۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د لغمان د قومونو په اړه ( محمد زمان کلمانی لیکنه )

لغمان د تاریخ په اوږدو کې د ملي علمي – څیړنیز سیمینار په مناسبت

لغمان زموږ د هیواد د ډېرو لرغونو ولایتونو څخه دی چې اوسنی مرکز یی د مهترلام ښار او تر شاوخوا یې د ننگرهار، کونر، نورستان، پنجشیر، کاپیسا او کابل ولایتونه پراته دي. په لغمان کې بېلا بېل وگړنیزې «اتنیکی» ډلې او ولسونه له خپلو ځانگړو ژبو سره شتون لري. که څه هم په لرغونو زمانو کې د لغمان وگړي د الینا په نامه چې ریښه یی د الینگار او الیشنگ د درو په نومونو کې چې نږدې ټول لغمان په خپلو غېږو کې نیسي، تر اوسه خوندي ده،(۱) یاد شوي خو بیا وروسته خلک او ژبه یې د لمگاني او یا لغماني په نامه چی ددغه ولایت نوم هم له همدی نامه څخه را پاتی دی یاد شوي دي. الینا د لرغونو ویدي قبیلو یوه ستره قبیله او د هغوی د مشر نوم وو چی په پشه یی کې د شین او سمسور معنا لری او هم لغمان چی د لرغوني لامگان او یا لمگان اوسنۍ بڼه ده ځایی، ده نشین او وطني خلکو ته وایی، ځکه لام چی د دری ژبی د (لان او لانه) معادل دی په پشه یی کې کلي ته او (گان) چی د نسب لاحقه ده خاوند او صاحب ته وایی.(۲)
د کوشاني شهزاده کیداره د نامه په اړوند کله کله په تیره د لغمان شمالی برخه د کتور او وگړي یی د کتوري په نامه هم یاد شوي دي.  له اوس څخه نږدی څلورنیمی پیړۍ د مخه د قاضی محمد سالم لخوا لیکل شوی، جنگ نامه یا صفت نامه غازی محمد خان درویش په نامه کتاب کې چی پکی د ۹۹۰ هجری قمری کال د لغمان په تیره د الیشنگ د دری او هم د الینگار د ځینو سیمو له (پشه یی) کافرانو سره د جگړی داستانونه راغلي، د هغه په لښکرو کې د غرغشتي، شینواري، هزارمیشي او د نورو د یادونې سربېره د لغمان د پشه یی، تاجک، لغماني، مندروړي، الیشنگي، الینگاري، راجایی او نورو قومونو نومونه هم راغلي چی د دوی په ملاتړ د هغه وخت له پشه یی کافرانو په وړاندی په جگړو کې برخه اخیستی وه. (۳)ډنمارکی انسان پیژندونکی فردیناند چی د کوچی پښتنو د ژوند سره د بلدتیا په خاطر افغانستان ته راغلی وو لیکی چی: «د لغمان اوسني اوسیدونکي د قومي په لحاظ سره گډوډ دي، په دغه سیمه کې درې توکمه اوسیږي، یو توکم یی په پشه یی خبری کوی او نور دوه یی په پښتو او تاجکي گړېږي. د لغمان په غرنیو برخو کې قومي جوړښت لا په ځای پاتې دی مگر په هوارو برخو کې بیخي تغیر خوړلی دی.»(۴)
په هره توگه اوس په لغمان کې د پښتون، پشه یی، تاجک، گوجر او نور توکمونه شته او څنگه چی «د لغمان خلک ډېر پوه، چالاک او زړه ور خلک دي او د زده کړی او پوهی شوق په لغمانیانو کې ډېر دی او لغمان په ټول هیواد کې لمړنۍ حکمرانۍ وه چی لیسه یی درلوده.»(۵)، په همدی توگه ټول د یو تن د غړو په څیر په خپلو کې د ورورولی او د مینی او محبت څخه ډک ژوند تیروی او پر خپل لغماني توب ویاړي.
ددې لپاره چې د لغمان څه چی آن د افغانستان په کچه د قومونو او د ژبو دقیقه او یا حقیقت ته نږدی احصایه نشته، نو گرانه ده چی د لغمان د قومي ترکیب په اړه دقیقه احصایه وړاندی شي، له بله پلوه دا چې پشه یان خپلو پښتنو او تاجکو ورونو ته ډېر درنښت قایل دي او ځان ورسره یو او نږدی گڼي. له همدی له امله زیاتره ځانونه د پښتنو او تاجکو اړوند قومونه معرفی کوی او په اسنادو کې زیاتره د پښتنو او تاجکو په نامه ثبت شوي دي. د مثال په توگه په یوه لیکنه کې زموږ یو نامتو لیکوال او څیړونکی چی خپله هم د لغمان د مرکز اړوندو کلیو څخه دی پشه یان یی یوازی د لغمان د مرکز د پشه یی په کلي او څه یی د الیشنگ د درې د دولت شاه په ولسوالی کې ښودلي دي.(۶) یو بل لیکوال د لغمان د قومونو په اړه د خپلی لیکنی په یوه برخه کې راوړي چی «د غیر غلجی پښتنو له ډلې څخه د خپل شمېر له مخی ساپي د یادولو وړ دي. د لغمان په ولایت کې ددوی شمېر ۴۰ اعشاریه ۱ زرو ته رسیږي... ساپی په درېیو اداري واحدونو وېشل شوي دي. مهترلام کې ۹ اعشاره ۱۰ زره تنه، الینگار ولسوالی کې ۲۵ اعشاریه ۶ زره تنه او الیشنگ ولسوالی کې ۴ اعشاریه ۲ زره تنه ژوند کوي.»(۷) حال دا چی د الینگار ولسوالی اړوند د ساپیو یو کلی هم شتون نه لري او دا ټول څه باندی پینځه ویشت نیم زره تنه هغه پشه یی وگړي دي چی شینگنک قبیلی پورې اړه لري او دا زما د مخکینی خبری او یا ادعا یو ښه ثبوت کیدای شی.
په هره توگه اوس په لغمان کې دغه قومونه او خیلونه ژوند کوي.۱ – پښتون قوم: پښتون چی د آریایانو د پکت د قبیلی له نامه او یا له پښت او پښته یا پښتۍ له نومونو څخه اخیستل شوی برېښي، د لوړو سیمو اوسیدونکی، باهمت او غښتلي په معنا راځي. پښتانه چی آریایان او د افغانستان د لرغونو قومونو څخه دي د لغمان د مرکز او د قرغه یی ولسوالۍ په زیاترو کلیو د الینگارولسوالۍ په سمه دره، د الیشنگ ولسوالۍ په ښکتنیو کلیو او د پادپښ په ولسوالیو کې ژوند کوی او له دغو لاندی قبیلو، خېلونو او طایفو څخه عبارت دي:صافی، چی وایی د دوی اول نیکه د قندهار د غوړی مرغۍ څخه راغلی دی او ددوی نسبي سلسله د پښتنو په قومونو کې درانیو باندي گډېږي او د ودیر، گربز او مسود په نامه څانگی لري. خو ځینی نور بیا وایی چی دوی گنداری او د پېښور ددرې اصلی اوسیدونکي دي چی د اسلام له راتگ سره د جگړو په پایله کې له خپلی سیمی ایستل شوی او د کونړ له سیند څخه په تیرېدو د کامه او کاتر (کافرستان) او د کابل سیند تر څنگ په درو کې تر تگاوه پورې له خپلو هم توکمو سره اوسیدلي دي.(۸)صافی زیاتره د لغمان د مرکز اړوند د عمرزیو په کلی او هم په نورو کلیو او ولسوالیو کې هستوگن دي. د عمرزیو صافي وگړی د خیر محمد بابا، عبدالحمیدبابا او ابراهیم بابا له اولادونو څخه دي.ساک یا سهاک چی د لغمان په مرکزي سیمو کی اوسیږي د موسی خیل او شمشیران خیل په نامه طایفی لري.تره خیل په قرغه یی او نورو ځایو کې او رستم خیل په ارمل او نورو سیمو کې ژوند کوی.خروټي د عمرزیو تر څنگ او هودخیل ، عبدالرحیمزی، ابراهیم خیل او خیرو خیل په قرغه یی ولسوالی کې اوسیږي.جبارخیل او بابکرخیل چی د خانانو په نامه خلک ورته ډېر احترام لري او لوی لوی مشران یی تېر شوي دي په ترتیب سره د قرغه یی او الینگار ولسوالیو کې اوسیږي.هزار میش په ترگړو کې میشت دي او تره کي کوچیانۍ ژوند لري.ناصر په مندراوړ کې اوسیږي، میچن خیل چی ملنگ ډوله خلک دي، اکاخیل، محمدزي، عمرخیل، اوریاخیل، وردک، علی خیل، محمد خیل او نور، هغه پښتني قبیلې، خیلونه او طایفی دي چی د لغمان په مرکز او میرعلی خیل یی د بادپښ په ولسوالی کې ژوند کوي.په همدی توگه نیازی، اړوکي، اسماعیل خیل او الکوزي چی د الینگار په ولسوالی کی هستوگن دي د لغمان د پښتنو له مهمو قبیلو څخه گڼل کیږي چی ټول په صافه او نگه پښټو ژبه خبری کوي.(۹) داسی ښکاری چی د الینگار اړوکي د دغه سیمی اصلی اوسیدونکي وي، ځکه دوی ددغه سیمی سوم پشه یی قبیله هم اړوکي بولي، خو برعکس د سوم قبیله بیا وایی چی اړوکی سوم او زموږ څخه مخکی مسلمان شوي دي. د اړواکي په نامه پشه یی طایفه، چی د نیم په نیم واک لرونکي معنا لري اوس هم د کشموندي شینگنک په پشه یانو کې شته. خو اوس د اړوکي قبیله چی پخواني کتابونو کې په همدی نامه یاد شوی، زیاتره ځانونه الکوزي گڼي چی د افغانستان د سهیل لویدیځ سیمی اصلی اوسیدونکي دي. په همدی توگه زموږ د لغمان نیازي پښتانه، کلماني او د شینگنک پشه یی قبیله نیازي گڼي، خو بل خوا شینگنک پشه یی قبیله بیا وایی چی د الینگار د نیازیو ځینې وگړي په اصل کی شینگنک پشه یی دي. چی دا او داسی نور نظرونه ددی واقعیت ښکارندوی دي چی د لغمان خلک په خپلو کې ډېر سره گډ او نږدی شوي او که د ژبې خبره نه وي نو توپیر یی ډېر گران کار دی.۲ – پشه یی  قوم: پشه یی نوم چی د پاشا یعنی پاچا او پادشاه او همدارنگه له پشی څخه چی دیوال او پښتۍ ته وایی اخیستل شوی ښکاري، د واکمن او پیاوړي په معنا راځي. پشه یان چی د لغمان اصلی او لرغوني اوسیدونکي دي اوس مهال د الیشنگ، دولت شاه او د الینگار ولسوالیو زیاتره اوسیدونکی جوړوی او هم یو څه یی د لغمان د مرکز او د قرغه یی ولسوالۍ اړوند ځینو سیمو او کلیو کی میشت دي او په خپلو کې په بېلا بېلو قبیلو، خېلونو او طایفو ویشل شوي دي. د لغمان د پشه یانو له مهمو قبیلو، خېلونو او طایفو څخه یو یی «سوم» دی چی د سوما د گل بوټی له نامه څخه اخیستل شوی نوم دی چی د الینگار په ساو دره د نورلام صاحب په زیاتره کلیو، سالاب دره او د تگ درې په زیاترو برخو او نورو کلیو کې اوسیږي.
