۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه

پشه يي او پشه يان څنگه وپېژندل شول (محمد پرويش شاهين)


له ورځ مجلې څخه:
د لوى قام لوى وطن چې د تاريخ په اوږدو کې د سړي توب، علوم فنون، تجارت، لين دين، نروالي، پت پښتو او بين المللي سوداگرۍ يو لوى مرکز پاتې شوى دى. چېرته چې نړيوالې تجارتي قافلې بې خطره د سوونو زرگونو کالونو پورې تللى او راغلى دى. په هغوى لاس اوچتول، د هغوى قافلې لوټل او تالا کول خو لويه خبره هغوى ته خو په دې خاوره خداى خوارکه هم چا نه و ويلى.
دا د فخر او افتخار لويه خاوره څو ځله سره لمبه شوې ده. سره مچۍ شوې ده او نارينه خو يې وو نارينه، غنم رنگه او باتور خويه پېغلو يې هم ټول وطن مورچه مورچه او مورچل کړى او تورې په لاس يې پخپل قامي غيرت دا خاوره د غليم له بلوڅو څخه په امان ساتلې ده ځکه چې لوى افغان هر څه مني خو غلامي په مرگ هم نه قبلوي. دغه سوب دى چې په دې غيرتي خاوره او د ننگو په دې ډگر د ډېرو ډېرو غاورو بلوڅه کوونکو ککرۍ خاورې شوي دي. تيت و پرک او ورک شوي دي او هم هاغه نر او بريالى افغان په دې نارينه خاوره هسکه غړۍ نن هم ژوندى او گړندى دى.
دا د سيالو سياله خاوره د قامونو، قبيلو او ژبو او ژب گوټو خاوره ده. چرته چې فقط د يو افغان د درنې نامې لاندې ډېرې قبيلې او ډېرې ژبې ژوندۍ او گړندۍ دي.
په دې بلا بلا ژبو کې يوه ژوندۍ او گړندۍ ژبه پشه يي هم ده چې د لوى پشه يي قام ژبه ده. کومه چې زما په اند د ټول افغانستان په ژوندو ژبو کې د ليک لوست په ميدان کې د ټولو څخه ژوندۍ ژبه ده چې ليکلي آثار يې تر زرگونو کلونو پورې رسېږي او ډېر زاړه چاپي اثار لري.
پشه يي قام د تاريخ په اوږدو کې يو لوى او يو فعاله قام پاتې شوى دى. هم دا د بادشاهۍ کور او قبيله د چا پلازمينه چې د کاپيسا خاوره وه کومه چې د خپل علوم فنون، سوداگرۍ او جهان بانۍ له سوبه په هند، چين او وسطي ايشيا کې د قدرت او طاقت، بخت او تخت خاوره وه او يو وخت داسې هم و، چې د دوى د قدرت مزى تر سوات، چترال او گلگت پورې غزېدلى و او د يو منظم او پراخه سلطنت او د يو تکړه او فعاله فوځ په سوب د چين باچاهانو د دوى په خپلوۍ او دوستۍ فخر کولو او د دوى پاچاهانو او شهزادگانو ته به يې درانه درانه خطابونه، خلعتونه او ډالۍ ورکولې.
بل اړخ ته يو دا قام د دوى په پشه يي ژبه او بيا د دې ځاى په نشه اييز شرابو چې هم د دې خاورې د مشهور کور نه به جوړېدل هم د شهرت وړ گرځيدلې و او دغه ژبه او دغه شراب چې د دوى د يو ديوتا (
God)په نوم د کاپيسا د شرابو د ديوتا (God of wine)په نوم مشهور و.
ځکه چې زړو آرياو چې د کوم سوما (
Soma)سره په مذهبي توگه عادت و دغه د ويد نه مخکنۍ خبره وه د کومې ځاى چې بيا د کاپيسا د زيړو انگورو شرابو (Yellow Draksh is Pasttudic)واغستو او هم دغه شراب او دغه زېړ انگور به د کاپيسا نه هند ته برآمد ولى شو.Grapes were substituted
او دغه کور چې د هاغې په ژبه کې د ډرکشا (
Draksha)په نوم يادېدو.
