۱۳۸۸ دی ۴, جمعه

د پشه يى ژبی په باب په زړه پورې څرگندونې

کابل هیواد ورځپاڼه ۳/۱۰/ ۱۳۸۸محمد زمان کلمانی
پشه يى زموږ د گران هيواد افغانستان د يو قوم او ژبې نوم دئ چى زياتره زموږ د هيواد په ختيزه برخه يعنى د كاپيسا ، لغمان ، ننگرهار ، نورستان او د كونړ په ولايتونو كې د خپلو پښتنو ، تاجكو او نورستاني وروڼو تر څنگ ژوند كوي. د دوى په هكله ځينو لويديزوالو او هم افغاني څيړونكو ليكنې او څيړنې كړي او خپاره شوي دي چې زموږ په ځينو كتابونو او مطبوعاتو كى هم يادونه يې شوى ده ، خو د پشه يى په هكله زموږ د نورو ختيزوالو څيړونكو د نظريو او څيړنو په باب ډير كم څه تر سترگو كيږى چى له نيكه مرغه په دې باب د پښتونخوا تكړه ليكوال ښاغلى ډاكتر سيد چراغ حسين شاه د پېښور يونيورسټى د پښتو اكېډمي په درې مياشتنى (جولاى ، اگست ، ستمبر ۲۰۰۶ ع) (پښتو) نومې مجلې په سر كې (د بې ستون د كتیبې د تحليل سره تړلې كشالې) تر سرليك لاندې ډيری په زړه پورې څرگندونې او ليكنی كړې چى ځينې برخى يى كټ مټ وړاندى كوم: «د ايران د ښار شيراز نه څه كم زيات څلويښت ميله په منزل د بې ستون زاړه آثار پراته دي. دې کې په يوې ستنې باندې د ايران د يو مقتدر باچا داراى اول د زمانې (۴۸۶ ق م – ۵۵۸ ق م) په درېوو ژبو (بابلي ، علامې او فارسي) کې يو مضمون په ميخي رسم الخط کې په بیلومخونوکی ليكلى شوى دى. د فارسي متن چى ټول ټال ۲۴۰ كرښى لري. دې کې درې جملې داسي ليك دي.

۱- نى اري كه آهم
۲- نى داروجه نه آهم
۳- نى زوره كه ره آهم
د دې ليكونو ترجمه جارج گدوټيفينډ په كال ۱۸۰۲ ع کې شروع كړه. او سر راولنسن (Rawlinson) ۱۸۴۶ ع کې مكمله كړه. د دې كرښو په باره کې د مغرب او د مشرق پوهانو بيلې بيلې نظريى واړندې كړي دي.
۱- دا كرښې د زړې فارسي په يوې لهجې کې ليك دي. د راولنسن نه تر لوني او د كينټ راسې مستشرقينو دارايه ده چى دا د پخوانۍ فارسۍ ژبې توري دي.
۲- د ايران پروفېسر ډاكټر معیين هم دا زړه فارسي وبلله.
۳- د افغانستان لوى محقق آقاى حبيبي اول ځل په خپلې مجلې «سروش» کې د بېستون د كتیبې له تحليل وروسته په درې جملو کې د پښتو اثر ښكاره كړو....
