۱۳۹۹ شهریور ۵, چهارشنبه

محفل بزرگداشت از روز زبان پشه یی



آژانس خبری باختر: به گزارش آژانس باختر؛ بر بنیاد خواست پشه یان کشور و منظوری رییس جمهوری، ۲۵ جوزا روز زبان پشه یی در کشور مسما شده است و پشه یان کشور امروز از روز زبان خود گرامی داشت به عمل آوردند. در این محفل، حضرت علی رییس شورای سراسری پشه یان افغانستان از حکومت خواست که به مردم پشه یی فرصت اشتغال فراهم کند.
وی تاکید کرد که قوم پشه یی از روند مذاکرات صلح حمایت می کند و از حکومت می خواهد که نمایندۀ آنان در این مذاکرات حضور داشته باشد. 



محمد طاهر زهیر: وزارت اطلاعات و فرهنگ قاموس زبان پشه یی را چاپ می کند
محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات وفرهنگ، امروز در محفل بزرگداشت از روز زبان پشه یی گفت که به زودی قاموس زبان پشه یی از طرف آن وزارت چاپ خواهد شد.

 

 محمد شاکر کارگر رییس دفتر ریاست جمهوری تجلیل از روز زبان پشه یی را روز بزرگ برای پشه یان دانست و گفت که حکومت تلاش می کند به مردم پشه یی توجه بیشتر شود. وی افزود که بنا بر خواست پشه یان و تایید رییس جمهوری، ۲۵جوزا به نام روز زبان پشه یی درج تقویم شده است.



بعد محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ بیان داشت که افغانستان دارای تنوع فرهنگی و زبانی است و باید از این تنوع به عنوان یک فرصت قدردانی شود. به گفتۀ او طبق هدایت رییس جمهوری زبان های محلی و بومی باید تقویت شود.
محمد طاهر زهیر افزود که به زودی قاموس زبان پشه یی که ده هزار لغت دارد از طرف وزارت اطلاعات و فرهنگ چاپ خواهد شد.



داکتر فریدون بارکزی، معین وزارت امور سرحدات اقوام و قبایل بر توجۀ بیشتر به زبان پشه یی تاکید کرد و گفت که مجلۀ "تارا" به هدف تقویت زبان پشه یی از طرف آن وزارت چاپ می شود.
قابل یادآوری است که ماهنامۀ وطنداران وزارت اطلاعات و فرهنگ در کنار سایر زبان های محلی و بومی، به زبان پشه یی نیز مطالب نشر می کند.

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت 
ډاکتر فریدون بارکزي : د پشه یي قوم له مشرانو سره ژمنه کوم چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ۵۰ کسه زده کونکې به په فوق العاده توګه چی ستاسو د شورا لخوا معرفی شی ددې وزارت اړوندو لېسو ته به د لیلیی سره جذب او ور وپېژنو.
د غبرګولي ۲۵ مه د پشه یي ژبې ورځ نن دوشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر۳ نیټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کنفرانسونوپه تالار کې ولمانځل شوه .
په یاده غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي، د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي عبدالوحید خاورې ، علمي، ادبي او فرهنګي شخصیتونو، د پشه یي قوم درنو مشرانو او استازو، لوړپوړو دولتي او غیر دولتي چارواکو او د تارا جریدې مدیر غازي الدین ګوهري ګډون کړی ؤ.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکی معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي غونډې ته په خپله وینا کې د ژبې پر ارزښت چې د پوهاوي راپوهاوي وسیله ده خبرې وکړې، د جلالتمآب ولسمشر څخه یی مننه وکړه چی د جوزا یا غبرګولې پنځه ویشتمه یی رسما د پشه یی ژبی د ورځی په نامه ونوموله او وې ویل :چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت تر خپلوامکاناتو د ژبو د ودې ، پیاوړتیا او همدا راز زموږ د ګډ ملي فرهنګ د ځلا او بډاینې لپاره د سیمینارونو، غونډود جوړولو او اثارو د چاپ له لارې هڅې کوي، چې ښه بېلګه یې د نورو چا پې خپرونو تر څنګ په پشه يې ژبه د تارا په نوم د جریدې چاپول دي. 
ښاغلي بارکزي د وزارت لخوا په دې برخه کې د لا ډېر وهڅو ډاډ ورکړ همدا راز یې د پشه یي قوم له مشرانو سره ژمنه وکړه چې ۵۰ کسه زده کونکې به یې د وزارت اړوند لېسو ته جذب او ور وپېژني.
ښاغلي بارکزي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټوونکي د اتل غازي امان الله خان هغو خبرو ته په اشارې سره، چې هندو، شیعه، هزاره، احمدزي او پوپلزي نه لرو بلکې ټول یو ملت یو، هغه هم افغان وویل: د افغانستان ټول درانه قومونه سره وروڼه دي او باید خپل یووالي او اتحاد وساتي.
همدا راز نورو وینا والو هم چې د لومړي ځل لپاره یې د پشه یي ژبې لمانځنه کوله له افغان ولسمشرجلالتماب محمداشرف غني څخه له دې امله خوښي څرګنده کړه، چې دغه ورځ یعني د غبرګولي ۲۵ مه یې په فرهنګي کلنۍ کې د پشه یي ژبې ورځې په نوم نومولې ده . 
همداراز دوزارت د اطلاعاتو اوعامه اړیکو ریاست د تارا جرېدې سل نسخې هم پر ګډونوالو ووېشل شوې

 

ریاست عمومی دفتر مقام عالی ریاست جمهوری

په لومړي ځل کابل کې د پشه یي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه.
د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم د منظورۍ پر اساس د جوزا ۲۵مه د پشه یي ژبې ورځ ونومول شوه او په رسمي ډول به په کلیزه کې درج شي.
دا غونډه چې د اطلاعات فرهنګ وزارت تالار کې جوړه شوې وه، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر عمومي رییس ښاغلي محمد شاکر کارګر، د اطلاعاتو فرهنګ نوماند وزیر طاهر زهیر، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکی مرستیال ډاکټر فریدون بارکزي، د ولسي جرګې یو شمېر غړو، فرهنګي شخصیتونو، ټولنیز فعالانو، د پشه یي قوم وروڼو او خویندو ګډون کړی وو.
د غونډې په سر کې په ولسي جرګه کې د پشه یي قوم استازي حضرت علي د مننې ترڅنګ وویل، چې پدې برخه کې د ولسمشر هڅې او د یاد قوم غوښتنې ته مثبت ځواب ویل یې په ستایلو او قدرداني ارزي.
ورپسې د اطلاعاتو فرهنګ نوماند وزیر طاهر زهیر، د قومونو ـ قبایلو چارو وزیر مرستیال داکتر فریدون بارکزي د افغانستان وګړو په ځانګړې توګه د دې پروګرام مخته وړونکو ته د دې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د ټولو بومي ژبو په تېره د پشه یي ژبې او مختلفو قومونو د کولتور د پراختیا او ودې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ناستې په پای کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر عمومي رییس ښاغلي محمد شاکر کارګر وویل 
د هېواد مروجې ژبې او د مختلفو قومونو فرهنګي پراختیا او وده د ولسمشر په فرهنګي پالیسي کې لومړیتوب لري.

همدا شان نوموړي ډاډ ورکړ، چې حکومت به د پشه یي سربېره د افغانستان ټولو مروجو ژبو د پراختیا لپاره ټول لازم امکانات په لاره واچوي.


 

 

 

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...