د پانيني په وينا دغه به هند ته لېږلى شو.
That Draksha was imported to India from Kapisa.
دا پشايان چې کله د ويدي مذهب نه په دې سوب لاس په سر شوي وو چې بامبړانو د ويدي سوچه مذهب مشاده ورانه کړې او د خپلې رضا يو خودساخته مذهب يې ترې جوړ کړى و. نو د دوى بيا د گنگا او جمنا بامبړانو په نظر کې بد تهذيبه. د مذهب نه لرې او غرڅه خلق وو او چېرته چې په کتابونو کې د دوى د قام او ژبې نوم راغلى دى نو هغوى په سپکه خوله بيان کړى دى گنې پشايان او د دوى ژبه خو هغه پخه او کوټلې ژبه وه کومه چې لوى پښتون او لوى عالم او گرامر نويس پانيني د لوى کتاب اشټ ادهيايى، ژبه گرځېدلې ده. او هغه په هغه وخت کې د بهاشا (
Basha)په نوم وروسته خلقو ورله د سنسکرت نوم ورکړى دى. هم دغه بهاشا د افغانستان د ډېرو ژبو مونډيز شکل دى چې ور کې د پشه يي ژبې لوى لاس او لويه برخه ده.
بيا چې کله پشايانو بدهـ مت قبول کړو او داسې يې قبول کړو چې په وسطي او جنوبي ايشيا کې هم دا خلق د وروستي سره پورې بودايان پاتې شوي دي چې نن يې هم په دېرو رسمونو، رواجونو، نومونو، اصلاحاتو او بيا خاص په ښځينه سندرو او رسمونو رواجونو کې بدهـ مت له ورايه ځليږي.
پشه يانې جينکۍ او زنانه چې په ټوکو او خټين څيزونو او ديوالونو کوم نقش نگارونه جوړوي دغه کې هم ډېر ډېر څه د دوى د زوړ مذهب نښې نښانې جوړې دي. بل مخ ته چې د دوى د ښځو او سړو کليوال نومونه واورېدې شي نو ته به وايې چې هډو اوس د سټوپا د عبادت څخه راغله.
د دوى علمي او ادبي ژبه چې پشه يي ياديږي د لوى هند عالمانو د پساچې پشايي، او پساچا (
Pisachi-Pashai-Pisaha)په نوم ضبط کړې ده.
چې بيا وروسته ژبپوهانو دا زړې غريزې ژبې د يو عام نوم درد-دردي (
Dard-Dardi)په نوم يوځاى کړې او دغه بې شمېره ژبو ته يې د دردک (Dardac)نوم ورکړى دى. خو که لټون وشي نو د دردي نوم هم دغه ژبو له دې پشايانو ورکړى دى او په پشايي کې درد او دردي غرنۍ او کوهستانۍ ته وايي. او دغه ټولې کوهستاني ژبې چې تر کونړ، نورستان، لغمان، دير، سوات، چترال، گلگت، داريل، تانگير او کشمير پورې خورې ورې پرتې دي. دغه ټولې د دې پشه يي ژبې اولاده ده. دې ټولو ژبو کې فقط پشايي ژبه په زړو وختو کې د ليک لوست، قلم ا و کتاب مؤرخ ته رسېدلې ده.
که په دې کې يوخوا د کرم او وردگ کتبې يا ډبرليکونه ليک دي نو بل خوا په دې کې د شهبازگړې او مانسهرې ډبرليکونه هم کومې چې د راجا اشوک په حکم ليکل شوي دي. بل مخ ته چې کوم کتابونه د چين او ختن په خاوره موندل شوي دي او بيا يو پند کتاب چې په ١٩٣٥ کې په گلگت کې موندل شوي ا و بيا په دوه درې جلدونو کې چاپ شوي دي (چې د پرويش شاهين سره د فوټو سټيټ په بڼه شته دى) کوم چې په سوات کې هاغه وخت ليکل شوي چې په سوات کې لا د بدهـ مت ټغر نه و ټول شوى او کله چې بيا بديانو له سواته کډه کوله نو د ځان سره يې گلگت ته وړى و. دغه ټول په پشايي ژبه کې دي.
