۱۳۸۷ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

آریانا ویجه(آریا ورته- آریا ورسه«آریا ورشه»)


په خپل وار سره یو بل د آریائیانواصیل آریائی غمی دپښتود ادبیاتو دتاریخ څخه را اخلم کوم چې،دهندو اروپائي ښاغلو ژب پوهانود هلوځلوپه برکت د آریائیانو دتاریخ د ژور تل څخه راویستل شوی اودڅیړنیزو کتابونو په پاڼو کی یې دپیژندګلوئ وړ ګرځولی دی چې،هغه د آریانا ویجه « آریا ورسه» نوم دی کوم چې،ښاغلو ژب پوهانودانوم د آریائیانو دلرغوني ټاټوبي په نوم منلې دی . دنوموړي نامه په اړوندلومړی دژب پوهانواوڅیړونکو نظریات دځای دموقعیت او دنامه دڅرنګوالي او ماناپه هکله رااخلم او وروسته ئی دنوي نظر سره په پرتله کې څیړم . (آریائیان ترخپریدلواو ډیریدلودمخه په یوه ځای کې اوسیدل،چې دوی پخپله پخوانۍ ژبه «آریانا ویجو» باله،یعنې د آریا مځکه یا د اصیلانواو نجیبانواو پاکزادانوهیواد) (1).(وائی چې ددوی د هیواد هوا خورا ښه وه،مځکی ئی ډیرې اباتې،دوې میاشتی ئی پسرلی وو،نوری میاشتی به یخني وه مورخین په دی برخه کی ډیر سره مختلف دي چې ایا دغه «آریانا ویجه» چیري وو؛ ځينی وایی چې دتور سین شمالي غاړي دي ،بله ډله هسی ګڼي چې د خزر د ډنډ غاړي دي ،بله ډله هسی ګڼي چې د خزر دډنډشرقي او شمالي غاړې د آریائیانو اصلي مرکزدي، خو ځنې پوهان دې ته هم تللي دي چې د آریائیانود توکم اصلي ځای دپامیر لوړې مځکۍ او داموسرچینې دي،په هر ډول دآریائي توکم اصلي ځای هر چیري چې وو ،خو په دوې هغه ځای تنګ سو،لکه په اوستا چې راوړي هغه مځکه یو په یوه سړه سوه چې،د خلقو د خوړو لپاره څه نه پکښی موندل کیده، نوځکه آریائی توکم له هغې مځکې لیږد (هجرت اوکوچ)وکړ،ددغه لیږد زمانه څلور زره کاله(ق،م)تخمین کیږي)(2). (مګر په دی اواخرو کی ډیرو پوهانو دا منلې ده،چې دآریائیانو اصلي ټاټوبې دایشیا په مینځ کی د پامیر لوړې ته نږدی وو،چې د مختلفو اقوامو روایات او د آریائیانو دهجرت له لارو څخه هم دغه ثباتیږي.پرسي سایکس لیکي ،چې دا ځای د امو او ایګزارت په مینځ کی پروت و،چې دغه پامیراو بدخشان ته نژدې دی .ځنی پوهان دغه مځکه خوارزم ګڼي) (3) .( دي قدیم وطن او ټاټوبي ته دوې پخپله قدیمه ژبه (آرینه ویجه یا ویجو) (واج)ویله) (4). (ګیګر المانی اوځینې نورغربي پوهان وایی چې دا (آرینه ویجه)په غرنیو ځمکوکی وه چې،په سیردریااو زر افشان او امواو بیده،او آریائیانو په دغو غرو کې ځانونه دتاتارو او نورو له حملو څخه خوندي کړي وو،او د (آریانه ویجو)دکلماتومعناداسې ده:دشریفانواو اصیلانومځکه یا دپاکزادانو ټاټوبی )(5). (دغسې هم هندي آریائیانوهغه خپل پخوانۍ ټاټوبی (آریا ورته)یا (آریا ورشه)باله،چی معنائی هغه دآریامځکه یا ټاټوبی او داصیلو او ښاغلو هیواد ده)(6).(لومړی پلا دا نوم په (منو سمهیتا)نومي کتاب کی راغلي دي ،دی( آریا ورته)دهمالیا او د بحیره عرب تر مینځ مځکې ګڼي(7).(محقیقین وایی چې دا نوم هندي آ ریائیانوله پخوااو هغه وخته ورسره راوړی چی دوی له بخدي څخه نه وو خپاره سوې،خو ددی کلمې ادبي عمر دری پیړۍ قبل مسیح ته رسیږي)(8).(آریا ورته-آریا ورشه هم بلله کیده،او لکه ولسون چی وایی معنایی د(ښاغلواو اصیلو ټاټوبی)ده .مګر هغه وخت چی دا نوم د هند آریائیانو ورسره یووړ،نوئی دونی خپورتیا پیدا کړه چی،پر پای کې پر ټول هند اطلاق سواو تر ویدي دوري ډیر راوروسته چی دبرهمنیانو مدنیت له څلورمې پیړۍ ، قبلالمسیح څخه په هند کی شروع سو ،نو دوی بیا دغه(ورته- ورشه)واخیست اود ګنګاد رود غاړی ئی ( برهمنا ورته)هم وبللې چې له دغه څخه هم ددغې کلمې زوړ استعمال او ادبي نفو‌‌ذ ښکاره کیږي اودآریائیانویوه زړه او پخوانۍ کلمه ګڼل کیږي )(9). تر دی ځایه پورې مونږ د پوهانو په نطریاتو چې د( آریا ورته –آریا ورشه-آریا ورسه)دمانا او مفهوم په هکله یی څرګندونۍ کړې دي وپوهیدو.