۱۴۰۲ اسفند ۱, سه‌شنبه

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين


محمد زمان کلمانی

پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنوبي آن زندگی نموده و با پشت سر گذاشتن مدنيت های مختلف آثار جالب وحيرت انگيزی را از خود بجا مانده اند ، که يکی از اين آثار باستانی مغاره های سنگی ( واړگوش ) و حفره های شربت ( مو کومان ) ميباشند که بصورت مصنوعی در سنگها ساخته شده اند .

گرچه در مورد اين آثار تا حال هيچ نوع پژوهش بعمل نيامده و به جز خودم که از نزدیک به دو دهه به اينسو  دربارۀ آن معلومات مختصری را ارايه نموده ام و تعدادی هم تصوير های آنرا به نشر سپرده ، درمورد قدامت آن کسی چيزی نمیداند . با آن هم از برخی قراين بر می آيد که اين ساختمانها ممکن متعلق به قرون قبل الميلاد بوده باشند .

اين آثار با آنکه اکثراً در کوهستانات پشه يی نشين شمال شرق لغمان  که به ترتيب شامل مناطق کشموند ، اوميړ ، ڵِـگړک ، گلارام ، کهو ، کلمان ، ساو و نورلام صاحب میشود که بطرف جنوب و شمال درۀ کُلمان واقع بوده  وجود دارند ، در ولسوالی درۀ نور ننگرهار ، ولسوالی السای کاپيسا و برخی مناطق پشه يی نشين ولايات کنر و نورستان نيز به مشاهده می رسند .

علاوه بر اين در برخی قسمت های اين مناطق  بويژه در منطقۀ گلارام که به فاصلۀ يازده کيلو متری شرق مرکز ولايت لغمان قرار دارد در پهلوی اين دو نوع آثار ، هنر سخره ای  نیز به نظر ميخور که به روی سنگ ها بصورت حکاکی ترسيم گرديده است که اين همه نمايانگر تمدن پيشرفتۀ آن زمان می باشد که بدون ترديد اجداد ، نياکان و اسلاف همين پشه يی ها ويا لغمانی ها بودند .

اينک در ذيل کمی با تفصيل در مورد ويژه گیهای اين آثار پرداخته ميشود .





واړگوش : واړگوش ( در زبان پشه يی واړ سنگ يا سخره و گوش مغاره را ميگويند ) يا مغارۀ سنگی يک ساختمان کوچک اتاق مانند است که در بين سنگ کنده شده و کلانی آن حدود يک در يک و يا يک در يک ونيم متر بوده و يک شخص ميتواند در بين آن بنشيند و يا در بعضی آنها پاهای خود را دراز کند . البته اين سوراخ و يا غار سنگی يک دريچۀ دخولی دارد که يک نفر به مشکل از اين طريق داخل آن شده ميتواند . اطراف مدخل يا دريچۀ دخولی طوری ساخته شده که آب برف و يا باران به بيرون رد شده و به طرف داخل مغاره جريان پيدا نمی کند .



مو کومان : مو کومان ( در زبان پشه يی مو  شربت يا نوشابه و کومان حفره را ميگويند ) يا حفرۀ شربت يک ساخمان شربت سازی است که در سنگ حفر گرديده و سه بخش دارد : بخش نخست آن که نسبتاً کلان و وسيعتر بوده در يک سنگ بزرگ حفر گرديده .  بخش دوم آن يک مجرا است که از قسمت پايينی اين حفره به مثابۀ ناوه به بيرون کشيده شده و به بخش سوم  که يک حفرۀ عميق ديگری میباشد که از مجرای شربت پايين و آن هم در سنگ ساخته شده وصل گرديده است .

اين که از اين ساختمان ( موکومان ) چی استفاده ميگرديد ؟ يکی از نام آن ( حفرۀ شربت) پيداست و ديگر اينکه مردم منطقه هم میدانند که اين آثار به منظور تهيۀ شربت از انگور ساخته شده اند . يعنی مردم پشه يی در گذشته ها که هنوز به دین مقدس اسلام مشرف نبودند در وقت فصل انگور ، انگور ويا ميوۀ ديگری را که مردم محل بنام کسپر ياد ميکنند و در زبان پشتو به آن ( مماڼی ) ميگويند جمع آوری کرده و در حفرۀ کلان می انداخت و بعد آنرا لغت کرده تا آب و شربت آن از طريق مجرای ساخته شده به حفرۀ ديگری که پايينتر ساخته شده بریزد و به خاطر اين که برخی از تفالۀ ميوه ها با شربت عبور نه کند نوعی از علوفه ی خشک را در قسمت  داخلی مجرا قرار داده و به شکل فلتر از آن استفاده مينمودند و به اين ترتيب شربت پاک وصاف ميوه  بخصوص ميوۀ انگور را بدست می آوردند .

در اين مورد که شربت ميوه را بعداً چی ميکردند ؟ مردم چيرۍ نمی گويند و يا نمی فهمند .





واړ ڵِـچان : واړ ڵچان يا سنگ نگاره يکی از آثار ديگری می باشد که به روی سنگ های گلارام به شکل برجسته نقش گرديده است .

