۱۳۹۳ آبان ۲۰, سه‌شنبه

د نورستاني ، پشه یي او گواري فرهنگیانو غونډه جوړه شوه



خپلو ژبو، فرهنگ او خلکو ته د خدمت په موخه د نورستانی، پشه یی او گواری فرهنګیانو لومړنی غونډه په کابل کې جوړه شوه. په دی غونډه کی چی د نورستانی، پشه یی او گواری قومونو د گڼو لیکوالانو، عالمانو او فرهنگیانو په گډون د شنبی د لړم (عقرب) اوولسمی ورځی له غرمی وروسته د وطندارانو د نشراتی اداری په سالون کی جوړه شوی وه، لومړی د مولوی عبدالولی عظیمی له خوا د قرآن عظیم الشان څو مبارک آیاتونه ولوستل شول او بیا د هیواد پیاوړي لیکوال، څیړونکی او د وطنداران د نشراتی اداری آمر او مسوول مدیر سمیع الله تازه د غونډی برخه والو ته د وینا په ترڅ کی وویل: زموږ د اداری اساسی هدف دا دی چی د اساسی قانون په رڼا کې د هیواد د درېیمو رسمی ژبو فرهنګ او ادبیاتو د ودی او پراختیا او معرفی په برخه کی اړین کارونه تر سره شی، د همدی موخی لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اډانه کی د وطندارانو پنځه جریدی رامنځته او د هیواد په ازبیکی، بلوچی، پشه یی ، ترکمنی او نورستانی ژبو خپرونی لري، خو زموږ امکانات او کار د دریمو رسمی ژبو د ډیر والی په تناسب ډیر محدود دي، هیله من یو چی دولت وکولی شی په راتلونکی کې دغه نشراتو ته براختیا ورکړي او د ټولو درېیمو رسمی ژبو ویونکو ته نشرات ولرو. 
ښاغلی تازه د غونډی برخه والو څخه وغوښتل چی له دغو نشراتو او د هغه د لا بډاینی په برخه کی خپله مشوره او همکاری زیاته کړی. 
ده د الینا د فرهنگی ټولنې د رامنځته کولو په اړه د ښاغلی څېړندوی فریدالله نوری نوښت او هڅی وستایلی او د نورستانی، پشه یی او گواری ژبو د فرهنگیانو ټولنې جوړول یې یو ښه گام وباله. 
وروسته لیکوال او څیړونکی محمدزمان کلمانی خبری وکړی او وویل: دا چی د لومړي ځل لپاره د پشه یی، نورستانی او گواری ژبو لیکوالان، پوهان او فرهنگیان سره راغونډ شوی او د خپلو ژبو، فرهنگ او ادبیاتو د پراختیا او نورو ته د پیژندنی لپاره د اغېزمنو لارو چارو د غوره کولو لپاره سلا مشوری کوی دا یو ډیر ښه گام دی. دغه ژبی د دغی خاوری دیر پخوانی او اصلی ژبې او د لرغونی آریایانو د فرهنگ د هندارو په څیر دی چی باید ډیر کارونه ورته وشي او کولی شو د پوره یووالی او پرله پسی هلو ځلو له لاری د خپلو خلکو دغه هیلی ترسره کړو. 
په دی غونډه کی فریدالله نوری، د الینا په نامه د یوې فرهنگی ټولنې د رامنځته کولو غوښته وکړه او د غونډی له برخه والو څخه یی وغوښتل چی په دې اړه خپل نظرونه څرگند کړی. 
ورسته ښاغلو محمد نواز حقیقت، د سرمولف معاون سلیمان سون آرا، الحاج محمد حسن حسام، شفیق الله معصوم خیل، عبدالرحمن، څېړنواله عاطفه نورستانۍ او نورو په وار سره د خپلو خبرو په ترڅ کی د دغو درې واړه قومونو د گډ درې نیم زره کلن لرغونی نوم الینا په نامه د یوی فرهنگی ټولنې د رامنځته کولو په هکله پرېکړه وکړه او د هغه د لاپیاوړتیا او اغېزمنتوب په اړه یی خپل نظرونه څرگند کړل. 
د غونډی په پای کې د ښاغلی محمد زمان کلماني په مشرۍ او د ښاغلو سمیع الله تازه، محمد حسن حسام، څیړندوی عبدالمالک لاموال، سلیمان سون آرا، شفیق الله معصوم خیل، عاطفه نورستانۍ، محمد نواز حقیقت، شمس الحق عطازاده، فریدالله نوری، فضل الرحیم مظلومیار او فضل کریم کریمی په گډون یو دولس کسیزه کمیسیون وټاکل شو، ترڅو ددغې فرهنگی ټولنې د چارو د پرمخ بېولو، پراختیا او د هغه د قانونی پړاوونو د بشپړولو لپاره لاس په کار شی.




آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...