۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعه

بودا (احمد جان مانو لیکنه)


اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی،د اصلي اریایې ژبی ( آریک/ پشه یې ) په ژبه کی دننه دننه د (بودا) نوم د هغې د تاریخي ارزښت له مخی چی،د نړۍ په دینې تاریخ او نړیوالو زړو ادیانو په لړ کې خپل ځا نګړی ځای لري تر بحث ا و څیړنې لاندی راولو ،له هر څه دمخه دا باید وګورو او څرګنده یې کړو چی، ایا دا لرغونی تاریخي د (بودا) نوم د ژبی د ادبیاتو له مخې ،کوم چې،په خپل وخت کی رامینځته شویدی ،په هغه وخت کی کومه ژبه ژوندۍ وه اودا ځانته جوته کړو اودا هم په ډاګه کړو چی ،نوموړی نوم له کومې ژبې څخه راوتلی دی او په هغه وخت کی کومه ژبه حاکمه او د بودیزم ددیانت ژبه وه او تر ټولو مهمه خبره داده چی، د (بودا) دنامه مانا څه ده؟ او په کومه ژبه کې ژوندی دی ؟
د(بودا) نوم په پشه یې ( اریک) ژبه کی یو ژوندی نوم دی چی،د بودیزم د رامینځته کیدو له مخه دا په ډاګه کیږي چی، نوموړې ژبه ژوندۍ وه ،دا ځکه چی د بودا نوم د پشه یی ژبې نوم دی چی،تر ننه پوری دا نوم په پشه یې ژبه کی ژوندی دی . زما ددغې ادعا ښه ثبوت زما لاندینۍ توضیح او تشریح ده ،غواړم نوموړی نوم یو دبل پسی په لاندینیو کرښو کی څرګند کړم .
لومړی :
بودا :- دا نوم په پشه یې ژبه کې له دوو برخو د (بُو) د (و) د توري په پیښ د (ډیر/ بسیار) په مانا او د (دا) دبرخی څخه جوړ شویدی چی،د (دا) برخه یې په پشه یې ژبه کی د (دیک/ ورکول/دادن) له مصدر څخه چی،په لاند ی ډول سره یې ګردان تر سره کیږي او د (دا )برخه د مفرد مخاطب د حال زمانې فعل دی په لاس راځي ،لاندیني ګردان ته خپل پام ور اړوو:
دیک/ ورکول /دادن
پشه یې پښتو/دري
آ زه /من دیم / ورکوم / میدهم
تُو ته /تو دیی (دا) /ورکوې / میدهې
سی هغه /اُو دیګا / ورکوې / میدهد
آمو مونږ / ما دیس / ورکوو / میدهیم
ایمو تاسو /شما دیدا /ورکوﺉ /میدهید
تې هغوی /انها دیین (دین) /ورکوي /میدهند
اوس چی،مونږ په نوموړې ګردان کی د (بودا) دنامه دوهمه برخه د (دا) فعل د مفرد مخاطب په صیغه کې تر لاسه کړ او پری و پوهیدو چی، د (دا )فعل په پښتو او دري ژبو کی د (ورکوې / میدهې) مانا افاده کوې ،نو اوس که مونږ د پشه یې ژبی د (بُو /ډیر /بسیار)اود ( دا / ورکوې /میدهې) په لاس راغلې دواړه برخې سره یو ځای ولیکو دالاندی شکل او مانا په لاس راځي ( بُو +دا / بُودا )او مانا ی کیږي (ډیر ورکوې) یا (ډیر ورکوونکی) چی،نوموړۍ په لاس راغلې مانا د (بودا ) دنامه سره چی ویل کیړید خپل وخت پیغمبردی ډیر ښه څنګ لګوې دا په دی مانا چی، پیغمبران د خپل عصر او زمان بشر ته لارښودوونکي او ښوونکي دي مانا دا چی،نوموړي د بشر لپاره د خدای پاک اوامر ور رسوې او هفوی د خدای د غوښتنې څخه د (امر او نهی ) څخه خبروې چې، موخه یې (کول او نه کول )دي ورښیی ،نو اوس دنوموړی نامه (بودا) څخه چی، په پشه یې ژبه کی یې مانا څرګنده شوه او نوموړی نوم نیغ په نیغه د پشه یې ژبې د ادب پوری اړه لرې ،نو اوس دا په ډاګه ویلی شو چی، د (بودا) نوم د پشه یې ژبی یو ترکیبې نوم او د پشه یې ژبی د دوو کلمو څخه په ګډه سره په لاس راځي اود ادبی پلوه ورته (لوی او ستر لارښوود ) ویلې شو .
دوهم :
د لومړۍ توضیح څخه برسیره په پشه یې ژبه کی د (بودا) دنامه په اړوند یو بل زړه پورې ترکیب په پشه یې ژبه کی شتون لري چی،شننه او څیړنه به یې د هندو اروپایې ژبو څیړونکو لپاره اړین او زړه پوری او پشه یې ژبی ویوونکولپاره به هم خورا اغیزمن ثابت اود دی ټکي توضیح به هم ورته عجیبه شانته ښکاره شې چی ، د (بودا ) نوم څرنګ او ولی پشه یې دی ،که څه هم چې، د (بودا) دنامه لغوې مانا د (ډیر ورکوونکی) کیږې ،ددیني او ادبي پلوه یی مانا (لوی او ستر لارښوود اود پوهی خاوند ) کیدای شې ،دا چی مونږ په دی ځای کی د (پوهې /دا نش /دانایې)د کلمی سره ځان مخامخ وینو ،نو ښایې چې، نوموړې د (پوهی/ دانش) کلمه په (اریک/ پشه یې) د اصلي اریایې ژبې له پلوه وڅیړو او ورته ښه ځیر شو چی ، د (بودا )د نامه د (‌بو)د (بُ)دتوري په (پیښ) سره او دوهمه برخه یې چی،د (ودا) برخه ده یو د بل پسی یې شاربو او دا ځانته په ډاګه کوو چی د (بودا) د نامه لومړۍ او دوهمه برخه چی، د (بوُ) او د (ودا) برخې چی د (بوُدا) تاریخي او د خپل د تاریخ د دوران د یوه ستر (دین) نوم دی په منطقي اوعلمی او ادبې ډول سره یې په لرغوني اریایې ژبه ( پشه یې ) کې تر لاسه کوو ،ددغی ادعا د ثبوت او بربنډ وولو لپاره د (بودا )د نامه دواړه برخی د (بُو ) اود (ودا) نومونه سره څیړو ،دا چی په لومړۍ برخه کی د (بُ /بُو) نوم مانامو د (ډیر) په نامه سره مانا او څیړلی دی بیایې تشریح او شننی ته ا ړتیا نشته نیغ په نیغه یی د (ډیر/بسیار) په مانا پیژنو او د اړتیا په وخت کی یې د (ډیر/ بسیار) کلمه په کاروو . اوس به راشو د (بودا) دنامه د (ودا) برخې ته چی د نوموړي نامه دوهمه او مهمه برخه جوړوې ګوروویې .
دریم :
د (بودا) دنامه دوهمه برخه چی، د (ودا) کلمه ده د پشه یې ژبې په ادبیاتو کی یې څیړو ،نوموړی نوم په پشه یې ژبه کی د (وُد یک /ذده کول ،پوهیدل/یاد ګرفتن /دانش) مانا لری ددی کار لپاره ښایې چی له هر څه څخه د مخه د (وُدیک) مصدر ګردان کړو تر څو مونږ د بحث وړ کلمه (ودا) د (بُودا ) دنامه دوهمه او وروستني برخه تر لاسه کړو ،په دی ځای کی (ودیک /ذده کول /پوهید ل) مصدر ګردانوم .
وُدیک /ذده کول/پوهیدل/فهمید ن/دانستن
ذده کوم /می فهمم آ زه /من ودیم/
تو ته/تو ودیې/ذده کوې /می اموزی
سی هغه/ او ودیګا ( ودا) /ذده کوې/ می اموزد
امو مونږ/ما ودیس /ذده کوو /می اموزیم
ایمو تا سی /شما ودیدا /می امو
تی هغوی /انها ودین /می اموزند
د (ودا) کلمه په پشه یې ژبه کی د (پوهی /علم /دانایې) مانا لرې .
د نوموړې مصدر دمفرد غایب د صیغی د(سی/هغه ) د په لاس راغلي د (ودا ) کلمه په پشه یې ژبه کی د (پوهی / دانش) مانا لري چی، دا په لاس راغلی نوم (ودا /وده) په پشه یې ژبه ،پښتو او دري ژبو کې دا یوه څرګنده کلمه ده او د نوموړو ژبو ویوونکي په دی ښه پوهیږي چی، د (وُدا) کلمه ددویو د ژبو ژوندۍ کلمه ده او دا کلمه تل په هغه وخت کی په کاروې چی،کله که یو څوک سپی ،لړم یا مار یا نور داسې ډول حیواناتو یا خزنده وو داړلی یا یې چیچلی وې نو سمدلاسه یې په فکر کې هغه څوک راګرځي چی، د چیچونکو او داړونکو موجوداتو (وده /ودا) ورسره وې یعنی د داړونکو او چیچونکو وروسته یې مرستی ته اړتیا وې چی، معمولآ دکلې کور ملا صاحب یا په افغاني اصطلاح پاډوګر ته ځان وررسوی تر څو یې ورته دم کړی او د متضرر انسان ته په زړه کی تسلآ او ارام را پیدا شې په لوړو پیښو کی نیغ په نیغه د مرسته کوونکې په فکر او خیال کی د (ودی/ ودا/وده) کلمه په ذهن کی راګرځي او هغه زر تر زره د مشخص کس ته چی د نوموړوشیانو دم او دعا (ودا/ وده )ورسره وې ورته ورځي تر څو ورسره مرسته وشې ،له دغوو توضیحاتو څخه دا په ډاګه کیږي چی، د (بودا )د نامه دوهمه برخه (ودا) د پشه یې ژبې کلمه او په پښتو کی ورته (پوهه ) او په (دري) کې ورته (دانش) وایې نو د لوړی توضیح څخه دا په ډاګه کیږي چی ، د (بودا ) دنامه دوهمه برخه د (پوهی/دانش ) او لومړۍ برخه یې چی، د (بُو /ډیر /بسیار )کلمه ده او په ګډه ورڅخه دا لاند ی شکل لاس ته راځي .
( بُ + ودا / بُودا )
(بُو / ډیر/ زیات + ودا /پوهه)
د لوړو توضیحاتو او شننو څخه دا لاندی اشکال په لاس راځي :
بُ + ودا / بُودا
ډیر +پوه / ډیر پوه
دنوموړو برخو د یو ځای کیدو څخه مونږ د ( بُودا ) او د (ډیر پوه) ترکیبونه تر لاسه کوو. ( بُودا /ډیر پوه ) یا د (ډیری پوهی خاوند ) یا د( لوړې پوهی خاوند) تر لاسه کیږی .د لوړی شننی څخه دا په ډاګه شوه چی د (بُودا نوم د پشه یې ژبې اصلي آریایې ژبې (اریک/ پشه یې ) پور ی اړوند نوم دی .دا چی ویل کیږی ،(بودا) د خپل عصر اوزمان پیغمبر تیر شویدی اوتر ننه پوری بودیزم د یوه ستر دین په توګه په نړی کی شتون لری او په لویه کچه سره په دی خاورینه نړۍ کی د (بودا) ددین پیروان په خپل دین او دیانت ویاړي نو دا په ډاګه سره ویلی شو چی ،د پشه یې ژبې د (بودا) دنامه د (پوهی /دانش ) دنامه مانا او (پوهه) د (بُودا) د پیغمبری سره ښه څنګ لګوې او ورسره ډیر ښه ښکاري ،پرته له شک او هیڅ ډول تردید څخه د (پوهی) نوم د ټولو پیغمبرانو یو ویاړلی صفت او د ستر توب نخښه ده او له هر څه څخه مخکی دا د لوی څښتن تعالی یوه ځانګړې ډالۍ ده په دی خاورینه نړۍ کې خپلونازولو پیغمبرانواو د بشر د ښوونکو لپاره .
یادونه :
د لوړې توضیح او تشریح څخه موخه دا ده چی ، د هندو اروپایې ژبو څیړونکو او د نوموړې (اریک/پشه یې ) ژبې د نظر خاوندانو ته دا په ډاګه شې چی،اصلې اریایې ژبې (اریک /پشه یې) ژوند د میلاد څخه پنځه،پنځه نیم سوه کاله د مخه د (بودیزم) په زمانه کی (اریک /پشه یې ) لا یوه ژوندۍ او د بودیزم ددیانت د زمانۍ د بحث وړ ژبه وه او د هندو اروپایې ژبو څیړونکو هغه نظریه چی ،ګویا اصلي اریایې ژبه د میلاد څخه پوره څوارلس سوه کاله له مخه مړه شویده نادرست ثابتوې دا څکه چی، دا ژبه لا تر بودیزم پوری یوه ژوندی او د بودایانو د دین د زکراو لوی خدای ته د زاری او عبادت ژبه وه،ددغی کار د لا ښه څرګندیدو په خاطر به یوه بله خورا زړه پوری لیکنه علاقمندانو او د پشه یې ژبی ویوونکو او د هندو اروپای ژبو پوهانو او ښاغلو څیړونکو ته وړاندی شې چی ،د نوموړې ژبې په څیړنه کی له سره نوې هلې ځلې او کار پیل کړی او پشه یان د خپلی مورنۍ ژبې له سترتوب او عظمت څخه خبر، اګاه او پری وویاړي او د خپلې مورنۍ ژبې دلا ډیر چوپړ او پرمختګ لپاره لستوڼي را ونغاړي او خپلې ملاګاني ټینګی او کلکی وتړې او ورته کار وکړې تر څو د تیر تاریخ تورتم ګوډونه او کونجونه په خپلو هلو ځلو سره روښانه اوورڼوې او د هندو اروپایې ژبو څیړونکو د لا تشویق او ترغیب لپاره لاره حواره او جوړه کړي تر څو هغوی د خپلو علمې او تخنیکې امکا ناتو په مرسته اصلې اریایې ژبی (اریک / پشه یې ) ته او خپلو ژبود پرمختګ لپاره نوۍ هلې ځلې پیل کړې .