علاوه بر اين تخت يا جای نشيمن و جلسات خاص بزرگان آن وقت اين منطقه که در روی سنگ و در فضای آزاد قرار دارد در اين منطقه موجود است و نيز در يک حصۀ اين منطقه زندان هم وجود دارد که در بين سنگ ساخته شده و جای جداگانۀ برای رفع حاجت    نيز در آن آماده گرديده که از داخل به آن راه دارد .

من تعداد اين آثار باستانی را حدود ۳۰ سال قبل از نزديک ديده و در مورد آن  تحقيق و پرسپال های زياد انجام دادم ، تامعلوم نمايم که اين مغاره های سنگی به کدام منظور ساخته شده اند ؟ زيرا اين مغاره ها از يک طرف خرد و کوچک بوده و از سوی ديگر  دورتر از قريه ها و خانه های مسکونی ميباشند . بالآخره با يک شخص مسن وفهميده که خواجه محمد دیوانشاه نام داشت بر خوردم در مورد آن سخن قابل پزيرش را به زبان آورد و گفت که مردمان قديم که هنوز به دپن مقدس اسلام مشرف نبودند در اين مغاره ها شربت انگور و يا ميوه های ديگر را که از طريق موکومان بدست می آمد در ظروف مخصوص آن وقت که اکثراً سفالی وکلالی بود می انداخت و بعد در اين مغاره های سنگی جابجا کرده دهن آن را با سنگ و  مواد ديگر می بست ، تاکه در آنجا در طول يک سال در آن تخمر صورت گرفته و به قوام برسد و به اين ترتيب در طول اين مدت به نوشابۀ با کيفيت مبدل ميگرديد و بعد از اين مغاره کشيده ، يا خود شان از اين نوشابه استفاده می نمودند و يا میفروختند و به عوض آن آب و يا شربت تازۀ  انگور را در آن می گذاشتند .

قابل ياد آوری است که اين مغاره های سنگی و موکومان ها لازم وملزوم يکديگر اند ، جای که واړگوش وجود دارند در اطراف و يا نزديک آن ساختمان موکومان نيز موجود است . ديگر اينکه در اين مناطق از زمانه های قديم به اين سو تربيۀ تاک انگور معمول بوده و انواع ميوه های درختان جنگلی نيز در اين کوهستان ها وجود دارد که از همين سبب صنعت نوشابه سازي بخصوص سوما و هومای آن زمان سرزمين لغمان و کاپيسا شهرت جهانی داشته و تجارت آن نيز حتمی موجود بود .

 اين که اين آثار باستانی مربوط به کدام عصر و مدنيت میباشند معلومات مؤثق وجود ندارد که اميدوارم باستان شناسان مجرب وزارت اطلاعات و فرهنگ  به اين مناطق بويژه گلارام که نزديک ترين منطقه ی  آثار باستانی است رفته و درمورد تحقيقات انجام دهند و از جانب ديگر تلاشها و اقدامات را روی دست گيرند تا باعث جلب و توجه گردشگران و سياحان داخلی و خارجی به اين مناطق گرديده و به اين ترتيب مصدر خدمت به دولت و مردم ستم ديدۀ اين مناطق گردند .

۱۴۰۲ فروردین ۶, یکشنبه

فیس بوک کوچه پشه یی گروپ

 


پشه یی افغانان رادیو، تلویزیون او اخبار دی اوړه تا انترنت گرای به ارتباط کوچه آن ایمه به کیتا باگو که اینترنت گرای پشه یی جب بارای مطالب ویدیو،عکس او تمام پشه یی لاینستو پلا گه انترنتس سهولتی داریاگن تماس کوچه تی لینوالی آدرس گرای تانک پشه یی جب وطندارنه پلا تماس او معلوماته شریک کدا
                                           فیسبوک پشه یی گروپ آدرس

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

مُلا څوک دې !


 ليک :-  فضل الرحمن  اخندزاده (صادقي)

 ديکشنبې په ورځ، لړم د مياشتې په۳۰مه،(١٣٩٥ل)د ټولنيزو شبکو مشهورويب سايټ فيسبوک کې گڼو افغانانو د( ملا څوک دی !) تر سرليک لاندي گڼىخپروني اونشريات وکړل .

د فيس بوک افغاني فعالانو د مُلا د ټولني يو ارزښتمند شخصيت اود معاشرىسترلارښود يې گڼلى دى.

اوس راځو د (مُلا) ټکى ، نوم معنى او مفهوم په مختلفو ژبو او قاموسونو،اسلامى او افغانى ټولنه کې څه مقام او مفهوم لري !

دغه (مُلا) کلمه په افغانستان ، ترکى، ايران او په پاکستان هيوادونوکې ملا علماؤ، پوهانو،دجومات امامانو،خطيبانو،دينى اواسلامى درس ښوونکو ته نسبت اوډيرکارول کيږي .

١\  مُلا = مُلْ لا َ :

دادعربى تورى (مولى) اود ترکى  ژبې (مُنْلا)  يو گډ صفاتى نوم او تورى دى چې مولى يا مُنْلا څخه اخستل شوى کلمه دى . چې  معنى يې ده : پوه ، عالم ،فاضل ،ډيرښه ليکوونکى او عمده خط لرونکى ، دکلى جومات امام ، او ماشومانوته  تعليم ورکوونکى .

