه يانو هويت په ښه توگه څرگند او لوستونكى پري باوري كړم چى دا ټول سره ورونه او د يوى پلار او نيكه زامن دي او فكر كوم چى په دې كار سره به چى هدف مې د توپيرونو له منځه وړل او د حقيقت څرگندونه ده ، خلک به راڅخه خوښ او ثواب به را په برخه شي....
داټکي د ښاغلي محمد زمان كلماني د هغه كتاب د سريزې ځينې برخې دي چى په دې نږدې شپو ورځو كې د (پشه يى افغانان) په نامه د اطلاعات او فرهنگ وزارت د بيهقي د كتاب خپرولو رياست له خواد آزادى په مطبعه کې د چاپ په گاڼه ښكلى كړئ شوئ او موږ ته رسيدلى دئ. د پشه يى افغانان د كتاب په سركى د اطلاعات او فرهنگ د ښاغلي وزير دكتور سيد مخدوم رهين له خوا د (سخن وزارت اطلاعات و فرهنگ) تر نامه لاندې یوه يادونه شوې او پكې راغلي چى: (كشور عزيز ما افغانستان زیبایی های بیشماری را در خود نهفته دارد. آب و هوای خوشگوار ، ملت خونگرم  ومهربان و تنوع اقوام و زبان هاو...خوشبختانه اقوام ساکن کشور از سالیان متمادی در زیست با همی خود حماسه های به یاد ماندنی را آفریده و در مواقع لازم به صورت یکپارچه از عزت و سربلندی میهن خویش به دفاع بر خاسته اند. دولت ملی ما که ثمرۀ سال ها مبارزه ومجاهده ملت شریف افغانستان در راه حاکمیت ملی و استقلال  سیاسی است، سمبول و نماد این وحدت نظر و عمل است . هر یک از اقوام وملیت های ساکن کشور در راه دفاع از حیثیت ملی وعزت میهنی ما با احساس مسئولیت سهم برابری را ایفا نموده اند. یکی از این اقوام ، قوم پشه یی است که در ولایات مختلف مانند ولایت لغمان ، کاپیسا، ننگرهار و ... از سالیان درازی زنده گی دارند و دوشادوش سایر اقوام برادر برای آبادانی، شگوفایی و بالنده گی کشور عزیز ما سعى و تلاش نموده اند.)
ورپسې د ښاغلي عبدالهادي قريشى تقريظ راغلى چى د هغه په يوه برخه كې لولو: په هر صورت ښاغلى كلمانى  په خپل دغه اثر (پشه یی افغانان ) کی هم ډیر زیار ایستلی دی اوله زیاتو منابعو او معتبرو شخصیتونو او محققینو څخه یی لازم او موثق معلومات را جمع کری دی چی دغه معلوماتونه دلیکوالۍ له اصولو او اسالیبو سره سم اوډل شوی اوپه تالیف کی یی زحمت ایستلی دی. که د (پشه یی افغانان) کتاب وکتل شی له لومړۍ  صفحی څخه تر ۱۶ مخه پوری په ژوره توګه لیکل شوی اوکابو دټول کتاب منځپانګه پکی ځای شویده . دغه رنګه دلومړی ځل له پاره یی پشه یی قامونه اوطایفی سره په جلا جلا ډول اودنفوسو په شمیر اومحلاتو سره لیکلی چی داسم کاردی او دلو ستونکی او مینه والو دتوجه وړګرځی اوهم تاریخی ، اجتماعی او ادبی معلومات يى زياتيږي)
تردې وروسته پخپله د پشه يى افغانان د كتاب د ليكوال ليكنه ده چى ټول ټال په ۱۹۱ مخونو كى په حمد او درود سره پيل او په دعا سره پاى ته رسيږى او دغو مواردو په هكله مطالب لري:
- پشه يى افغانان ، چى تر دې سرليك لاندى د پشه يانو د تاريخ په اړه څرگندونې ترسترگو كيږى د افغانستان د يو ديرشو  قومونو او ديرشو ژبو نومونه هم راغلي او په همدى ډول د پشه يى د تسميى وجه ، د پشه يانو نفوس او د پشه يانو د ميشت ځايونو په اړه معلومات او نقشه لري.
- د پشه يى قومونو ، خيلونو او طايفو په هكله څرگندونې چى د كتاب لويه برخه جوړوي او پكى د جنوب ختيز پشه يى قومونه (سوم ، شينگنك ، ماسلوني ، كيلوني او نورگلي ، چوگني ، لغماني او چارباغي ، صاحب زاده گان ، سيدان او پاچايان) د لغمان شمال لويديز پشه يى قومونه (رېن ، پشگري ، ننگراجي ، دلبيك ، دولت شاهي ، داليشنگ د سمې درې) د كاپيسا د اله ساى او تگاب پشه يى قومونه (اله سايى ، اسكيني ، اشپي وال ، كوټه وال ، تگاب ، نجراب) او د كاپيسا د كوهبند او كوهستان او د نورو سيمو پشه يى قومونه او خيلونه راغلي يادونه شوى ده.
- لغمان او د هغه تاريخي جغرافيا.
- او پشه يى ژبه او ادبيات چى په دې برخه كې د پشه يى ژبې د لهجو او د ادبياتو په اړه په زړه پورې څرگندونې وړاندى شوي او هم د پشه يى شعرونو څو بېلگې راغلى چى د پشه يانو د مختلفو سيمو او لهجو پورې اړه لري او د ځينو شعرونو پښتو منظوم ژباړه هم ورسره ده.
پشه يى افغانان كتاب چى د ښاغلى سيد ذاكر بنورى په اهتمام او د ښاغلي محمد قادر هوتا كلماني په كمپوز او ديزاين د ۵۰۰ ټوكو په شمير په ښكلى قطع ، صحافت او كاغذ كې چاپ شوئ په وروستى برخه كى يى منابع او ماخذونه او هم د دغه اثر د ليكلوال پيژندگلوي راغلى چى د هغى له مخى ښاغلى كلماني تر دې دمه د نورو ډيرو ليكنو او شعرونو سره بيره چى په پشه يى ، پښتو او درى ژبو د هيواد په مطبوعاتو كى خپاره شوي تر دې دمه لس خپلواك چاپي اثرونه لري.
موږ  زموږ د هيواد د پشه يى ميړني ولس لپاره د دغه ستركار ، خدمت او بريا په مناسبت چى د ښاغلى محمد زمان كلماني له خوا تر سره شوى او په رښتيا هم له ډيرو منابعو سرچينو او شخصيتونو څخه ترټولو زيات معلومات سره راغونډ كړي او په ساده ، روانه او خوږه پښتو يى هيوادوالو ته وړاندې كړی ، ټولو افغانانو او په تيره څيړونكو ، پشه يى ورونو او ښاغلي محمد زمان كلماني ته مباركي وايو او په  دې برخه كې د ښاغلي ليكوال د لا نورو سترو برياوو او چوپړونو تمه كوو. خداى دې وكړي چى ښاغلي مينه وال دغه كتاب ترلاسه او د پشه يانو په هكله د زياتو معلوماتو څخه يى گټه واخلي.
                                                                     سرچینه: د هیواد ورځپاڼه

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...