۶- د پشه یی (Pashai) ژبې محققين او شاعران چى پکې د دكتور نور محمد غمجن تميل په شان نامتو د بشری علوموعالم هم شامل دى ، دا دعوا لري چى د پشه یی ژبې اولنۍ كتبه د بې ستون ده ، چى ۵۱۶ ق م د دارا زمانې سره تعلق لري. دې كتیبې کې چى كومه ژبه په كار راوستې شوې ده ، دا ژبه اوس هم پشه یی كليو او سيمو کې همدغسى لهجى وېل کیږي. او د دې ترجمه ده« چى ما باندې ظلم ولې وشو؟ زه نافرمان نه وم. زه دروغجن نه وم. زه ظالم نه وم.» د پشه یی ژبې په رواياتواو فولكلور کې دا يوه ستره کیسه ده چه د سندرې يا د مثنوي په شكل کې ویل کیږی. د استادانو استاد پرويش شاهين د دې کیسې په كتابي شكل کې د وجود ذكر كوي. او ليكي «يو ډير مشهور كتاب دى. برهت كتا ، اصل خویی ورك دى. سيزل شوى دى. خو لسمه برخه يې چى په زرگونو شعرونو مشتمله ده ، د پشه یی ژبې لوى شاعر گنه ډهيه دا زړه راښكونكې او معركه آرا رزميه نظم Birhat Katha (لوى داستان) ليكلى دى. دا داستان په ړومبۍ پیړۍ کې په سنسكرت کې ترجمه شوئ دئ او بيا وروسته د نړۍ په ۴۵ ژبو ترجمه شو. ډاكټر گيان چند ورباندې كار كړى دى. ميكډونل يې د سنسكرت ژبې او ادب په تاريخ کې ذكر كړى دى. بابر باچا په تزك بابري د ايملي برانټي ترجمه کې د پشيانو خبره كړې ده. كوالالمپور بدهيانو دغه پشه یی کیسه كتابي كړې ده. دا ژبه هلته رسيدلې ده.
۷- د بې ستون كتیبې په باره کې د پرويش شاهين دا خيال ډير معقوليت او وزن لري چى (د كتیبې ژبه پشه يى ده). بل مخ ته يې فارسيان د خپلې ژبې يوه لهجه گڼي اوارواښاد حبيبي يې پښتو گڼي ، زما په خيال دا ټولې ژبې اول سر کې يو وې. نو كه اوس دومره نږديوالى موندى شي نو ... د زمانې سره هره ژبه له بلې څخه جدا شوه. له دې نه مخکې چى زه خپله رايه وړاندې كړم. بايد چى د پشه یی قوم او ژبې په باره کې څه معلومات وړاندې كړم. د هند لوى محقق گيان چند ليكي چى سنسكرت کې پشاثه بهوت پريت ، ديو ، ركشن او غوښه خوړونكي ته وايى. داسې ددوى ژبې ته پشه یی ژبه وايى. پردې ژبې باندې د مغرب او مشرق لوى محققينو كار كړى دې... پشه یی ژبه د دردي په نوم هم ياده شوې ده. چى دې ژبې کې يى معنٰى ده ، غرځنې او كوهستانې. د دوى درد يا درادا (Drada) نوم ډير زوړ دى او يوناني ليكوالو يې ډير زيات ذكر كړى دى. پشه یی ژبه د افغانستان په نورستان ، كونړ ، ننگرهار او لوگر کې ويل کیږی. په نورو سیموکې هم د پشه یی ژبې ويونكي خلک شته.د دوى وطن ته داردستان وايى ، چى په دې ژبو كار كوونكى عالم لټنر (Leitner) ورته ۱۸۶۰ کې د درد مناسبت وركړى دى. زموږ‌‌‌ كلى تاجه زئ لكي مروت سره دې د يو كلي نوم د پشه يانو كلئ دى چى د كمبيلا درياب په غاړه پروت دى. دلته اوس سالم پښتانه آباد دي. پش (لوهار) يو هم پکې نشته. وروسته چى موږ به د اسداكا يا ساگا قوم او د پشه یی قوم د تعلق خبره كوو ، نو له اوسپنې سره د