(( فيروزاللغات اردو ))  تاليف  : مولوى فيروزالدين الهندى .

٢\  مُلا = ملا  :

رجل الدين ، المتعلم ، المثقًًف ، السيد ، الرئيس .

رجل الدين : يعنى  ددين عالم ، مدرس ، دين ښوونکى ،دجومات امام او دقرآن او حديث ښوونکى  ، علوم شريعه خوروونکى ،

المتعلم  : متعلم ، طالب علم ،زده کوونکى ، ددين علم غوښتوونکى ،علم سارونکى .

المثقًف  :  مهذب ، مفکر ، فکرخاوند ، فلسفى ، هوښيار،اديب،شاعر .

السيد  : امام ، پيشوا ، سردار، رهنما ، رهبر، لارښود ، آلِ رسول ، دحضرت فاطمى بى بى اولاده څخه ، محترم ، او پاک .

الرئيس  : مشر ، ولس واک ، ملک ، سربراه ، ديوې سيمى او قريې مشر، سمبالوونکى ،حاکم ، والې ، په دولت کې ديوې رياست چلوونکى  او ذمه دار .

   ((قاموس : الفارسيه والعربية ))   تاليف : الد کتورعبدالنعيم حسنين .

 مُ + لا  = مُلاَ = مُوْ لاَ  :

 

د مُلا  لغوي او اصطلاحى معنى په پشه يي ژبه کې :

----------------------------------------------

د مُلا لغوي معنى :

که دغه دمُلا کلمه دعربى وفارسى او دپښتوژبو برڅيره  زمونږ دلرغونى هيواد يو بډايى ژبه کې يعنى دهيوادنى( پشه يي ) ژبې لغوې ، اصطلاحى معنى يى په ورځنيزخبرو، اصطلاحاتو او متلونو، شعرونوکې ولټوو بده به نه وي ځکه چې دغه کلمه يا نوم  د ( پشه يي ) ژبې کلمه ده چى لغوى معنى يې دى ( پوه ، پوهان ، پيژندونکې،با خبر ) په معنى سره ده .

اگرکه دغه کلمه  او پدى هکله زمونږ دهيواد سترتاريخ پوه او څيړونکى مرحوم علامه عبدالحى حبيبى صيب خپل ليکلى کتابونو دافغانستان لنډ تاريخ او دپښتو ادبياتو تاريخ کې يې دلرغونى ژبې ددې کلمې يادونه کړى ده خو البته خپل مطلب ترى اخستى او نور څيړنه پرى نه ده کړي چې ايا په هيواد کى دننه  دکومې پرگنى ژبې سره تړاؤ لري !

 دمُلا اصطلاحى معنى :

او اصطلاحى معنى يې دى پوهنه ،پوهوونکى ، پيژندونکى ، په هرڅه خبر، خبروونکى، ويوونکى، ښوونکى او پوه کړې شوى .

چې دا د دپشه يي ژبې د( مولېک ) مصدرڅخه صفتى  نوم راوتلى دى .

 مصدر : مولېک

يعنى  پوهنه، پوهيدل، پيژندل، خبريدل په معنى سره راځى .

اوس غواړم چى د دې مصدرڅخه  ځنې صيغى وليکم ترڅو دلوستونکو ته برڅيره اوپوره پرى وپوهيږي .

لکه : مولېک : يعنى  پوهيدل،  

 د مولېک مصدرڅخه څوصيغو يادونه :

پشه يي               ژباړه                پشه يي                ژباړه               پشه يي                ژباړه

پوه شولو

مولېکن

 پوه شوم

 مولېکم

 پوهيدل

 مُوْلېک

 پوه شو

مولېکِن

پوه شوى

مولېکې

پوه شولۍ

 مولېکؤ

پوه کس

مولېکالا

پوهنه،پوهدې شى

مولان

پوه شه

 مُوْ لاَ

پوه شه،

مولېوا

پوهوونکى

مولوېکالا

پوهه ول

مولوان

وپوهيږه

مولېيا

پوه ونه

مولوېني

پوهيدنه

مولېني

پوهه وي

مولوېغا

پوهيږي

مولېغا

وپوهوه

مولويا

پوهيدنه

مولېنا

پوهاوي

مولانى

پوه ،پوهان

مُلا

پوهيږى ؟

مولاکى

پوهيدنې

مولا نا

پوه شوې

مولېوي

پوه شوى ول

مولېياکن

پوه شۍ

مولېت

پوه شوى ؤ

مولېياکن

بايد پوه شى

مولېت !

پوه موکړ و !

مولوېکؤ

ناخبره!ناببره

مولېيان

 

عام اصطلاحات  :

--------------------

اوس راځو ددى کلمى ورځنى خبرو او اصطلاحاتوکې کارول :

------------------------------------------------------

١\  احمد بو مُلا جن آس  ... يعنى احمد ډير پوه او پوهان کس دى

٢\ محمود مولېکالا پاچشاآيک ...يعنى محمود پوه او  له هرڅه خبر بادشاه ؤ .