دهندو اروپایې ژبو څیړونکو ته، پشه یې ژبه د بودا د عبادت ژبه
 

د دوه زره لسم کال د دنمارک د ژمې په سړو ورځو او شپو کی د عادت سره سم هره ورځ به د اوسیدو په  سیمه کې د سهار او غرمې تر مینځ وخت کې په لسو او یوولسو بجو د تودو جامو په اغوستلو به له کوره څخه د ګرزیدا په خاطر وتلم ،د ډیر وخت لپاره مې د یکشنبو په ورځوکی د اوسیدو د کور تر څنګ چی، د ځوانانو د را ټولیدو سالون او ورسره نښتې وړکتون وو د نوموړي ځای په مخکی می یوه سره لوحه چی، په ویتنامي ژبه لیکنه پری کښل شوی وه لیدله ،له ورځو یوه ورځ وه چی ، یوسړي لګیا دی او هغه سره اوسپنیزه لوحه پخپل ځای کی دروې چی، سترګی می پری ولګیدي ،لومړی مې ورته په دنمارکۍ ژبه کی سلام واچاوه هغه هم راته په ورین تندي او خوشحاله اواز ځواب راکړ ،سم دستي می ورنه پوښتنه وکړه دا  لوحه زه کله کله دلته وینم دا د څه لپاره او څه مانا لرې ،ده راته په ډیر ادب اودرناوې ځواب راکړ چی،زه دلته هره یکشنبه له یوولسو بجو څخه نیولې د ماسپښین تر یوې بجی پوری د« بودایې» دیانت عبادت او سپورت کورس لرم . ماورته وویل زه کولای شم او اجازه لرم چی ، ستاسی د کورس څرنګوالی ووینم چی څه ډول دی ،ده راته بلنه راکړه او زه هم ورسره هغې خونۍ ته ورننوتم په کوم ځای کی چی، د ښوونی ځای وو.
لنډه دا چی ،د نوموړی سره مې یو ځانګړی ډول د سپورت په ژوند کی د لومړې ځل لپاره چی ما کله نه لیدلی اونه کتلی وه پیل کړ،نوموړې مخکی له مخکی یوه دعا راته ولوستله کومه چی،د سپورت په تر سره کولو کی باید وویل شې ،ما هم په پوره ادب او د هغه په شان دناستی د تر سره کولو سره پوره تقلید(پیښې) وکړی اوهغه می دهغه سره د ویتنامی ژبی د تلفظ سره ورسره تکراراوه ،دوه دری واری می د هغه سره د هغه په شانتې تکراراوه ،خو ماته په لومړې سر کې د الفاظو پته نه لګیدله ، نوموړی سپورت یو ډول بودایې عبادت او په ضمن کی د هغویو ددیانت یو ډول سپورت هم دی د پارسی ژبی د (یک تیر و دو فاخته) سره برابر وو.په هر حال دا سپورت ورسره ما هم دری یکشنبی پر مخ یووړ او هغه دعا به ما هم ورسره په دقت سره تکراروله چی نا څاپه مې ددعا په لوستلو سر خلاص شو او ښه ورته ځیر شوم چی، خدایږو دا لوستنه راته ډیره اسانه ښکاره شوه،حیران او هک پک شانته شوم اوداسی راته وبریښیده ګویا چی،دا په پشه یې ژبه کی ده یا د پشا یې ژبې دعا او جمله ده لږ خوښ شانته شوم او بیا می د نوموړې دعا دری حرفه واړول راواړول چې هغه د ( ز)د لاتینې ژبې د( ځیټ)اوبل توری یې د لاتینی ژبی د(ډي) توری او وروستنی یې د (ف) توری وو هغه دری واړه می په خپل زړه کی دننه دیو اوبل پسی د پشه یې ژبې د (ش) اود (ت) اود (پ) په تورو واړول او بیا می د ځانه سره زمزمه کړل ،ناببره ټوله جمله د پشه یې ژبی په زړه پوری او حیرانوونکې جمله واوښتله او وروسته له هغی می دا په لاس راغلی غونډله (جمله) د خوښیو په ولولو کی سره غبرګوله او راغبرګوله او ورته حیران او هک پک به پاتی شوم  کله چی،می نوموړی کرښه چی ډیره لنډه وه، څو څو واری تکرار او را تکرار کړه او ښه می پری یقین راغی او دا می د خوښیو په ولولو کی راسره مل شوه او دا راته ښه جوته شوه چی، دا جمله سل په سلو کی یو ه پشه یې جمله او د پشه یې ژبی د خورا قوي ادب یوه ښکلې او بی نظیره ټوټه او د (بودا) د دیانت ددعا او عبادت بیخ ،بنیاد او بنسټ جوړوې لا پسی خوښ او په خپل جامو کی نه ځاییدم اولا پسې خوټیدلم ،مغروریدلم اود خوښیو په سمندر کی لاهو کیدم د وجود په دننه دننه کی د زړه په تل کې ددغو زړو شرابو د څښلو پرته د شرابو دخم (خوم) د سر پوښ په پرانیستلو اود مست بوی په احساس مستي را کی پیدا شوه د خوښیو نسیم را وچلید او د پسرلې دغوړیدلي ګلاب د ګل غوندی ټول انرژي انرژي شوم راوټوکیدم مسکۍ شانته غوټۍ شوم راوغوړیدم جوش او خروش شوم د سره ګلاب په شان له قوته ډک پک اود خوشبویو په نسیم کې الوول ،تاو راتاواود خپلې مستۍ په هستې کی ډوب اومست شوم ،بیرته په خود شوم د ځان سره مسکې شانته شوم او د خپلې څیړنی دنیا ګې ته په پوره فکر او احساس سره بیرته راستون شوم په ورو ورو می ځان د هغی بیخودې څخه چی ماته پیدا شوی وو راووتلم او وروسته می یو ډوب او ژور اوسیلی وویسته او په ورو ورو،کرار کرار، ارام ارام په حال شوم ،ګورم چی، پخپل ځای یم او په ډیر ځیر ځیر په مخکی ناست ویتنامی دوست ته چی، زما د څوتیرو یکشنبو انډیوال او ښوونکی دی ورته ګورم ،هغه هم ماته او زما راپیدا شوې حالت ته حیران ،حیران او ناکراره غوندی ښکارې ، په ورو او ارام اوازیې را څخه وپوښتل چی،خبره څه ده څه در پیښ شوې ؟
ما ورته په ځواب کی وویل داسی راته ښکارې چی، دا جمله چی، تاسی یې وایې ماته زما د مورنﺉ ژبی سکنۍ او اشنا جمله بریښي او زه یې په مانا هم پوهیږم او دا جمله یوه روحاني جمله ده ،دا یوه خورا زړه پوری ادبی او د څښتن تعالی د تصدیق کولو،پیژندلو او منلو مانا او مفهوم افاده کوې او د انسان د عجز او ناتوانﺉ او لوی خدای ته د تسلیم او سر ټیټولو مانا او مفهوم افاده کوې،اوریدونکي چی، زماارزونه او تشریح واوریده ډیر حیران شو او د حیرت په نړۍ کی ډوب شو او ډیر په حیرانتیا یې راته کتل تا به ویل چی اوس می په سترګو کې راننوځي وروسته له یوې لنډی دمی یې راته وویل ،په رښتیا تاسی ددې جملی په مانا پوهیږی؟
ما ورته وویل هوکې په ډیر لږ توپیر او یواځي د دریوو حرفو په اوښتون سره ټوله جمله سل په سلو کې اصلي اریایې (اریک/ پشه یې) ده. اوس به راشو د بحث اصلي جملې ته ،هغه لرغوني جمله چی،ناببره کشف شوه اوهغه د پشه یې ژبې د لوړ ادب یوه پټه خزانه ده اود نوموړې ژبی دلرغونتوب اود هغی د ارزښت سره اړه لري او د پشه یې ژبی د قوت اولوړ ادب یوه ستره او ارزښتمنده نښه ده او دا مونږ ته را په ګوته کوی چی،د هندو اروپایې ژبو د څیړونکو هغه نظریه چی ،ګویا اصلي اریایې ژبه د میلاد څخه1400 کاله د مخه مړه ګڼل شویده نادرسته ثابتوې او یو ځل بیا ددغی په اصطلاح د (بودایې) جملې لاندینﺉ څیړنه او شاربنه به د هندو اروپایې ژبو څیړونکو ته په ډاګه کړې چی دا ژبه د بودایې دین په وجود کی لا تر اوسه پوری ژوندۍ ده که څه هم د بشر د تاریخ په اوږدو کی نوموړې ژبی به ډیری ناخوالی او سړی او تودې لیدلی وې خو سره له دی هم  په لرغونو ژبواو ادبیاتو کی لکه د چندړ د ونی په شان هڅکه غاړه ولاړه ده .
زمونږ د څیړنی اصلي (بودایې) غونډله په ویتنامي ژبه کی په لاندی ډول ده :
Nam Mo A  Zi Da Fak
دا هغه جمله ده چی،په ویتنامې ژبه کې کټ مټ تلفظ کیږي .
اوس به راشود لوړې ویتنامې ژبې جملی ته چی په لاتیني لیکل شوې ده که د هغې ځینوحروفو ادلون او بدلون ته پام وکړو چی، د ادلون او بدلون په پایله کی مونږ ته د جملی کوم شکل را ښایې .
په دی برخه کی زه د ویتنامي ژبی د حروفو په بدلون سره نیغ په نیغه د پشه یې جمله لیکم تر څو محترم لوستونکي یې پخپله توپیر او د حروفو اوښتون ته پام وکړی او پری وپوهیږي چی،ددواړو ژبو ویتنامې او پشه یې ژبه کې څومره توپیر دی او وروسته له نوموړې په لاس راغلې لهجوې توپیر څخه به زه د نوموړې جملی د مانا په لیکلو پیل وکړم.
په پشه یې ژبه کی د نوموړی جملی لاتیني ډول :
Nam  Mo  A  Shi   Ta  Pak
اوس د نوموړې ژبې (پشه يې) هره یوه لاتیني کلمه او حرف د یو او بل پسی په جلا جلا ډول سره تشریح کوو.
:Nam
دا کلمه په پشه یې ژبه کی د پشه یانو په ادب کی ژوندۍ ده ،دا کلمه په( پښتو، دري اوعربې) ژبو کی په ترتیب سره د (نوم،نام اود اسم)مانا لري چی ،د لاتینې( نیم یا نام) په پشه یې ژبه کی د (نام) کلمه ده اوس چی مونږ نوموړی پشه یې کلمه مانا کړه ،ښایې ورپسی د لاتیني دوهمه کلمه و لیکو.
:Mo
داکلمه هم د پشه یې ژبی یو ژوندۍ کلمه ده او په (پښتو ،دري) ژبو کی په تر تیب سره دا مانا ګانې لري (دي، ات ) مثالونه یې د لومړۍ پرخی سره داس لیکل کیږي او وروسته یې مانا لیکل کیږې لکه :
پښتو : نوم +دی / نوم دی .
دري: نام + ات / نام ات  .
اوس نو مونږ د پورتنيو په لاس راغلو کلماتو مانا وې یو د بل سره یو ځای لیکو او په لاس راغلو ماناوو ته یې پام کوو چی،په پشه یې ،پښتو او دري) ژبو کی کومې ماناوې او شکلونه تر لاسه کیږې او څومره پشه یې ژبی سره مشابهت لري.
 Nam+mo= Nammo
اوس چی مونږ د دا لوړ په لاتین لیکل شوی ترکیب تر لاسه کړ نو په (پشه یې ،پښتو  او دري) ژبو کی په تر تیب سره دا ترکیب مانا کوو.
 پښتو : نوم+ دی / نوم دی .
دري : نام + ات / نامت
پشه یې :  نام +مو/ نامو
Nam+mo /NamMo
دنوموړې لاتیني جملې څخه دا په ډاګه کیږي چې ،نوموړی جمله د شکل او تلفظ له پلوه هډو د پشه یې جملی څخه توپیر نلري او په پښتو او دري ژبو کی یې مانا داسې ده ( نوم دی) او( نامت) او په پشه یې ژبه کی یې مانا (نامو) دی . اوس به راشو د ( آ ) :
: دنوموړی لاتیني ویتنامې جملې  دریمه برخه چی، په پښتو ،درې او پشه یې ژبو کیې مانا په ترتیب سره دA
( هو،بلی او( آ) .
اوس به دا په لاس راغلې مانا ( هو ) او(بلی) او (آ )  د په لاس راغلې د لاتیني د (نامو/ نوم دی) سره یو ځای لیکو او وروسته دری واړه په لاس راغلې کلمې سره یو ځای لیکو .
Nam+Mo+A  /Nam Mo A.
اوس چی،مونږ دا پاسنﺉ دری کلمې او د هغویو مانا مو هم ولیکله اوس به بیا ورڅخه یوه شریکه جمله او شریکه مانا ولیکو چی، څه ډول مانا او مفهوم ترینه اخیستلی شو.
د ( آ ) کلمه چې موخه می د لاتینې حرف دی په پشه یې ژبه کی یې مانا د پښتو ژبی د ( هو) اود دری ژبې د (بلی ) مانا ورکوې اوس که مونږ د په لاس راغلو کلماتو مانا وې یو د بل سره په څنګ کی ولیکو دا لاندینی شکل او لاندینﺉ مانا تری تر لاسه کیږي.
 نام / نوم ،نام .
مو / دې ،ات .
آ  / هو  ،بلې  .
دری واړه  پشه یې ، پښتو او دری  په لاس راغلې کلمات یو د بل سره تړو او بیایې اشکالو او ماناوو ته ګورو.
نام + مو + آ / نامو آ / آ نامو
نوم +دې + دی / نوم دی هو /هو نوم دی .
نام + ات + بلی  / نا م ات بلی /بلی نام ات (بلی نامت )
خو که مونږ د پشه یې لاس ته راغلې جملی ته ښه ځیر شو او پام ورته وکړو نو د لاتیني ( ویتنامې ) د دریو لومړنیو ټوټو څخه هډو توپیر نه لرې او کټ مټ سره یو شی دي . اوس غواړم پاتی دری واړه لاتیني کلمی راسأ په پشه یې ، پښتو او دري ژبو کې ولیکم چی، ډیر د لوستونکو د ستړتیا باعث نه شم .
Shi Ta Pak.
 : دا لاتیني (پشه یې ) کلمه په پښتو او دري ژبو کی یو د بل پسې مانا کیږي ، (دې ) او ( است)Shi
)  : دا لاتیني ( پشه یې ) کلمه په پښتو او درې  ژبو کې یو د بل پسی مانا کوو ، پهTa
Shi +ta= Shita, shit
په لوړو کلماتو کې چی،( شیتا ، شیت) کلیمې دې چی،دا دواړه کلیمي په پشه یې ژبه کی یوه مانا لرې دواړه کلیمې په پښتو اودري ژبو کی د ( دی) اود (است)مانا لرې ځنی پشه یان نوموړي کلمات د (شیتـ / دی) اود (شیتا/ دی) په ډولونو سره تلفظ کوې چی، همدا نن هم پشه یان په نوموړو اشکالو سره په کار وړي ،دا چی، اوس مونږ د پشه یې ژبې د (شیت، شیتا / دی /است) په مانا پوه شولو، په پشه یې ژبه کی ژوندي لرو ،نو په اصطلاح د (بودیستانو) د عبادت د (دعا) ورو ستۍ برخه  د (پاک) کلیمه چی،په پښتو او درې کې هم ورته
) پاک ،سپیڅلي مانا لری .Pakد(
که او س مونږ پاسني د بودایې دیانت د (شیتا او د پاک)نومونه یو ځای مانا کړو داسی مانا کیږې. (
شیتا+ پاک = شیتا پاک = دی سپیڅلی / پاک است ) په لاس راځې د پورتنﺉ توضیح څخه دا په ډاګه کیږي چی، د (دبودا یې) دیانت دا لاندینﺉ د عبادت دعا او ټول په لاس راغلي کلمات یو ځای لیکو او بیا یې په پښتو او دري ژبو کی مانا کوو .
Nam +mo (Nammo) +A +Shita +pak.
اوس که مونږ لوړې لاتیني جملی ته چی ،د (بودا ) دعا ده او د پشه یې ژبې د څلورو کلیمو د ( نامو + آ + شیتا +پاک) یعنی (نامو آ شیتا پاک) پښتو او دري ژباړه یې ( نوم دې دی پا ک ) یا (نوم  دی هوکی سپیڅلی دی )دري (نامت بلی است پاک ،مقدس)  بودا د خپل لوی څښتن تعالی په وړاندی ځان تسلیم ګڼي او برسیره پر دی په دغی دعا کی (بودا) پرته له شریکه او پرته د کومې  رابطې او واسطی خپل خدای ته خطاب کوې  او ورته وایې چی ( هوکی ستا نوم پاک سپیڅلی او مقدس دی) یعنی دا چی پرته له ستا له ‌ذ ات څخه بل ذ ات او قدرت وجود نلرې او زه درته تسلیم یم .
له نوموړې جملی څخه دا په ډاګه کیږي چی، (بودا ) د خپل څښتن سره څوک شریک نه نیسی او راسا د خپل مقدس ذات سره خپله رابطه ټینګوې او په یوه خدای خپل باور او ایمان څرګندوې او (یکتا پرست دی) .
یادونه :
د نوموړۍ څیړنی او شننی څخه دا په ډاګه کیږی چی، پشه یې ژبه د ( بودا) په زمانه کی ژوندۍ او تر ننه پوری بودایان په پشه یې ژبه خپل ورځني عبادتونه تر سره کوې .
په درناوې
مانو

۱۳۹۰ مهر ۱۴, پنجشنبه

رسم و رواج اقوام پشه یی در عروسی

رادیو آزادی : پشه یی ها یکی از اقوام ساکن در افغانستان و از شاخه های نژاد آریاییست. پشه یی ها اکثراً در قسمت های جنوب و جنوب شرقی سلسله کوه های هندوکش و به صورت کم و بیش در دیگر مناطق افغانستان زنده گی دارند.
پشه یی ها مثل سایر اقوام افغانستان رسم و رواج های خاصی خود را دارند از جمله یکی هم رسم و رواج های پشه یی ها در موقع عروسی است که از یک منطقه تا منطقه دیگر با کمی تفاوت اجرا می شود.
مراسم عروسی پشه یی ها نسبتاً ساده و کم مصرف است و حتی در بعضی جاها طویانه هم گرفته نمی شود.
در مراسم عروسی پشه یی ها علاوه بر خویشاوندان همه افراد قریه را به صرف نان دعوت می کنند و این عروسی دو الی پنج روز را در بر می گیرد، البته موسیقی به صورت دسته جمعی اجرا می شود.
در سابق برای بردن عروس رواج بود که دولی و یا اسپ را با پارچه های زیبای مخمل می آراستند و او را به خانه شوهر می بردند، اما امروزه به ندرت در بعضی محله ها عروس را با دولی می برند.
در برنامهء در امتداد لحظه ها گزارشی در بارهء رسم و رواج های مخصوص عروسی پشه یی های افغانستان تقدیم می شود.