اوس چې مونږدنوموړي نامه د مانا اومفهوم دڅرنګوالي په هکله د پوهانو په نظریاتووپوهیدو،پر ځای به وي چې،په پشا ئي ژبه کې دا د( آریا ورته- آریا ورسه او آریا ورشه)د نامه د ما نا او مفهوم په اړوند دشنونکو اوڅیړونکود نووڅیړنو او شننو لپاره ،خپل نوی نظر په لاندی ډول وړاندی کړم.آریانا ویجه:دا نوم په پشائي ژبه کې یو ترکیبي نوم دی چې،دا ډول ترکیبي نومونه په لرغوني آریائي ژبه کی ډیر دي. دا ترکیبي نومونه چې ،خورا زړه پورې اودانارو د دانو په شان یو د بل سره اوډل شوي او یو پر بل ولاړاو څنګ پر څنګ ایښودل شوي او یو خاص نظم يی رامینځ ته کړی دی، همدا نظم د اصلي آریائي ژبې په ټولوترکیبي نومونو کې لکه:«ویدا ،اوستا،آریانا ویجه ، آریانا او حتیٌ ټول د ارب الاناع نومونه او نور...» نومونه د داسې ډول ترکیبونو څخه ډک اوښکلي جوړدي چې مه وایه،چې دا ډول ترکیبونه پخپله داصلي آریائي ژبې دادبي کمال او سترتیا یوه ځلانده بیلګه ده چې،د (پشائي)ننۍ پاتي ډنګره ژبه ئې ټول تت او تورتم ګوډونه ورته رڼوي او دا په ډاګه کوي چې اصلي آریائي ژبه « آریک» لا تر اوسه پوری زمونږ په ګران اولرغوني هیواد افغانستان کې ژوندۍ ده چې، دتاریخ د زرګونو کلونوپه تیر بهیرکې یی ټوله مزه له مینځه نده تللې او بی خونده شوې نده کوم چې، ددی لارې ژب پوهانو او څیړونکوپري شنني کړې دي . دانومونه دادبي مزو ډک دي ، پخپله دا ترکیبونه د آصلي آریائي ژبی د لوړ ادب او په خپل وخت کې د بی څاري ښکلې او د ښکلو سمبولونولرونکۍ ژبې په توګه خپل ځان ژب پوهانواو ادب پوهانو ته څرګندوي ، چې په خپل وار سره به تر ډیره ځایه پورې ډیر آریکي ترکیبي نومونه به د ښاغلو ژب پوهو څیړونکو او شنونکو د قناعت لپاره یو دبل پسې تشریح،توضیح اوکه د خدای رضا وي دا ترکیبي قفل نومونه به د (پشائي)ژبې د کلۍ په مرسته پرانستل شي . څرنګه چې وویل شول چې،( آریانا ویجه)په پشائي ژبه کی یوه ترکیبي کلیمه ده ،چې په لومړي سرکی دا ترکیبي لرغونې آریائي نوم له دریو ټوټو څخه جوړشوی دی چی:لومړۍ برخه ئی (آر- آری) د پشائي ژبۍ د(آریک) له مصدر څخه چی،( اوریدل- شنیدن)مانا لري د مفرد مخاطب لپاره په حال زمانه کی د( آر- آری / واوره- بشنو) فعل دی چې، ژب پوهانو دا نوم ښه پوره څیړلی اوشاربلی وروسته ئی دانوم د رایو په اتفاق د(اصیل،شریف،نجیب؛زارع،کرګر،کرونکي او دهقان )په مفاهیمومانا کړی اومنلې دی. همدا ډول که چیرې د آریانا ویجه دنامه د (آریانا)برخه د(آرینا)په بڼه ولیکو،نو مانائی(اوري/میشنوند) کیږي دنامه دوهمه برخه داسې ده. آ - انا:دادپشائي ژبې یو ژوندې فعل دی چې دیادۍ شوې ژبې د( انيک/ وهل/زدن)له مصدر څخه د(ووهه /بزن)مانا لري.چې د لومړي او دوهم د په لاس راغلو افعالو څخه د ( آری / واوره ) او (انا / وواهه)افعال مونږته دا شکلونه په لاس راکوي (آری+انا/آریانا)او (واوره+وواهه)چې په دی صورت کې ددواړو دجمع څخه مونږ د(آریانا/واوره وواهه) په لاس راوړل چې د (آریا نا ویجه)د نامه دوه لومړنۍ برخې (آری انا-آریانا)کټ مټ د لرغونۍ شکل سره په هر اړخیزډول یو شانته دي د عدالت د تلې دوه برخۍ (پلې) دي. ب – ویجه :دا کلمه چې د پشائي ژبې د(ویجيک /ځاییدل/جای شدن)له مصدرڅخه په لاس راځي چی،(ویجه)د پشائي ژبې دمفرد مخاطب لپاره د(ځای شه/جای شو)مانا لري .