٣\ مولوي عبدالقدير گڼ مُلا آيک ....يعنى مولوي عبدالقدير لوى پوهان ؤ

٤\ مولېکالا جن هرچو بُر نېغا .....يعنى پوه خلک هرچېرى کامياب وي .

٥\ مولېنى او مولوېني درکار شيت ....يعنى پوهنه او پوهيدنه پکاردى .

 

متلونه  او ژباړه :

--------------

اوس راځو پدى  هکله په متلونوکې  چې  څومره پشه يي ولسې ادب کې ځائ لري :

١\ مُلا مُلا پکرکَه تې ذکرکه ! ...يعنى  پوه کس اول فکر کوي بيايې ذکرکوي

 ٢\ مُلاس امبلئ مجد جا تغا !  يعنى دپوه (ملا) منډ ه جومات پورې وي .

٣\ ملا پله گرکي ملا ، چور يې پله گرکى چور  ! ..يعنى که پوه سره گرځى پوه اوناپوه سره گرځى ناپوه .

٤\ ملاس دو پايې ورگه شن ! ....يعنى پوه چى څه وايې هغه کوه .

٥\ مولېکالا  پُربل او پچبل پړي کغا ....يعنى پوه کس وړاندې  وروسته گورى .

٦\ مولوېني  ملا اوده شيت  !  ...يعنى پوهيدنه  پوهان سره وي .

 

په شعرونو کى :

--------------

اوس راځود دى کلمې په هکله ددى ژبې پخوانى او  اوسنى  شعرونوکې وڅيړو .

 ١\ شعر:

 آخروخت شى ياراهرطرف شوروپتورشى ،

کفرس غلبا شى نه مولاکم کو اسرار شى .

 ژباړه :

نورآخره زمانه شوه هرطرف او شور او غوغاده ، دکفرغلبه ده  نه پو هيږم چې پدي کې څه راز دى .

شعر:

نه کاکى اشنايى تېنه دې کوتور سلا شى،

مېنه دې آسان شى اربابت جانيم ملا شى .

 ژباړه :

نه کوي آشنايى ستا څه صلاح اومشوره ده ، ماته خو ډيره آسانه ده ځکه چى په هرڅه باندي پوهيږم .

(محمد حسين خان  ژوند ١٢٠٠لمريزکال)

٢\ شعر:

 ياريم اودېم بيل بتيچ نه مولاکم کوبلاسى ،

يادام چنگا لشا صورتى تمام تلا سى .

                                                         (ميرالله  ژوند ١٣٢٠لمريز)

ژباړه :

يار رانه جدا دى نه پوهيږم څه چل وشو، دهغه صورت مې ياديږي چې وجود يې ټول طلا ده .

٣\ شعر :

 که انسنې پوړا نېيي مولېني سې ،

 گڼ مقام آنتې پولېيي مولېني سى (کلمانى)

ژباړه :

انسان چې کمال ته رسوي هغه پوهنه ده .،انسان چې لوړمقام ته رسوي هغه پوهنه ده .

اپړن بند انچ دارا خو اندا آس    ،

اندرتنې که لوش کېيى مولېني سى (کلمانى)

ژباړه :

ناپوه انسان سترگى لري خو ړوند دى ، تيارو لره چى رڼا راولي هغه پوهنه ده .

(پشه یی ګلېنا ، محمدزمان کلمانى ١٣٨٤ش کابل چاپ) 

٤\ شعر :

داش کړائ اذان چپاکړائ اقامت ککن ،

 مؤذن بِه حق دارغا ملاس کن دېغاتى .

ژباړه :

 په ښى غوږ کې اذان په چپ غوږ کى اقامت وکړ، مؤذن هم حق لري پوه (ملا) نصيحت ته غوږ ايښودل پکار ده.

اپړان خو اندا آس نه مولېغا ،

اپړان خلکنا مولوېکالئ آس

ژباړه :

 نالوستې اوناپوه انسان مثال د ړوند دى،پوه انسان ناپوهانوته پوهه ښودونکى دى.

 ( صادقي )

په افغانى ټولنه کې د مُلا مقام :

----------------------------

 دافغانى اومسلمانه ټولنه کې دينى ملا اوعالم ته په ډيره درنه سترگه کتل کيږي،اودافغانى ټولنى لوى خدمتگار،لارښود، دعلم اوپوهى زده کړي استاذ اوښوونکى دى،حتى چې دکورنيوپه چاروکې هم مشورى ترې اخستل کيږي، د ماشومپيدائيښت آذان، دواده نکاح ،دمړي غسل،جنازه او ترلحد ته سپارلو پورې ملاپکې لوى ونډه لري، اوغم او ښادى، جرگې اومرکې دملا په بسم الله ... شروع اودملاپه دعاسرته رسول کيږي .

 

 

 

زمونږټولنه وايى چې :

-------------------

ملا زمونږ آخري پيغمبرحضرت محمد (ص) ريښتونى وارث دى .

ملا زمونږ د ټولنى خدمتگاراو لارښود دى .