تهیه کننده: مهریه انوری
این هم گزارش صوتی از رادیو آزادی

۱۳۹۰ فروردین ۱۳, شنبه

د لغمان پنځمه ولسوالي(بادپښ) رسماً پرانستل شوه

تاند: (پنجشنبه/حمل۱۱) په هغو مراسمو کې، چې د پنجشنې په ورځ د لغمان ولایت د پنځمې ولسوالۍ بادپښ د پرانستلو لپاره په دې غرنۍ ولسوالۍ کې جوړ شوي و، د دغه ولایت والي محمد اقبال عزیزي په خپلو خبرو کې سید احمد صافی د ولسوال او جګړن عبدالله د امنیې قومندان په توګه د سیمې خلکو ته ورمعرفي کړل، او په خلکو يې غږوکړ، چې خپل دوه سوه زامن د دې ولسوالۍ د امنيت ساتلو په موخه د ملي پولیسو لیکو ته وروپېژني څو د خپلې سیمې امنیت په خپله وساتي. پځنمه ولسوالۍ باد پښ په رسمي توګه پرانېستل شوه
د سيمې یو قومي مشررسول خان له دولته بیا ژر ترژره د هغو بندیانو د خوشې کېدولو غوښتنه وکړه، چې دوه اونۍ وړاندې د دغې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا د عملیاتو پرمهال نیول شوي و، خو زیاته يې کړه، چې په دغو عملیاتو کې  د سیمې خلکو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی، او له دولته یې په کلکه غوښتنه وکړه، چې د دې سیمې پوهنې، برېښنا، روغتیا، بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د لغمان والي محمد اقبال عزیزي له خلکو سره ژمنه وکړه، چې بادپښ کې به په نژدې راتلونکې کې کلینکونه، ښوونځي، د لویو او وړو ویالو د پخولو او د بندونو د جوړولو چارې پیل او همداراز د دغې ولسوالۍ لپاره ټول اداري تشکیلات له همدغې سیمې وټاکي او خلک به ضرور د امنیت او د سولې په راوستلو کې هراړخېزه مرسته او همکاري کوي، او ژربه د عملیاتو پرمهال  نیول شوي کسان له بنه خوشې شي. باد پښ ولسوالۍ په داسې حال کې د لغمان د پنځمې ولسوالۍ په توګه پرانېستل کيږي، چې د سیمه ایزو چارواکو په خبره شاوخوا دوه میاشتې وړاندې يې د ولسمشر لخوا منظوري شوې وه. باد پښ ولسوالۍ ګړوچ ته نژدې پرته سیمه ده، چې شاوخوا دوه کاله د مخه په دغه سیمه د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې لږترلږه ۳۴ ملکي کسان او په لسګونه نور ټپیان شوي و. یاده دې وي، چې د لغمان مرکز مهترلام ښار له هغو اوو سیمو څخه یوه ده، چې ولسمشر کرزي د روانې میاشتې په دویمه اعلان وکړ، چې د دغې سیمې امنیتي چارې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي، همداراز لغمان څلورې نورې قرغه يي، الینګار، الیشنګ، دولت شاه ولسوالۍ لري، چې دا دی د باد پښ په شمول پنځه ولسوالۍ شوې.

۱۳۸۹ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

ګندا هارا GANDAHARA (احمدجان ماڼو)

ګانداهارا د بودیزم د دیانت د زمانې یو مشهور نوم دی ،چی دتاریخ له پلوه دکوشانیانو دځلانددوران او د کنیشکا پاچا د پاچاهی په وخت کې د بودیزم ددیانت ،پرمختګ ،ترقې ،کلتور اودهغی زمانی ،دین او ددین برتري او لوړښت په زړو او منسوخو ادیانو په ګوته کوې د کنیشکا د پاچاهی په وخت کی د بودیزم او د هفې زمانی د بودیستانو فکري او هنري اړخ باندی خورا ډیر تاکید کیږي که څه هم  په دې اړوند زه د نوموړي ځلاند عصر په تاریخ او جغرافبه کار نلرم یواځی اویواځی غواړم د بودیزم د زمانی د ګنداهارا د ښکلي  نوم په هکله د اصلي اریایې ژبی (اریک /پشه یې)ژبی له پلوه د نوموړي نامه د مانا او د هغی په اړوند هغه ماناګاني ،چی ښاغلو ژب پوهانو کړیدي او ماناوې یې ورته کښلي دي د ګران هیواد د لرغونی اریایې ژبی پشه یې سره یې په پرتله کی وڅیړم او د پشه یې ژبی د ګانداهارا د کلیمې مانا په پشه یې ژبه کې ښکاره کړم او ښاغلو ژب پوهانو او تاریخ پوهانو ته یې د نوی نظر او نوې مانا په خاطر وړاندی کړم تر څو د ګانداهارا نامه ته مونږ یو او پر ځای مانا را پیدا او راتلونکو نسلونو ته یې په میراث پریږدو او د ژبني اړخه پری وپو هیږو ،چې نوموړی نوم په رښتیا سره د کومې ژبی پوری اړه لري او رښتیني  مانایې څه ده د مانا او مفهوم په هکله یې ما تل ډیر سوچونه وهلي دي او دا چې ددغه نامه په هکله ما ډیر سوچ کاوه ،نوم په ما ډیر ښه  لګیده په هکله به یې په سوچونو کی ډوب شوم په پای کی د ی نتیجی ته ورسیدم،چی څه مانا لری او د ګاندهارا مانا چیرته  پیدا کړم ،چې د پوهانو د منلو او بحث وړ وې د ډیرو چورتونو وروسته دا راته ښه ښکاره شوه ،چی نوموړی نوم ،چې د پوهانو د منلو وړ وې په نړیواله انسایکلو پیدیا کې تر لاسه کړم  هماغه وو ،چی نوموړې ځای ته می مراجعه وکړه او د لرغوني ګانداهارا په اړوند می تری وپوښتل ،چی د نوموړي نامه مانا راته وښايې ،هماغه وه ،چی یوه صفحه راغله او د نامه مانا می هلته داسی پیدا کړه ،چی په انګریزی ژبه لیکل شوې وو،  .
 The meaning of the Gandahara is "sweet, scent and fragrance."
دا لاندی ماناوې افاده کوې د پښتو انګریزي ډیکشنری څخه په مرسته اخیستلو داماناوې
«خوږ ،خوش بوی او خوش بوی»چې لومړۍ مانا یې خوږ او دوهمه او دریمه مانا یې خوش بوی)ده ،چی یو ځایې مانا یې (زړه پوری خوش بویې) کیږي چی،دا مانا یې د مفهوم له مخی د دیانت د نامه سره ښه او جوخت څنګ لګوي په مجموع کی نوموړې انګریزي ماناوی په پښتو ژبه کی همدا مانا افاده کوې ،که مونږ ښه ځیر شو د عبادت ځایونه لا د لرغونو دیني زمانو څخه رانیولی تر ننه پوری په ښه خوش بوی لرونکو عطرونو او خوش بویه ګلونو او مزیدارو او زړه پوری عطرونو نمانځل کیږي اوزړه پوری خوش بویه عطرونه پکې شیندل کیږي او ښکلي اوزړه پورې خوش بویی ترینه را پورته کیږي . ښایې د اینسیکلو پیدیا (خوږه خوش بویې یا زړه پوری خوش بویې) د نومړو دیني عقایدو صفت او مانا وې ،چی په ظاهره کی دا مانا د هغې زمانې د بوت تون او د ننیو اسلامی دمقدسو مکانونو د پاکی ،نظافت او د ښو خوش بویونو څخه نمایندګي کوې .که چیری مونږ له لرغونو زمانو څخه ترننه پوری ټول ادیان وڅیړو د ښو او ښکلو خوش بویونو مانا او مفهوم ترینه افاده کیږي دا په دی خاطر ،چی ټول مقدس ځایونه لکه،اورتونونه، کنیساګانې، کلیسا ګانې،مندرونه ،بوت تونونه ،نمزدکونه ( جماعتونه) او نني نوې مشرق الازکارونه چې،د پاک پروردګار په ویاړ د زکر ،عبادت او د هغی دنمانځنې لپاره دښکلو او پاکو مانځي جامو په اغوستلو او زړه پورو خوشبویونو په استعمالولو سره معتقد د الهي مومنان اوعقیده لرونکی بندګان او د ادیانو پورې اړوند مومنان،چې د ستر خالق په وړاندی عبادت او ورسره دراز او نیاز هیله په زړه کی لري ورته ورځي او د خپل خالق نمانځنه کوې یو مجازي مانا او مفهوم افاده کوې ،چی د ګانداهارا دنامه اصلي مانا نه افاده کوې،چی د نوموړي نوم اصلي مانا به زه اوس په منطقي او مادي شکل سره د اصلي اریایې ژبی (اریک/ پشه یې ) ژبه کې په یو ښکلي ترکیب کی ښاغلو لوستونکو او ګانداهارا د کلمې علاقمندانو او ژب پوهانو ته وړاندې کړم او دا ورته پخپله د ګنداهارا په نوم کی ،چی د پشه یې ژبی له پلوه یو ترکیبي نوم دی په ډاګه کړم ،چی د ګنداهارا نوم او پشه یې ژبه لا د بودیزم په زمانه کی یو ژوندی نوم او ژوندۍ ژبه وه او تر ننه پوری دا نوم په پشه یې ژبه کی ژوندی دی .ددی کار لپاره،چی زما پورتنی ادعا درسته ثابته شې د ګران هیواد افغانستان په لرغوني اریایې ژبه کی یې په لاندی ډول سره په څیړنه ،تحلیل او تجزیه پیل کوم . 
GANDAHARA
ګانداهارا
د ګنداهارا/ ګانداهارا: دا نوم زمونږ دګران او لرغوني هیواد په لرغوني اریانا او د نني افغانستان په لرغوني پشه یې ژبه کی د پشه یې ژبی په دوو ژوندیو مصدرونو کی روغ رمټ لکه د الماسو ددوو غمو په شان ،چی د ګانداهارا د نامه دوجود د ښکلا، جلا او د ځلا جوړوونکي او د هغې د مادي وجود ښودونکی دی ژوندی دی په لاندی ډول.
ثبوت :
د ګنداهارا نوم په پشه یې ژبه کې د پشه یې ژبی له دوو ځانګړو مصدرونو لکه : د (ګنیک / شمیرل ،ګڼل) له مصدر څخه یې لومړۍ برخه(ګندا ،ګاندا/ویې شمیره، ویې ګڼه) په لاس راځي ددی کار د ثبوت لپاره ښایې مونږ لومړی د (ګنیک/ شمیرل ،ګڼل) له مصدر څخه افعال جوړ کړو ددی کار لپاره د نوموړې مصدر په حال زمانه کی ګردانول په کار دي تر څو ورڅخه لازم فعل په لاس راوړو.
ګنیک ،ګانیک /ګڼل ،شمیرل
پشه یې ضمیر       پښتو ضمیر        پشه یې فعل       پښتو فعل
آ  (مم)                زه                   ګنیم،ګانیم          ګڼم،شمیرم
تو                     ته                    ګني،ګاني          ګڼی ،شمیرې
سی                   هغه                  ګنګا،ګانګا           ګڼي ،شمیري
امو                    مونږ                ګنس،ګانیس       ګڼو ،شمیرو
ایمو                   تاسي                ګندا ،ګاندا        ګڼې وشمیرﺉ 
 تی                   هغوی               ګنین ،ګانین       ګڼي ،شمیري
اود نوموړي مصدر امري فعلونه دادي:
د مفرد مخاطب لپاره  امري فعل           ګا نا، ګنا
د جمع مخاطب لپاره یې امري فعل        ګا نادا ،ګندا .
    اوس چی، مونږ د ضرورت وړ د امر فعل د (ایمو/ تاسی) په ضمیر کی تر لاسه کړ چی، د پشه یې ژبی د(ګندا،ګاندا /ګڼې،ویې شمیرﺉ) افعال په لاس راځي اوس چی، مونږد( ګاندا/هارا) د نامه لومړۍ برخه په لاس راوړه او پر دی وپوهیدو چی، په لاس راغلې د (ګندا/ګاندا) کلمه د (ګانداهارا)د نامه د لومړۍ برخې سکنﺉ او کټ مټ ورته نوم او برخه ده او زما د ادعا ټینګ او کلک ثبوت دی اوس نو دا په ډاګه ویلی شو چی، د ګنداهارا د نامه لومړۍ برخه(ګاندا،ګندا) د پشه یې ژبی د (ګنیک ،ګانیک/ ګڼل، شمیرل) د مصدر یو ژوندی مادي او حیات امري فعل دی چی،هر یو دعقل او فکر خاوند به دا ومني چی،نوموړی فعل په لرغوني اریایې ژبه پشه یې کی له لرغونی زماني څخه تر ننه پوری په خپل ټاټوبي افغانستان کی ژوندی دی او د هغی ادبی قوت سره چی،پشه یې ژبه یې لري او د بودیزم د تمدن په دوران کی یې درلودلا تر ننه پوری په پشه يی ژبه کی د ګانداهارا نوم  شتون لري اودا راته په ګوته کوې چی،د ګانداهارا نوم کټ مټ پشه یې نوم دی.
 اوس مونږ د ګانداهارا د نامه دوهمه برخه (هارا ،ارا ) په کلیمه او د هغې په مصدر او فعل بحث کوو او ګورو چی، (هارا،ارا) په پشه یې ژبه کی شته دی او که نشته دی .
هوکی نوموړی نوم په پشه یې ژبه کی شته دی او مصدر یې  (اریک ،هاریک/اوریدل،شنیدن) دی ددغه کار لپاره هم په کار دي چی، د «اریک/هاریک» مصدر څخه افعال په لاس راوړو او وروسته یې د« ګانداهارا »د نامه ددوهمی برخی سره په پرتله کی وڅیړو ،په پشه یې ژبه کې «اریک او هاریک» دواړه یو مصدر دی خو پشیان ورونه دا نومونه په دواړو ډولونو تلفظ کوې لکه په پښتو ژبه کی چی، اوریدل/ ارویدل دي، که نه نو دواړه سره د یوه مصدر  دي لکه« ګاندا او ګندا» په افعالو کی هم همدا قانون چلیږي اودواړه سره یو شانته افعال دي یو د بل سره هډو توپیر نلري.
 اوس به راشو د ګنداهارا د نامه دوهمې برخې ته چی،د هاریک /اوریدل؛ مصدر دی هغه هم ګردانوو تر څو مورد نظر فعل په لاس راوړو په لاندی ډول.
هاریک/اوریدل
پشه یې      پښتو            پشه یې فعل           پښتو فعل
آ (مم)        زه              هاریم / اریم           اورم
تو            ته              هارییې ارییې         اوری
سی          هغه            هاریګا/اریګا/هاریا   اوري
امو           مونږ          هاریس /اریس         اورو
ایمو          تاسو           هاریدا/اریدا            اورﺉ
تی           هغوی          هارین/ارین            اوري
اوس به راشو د نوموړي مصدر امري فعل وګورو،په پشه یې ژبه کی د نوموړي مصدر د مفرد مخاطب لپاره دا لاندی ډول دی.
پشه یې      پښتو        پشه یې امري فعل   پښتو امري فعل
تو             ته          هارا/ارا               واوره،غوږ ونیسه
اوس چی،مونږ په پشه یې ژبه کی د ګانداهارا دنامه دوهمه برخه (هارا)دپشه یې ژبی دمفرد مخاطب فعل تر لاسه کړ چی،هډو د ګانداهارا دنامه د وروستنۍ برخی سره هیڅ ډول توپیر نلري او په وزن ،قیافه ،رنګ ،خوند او بوی کی سره یو شانته دي نو دا په ډاګه کیږي چی،نوموړی نوم د ګانداهارا د نامه پوری اړه لري.
اوس زه هغه افعال چی،د پشه یې ژبی د مصادرو (ګانیک/ګنیک او هاریک/اریک) )څخه په لاس راغلي دي یود بل سره تړم او وروسته له هغی یې په لاس راغلي عکس ته پام کوو.
ګاندا +هارا= ګاندا هارا
 ګندا + ارا=ګنداارا
اوس چی،مونږ د «ګانداهارا» او د «ګندا ارا» نومونه د پشه یې ژبی له اړخه تر لاسه کړل اوس که مونږ د « ګنداارا»د په لاسته راغلي نوم څخه یو د «ا » توری حذف او له مینځه یوسو مونږ د «ګندارا» نوم په لاس راوړو ،که اوس مونږ دا په لاس راغلي نومونه «ګانداهارا» او «ګندارا» نومونه دلاتیني نومونو سره په پرتله کی وګورو هډویو د بل سرهGANDAHARA,GNDARA
توپیر نه لري .له دی توضیح او تشریح څخه دا په ډاګه کیږي او دا حقیقت تر سترګو کیږي چی، د پشه یې ژبی ادبی قوت او قدرت مونږ ته دا را په ګوته کوې چی،د د ګنداهارا د تمدن د عروج او لوړښت په زمانه کی لا پشه یې ژبه یو ژوندۍ او د وخت د حساب او کتاب او د هغې وخت د ګانداهارا د اوسیدونکو (ګانداهاریانو) دیني او مذهبې ژبه وه او تر ننه پوری یې خپل قوت او قدرت ساتلی دی .اوس که مونږ د پشه یې ژبی له پلوه د ګنداهارا دنامه په لاس راغلی افعال مانا کړو اوبیایې سره غوټه کړو دا لاندی مانا په لاس راځي.
ګاندا/ګندا / ویې ګڼې ،ویې شمیری‌
هارا،ارا / وایې وره / بشنو
اوس که مونږ دا دواړه پشه یې په لاس راغلي فعلونه او د هغوی ماناوی سره یو ځای ولیکو دا لاندی شکل او مانا په لاس راځي:
ګندا + هارا / ګنداهارا
ویې ګڼﺉ +وایې ورﺉ/ ویې ګنﺉ وایې ورﺉ/بشمارید وبشنوید ترینه په لاس راځي .
ګنداهارا/ وایې وره ویې ګڼه .
دا په لاس راغلې(ویې شمیره ویې ګڼه او واییوره /حسابش کن وبشمارید)دا د پښتو او دری ژبی مانا د پشه یې ژبی د ګنداهارا سره یوه مانا ده چی ،ددیني پلوه که مونږ د اسلام دین او نور ټول اسماني دینونه تر مطا لعی لاندی ونیسو ،نو د ټولو اسماني ادیانو موخه یوه ده چی،پکی د نهی اومنکر سره یو ځای پکی فرضي او سنتي اوفقي مسایل اوپکی دیني بنا ګانې لکه په اسلام کی (پنځه د اسلام بناګانې) دي چی، ددغو ټولو مانا ګانې اومفاهیم د پشا یې ژبی په ګانداهارا یا د بودیزم د زماني په مشهور نامه ګانداهارا کی چی، بنیاداو څټه یې په (ګڼنه،شمیرنه او اوریدنه) ولاړه ده او هر اسماني دین په دقیقو محاسباتو اود اوریدو په پوهه ولاړ وې.
بر سیره پر لوړو توضیحاتو دګانداهارا د (هار/ ار-ارا) کلمات هم د پشه یې ژبی د (اریک/ اوریدل)له مصدر څخه په لاس راځي او د اصلي اریایې ژبو څیړونکو پکی زړه پوری پلټنی       کړیدي او (ار/هار) یې د اصل ،شریف ،نجیب په نومونو هم مانا کړیدی اود (ار) دکلیمی ما په خپلو څیړنو کی د (اریک /اوریدل)په مصدر کی ښکاره کړیده چی، د دنوموړي مصدر د (ار)فعل برسیره پر هغی مانا چی،ژب پوهانو ورته ورکړیده ما په خپلو تیرو لیکنو کی دا په ډاګه کړیده چی،د (ار) کلمه د (شرافت،نجابت ،اوریدا اووینه(خون) په ماناوو سره توضیح او تشریح کړیده .
بر سیره په لوړو توضیحاتو او څپړنو څخه د ګنداهارا د نامه د (ګندا – ویی شمیر‌ءی) څخه برسیره، په پشه یی ژبه کی یو بل ورته مصدر هم شته چی، د(کنیک /ویستل /کشیدن)ورته فعل لري که ګردان شي نود (کندا / ویې باسیء)شکل ورڅخه په لاس راځي، که یې د( ګندا ) د کلمی پر ځای د (کندا) کلمه ورسره ولیکو نو په ګډه سره ورڅخه د (کندا +هارا / کنداهارا ،یعنی دا چې، داد نوی بوداءی دین ددیانت( مقدسی او سپیڅلې لارښوونی واورءی او د ګنداارا له مرکز څخه یی وبا سءی او ټولی نړۍ ته یی ورسوی) د پشه یې ژبی ددوو ورته اوزړه پورو افعالو لکه (ګندا + ارا/ ګندارا اود کندا +هارا /کنداهارا  ) دورته ترکیبي افعالو څخه دا په ډاګه کیږي چی، پشه یې ژبه د ورته افعا لوڅخه خورا بډایه خزانه لري  بله کلمه چی، لاتر ننه پوری زمونږ په لویه اریانا ګران افغلنستان کی ژوندۍ او د لمر په شان ځلانده ده هغه د نني (قندهار/کندهار) نوم دی چی ،د نني افغانستان دنامه بنسټ پکښی ایښودل شوې دی ،که مونږ لوړې څرګندوني ته ښه پام وکړو نو د کندهار نوم د ګنداهار /ګندارا سره جوخته ډډه لګوې او یو ځل بیا نوموړې نومونه او ترکیبونه دا په ډاګه کوې چی،د بودیزم د زمانې د (ګنداهارا ،کنداهارا او ګندهار ،قندهار اوکندهار )نومونه دهیواد په لرغونۍ ژبه (اریک / پشه یې) کی ژوره ریښه لري دا وه په پشه یې ژبه کی د ګانداهارا،ګندارا د نامه توضیح او څپړنه .
 په دی منظور د ښاغلو ژب پو هانواو د ګنداهارا دنامه له مینه والوڅخه زما دا هیله ده چی ،په دی اړوند د خپلو اندونو په رڼا کی خپل نظریات وړاندی کړي او د پشه یې ژبی له پلوه دا تحلیل او څیړنه وڅیړي اشتبا ه او غلطي اصلاح او په خپلو ښکلو څیړنو سره دا زما څیړنه بډایه کاندي .
په درنښت
احمد جان ماڼو