شینگنک چی د غښتلي او ښکرور په مفهوم دی د الینگار ولسوالی د کلمان په کلیو، د نورلام صاحب د درې په وت او د مرکزي برخی په څو کلیو، منگو، د تگ په هیبت لام، د نیازو په کلټک، د قرغه یی ولسوالۍ د کشموند او اومیړ په ټولو کلیو او د لغمان د مرکز په گلارام کې ژوند کوی چی دغه شینگنک پشه یی قبیله د کلماني، منډالي، کهووال، کشموندي او منگووال په خېلونو وېشل شوي چی بیا هر یو یی بېل بېل طایفې او ریښې لري، په همدی توگه د سوم قبیله په لغمان کې په دمېنج یا پریانه وال، ساده مېنج یا ساوي، کنده گلي، تگي او سالاوي طایفو ویشل شوي چی بیا هر یو یی په بېلا بېلو خېلونو او طایفو باندی یادیږي.ماسلواني هم د پشه یی د مهمو قبیلو څخه ده چی پخوا ډېره وه خو اوس په تېره د سوم او شینگنک په منځ کې خال خال کورونه لری، ځکه دوی د ځینو لاملونو په سبب پخوا له دغی سیمی څخه شاوخوا سیمو ته تللي دي.په همدی توگه د رېن او پشگري قبیلی چی د الیشنگ ولسوالۍ په سایگل، گونپال، شمکټ، مایل، شامیا، نجیل او نورو کلیو او د بادپښ ولسوالۍ په وچ شمکټ کې ژوند کوي. دغه د رېن او پشگري طایفی د الیشنگ او دولت شاه د ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې  په بېلا بېلو نومونو یادېږي.دل بیک یوه بله لویه زړه وره قبیله ده چی د الیشنگ ولسوالی په ماسموت، ټپکال، بمبۍ، نویا، پاسینۍ کاسیگر یا دوردوري، منجان، جمشیرآباد، کرنج او نورو کلیو کې اوسیږي.شاماني یا شاماکاني چی د پشگري خلکو سره نږدی دي د نجیل تر څنگ قلا نومي کلي او هم د میل د دری په شمیان او نوړي کې اوسیږي. دغه خلک د اوسني شمرام دري ژبو خلکو ورونه دي چی له هغه ځایه د اسلام د راتک په مهال بې ځایه او بیا په وروسته د اسلام په سپیڅلی دین مشرف شوي دي.
دولت شاهي پشه یی قوم، د دولت شاه ولسوالۍ په بېلا بېلو کلیو کې اوسیږي چی د شوناکاني، زاربکاني، خوشیاني، شادبکاني، بکیاني او حمیند په نامه طایفی لري. تره باوو او همیند او په همدی توگه چنډالي او دگړاني قبیلی چی بیا هر یو یی په بېلا بېلو طایفو باندی ویشل شوي دي، ویس او مورا چی د پشه یی کلیو او قبیلو نومونه هم دي او په نورو خیلو هم ویشل شوي دي او هم په تمبله کې د بوچیاني او گونپالي په نامه او په گډیاله کې د دنگیاني او پتیاني په نامه طایفی شته چی د دولت شاه ولسوالۍ په ځینو کلیو او هم د فراجغان درې په ځینو کلیو کې اوسیږي او ځینی یی په دری ژبه خبری کوي. په همدی توگه د الیشنگ په سمه دره کې د منجاني، ډنگټيي، صدیقیان، جمشیري، غازی آبادي، شمشه خیلی، نجیلي، سخی خیل او داسی نور قبیلی چی د کلیو نومونه هم دي شتون لري، چی بیا په دوی کی بېلا بېل طایفی او خېلونه شته چی ټول په پشه یی ژبه خبری کوي.لغماني او چارباغی پشه یان: دا د لغمان هغه اصلی او پخواني اوسیدونکي دي چی په هماغه لمړیو کی د سلطان محمود غزنوی د واکمنۍ له مهاله او له هغه څخه وروسته د اسلام په مقدس دین مشرف شوي او د خپلو لرغونو قبیلوي نومونو او قبیلو سره بی اړیکی پاتی شوي دي. دغه خلک تل د تاریخ په اوږدو کې ددغی سیمی مشران او واکمنان پاتی شوی، ځکه په ځینو حساسو شیبو او مرحلو کی د غرنیو پشه یی قومونو او قبیلو ملا تړ یی هم له ځانه سره لرلی دی. لغماني پشه یان په الیشنگي، پشه یی وال، گنجاوڼي او ده زیارتي یا شیخانو باندی ویشل شوي دي. په دغو خلکو کی ځینی د خانانو او ملکانو په نامه هم یادیږي چی تر دی وروستیو پوری د خلکو د احترام وړ پاتی شوي دي. دغه خلک چی د الیشنگ، گنچاوڼ، پلوټه یا ډیوه، ده زیارت، قلاچه، پشه یی، ده مریم، ده ملخ، د عمرزیو په دنده او نورو کلیو کی اوسیږي اوس هم ځینی یی په پشه یی خبری کوی او پوهیږي. د ترگړیو زیاتره خلک چی په پښتو او دری ژبو گړېږي د لطف الله خیلو په گډون له دوی سره لرغوني قومي اړیکی پالي.چارباغي پشه یان د چارباغ په قلعټک، د قلعټک په نو آباد، پتورگمبه، کلالان، اده پوره، اړوا، نجاران، پاچا کلی او سرخابي کلیو کی اوسیږي او په پشه یی خبری کوي، چی د سیمی تر ټولو پخواني او اصلی اوسیدونکي دي. ددغی سیمی خلک په درې واړو ژبو چی دری، پښتو او پشه یی دي پوهیږي.په دغو خلکو کې ستر لیکوالان، دولتي مشران، سیاستوال، نامتو شاعران او هنرمندان تېر شوي دي.(۱۰)۳ – تاجک قوم: تاجک چی په پشه یی کی تاج جېک یعنې تاج اېښودل له کلمی اخیستل شوی تاج اېښودونکي یا تاج گزاران او تاج دار په معنا راځي چی دا نو د لرغونو آریایانو د شاهانه دود یعنی د تاج اېښودلو د دود له نامه څخه پاتې شوی دی. په لغمان کی د تاجکان هم اوسیږي چی په دري ژبې خبری کوي او د لغمان ولایت د مرکز اړوند په گمیین، ده بغلک، الیشنگ، حیدرخاني، چهاردهي، رهین، اسلام آباد، شمرام، ترنگ او نورو کلیو، د دولت شاه ولسوالی په فراجغان او د قرغه یی ولسوالۍ په ځینو کلیو کی ژوند کوی. د لغمان تاجکان او دری ژبي له پشه یانو سره قومي اړیکی پالي او خپل هډ او قوم یی بولي او پشه یان هم بیا پدی باور دي چی د لغمان زیاتره دری ژبي د دوی له قومه او هغه پشه یان دي چی تر نورو ړومبۍ د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شوي او له زمانی له تېرېدو سره یی فارسی ژبه خپله کړی ده. دا واقعیت د لغمان په اړه عمومی معلومات تر سرلیک لاندی په یو مطلب کی هم راغلی او لیکي چی «د لغمان ځینو فارسی ژبو احتمالا تر څو پېړیو وړاندی مودی پوری په پشه یی ژبه خبری کولی.»(۱۱) ، چی اوس هم په دغه سیمه ییزه فارسی ژبه کی د پشه یی ژبې ډېر اصطلاحات او لغاتونه خوندي دي، چی دا هم ددغو قومونو د یووالي او د ریښتیني ورورولۍ یوه ښه بېلگه ده.
۴ – گوجر قوم: گوجر قوم د لغمان ولایت په ځینو غرنیو سیمو کی په تیت او پرک ډول نږدی له دوو پېړیو څخه را پدیخوا میشت شوي، په گجري ژبه خبری کوی او د مالدارۍ په چارو بوخت دي.۵ – اهل هنود: دغه خلک پخوا په لغمان کی ډېر وو او زیاتره د ترگړي، الیشنگ، منروړ او د چارباغ په بازارونو او ښارونو کې اوسېدل او اوس هم کورونه، ځمکی او دوکانونه یی شته، خو زیاتره یی د وروستیو څو لسیزو جگړو له امله نورو ځایونو ته تللی او ځینی یی لا پخوا د اسلام په مقدس دین مشرف شوي دي.۶ – سادات، عرب، میاگان یا صاحب زاده گان، صدیقیان، سواتیان، نورستانیان، ریکاگان او د ځینو نورو قومونو ځینی کورنۍ د لغمان په ځینو برخو کی ژوند کوی چی خپلی اصلی ژبی یی له لاسه ورکړي او په پښتو، پشه یی یا دری ژبو خبری کوی.پاتی دې نه وي چی دغه زیاتره یاد قومونه، قبیلی او طایفی په نورو ولایتونو کی هم شته او له یو بل سره پېژندگلوي او اړیکی لري.د ځینو سرچینو له مخی په لغمان کې پښتانه په سلو کې ۵۸، پشه یی په سلو کې ۳۳ او تاجک په سلو کې ۹ او همدارنگه د ځینو نورو منابعو له مخی پښتانه په سلو کې ۵۱، پشه یی په سلو کې ۲۷ او تاجک په سلو کې ۲۱ ښودل شوي دي(۱۲) او همدارنگه ځینو نورو پښتانه ۷۳ فیصده او پشه یان تردې هم کم اټکل کړي، حال دا چی ځینو بیا پشه یان ۷۵ فیصده هم ښودلي دي. خو تر کومه چی ما د شپږو کلونو په موده کې له نږډی څخه ددغه ولایت زیاتره سیمی او کلي لیدلي او ددغو کلیو قومي او ژبني ترکیب او د مرکزي احصایی د نفوس د شمېر په پام کې نیولو سره کومه نتیجه چی می ترلاسه کړی، په لغمان کې په تقریبی توگه په سلو کې د ۴۰ په شاوخوا پښتانه، په سلو کې ۴۰ په شاوخوا پشه یان او په سلو کی د شلو په شاوخوا تاجکان او نور واړه قومونه شتون لري چی گومان کوم دا به حقیقت ته ډېر نږدی اټکل وي، ځکه په لغمان کی د ولایتی شورا لپاره په لومړني ټاکنو کې چی د امنیت په فضا کی او نسبتا په بې پری، سرتاسری او منصافانه ډول ترسره شول د بریالي استازو اکثریت «له نهو کسایو څه پنځو تنو» پشه یی قوم پورې اړه لرله چی له همدی امله په لومړي کال کې یو تن یی د ولایتی شورا رییس، بل یی معاون او یو بل یی مشرانو جرگی ته وروپېژندل شو، چی دا هم په لغمان کې د پشه یانو د ډېروالي استازيتوب کوی.
پاتی دې نه وي، ددې لپاره چی لغمان یو گڼ مېشته سیمه او د کرنیزو ځمکو ساحه یی کمه ده نو د تاریخ په اوږدو کې له دې ځایه گڼ شمېر کورنۍ د افغانستان په دننه بېلابېلو سیمو او آن بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي او په هر ځای کې د لغماني په نامه خپل هر راز وړتیا یی ښودلی او مطرح شخصیتونه ترې جوړ شوي دي.