ملا زمونږ، دبچو، د پلرونو اونيکنو استاذ اوکلمه ښودونکى دى.

ملا مونږته اسلام، شريعت، قرآن ، حديث اوتعليم ښوونکى دى .

 ملا دانسانيت، بشر پالنی او ژوند استاد اود دينداعيدی

ملا دټولنى اصلاح دپاره يوه ستره هستى ده .

ملا  دجاهليت د تورشپې سبا روڼوونکى دى .

ملا مونږ له حلال، حرام، روا، ناروا، ظلم او رحم بيلوونکى دي .

ملا مونږ هرقسم بدعت اوغيراسلامى کړنوڅخه خبروونکى دى .

ملا  زمونږد سپيڅلى دين اوسپيڅلى مذهب داسلام ساتونکى دى .

ملا مونږ له کفارو يهودو، نصاراؤ اودښمنانو دسيسوڅخه خبرونکى دى.

ملاله برکته مونږله الله(ج)اودهغه پيغمبرحضرت محمد(ص)سره اشنا يو .

ملا مونږ ته په دنيا کې دخپل ژوند تيرولو لارښوونى اوقانون ښايې .

ملا  مونږ له بدوڅخه منع کوى او ښې لارى ته مو برابروي .

ملا  دټولنى اصلاح، الهى قانون له روئيه خپل وجيبه او فرض گڼى .

ملاهغه څو دی چې بحيث مسلمان ورته په هره لحظه کې اړ يو.

ملا هغه دىچى پيدايښت نه ونيسه تر کفن، دفن،جنازى ترايصال ثواب پوري  ورته اړ يو .

ملا  مونږ ته د مور،پلار،ا ستاذ،کشر،مشر اوخپلوانو بشرى حقوقو او احترام ښوونه کړى ده .

 ملا هغې شمعې ته ورته دی چې ځان ويلې کوي خو خپل چاپيريال روښانه کوي.

ملا د لومړي دور د هماغه فکر ترجمان دی، چې د جاهليت پر ضد يې انسانيت ته حيثيت ورکړ.

ملا د هماغه فکر ترجمان دی، چې نړۍ ته يې د قانون او اصول قانون تصور ورکړ.

ملا د هغې شمعې په مثال دی چې ځان ويلې کوي خو خپل چاپيريال روښانه کوي.

هر څوک چې د ملا شکر نه ادا کوي هغه به د الله جل جلاله د لوی نعمت کفرانه کوى.

ملا په دې وطن کې د علم، ادب او ثقافت په برخه کې له هر چا وړاندې دی او د پښتو ادب ټولې دورې ووينئ، چې د ملا کار زيار پښتو ادب ته څومره ژوند ورکړی او د پښتو بلاغت په تمامه معنی د ملا تحفه ده .

آخرداچې ملا زمونږ دټولنى لارښود، استاذ، معلم، مفکر،فلسفى،رهبر، رهنما، فقيه، پوهاند،اديب ، د دين علم ښوروونکى، قرآن اوحديث ښودونکى ،امام،ملک، مشر، رئيس، ولى، ولسواک او خپل ولس د مشر، کشر، نراوښځى سره مينه اوعاطفه لرونکى انسان .

خوالبته... پور تنې اوصاف دهغه ملا په حق کې دی چې په حقه ملا او دپيغمبر ريښتونې وارث وی، کنه نو تش په نامه ملايانهم شته چې دملا له نامې څخه ګټه پورته کوي. چې دغه رنگ ملايانوته الله (جل جلاله) او دهغه رسول(ص) پرې لعنت او بد ويلى شوى دى اودآخرت عذاب مرتکب گڼلى دى .

 

مُلا اسلام له نظره !

دلته له ملا څخه هماغه امام منظور دی چې په پوره پيمانه اسلام پرې غږيدلی دی ، دا هماغه کس دی چې دنده يې يوازې د دين تعليم نه بلکه د ولس رهبري او دژوند ژواک قانون هم ور په غاړه ده ، لکه چې الله تعالى خپل کلام پاک کې ډيرځايونوکې يادونه کړى ده ...

 

ملا قران پاک له نظره :

--------------------

ملاهغه څوک دي چې الله پاک ورته پوه اوپوهاند اوعقلمند لقب ورکړی.

قال الله تعالى :قُلْ هَلَ يَسْتَوِالَذِيْنَ يَعْلَمُوْنَ وَالَذِيْنَ لاَيَعْلَمُوْنَاِنَمَايَِتَذَکَرً اُولُوْاالاْلْبَابِ. (سورة الزمر آيات ٩)

ژباړه :واويه (اې محمد!) آيا برابردى سره هغه کسان چى پوهيږى (اوخاوندان دعلم دى) اوهغه کسان چى نه پوهيږي (جاهلان وى ) بلکه برابرنه دي، بيشکه همداخبره ده چى پندآخلى خاوندان دخالصوعقلونو .

الله تعالى په بل ځاى کې د ويريدونکى ملا يادونه داسې کوي 

 قال الله تبارک وتعالى :  إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ ۗاِنَ الله عَزِيْزغِفُوْر .(سورة الفاطر- آيات ٢٨)

ژباړه : بيشکه همدا خبره ده چې ويريږي له الله څخه له بندگانو د دغه (الله ) پوهنده عالمان، بيشکه الله ښه غالب قوى دى.