يادونه: لکه څنګه چې ماڼو صاحب لیکلی په نړیواله انسایکلو پیدیا کی د Gandahara معنا پدی ډول لیکل شوی.
 The meaning of the Gandahara is "sweet, scent and fragrance
چې د پښتو انګریزي ډیکشنری څخه په مرسته اخیستلو دا لاندی ماناوې افاده کوې
«خوږ ،خوش بوی او خوش بوی»چې لومړۍ مانا یې خوږ او دوهمه او دریمه مانا یې خوش بوی)ده ،چی یو ځایې مانا یې  (زړه پوری خوش بویې) کیږي)
په بعضی لیکنو کی Gandahara داسی لیکل شوی(ګندهارا) کچیری(Gandahara= ګندهارا) پدی ډول ولیکو بیا په پشه یی ژبه (خوشبویی راوړونکی ) معنا ورکوی.  په پشه یی ژبه کی خوش بوی ته (ګنده) او بد بوی ته (ګسګن-ګسهګن) وایی. او راوړونکی ته (آرا) وایی مثال په توګه: دارآرا= لرګی راوړونکو ډله، ګاس آرا= واښه(علف) راوړونکو ‌ډله او همداسی ډیری نور نومونه شته چې آرا پکښ استعمالیږی خو صرف لاندی ه-الف سره وصل لیکل شوی
ګنده آرا= ګندهاراګنده=خوش بویی
آرا= راوړونکی
ګندهآرا = خوشبوی راوړونکی
او دا پورتنی لیکنی می د (درمورد زبان و مردم پشه یی) څخه ژباړلی چه د محمد زمان کلمانی لخوا لیکل شوی کتاب دی

۱۳۸۹ دی ۲۷, دوشنبه

پشه یی لوظیدی آسان نماز


)پشه یی لوظیدی آسان نماز) په پشه یی ژبه د کامل مونځ کتاب دی چې مولف یی ملا عبدالصادق آخنذاده دی او په پاکستان کی دپشه یی ادبی جرګه په مټ چاپ شوی چې د قاری عبدالسلام دره نوری لخوا ترتیب شوی او ظفر اقبال (صوابی) کمپوز کړی د دی کتاب تیراژ ۱۰۰۰ ټوکه دی. پشه یی لوظیدی آسان نماز، په ۹۰ مخونو کی چاپ شوی چی د اسلام اساسی او ضروری احکام ټول پکښی ځای شوی. دا کتاب په ۱۳۸۸ کی لیکل شوی خو په ۱۳۸۹ کی چاپ شو چې په پیښور کی د پشه یی ادبی جرګی لخوا ماته لیږل شوی چی نن می تر لاسه کړ.
تاسی کولی شی دا کتاب په افغانستان کی لاندی پتی نه ترلاسه کری.
ننگرهار ولایت د مخابراتو څلور لاری لویدیز خواته د عبدالمجید مومند کتاب پلورنځی

۱۳۸۹ دی ۱۳, دوشنبه

داحمد جان ماڼو نوی چمتو شوی کتاب

 
دلوی څښتن تعالی په نوم
سريزه
دا کتاب هم ( په هندواروپايي ژبو کې د پشه يي ژبې موقف ) په دوام کتاب او ليکنه ده ،چی د څلورم ،پنځم او د شپږم برخو درلودونکی دی په دی کتاب کی هم د پشه يي ژبي د لرغونتيا په اړوند مسائل څيړل شويدي او پشه يي ژبه په لرغونو اريا يی ژبو يا لرغوني اريايي ژبې ، په پشه يي ژبه کی څيړل شويدي يعنی(پشه يي ژبه د اريک ژبی په هنداره کی) څيړل شويده يا برعکس( د اريک ژبه د پشه يي ژبي په هنداره کی) څيړل شويده دا په دی خاطر ،چی د دواړو يادو شوو ژبو (پشه يي او اريک) په مينځ کی ما کوم يو توپيرونه ليده ،چی وويل شی کومه ژبه، په کومه ژبه کی وڅيړل شوه يا دا ،چی ووايم کومه ژبه مور او کومه يوه يی لور ده ،دا په دی مانا ،چی دواړه ژبی د لغاتونو له پلوه يوه څټه ، يوه خټه او يوه بڼه لري او زه پوره په دی باور يم ،چی دا ووايم او په دی ټکي ټينګار وکړم ،چی لرغوني اريايی ژبه (اريک) او ننئې نيم ژواندې لرغوني اريايي ژبه (پشه يي )دواړه يوه ژبه او د يوې طلايی سکی دوه مخه دي د بيلګی په توګه د اريا نا ويجه د زمانې د (سور ، سوريا او د سوریس او د واش ،واشيس او د وشو ) نومونه لا تر ننه پوری په پشه يي ژبه کی په همدغو نومونو سره ژوندي دي او همدا شان د هغی زمانی د ارباب الانواعو نومونه او د لسو اريايی ټبرونو نومونه او ډير نور لرغوني نومونه لکه اريانا ويجه، ويدا ،اوستا او نور ډير ښکلي ترکيبونه  ،نو له دغو بيلګو څخه دا په ډاګه کيږی ،چی دا دواړه د (اريک ) اود (پشه يي ) ژبي يو د بل سره هډو توپير نه لري او دا دواړه ژبي يوه ژبه ده .
دا تراوسه پوری ،چی مونږ د پشه يي ژبه په اصطلاح د (اريک ) ژبی سره ،چی د ژب پوهانو لخوا ورته د (ويدا ،سنسکريت او د اوستا )د ژبو مور ويل شويده په پرتله کی وڅيړله د پشه يی ژبی سره پوره ورته ژبي دي او که مونږ دنن څخه د پرون په لور او د پرون څخه تر لرغوني اريانا په لور تر اريانا ويجه پوری ځانونه ورسوو او هلته تم شو اوپه پشه يي ژبه وګړيګو نود هغی دوران اوسيدونکي اريايان د (اريک) د ژبی ويونکی به هډو د ننيو پشيانو په ديا لکتيک پوه نه شي او دا به څرګنده کړي او دا به ووايی ،چی يو ويده  اريايی راويښ شوی او په خپله ژبه (اريک) خبري کوي .
برسيره پر لوړی توضيح او تشريح غواړم د فرصت څخه په استفادی دا ووايم ،چی هغه ترکيبي نومونه ،چی د اربابالانواعو نومونه ورڅخه جوړ شويدي د (اريک ) د ژبی د خورا لوړ ادب څخه نمايدګي کوي او د هغی وخت له ترکيبونو څخه دا په ډاګه کيږي ،چی د اريک ژبه لا زړه او لرغوني ده کوم ،چی ژب پوهانو ورته عمر ټاکلی دی ،زما له دغی نظريي څخه موخه داده ،چی اريا يان او دهغويو ژبه لا نوره هم زرګونه کلونه لرغوني او پخوانۍ ده .
دا چی پشه يي ژبه دومره لرغوني او اصلي اريايی ژبه ده او ښايی ،چی نورې د هغی لوڼه په هغی کی وڅيړل شي اوهره ژبه خپل موقف اود پيدايښت زمانه اود نوموړۍ ژبی سره خپل څومره نږديوالی د هغی په وجود کی ومومي ،خو په تاسف سره بايد وويل شې ،چې برخه يي خورا خواره او په خپله کورنۍ او خپل ټاټوبی لرغوني اريانا ( افغانستان) کې ورته په درنده سترګه نه کتل کيږی .هيله ده ،چی اصلي مسئول اورګانونه لکه د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت دعلومو اکادمي په خاص ډول او د کابل د پوهنتون د ادبياتود پوهنځيو رئيسان او د ژبو څيړونکي د پشه يي ژبی لرغونتيا او دهغی ارزښت ته د پام په کولو سره يو څيړنيز مرکز جوړ او ورته د خدمت جوګه شې او يو ځل بيا دا زمونږ خوږ ټاټوبی ارينا ويجه دا د (اريک )د ژبی دهندو اروپايی ژبو زيږوونکې د نړۍ په کچه وځلوې او قدر داني يی وشي .
په درناوی