 منابع او ماخذ:

۱ – د افغانستان لنډ تاریخ، دریم مخ، د پوهاند عبدالحی حبیبی لیکنه، پښتو کوونکی عبدالحی بېنوا.

۲ – د افغانستان جغرافیایی قاموس، پنځم جلد، ۱۷۵ مخ او هم د افغانستان ژبی او توکمونه، ۱۴۷ مخ، د دوست محمد دوست لیکنه.

۳ – تارا، د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزارت نشراتي ارگان، د ۱۵/ ۴/ ۱۳۸۷ گڼه، ۴ – ۵ مخونه.

۴ – د افغانستان ملی ژبه او ادب، مخ ۱۴، لیکونکي استاد اسلانوف او میرمن گراسیمووا، مترجم معتمد شینواری.

۵ – د افغانستان جغرافیایی قاموس، پنځم جلد، ۱۷۷ مخ.

۶ – د ټول افغان ویپ پاڼه.

۷ – د افغانستان برخلیک او ختیځ پښتانه، کال ۱۳۷۷ هجری لمریز، مخ ۷۹، پیښور چاپ.

۸ – نژاد های افغانستان، صفحه ۸۰، نویسنده: میجر.جراح ایچ.دبلیو.بیلو، جنوری ۱۸۸۰، برگردان دوکتور لعل زاد.

۹ – ټول افغان ویب سایت، دکتور محمد سعید (سعید افغانی) لیکنه چی د محمد ظاهر الینا لخوا د تارا نشریی په ۱۳۰ گڼه کې خپور شوی دی.

۱۰ – په دې اړه زیاتره معلومات د پشه یی افغانان له کتاب څخه چی د محمد زمان کلماني لیکنه او په کال ۱۳۸۹ هجری شمسی کی د اطلاعات او فرهنګ وزارت لخوا چاپ شوی ترلاسه کړي دي.

۱۱ – دآماج انترنتی سایت.

۱۲ – له پورتني یاد سایت څخه. 

۱۳۹۶ خرداد ۲۸, یکشنبه

شاړې که پشه يي؟ ( فضل الرحمن صادقي )