ملا  احاديثو له نظره :

ملاهغه څوک ده چې دنړۍ سترلارښود اودبشر سترپوهاند حضرت محمدعليه السلام يې خپل وارث او پوهاند بولې

 قال قال رسول الله صل الله عليه وسلماَلْعُلَمَآءُ وَرَثَةُ الْاَنْبِيَآءِالحديث .

ژباړه : پيغمبردخدائ فرمايى : چې علماء(ملايان) دانبياؤ وارثان دى .

يعنى علما د انبېاءو وارثان دي،عالمان هغه څوګ دي چي زموږ په ټولنه کي د فساد مخنيوۍ کوي او خلک د الله ج احکامو څخه خبروي آوزموږ په ټولنه کښى محبت آو د دوستې لامل ګرزي . همداسې دملا او عالم په هکله ډير آياتونه  او په احاديثوکى ځانگړي بابونه ايښودل شودي . چې مونږ يوازى دلته يادونه وکړه نه چې تفصيلى څيړنه ..! حتى چې دشريعت محمدي کې که چاد ...

١\ ملا ته په کنځلو کولو سره خو[ من حيث علم ]سړی کفر ته نږدې کيږي او ميرمن يې هم ورباندې طلاقه کيږي اوپه بيا تړلو کې بيا ورته محتاج يو.

 (( احسنالفتاوی]صفحه ۱/٣٩ ))

٢\ملا بيشکه دالله جل جلاله په بنداگانوکې دالله تعالى نه  ويريږي .

٣\ ملا  دپيغمبرانو وارث او ځائ ناستې دى .

٣\ ملا په دنيا کې ځمکى امام ، خليفه او رهبردى .

٤\ ملادعلم رڼاده او ددى رڼا حامل او څښتن دى .

٥\ ملا  زرو عبادت کوونکو له عابدانو بهتر دى .

٦\ ملا  دانسانيت ادب او داسلام پاک دين مطابق يې ښوونه کوي .

٧\ ملا د سيکولرانو او مچانو د نسل په ورکولو کې ريښتونی مبارز دی.

٨\ ملا د د پيغمبرانو وارث دی، ملا د انسانيت او اسلاميت سمبول دی. 
٩\ملا دانبياوو ځای ناستی دی، څوک چې د ملا دښمن دی، هغه د انبياوو دښمن دی.

١٠\مُلا له نقده پورته ندی، مُلا معصوم ندی، مُلا غلطيانې لري، ځکه چې مُلا بنده دی او بنده ضعيف دی مګر مُلا بد ستايل او دمُلا تحقير او توهين يې نه ده پکار ځکه چې سړى کفرته نږدى کوي .

 

 مُلا د يهودو اوکمونستانو له نظره :

ملا چې د انګرېزانو ځغلول رهبري کړ او انګرېزانو وليدل، چې مسلمانان انګرېزانو سره د دوی د حربيت له امله څومره کينه لري، د خپلو لاټيانو په مټ يې کوښښ وکړ، چې ملا د انګرېزانو غلام معرفي کړي، د پرمختګ او تمدن مخالف يې وبولي، مګر ولس پر هيچا باور ونه کړ او ملا يې همغسې دروند وګاڼه..پدي هکله يو انګريز مورخ خپل کتاب کی ليکلی: يو کليوال افغان د تبرګی سره ځان د انګريزانو مرچل ته راورساوه او انګريز عسکر يی په ورسره تبر وواهه
انګريزانو سړی ژوندی ونيوه او پوښتنه يی تری وکړه چی ته نه ډاريدلی چی په تنها ځان د يو تبر سره دی په دومره ډيرو انګريزانو چی په ټوپکو او توپو سمبال دی حمله وکړه ..!

افغان مجاهد زلمی جواب ورکړو د جمعی خطبه کی د جومات امام صاحب د انګريزانو خلاف د جهاد په هکله خبری کولی 
ما چی د ملا صاحب خبری واوريدلی د جهاد جذبه راکی راوټوکيدله کور ته لاړم نور څه وسله راسره نه وه بس دا تبر وه او راوچت می کړو.

ددی واقعی وروسته انکريز جنرالانو فيصله وکړه چی کوم خلک چی د ملا په وينا د خپل ژوند پروا نه کوی او په تنها ځان په يو تبر په وسلو سمبالو عسکرو حمله کوی داسی قوم ته شکست ورکول ناممکن دی

نو انګريزانو فيصله وکړه چی د افغانانو له زړونو د ملا احترام مينه او محبت ويستلو لپاره بايد ملا بدنام کړی، لکه وهابى په  نوم ، پنجپيري په نوم ،اکبرىپه نوم، بريلى په نوم ، پيرانوپه نوم،همداسې په بيلابيلونومونوباندى خپل شوم تبلغات وکړل ترڅو ولس کې دوي سپک اوتله يې درنه پاتې نه شى کم ازکم خپل مينځى اختلافاتوکې راگيرشى چې مونږته يې پام ونه شى .