څلورمه برخه                           

اوستا

د۱۴۰۰ ق،م څخه تر ۷۳۰- نه تر۳۳۰ ق،م پوری

مونږ يه لومړۍ ،دوهمه او دریمه برخه کې د لرغونۍ آریائي ژبې( آریک)لرغوني کلمات د (پشه يي)ژبې سره په پرتله کی وڅیړل او پرې وپوهیدو چې د وړاندي لرغونوزمانو یعنی د (آریانا ویجه) څخه تر ویدا د کتاب تر لیکلو پورې، پشه يي ژبه خپل ژوند او شته والی څرګندوي. دا چې مونږ د پشه يي ژبې ژوندي او مروج کلمات د آريک او ویدا پوری په اړوندو زړو کلماتو کی کټ مټ او کله کله موپه ورته بڼه په لاس راوړل او دا راته څرګنده شوه چی پشه يي ژبه تر ویدا د آریائیانو دلرغوني کښل شوي کتاب تر کښلو پورې ژوندۍ وه او ښائي چی دواړه ژبې ،هماغه یوه ژبه (آریک – پشه يي) وي ،دا په دې خاطر چی پکې کښل شوي نومونه کټ مټ (پشه يي- آریک )دي تر دی ځایه چې کومه څیړنه وشوه، داراته په ډاګه شوه چی پشه يي ژبه یوه لرغونۍ  آریائي چې تر اوسه پوری دآریائیانو په لرغوني ټاټوبي د هندوکش دغرونو په سویلي لمنو کی د هماغه لومړي پیل څخه نیولې تر نن پوری یوه ژوندۍ او د پشه یانو دخبرو اترود ګیلو او قصو او خوښيود خاديو،دغم او درد یوه دردیدلې کړیدلی ،خواره زاره او ورځ تر ورځي ویلې کیدونکۍ او کوچنۍ کیدونکۍ ژبه  ده چې دپشه يي ژبو لخوا ویل کیږي،چی په خلکوئی هم دژبې نسبت شوی او ورته پشه یان ویل کیږې ،چی د ویدا دکتاب لرغونۍ وییونه ئی پخپله ژبه کې تر اوسه پوری ژوندي ساتلي دي.
دا چی د اوستا کتاب هم یو تاریخي لرغونې آریائي کتاب دی ،چی اوستا پوهانو پکې ښی ښی پلټنې کړیدي. د پوهانود پلټنو په پایله کی دا جوته شوې ده، چی اوستا د اریائی باختر او بخدي یوه زړه ژبه ده او ویل کیږي چې په باختر کی ځوانۍ ته رسیدلې ده .
اوس زه غواړم چې پشه يي ژبه د اوستا د ژبی سره په پرتله کې وڅیړم تر څو د پشه يي ژبې ژوندیتوب دزردشت په دیني کتاب د اوستا په زمانه کې څرګند کړم. ددی کار لپاره پکار دي چې د اوستا د ژبی لرغوني وییونه چی د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کی راغلي دي او د پښتو ژبه ورسره په پرتله کی څیړل شوې ده،په خپل وارد اوستا په کتاب کی راغلي کلمات د پشه يي ژبی دکلماتو سره په پرتله کې وڅیړم .او دا څرګنده کړم ،چی پشه يي ژبه لا د اوستا په زمانه کی هم یوه مقتدره ، قوي او ژوندۍ ژبه وه. ددی ټکي د ثبوت لپاره به زه لومړی پخپله د ( اوستا) نوم ،چی اوستا پو هانو پکی ژورې او زړه پوری پلټنۍ او څیړنې کړیدي اوخپل نظریات ئی دنوموړي نامه په هکله ورکړیدي څرګند کړم ،چی د اوستا دنامه څیړل زما دڅیړنیز کار پیل جوړوي او وروسته له هغې څخه به زه یواځې هغه نومومونه چی د اوستا د زمانې پورې اړه لري یو د بل سره به ئی په پرتله کې وڅیړم او بیا  به ئی ښاغلو اوستا پوهانوته او د آریائي لرغونو ژبو ژب پوهانو ته به يی وړاندی کړم .
زه د ژبی د قواعدوداصولوسره کوم کارنلرم ،یواځې غواړم د کلماتوهغه اړخ وڅیړم کوم چی،د لغاتونو د ریښې پوری اړه لري یعنی د لغت ریښه په پشه يي ژبه کی او د هغې پرتله د اوستا یا د بلې کومې لرغونې آریائی ژیې سره.
پر ځای به وي چی لومړې د اوستا ژبې یا زند په هکله یو څه تاریخي معلومات وړاندی شي.
 اوستا یا زند:             Avesta,Zend
  (دا ژبه په باختر کې له اصلي آریائي ژبې څخه د ویدي ژبې سره یو ځای او غبرګوني وزږیده،نویې باختري ژبه هم بولي ،اوستائی له دی جهته بولي چې د اوستا د کتاب پخوانی او خورا زوړ ټوک «ګاټه»په دغه ژبه لیکل شوی دئ.دغه ژبه (زند) بلل کیږي .
مدقیقین وائی: د اوستا ژیې چی ګاټه پری لیکل شوی دئ او دویدا ژبی ډیر فرق نشته او په جزوي اړولو اوتبدیل چی معین اصول لري،دیوې ژبی یوه خبره په ها بله ژبه اړولای سو .
د اوستا ژبی په روحاني ډله او مقدسو کتابو اړه درلوده ،او بیله پخپله اوستا بل کتاب او لیک په دغه ژبه ندی پاتې ،که څه هم چی د اوستا کتاب او د زرد شت دین په ایران کې خپاره سول،مګرترایراني هخامنشی دوری (۷۳۰- ۳۳۰ ق م)وروسته چی سکندر پر ایشیا مسلط شو،نو د اوستا نسخې هم ورکې شوې مګر وروسته بیا د اردشیر ساساني (۲۱۱- ۲۲۶ ع)په امراوستا راغونډه شوه ،نو له دغه جهته اوس داوستا زوړ متن ندی پاتې ،فقط د ګاټه برخه ئی زړه او د زردشت قول بلل کیږی.
دا ژبه اوستا بلل کیږې،چې شرح ئی وروسته راځي ،په حقیقت کی زند د اوستا پهلوي شرح وه،چی وروسته دا دوه نومونه په ګډه «زند اوستا» د متن په اصلي ژبه اطلاق شوه،که نه وي پخپله زند د اوستاد تفسیرژبه ،یعنی پهلوي ده .دی پهلوي تفسیر یو بل تفسیر هم درلود ،چې هغه د (پیتي ،زنتي)یعنی (مکررتشریح ) یا (پازند)بولي.ددی تفسیر ابهام تر پهلوي لږ دي او هم ئی رسم الخط واضح دی ، (پازند ) له پهلوي څخه لږ څه بیلتون لري او ټول کتب چې پکی موجود دي،د پهلوي نسخو تفاسیر او شرح دي.
ددی ملاحظاتو څخه داسی ښکاري چی لومړنۍ اوستا چې د زردشت دعصر ژبه وه ،او د اوستا کتاب پری کښل سوی وو،ورو ورو له باختره شاو خوا خپره سوه ،په ایران کې زړه پاړسو(فرس قدیم)رواج سوه وروسته پهلوي ژبه او پازند ځنی راووتې په حقیقت کی اوس د زړۍ باختري اوستائی ژبی اثار ندي پاتې . ګاټه چی د اوستا یو ټوک دی د محقیقینو په قول هغی زړې باختري اوستا ته نژدی دی ).د پښتو ادبياتو تاريخ (148).
(باختري اوستا هغه کتاب ؤ،چی زردشت په بخدي کی وکیښ او د هغه وخت باختري پاچا ګشتاسپ دده دین ومانه او ټول د زردشت قوانین ئی دِغویو پرڅرمن وکښل او هری خواته ئی ولیږل) دپښتو ادبياتو تاريخ (149)
تر دی ځای پوری د اوستا دکتاب په هکله ،چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی لیکل شوی او د لرغونو آریائیانو د زردشت پیغمبر پوری ئی اړه درلوده ،د نوموړی کتاب د ډیرو مشرحو معلوماتو لپاره ښائی  دپښتو د ادبیاتو تاریخ ته مراجعه وشي.څرنګه چی مخکی می هم یادونه کړې،چې زما کار یواځی د اوستا او د اوستا پوری ورته کلماتو سره ،چې د پوهانو لخوائی یادونه شوې څیړم. د اوستا پوهانو د اوستا د نوم په هکله زړه پوری څرګندونی کړیدي،ددی لپاره چی زما د څیړنۍ موضوع ښه بشپړه شی ،ښائی چی لومړی د اوستا دنوم په هکله د پوهانو نظریات راټول کړم او ورپسی به خپل نظرد اوستا د نامه په هکله د پشائی ژبی له پلوه د اوستا محترمو پوهانو او څیړنکی ته په پرتله کی وړاندی کړم .
داوستاکلمه:(ترهرڅه دمخه به د اوستا نوم تر تحلیل او څیړنې لاندی راولو،د مخه در ښکاره سوی ده ،چی دا کلمه ډیره زړه ده او دآریائي باختر له پخوانو اثارو څخه ده .                            
ددی کلیمې په معنی او لغوي تحلیل پوهان ډلی ډلی دي،هر چا یوه توجه ورته کړیده او اشکا ل ئی هم مختلف را نقل شوې دي،اوستا،ابستا،استا،ادستا،افستا،اپستاد پهلوی شکل ئی (اوپستاک)دئ چی ډار  مسټټر(اپستاک)زکر(ضبط) کړيدی په سریاني ژبه (اپستاګا)او په عربی کی (ابستاف)دی او لکه محققین چی وائی:
ددی نامه ذکر دساساني دورې د مخه په بل اثر کی نشته ؛فقط یو عالم اوپرت دا عقیده لري ،چی دداریوش د بیستون په ډبر لیک کی(۴)لیکه (۴۶)فقره کی چی ابستام راغلی ده دغه کلمه ده.
په هر صورت اوس خو دغه کلمه ډیره مشهوره ده او دمانا په خصوص کی ئی دا لاندی اقوال سته.
(۱)پروفیسور ګلدنر له پروفیسر اندرس څخه هسی نقل کوې ،چی د اوستا کلمه له پهلوي (اوپستا)څخه مشتق ده ،چی معنائی (اساس بنیان او اصلي متن )ده.پروفیسور بارتولمه او ویسباخ دغه کلمه په اوستا او هخامنشي ډبرلیک کی د (پناه او کومک)په معناوو راوړي.
یو بل مشهورعالم جیکسن د نیویارک دکلومبیا د کالج پروفیسوروائی،چی  د اوستا اصطلاح له اوستاک څخه راوتلي ده ،چی دا کلمه په ساساني دوره کی عمومآ مستعمله وه ،مګر دا نده معلومه ،چی اصلي معنا ئی څه ده ښائی چی پهلوی اوستاک،لکه د سنسکریت ویدا غوندی د(پوهی دانش اوعلم)په معنا وی یا ښائی چی معنائی اصلي متن وی یا قانون.
(۳)په شرقي کتابونو اوقاموسونو کې هم اوستا راوړې،مثلآددساتیر اسماني په فرهنګ کې لېکي:
«اوستا به فتح اول و ثاني نام کتابیکه به حضرت زردشت نازل شده و معني ان بهین ستایش ومهین نیایش وستا بکسر اول مخفف اوستا ست».
فرهنګ نظام لیکی:اوستا کتاب دینی زردشت پیغمبر ایران است اسیری لا هیجي ګوید ،
                        علم معنی از کتاب اوستا        حا صلت ناید مکش چندین عنا
اسد طوسی په لغات فرس کی لیکې : استا،وستا،ابستا تفسیر زند است ، خسروی ګفت:
                      چو ګلبن از ګل اتش نهاد و عکس افګند     بشاخ او بر،دراج ګشت ابستا خوان
(۴)اووپرت هسی لیکي: د اوستا کلمه اساسآ دابستا د فارسی کلمی څخه جوړه سویده ،چی معنا يې قانون دی.
(۵) ځنی نور پوهان دا عقیده لری ،چې اوستا د مجهول اونا مفهوم معنا لري او دوې ټوټې کلمه ده ،لومړی ټوټه ئی(آ) یعنې «نه»؛دوهمه ټوټه«ویستا»یعنی دانسته ده ،چی مرکبآ«نامفهوم»او مجهول او نا دانسته ده،چی مرکبآ«نامفهوم او مجهول او نا دانسته»ورته وایي.
 او ددی نامه وجهه تسمیه هم داسی بیانوي: چی اصلي باختري اوستا دوی نسخی وی او دغه نسخی دسکندر په تاړاک کی ورکي او تالا شوې،وروسته چی په پارتي اوساساني دورو کی د اوستا د کتاب دوهمه پلا ټولونه شروع شوه،نوی خطي ټوټی هسی وی،چی څوک نه په پوهیدل ،نوئی « مجهول او نا مفهوم» وباله(۱۵۷-۱۵۸).     
دا چی اوستا یو لرغونې آریائي نوم دی .ډیر و اوستا پوهانو دنوموړی نوم په هکله ډیری ښې او ژوری پلټنی اوڅیړنې کړی دي او د نوموړی کلمی په هکله د پوهانو ځانګړي نظریات ،چی یو د بل سره په توپیر کی دي او د پوهانو د نظریاتو توپیر مونږ ته را په ګوته کوي ، همدا شان په لر غونو قاموسونو کې هم د اوستا دنامه یو شانته والې دمعنا له پلوه نه څرګندیږي.
ددی لپاره دنوموړی لرغوني آریائی مذهبي کتاب په هکله ،چې په زردشت آریائي پیغمبر باندی نازل شوی دی  د اوستا د نامه د پوره څرګندونی په خاطر مونږ تاریخي سندونو ته اړتیا لرو تر څو وکولای شو د هغوی په رڼا کی د اوستا د نامه پر ځای معنا ،مفهوم او همدا شان که ممکنه وی د نوموړی نامه څټه را پیدا کړو. ددی کار لپاره مونږ د پوهانو نظریاتو ته ډیره اړتیا لرو .تر څو د پوهانو نظریاتو په رڼا کی وکولاې شو اصلي مقصد ته یو څه په علمي ډول سره ورنږدی شو.
اوس د نوموړي لرغوني آریائي نوم د راتلونکۍ څیړنې په خاطر په ځای ئی بولم ،چې په پښتو کی د اوستا په هکله دغه لاندی نظریات ولیکم.
   په پښتو کی اوستا:   
( د اوستادکلمی په شرح اومفهوم کی د پوهانو له مفکورو څخه لوړی څیړنی مختصرآ را نقل شو یدي،په
پښتو کی هم تطبیق مومې ،او لکه د ویدي ژیې ډیر کلمات چی په پښتو کی وکتل سوه،دا کلمه هم په پښتو سره په دوه ډوله برابریږی:
  (۱)دپنځمی مفکورې خاوندانو اوستا په نامفهوم ترجمه کړیده او دا نظریه اسلامې مورخینو هم منلی ده ،مثلآ علي  ابن الحسین مسعودي اسلامي مورخ چی په(۳۴۵ هجری)وفات سویدی ،په (۳۳۲ )هجری کال هسی لیکې:
 زردشت بل استیمان  و هوالنبی ا لمجوس  الذی اتاهم با ا لکتاب ا لمعروف باالزمزمه عند عوام الناس و اسمه ،عندالمجوس  بستا ....... معجم هذالکتاب  یدورعلی ستین حرفا من احرف العجم،ولیس فی سایرالغات  اکثر حروفا من هذا واتی زردشت بکتابهم هذا بلغت  یعجزون عن ایراد مثلها،ولا یدرکون کنه مرادها وکتب هذالکتاب فی اثنی عشر الف مجلد بالذهب فیه وعد وعید و امرونهی وغیر ذالک من الشرایع والعبادات  ،علم نزل الملوک تعمل بما فی هذالکتاب الی عهدا لسکندروماکان من قتله لداراین دارا ،فا حرق الا سکندر بعض هذالکتاب ثم صارالملک بعدالطوایف الی اردشیر بن بابک  فجمع الفرس علی قوت سورت منه یقال لها (استاه).....ثم عمل زرادشت تفسیرآعند عجز هم عنه فهیه وسموللتفسیرا (زندا)ثم عمل التفسیراوسما (پا زند)ثم عمل علمآئهم بعد وفات زرادشت تفسیرالتفسیر وشرحآ لسایر ما ذکرناه وسموا هذا التفسیر(بارده).
ترجمه: زرادشت د استیمان زوی دمجوس نبی دی ،چی دوی ته ئی د ابستا کتاب راووړ ،دا کتاب عوام وګړی زمزمه بولی ،(۶۰)حروف لري،چی په اکثرو نورو ژبو کی ډیر دغه حروف نسته .زردشت دغه خپل کتاب په داسی ژبه راووړ چی بل چا هغه نسوای لیکلای او نه ئی څوک په مراد پوهیدل ......دا کتاب په دوولس زره ټوکه کې په زرو ولیکل سو،وعد او وعید امر او نهی او نور شرایع او عبادات پکښی وو،پا چاهانو د سکندرتر وخته په دی کتاب عمل کاوه ،مګر هغه وخت چی سکندر دارا مړ کړ ،نویی ددی کتاب ډیری برخې وسوځولی،وروسته ملوک ا لطوایف راغلل ،بیا چی اردشیر د بابک زوی پاچا شو،نو ایرانیان ددی کتاب د یو صورت په ویلو متفق سول چې استاه یی باله ......په دی ډول مسعودي مورخ د اوستا نا مفهوم توب بیانوی او دا خبره نور مورخین هم مني،مثلآ ابن اثیر پخپل کتاب (الکامل فی التاریخ )کی هسی وایي:
چی زردشت یو کتاب (استا- ابا ستا) راووړ او هری خواته ئی واستاوه ،څوک ئی په معنی نه پوهیدل او مضامین ئي درک نه کړل....
له دغو ټولو څخه دا سی ښکاري چی اوستا حقیقتآ نا مفهوم وواو ډیر نور تفاسیر چی پر ولیکل سوه،علت ئی دغه وو ،چی د کتاب متن ګران او مجهول و،دغو خبرو تر نږدی وختو پوری هم شرقی پوهانو ته معلومه وه ، حتی دوی د اوستا کتاب یو راز( رمز)هم ګاڼه ،لکه چی د دبستان مذاهب مولف هم په دی باب کی په ښکاره لیکي :« کتاب ذند بر دو قسم است ،یک قسم ان صریح وبی رمزکه انرا (پازند) نیز میګفتند ،و قسم دوم رمز و اشارات که انرا( زند) هم میخواندند».
د اوستا په خصوص کی دپنځمی مفکوری د خاوندانو لپاره دا ټول تاریخي دلایل موجود دي او که مونږ له دغه نقطه نظره د اوستا کلمه تحلیل کړو ،نو سمه راځی( ،په دی ډول دا نوم مرکب دی له دوو ټوټوڅخه
( ا- وستا)  
- یعنی مفتوح همزه په آریائی ژبو کی د(نافیه)(نا) په معنا راځي ،په سنسکریت کی هم عام دی ،الف پهA  (ی)هر وخت اوړی،(آ) په (یه- یا) هم ویلای سو،چی اوس د قندهار په پښتو کی کټ مټ (نه- نا)په معنا د نفی لپاره دی.مٍثلآ احمد راغلی دی ،یه ندی راغلی د خلیل خان نیازی په دی رباعي کی (یه) دنفی په معنا واضح شویدی:
 خړی وریځی ژاړي له پا سه    کویله ږغ کا بیلتون له لاسه                                                              
   یه،هغه لونی ګوهر په خول ستا       دا مرحبا کا ستا زمونږ مواسه