له څو ورځو راپديخوا د ١٣٩٦ شمسی کال د جوزا په مياشت کې د ټولنيزو شبکو مشهور ويب سائټ فيسبوک کې گڼو پشه يي خلکو، ليکوالانو او خصوصا ځوانانو (شاړى) تر سرليک لاندى گڼى خپرونې او نشريات وکړل او د فيسبوک پشه يي فعالانو دغه (شاړې) لفظ د يوى ټولنى او قوم سپکاوي او مکروه و بلل او له بلې خوا خپل گاونډ کې له اوسيدونکو ورونو او قومونو څخه يې خپلى گيلى څرگند کړل، چې مونږ په (شاړې) نه بلکی په پشه يي نوم باندى وپيژنۍ، ولى چې داد دنيا يو قانون دى چى بايد هر څوک خپل مروج نوم باندى ياد کړای شى، ځکه چى دا د يو کس يا قوم مسلم حق دى چى هغه پر پخپل سم نامه باندی ياد کړل شى. متاسفانه چى ځينى ورونه له ناواقفيت له وجې او ځينى خلک بيا قصدى توگه يادونه کوي.
مگر ډيرو ملگرو له مونږ څخه غوښتنه وکړه چى تاسې پدى هکله لوستونکو او ويونکو ته څه معلومات که لرئ وړاندى کړۍ، ترڅو نورو ورونو او قومو ته جوته او برسيره شى، اگرکه زه نه کوم ژبپوه يم، نه تاريخ څيړونکى او نه کوم ليکوال او عالم، خو دا ټول زمونږ د ملگرو او مينه والو پر مونږ پيرزوينه او نيک نظر دى.
اوس راځو خپل اصلى موضوع او مقصد ته چې
١ - شاړې د کومې ژبې کلمه او لفظ دى ؟
٢ - د شاړى کلمى مفهوم او معنى ؟
٣ - شاړې په گرامري لحاظ سره ؟
٤ - آيا (شاړې) رشتيا د يو قوم نوم دى؟
٥ - شاړي څوک دي ؟
٦ - شاړي ولى او څه ته وايى ؟
که پدى هکله کوم معلومات مونږ ته له تاريخى اسنادو او يا مو شفاهى توگه د مشرانو له خولى څخه راپاتى دى تر مونږ پورى رسيدلى غواړو چې مونږ د خپلو محترمو لوستونکو ته وړاندى کړو .
شاړى کومې ژبې کلمه اولفظ دى ؟
=========================
شاړِه يا شاړې د پشه يي لرغونى اريايى (اريک) ژبې د ( شاړيک = تلل، روانيدل) د مصدر څخه د مفرد مخاطب لپاره د حال زمانى امريه فعل دى او د (ځه، لاړ شه، ځئ، روان شئ، درومه يا درومئ) په معنى سره راځى.
د شاړى کلمې مفهوم او معنى :
======================
لغوي معنى: ځه، ځۍ، روان شه او درومۍ.
اصطلاحى معنى: يعنى ځۍ چې ځو اقدام وکړو، يا الله، بسم الله، له همدى کبله په چاروکى د دغو خلکو ډير جديت، ليوالتيا، خوزنتوب، او تحرک له وجې ويل شوي دي چى د دوی لخوا دغه (شاړې، خاړې) اصطلاح ډير کارول کيږي.
په ګرامري لحاظ سره :
================
لکه چې مخکې يادونه وشوه (شاړيک) د پشه يي ژبې مصدر دې چې د (تلل، روانيدل) په معنى سره راځى ، مصدر هغه نوم ته ويل کيږي چې پخپله بشپړ وى او کوم نيمګړتيا ونه لرى ، خو نور کلمى او فعلونه ترې جوړيږى، چې دى ته مصدر ويل کيږي .
په پشه يي کې د(شاړيک) مصدر څخه فعلونه :
==================================
مصدر واحد غايب، جمع غايب، واحد حاضر، جمع حاضر، واحد متکلم، جمع متکلم، واحد امر، جمع امر او داسی نور. لکه:
شاړيک (تلل)، شاړگا يا شاړغا (ځي مفرد)، شاړياکن (ځي جمع)، شاړياکى (ځې)، شاړچ (لاړ)، شاړچي (لاړې)، شاړچې يا شاړچيت (لاړئ) شاړياکم (ځم)، شاړياکس (ځو جمع متکلم)، شاړياکمان (ځو جمع عمومی، متکلم او مخاطب)، شاړچس (لاړو يا روان شوو)، شاړې يا شاړيت (ځئ)، شاړِه (ځه)، شاړمان (لاړ شو) او نور.
مثالونه :
په ورځنيو خبروکى :
===============
١ - شاړِه که شاړمان (ځه چى ځو).
٢ - احمد شاړوا آس (احمد روان دى).
٣ - اېته شاړوي آين (هغوی روان دي).
په متلونو کې :
==========
شاړوا ورگ ته ورچ کغا، دشمن هې نِه.
يعنى روان اوبه خوب کوي خو دښمن يې نه کوي.
کومي زات کِه ناړى، تيموخل شاړى.
يعنى څنگه چى ذات وي هم هغسې يې تگ.
په شعرونوکى :
==========
نه مولاکم يارنه شاړې که بهبود کمان
عاشق و ماشقان چوټېتا لهمين مزبوت کمان.
( خُرم کيلونى )
يعنى نه پوهيږم ملگرو ځې چې يوه چاره وکړو
عاشق او ماشقان راټول او پدی اړه غښتلې گام واخلو.
او دا چې: شاړې که شاړمان لپگان کوچه کاو وېل کمان
بئيکه کوچيۍ سېل کمان.
ځئ چې لاړشو په لغمان کې څو شپې وکړو او په ښه توگه پکښی سېل وکړو.
آيا شاړې رښتيا د قوم نوم دى ؟
======================
زمونږ د هيواد په اقوامو کى پدی نامه باندى کوم قوم او قبيله نه ليدل کيږى او نه کوم لرغونو اسنادو او تاريخى کتابونو کې چيرته يادونه شوى ده، بغير له هغه چى پدى وروستيو کى ځينى نيمگړي او ناپوهو او يا بهرني ناواقفو ليکوالانو لخوا قصداً يا په تيروتنې سره (شاړى) نوم کارولى دى، ترڅو دغه مونډيز خلک هم داسې په تياره کې پاتى شى. يا په بله مانا زمونږ د هيواد غير عادلانه مناسباتو د شته والى په اساس زمونږ واړه قومونه دهغو له جملى څخه پشه يي قوم د ټولو حقوقو او امتيازاتو څخه بى برخى پاتې کړي او هڅه شوى ده چې ددغه ميړنى قوم وياړونه او فرهنگى شتمنى خاورو لاندى پاتى شى او تاريخ يې همداسې تت پاتې وي.
شاړى څوک دي ؟
============
شاړې: د ځينى نا واقفو او يا کينه کښ گاونډي قومونو په نزد زمونږ د هيواد غښتلى، توزن او مونډيز آريايي ټبر (پشه يي) قوم ته نسبت او ويلى کيږي. حال دا چې نوموړی کلمه د پشه يي ژبې يو امريه لفظ او لغت دی.
شاړى ولى او څه ته وايى؟
==================
دشاړى وجه تسميې څو لاملونه لري هغه دا چى ددى پشه يي ژبې ويونکو وگړو لخوا ددغه (شاړې) اصطلاح ډير کارونه ده، دا ځکه چى پشه ئيانو لخوا دا اصطلاح ډير کارول کيږي.
لکه : شاړى که شاړمان ، يا خاړې که خاړمان. يعنى ځۍ چې ځو.
شاړگا، خاړگا : يعنى ځي ، روانېږي.
شاړينچ، خاړينچ : يعنى لاړل ، روان شول.
شاړياکم، خاړياکم : يعنى ځم ، راونيږم. همداسې نور ډير بېلگې لرو چې يو لامل يې دا هم دى.
لنډيز يادونه :
=========
١ - دغه لفظ د پشه يي ژبې يو سوچه امريه زمانى فعل دى.
٢ - اکثر دشاړى اصطلاح په ډير کارولو سره منځ ته راغلى.
٣ - بايد چې گاونډى قومونه ددغه کلمى مانا او مفهوم باندى ځان خبر کړي.
٤ - شاړې، د ځينو نا واقفو او يا کينه کښ گاونډيانو لخوا ويل شوى.
٥ - دغه اصطلاح اميرعبدالرحمن او ثورکودتا څخه وروسته شهرت موندلى دى.
٦ - د پشه يانو کلک والي او په جګړه کی د هغو د تورياليتوب او خوزنتوب مانا افاده کوي.
٧ - د پشه يي جنگياليو سره مقابل لورى ماتې خوړونکى دښمن لخوا په دغه نامه ياد کړي شوي دي.
٨ - په اصل کى زمونږ د پشه يي خلکو کم علمى او تعليم څخه لرى والى چې ونه شواى کړای چى خپل ځان، قوم او نوم په هکله د نورو نوى راغلى اقوامو ته معلومات ورکړي.
٩ - او زرگونه کاله له نورو خلکو څخه په ډډه او جدايى چى اکثر د هندوکش په سمڅو او صعب العبور دروکى يې ژوند کاوه.
١٠ - نورو اقوامو سره په ناساپى توگه راشه درشه او گډ ژوند رابرڅيره کيدل .
غوښتنتى :
========
١ - دکليمي د غلط استعمال څخه پرهيز وکړي او هرې کليمي ته دهغي د ارزښت په سترګه وګوري .
٢ – څنګه چی په اساسی قانون کې دې قوم او ژبې ته پشه يی ويل شوی، بايد دولت يو فرمان په ترڅ کى پدى اړه ټول هيوادوالوته معلومات وړاندي او پشه يي ولس غوښتنه ومنى.
٣ - مونږ ته پاشايى ( پشه يی) چې له پاشا، پاچا او پادشاه څخه اخيستل شوی نوم دی، ووايئ، همدا زمونږ نوم او همدا مو اصليت دی.
٤ - مونږ وياړو چې پشه ئيان يو او ددى لرغونى آريانا بنسټ ايښودونکى مونډيز خلک يو.
٥ - څوک دى تمسخر سره زمونږ خلکو او قوم ته شاړى ونه وايى.
والسلام
د پشه يي قوم او ژبې پرمختگ په هيله
ستاسې کشر ورو فضل الرحمن صادقي
٢٠ جوزا ١٣٩٦ش.
يادونه :
دغه مضمون مې هراړخيز برابر کړي ؤ ..خو د پشه يي ادبى جرگې علمى پلاوى لخوا اجازت رانکړي شو چى ټول يې خپورکړى وائ ځينى لاملونو له وجې مو دغه شاړي لفظ په اړه لنډيز تاسې لوستنى ته وړاندې شو.