هغه وه چی د يو تعداد ماده پرستو د کمزورو ايمانونو خاوندانو افغانانو په مرسته يې د ملا خلاف پروپاګند شروع کړه او نتيجه يې نن زمونږ اوستاسې د سترګو پر وړاندی ده .

 

 د ثور انقلاب  روسانو کسه :

ملا چې د کمونستي يرغل پر ضد د مسلمانانو جهاد رهبري کړ، دوی کوښښ وکړ، چې د شورویانو غلام يې کړي، ډېرې نارې يې ووهلې،ډيرفرمانونه اوقسماقسم تبليغات وکړ  مګر ولس، چې ملا مني د هيچا تاثير پرې ونه شو پر ضديې جهاد رهبري کول آخرداچې مخ تور له هيواد ووتل.

پدى اړه  يوځل مونږ خپل والدگرامى مرحوم ملاعبدالصادق آخندزاده دثورانقلاب اوايلوکى د کميونستانو خلاف دجهاد او دقيام  دمهال کسه کوله چى مونږ مجاهدين اول ځل دپاره دکميونستانو او روسانو مقابلى ته را ووتلو چې زمونږ پوره جبهه کې يوکس ډيسى ټوپک لرلو او نور ټولوسره کوتک،تبر،تورى، او نيزي وي چى کله مونږ خپل ولسوالى خواته ورسيدو ، نومجاهدينو وليدل چې ټانگونه ولاړدي بيا مجاهدين سيده پرټانگووختل او په کوتک ، تورو او تبرگزارونه ورباندي کول ،اوکمونستان هک پک حيران ؤ او خندل چې دوي ته گوره  تبر،کوتک سره زمونږ مقابلى ته راغلى... هغه و چى الله په فضل سره لکه انگريزانو پشان کميونزم ټغر له بيخه ونړيده چې ددي جهادمشرى يې هم ملا کوله .

لکه څنگه چې انگريزانو ملا نوم بدنامولو لپارهډيرطوطيې برابر کړي او همداسې کمونستانوته هم ډير ملايان علماء ونيول، زندانى کړل، شهيدان کړل،همداسې ژوندى ورک کړل ، ولى دوي پوهيدل چې ملا زمونږ په نبض،عقيده او مقصد پوه دى . ځکه دملام رنگ اونوم بدنامولو دپاره خپل ليکنو،کتابونو، او شعرونو کې هم کوشش کوي، هرهغه څوک چې له ملا سره دښمني لري، هغوی اصلا له دين او زموږ ټولو اسلامي ارزښتونو سره حساسيت لري.لکه دنړئ امپرياليزم اوکميونيزم او همداسى ځنى زمونږ سيمه يزملحدنظر لرونکو خلکو.

 

ملا دملحدينو له نظره :

---------------------

ملا  دمعاشرى  باندي هسې بوج دى .

ملا  عقل گيرى خوړلى ده.

ملا  په ټولنه اومعاشره کې بايدغريب وساتل شى .

ملا   يوازى مونځ اودس او دجومات اړتيادپاره دى .

ملا  د دنيا په امور، او سياست څه پوهيږي .

ملا   مارکيسزم له  نظره ناپوه اوبيگارانسان دى .

ملا   کم عقل دى دبشر آزادي او روشن خيالي نه منى .

ملا   بى تعليمه دى په دنياوي علومو عبور نه لري .

ملا   بايد ټولنيزو اوسياسى چاروکې ونډه وانخستلى شى .

ملا  بايد يوازى دجومات ،جنازه ، ختمونوپورې انحصار وى .

ملا    بايد سياسى، اقتصادي،حکومتى امورو څخه لرى وساتل شى.

 

 

ملا : د صيبلى  انقلاب  له نظره :

لکه څنگه چى  د روسى سورسيلاب  ماتيدو او اسلامى انقلاب کاميابيدو څخه وروسته هيواد يوځل  بيا دخپل ميځى جنگونو ، پاټکسالاريو ،بى اتفاقيو،واحدى ادارى نه شتون له امله د تجزيه کيدو په پوله ولاړ ؤ چى  داسلامى تحريک په نوم دملامحمدعمرمجاهد په مشرئ کې دملايانو (طالبانو) يو ډلگى په قندهار کې را ولاړ شو ترڅو ددغه ناورين مخه ونيسى او هيواد له تجزيى اوپاټکسالارنو او خود واکانو څخه وژغوري او نجات ورکړي ، هغه و چى دغه د ملا پرعزم  او پاک انقلاب کامياب او په هيوادکې يو سوچه  او پرامن اسلامى  امارت يې جوړ کړ چې  افغانانو يې  يو ډاډمند ژوند پيل  او آرام ساه يى واخسيت چى پيځه کاله يې دوام درلود.

 

ملا افغانى سياست له نظره :

------------------------------------

ملا هغه څوک و چې کابل ته يې امن راوست. د خلکو د سر، مال، ناموس او عزت تضمين يې ورکړ.

ملا  هغه څوک دى چې هيواد يې له تجزيې څخه وژغورلو .