اوس که مونږدآریانا ویجه د ترکیبي نامه څخه په لاس راغلي د پشائي ژبې فعلونه او دهغوې ماناګانۍ یو د بل سره وتړو،نو مونږ ته دا لاندي ترکیبي نوم او دنامه ماناوې په لاس راځي چې،وروسته مونږ هغه د آریائیانو داصلي ټاټوبي د نامه سره چې (آریانا ویجه) دی دشکل او مانا له پلوه په پرتله کی ګورو او پرې قضاوت کوواوورته ګورو چې،د( پشائي) ژبي څخه په لاس راغلې ترکیبي نوم څنګه ښه او ښایسته ښکاري،کټ مټ د آریایانودلرغوني ټاټوبي (آریانا ویجه)په شان چې، هډو ورڅخه توپیرنلري په لاس راځي په لاندې ډول. آرې /واوره/بشنو+ انا /وواهه/ بزن +ویجه/ځای شه/جای شواوس په لاس راغلي شکلونه او ماناګاني ټول یو د بل سره را جمع کوو او بیائی مساوات ته را باسولکه : پشائي(اصلي آریائي) آرې +انا +ویجه = آرې انا ویجه (آریانا ویجه) پــــــــــــــــــــــښتو واوره+وواهه +ځای شه=واوره وواهه ځای شه دري بشنو + بزن + جای شو= بشنو بزن جا ی شو دا چې مونږ دلرغونو آریائیانو د لرغوني ټاټوبي نوم (آرینا ویجه) دلرغون پوهانو او ژب پوهانو دڅیړنیزوهلو ځلوعلمي پریکړه ومنو او لبیک ورته ووایو چې،(آریاناویجه)نوم دآریائیانود لومړنی ټاټوبی نوم دی . نو اوس چې مونږ دا د لرغونو آریائیانو تاریخي نوم (آریانا ویجه) په پشائي ژبه کې ددریو ځانګړو مصدرونود افعالوله ترکیب څخه کټ مټ په لاس راوړاو ماناګاني مو لا سربیره ورسره ولیکلې چې،د آریائیانو د خپل اصلي ټاټوبي د کوچیدو اود پراختیا غوښتنې او دخپلۍ سترې امپراتورۍ د جوړولو خصوصیات ټول په خپله غیږه کې رانغاړي . اوس نو د مخکښو ښاغلو او اغلو ژب څیړونکو خوښه چې اوس د په لاس راغلي د پشائي ژبي څخه په « آریانا ویجه» کوم نوم ږدي ؟؟آیا دا په لاس راغلی د پشائي ژبي «آریانا ویجه – آری انا ویجه» هماغه دلرغونو آریائیانود اصلي ټاټوبي نوم (آریانا ویجه) ندی ګنې !!!!؟؟؟. آیا دا نوم ترنن پورې د آریائیانو په خپل اصلي ټاټوبي د هندوکش دغرونو په سویل کی زمونږد ګران هیواد ننې افغانستان کی د پشائي وروڼو په ژبه کې ژوندی ندی ګنی!!!؟؟؟.که چیرې دآریانا ویجه نوم د(آرینا ویجا)په ډول ولیکوچې دشکل له مخې د اصلي آریانا ویجه څخه دومره توپیر نلري خو د مانا له مخې سره توپیر لري چې په دی صورت کی د (آرینا ویجا )د(اوري ځائیږي) مانا لري. چې په هر حال د (آریاناویجه) او (آرینا ویجا)نومونه په نهائي تحلیل کې دشکل مانا اومفهوم له مخی یو اوبل ته سره ورته دي . آریا ورته - آریا ورسه(آریا ورشه):د آریا ورته دترکیبي نامه چې لومړۍ برخه ئې د (آریا)فعل دی د (آریک/اوریدل/شنیدن) له مصدر څخه په لاس راځي (10).آریا ورته- آریا ورسه، نوم چې لرغونو هندي آریائیانو د آریانا ویجه دنامه پر وزن پر خپل ټاټوبي ایښودی وواولرغوني هندوستان ته ئی افتخاراً آریا ورته وایه او بیا وروسته ئی آریا ورسه باله ،په پشائي ژبه کې دواړه نومونه د(وْریک/ پا څیدل،پاڅول،پورته کول) له مصدرڅخه د ( وُرسٌه/ پاڅیږو)او د(ورده-ورته/پاڅیږئ)ژوندي فعلونه دي ؛چې د( ورده )په فعل کې د « د » توری د «ت» په توري اوړي او د(ورده) څخه (ورته)جوړیږي چې مونږ ته د بحث وړفعل چې (ورته) دی په لاس راځي،چې دلرغوني(آریاورته)څخه هیڅ توپیرنه لري.اوهمدا ډول د(ت) توری په (س) توري هم اوړي او (س) په (ش)اوړي او په دی ډول د (آریاورته)څخه(آریاورسه او آریا ورشه)هم جوړیږي .دا وو د لرغونو آریائي کلماتو څرنګوالی او د آریانا ویجه ،آریا ورته،آریا ورسه او آریاورشه یو د بل سره مشابهت او له بله پلوه د نوموړو نومونوژوند او شته والې په لرغوني آریائي ژبه (پشائي) کې چی، هر پشائي ژبی پری همدا نن هم ښه پوهیږي اوس به نو ښاغلي ژب پوهان ووائی چې ایا دا نومونه اصلي آریائي د (آریک)اود (پشائي)ژبو نومونه نه دي؟ آیا دا نیم ژواندۍ پشائي ژبه ګنې اصیله آریائي ژبه (آریک) نه ده!!!؟؟؟؟ . دا وو د اصلي آریائي ژبې د آریانا ویجه،آریا ورته ،آریا ورسه او د آریا ورشه ترکیبي نومونوپرتله د پشائي ژبې سره .هیله ده چې ددی لارې څیړونکي او شنونکي ، دا بی ژبې لیکنه بیا په مرګ محکوم نه کړي اوله ویپ پاڼوله اډاني څخه ئي په خپل وچ زوربیرون ته ونه غورځوې او د ژوند څخه یی بی برخې نه کړي .
