۱۳۹۷ فروردین ۱۹, یکشنبه

کمون: (احمد جان ماڼو لیکنه)


زمونږ د ګران هیواد لرغوني افغانستان بهرمیشتو،هریو دخپلې خوږې مورنۍ ژبې درلودونکواود نړیوالې مورنۍ ژبۍ دورځی لمانځوونکواودرناوي کوونکو حاضرینوته ، سلام درناوی اوښه راغلاست وایم !

دوستانو ! پوره دخوښې اوخوشحالۍ ځای دی چی ، نن ورځ اودا نیټه د یونسکو لخوا دنړیوالې مورنۍ ژبې د یادونۍ اولمانخنې په توګه منل شوې ، ترڅو مونږ اوتاسی ،هریو دخپلې مورنۍ ژبې ویوونکي دا زمونږ د میندو ،پلرونو اونیکونو ، راپاتی فرهنګي او تاریخي میراث چی ، دبشري لرغوني تاریخ په اوږدوکښی د نړۍ پرمخ دطبعیت په خاصو او ځانګړو سیموکښی ټوکیدلي زږیدلي په خاپوړو راغلې پیغلې شوې ، ثمرته رسیدلې او هرې یوې مورلوڼې را زیږولي او د خاورینې نړۍ پر مخ خپرې شوې ، په هر لور تللي ستر ستر تمدنونه یې مینځ ته راوړي دبریاوو ،ناخوالو ،خوږو ،ترخو ، لوړو ژوروسره مل دانسان دژوند په شان را لویې شوې ثمر ته رسیدلي راز راز تاوده ساړه یې تیر کړي د ژوندانه د څرنګوالي د غم ،خادۍ دیني او مذهبي رواجونواوکړنو سره مل دتاریخ جوړونکې شوې ، لکه د مورد اوربل ښایسته خوشبویه ګل په نړیوال ژبنیز بڼ کښی یې خپله ښکلا او خوشبویې دځان سره په هر لوری وړې ،ساتلې اوهغه یې دخاورینې نړۍ په هر لور خوره وره اوشیندلې ده . 

په دی خاطر چی ، د نړۍ پرمخ د مورنیوو ژبو په سمسور بڼ خزان وانه لوزي اود تس نس کیدومخه یې ونیول شي دا د نوو نسلونو په خوږو بچو ده چی ، دخپلې مورنۍ ژبې دلا ښکلا او پا یښت په خاطرهلې ځلې وکړې ترڅو،  د خپلې خوږې مورنۍ ژبۍ ادبي اوفرهنګي عظمت او لرغونې تاریخ په میړانه و ساتي او راتلونکو نسلونو ته یې د ښکلي او بډای ادبي تاریخ په توګه، په میراث پریږدي او د ننیو پرمختللوعلمې وسایلو  په مرسته ژوندۍ پاتې اوعمر یې لا اوږد اود ژبو بڼ ورباندی لا ښایسته او تل پاتې شي. پشایې ژبه هم یوه لرغونې آریایې ژبه ده چی ، زه یې دخپلو څیړنو په بنیاد هغه (اریک ) دهند اواروپایې ژبو موراوانا بولم . چی، په دی اړوند می یو څیړنیز کتاب ( په هند واروپایې ژبو کښی د پشایې ژبې موقف ) په نوم چاپ اوعلاقمندانو دمعلوماتو لپاره ټولنې ته وړاندی کړی ، دوهمه برخه به یې هم انشاله په نږدی راتلونکی کښی چاپ کړل شي .

ماخپل څیړنیز کارد ارواح ښاد عبدالحي حبیبي صاحب دپښتو ادبیاتو دلومړي ټوک څخه په ګټه اخیستلوترسره کړی ، مرحوم په خپل کتاب ( دپښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک) کښی پوره زیارګاللی ، یوبی ساری په علمي انډیو بارښکلی څیړنیز کتاب یې لیکلی ،د پښتو ژبې لغاتونه یې داصلي اریایې ژبې (آریک = پشایې) دلرغونوآریایې کتابونو ( ویدا او اوستا ) د زړو لغاتونو سره په پرتله کښی څیړلې اودایې ثابته کړې چی، پښتو داصلي اریایې ژبې دکورنۍ څخه ده .
  ما دحبیبي صاحب پښتو ادبیاتو تاریخ دپرتله شوو لرغونوآریایې لغاتو دڅیړنې اوپرتلې وروسته ښودلي چی ، پشه یې ژبه هماغه لرغونې (آریک = پشا یې ) ده کوم چی، لویدیز ژب پوهان یې (دهند اواروپایې ) ژبو مور یا نیا بولي همدا ډول ژب پوهانو ویلي چی ، اصلي آریایې ژبه (آریک ) د۱۴۰۰ ق ، م کلونو په شا او خواکښی مړه او له مینځه تللې  ګڼي  خو ، وایې چی ، هند او آروپایې ژبې دهغې لوڼې اولمسې دي.