دویم جزو (وستا)له پښتو (ویستل)څخه جوړسوی دئ،چی معنی ئی ده (استخراج)(دباندی ویستل)ددی مصدراسم مفعول (ویستلی او ویستی)دی او پخپله (ویستا) کلمه هم په زند ژبه کی اسم مفعول دی .نو ویستا داسی معنی لري،نا استخراج شوی نا مفهوم ،که په اوسنی محاوره کی داکلمه ووایو (یه ویستي)یعنی (نا ویستي)او نا مفهوم به وی،چی کټ مټ هغه (اوستا ) هم دغسی ده .
د اوستا کتاب دبخدي او باختر څخه راوتلی دی نو لکه پخپله د بخدي کلمه چی د پکهت ،پښت او پښتون سره نښتي ده،د اوستا نوم هم دغسی له پښتو سره اړه لري ،او ددی کتاب نامفهوم توب د سیری لا هیجی له هغی ذکر سوی پارسی بیته هم ښکاري ،ځکه چی دا وائی :له اوستا څخه معنا نسی درک کولای ،بیهوده زیار مه کاښه ،د پنځمی مفکوری له رویه خو د اوستا کلمه په دی ډول تجزیه سوه (ا- ویستا )،هم که ددریمی نظریی له مخه د شرقي لیکوالو په قول اوستا (بهین ستایش اومهین نیایش)وګڼو نو به ئی په پښتو کی داسی تحلیل کړو:
اوستا دوی کلمی دي ،(ا – ویستا)لومړی جزوی (همزه) او(واو) دی حمزه حلقی حرف دی او ډیر ځله (ّه)سره بدلیږی ،مثلآ هلک- الک؛هګۍ –اګۍ او نور د سنسکریت دکلمی په تحلیل کی تاسی ولوستل چی په هغه ژبه کی (سو)د ښه په معنی دی ،ځکه چی د سنسکریت(س)په اوستا کی تل په(ه) اوړي ، نو( سو) په اوستا کی (هو)شو په پاړسو کی (ه) (خ)کیږی ، لکه حوارزم چی خوارزم سوی دی په پښتو کی دغه د اوستا (هو)په (او) بدل سوی دی ،دداریوش په ډبر لیک کی (او اسپ) یعنی ښه اس (اومریتا) یعنی ښه سړی راغلی دی (ا)او پخپله (هو)هم په پښتو کی د ایجاب کلمه ده ،چی اوس هم ژوندۍ ده،او هغه «ښه» معنی لری .د پښتو د ادبیاتړ تاریخ (161)
دوهم جزو: چی (ستا )دی ریښه ئی (س-ت)دئ چی له دی څخه د پښتو(ستایل،ستاینه،ستانه)د پاړسو (ستایش،ستودن )راوتلي دي .ستایوال هم په پښتو ستایش کننده ته وائی .
امیر کروړ سوري چی د پښتو خورا پخوانی شاعر او ادیب دی ،پخپله حماسه کی وائی :
نړۍ زما ده نوم مې ستایي پر دریځ ستایوال ؛په پهلوي کی هم د «ستا»ریښه وه،اسد طوسي لیکي:
چی «افد ستا»ترکیب دی له افد یعنی شګفت او«ستا» یعنی ستایش څخه،لکه دقیقی چی وائي :
          جز از یزد تو ام خداوندی          کنم از دل بتو آفد ستا
له دی څخه معلومیږي چی له پخوا څخه دا ریښه په پښتو او نورو آریائی ژبو کی وه ،نو له دغه جهته ویلای سو،چی داوستا دکلمی دوهمه ټوټه( ستا) له دغو ستایلو څخه ده .په دی ډول چی اوستا پخپله د اوستا ژبی په اصطلاح (هوستا)او په پښتو په (اوستا)یعنی (ښه ستاینه)اوهغه د بهین ستایش او مهین نیا يش،سی ،چی دا لغوی تحلیل هم داوستا دکلمي ریښی په پښتو کی څرګندوی)د پښتو د ادبياتو تاريخ.۱۵۸
اوس چی مونږ د اوستا دنامه په هکله داوستا پوهانو نظریات ولوستل اود هغی سره په څنګ کی مو د پښتو ژبی له پلوه څیړنه ولیدله .
غواړم دنوموړو څرګندونو په لړکی دلرغوني آریائي کلمی (اوستا)په هکله د پشائي ژبی له پلوه خپل نظر په پرتله ایز ډول څرګند کړم.
داوستا نوم د پشه يي ژبی (اریک) له پلوه: 
اوس چی مونږ دلرغوني آریائي کلمی د اوستا د نامه په هکله د ډیرو ژب پوهانو نظریات او څرګندونی  په تیرو مخونو کی ولوستل ،دا راته څرګنده شوه،چی د پوهانو نظر د اوستا دنامه په هکله یو د بل سره توپیر لري.حتی د اوستا دنامه اشکال ئی یو د بل سره ورته نه ښکاری .هر یوه پوه نوموړی کلمه دخپلو ژبو په بنسټ لیکلی ده،چا پکی توري ډیر کړې او چاورڅخه لږ کړې دي،یائی په بل شکل لیکلې دي د بیلګی په توګه د اوستا د کلمی لاندی ډولونه وګوری.
اوستا،ابستا،استا،آوستا،افستا،اپستا،اوپستاک،اپستاک،اپستاګا،اوستاګ،ابستام او نور.
اوس چی دا وستا دکلمی په څانګړو اشکالو وپوهیدو ښائي چی هره یوه کلمه په ځانګړو ژبوکی په ډیرو نورو او ورته نومونو تلفظ او ولیکل شې .او د نوموړی کلمی اشکال لا زیات کړي اوکه نه نو نوموړی کلمه د اوستا په ژبه کی یوه ده او همدارنګه د یو مذهبي کتاب نوم دی.خو کله چی د پوهانو په لاس کی پریوتی هر چا د خپلی ژبی دحروفو او ګرامرد قواعدو په بنسټ لیکلی او بیائی مانا کړی دی،چی د څیړنی کار ئي لا پسی دروند او سخت کړیدی.دبیلګی په توګه داو ستا د کلمی د ماناپه هکله نظریات داسی دي.                                                                                
- دلومړی ډلی پوهان داسی نظر څرګندوې چی،د اوستا کلمه دپهلوې (اوپستا)څخه مشتق شوې چی مانائی(اساس بنیان او اصلي متن دی)او څوک ئی د (پناه او کومک )په ماناوو یادوي .
- ددویمی ډلی پوهان داسی عقیده څرګندوی چی ،د اوستا کلمه له اوستاک څخه وتلې ده او وائی چی دا کلمه په ساساني دوره کی عمومآ مستعمله وه ،په پای کی وائي ، مګر دا نده معلومه ،چی اصلي مانا ئی څه ده ؟ همدا ډول نظر څرګندوې چی نوموړی کلمه لکه د ویدا د کتاب په څیر د پوهنی،علم،دانش په مانا دی .همدا ډول په شک سره وائي ،چی معنائی اصلي متن یا قانون دی.
که چیری د دوهمی ډلی پوهانو نظریات په ځیرسره وګورو،لومړی خپل نظر داسی څرګندوي اووائی چی اصلي مانا ئی څه ده ؟ ورپسی ئي د علم او دانش،پوهی داصلي متن او قانون په نوم مانا کوې او دکلمی  د ریښی په هکله هم په تردد او شک کی دي کله ئی د اوستاک دکلمی څخه ګڼي او کله ئی د ویدا د کتاب په څیر دعلم دانش او پوهی په مبهم مفهوم یادوی                    
د اوستا دنوم په هکله داسی ویل کیږی چی،په شرقی کتابونو کی هم اوستا راوړي او د هغی مانا ددساتیر اسماني په فرهنګ کی داسی کوي «اوستا به فتح اول وثانی نام کتابیکه به حضرت زردشت نازل شده ومعنی ان بهین ستایش ومهین نیایش و ستا به کسر اول مخفف اوستا است».
همداشان په فرهنګ نظام کی لیکي:«اوستا کتاب دین زردشت پیغمبر ایران است اسیر لاهیجی ګوید.
         علم معنی از کتاب اوستا         حاصلت ناید مکش چندین عنا
لکه مخکی مو په دریمه برخه کی هر څه په تفصیل سره لیکلي دي،چی د اسد طوسي په لغت فارسی کی راغلي استا، وستا،ابستا تفسیر زند است،خسرواني ګفت:
        چو ګلبن از ګل اتش فتاد و عکس افګند      بشاخ اوبر دراج ګشت ابستا خوان
په دریمه برخه کی داوستا د کتاب په هکله هم د فرهنګونو معناوی یو د بل سره ورته نه ښکاري د اسیر لاهیجی او د اسد طوسی د بیتونو څخه بیا هم مونږ د اوستا دنوم په هکله د ابهام څخه څه نه شو تر لاسه کولای،چی دا ډول نظریات د نورو څیړونکو لاره په یوه ستر او بی لاری ځنګله کی تیروي. 
- دڅلورمی ډلی نظر داسی دی چی وائی«د اوستا کلمه اساس له ابستا فارسی کلمی څخه جوړه سویده چی معنا ئی قانون دی».
چی څلورمی ډلی نظر هم لکه د نورو دری برخو په شان یو مشخص او لار ښوونکی نظر ندی په دی خاطر چی د قانون کلمه په څو نورو برخو کی هم یاده شویده.
- دپنځمی ډلی پوهان هم د اوستا نوم د(مجهول او نا مفهوم)په معنا بولي.
همدا ډول په پښتو کی اوستا هم د پنځمی ډلی پوهانو په شان توضیح او تشریح شوی چی د اسلامی مورخینو لخوا هم د نامفهوم او مجهول په معناوو معنا شویده .اوس چی مونږ د لرغونی آریائي نوم اوستا په هکله د محترمو ژب پوهانو څیړنی او نظریی ولوستلی او پری پوه شولو چی د اوستا کتاب د پوهانو لخوا په یوه مشخص او ټاکلی مانا ندی مانا شوی او هر چا بیله بیله مانا ورکړیده .چی په پایله کی مونږ د نوموړو نظریاتو او ماناوو څخه هډو يوه مانا یو شکل او یو تلفظ نشو تر لاسه کولای او د اوستا د نامه هغه اصلی آریائي مانا کومه چی د دین ،مذهب او ددعوت مانا لری . نه شو کولای چی ورڅخه یوه ګډه مانا تر لاسه کړو او پری خپله تنده ماته کړو او داسی ناګڼلی مانا ګانی له مونږه څخه لاره ورکوي.
تر کوم ځای پوری چی پوهیږو،دیني کتابونه تل د بلنی (دعوت) مانا ورکوي چی په هغی کی مذهبی چاری او نوری لارښوونی وي او پکی د یوه دین څخه و بل دین ته د خلکو هڅول او راګرځول او د هغوی رابلل وی ،د نوي دین او مذهب لوړوالی په نورو ادیانو ښودل، نوی دین د زمانې د غوښتنو سره برابرول ،زاړه او تیر ادیان منسوخول په نوی دین او مذهب کی نوو پر مختللو موضوعاتو ته ځای ورکول ،ددنیا او اخرت په اړوند د پشر لپاره ګټوری لارښووني د پخوانو او زړو عقایدو جرړی ویستل او بشر ورباندی معتقد کول او پر ځای ئی نوی او زړه پوری لارښوونې په علمي او عقلي ډول منل او پر زړو تاریخي کنډوالو نو ی اوښکلی زړه پورې ماڼۍ ودانول دي چی دا ټول او ټول دپشائي ژبی د (اوستا)په ترکیبي نامه (دعوت ا و بلنه) کی نغښتي دي.
څرنګه چی د اسلام په دیانت کی د یولک او څلورویشت زرو څخه دزیاتو او لږو پیغمبرانو یادونه کیږي ورسره یو ځای د هغویو ادیان هم زمونږ په زهن کی را مجسم کیږی ،چی یو د بل ځای ناستي شویدي  په دی شرط سره چی هغوی به په خپل وار خپلی برترئ ښودلې وې ،چی دا کار به ټولو بی له شکه په دعوت  کړی وې چی د حضرت زردشت پیغمبر په وخت کی به دا کاربی له شکه د (اوستا)دکلمې په مرسته شوی وي چی په (عربی )ژبه کی ورته(دعوت)او په لرغونئ آریائي ژبه( پشه يي) کی ورته نن هم ( اوستا ) وائی دا دعوت به تر سره شوی وې .
لکه چی څرګنده ده هر نوی دین د خپل پایښت لپاره خپلې ستنې ټینګوې ،همدا ډول زوړ دین د نوی دین په وړاندی دنه منلو ټینګار کوې او هر یو دخپلو برتریو یادونه کوې ،د ژوند تر پایه هر یو خپل ځان پر بل اوچت ،پر حق او ځان لوړ ګڼي او خلک خپل دین ته رابولې ،چی بیا هم د( بللو- دعوت،اوستا)کلمه او مفهوم پکی له ورایه ښکاري ،په دی خاطر مونږ ویلای شو ،چی دهر یوه دیني کتاب په دننه کی د(بللو،دعوت، اوستا)مانا او مفهوم نغښتی دی،چی په خپل وار دا نوم په پشه یې ژبه (اوستا-اووستا)د نامه په دننه په مغز کی د(بلنې)بشپړ مفهوم پروت دی. د نوموړي مفهوم د رابرسیره کولو په خاطر،په خپل وار غواړم د(اوستا) د نوم په پښتو کی د (بلنې) مانا او په عربی کی د(دعوت) مانا اومفهوم په پشه يي ژبه کی د اوستا د ښاغلو ژب پوهانود نظریاتو په وړاندی په بشپړ ډول د ریښو سره یو ځای وړاندی کړم .تر څو د( بلنې )یعنی د (دعوت)دکلمی پشپړه مانا او مفهوم ورڅخه څرګند او په ډاګه شي او د اوستا پوهانو تنده پری ماته شي.
دا چی د اوستا لرغونې آریائي کلمه لکه د (ویدا) آریائي کلمه زمونږ په ګران او لرغوني هیواد افغانستان کی زږیدلې خاپوړې ئې کړيدي  ددوو خویندو په شان په یوه کور کی لویی شویدي او وروسته دلرغونو آریائیانو د مقدسو کتابونو په څیرڅرګند شوې او د آریائیانو لخوا دزرګونو کلونو په اوږدو کی ورته درناوی شوی دی.