1- دپښتو د ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک (19)
2- د پښتو د ادبیاتو تاریخ -------------( زور جالونوئی په 19)
3- 4 -5-دپښتو-------------------------(34)
(آریک دآریائي ژبو مور یا انا26.04.2007 )
منبع: بینوا

ويدا ( داحمد جان ماڼو لیکنه)

په خپل وار بیا ددی وخت را رسیدلی دی چې ،دلرغوني آریانا دآریائیانود تاریخي ،ادبی اوکلتوري خزانۍ څخه یوبل هغه دالماسوادبي غمۍ را و باسم چې، ځنې پوهان یې د نشت داوه ګیردي . ګویا خدای دې نه کړي چې چا دا او دده په شان ټول اصیل آریائي ادبي غمی څه ناڅه دری لسیزې مخکې ژوندي په خاوره ننویستلي دي اووائي چې په بی رحمې یې خښ کړي دي خو ،زه ئی دآریا ئیانودادبي تاریخ د ویدا دکتاب څخه پخپله د (ویدا)د الماسوغمی راپورته کوم اوهغه ډډه په ډډه اړوم ، ښکته پورته کوم ئي،پاکوم ئی په وریښمین ټوکر یې مښم او بیا بیا ئې مښم تر څود هغه په درزمرز کې ننوتې خاوره او ګرد پاتې نه شي ،ځلاندشي دلیدلو او کتلو وړوګرځي اود زړه سواندو ژب څیړونکو او شنونکودڅیړنۍ او شننې وړشي . زه دا په ډاګه وایم چې د(ویدا )او د ویدا په شانې ډیر وېیونه چې زه ورته ادبي «غمي» وایم چې ، د آریائي ژب پوهانوپکې څو سوه کلنې پلټنې شوي دي او د آصلي آریائی ژبې( آریک) د شفاهي ادب لرغوني لغاتونه ئې هم میندلي اوډیر ښه ئی سره پییلی دي دلیکل شوو زړو کتابونوپه نومونو لکه ویدا او اوستا او د دویو په ملحقاتویی زړه پورې څیړنۍ کړي دي او هغه یې د خپلو لوڼو ژبو سره په پرتله کې لیدلي کتلي او ښه ئې سره شاربلي دي چی، دا کار یې خورا زړه پوری او دیادولو وړ دی اودا د ژب پوهانو ټولې شوې پلټني د پښتود ادبیاتود تاریخ په لومړي ټوک کی چې د خدای بخښلي علامه حبیبي صاحب د زړه پوری کارونوڅخه دی پکې لیدلی اوکتلی شو . دا زما د ادعا ټولې زړه پورې پلټنې په نوموړي کتاب کی شتون لري او نشت کول یی دومره څه اسان کارندی دا په دې خاطرچې ،دا غمي لاتر نن پورې له نیکه مرغه د آریائیانو په لیکلي اوشفاهي ادب کې ځلیږي ، څرګنده بیلګه یې پخپله د (ویدا) کتاب او د لرغونو آریائیانو (پشائیانو)د شفاهي ادبیاتو پوره برخه جوړه وي که څوک یې ورڅخه شکوي او ترینه لرې کوي یې نو ،غریبه لرغونۍ آریائي ژبه( پشائي)به په خپلو لاسونو توتله «تتله » کړي خو ،دا حق به هیڅکله څوک تر لاسه نکړي چې د چا د مورنۍ ژبې څخه شونډې اویائې د ژبې څوکه ترېنه پرې کړي ، ځای لري چې ووایم لا تر اوسه داتاریخي او ادبي د (ویدا ) کلمه « فعل» د (پشائي) ژبې دادب ژوندۍ برخه ده چې ،لا تر اوسه پورې د پشائیانوپه ژبه کې نڅیږي او دلمر په شان په کې ځلیږي او د شتون څخه ئې څوک سترګې نشي پټولای ؛ خودځنو ښاغلو ژب پوهانو له نظره دا لرغوني غمي زاړه شوي ، له موده لویدلي اوداسې ډیر نوراصلي آریائي غمي هڅې چټي ورته په خپل تصور کې مړه اوپه خاوره کې ښخ شوي ،له مینځه تللي او بې ارزښته ښکاري ،حا ل دا چې اصیل غمي او نجیب فلزات هیڅکله دخاورولاندی نه خاوره کیږي خو، کله نا کله داسې هم را پیښ شي چې ،دا خښ شوي غمي ، طبعي افتونه لکه سیلۍ ،سیلابونه او توپانونه دځمکې د تل څخه راباسي او دتماشې وړ ئي ګرځوي او یا خوئي لرغون پیژندونکي او دوطن بچي د خپلو پلرونو او نیکونو د ملي تاریخ پټ رازونه اوویاړونه په خپلوپاکواو ګلالیو لاسونو په وړو وړو رمبیوو،کوچنیو برسونواو کوچنیو کوچنیو په فني او غیر فني افزارودډیرو ستونځواو ربړونو سره سره په ورو ورو او په پو پو دځمکۍ د تل څخه را باسي او ورڅخه پر سر پریوتۍ سپیري خاورې ،ایرې او شګې پاکوي او د پیړیو پیړیو پټي دانې (غمي) چې، د خپل ذاتي خصلت سره سم ئی په ځمکه کې دننه او بیرون خوله د خندا ډکه وي ورته سر اوچتوي چې،په دی بریالیتوب سره ئی له سترګو د خوښې اوښکې جاري شي پوره ویاړیي