۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه

د هېواد د پیاوړي لیکوال نور محمد غمجن تمیل د زوکړې ۶۵ کلیزه ولمانځل شوه

د پښتو او پشه یی ژبو دنامتو لیکوال او شاعر ارواښاد استاد نور محمد غمجن تمیل د دیرشم تلین او د زوکړی پنڅه شپیتمی کلیزی په مناسبت د غبرگولی د میاشتی په ۲۴ چی د هغه د زوکړی اومړینی له نیتی سره سمون لری دلغمان ولایت په مرکز د مهترلام بابا  ښار دجرگو په تالار کی یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه . په دی غونډه کی چی دلغمان والی ، ولایتی شورا رئیس او ځینو اداروه رئیسانو، استادانو ، قومی مشرانو، مخورو، لیکوالو، شاعرانو او کابل ننگرهاراو نورستان څخه ورغلو فرهنگپالو او گڼ شمیر خلکو برخه لرله، دغونډی په پیل کی لومړی د قران کریم څو مبارک آیتونه د قاری پیر محمد لخوا تلاوت شول، وروسته بیا د هیواد ملی سرود خپور شو، د لغمان والی اقبال عزیزی په پشه یی ژبه خپله وینا پیل کړه او دغونډی برخه والو ته یی د ښه راغلاست ویلو وروسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس پیغام ولوست چی پکی  راغلی دی: د افغانستان اسلامی جمهوری دولت په هیواد کی د میشتو ولسونو د ژبو او فرهنگی میراثونو ساتنه او پالنه خپله وجیبه بولی او له امکاناتو سره سم دهیواد د ټولو ژبو او فرهنگونو دودی لپاره موثره اقدامات کوی. همدغو هڅو په لړکی دادی نن دلغمان په ولایت کی د پشه یی ژبی او ادب یو نومیالی خدمتگار ارواښاد نورمحمد غمجن تمیل د دیرشم تلین په مناسبت دا حاضره غونډه جوړه شوی ده. ارواښاد نورمحمد غمجن له پنځوسمو کلونو له پیله د پشه یی ژبی او دپشه یانو دفرهنگ لپاره هڅی پیل کړی او پدی لاره کی یی خپل ژوند ترپایه ډیر بریالی گامونه پرمخ واخیستل، ددی هڅی ډیر دقدر وړ دی. سربیره پردی چی دپشه یی ژبی شاعر وو، په پښتو ژبه یی هم شعر وایه، د پښتو تکړه لیکوال وو، په پښتو یی ډیری مقالی او مستقل آثار لیکلی دی او دکابل پوهنتون د د پښتو څانگی استاد هم وو. زه دلغمان د ولایت فرهنگیانو ته کورودانی وایم چی د خپلو فرهنگ یاد تاند ساتی او دخپلو سیمی او ولسونو د فرهنگ د غوړیدا لپاره کارکوی ستاسو ټولو بریا د څښتن تعالی له درباره غواړم. ورپسی داطلاعاتو او فرهنگ وزیر سید مخدوم رهین پیغام د اصلاح د نشراتی موسسی رئیس محمد زمان کلمانی لخوا ولوستل شو چی په یوه برخه کی یی راغلی دی. زمونږ لرغونی او گران افغانستان یو گڼ توکمیز هیواد دی چی بیلابیل قومونه او ژبی په سی شتون لری، چی دا پخپله ددغه ټاټوبی دفرهنگی ښکلا او لا بډاینی لامل گرځیدلی او ارزښت او اهمیت یی لوړ کړی دی. د افغانستان له دفو ورونو قومونو څخه یویی پشه ییان دی چی له ډیره لرغونو زمانو څخه را پدی خوا د هندوکش د غرونو دسلسلی په سهیلی سمسورو او زړه را ښکونکو لمنو او دروکی دخپلو پښتنو، تاجکو او نورستانیانو تر څنگ اوسیږی او په پشه یی ژبه خبری کوی...
ورپسی بیا د افغانستان د علومو داکادمی د رئیس عبدالباری راشد پیغام د دغه اکادمی غړي څیړنوال عبدالرئیس الینی لخوا ولوستل شو.
چی په یوه برخه کی یی داسی ویل شوی: د یو انسان پیژندنه له پیدا کیدونه تر فنا کیدو پوری دده دفرهنگی ، ادبی ، سیاسی او تولیزو کړنو له مخی کوی په یو ولس او قوم کی ډیر داسی انسانان وی چی پیژندنه یی په څو ټکو ، کرښو او پاڼو کی کیدای شی ، خو د دغی اشخاصو په وړاندی بیا داسی کسان هم وی چی له هر اړخیز شخصیت څخه برخمن وی او په خپل له ویاړه ډک ژوند کی یی داسی مثمر او گټور علمی او فرهنگی کارونه ترسره کړی وی، نه یوازی داچی خپله کورنی او دکورنی غړی ورباندی ویاړی او فخر کوی بلکی دخپل هیواد دټولو قومونو او خپلوانو لپاره د زیات درناوی او قدر وړوی چی یو هم له دغسی شخصیتونو څخه ارواښاد استاد پوهندوی نورمحمد غمجن تمیل وو، چی په خپلو علمی، ادبی او فرهنگی کړنویی دټولو ادبی کړیو توجه ځانته را اړولی ده...