۱۳۹۶ فروردین ۶, یکشنبه

لکگالا او شاعر محمد حسن حسام اس لگستا ۲منگل کالدوسستا اوچاین پڼڼی

Image may contain: 2 people
یکشنبه ۶ / ۱ / ۱۳۹۶
ننگرهارس والی محمد گلاب منگل او انخول مه ولایتس ای گنات وری مسولینه، لکگالا او شاعر محمد حسن حسام اس لگستا ۲منگل کالدوسستا اوچاین پڼڼی کوجه وانټ گوریهن 
یو پڼڼی که دو کونړ ولایتس نورگل ولسوالیه ارواشاد محمد حسن حسام اس گوشنگستا کوجه جوپوا آییک ، تی کوجه ننگرهار ولایتس اطلاعات او فرهنگ ، سوداگری او صنایع او سرحدیلا او قومیلاینا ریسان او سرحدی پولیسنا درستیزوال او ای گنات وری مسولینه ، لکگالی او واړگالې وانټ گوریویی آییک 
محمد گلاب منگل تانک اغته گرای کدهن که ارواشاد محمد حسن حسام ، جمهورریس محمد اشرف غنی اس انتخاباتی کمپاینستا دنه بو کامیاب کوششیلا کیچین 

می بو کیهن که ارواشاد محمد حسن حسام امیدی اوړتا که تانکی بو گنات چاب بویی آثار دارا ، وری بی وس لکگالی او شاعرنه پلا به سمړنی کیایک که تانک لکنیه چاپ کدن 

ننگرهارس والی مه ولایتس خلکه نماینده گیدی ارواشاد محمد حسن حسام اس لگیی ادب او کلتور خاطری ای گن ضایعا بایهن او مرحوم آنتی فردوس جنت او پوگلستا آنتی جمیل صبرس امیدی کیهن 

می انخول وعدا کیهن ارواشاد اس نه چاپ بویی آثارنستا چاپ کینی خاطری سمړنی کیا 

تیدی پتای ننگرهار ولایتس اطلاعات او فرهنگ اس ریس اورنگ صمیم اغتی کیچین او ارواشاد محمد حسن حسام اس ادبی او فرهنگی لهمیلاینستا اوچینی او استوینای کیهن 

می کدهن که مرحوم محمد حسن حسام ننگرهار ولایته بو ارک ادبی او فرهنگی پڼڼیه کوجه وانټ گوریاییک او هرگالای بو گنات لکگالی او شاعرنننا کتابیلاینستا چاپ کینی خاطری سمړنی کیاییک 
مه پڼڼی کوجه کونړ ولایتس امنیاس قومندان ، ارواشاد اس ای گنات وری مینا دارگلی ، تیس زندگستا بیلابیل تلنه بابته اغتی کیچین او سه ای وطن بیی بایگالا او فرهنگی شخصیت بایهن 
یان اروشاد اس پوگلستا نماینده گیدی انجینر ذبیح الله حسام او عتیق الله اغتی کیچین او جم وانټ دارگالی اودای مننی کیهن او کدهن که ارواشاد اس دوستان او مینادارگالي تیا کار به یادای نه هندن
اروشاد محمد حسن ای وطن بیی بایگالا لکگالا او شاعر آییک که ۱۲ کتابیلا لکویا او جامعا آنتی پوړا کیوای سن 
محمد حسن حسام ۲سال پوړا اړیس ناسازی گرای مه فانی دنیا اودای هرگالا خاطری تانک انجه ملیچین او کونړ ولایتس نورگل ولسوالیه پوییگه سپارن بیک
عکس او خبر ننگرهار ولایتس پولیناینا دفتر 
جب پرټآن : وحیدالله عصمتی کلمانی



۱۳۹۶/۱/۴: ننګرهار والي د دغه ولایت د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا د لیکوال او شاعر محمد حسن حسام د دویم تلین یاد غونډې او مشاعرې کې ګډون وکړ.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۴مه د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د لیکوال او شاعر محمد حسن حسام د دویم تلین یاد غونډې او مشاعره کې د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا ګډون وکړ.
د تلین په موخه یاد غونډه او مشاعره د ارواښاد محمد حسن حسام په کور کې جوړه شوې وه،چې په کې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ،د سوداګرۍ او صنایعو،قبایلو او سرحدونو رئیسانو او د سرحدي پولیسو درستیزوال او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو،فرهنګیانو،لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،ارواښاد محمد حسن حسام یې د ټاکنیز بهیر وړاندې د فکر او عمل بنسټ مخکښ غړی و،چې د ولسمشر محمد اشرف غني لپاره یې د کمپاین پر مهال بریالۍ هڅې کړې وې .
هغه زیاته کړه،لیکوال او شاعر محمد حسن حسام د دې ترڅنګ چې ګڼ شمیر اثار یې لیکلي د لسګونو نورو بې وزله لیکوالانو او شاعرانو اثار د چاپ په ګڼه سمبال کړي دي .
ننګرهار والي د دې ولایت د ولسونو،ملکي او نظامي ادارو په استازیتوب د ارواښاد محمد حسن حسام مړینه د ادب او کلتور لپاره یوه لویه ضایعه وبلله،مرحوم ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
ښاغلي منګل ژمنه وکړه،چې د ارواښاد حسام د ناچاپ اثارو په چاپ کې به همکاري وکړي .
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم بیا د ننګرهار ولایت د فرهنګیانو په استازیتوب د ارواښاد محمد حسن حسام د ادبي او فرهنګي هڅو څخه یادونه او ستاینه وکړه .
نوموړي زیاته کړه،مرحوم حسام په ننګرهار ولایت کې په اکثریت ادبي او فرهنګي غونډو کې له دوی سره ګډون کړی و او همېشه یې د ګڼ شمیر لیکوالانو او شاعرانو د کتابونو د چاپ لګښت منلی او همدا راز یې د ګڼ شمیر ادبي او نورو غونډو په جوړولو کې له دوی سره مالي او تخنیکي مرستې کړې وې .
د یادې غونډې په څنډه کې د کونړ امنیه قوماندان، د ارواښاد حسام د ژوند ګڼ شمیر ملګرو او یو شمیر نورو د هغه د ژوند په اړه بېلابېلې خاطرې شریکې او مرحوم یې وطنپاله او فرهنګپاله شخصیت یاد کړ.
د ارواښاد حسام د کورنۍ په استازۍ انجینر ذبیح الله او عتیق د سلاکار وزیر او ننګرهار والي،بېلابېلو ادارو مسؤلینو،مخورو او د غونډې ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې د مرحوم حسام د دویم تلین په یاد غونډه او مشاعره کې له دوی سره ګډون وکړ.
دوی ژمنه وکړه،چې د خپلې کورنۍ د مشر ارواښاد محمد حسن حسام فرهنګي،سیاسي او نور ملګرې او دوستان به د تل لپاره وپالي او هڅه به وکړي،چې د مرحوم فرهنګي او کلتوري لاره د ځآنونو لپاره هم غوره کړي .
ارواښاد محمد حسن حسام لیکوال،شاعر،څېړونکی،نقاد او په وطن مین انسان و،چې په خپل لګښت یې د سلګونو لیکوالو او شاعرانو لیکلي کتابونو د چاپ ترڅنګ خپل دولس لیکلي او چاپ شوي اثار یې هم ټولنې ته وړاندې کړي .
ارواښاد په ۲۰۱۵م کال دمارچ په ۱۵مه د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله د دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او وروسته پخپل پلرني ټاټوبې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
روح دې ښاد وي .
Image may contain: 11 people

Image may contain: 7 people, people standing, mountain, outdoor and nature

۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

سخنرانی آقای احمد جان مانو در سیمینار بزرگداشت ازروز جهانی زبان مادری


این مقاله به شکل مختصر است !