په برخه شي او په خپلو جامو کی نه ځا ئیږي او دا بی سارې خزانه د هیواد ملي موزیم ته دخلکو د نندارې او پوهانو د نوو څبړنو لپاره ډالۍ کوي بیا د نوو نسلونو په لاس ورځي تر څوله سره په کې غوراو څیړنۍ پیل شي ، د دومره زړښت سره سره یو ځل بیا خپل ارزښت او بی سارې ښکلا په ډاګه کوي . دښاغلو او اغلو پوهانو څخه هیله ده چې دنوو او ځوانو څیړونکوسره په دی هکله یو څه نرم چلند راواخلي اوهغویو ته مرستندوی شي . دا یو ریښتینې حقیقت او څرګند واقعیت دی چې ښه او منلي استادان تل خپل شاګردان د ځان په شان روزي او هیڅکله یې هم په خپلو شاګردانو او په نورو رخه نه لوریږي . ایا دابه مونږ ګنهکاره نشو چې د دری سوو کلونو څخه د زیاتې مودې د پوهانو هلو ځلواو دهغویو د لاس ته راوړنوڅخه سترګې پټې کړو چې،رابرسیره شوي خزانې بیرته دخاورو لاندي ښخي او پو پناه کړو. کله کله خلک د طبعيت د نا خوالو ناخبروي ،ډیرې خزانې دطبعې افتونو له امله چې ،دایرو، شګواو خاورو د لویو لویو ډیریولاندی شي یا خو د قصدي اعما لو په نتیحه کې دموقت وخت لپاره ئي ځنې کسان د خپلواصیلو خاوندانو څخه ترخس اوخاشاک دلاندې پنا کړي او دورک نوم پرې کیږدي چې ،ګویا هغه نشته خو،زمانه تل ستغه او سپوره ده، پخپله کله کله دهغې څخه خاورې الوزوي یا د پلټونکو په هلو ځلوهغه را برسیره اوخپله طبعي ښکلا ننداره چیانواو علاقمندانوته د خپلو ټولو هغو خاصیتونوسره چې لری یی ارو مرو ځان څرګندوي او په خلکو ځان ورپیژني لکه په دی لړکی د آریائیانودلرغوني آریائي انشاء شوي کتاب، د « ویدا» تاریخي ادبي غمی :ویدا :ویدا دلرغونو آریائیانو یو تارخي کتاب دی چې،ډیر آریائی اقوام پرې ویاړي او په خپلو بچو او پرځانونویې دنوم او یا هم د تخلص په توګه ږدي ، دا چې هغو ته دا زاړه نومونه ډبر ښه ښکاري نو، ځانونه پرې نوموي او ډیر نور آریائي نومونه لکه : آریا، آریانا، آرین ، ویدا او اوستا او ډیرنورداډول نومونه له پامه نه غورځوي پری ویاړي او کاروي یی . دا نوم د هندو اروپائی ژب څیړونکو لخواد ( ويدا) په بڼه ضبط شویدی ؛ داسی ویل کیږي کله چې ، آریائی اقوام دهندوکش د سویل څخه د لرغوني هند په لور وکوچیدل په دی وخت کی آریائیانو په خپلو تشکیلاتو کی دری ډلی درلودې. برهمنکشتری ویسیا ترڅوهغه ځمکه د آریانا سره و تړي،د تلو په لاره کې د هغې ځای د بومي اوسیدونکو د( دراویدایانو) سره چې ، د خپل دودیزتمدن خاوندان وومخامخ شول او د یو لړ سختو جنګونو وروسته ئې د پراختیاغوښتونکوآریائیانو څخه کلکه ماته وخوړله هغوې یې ایل او خپل غلامان یې وګرځول ؛ داسی ویل کیږي چی آریائي اقوامو تر دی وخته پوری دخپل جوړښت له مخی پورتنئ دری ډلې درلودلې چی لاتر دي زمانې پوری دوې د ( ویدا) کتاب نه وو انشاء کړی خو،کله چې ، دا ډله اریا ئیان دهندوکش دجنوبي سیمو څخه ورځي او هلته میشت او ځای په ځای کیږی نو خپل تاریخي کتاب( ویدا) په لرغوني ( آریا ورته – آریاورسه) په نني ( هندوستان) کی انشا کوي، دلته ده چې ،د آریا ئیانوپه تشکیلاتو کی یوه نوې څلورمه ډله د ویدا په کتاب کی ورزیا تیږي چې ،هغه د سیو،شودر( دښمن) بلل کیده . د( شودر) د ډلی د پیدایښت سره سم په آریا ئیانو کی نژادي او طبقاتي توپیر هم را مینځته کبږي او دا وروستنئ ویش(شودر) په آریائیانوکی ترټولو ښکته او نا مملوسه ګڼله کیږي او دا ډله خلک د هغی وخت د لرغوني هند د بومي خلکو څخه وو چې اریا ئیانو خپل غلامان ګرځولي وو، هماغه وو چې آریائیانو خپل لومړنی لیکل شوی تا ریخي سند او وثیقه په 1400 ق،م کی هلته په لرغوني ( آریا ورته – آریا ورسه / ننني هند ) کې د( ویدا ) په نامه انشاء کړ چې، په تشکیلاتو کی یې نوې څلورمه ډله (شودر ) ځان ښکاره کوي چې لومړنۍ دری ډلی يی آریائي او څلورمه یی ، ښکته او غیر آریائی ګڼل کیږي په لاندی ډول : Brahmana Kshatri VaicyShudrدا وو د (ویدا) دکتاب د پیدایښت په اړوند یو ځغلند نظر.