 ښاغلو ! زما د څیړنې پایله او ادعا داده چی ، لرغونې آریایې ژبه (آریک = پشا یې) دهند او اروپایې ژبو مور زما مورنۍ د آریانا ویجه دتمدن دلومړنیو آریایانو، اٌصیلانو اوپاک زاده ګا نو ژبه همدا ننې د لوڼواولمسیو له نظره لویدلې بوډۍ  (پشا یې ) د ناخبرو لمسو او کړوسو د خندا او ټوکو ټکالو وسیله ګرځیدلې ، که څه هم خواره زاره ده مګر ، په زړه پوره ویښه اوبیداره ، د مینې ډکه ده پوره مینه ناکه ده ، خو خواره تش پوټکی هډوکې شوې ، خو داستاسومهربانه ابۍ تاسو له څیرو ،رنګونو خوشبویونو اوپه کږو وږو لفظونو ښه پیژني، ټولوښکلو بچوسره بیدریغه خوږه مورنۍ مینه لري ، تاسوټول لمسي اوکړوسي په خپله اغیزناکه غیږ کښی را نیسي  په خپل خواراو وچ  ګوګل کښی مو رانغاړي په لولو، لولو مو په خپلو لیچو کښی ځنګوي ، ستاسی ننې خوږې کږي وږي ژبې، لرغونې آریایې (آریک = پشا یې ) ژبې ته ورته اوپه ما لګه پوره برابرې دي ! 

ستاسی لرغونې اریایې ژبه ( آریک =پشا یې ) ټولې لوڼه ، لمسۍ ، کړوسۍ او کودۍ هند او اروپایې او پرله پسی مینځته راغلې زږیدلې  لوڼه اوخویندې ژبې د خپل ستر آریایې کوراوکهول پاکې اوښکلې نخښې اونښاتې ګڼي اودخپل زو زات څخه داهیله اوغوښتنه کوي او وایې چی ، مور ته ټول اولادونه یو شان ارزښت لري په خپلو مینځو کښی سره مینه وکړی ، خواوه شئ یوبل په غیږ کښی ونیسئ ، په یووالي سوله او برابرۍ کښی ښکلی اوښایسته ژوند غوره کړئ اوزما دکمون دزماني دبچو څخه یې زده کړئ !؟

دسیمینار ګډونکوونکود وخت څخه په استفادې غواړم ، تاسی ته دخپلې ادعا دپشایې ژبې دلرغونتوب ثبوت یو لرغوني آریایې ترکیبي نوم چی ، دهند اواروپایې ژبو ښکلا ده اود نړیوالوادبیاتو په کور ورننوتی هغه ځلآند آریایې ادبي غمی ( کمون ) تاسی ته تشریح اوتوضیح کړم ، ترڅوتاسی حاضرین باوري شي چی ، په رښتیا ( پشا یې ) ژبه ، هماغه لرغونې آریایې ( آریک ) ده کوم چی، ژب پوهانو اوڅیړونکو هغه مړه اوله مینځه تللې ګڼلې . خو زما دعوی داده چی ، (آریک = پشه یې ) لا تر ننه زمونږ په لرغونې آریانا ، اسیا په زړه افغانستان په ننۍ جغرافیي کښی د لمر په شان رڼا ، ځلا  ،تودوخه لري اوپر ټولوبچو پرته له توپیره یوشانته رڼا اوتودوخه شیندي لا ژوندۍ ده او شتون لري .