بنام خداوند دانا وتوانا
حضور، مهمانان عزیز وترتیب دهندگان سیمینارسلام واحترم صمیمانه تقدیم میدارم! 
خوشحالم درین سیمیناربزرګداشت ازروز جهانی « زبان مادری « وسیرتاریخی وگسترش زبان فارسی ـ دری ودیگرزبانهابه بررسی گرفته می شود من نیز یادداشت هایم را که ،آرزوی دیرینه ام بود وخودرا درجمع شما عزیزآن میبینم میبالم حضورشما بزرگان به قراءت میگیرم
به بنیاد نظریات دانشمندان ،زبانها به مرور زمان تکامل نموده وسیع شده و به ثمرمیرسند ، درنتیجه پیرشده ودرهزارسال روبه انحطاط رفته و به زبانهای جدید منقسم میشوند اگر بگویم که، افغانستان گلستان زبان هاومرکزتمدن باستان آریانای کبیربود، درآن هیچ شک نیست.یکی ازنمونه های آن ، زبان مادری من)پشه یی) نیز یک گل ازاین گلستان آریایی است، من هم مانند هریک از شما به زبان مادری ام که، یکی از بزرگترین ووسیعترین زبان های باستان است میبالم.باید گفت که، دراین اوآخربرخی اززبانهای متعلق به اقلیت های کشورعزیزمان از جمله زبان پشه یی که، در روزگاران باستان وسیعترین زبان بود. ازسده های مدیدی تحت فشار شدیدوانکارناپزیردو زبان اکثریت پشتو ودری که، مقام ارزشتمند ملی ورسمی را دارند قرار دارد. به هرحال ازمقدمه چینی بنا به ضیقی وقت پرهیز کرده به اصل موضوع می پردازم بعداز اشغال سرزمین افسانوی هند توسط استعمار انگلیس، انگلیس ها هند را به نام هندبرتانوی نامیدند، درهای بسته این کشور پهناور، افسانوی رادربرابرغربی ها گشودند . توجه علماٰ و دانشمندان به زبانها وادیان باستانی معطوف وبه تحقیق تاریخ ،علوم،فرهنگ وبهتر شناسایی این مرز وبوم آغاز به فراگیری زبانهای باستان هند نمودند که، پژوهش از کتاب ویدا و زبان سانسکریت آغاز میگردد. درزمره آن (سانسیکریت ) را به نسبت ارزش تاریخی آن مطالعه وبرسی نموده به این نتیجه میرسند که، زبان سانسکریت مادر زبانهای آریایی است پژوهشها به جا استاد نشده بعدآ دانشمند بزرگ دوکتور کستالوبون زبان آریک را مادر زبانهای هندو اروپایی مینامد. مشابهت های گرامری ودیالکتیک زبانهای باستانی ، بازبانهای اروپایی ایشان را وادار به نامگذاری جدید نموده ، درنتیجه، این زبانها را به نام (هندواروپایی) و(هند وجرمنیک) از یک ریشه وآریایی مینامند. دانشمندان زمان انشاٰ کتاب ویدا را (1400 ق م) در هند باستان تعین وزبان اصیل آریایی را به زبان های متعدد دیگری آریایی تقسیم شده میدانند وخودش را مرده وازبین رفته دانسته وبرعلاوه به مرگ آن مهر تایید میگذارند
دوستان ! به باورکامل من ، زبان اصیل آریایی (آریک) از زمان باستان تا امروزدرافغانستان زنده است. ادبیات موجوده آریایی ها میراث بلا منازعه آن و(آریانا ویجه) اولین خانه مشترک آریایی ها است که ، دانشمندان،عمران رابه (۴۰۰۰ق،م) میرسانند، نام (آریاناویجه یا ویجو)یعنی (سرزمین آریا وکشورنجبا ،اصیلان وپاکزادگان) ، مصدر (آریک) وافعال آن (آر، آریا ،آرین وآریانا) و نام های ترکیبی ارباب الانواع که، درکتاب ( ویدا) انشا شده اند درزبان پشه یی زنده میباشند .در مرحله بعدی که، دانشمندان زمان انشاء کتاب (ویدا) راکه، (۱۴۰۰ ق م) مورد تائید قرار میدهند، واژه های (ویدا، ود) با مشتقات آن در زبان پشه یی تشریح شده میتواند. همچنان توضیح واژه (اوستا) که، نام کتاب مقدس حضرت زردشت پیامبر است،دانشمندان زمان انشا انرا (۱۰۰۰ق،م) دانسته وملحقات بعدی آن درزبان پشه یی توضیح شده میتواند درباره معنی واژه (اوستا) نظریات علما غربی وعربی گوناگون بوده ،علماء عرب واژه (اوستا) را( نادانسته) معنی مینمایند وآنرا یک راز خاص دربین خداوند وپیامبرش حضرت زردشت میدانند. ثبوت دیگری از زبان اصیل آریایی (آریک)درعصر داریوش هخامنشی سالهای (۳۰۰ ق،م) توضیح و تشریح سه سطر،خط میخی درکوه بغستان ایران درزبان پشه یی ، نشانه دیگری از زنده بودن زبان اصیل آریایی (آریک ) است. موضوع دیگرزندگی زبان اصیل آریایی (آریک) خط نبشته سنگ سرخ کوتل بغلان است که دانشمندان محقق این نبشته را نیز به دین زردشت وسالهای ( ۲۰۰و ۳۰۰ میلادی) میدانند، حاضرم که ،به خاطرزنده بودن زبان ( آریک) انرا در زبان پشه یی توضیح وتشریح نمایم .
دوستان ! زبان اصیل آریایی( آریک) را میتوان همین امروز در واژه های زنده زبانهای هند واروپایی ، مانند دیالکتیک ، کلاسیک، آمبولانس، پولیس، تروریست ،پروتست ... وغیره پژوهش کرد.
دانشمندان محترم ! زبان (آریک) اززمان باستان تا اکنون دارای قدرت خاص ادبی خود بوده ، درادیان باستان، کرشنا، بودا، زردشت وادیا ن بعدی تا اکنون خود راحفظ نموده ،واژه (آریک) درنتیجه پژوهش، دانشمندان اروپایی ، خاصتآ دانشمند بزرگ ، دوکتورگوستاولوبون کشف، و به نام نامی آن سخت گره خورده ، هدیه نهایت ارزشمند است . حاضرین محترم، همین واژه (آ ریک) است که ، راه ، پژوهش را برایم باز وتشنگی ام را رفع نمود. بربنیاد سطورفوق میتوانم ادعا کرد که، زبان اصیل (آریک) تا اکنون درزبان خودش (پشه یی) زنده است. گوستاولوبون چنین میگوید: اقوام آریایی قبل از تیت شدن و مهاجرت به یک زبان مخصوص صحبت میکردند که نامش (آریک ) بود که،حالا وجودنداشته ومفقوداست ، ولی زبان سانسیکریت ازآن بوجود امده و زبان اصیل آریایی (آریک) که، مادربزرگ همه زبانهای آریایی نامیده میشود، کم ازکم ۳۰۰۰ سال ق،م .به آن صحبت میکردند وزبان مشترک ایشان بود. ولی حالاهیچ نشانه ازآن باقی نمانده به علت اینکه نوشته های تاریخی آنها از(۱۴۰۰ ق م) به پیش نمیرسند. ولی( سانسیکریت،اوستا وفارسی کهن از زبان اصیل آریایی «آریک» تولد گردیده اند)
نتیجه : دانشمندان پژوهش زبانهای باستان هند را بیشتر از۳۰۰ سال قبل اغاز نموده درنتیجه زبان اصیل آریایی (آریک) را، بعدازسالهای (۱۴۰۰ق م) مرده دانسته وفتوای مرگ آن را داده اند. ولی بربنیاد اسناد تاریخی و پژوهش های نیم بند من ، زبان اصیل آریایی (آریک) به نسبت داشتن واژه های کهن ومورد استعمال امروزینش مانند واژه های آریانا ویجه وآریک در(۳۰۰۰ق،م ) وافعال ان مانند (آر،آریا،آرین ،آریانا) ، درسالهای (۱۴۰۰ق م) واژه های پر آوازه ویدا، ریگویدا، ود وغیره، همچنان توضیح وتشریح واژه های روحانی اوستا،زند ، پازند در(۱۰۰۰ ق، م) و به تعقیب آن موجودیت اسناد قوی خط میخی کوه بیستون درسالهای (۵۲۲ ـ۴۸۶ ق، م ) وهم موجودیت سنگ نبشته آتشکده سرخ کوتل بغلان با ادبیات بی مانندش که، مربوط به سالهای (۲۴۰م ) است زنده بودن زبان اریک را ثابت میسازد. حالا اگر، واژه های آریایی واسناد معتبرتاریخی فوق ، رابر بنیاد قواعد گرامری زبان (پشه یی) تحت پژوهش ،توضیح وتشریح قراردهیم، درنتیجه واضح ومبرهن میشود که ، زبان پشه یی همان زبان اصیل آریایی(آریک) است . به بنیاد توضیحات دوکتور گوستاولوبون که، اقوام آریایی درسرزمین اولی شان به یک زبان صحبت میکردند صدق میکند. بناءَ من زنده بودن زبان اصلی آریایی (آریک) را،به حاضرین این سیمینار« زبان مادری»وبه همه یی آریا یی زبانان مژده داده و زبان مادری ام را زبان زنده(آریک – پشه یی) میدانم . برخی این توضیحات پژوهشی درکتاب طبع شده ام بنام (موقف زبان پشه یی در زبانهای هند و اروپایی ) با یک تقریض ریس (مرکز علمی تحقیقات زبانها و ادبیات) اکادمی علوم افغانستان و بعدا توسط موسسه قلم افغانستان در سال 1386 درتعداد هزار جلد به چاپ رسیده است علاقمندان میتوانند که ازآن مستفید شوند. به بهانه بزرگداشت از سیمینار زبان «مادری» میخواهم به خاطر ادای احترام به زبان اصیل آریایی« اریک » مادر زبانهای هندو اروپایی پیشنهادنمایم که ، قدردانی واحیای دوباره زبان اصیل آریایی ( آریک) مادر زبانهای هند و اروپایی یک مرکزپژوهشی دراکادمی علوم افغانستان تحت نظر یونسکوبه خاطر معلومات بیشتردرباره زبانهای آریایی وزمان پیدایش انها اساس گزاشته شود. 
با احترام احمد جان ماڼو