دوى تعلق به هم ښكاره شي. داسې د يو كلي نوم د كوټاڼانو كلى دئ. د دې وجه تسميه به هم معلومه شي. چى موږ د جپسيانو (Giposies) او د پشه يانو د ژبو نږدې والۍ خبره به څيړو. د پشه یی ژبې لساني او ادبي تاريخ له زرگونو كلونو راتاو دى. دا ژبه د هندوكش د غره په قطبي او سويلي علاقو کې د آرياو د حملو نه له مخه موجوده وه. كيسه گرو پشاچه د كاڼى د زمانې آدم خور نسل گڼلى دى. زړو كتابونو کې د دوى ژبه د پشاچي ، داردي او آرنيا په بيلو بيلو نومونو ياده شوې ده.... په پخواني تاريخ کې د دوى د ميشتې (مسكن ، استوگنې ځاى) ته داردستان وېل شوي دي. «درد» په پشه یی ژبه کې غره ته وايي. «ستان» د فارسۍ لا حقه ده. او ددې معنٰى شوه ، غره ييزه ځمكه يا علاقه. ډاكټر لټنر او نور محققين داردستان کې له چتراله تر گلگت او چلاس راسۍ علاقه هم گډه وي. پرويش شاهين ليكي چى آرنيا (Arnia) د چترالي او يا د كهوار ژبې نوم دى ، چى لټنر وركړى دى. خو بل څوك يى په دې نوم نه پېژني. پشايى قوم په سند کې هم آباد پاتې شوى دى. او سندي ژبه يى هم متاثره كړې ده. حنيف خليل خپل كتاب «اردو كى تشكيل مين پشتونون كا كردار» پاڼه ۲۰۷ باندې ليكي: چى څه وخت محمد بن قاسم سند فتح كړ نو دلته يوه كچهړۍ ژبه وه ، چى پشاچى اثرات يى لرل او هم يې شورسيني (يو بيل پراكرت). د شاهين صاحب وېنا ده چى د دې ژبې څه ويونكي نن هم د سند د لاړ په علاقه کې موندل كيږي او عجيبه خبره دا ده چى د يورپ د جپسيانو ژبه يا روما او پنجابي ژبې هم د دې پشه یی ژبې سره تړون لري. جپسيان زمو د پښتونخوا د سهيلي علاقې نه وتلې خانه بدوش كوټاني دي. د پشه یی ژبې د قدامت په لړ کې لانديني دلايل وركولى شې ، چى په اصل کې د دې خصوصيات دي.
۱- پشه یی ژبه په ټولو هندي آرياو ژبو کې زړه ژبه ده ، چى په تحريري شكل کې راپاتې ده.
۲- پشه یی پراكرت پانيني د سنسكرت د گرامر د پاره مرنډيز او چوڼ شوې ژبه گڼلې ده.
۳- اشوك راجا دا ژبه د خپلو ډبر ليكونو له پاره غوره كړې وه.
۴- مسلمان عالم البيروني خپل د دوايانو كتاب کې ددې نمونې وركړې وې.
۵- د نورو زړو آريايى ژبو په مقابله کې پشه یی يوه اصلي او پاكه ژبه پاتې شوې ده.
۶- جپسي ژبه د پشه یی ژبې يوه څانگه ده ، چى پکې نورې ژبې هم گډې شوې دي. نو داسى جپسي خلک په اصل كى پشيان دي.
۷- پخوانۍ زمانو کې چى د ويد شهادت پکې ډير مستند دى ، دا پشايان خلك الينا په نامه ياد شوي دي. څوك چى اوس هم الينگار ، اليشنگ او اله ساى په تاريخي درو کې په دې نومونو سره اوسيږي.
۸- په دې ژبې کې بدهت كهتا او ملنډا پڼه غوندى تاريخي او مشهور كتابونه ليكل شوي دي.
۹- كومه گندهاري ژبه چى د اوسنيو ژبو مور گڼلى شي ، دغه گندهاري د دې پشه یی نه زېږېدلې ده.
۱۰- دې ژبې خپل ځانله ليك دود درلود ، چى نن هم په تبت کې شته.
۱۱- د گلگت سنسكراتي نسخه د پشه یی ژبې ترجمه ده.
