۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبه

دسرحدونواوقبایلوچارووزیردپشه یی قوم دسراسری شورا له استازو سره وکتل

دسرحدونواوقبایلوچارو وزیرښاغلی محمد ګلاب منګل دجوزا دمیاشتې په 9 نېټه دپشه یی قوم دسراسری شورا له استازو مشرانو اوځوانانوسره ددغه وزارت دکنفرانسونو په تالارکې وکتل لمړی ددی شورا مشرښاغلی عبدالخالق حسینی دخپل قوم اوشورا په نماینده ګی خبری وکړی اوښاغلی محمد ګلاب منګل ته یی دنوې دندی په مناسبت مبارکي وویله ورپسې محمد زمان کلمانی اومحمد قسیم سنجني په وارسره خبری وکړی اویولړستونزی یی طرح کړی اووی ویل پشه یان دهېواد په 14 ولایتونو کې ژوند کوی
دتاریخ په اوږدوکې دهېواد له ځمکني بشپړتیاڅخه یی دنورو ورونو قومونو ترڅنګ اوږه په اوږه مبارزه کړی خوله بده مرغه دخپلو حقه حقوقو څخه تل محروم اوبی برخی پاتی شویدی زموږ هیله داده چې دسرحدونو اوقبایلوچارو په وزارت کې او ددی وزارت اړوند لیسوکې زموږ اولادونوته دتعلیم زمینه برابره شی مقابل کې ښاغلی محمد ګلاب منګل ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه اوډاډیې ورکړچې ددی وزارت مشرتابه دپشه یی قوم حق په نظرکې نیسی. غونډه دسراسری سولې دتامین په دعای پایته ورسیده.

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...