پوهان وایې کمون يوه لأتنى كليمه ده چىپه پشتوأودرىژبوكى ورته دسته جمعى يا دله أيز معنى وركوى . ًد سوسياليزم يا كمونيزم اخرى مرحلى ته هم كمون ويل كيژى .په دىدوره كىتوليدى وسائل دير ضعيف ووپه انفراد دول چا نشو كولاىچه فعاليتونه ترسره كړى بايد ټول كارونه مشترك وكړى. په تنهایى توگه چا نشول كولاىچىخپل اړتياوى او ضرورتونه ترسره كرى يا دهغه داړونكى او خوړونكى وحشى حيواناتو ډار هم موجود بايد ډله أيز كار يي ترسره كړاى واى .ډله أيز فعاليتونه لكه دحيواناتوښكار ًد طبعىميوه جاتو را ټولول او بيامساويانه په خپلو منحًو كىويشل .
دوستانودبشرپه تاریخ کښی د کمون نوم په لویوټکواوزرینوکرښولیکل شوی اوتعریف شوی چی ، د نني انسان د  اوسني پرمخ تللي تمدن تاریخي زړی څټه اوبنیاد جوړوي اوپورتنی تعریف ورسره ښه څنګ لګوي اوتعریف یې په ځان برابر دی .
دوستانو هره ژبه دخپل پیدایښت له پیله را نیولې تر زړښته رنګارنګ ادبي پړاونه وهي ورځ تر بلې وده کوي ، ټول طبعې معین پړاوونه وهي ، ورځ ترورځې دسپرلي دګل غوټۍ په شانې غوړیږي هراړخیزه وده مومي  خپل تاریخي او ادبې پړاوونه وهي په ثمر راځي ،لوڼه زیږوي زړیږي او بلاخره په مرګ محکومه اومري  خو ، کله کله ورڅخه داسی ښکلي ،ښایسته ادبي لوڼه دلعل اوالماس په شان قیمتي غمي وزیږیږي چی دبشر په اوږده تاریخ کښی دبحث وړ وي لکه د( کمون ) ترکیبي نوم .
داچی نن دمورنۍ ژبۍ  شانداره  ښکلې ورځ ، زمونږ د انسانانو د زات  د تاریخ پیلامه د ( کمون ) نوم دنړۍ  په تاریخ کښی ثبت اویاد شوې، تاسی حاضرینو ته یې د (پاشا یې  = آریک ) اصلي اریایې دهند اواروپایې ژبو د مور یا نیا په ژبه کښی تربحث اوڅیړنې لاندی راولم  چی ،د ( کمون) نوم څه معنی لري ؟ ولی ورته ( کمون) وایې؟ او دا مشهور نوم په کومې ژبې کښی ژوندی دی ؟ اوڅه ډول نړیوالو ادبیاتو ته لاره پیدا ، تاریخي اونړیوال شو!
  ښاغلو ! زه د ( کمون) نوم  په تاریخي،ادبي  ،علمي اومنطقي پلوه د پشا یې ژبې پوری اړوند ګڼم هغه په دی خاطر چی ، نوموړی نوم په پاشا یې ژبه کي د دوو (کم ) او ( ون ) نومونو دیوځای کیدو څخه په لاس راغلی ، چی ( کم = لږ ) او ( ون ) برخه یې دپاشا یې ژبی د(ونیک = وریشل= ریسید ن ) دمصدر دګردان په پایله کښی دمفرد مخاطب لپاره امري فعل ( وریشه ) څخه لاس ته راځي یعنی (لږ یوځای کول اوپه یو اوبل کښی سره راتاوول ، رانغاړل یوځای کول ،قوت ترینه جوړول ) دي چی،  دا کار د وړۍ، پنبی ، ویښتانو او هغه ګیاهګانو چی، پستې او د تاوولو وړ وي اویوپه بل کښی سره دیوځای کیدلو اود یو نوي بل شي دجوړولو توان ولري لکه ، تار ، رسۍ ، پړي اونور ورته شیان چی دڅوضعیفو اوناتوانو تارونو د یوځای کیدو په نتیجه کښی یې مضبوطیت ، توانایې ، قوت اواتحاد رامینځته کیږي اوبیا بل نوم ورته ورکول کیږي لکه په انساني ټولنه کښی دڅوکسانو ،څوکورنیو ، قوم ، قبیلې په پایله کښی دولت اودهغویو په اتحاد کښی ستر اولوی اتحادونه لکه ناتو او په انساني لومړیو مرحلو کښی د انسانانو دژوند دبقا په خاطر دانساني ټولنې ( کمون ) دنامه رامینځته کیدل  هم خپل مینځي مضبوطیت اود قوت جوړول دي .
 نواوس په ډاګه ویلی شو چی ( کمون ) په پشا یې ژبه کښی ددوو نومونو په یوځای کیدواو ترکیب کښی شتون لري او دا په ډاګه کوي چی پا شا یې ژبه  د (کمون ) دجوړښت څخه لا دمخه په انفرادی بشري ژوند کښی زږیدلی خپل شتون اولرغونونتوب ثابتولی شي اودا راته په ډاګه کوي چی ،لرغوني اریایان لادبشردتکامل  په لومړي مرحله کښی داتحاد ،اتفاق په مانا ، مفهوم او ارزښت پوهیدل چی ،خپل ضعیف اوناتوان ځانونه یې په یوځایې ژوند (کمون ) کښی سره راټول اومنسجم کړل ، همدا وجه وه چی، هغو خپل ځانونه دتباهی وژغورل اونن دبشر لوړو تکاملي مدارجو ته یې ځانونه رسولي دي . مونږ ته هم  ښایې چی ، د خپلو ناتوانو لرغونوپلرونو اونیکونو څخه پند واخلواوسره یوموټې شو.
داچیمونږ او تاسید(کم= لږ ) په مانا پوهیږو خود (ون ) نوم اوبرخه راته ګونګه ده ،غواړم د(ون) برخه د پشهیېپه ( ونیک = وریشل = ریسیدن ) مصدر پهګردانکښیتاسی ته درویښیم .
ونیک = وریشل = ریسیدن
آ / زه      ونیم  / وریشم ؛  تو / ته   وني / وریشې ؛  سی / هغه  ونا ، ونګا / وریشي ؛ امو / مونږ  ونیس / وریشو ؛ 