۱۲- دا ددې سيمى ژبه ده. او همدا خاوره د دې زوړ ټاټوبى دى. ډېرو عالمانو ددې ژبې نوم ليكلى وو او دا به يى وېل چى پنجابي ، سندي ، هندكو ، سرائيكي او كتراني هډ هم د دې ژبې دى.
۱۳- د افغانستان كاپيسا ولايت د پشاچا د خلكو د مور نوم دى.
۱۵- د دې په نوم نن هم په دې وطن کې ډير ځايونه لكه پشور ، پيش پور ، بشوړه ، بشمال ، پيش لور ، پيشوڼي ، پنشي پل ، پشه پل ، پشنگ او پشتخره موجود دي.
۱۶- پشه یی ژبه د دواړو آريايى گروپونو هندي او ايراني نه خو جدا ده ، خو د دواړو خاصيتونه ورکې يو شان موندلى شي. د نورو آرياونه بيخي جدا ، او ډيره پخوا زمانه کې پشه یی جدا شوي دي او د ځان له په غرونو کې د پاتې كېدو په سوب يى بيا د آرياو له مذهب او دستور سره تړون نه دى پاتې شوى. د برو خاصيتونو په بنا چى بېلو بېلو محققينو د پشه یی ژبې بيان كړى دى، له دى نه زما په خيال دا نتيجه په آسانه سره اخيستل كيږي چى هر كله پشه یی اصلي ، مونډيزه ، سوچه او پاكه آريایى ژبه ده. (زه ځاني له آريه ژبې او نسل له نظريې سره اختلاف لرم. هغه د علي خان محسود خبره چى لا تر اوسه دا پته و نه لگېده چى آريه د نسل نوم و ، كه د مذهب يا د نظريې) نو زه به دا خبره په دې طريقه وكړم چى په هندي او ايراني کې د پشه یی ژبې خاصيتونه يو شان پيدا كېږي. يعنې پشه یی ژبه يې مور ده او هندي او ايراني ژبې يې لوڼه دي. چى په دې کې د نن پـښتو هم راځي. يعنى د پښتو ، فارسي ، سنسكرت او ژوند په مقابله کې پشه یی نسبتاً د اصلي يا د ديسي خلقو (Indigenous Native People) ژبه ده.... زما په خيال هر كله چى درد ، پشان او اسوا كا يوشو ، او اوسپنه هند ته دې خلکو راوړې ده پښتو د ساكانه وتلې ده. نو پښتو کې نن هم د اوسپنې كار كونكو كاريگرو ته پشان (لوهار) وايى. د پشه یانو او د پشه یی ژبې د زوال اسباب: محقق ليكي چى د آريا له دردي سره جنگ شوي وو او دوى ته يى د پشاچه ، پشاڅ (Pasocha) نوم وركړى و. چى معنٰى يى د آدم خورو او غوښې خوړونكو كېږي. وجه يې دا ښايى چى دې خلكو ډير ويدي رسمونه او عبادتونه پرېښي وو. ځكه د هغوى په نظر کې دوى داروي او بې مذهبه خلك وو. او دوى ته يې مليچ ، داس ، داسيو ، ديو او وحشي ويلي دي. خو مورخين دا نه ښيي چې پشايانو ويدي رسمونه او عبادتونه ولې پرېښودل او دې لړ کې مفروضې شته او اهمه دا ده چى آريا اول کې غوښه خوړونكي وو. وجه يى هر څه چى وي. دې جنگونو پشايان د هندوكش غرونو او دې اديانو ته يو ځل بيا راغونډ كړل. د پشه یی ژبې د زوال وجې دا دي چى كله پانيني نور رايج پراكرتونه متروك وگرځول او صرف سنسكرت يى گرامري ، ادبي او مذهبي ژبه برابره كړه ، ورسره د ايراني فوځونو يلغارونو فارسي په دې علاقه خوره كړه او د اوستايى ژنه ژبې په رايج كولو کې كوښښ وكړ. آخر د اسلام له راتگ سره فارسي او پښتو په دې سيمه كې ښه غزونه وكړه. او داسې يى تقريباً پشايان په مكمل توگه د هندوكش غرونو ته ورديكه كړل. زه د تاريخ پښتون ددې خبرې سره جزوي اتفاق لرم چې موجوده پښتو په تاريخي حوالې سره د پشایۍ ، دردي ، سنسكرت او د ژوند و غيره ژبو په مقابله کې نسبتاً اوسنې ژبه ده او د دې قام او ژبې په عروج او ارتقا کې د اسلام ډير لاس دى....
