۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبه

دهېواد پشه يانو دافغان پوځيانو ملاتړ وکړ


کابل باختر مرغومي  اوولسمه : دافغانستان دپشه يانو شورا پرون په يوه غونډه کې دهېواد دامنيتي ځواکونوملاتړ وکړ .

دباختراژانس دخبر له مخې په دې غونډه کې چې ددغې شورا په مرکزي دفتر کې دبيلابيلو ولايتونو داستازو په ګډون جوړه شوه، د افغانستان دپشه يانو دشورا رييس عبداللطيف  مراد خبرې وکړې او ويې ويل چې زموږ هېواد دګاونډيو هېوادونو داستخباراتي کړيو تر يرغل لاندې دى اوموږ باور لرو چې دهېواد امنيتي او د فاعي ځواکونه دافغانستان دټولو خلکو ميړني بچيان دي او دخپل هېواد له لويشت لويشت خاورې څخه دفاع کوي .

ده دهېواد دپشه يانو په استازيتوب دامنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ چې پشه يان په هرحالت کې دخپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي .

په دې  غونډه کې په ولسي جرګه کې دکاپيسا دخلکو استازي وکيل  اغاجان سعيدي ،محمد عارف ، قومي مشر محمد زمان کلمانی، ديني عالم محمد شريف شريفي او يوشمير نورو  برخه والو خبرې وکړې او ددښمنانو دبريد په وړاندې يې دهېواد  د پوځيانو ميړانه يې وستايل .

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...