شنبه 18 فبروری 2017 شهر وایله کشور دانمارک

۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبه

(افغان ، افغاستان او افعانستانی) احمد جان ماڼو لیکنه



ګرانو د قدر وړ لوستونکوو په سلامونو اودرناوي مو نازووم او هرکلی مو کووم

نن سبا زمونږ په ګران هیواد کی د ( افغان ، افغاستان او افعانستانی) د ناندریو بازار تود دی .زه د څو سوالونو او د هغویو ځوابونه لیکم ، تاسی هم که د سوالونو او ځوابونو د څرنګوالي په خاطر ،کوم د درستوالی د پاره څه لرئ لطفآ راسره شریک يي کړئ .
1 - ته څوک يې . زه ( افغان ) يم . شما کی هستید . من ( افغان ) هستم .
2 - تاسی دکوم ځای يې . ( زه « مونږ » دافغانستان یم « یو » . تو «شما» از کجا هستی » ، هستید » من « ما » از افغنستا ن هستم « هستیم » .
یا به داسی وایو چی :
زه ا فغانستانی یم . من افغانستانی هستم .
په ورځنیو خبرو او اترو کی مونږ په پښتو او دری ژبوکی پورتنئ جملې په کار وړو . اوس نو زه نه پوهیږم چی ، ستونزه په کوم شي او یا په کوم ټکي کی ده .
- په لومړۍ غونډله کی د سوال په وړاندی ځواب ، په دواړو خویندو ژبو ( پښتو ) ا و (دری ) کی ـ (زه افغان یم ) او ( من افغان هستم ) په دواړوژبو کی د ( افغان ) کلمه یو شانته لیکل کیږي او تلفظ یې هم یو دی .
- په دوهمه پښتنه کی هم د سوال په ځواب کی د ( افغانستان ) نوم په دواړو خویندو ژبو کی په یوشانته ټکو لیکل کیږي او تلفظ یې هم په دواړو ژبو کی یو شانته دی .
همدارنګه مونږ په دواړو ژبو دری او پښتو کی د ویاړنې لپاره په نسبتي حالت کی په خپلو تخلصونو یا وړو نومونو کی د « نی » او « ني »کلیمې چی دنسبت کلیمې دي په کار وړو لکه : زه افغانستانی یم ، من افغانستاني هستم . یا : زه لوګری یم ، من لوګري هستم . يا : زه کابلی یم ، من کابلي هستم .
زماد ښاغلو ژب پوهانو ، ادب پوهانو ، ژب څیړونکو او د ټولو لوستونکو څخه دا هیله ده چی په پورتنئ توضیح کی ، که نادرسته وې لارښوونې ته مو اړتیا لرم . که نه نو ، دا جنجالي موضوع به زمونږ دهیواد اوسیدونکو ته به ډیره د درد سر مسله وې لکه دا او س چی جریان لري . درنو لوستونکو دری او پښتو دواړه خویندي ژبې دي او زمونږ د ویاړلي هیواد ملي او رسمي ژبې . کله کله مجترم ژب پوهان یوه کلیمه په بله ژه کی وګوري چی د دویو د ژبو د کلیمو سره یو څه ډیر لږ شباهت هم ورسره ولري ،بیا نو قلم ورپسی راواخلي او هغه دخپلې ژبی پوری نښلوې او پری ویاړي . دا د تشابه او نږدیوالي کلیمی لا څه کوی چی د یوشانته والي افعال يي په خپل کور افغانستان کی شته دی هډو ورته دچا پام نه دی شوی . دوستانو ددری ، پشتو او پشه يې او ښايې نورو زمونږ دهیواد په ملي او نورو ژبو کی دننګیالو د کهول په بڼ او شریک کور افغانستان کی چی ، دژبو نندارتون لري دافعالو پای یې یو شانته یا به پوره ورته وی لکه : په ترتیب سره په پشتو ، دری او پشه يي ژبو کی دافعالو پای ته ستاسو پام ور اړووم . - زه ډوډۍ خورم ، من نان میخورم ، آ اوو اییم .
وګورئ : په پښتو او دری کی ( خورم ، میخورم ) کټ مټ یو شانته دي نو برتری د کومې ژبې ده . زه خو برتري پکی کښی نه وینم او تر پایه پوری ټول دلومړي حالت افعال د « م » د توري لرونکي دي او په همدی د« م » په توري ختمیږي چی دا شراکت په دری واړو ژبو ( پښتو ، فارسی او پشه يې ) کی د فعلونو پای د « م » په توري دی .
په دی اړوند به زه دومره ووایم چی دهیواد د لویو او وړو سره باید د پوهاوي کارونه وشي او دا ورته په ګوته شي چی زمونږ ګران هیواد د ژبو دګلونو بڼ دی یو و بل ته ښکلا ور بخښي او ددغي خدايي ښکلا او خوش بویونو څخه ښايی خوند واخلو او په مینه او ورور ولئ کی سره خپل هیواد د سولې او ترقې په لور وخوځوو . متحد او یو لاس شو لکه ورونه د برابر حق خاوندان شو او د هیواد د ټولو شتو څخه یوشان برخه من شو د پوهی او ادب مخګښان شو ، په هرڅه او هر کارکی نړیوالو ته یوه ښه بیلګه او مثال شو او په پای کی نا اهله سیاستوال د اهلو څخه جلا او ويي پیژنو او کړیدلو او زوریدلو هیواد والو په چوپړ کی شو . 
په درنښت .
ماڼو 

روبا ت / روباط ( احمد جان ماڼو )


ډیر وخت کیده  زمونږ د هیواد یوه مشهوره کلمه د(روبات /روباطپه نامه زما په مغزو کی ښکته پورته کیده 
 په دی خاطر ،چی دانوم د کومې ژبې زمونږدګران هیواد ژبو ته راننوتی دی ورباندی نه پوهیدم خو ، دومره پوهیدم چی دایو حکومتي اداره ده د بیلګی په توګه د نورګل علاقداري یا روبات / روباط چی ،هلته د علاقدار دناستې او اوسیدو ځای وو، هلتهکوټوالیان او نور د هغه ځای د تشکیل اړوند مامورین اوسیږي او سیمه اداره کوي او دسیمې خلکو به ورته روبات وایه اوکله کله به ورته د علاقدارۍ نوم اخیستل کیده په ( روبات او علاقداريیې شهرت درلوده دا یوه لویه قلعه وه اولوړ دیوالونه یې لرلذندان یې هم درلوده ،نن سبا ورته ولسوالي وایې داځکه چی د علاقدارۍ څخه یې  ولسوالۍ ته ارتقا کړیده ولسوال ، قاضي او قوماندان دامنیت او ټول اړین ارګانونه اومکمل تشکیل لريدغه  لویې قلا ګانې دلرغونو زمانو را په دیخوا زمونږ دهیواد په ګوډ ګوډکی شتون لري اوبرسیره پردې اداري مرکزونه ديزمونږ دهیواد د لرغونو تلو راتلو په لارو کی تر سترګو کیږي او اکثرآ يې ترننه زمونږ دهیواد د علاقه داریو، ولسوالیواو نوراداري مرکزونه دي اونږدی په یو شانته واټنو کی یو دبل څخه موقعیت لري ،خو په معنایی نه پوهیدم .کله کله می داسی فکرهم کاوه ،چی ښايې دانوم دعربي ژبی څخه وې او زمونږ دګران هیواد مروجو ژبو او ژبنیو ادبیاتو ته به ورننوتې وې .تر کومه چی ما ددی نوم په هکله دمشرانو څخه په خبرو او افسانو کی اوریدل او ورباندیدومره پوهیدم ،چی دا ځایونه د کاروانونو دامنیت ساتنېاو تم کیدو دپاره وو، کاروانونه به د یوه ټاکلي واټن د وهلو وروسته په دی سیمو کی تمیدل او وروسته دستړتیا دلیری کیدو، بیا به په یون راتلل اوبل دتم ځای ( روبات ) ته به ور رسیدل او دمه به ييکوله په دی ډول اوږده واټنونه به يې د پښو ویستل او ټاکلی ښاراوابادوځمکوته چی ،هلته به ارو مرو  د خلکو دهستوګنو ځایونه وو ځانونه ور رسول او هلته به يې دخپلو راکړو ورکړوکارونه ترسره کول . د نیکه مرغه یوه ورځ می نا څاپه ورته پام شو ،چیدالرغونی نوم دلرغونې اریایې ژبې پشه يې یو ترکیبي نوم دی او دلرغونو زمانو څخه تر ننه زمونږ په هیواد کی ژوندی دی . ورته ډیرخوښ شوم او دځان سره می هوډ وکړ، چی د(روبات ) دنامه په اړوند خپل نظرد ښاغلو ژب پوهانواود ژب څیړونکوسره شریک کړم . دادی داوخت راورسید .
دروبات )نوم په پشه يي ژبه کی چی زه ورته د قوي دلایلو په بنسټ د ( اریک ) ژبه وایم ، د دووپشه يې  ویوونوڅخه جوړ دی .
۱ -  رو = دا د ( رو باتد « رو » برخه په پښتو او فارسي ژبو کی هم شریکه ده ،خو سره ددی هم په پښتو کی د «کرار» او په فارسی کی « اهسته ) معنا کیږي .
۲ – بات = داکلمه په پشه يې ژبه کی د (بتیک = کیدل ؛ شدن ) د مصدر څخه په لاس راځي ددی کار د پاره چی زمونږ سر پری خلاص شی او ښه پری وپوهیږو ښايې چی زه نوموړی د ( بتیک ) مصدر د پشه يې ژبی له پلوه ګردان اود نوموړي تاریخينوم د (بت، بیت ؛ بات ) برخه ورڅخه په لاس راوړم  ددی کار دپاره اړینه ده چی،دپشه یي ژبېد(بیتیک /کیدل /شدن )مصدر ګردان کړو تر څو، مونږ خپل اړین فعل ورڅخه تر لاسه او د (رو/کرار /اهسته)د کلیمی سره یې ولیکوو.