۲- د گوتم بدهـ نه مخکې په دې سيمه کې كم زيات د څلور مشهورو پراكرتونو د وجود پته لگي (۱) پالي او مگدهي ، مذهبي ژبې. (۲) مگدهي ، پشاچي ، شوريني ، ادبي ارزښت يې لرلو (۳) مگدهي ، شوريني ، د ډرامو ژبه وه (۴) پشاچي ، چوليكا پشاچي ، مگدهي چى قوي قواعد يې لرل. داسې د ډيرو ژبه گندهاري وه. چى يوه دردي څانگه گڼل كيږى. او څنگه چې مخکې يى ذكر وشو گندهاري د رعيت ژبه وه ، خو په هر حال پښتو نه وه. داسى باختري ، تخاري ، پاميري ، ازبكي او تاجكي د چين ، تاجكستان ، ازبكستان او تركمنستان سره نږدې بخد يا بلخ يا د باختر او د مزار شريف يعنى د نن په سياسي اصطلاح کې د شمالي اتحاد والاو ژبې وې او دي.
۳- د پانيني سره منسوب دا ليك هم چېرته وجود نه لري ، چى ما د سنسكرت د قواعدو جوړښت کې د دوه نماينده پراكرتونو هنيان او پكتيان نه ټكي اخستي دي.په دې کې هنيان نه ، ښاغلى مختيار نير صاحب د هندكو او ځلمي حنيف خليل د هنو (Huns) ژبه مطلب اخلي. البته پكتيان مطلب د دواړو په رايې کې پښتو ده... كه نن خوارو عاجزو اديبانو او شاعرانو دا ژبه پرېښوده ، نو ډير ژر به دا به هم د پشه یی ، شاړي ، لغماني او د واخي ژبو په شان د وركېدونكو ژبو او اصلي ديسي خلكو ژبه (Indigenous Native People Language) په قطار کې وشمارله شي او خداى پاك دې ونه كړي چى بيا يې د ستمبر پر نهمه (د وركو ژبو ورځې لمانځونكي هم څوك پاتې نشې.» تردې ځايه ټكي په ټكي د ښاغلي ډاكتر سيد چراغ حسين شاه د ليكنې ځينى برخى وړاندې شوې. د يادونې وړ بولم چى كيداى شى د طباعتي تيروتنې له وجې په دې مطلب كې د لغمان پرځاى لوگر راغلى وي ځكه چی اوس مهال د لوگر په ولايت كى پشه يان نشته او بل دا چى كېداى شي هغه ژبه چى په دې ليكنه كې (ژوند) په بڼه راغلى ژند يا زند وي او هم د داردستان د نامه په هكله بايد ووايم چى (دار) په پشه يى كې غره ته (داردې يا درد) غرنيو او (تان) ځاى ته وايى او هم (س) يو نسبتي تورى دئ ، چى په دې توگه داردستان په پشه يى كى د غرنيو او يا د كوهستانيانو ځاى معنا لري. او هم دا چى پشه يى ، لغماني او شاړي همدا يوه پشه يى ژبه ده چى لغماني د سيمى په ارتباط او شاړى د پشه يى د شاړيك (تلل) له مصدر څخه د امر جمع صيغه ده چى (‎ځۍ) معنا لري.

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...