څرنګه چی د ویدا دکلمی او د لرغوني آریائی کتاب په هکله په پشه يي ژبه کی دپرتله کولو په وخت کی  پوره څرګندونی شویدی اودا جوته شویده چی دویدا کلمه د یوی لرغونی آریائي کلمی په توګه په پشائي ژبه کی ژوندۍ ده او ښائي چی ژوندۍ هم وې ،دا ځکه چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی پشه يي ژبه او د ژبی ویونکي دلرغونو زمانو څخه تر نن پوری اوسیدلې او اوسیږی او په خپلې خوږی مورنی پشه يي ژبی غږیږی ،نو ښائي ،چی د (اوستا) کلمه هم لکه د(ویدا )کلمه په پشه يي ژبه کی ژوندی او موجوده وی .ددی ټکي د ثبوت په خاطرښائي چی د اوستا کلمه چی وروسته پری د کتاب نوم ایښودل شویدی ،د پشه يي ژبی له پلوه په هراړخیز او بنسټیز ډول وڅیړل شي او محترمو اوستا پوهانو ته د ژوندیو مثالونو په وړاندی کولو سره  په رښتیني توګه وروښودل شي. ترڅو ئي څیړنیزې تندې ماتی شې او په سړه سینه دخدای شکر ادا کړي،دا په دی خاطر چې دتاریخي سرګردانۍ څخه لاس په سر شي.
داوستا دپوهانو دنظریاتو څخه دا څرګنده شوی چی اوستا ژبه لکه د (ویدا) ژبه په باخترکی دزړی اواصلي آریائي ژبی څخه یو ځای او غبرګوني زږیدلې دي ،نو له دی کبله د اوستا ژبه د با ختري ژبی په نامه یادیږي. د څیړونکو له نظره چی وائی : داوستا اودویدا دژبی یو دبل سره دومره توپیر نشته او په جزوې اړونې او تبدیل سره د معینو اصولو په کارولو سره دیوی ژبی یوه خبره په بله اوړي .
پوهان په دی باور دی ،چی د اوستا کتاب اوژبی په مقدسوکتابو اړه درلوده او بی له اوستا بل کتاب او لیک په دی ژبه ندی پاتی .
د اوستا کتاب د اوستا په ژبه لیکل شوی دی ،لومړنۍ اوستا چی د زردشت د عصرژبه وه ،د زردشت له خوا زمونږ په لرغوني هیواد د افغانستان په بخدي کی ولیکل شو .او د هغه وخت باختری پاچا ګشتاسپ دده دین ومانه او ورو ورو له باختره شاوخوا خپور شو ،په ایران کی زړه پاړسو(پارس قدیم )رواج شوه ،وروسته پهلوی ژبه او پازند ځنی راووتې:
همدا شان څیړونکي خپل نظر څرګندوې او وائی چی: اوستا ژبه یا زند په حقیقت کی زند د اوستا د کتاب پهلوی شرح وه ،چی وروسته دا دوه نومونه په ګډه «زند اوستا» د متن په اصلي ژبه اطلاق شوه ،که نه وی خپله زند د اوستا د تفسیر ژبه یعنی پهلوی ده .
همدا ډول وائی چی: دی پهلوی تفسیر یو بل تفسیر هم درلوده ،چی هغه (پیتي،زنتي) یعنی (مکرر تشریح)یا (پازند )بولې.
دا چی مونږ د پوهانو او څیړونکو د نظریاتو څخه پوه شوو،چی د اوستا ژبه په باختر کی د زړې اصلي آریائی ژبی څخه زږیدلی ده .ښائی چی په باختر کی یعنی زمونږ په ګران او لرغوني هیواد افغانستان کی د اوستا د ژبی مور ژوندۍ وې یا داچی خپله اوستا ژبه ښائی په خپل ټاټوبې کې پاتې وې ،دا په دی خاطر چی میندې تل په خپل کور کی پاتې وې ،ددغه ټکی د څرګندولو لپاره  اوس د (اوستایا زند)کلمی چی( زند )د اوستا د ژبی پهلوی تفسیر دی یو دبل پسی توضیح او تشریح کیږی اود پشائي لرغونې آریائي ژبی سره په پرتله کی څیړل کیږی .
دا باید هم ووایم چی،د اوستا د ژبی څخه را زږیدلی ژبی لکه (فرس قدیم)پهلوی او د هغویو په تفسیرونو کی ښائی چی دزړی اصلي آریائي ژبی څرک ولیدل شې.له دی کبله غواړم د اوستا اوزند د کلمو او وروسته په نوو پیدا شووتفسیرونو هم د پشائي ژبی له پلوه څرګندونی وکړم ،اوس د( اوستا) کلمه او ورپسی(زند) په پشه يي ژبه کی څیړو.
اوستا :
 اوستا دپشه يي ژبی یو ژوندی او مروج نوم دی ،چی دلرغونوزمانو څخه ترنن پوری زمونږ دګران هیواد دغه لرغونی آریائي ژبه پری سینګار ده ،لا دبلی کومی آریائي ژبی تر اغیزی لاندی ئی ځان ندی  راوستی  او همدا شان دبلی کومی آریائي ژبی اغیزه ئی هم په ځان نده منلی او په خپل لرغوني بڼه  پاتی ده ،خو یواځی د جغرافیائي ناوړو شرایطو له امله ،چی اوس پشائي ژبي اولسونه په ځانګړو درو ،سردرو،کلیو او بانډو کی یو دبل څخه وړاندی اوسیږي ،څه نا څه ئی په بڼه کی توپیر لیدل کیږی د بیلګی په توګه د کونړ او د لغمان پشه يي ژپی ډوډۍ ته (اوو)یا (او) وائي خو د تګاب د سیمې د الڅای پشائيان ورته (آی)وائی .څرنګه چی د «ی »توری یو غږیز توری دی ،چی د فیلالوژی د اصولو پر بنسټ هرغږیزتوری تل په بل غږیزتوري اوړي او د کلمې په بڼه کی هم توپیررا مینځته کیږی ،د لوړی توضیح د ریښتینتوب په خاطر که چیری د(او)د کلمی د(و) توری په (ی) واړوو یا برعکس نو د نوموړې کلمې څخه (آی)یا (او) جوړیږي ،چی په اصل کی دواړه سره یو شی دي او د (ډوډۍ- نان) مانا لري.
څرنګه چی مونږ اوس په پشائي ژبه کی د (اوو)کلمه د(ډوډۍ)په مانا لرو نو غواړم د همدی کلمې  په رڼا کی د اوستا د ژبی د (اوستا) په نومی کتاب باندی رڼا واچوم .مخکی له هر څه غواړم ووایم ،چی  د اوستا نوم په پشه يي ژبه کی یوه ترکیبي کلمه ده ،چی دلرغونو زمانو څخه تر اوسه پوری په خپل شکل ژوندۍ ده اود پشه يي ژبو په ورځنیو خبرو اترو کی په پوره پيمانه په کار وړل کیږی .اوس ئي توضیح کوو:
په پشه يي ژبه کی (اوو)د (و) د توري په اوږده تلفظ لکه دوه کوچني( واوونه) لوستل کیږي ،نه د پښتو ژبی د (او)د ربط د کلیمی په شان .بلکه خپل ځانګړی د پشه يي ژبی د خصوصیت سره سم تلفظ کیږي دا ځکه چی په پښتو او دری ژبو کی ورته،ورته تلفظ نه لرو.
دا چی مخکی وویل شول ،د اوستا کلمه د پشه يي ژبی یوه ترکیبی کلمه ده ،چی د (او)،(س) اوله (تا)څخه جوړه شوی ده .
د (او) کلمه چی د (اوستا)د نامه لومړنۍ او اساسي برخه جوړوي مانائی (ډوډۍ )یعنی (نان) ده.
(س)په پشه يي ژبه کی یو نسبتي حالت جوړوي ،چی د اوستا په نامه کی د (س) توری ،په همدی مانا او مفهوم راغلی دی ،چی ډوډۍ ته ئی نسبت کیږی،یعنی د (او= ډوډۍ) څخه په خپل موجودیت کی (اووس= د ډوډۍ) نسبتي کلمه جوړوي.
د اوستا د کلیمی دریمه برخه د (تا) کلمه ده ،چی په پشه يي ژبه کی د مفرد غائب لپاره په راتلونکی زمانه کی د یوه شي یا د یوه کار د مربوطولو مانا لري .لکه په پښتو او دری ژبو کی د (يي)او(اش) مانا اومفهوم  افاده کوي لکه په دی لاندی جمله کی:
              کاریی نه کوم   =   کارش را نمیکنم
په دی پورتنئ جمله کی دپښتو د (يي)او ددری (رش)او (اش) کلیمې ،چی د یو غائب شخص  پوری اړه لري ،بی له هیڅ ډول توپیر څخه کټ مټ په پشه يي ژبه کی د (تا)کلمه همدا مانا لري د بیلګی په توګه  په پشه يي ژبه کی دا لاندی جمله وګورئ.
    لهمیستا نه کیمې = کارئی نه کوم = کارش را نمی کنم  . کیږي یا:
   اوستا (اووستا) کیمي = ورته ډوډۍ کوم  ،را بولم ئي، په دری کی (دعوتش میکنم ،نانیشه میکنم)کیږي .
اوس چی مونږ په پشه يي ژبه کی د لرغونۍ ( اوستا) دنوم ټولی ترکیبي برخی وڅیړلې او هری برخی ته مو ژوندې مانا په لاس راوړه ،اوس ئی ټول شکل لیکو.
او= ډوډۍ(نان)+(س) چی نسبتي توری دی ،ورڅخه (اوس) جوړیږی ،چی مانا ئی کیږی( د ډوډۍ)،وروسته ورسره د (تا)کلمه ،چی ،په پښتو او دری کی د (يي= رش،اش)مانا لری ورسره یو ځای لیکو،چی مونږ ته د (اوستا)تاریخي نوم په لاس راځي ،چی د (اوستا= اووستا) د لرغوني تاریخي کتاب نوم کټ مټ  په پشائي ژبه کی ژب څیړونکو ته دقضاوت لپاره وړاندی کوې،چی مانا ئی په پښتو او دری کی (ډوډۍ ئی، بلنه ورکونه= نانش= دعوتش )کیږی .
په پشه يی ژبه کی د(اوستا )کلمه د (واو)د توري په اوږده تلفظ سره د (اووستا) په بڼه د(بلنی ،دعوت)مانا ورکوي.
په پشه يي ژبو کی د دعوت کلمه د ډوډۍ کولو ،ډوډۍ ورکولو او درناوې کولو په مانا د (اوستا) په کلمه کی نغښتی دی ،یعنی پشه يي ژبي (دعوت)د پښتو د بلنې د کلمی پر ځای د (اوستا) کلمه په کاروړي ،یعنی په پشه يي ژبه کی د اوستا کلمه کټ مټ د (بلنې، دعوت او د نان او نانش )مانا افاده کوې .
اوس چی مونږ د لرغونې آریائي ژبې اوستا او د هغی ژبی د زرتشترا(زردشت)د پیغمبر د (اوستا)دیني او مذهبې کتاب نوم مو په پشه يي ژبه کی ژوندی په لاس راوړ ،که ښه ورته ځیرشو،نو نوموړې کلمه په پشه يي ژبه کی د بڼې ، تلفظ او مانا له مخی د لرغوني (اوستا)دنامه څخه هیڅ ډول توپیر نلرې او کټ مټ ورسره یو شانته دی.
څرنګه چی څرګنده ده، ځنی پوهانو د (اوستا) کلمه د دعوت ،نیایش په نومونو اخیستۍ ده ،چی د پشه يي ژبی  د (اوستا=دعوت یی)د کلمي سره هډو تو پیر نلري .خو ځنی پوهان په دی باور دي،چی نوموړې د (اوستا) کلمه د مجهول نا دانسته او مبهم )مانا لري،چی دغه نظریه په پشه يي ژبه کی د نامه د درست او دقیقی مانا او مفهوم څخه وروسته ،نادرسته ثابتیږي دا ځکه ،چی په پشه يي ژبه کی د (اوستا) د لرغونې کلیمې په هکله  هر اړخیزه او بنسټیزه توضیحات ورکړل شول او د (بلنې =دعوت )مانا تری په لاس راغله.
دا وو په پشه يي ژبه کی د لرغونی (اوستا )د کلمې په هکله هر اړخیزه او بنسټیزه شاربنه کوم چی،نا څرګند تاریخي نوم يې ښکاره او څرګند کړ.
اوس د اوستا د نامه پهلوي تفسیر یعنی (زند)نوم په پشه يي ژبه کی لکه د(اوستا) لرغونې آریائي نوم ترڅیړنۍ لاندی راولو.
اوستا ژبه يا زند:
د(زند) کلمه د (اوستا)د کلیمې پهلوي تفسیر دی،خو د (زند)دکلیمې په هکله لکه داوستا کلمه دومره ډیر توضیحات او د پوهانو نظریات د ځان سره نلري.یواځی او یواځی د(زند) کلمه د پهلوې ژبی تفسیر بلل شوی اود (اوستا یا زند)په نامه سره یادیږي.مانا دا چی د (زند) کلمه لکه اوستا یوه مانا او یو مفهوم لري یعنی دا چی (زند)هم لکه (اوستا)د بلنی (دعوت)مانا لري .ددی کار درښتینتوب په خاطرغواړم د(زند)دکلیمې ژوندیتوب په پشه يي ژبه کی لکه د اوستا د نوم په څیر ترڅیړنې لاندی ونیسم ،تر څو د نوموړې نوم په هکله دپوهانو توجه دی ټکې ته راوګرزوم ،چی نوموړې کلمه هم د لرغونوآریا ئي ژبو لکه (ویدا )او (اوستا)نومونه په پشه يي ژبه کی تراوسه پوری، چې زرګونه کلونه پری تیر شوي دي ژوندي دي.
ددی ټکی د اثبات په خاطر په پشه يي ژبه کی د (زند) نوم په بنسټیز ډول په لاندی ډول توضیح کیږې .
زند:            
 د زند د نامه په هکله اوس پوه شوو،چی داوستا دژبی پهلوي تفسیر دی ،یعنی دا چی د پهلوې ژبی په زمانه کی کله ،چی د اوستا ژبه په پهلوې ژبی واوښته نوئی د اوستا باختري نوم په (زند) واړاوه او په پهلوې کی ورته (زند) وویل شول.له دی ټکي څخه زما مقصد دادی ،چی ووایم:
د باختري اوستا نوم دزمانې د تیریدو سره سم په نوې نوم(زند)ونومول شو دا چی،داوستاد کلیمې پشه يی مانا (بلنه،دعوت)دی ،ښائی چی د زند دنوم ماناهم (دعوت)وی. اوس د زند کلمه په پشه يي ژبه کی څیړو او ګورو ،چی د زند دنوم مانا څومره داوستا دنامه دمانا سره څنګ لګوی.دزند نوم په پشه يي ژبه کی تر اوسه پوری په خپل اوستائي شکل ژوندی دی او د پشه يي ژبی د ژوندیوو مصدرونو څخه یو مصدر دی ،چی د زند د کلمو په څیر ډیر لرغوني آریائي نومونه دخپل دلرغونتوب دڅرګندولو په خاطر محترمو اوستا پوهانو ته ور په ګوته کوي.
دژبی پوهان عقیده لرې چی، دزند نوم داوستاد نوم تفسیر دی .مانا دا چی ،دواړه سره یو شی دي.نو په دی خاطر ښائي چی، د(زند) دکلمې مانا هم په لرِغوني آریائی ژبی کی لکه د اوستا نوم (دعوت ،بلنه)وې.
هوکې:د(زند)کلمه هم یوه لرغوني آریائي پهلوې کلمه ده او اوس ئی په لاندی ډول سره توضیح کوو.
د (زند )کلمه په پشه يي ژبه کی د (زانیک=ِ غږ کول،ناری کول،اواز کول،بلل،چغیدل.)له مصدر څخه په لاس راځي،څرنګه چی،د زند کلمه یوه لر غونې آریائی کلمه ده ،غواړم نوموړی مصدر دهغی د ټولو افعالواو صفتونو او امري صیغوسره یو دبل سره ولیکم.