بیک /کیدل /شدن
 آ   زه      بیم  /کیږم 
تو = ته        بي  کیږی 
سی = هغه    بی /  کیږي 
امو = مونږ   بیس  /کیږو
ایمو = تاسی   بیدا / کیږیء 
تی = هغوی       بین /کیږي 

امر :
به = شه
 
دلته که ، مونږ د ( بت = شه، بیتشه ) د ( ب او ت ) دساکنو تورو په مینځ کی ، د ( ا ) غږیز توری ورزیات کړو ،یا داچی د (بیت ) دفعل د ( ی ) توری چی ،یو غږیز توری دی په بل غږیز توری لکه د ( ا ) توری د (ی ) دتوري پر ځای ولیکوورڅخه د (بات ) شکل یعنی ( بیت ) په (بات ) واووښت چی، دا قاعده عامه ده اویو غږیز توری په بل غږیز توري اوړي لکه : (بیت ) چی (باتشواومونږ ورڅخه د ( بات ) کلمه تر لاسه کوو .   اوس نو  که،مونږ دا دوه  درو=  کرار / اهسته +  بت / بات ، بتی / شه / (دریشو  او په لاس راغلي دواړه کلیمي سره یوځای ولیکودا لاندی شکلونه په لاس راځي :۱ ـ رو = کرار / اهسته۲ـ بت / بات ( باط)  شه / شو . اوس د پورتنیوو لاس ته راغلوکلیمو په یو ځای کیدومونږدا لاندی شکل دکلماتو لاس ته راوړو .
 
۱ =رو + بت ، بات  رو بت / روبات / رو باطروبات / روبط ، روباط .
۲روبت ، اوس که د (بت ) کلمه چی ، دواړه توری یې ساکن دی په مینځ کی ورته د ( اغږیز توری ولیکو نوو ورڅخه د (بات / باط ) کلمه لاس ته راځي . دلته د (طعربي توری چی، عربی شکل یې دی په لاس راځي یعنی د پشه یې ژبې د (بات )کلمه دعربي په ( باط ) اوړي . ( بات = باط ). اوس که ،مونږ دا دواړه ځانګړې کلیمې سره یوځای ولیکو ، ورڅخه ( رو بات /روباط ) په لاس راځي چی ، زمونږ دګران هیواد په ژوندیوو  ژبو کی دا په لاس راغلې پشه یې ترکیبي د ( روبات / روباط =روشه / اهسته شو، . یا : دمه شهدمه شو  معناوی په لاس راځي ،چی په لرغونو زمانو کی به دکاروانونو(دمه ځایونه ) وو . او دا رباتونه /رباطونه په همدی منظور په معینو فاصلو کی جوړ او تر ننه پوری دا د دمې ځایونه په همدی نوم پاتیديدمثالپه ډول په پخوانیو افسانو کی به داسی ویل کیدل چی ،کاروانونو به کله کله يو،یا به دوه روباته /  روباطه شبانه روز کی وهل . دلته دامونږ ته دا را په ګوته کوي چی ، کاروانونوبه  پرته د استراحت او دمی ځپلې لارې لنډولې . معنی دا چی ، هر روبات /روباط . دبل روباته په  معینه فاصله کی د استراحت، امنیت اودمې لپاره د وخت دحکومتونو لخوا دکاروانونو د راحت ،امنیت او دمی لپاره جوړ او ګټه ورڅخه پورته کیدله چی ، دابه دخپل وخت او د زمانې غوښتنه وه .
 ددغو(روباتونودجوړښت دمعینوواټنونوڅخه چی ، ترننه پوری زمونږ دهیواد اداري موقفونه دي دا ښه په ډاګه کیږي چی، دلرغونو زمانو د وریښمود کاروانونودتلو اوراتلولارو دجال یوه لاره هم همدادکابل او دکونړ دسیندونو دبهیدوغاړې اومورګې وېچی ،په پای کی د دواړو سیندونو اوبه یودبل سره ګډیږي ښایې دکابل اودکونړسیند دبهیدو اوددغو سیندونو د اوبو په خاطر چی ، اوبه یوه حیاتي ماده وه اوتل ده، په دغو لارو تګ او راتګ کاوه اوستر اداري مرکزونه به یې د کوچنیو مرکزونو سره رانښلوللکهعلاقه دارۍ ، ولسوالۍاودولایتونومرکزونه دبیلګې په توګه :که مونږ د کونړ دسیندغاړې په نظر کی ونیسواو دننی جلالاباد دښار چی ،د ننګرهار دولایت مرکز دی دکونړي سیند په غاړه دکونړ دولایت نني مرکز اسد اباد ته روان شو نو، دلارې پهاوږدوکی مونږ په معینو فاصلوکی،اداري موقفونهروبات ،روباتونه ) وینو دجلال اباد ښار ، خیوه، پخوانی او اصیل نوم یې ( کیل )، نورګل ، څوکۍ ،نرنګ او ننی اسد اباد پخوانی نوم یی ( جګ سورای ، چغسرای ) او ورپسی همداسی پورته ولاړ شو مونږنور اداري مرکزونه پخواني (روبات،روباط ، روباطونهیعنی لویې (قلعه ګانېوینو چی ،یودبل څخه په معینو فاصلو کی قرار لري او حتمآ به دکاروانونودتم ځایونه او اداري مرکزونه وواونن همدي .که ، مونږ همدا اداري مرکزونه او روباتونه په نظر کی ونیسو اوادامه ورته ورکړو دلارې په اوږدوکی مونږ دهمداسی روباتونو سره مخامخ کیږودچترال ،ګلګت څخه په تیریدلودچین هیوادسرحداتو ته  مودغه لرغونې دوریښمولار ورګډیږی او همدا زمونږدهیوادد لرغونو « پشه یې » ( روبات / روباتونوروباتیلا  برکت دی چی ،نن په هماغه لرغوني اوزاړه کارواني لار دعصر او زمان مطابق ښکلي او پاخه سرکونه جوړیږي اومدرن کیدل یې لا دوام لري .
 
نن دهغې پخواني وخت د زمان غوښتنه بدله شوې او هغسی کاروانونه وجود نه لري چی،سوداګرو اومسافروبه دحیواناتوپه مرسته، پهورځو ورځو، ونیوو،میاشتو اوکلونودستونزو اود ربړه ډکې لاری پريکولې،اوس زمانه بدله شوې اسانتیاوې ډیرې شوې،څوک د(ربات، رباتونوپه فکر کی نه دي . دبشر دترقیءاو پرمختګ زمانه ده ،هر څه بدل را بدل شویدي . بی شمیره (روباتونهپه یو ساعت دموټرو، اورګاډو  په چټکو رفتارونو وهل کیږی او جازونه او هوایې پروازونه خو ، لا پر ځای پریږده .نو پههمدی بنست پخواني لرغوني پشه يي نومونه اولغاتونه هم دبشر د تکامل سره سم بدلیږي رابدلیږي او دیوه حالته وبل حالت ته اوړي را اوړي چی په داسی اوښتلوسره شکل مانا اومفهوم یې هم نوې کیږي . داوو زمونږ دهیواد دلرغونو  روباتونو، دمه ځایونوپه لغوې ماناوو  اود  نامه دڅرنګوالي  په اړوند د پشه یې ژبی له پلوه ځرګندونې . دا په دی خاطر چی ، وپوهیږو ( روبات / روباط ) د پشه یې ژبې نوم او لرغونو زمانو څخه رانیولې تر ننه پوری زمونږدهیواد په نورومیشتو وروڼو ژبو کی یې هم ریښې ځغلولې دي اودهیواد دمیشتوملیتونووروڼو ژبو کی هم دغې لرغونې کلمې ته ( روبات / روباط)  وایېدا وو په پشه يې ژبه کی د(روبات / روباط ) دنامه توضیح او تشریح . داڅیړنه په دی خاطروشوه چی یو ځل بیازمونږ د ژب پوهانو او څیړونکو پام د پشه یې ژبې، دغي اصلي اریایې ژبی لرغونتوب اولغوې توانمندیء اوقوت ته ورواړوم چی، دروبات /روباط ) دنامه دتعریف برسیره، پشه یې ژبه کی دا ځواک شته دی چی ،د ډیرو لرغونولغاتوجوړښت،څه رنګوالی او تعریف رابرسیره کاندي.
 
په پوره درنښت .ماڼو

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...