ایمو / تاسو  ونیدا / وریشئ ؛ تې / هغوی   ونین / وریشي 

آمری افعال یې :  دمفرد مخاطب لپاره  :     ون / وریشه / بریس ، یا  «ونه » :

        ------   :  دجمع مخاطب لپاره  :    وندا / وی ریشئ .         وننا / وریشنه .
ونکالا / وریشونکی ؛ ونکالي / وریشونکې .

داچی مونږ د( ون) فعل د کمون دنامه دوهمه برخه دپشا یې ژبې دمفرد مخاطب لپاره چی امري فعل دی د (ونیک = وریشل ) په  ګردان کښی پیدا او باور مو پری راغی چی ، هو دا دکمون د (ون ) برخه دپشه یې ژبې یولرغونی نوم دبشري شریک اوبرابر ژوندانه (کمون ) په نوم کښی یې شتون لاره . کم + ون = کمون . 

دا دی دلرغوني آریایې کمون تاریخي نوم په پشه یې ادبیاتو کښی ، په تاسف سره باید ووایم چی ، دا دپشایانو او پشایې یې ژبې د وروسته پاتی والي نتیجه ده چی ښاغلي لرغوني آریایان پشا یان هم لا ددغه نامه څخه بی خبره دي . دا دی نن زه دا لرغونی د ( کمون ) تاریخي نوم ګرانو پشه یې ژبو اوټولو داریا دکهول ژبو کورنیو ته په درناوی اهدا کوم .

دافغانستان ( ملي تحریک ) دګوند ښاغلو او اغلو غړو څخه مننه چی ، د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ یې دهیواد څخه بهر دنمارک شاهي دولت دسنوبورګ په ښار کښی  دیو شاندار سیمینارپه  شتون کښی ولمانځله ، ددغی مبارکې مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ټولو ګډونوالو اونړیۍ والو ته دزړه له تله مبارک وایم .

مورنۍ ژبې دلا ځلیدو،غوړیدو او سمسوریدو په هیله!  دیوې نړیوالې ژبې د جویدو په هیله !

احمد جان ماڼو دنمارک (سنوبورګ ښار) ۱۷/۰۲/۲۰۱۸.

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...