              زانيک = غږکول، ناری کول ،اواز کول ،ناری کول، بلل، چغيدل

     آ- زه=زانیم =بولم         امو- مونږ = زانیس= بولو
    تو –ته=زاني=بولې        ایمو –تاسو=زانیدا =بولې،زاندا=راوئی بولې
   سی –هغه =زانګا=بولي   تې-هغوی  =زانین =بولې   
                            
                       «امري فعلونه»
       مفرد مخاطب =زان،زانا ،زند
      جمع             = زاندا
   زانوا=بلل شوی .  زانوي=بلل شوۍ . زانکالا =بلونکی .زانکالي=بلونکۍ   او زاننا =بلنه.

داووپه پشه يي  ژبه کې د(زند)نوم، چې دزردشت ددیني کتاب د اوستا څخه وروسته د وخت د مذهبي پوهانوله  خوا پرې ایښودل شوی دی . په نوموړې ژبه کی یی تر نن پوری مصدر ژوندی دی او پشائيان ئی په خپلو ورځنیو خبرو کې په کار وړې او پرته له هغی نوموړۍ ژبه ښائي یو بل مصدر له بلی کومې ژبی راواخلي او خپله تشه پرې ډکه کاندي،که نه نو د نوموړې فعل ځای به په پشه يي ژبه کی خالي وې .دا چی اوس مونږ د(زاندا – ذ اندا ،ذندا)کلمه د جمع مخاطب لپاره د( زانیک ـ غږ کول،بلل،څوک ځانته بلل)د مصدر څخه په لاس راوړه،خو په لومړي نظر کی ورڅخه داسی ښکاري چی،د پهلوي د (زند - ذند)دنامه سره په بڼه او لفظ کی توپیر لري.دا ځکه چی،د(زاندا) په کلمه کی دوه د الف توري د پهلوې د (زند) سره په توپیر کی لیدل کیږی،خو مانا ئی په پشه يي ژبه کی (راوئی بولې)ده چی د پهلوې ژبی د (زند - ذند)او هم د اوستا د ژبی د (دعوت)مانا سره هیڅ ډول توپیر نلري.
څرنګه چی پوهیږوغږیز توري کله کله په یوه کلمه کی یا زیاتیږي یا خوترینه غورزیږي اوس که چیری د پشه يي ژبی د(زاندا)دفعل،دواړه د (الف)توري ورڅخه لیری کړل شي د(زاندا) دنامه څخه (زند) جوړیږي،چی په دی صورت کی د پهلوې (زند)د شکل او تلفظ له مخی به هیڅکله یو د بل څخه توپیر ونه لري.
دا چی،مونږته اوس دا څرګنده شوې چی،غږیز توري دبی غږو تورودوجود ښکارندوی دي اوپرته له غږیزو تورو خپل ځان نشي څرګندولی،بی له شکه ښائي وویل شي چی، هر یو بی غږه توری د تلفظ په وخت کی یو غږ لري چی، دغه غږ دتل لپاره د(آ،ا ،ه،و،ی،ء...)په ملتیا سره ځان څرګندوي،که چیری مونږ د (زند)دنامه د(ز، ن، د) توري په خپلو ژبو کی تلفظ کړو ،نو په یواځیني ډول سره خپل ځان ،څرنګه چی ښائي نشي ښکاره کولی،همدا ډول که مونږئی د یو او بل سره ونښلوو ،نو د نښلولو په صورت کی به ضرور، د هر توري په پای کی به یو غږ واوریدل شي لکه(زا - نه- دا) چی،نښتی بڼه ئی د پشه يي ژبی د (زانهدا) نوم دی چې،کټ مټ دا نن هم په پشه يي ژبو کی د (وئی بولې ،وئی غواړې،غږ ورته وکړې ) ژوندی دی چی دا ډول ئی ماته اصیل او رښتینی ښکاري چی، وروسته به څیړونکو دخپلو ژبو د خصوصیاتو سره سم ور اړولی وي او ورڅخه(زند) به جوړ شوی وي ،ښائي چی څیړونکو به د څیړنو په وخت کی دا اصیل نوم(زانهدا یا زاندا)نوم د (زند) په بڼه اخیستی او لیکلی وي.
یادونه:
 ژب پوهان وائی چی،د اصلي آریائي ژبی یو ځانګړی خصلت دا ووچی،وروسته د هربی غږي توري سره یوغږیزتوری مل وو چی،همدا خصوصیت اوس هم ډیرو آریائي ژبو د ځانه سره ساتلی دی اوځینی ورڅخه څه نا څه بی برخی شوي دي .
زما په باور د (زند ) پهلوې کلمه په اصل کی د آریائی ژبو د لغاتو د پیژندلو د اصولو او قواعدوسره ډیر توپیر لري .دا ځکه چی ،د (زند) په پهلوي دری ساکنو حرفونو کی چی، کلمه ورڅخه جوړه شویده هډو غږیز توری نلری ،نو د آصلي آریائي ژبی دقاعدی سره هیڅ ډول خپلوي نلري ،د نوموړی توضیح څخه دا پوره په ډاګه کیږي چی،اصیل ډول ئی همدا دپشه يي ژبی بڼه(زانهدا) کټ مټ درسته او صحیح ده چی، داصلي آریائی ژبی د خصوصیاتو سره پوره څنګ لګوي او پر ځای بریښي او خپل آریائی توب له ورایه څرګندوي.
د نوموړی ټکي د په نظر کی نیولو سره ،ښائی ووایم چی،د(زند) د نامه لرغونې بڼه (زانهدا – زاندا)کیږي چی په پشه يی ژبه کی ئي مانا هماغه د پهلوي ژبی د(بلنی او دعوت)نوم دی. که چیری د نوموړې پشه يي کلیمی د (زانهدا او زاندا)د نومونو څخه چی په اصل کی دواړه سره یو شی دي ، که د الف توري ئی له مینځه یوسو د پهلوي ژبی د (زند) کلمه په لاس راځي چی،دواړه کلمی په بڼه او تلفظ کی یو د بل سره ورته او یو شان دي .
برسیره پر دی د(ز) او( ن) توري د(زانیک/ بلل )د مصدر ریښه ګڼلی شوچی، نوموړي توري په ټولو پشه يي افعالو کی ځان څرګندولی شې او مونږ ته دا راپه ګوته کوي چی،نوموړي افعال د یوې ریښې څخه راوتلي دي .او د (د) تورۍ په پشه يی ژبه کی د تل لپاره په ټولو افعا لو کی دجمع مخاطب او د غائبینو په صیغو کی هم ځان ښکا ره کوي چی ،په دی ځای کی هم د پهلوې ژبی په (زند) کی هم د (د ) توری هماغه د پشه يي ژبی فعلي ډول دی چی، د  جمع غائب په فعل کی ئی ځان ښکاره کړی دی . نو اوس دد غو څیړنو په رڼا کی دا په ډاګه ویلی شو چی د پهلوې د (زند ) کلمه د ننی نیمګړۍ پشه يي ژبې یو ژوندی مصدر دی.
اوس چی مونږ په پشه يي ژبه کی د پهلوی د(زند) کلمه د پشه يي ژبی د( زانهدا ) او(زاندا) فعلونه د نوموړی ژبی د (زانیک – بلل) له ژوندي مصدر څخه په لاس راوړه او هم ئی پر مانا وپوهیدو چی مانا ئی (بلنه) ده ،چی یو ځل بیا مو د پشه يي ژبې له پلوه د پهلوی (زند) مانا په دقیقه توګه په لاس راوړه د دی ټکې په څرګندولو ویلی شو چی ، داوستا او د زند د کلمو مانا په پشه يی ژبه کی بی له هیڅ ډول شک او تردید څخه یو شی دي چی،بلنه (دعوت) ورته وائي.
په دی ځای کی  پر ځای به وي چی، یو څو کرښې دیوې مشهورې اسلامي کلمې په اړوند چی، مسلمین (ازان) ورته وائی وکاږم . ...... که چیری (ا) ورزیات کړو (ازان).....
وائی چی،( زند ) پهلوې تفسیریو بل تفسیر هم درلود( چی، هغه (پیتي،زنتي)یعنی (مکرر تشریح)یا (پازند)ئی بولي .ددی تفسیر ابهام ترپهلوي لږدي او هم ئی رسم الخط واضح دی ،پازند له پهلوي څخه لږ څه بیلتون لري ،او ټول کتب چی پکی موجود دي ،دپهلوي نسخو تفاسیر او شروح دي). دپښتو ادبياتو تاريخ .149
اوس غواړم دا بل پهلوي تفسیر (پیتي،زنتي)یا (پازند ) هم په پشه يي ژبه کی تر څیړنې لاندی راولم ،نږدیوالی او ورسره یو شانته والی ئی ښاغلو ژب پوهانو ته ښکاره کړم .
الف- پیتي :د پیتي کلمه په پشه يي ژبه کی د (پهتیک)د پښتو ژبی د (تلل) له مصدر څخه په لاس راځي  چی، نوموړی مصدر په پشه يي ژبه کی د ماضي زمانې پوری اړه لري ،ځنې پشه يان یی فعلونه په لاندی ډول  په کار وړي .
 د(پهتیک)دمصدر دافعالوګردانول په لاندی ډول دي.               
                                      
                                                    پهتیک / تلل
                     آ – زه      پهتم ،پتم –   (تللی به یم)      
                     تو- ته      پاتې، پهتي      -    (تللی به ئې)
                     سی –هغه  پهتې    -      (تللی به وي)
 
دا چی،اوس مونږ په پشه يي ژبه کی د فعلونو په ګردان کی د مفرد مخاطب او مفرد غائب په افعا لوکی، دوه ورته فعلونه (پهتي او پهتې)په لاس راوړل او پری وپوهیدو چی دا د پشه يي ژبی اصلي د تیرې زمانی اافعال دي چی، دپهلوې ژبی د(پیتی)دنامه سره پوره ورته والی لري . ددی لپاره چی، کټ مټ ئی په لاس راوړو د ژبو د غږیزو تورو اصول پرې تطبیقوواو ګورو چی د پشه يي ژبی د (پهتي)په فعل څه پیښیږي په لاندی ډول.
 که مونږ د پشه يي ژبی د (ه)غږیز توری د (ی)په غږیز توري واړوو ،ورڅخه (ی) جوړیږي ،یعنی دا چی د پشه يي د(پهتي)فعل دپهلوې ژبی د (پیتی) په ډول رامینځته کیږې چې،مونږئی د اوښتو ډول ولید او پری وپوهیدو چی،غږیز توري څرنګه یو پر بل اوړي .
که چیری مونږ د پهلوې او پشه يي ژبو د(پیتی او پهتی)ډولونو ته پام وکړویو دبل سره دومره زیات توپیر نلری او تلفظ ئی هم یو اوبل ته پوره ورته ښکاري او دا چی مونږ پری د غږیزو تورو د اوښتلو قاعده تطبیق کړه کټ مټ یو شانته دي .د نوموړو دلایلو په وړاندی کولو سره دا ویلو شو چی ښائي نوموړې فعلونه د یوې ژبې څخه راوتې وې او د یوې ژبی وې .
برسیره پر دی د نوموړې پشه يي مصدر دمفرد غائب د(پاتی)فعل ته پام کوو،که چیری مونږ د (پاتی) د فعل د (ا) توری د (ی)په توري واړوو ورڅخه (پیتی)جوړیږی چی د پهلوی د نامه سره هډو توپیر نه لري .اوس نو دا نه معلومیږی چی کوم نوم د کومی یوی ژبی پوری اړه لرې،خو د تاریخي حقایقو څخه دا رابرسیره کیږی چی ،نوموړی نوم د پشه يي ژبی پوری اړه لري.
ب – زنتی :- دا کلمه لکه د( زند )په څیر د پشه يي ژبی د (زانیک)د مصدر څخه چی په پښتوکی ورته (اواز کول ،غږ کول ،رابلل)وائي مانا لري اوس ئی ګردان ته پام کوو.
 
                                                 زانیک = رابلل...

                   آ=زه               زانېم =را بولم
                   تو=ته              زاني= راتولې           
                   سی =هغه         زانګا= رابولي                       
                   آمو =مونږ        زانېس=رابولو
                   ایمو=تاسو         زانیدا= رابولې
                   تی =هغوی        زانیندي،=را بولې یی

امري افعال ئی دمفرد مخاطب او جمع مخاطب لپاره(زانا، زاندا«زانهدا»)کیږي .
اوس که مونږ دجمع مخاطب د فعل څخه چی د (زاندا)کلمه ده ،که چیری ورڅخه دوه غږیز توري (الفونه)وغورځوو بی له شکه ورڅخه د (زند)نوم چی په پهلوې کی راغلی او زمونږ د بحث موضوع جوړوي په لاس راځي او کټ مټ دپهلوي د (زند )سره اوږه په اوږه دی او مانائی ده (راوئی بولې،دعوت ئی کړی) کیږی .دا چی اوس مونږ د پهلوي د (زند) نوم د پشه يي ژبی د ژوندي مصدر څخه په لاس راوړ ،نو په ډاډ او باور سره دا ویلی شو چی،نوموړی نوم دآصلي آریائي ژبی (آریک = پشه يي )ژبی څخه نورو آریائي ژبو ته تللی دی لکه په پهلوي ژبه کی همدا د (زند) نوم .

ت – پازند:- دا کلمه په پشه يي ژبه کی یو ترکیبی نوم دی چی،له دوو برخو څخه جوړ شوی دی .

1:-  پا =ولاړ شه ،ځه                    
2:- زند(زاند)=وئی غواړه ،وئی بله                 
چی ددواړو ټوټو د یوځای کیدو څخه  (پا +زند = پازند ) جوړیږی چی ،مانائی (ولاړشه راوئی بوله)کیږی چی،دا په لاس راغلې پهلو ی نوم د پشائي ژبی ژوندی نوم دی چی تر اوسه پوری په پشه يي ژبه کی ژوندی دی او د لمرپه شان په کی ځلیږې . زما په باور د( پازند )ترکیبې نوم د پهلوی د بل تفسیر یعنی د( پیتي زنتې)
د نومونو څخه به جوړه وې .
داوو په پشه يي ژبه کی د پهلوې ژبی د تفسیر شوو کلماتو توضیح او تشریح کوم چی، لا د نن پوری زمونږ د ګران هیواد افغانستان په پشه يی ژبه کی ژوندي او مروج دي او د سبا د ستوري په شان په خپله ژبه کی  لا ساه کاږی اوبریښیږي .برسیره پر دې چی ،په پشه يي ژبه کی د( اوستا) او د (زند) نومونه وڅپړل شول ،د پشه يی  ژبه کولی شې د اوستا د کتاب څخه ډیر پاتې تاریخي نومونه وڅیړي او مانا ئی کړي چی دا کار به د اړتیا په صورت کی یو دبل پسی تر سره شې.

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...