۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبه

حامدکرزي لخوا محمد زمان کلمانی او یو شمېر نور شاعران په مکافاتو و ویاړل


د۱۳۹۱ لمریز کال دغبرګولي ۲۳مه -  د افغانستان د اسلامي  جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي  په هغه  غرمنۍ میلمستیاکې ګدون وکړ چې په علمي او فرهنګي چاروکې د جمهوري ریاست د سلا کار وزیر د سرڅیړونکي زلمي هېواد مل لخوا د پسرلنۍ مشاعرې په موخه شاعرانو او لیکوالانو ته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
له دغې میلمستیا وروسته د یوې مشاعرې په ترڅ کې د هېواد د بیلابیلو ژبو یو شمېر شاعرانو د پسرلي او په هېواد کې د روانو حالاتو په باب خپل شعرونه ولوستل.
بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکتر سید مخدوم رهین د هېواد له جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې هر کال یې شاعران او لیکوالان د بیلابیلو مناسبتونوله امله خپل حضور ته منلي او د شعر په ژبه یې د هغوی د زړه غږونه  اوریدلي دي.
ده وویل: سږ د هېواد جمهوررئیس یو بل نوښت هم وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د هېواد  د بیلابیلو ژبو هغه شاعران چې ډیر ادبي اثار یې ټولنې ته وړاندې کړي دي،  وستایي او قدرداني وکړي.
 رهین وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزات د جمهوررئیس د دغې لارښوونې له مخې د یو کمیسیون له لارې د هېواد څلورتنه هغه شاعران چې د پښتو، دري، ازبکي او پشه یي ژبو د شعر په برخه کې ګڼ شمېر کتابونه چاپ کړي دي، په نخښه او د جمهوري ریاست عالي مقام ته د مکافاتو لپاره پیشنهاد شول چې د جمهوررئیس لخوا هغوی ته نغدي مکافات او افتخاري تقدیرنامې منظورې شوې چې په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ومومي.
حامد کرزي د هېواد د بیلابیلو ژبو شاعران وستایل ،وې ویل خوښ یم چې د هېواد شاعرانو په خپلو شعرونوکې په هېواد پورې اړوندو مهمو موضوع ګانو ته ځای ورکړی چې دا پخپله له هېواد سره د هغوی د مینې څرګندونه کوي.
جمهوررئیس  وویل: له روان کال څخه موږ د هېواد د شاعرانو د ستاینې او تقدیر لړۍ پیل کړي چې په راتلونکې به دا لړۍ نوره هم پراخه شي.
حامدکرزي د دغې مشاعرې په پای کې د دغو شاعرانو د غوره خدمتونو له امله ښاغلی استاد محمد صدیق پسرلی، آغلې آصفه شاداب، ښاغلی نصرالله پرتو نادري او ښاغلي محمد زمان کلمانی د سل سل زره افغانیو په نغدي مکافاتو او په افتخاري تقدیرنامو و ویاړل.
سرچینه: د ولسمشری دفتر سایت

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...