د ( ویدا) د نامه او مانا په اړوند د څېړونکو نظریا ت : ویدا: د لرغونو آریائیانو یو لرغونې لیکل شوی کتاب دی چې د 1400 ق،م په خوا او شا کلونو کې انشاء شوی چې، د(هندوآروپائی ) ژب پوهانو په خاص ډول لویدیځو ژب څیړونکو پلټنې پکې ډیر د پام وړ دي . نوموړو پوهانو د ویدا دنامه د معنا او مفهوم په هکله ډیرې ښې څیړنۍ کړې دي او ورسره یو ځای یی آریاني آروپائی ژبې هم څیړلي او دا یی ثابته کړې چې هندو آروپائی ژبي د آریا له کهوله دي چې ،وروسته ئې پری د( هندو جرمنیک او هندو آروپائي ) نومونه کیښودي او دا ژبې یې دیوې کورنۍ بللې دي . هندو اروپائی ژبو، ژب پوهانو ددغی لرغونې آریائی ژبی (ویدا ) او ددی کلیمي د معنا او مفهوم په هکله داسی نظر لري .« اکثر پوهان دا عقیده لري چې د ( ویدا) کلمه د ( ود) له مصدره جوړه شوې،او د پوهني په معنا ده ؛ ودیا په عمومي ډول پوهنې ته وایې، ماکس میولر مشهوروید پوهاند دغه عقیده لري،او وروسته ئې ګریفت او ماکډوئل هم تا ئید کوي ، چې د ( وید ) معنا پوهنه ، علم ،دانش دی او ښایي چې دغه کلمه لومړۍ کلمه وي چی له آریائې ژبې څخه پاتي وي».(1 ) د لیکونکي شننه : « ویدا » او« ود » دواړه د لرغوني آریائي ( پشائي) ژبې ځانګړي فعلونه دي چې هر یو ځانته ځانته ځانګړنۍ او خپل خپل مصدرونه او هر یو خپلې ماناوې اوصفتونه لري .برسیره په (ویدا) یو بل فعل چې،(وېدا)دی یواځې د(ې) په توپیر شته چې مصدریې (وېک )دی چې ، په پښتواو دري ژبو کی (اچول/انداختن)کیږي په لاندی ډول : 1- یو( ویدا) د ( ویک – اوبدل / با فتن ) له مصدرڅخه په لاس راځې او جمع مخاطب لپاره د ( ویدا)په بڼه چې مانا يي ( ويي اوبې/ ببافید) کیږي او د ( ویوا) شکل یې (اوبدل شوي / با فته شده)، (وینا – اوبدنه) ، ویکالا- اوبدونکی ،دښځینه حالت یی (ويکالۍ – اوبد ونکۍ) چې په پشائي ژبه کې (ویوا)د( اوبدل شوي) مانا لري چی دا یو صفتي حالت دی چې په دنمارکي ژبه کې یی فعلي شکلونه دا دي « ویو؛ ویوو او ویور»او په ( ویېوې) دی چې ،دواړه په لاس راغلي ،دنمارکي او انګریزي فعلونه د پشائي ژیي د ویدا اوweaveانګرزي ویوا سره کټ مټ په تلفظ او مانا کې یو دبل په شان دي او دری واړه سره خپلې خوږې خویندې او یودبل سره خوږ دخورولۍ څنګ لګوي،کله چې دا کلیمې څوک په دقت واوري دا به تصدیق کړي چې، هوکې دا ټول اوریدل شوي نومونه د یوې ژبی دي په لانديني مثال کې یې مانا او مفهوم ته ګورو . کله چې یوه میرمن غواړې د خپل دسرد ویښتانوپاکۍ او نظا فت او خپل ښکلائي چارې تر سره کړي او دا کارتر سره کاندي نو په هغه وخت کی خپلې ملګرۍ خورلڼۍ یا خور او مور څخه هیله کوي چې (سر مې وکه) یا دا چې( سر مې وګوره) او بیائې وروسته راته کوڅۍ او پیوي کړه په مانا او مفهوم په کار وړل کیږي چې، همدا مفهوم اومانا په پشائي ژبه کې د مفرد مخاطب لپاره (ویېا - ویا )او دجمع مخاطب لپاره ورته د (ویدا) فعل راځي چې،ورڅخه هدف پاکې ،صفائی او جوړښت دی ، په لاس راځي او ښائي چې د آریائیانو د (ویدا )د کتاب څخه همدغه جوړښت ، سمون ، ترتیب او تنظیم او پاکي منظوروې یا خو به ئی د خپل آریائي نژاد پاکوالي او سوچه والي منظور وي لکه چې ولیکل شول ، دا لوړۍ په لاس راغلې ماناوې د (ویدا) د کتاب د نامه د تعریف سره چې ژب پوهانو ورته کړی ډیر ښه څنګ لګوي ؛یا دا چې د ویدا کتاب له څلورو ډلو یا (کیست) څخه جوړاو اوبدل شوی دی ورته ویل شوي به وي چې ،دواړه د پشائي ژبي د(ويک- اوبدل) څخه په لاس راغلی به وي چې علم اومنطق یی مني .2- برسیره پر (ويدا)، په پشائي ژبه کې (ویدا) فعل ته ورته یو بل فعل هم شته چې (وېدا) د «ې» په توپیر لېکل کیږي چې د (اچول/ انداختن) مانا لري . اوس وګوری چې په پشا ئی ژبه کې څومره قوت پروت دی چې دوه ورته مصدرونه لري چې په تلفظ کی یو او بل ته سره ورته ،خوپه ماناوو کی سره توپیر لري ،چې پشا ئیا ن ئې د تلفظ په توپیر پخپله ښه پوهیږي او هر یو پخپل ځای کې استعمالوي .