بیا د کابل پوهنتون رئیس پوهاند محمد امین بابکرخیل پیغام استاد پوهیالی حفیظ الله له خوا ولوستل شو چی په یوه برخه کی یی راغلی دی: مرحوم استاد یو با استعداده او هڅاند شخصیت وو. د ابتدایی، ثانوی او عالی زده کړو وروسته هیواد ته دخدمت جوگه شو او په 1350 کال دکابل پوهنتون دادبیاتو په پوهنځی کی د استاد په صفت مقرر شو. استاد نه یوازی په مورنی ژبه پښتو بلکه په پلرنی ژبه پشه یی او ورسره دری، انگلیسی، اردو، سانسگرت، عربی او هندی ژبو هم پوهیده او ډیر ژباړی یی پښتو ته وکړی چی د استاد عالی استعداد او ذاتی قوت نماینده گی کوی. په یاده غونډه کی دننگرهار پوهنتون د پشه یی ژبو استادانو او محصلینو په استازیتوب ددغه پوهنتون استاد الحاج سید غفورغغوری خبری وکړی او ویی ویل:
استاد غمجن تو گگی پشه ییــــان آن خفا    تینا یادستی کیندی هر سبا او هر بیگا
پشه یی جبیگه کیگی هرکدن توبوخدمت    تینا روحستی آنتی همیشا کــــیس دعا
ده زیاته کره چی دننگرهار پوهنتون پشه یی استادان او محصلین دی غونډی ته په ډیر شوق انتظاروو. خو ددی لپاره چی کلنی آزموینی او دمحصلینو دسیمینارونو ورځی دی نو یوازی ما وکولای شو دهغوی په اجازه خان دغی پرتمینی غونډی ته ورسوم، هرچا چی دغه غونډه جوړه کړی او په کی همکاری کړی ده هفه ته دی الله تعالی دواړو جهانونو کی اجرونه ورکړی. پدی غونډه کی استاد عبدالحکیم رسولی لخوا په پشه یی یوه مقاله ولوستل شوه او غلام صدیق شینگنک چی ددی غونډی انانسری یی هم کوله د استاد غمجن د ژوندلیک په اړه یو مطلب ولوست. د پیغامونو او دمقالو لوستو سربیره په دی غونډه کی د مشاعری برخه هم په پام کی نیول شوی وه چی په هغه کی ښاغلو محمد زمان کلمانی، شاولی نیازی، یوسف حاکسار، جهانزیب، هدایت الله تمیل، اسدالله، غلام محمدعالمیار، عبدالوکیل مخلص، عبدالرزاق حنیف، صفی الله فردوس، گلاجان میهن، محمد حسین حیران او لطیف ځلاند لخوا په پشه یی ژبه شعرونه ولوستل شول او شاه محمد پیننا، نصیراحمد او عالم یار په ترنم کی خپل شعرونه وړاندی کړل چه د برخه والو لخوا له تود هرکلی سره مخامخ شول.
د غونډی په پای کی د ارواښاد استاد نورمحمد غمجن تمیل زوی داکتر هدایت الله تمیل د غوندی برخه والو او هم دولایت له مقام څخه مننی څرگندولو په ترڅ کی وویل چی ارواښاد ددوه دیرشو په شاوخوا آثار له ځانه پری ایښی چه له هغو له جملی خخه د (انقلابی اړ) په نامه د پشه یی شعرونو تولگه د شاغلی محمد زمان کلمانی په زیار، او دپشه یی خلکو محیط ژبه او شاعرانو معرفی په نوم اثر د حاجی محمدحسن حسام له خوا چاپ شوی دی او دپشه یی- پښتوقاموس یی تر چاپ لاندی دی. دغه غونډه د مولوی طالب له خوا چی د ارواښاد ورور کیږی په یو دعا سره پای ته ورسیده پاته دی نوی چی په دی غونډه کی یو شمیر کتابونه مجلی او ورځپاڼی چی په همدی مناسبت برابر شوی وو پر گډونوالو وویشل شول او یو شمیر شاعران له والی لخوا په نقدی مکافاتو وستایل شول.
سرچینه: اصلاح ورځپاڼه



دا هم دغونډی انځورونه

داکتر هدایت الله تمیل د ارواښاد استاد نور محمد غمجن تمیل زوی



غلام صدیق شینگنک ، محمد زمان کلمانی، اقبال عزیزی 



  

د غونډی برخه وال




نصیراحمد اوشاه محمد پیننا


لاندی لینک کی د استاد ژوند لیک

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...