پشه يي ژبې چې ډېر قدرت ترلاسه کړو او ډېر ادب ورته راغى او ډېره روانه ژبه شوله. نو د بدهـ مت عالمانو دې ته د دې د ادبي بڼې په وجه د پالي (
Pali)نوم ورکړو. کومه چې نن هم د بدهـ مت يوه مذهبي ژبه ده. د بدهـ مت بلا بلا کتابونه په پشايي او وروسته په پالي کې ليک شوي دي. خو د ټولو نه زيات مشهور کتاب يې دهماپدا (Dhama Pada)دى. چې دنړۍ په ډېرو ژبو کې ترجمه شوى دى چې په نړۍ کې د بدها د مکالماتو Dialouge of Buddhaپه نوم مشهور دى (دا هم د پرويش شاهين سره په دوه درې ژبو کې شته دى) چې يوه ورکې زړه پشايي او نوې پالي هم ده.
د مذهبي کتابونو نه پرته په دې ژبه کې ډېر روماني او عشقي کتابونه هم ليک دي چې د ټولو نه زيات مشهور کتاب ور کې بړهټ کتها (لوى داستان)
Birhat Kathaدى چې يو پشايي شاعر گناډهـ (Gina Dah)ساز کړى و. چې پوره اووه لکه (٧٠٠٠٠٠) اشعار ورکې وو. دغه کتاب بيا په هند او کشمير کې په ډېرو ژبو کې ترجمه شوى دى. چې په دې کې د چهينمداً ١٠٣٧ ميلدي او پنډت سوم ديو ١٠٦٧ ميلادي د سنسکرت ترجمې ډېرې مشهورې دي او په سنسکرتي ادب کې ډېر لوړ ځاى او مقام لري.
د پشه يي ژبې د ليکلو دپاره خپل يو محلي ليک دود هم و کوم چې نن هم په تبت کې د دلائى لاما په مسلک کې د (
Sina Lippi)په نوم شته دى او هم په دې کې ليک کتابونه هم شته دي او هم دغلته په تبت کې د دې خط دغه کتابچه سره د نوې نوټونو بيا چاپ کړې شوې ده. ورسره د سوات د ناوې د خط يوه کتابچه هم ده چې د اُديانه خط (Udyana Lipri)  په نوم مشهوره ده چې عالمان په دې گروهه دي چې دا دواړه خطونه بنيادي توگه باندې يو دي. خو د محلي لهجې او ځينې غږونو په سوب ورکې بېلگتوب دى ځکه چې هم دغه پشايي ژبه په سوات کې هم د بدهيانو يوه مذهبي ژبه وه.
داپشه يي ژبه د هند په کتابونو کې د لغماني،دهگاني او تيراهي، بشکارک (
Bushkarik)په نومونو هم ياده شوى دى. د دې ژبې د کاله نورې ژبې دغه د ټولې پښتونخوا د غرونو ژبې دي. کومې چې اصلي اريايي او مونډيزې اريايي ژبې دي. اوس د نړۍ د عالمانو فکر دې خبرې ته راغوښتى دى چې د ارياو خو څه نښې نښانې څه آثار، عمارتونه، ودانۍ، يادگارونه خو نشته دي. نو آيا د دې نشت والي له کبله د ارياو په دې زړو، اصلي او قديمي ژبو دې کار ولې ونه کړى شي. د کومې د غرونو نه چې نن هم د ارياو د انگۍ غږ اوريدى شي. دغه سوب دى چې د هغوى نظر د لوى افغانستان د خلقو په محلي ژبو دى.
په راتلونکي ليک کې به د حوالو (
Reference)سره سره د پشايانو په اول ځل ښکاره کېدل د هغوى ژبه موندل. د دې ژبې د ليکل شوي کتابونو تفصيل. د دوى د خط ذکر، د دې کورنۍ د حکومتو پلازمينې، علوم او فنون، سياسي او علمي حيثيت بحث کولې شي.
زه د هاغه پشايانو پوهانو مننه کوم چا چې زما سره په لغمان، جلال آباد، پېښور، کونړ او مومندو کې خواږه خواږه بحثونه کړي دي.

دا هم د سر چینی لینک

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...