۱۳۹۱ اسفند ۱, سه‌شنبه

ګران هېوادوال دې ولولي (خدمتګار ورځپاڼه)

دا مطلب د خدمتګار ورځپاڼه او سایت کی نشر شوی د نشر نیټه يكشنبه ٢٢ سلواغه ١٣٩١

د خدمتګار ورځپاڼې درنو چلوونکو ته خپل د مینې او محبت څخه ډک سلامونه وړاندې کوم او پس له سلامه هیله ده زما دغه لیک خپورکړۍ.
د دې لپاره چې کله کله دغه ورځپاڼه لولم، نو د دې د ۸۰۳ مې ګڼې هغه لیک چې د ((ښاغلی ولسمشر د خدای لپاره یې ولوله)) تر سرلیک لاند‌ې وو ولوست، چې په رښتیا هم په لوستلو يې خوښ شوم، ځکه یو لړ حقایق په کې راغلي وو چی تر اوسه زه ورته دومره ځیر شوی نه وم. په تېره دا چی پښتانه زموږ د هېواد تر نورو ستر، ځواکمن او اغېز لرونکی قوم دی، د ټولو افغانانو د ویاړ وړ او نومیالي شخصیتونه یې ټولنې ته وړاندې کړې دي او خلک درناوی ورته لري. خو کوم شی چې ماته ډېر په زړه پوری و هغه د ښاغلي سیدهاشم فولاد د قوم مساله وه، چې په دغه لیکنه کې ښاغلي آزمون، هغه پشه يی معرفي کړی دی. که څه هم د قوم خبره دومره مهمه نه ده، خو سره له دې هم په رښتیا دغه ښاغلی هغې سیمې پورې اړه لري چې زیاتره يې پشه يی ژبي او پشه یان دي او دی هم په پشه یی پوهېږي. خو حقیقت دا دی چې دی د قوم له پلوه څنګه چې له نامه څخه يې هم ښکاري سادات افغان او د سید جمالدین افغان له ټبر څخه دی چې هغه هم د همدې اوسني کوزکونړ یعنې د ښېوې ولسوالۍ د ګوریک د سیمې د صفدر ګټ نومي کلي څخه و. کاشکې دغه ښاغلی لیکوال دا هم ویلي وای چی افغان سیدجمال الدین هم د پشه یی قوم څخه دی. حال دا چې ځینې ورونو په ځینو لیکنو کې ان دهغه د افغان د نامه په ځای پښتون لیکلی دی او د مرکزي احصائیې په اسنادو کې د دې یادې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي پښتانه ښودل شوي دي. کاشکی هر کله او هر چا داسی رښتیا  رښتیا خبرې کولای او د ملحو‌‌ظاتو پر بنا چلند نه کېدای، ځکه که د نفوس د زیاتوالي خبره شي، هغه وخت ټول پښتانه یا تاجک جوړوي او که د کوم امتیاز او د مقام خبره راشی بیا نو خپل هم د پردیو په ډله کې شمېري. کوم وخت چې فولاد صاحب تېره دوره په ولسي جرګه کې د کوز کونړ او د دره نور د خلکو په رایو وکیل و او هغه مهال په یوه خپور شوي لست کې پښتون معرفی شوی و، دې ورور ونه ویل چې دی پشه یی دی او اوس چې د کمشنرۍ مقام ته رسیدلی دی، د ده په پشه یی توب ټینګار کيږي. د دې مطلب لیکونکی ورور دې په دې هم باید پوه وي چې ان د قومونو او قبایلو په وزارت کې له یوه تن پرته چې هغه هم یوه پشه یي نشریه چلوي، بل پشه يی ژبی مامور هم وجود نه لري، دا لا څه چې د ټول دولت او حکومت په کچه له پشه یانو څخه دې کوم وزیر، د وزیر مرستیال او یا د کوم بل لوړ مقام خاوند وي. دا چې ښاغلی فولاد صاحب د کوم وړتیا خدمت او یا رښتینولي له مخې دې مقام ته رسیدلی دی، زه پرې نه پوهیږم. ښاغلی حامد کرزی صاحب، خو د ټولو افغانانو مشر دی او یوازې زموږ پښتنو وروڼو ته اړه نه لري او بیا که د کوم تصادف له مخې کوم پشه یی ژبی چې پښتو يې هم ورته د مورنۍ ژبې په څېر ده کوم مقام ته چې له پېړیو پیړیو  څخه له هرڅه نه محروم ساتل شوي ورسیږي دا خو کومه د بې عدالتۍ او بده خبره نه ده.
((میم زور ما ټوله زما)) خبره دې باید نه وي. که چېرې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په کمیشنرانو کې کوم پښتون ورور شتون ونه لري، په دوی کې له پښتنو څخه زیات، پښتنو او نورو افغانانو ته زړه سواند او خدمت کوونکي کسان په کې شته او له بله پلوه تر دې لا ډیرو لوړو مقامونو کې دغه قوم ته اړوند ډیر کسان دندې ترسره کوي، چې هیله ده دغه ورور محدود فکر ونه کړي او هغه کسان چې له خپل قوم او قبیلې په څېر نورو ټولو افغانانو ته د خدمت هوډ او تکل لري نهیلې نه کړي او ټول د هېواد د اوسني جمهور رييس حامد کرزي په څېر د افغانانو په غم کې اوسي نه د یو قوم، قبیلی او یا د سیمی او ډلې په غم کې. ځکه افغانستان د ټولو افغانانو، که هغه پښتانه دي او که تاجک او یا نور، ټول د دې خاورې بچیان او د یو ملت وګړي دي او ټول په پښتو او دري ژبو پوهیږي او ګړېږی. قومي مسایلو ته باید دومره لمن ونه وهل شي، پاتې شوې ژبې چې هغه هم د قانون له مخی ټولو ته پاملرنه کېږي په تېره د هغو اقلیتونو ژبو او ادبیاتو ته چې تل محروم ساتل شوي وو. د هیواد د ټولو ژبو ویونکي ایله اوس د دې احساس کوي چې د دې خاورې بچیان او د پوره حقونو خاوندان دي په دې باندې ټول باید وویاړو او د ټولو د لا یووالي په اړه کار او هڅه وکړو نه دا چې په قومونو او سمتونو یې وویشو.
۸۶۲ گڼه خدمتگار/ لیکوال: دني هېوادوال دا هم لینک:
http://khedmatgar.com/cat3/11524-ګران-هېوادوال-دې-ولولي؛لیکوال-دني-هېوادوال

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...