ملا دانسانيت، بشر پالنی او ژوند استاد اود دينداعيدی امامت حقداردى.

ملا هغه هستې دهچی امامت صغرا او امامت کبرا ترده پوری موقوف ده.

ملا په ۲۱ پېړۍ کې د پښتونوالې د بنسټيز اصل مېلمه پالنې او ننواتې د احيا باني دى.

ملا د امريکايی اشغال پرضد له هيڅ قربانۍ دريغ نه کوي او نه يې کړی.

ملا د سيکولرانو او مچانو د نسل په ورکولو کې ريښتونی مبارز دی. . 

ملا دا خاوره ساتلې، د دې خاورې ارزښتونه او تاريخ يې پوروړي دي.

 ملا تل په وينه د پولادو پر ضد ډغره کې ولاړ دی، په سختو ورځو کې مو سترگې ملا ته اوښتي.

 ملا هغه څوک دی چې خپله يې ځان د صليبي ښامار خولې ته اچولی دی، خو أمت ته د خلاصون لار لټوي.
لنډه داچې په اصل کی ملاعالم دی چي فقط يو لفظي تغير شته مصداق او مفهوم يې يو دی مونږ به يې زمونږ دهيوادمشهورعلماؤ مفسيرينو، محدثينو،فقهاؤ اومحققينوعلماؤ مثالونه وگورو چى نړيوال شهرت لرونکى ليکوالان او مصنفين دي :

ملاجلال : دامت مسلمه لوى عالم ،مفسر،محدث، محقق ، فقيه او دجلالين تفسير ليکوونکى .

ملاعبدرب الرسول . کندهار لوي عالم مبلغ اومقرر . 

ملاعلي قاري  : دامت مسلمه لوي عالم ، مفسر، محدث،محقق ،فقيه ،اديب ، او ډيرو مهمودينى کتابونوليکوونکى .

ملا مراد على کاموي : دپښتوژبې لمړنې تفسير فوق اليسير ليکونکى .

ملا عبدالحق دارمنگى : دپښتوژبى لمړنى قران پاک ژباړونکى

ملا   عبدالقديراخندزاده  دپشه يي ژبې لمړنى قرآن پاک  ترجمه کوونکى .

ملا  عبدالصادق  اخندزاده .  دپشه يي ژبې  لمړنى  لمونځ او نمازکامل کتاب ليکوونکى .

ملا نجم الدين اخندزاده . لوي عالم، عابد ، مجاهد او خپلواکۍ اتل.

ملا  محمد عمراخندزاده مجاهد . دافغانستان اسلامى امارت زعيم .

ملا  محمد ربانى  : دافغانستان اسلامى امارت پخوانى رئيس الوزراء .

ملا  عبيدالله اخندزاده : دافغانستان اسلامى امارت پخوانى ملى دفاع وزير.

ملا اخترمحمدمنصور : دافغانستان اسلامى امارت پخوانى عمومي امير .

ملا دادالله اخند زاده  : دافغانستان مشهور قومندان اومجاهد .

ملا  بزرگ استاذ  : د ننگرهار لوي عالم ،شيخ القرآن والحديث .

ملا  ادينا غزنوي :  دهيواد لوي مبازر عالم .

همداسى  اينځرو ملاصيب ، پچيرو ملاصيب ، کجورو ملاصيب ، چکنوروملاصيب همداسې نوردامې يوازى بېلگې په توگه يادونه وکړه .

 

ماخدونه :

١\ فيروزاللغات اردو .... تاليف  مولوي فيروزالدين هندى .کراچى چاپ .

٢\ قاموس :  الفارسية والعربية . تاليف : دکتورعبدالنعيم حسنين .سعودي چاپ.

٣ \ تفسيرعثمانى (کابلى) پښتو . ..ليکوونکى : مولانا شبيراحمد عثمانى .

٤\  پشه يي لغات  دريم او څلورم جلد قلمى نسخه . تاليف : فضل الرحمن صادقي

٥\ دافغانستان لڼد تاريخ . ..ليکوال  : علامه عبدالحئ حبيبى . پيښورچاپ .

٦\ دپښتو آدبياتو تاريخ   : ليکوال   : علامه عبدالحى حبيبى  کابل چاپ .

٧\  پشه يي گې   :   تاليف  : محمدزمان کلمانى   کابل چاپ .

٨\  پشه يي گلينا ..ليکوال  : محمدزمان کلمانى  کابل چاپ .

٩\  بلبل اونچ   ... ليکوال   : فضل الرحمن صادقي  قلمى نسخه .

اونوروټولنيزوپاڼو اوليکوالانوليکنو څخه لکه :

ياسين حمزه ، باهر حقپال ،سيف الله عمرى، فضل الرحمن صادقي ،لطف الله حمادنيازى،محمداشرف افغان ،خالقياراحمدزى  همت روحانى ،قاري خالد،ايمل افغان، احمدالله فطرت، شفيع اعظم،ذاکرجلالى،عاکف مهاجراوهمداسى نور .

ليک : فضل الرحمن آخندزاده (صادقي)

پيښور قوس دمياشتى دوهمه .١٣٩٥لمريزکال 

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...