ښائي چې دا (وېدا – اچول- انداختن)دڅلورم « کیست» د را پیدایښت په مانا او مفهوم راغلې وي چې ، د آریائیانو د دریو لومړنیو طبقاتو پسې به څلورم (کيست) ،«شودر» اچول شوې وي او لرغونو آریائيانو به خپل لیکل شوي او بشپړ شوي کتاب ته همدا نوم ورکړی وي . د بیلګې په توګه : که چیرې مونږ د اریائیانو پخوا ني جوړښت ته چې د هندوکش دغره په جنوبې لمنو کی یې درلود پام وکړو ، نو آریائیانو درې ډلی درلودلې خو کله چې ، آریائیانو دراویدیان د لرغوني هندوستان بومي اوسیدونکي ایل اوهغه ئي خپل غلامان کړل ،هماغه وو چې د هغوی د (ویدا) په کتاب کې څلورمه ډله «کیست» اچول کیږي ، چې د آریائي ژب پوهانو او څیړونکو د نظریې سره پوره څنګ لګوې ، نو پوهان په دی باور دي او وائې : کله چې آریائیان دهندوکش د غره په لمنو کې میشت وو هغویو دری ډلې درلودې خو ژب پوهان په دی باوردي چې ، څلورمه ډله يې چې د ( شودر ) ډله ده وروسته له هغې چې آریائیان په لوغوني هند کې میشت شول او د ویدا کتاب انشاء شو ، نو د (شودر) نوم دهغویو په تشکیلاتوکې څرګند شو. دا په دی مانا یعنې کله چې د(ویدا) کتاب په لرغوني هند کې ولیکل شو دا د( شودر) نوې نوم په ویدا کې (وېدا – وایې چوې )واچول شو چې ، دا د( اچولو) معنا په پشائي لرغونی آریائي ژبه کې د (ویدا) مانا لري چې په نوموړې ژبه کې د جمع مخاطب لپاره د حال فعل دی . 3- د « ود » فعل چې ، د پشائي ژبې د (ود ېک – زده کول ،یادول،پوهیدل،علم، ښوونۍ )په معناوو تر اوسه پورې ژوندي نومونه دي چې ، د ( ودا – وده ) نوم یی تر اوسه د هیواد په ډیرو ژبو کې د (د م ، دعا او پوهې ) په مانا او مقصد يو ژوندی مفهوم دی او د پوهې ،پوهنې ( وده ، ودي ، ود ا) اجازې درلودونکي کس ته هم وائي د بیلګې په توګه :زلمی د مارانو او لړمانو ( ودا ، وده ) لري ،یا ملا صاحب ډیرې « ودې» لري ،د سر د درد ،غوږونو د سترګو او د نورو ډیرو مرضونو لپاره ئی ( وده – ودا /پوهه ) ټک او پتره ده . چې دا ټولې ماناګانې او ټول مفهومونه یی د پشائي ژبې د « ودیک » له مصدر څخه کټ مټ په لاس راځي ، اوس غواړم نوموړی مصدرد افعا لو د ښودولو سره ښاغلو لوستونکو او څیړونکو د شک او تردید د لیری کولو لپاره وړاندی کړم . ودیک – زده کول،پوهید ل، یادول پشائي پښتو فعل امري فعل آ زه ودیم ود، ودې تو ته ودې(ودا،وده ) ودیا سې هغه ودیا ،ودیګا آمو مونږ ودیس ایمو تاسو ودیدا تې هغوی ودین د«ود یک» له مصدرڅخه پورتني په لاس راغلي افعال چې ټول د « ود» د کلمې درلودونکي دي اود« ود » کلمه په ټولو فعلونو کې ځان څرګندوي چې امري فعلونه یی ( ود، ودی، ودا، وده ، ودیا) په لاس راځي چې دائې مختلف اوازونه دي که نه نو هماغه د ( ودا، وده ، ود ) شکل د ی . په دي ډ ول مونږ ویلی شو چې ، د « ود » کلمه چې ژب پوهانو د( علم او پوهني) په نامه مانا کړېده د پشائي ژبي اصلي فعل دی چې دي لرغونۍ آریائي ژبۍ تر نن پورۍ په خپلو ادبیاتو کی ساتلي چې په کې د الماسو د غمي غوندې ښکاري . همدا ډول په (دنمارکي) ژبه کې د بڼۍ ،تلفظ او مانا په شکل یو ژوندی مصدر شته چې د (پوهنې زده کول) ر،ښودل، ښوونې uddann مانا ورکوي،چې د پشائي ژبې د (ودا ،اودا،اوده،وده،ود) د روزنې په مانا دی اوکه دا د(اووددانی) فعل د(ویدا) د(ود) فعل سره دا په لاس راغلي فعلونه پرتله کړو او همدا ډول د هغوې تلقظ او ماناوو ته ځیرشو د یو اوبل څخه هډو توپیر نلري ، په دی ډول اوس ویلی شو چې ، که (آریک )د ټولو آریائي ژبو موریا انا وې ؛ نو پشائي ژبه به، یا پخپله ( آریک ) وي او یا به ئې سکه خور وي!! دواقعیت نه خو به سترګي نه وي پټې شوې که څنګه !!! د (ویدا) د زړه پوری نامه په اړوند چې د هندو اروپائې ژب پوهانود نظرڅرګندونه وه پرې وپوهیدو چې، د(ود) او (ويدا) دواړه ځانګړي فعلونه یا نومونه دي چې، دځانګړو مصدرونو درلودونکۍ دي او پری و پوهیدو چې ویدا د هغوی له نظره څه معنا او مفهوم لري ،خوهغوېو « ژب پوهانو» دیو بل ورته فعل په هکله چې کټ مټ د( ویدا) د کلیمي سره په شکل کې ورته دی هیڅ ندی ویلي چې ،زه یی اوس په لاندی ډول د کوم هغه توپیر سره چې په بڼه او معنا کی، د یواو د بل سره یی لري د لوستونکو او څیړونکو د خبرتیا په خاطر لیکم .1- د( ویدا)د کتاب نوم چې زمونږ د بحث اساسي مسئله ده چی د (ی) حرف یی د عربی ژبی د « زیر» په تلفظ ،ویل کیږي او د پښتو ژبی په اوږدې (ي) لیکل کیږې ،لیکلې ډو ل یی داسې دی (ويدا) . 2-هغه نوم چې د ( ويدا) د کتاب دنامه سره ورته دی د (ی) توري په زورکې چې د پښتو ژبی څرګنده (ې) ده په داسی شکل (وېدا) لیکل کیږي چې په بڼه او معنا کی یی توپیردی .د لومړۍ ويدا معنا زمونږ د هیواد په لرغونۍ ژبه پشا ئي کی ( ویک- اچول/انداختن) کیږي ۰او ددوهمې (وېدا) د (وېک) مصدر د پشائي ژبې د ( اوبدل) مانا لري .د ژب پوهانو د نوموړي نظر په وړاندی نوی نظر داسی وړاندی کیږي چې:1- ( ویدا ) ؛ (ود ) او (وېدا) د ری ځا نګړي فعلونه دي چې د پشه ئې ژبی د د ریو ځا نګړو مصد رونو د ( ويک – اوبدل/ بافتن )او د (ود یک – زده کول ) د«واو» د توري په پیښ او د(وېک – اچول،غورځول/ انداختن)د «واو» د توري په زیر تلقظ کیږي چی ، د نوموړو مصدرونو شکلونه،تلفظونه او ماناوې هر څه د یو او بل څخه جدا دي ،نو په دې ډول ویلو شو چې « ود» او « ویدا » او« وېدا» درې ځانګړي مصدرونه دي چې فعلونه او ماناګانې ېې هم سره بیل بیل دي چې د نوموړو فعلونو مصدرونه او ماناوی په پشا ئی ژبه کې کټ مټ دقیق صحیح او درست دي .اوس دقیق ویلې شو چی، د ژب پوهانو هغه نظریه چې وائي« ویدا» د « ود » یا برعکس «ود » د «ویدا» څخه جوړ شوی دی . دا به درسته نظریه نه وي دا ځکه چې ، « ود » د پشائي ژبی د «ودیک » چې د ( ښوونی ، روزنې اوزده کړې) یعنی ( علم)په ماناوو دی په لاس راځي چې هیڅ ډول شک ته لاره نه ورکوي ،برسیره پر دې مونږ نوموړې نوم په دنمارکۍ ژبه کی هم د « اووددانی» په بڼه او مانا و پیژاند چې هغه ژبه هم د (هندو اروپائي ) ژبو له ډلۍ څخه ده ،کله چې داسې د بحث موضوع په دوو ژوندیو آریائي ژبو کې ژوندۍ وي ،ایا دا به دقیقه نه وي چې ووایو نوموړی نوم دخپلو ټولوفعلونو سره د پشائي ژبی پورې اړه لري ،که څنګه!!!! برسیره پر لوړې توضیح په پشائي ژبه کې ځنې نور ورته نومونه شته لکه: (ود – وډ، وټ ( بر ،لوړ،پاس)یا (وت-ووت –ود )چې دا نوم په پشائي ژبه کی په د ېيره کی دوونو ښاخونو د اتصال په ساحه کې چې د یوۍ ونې څانګې بلې ونې ته سره ډیرې نه وي نږدی شوې او تر مینځه ئی تشه وې اود لاندی څخه پورته پکی د اسمان ستوري ولیدل شي ورته (ود-وت) وائې .همدا ډول په پشائي ژبه کې د پښتو د( سره) لکه: ما سره،تا سره.... ( ودا ،ودیء،ودام،ودو.....) هم شته دی چې د ویدا د(ود) سره په شکل او تلفظ کې نږدې دي .په درناوی . یادونه : (1)- دپښتود ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک ۸۰
منبع: بینوا پښتو ویب پاڼه

آريک - دآريائي ژبومور يا (انا)

د يوه ښه تصادف له مخي،کله چي د پښتو د ادبياتود تاريخ لومړي ټوک ، د پل څرخي د زندان په (کوټه قلفيو)کي ، د شوروي اتحاد د ګوداګي رژيم ساتونکو تر جدي څارنۍ لاندي وو، نا ببره په لاس راغي ؛ خبر نه وم چي د څه شي په هکله دي ، خو کله چي د پنجري په درزکي ماته د کتاب څنډه ښکاره شوه اوبايد په چټکۍ مي تر لاسه کړي واي دستي پري وپوهيدم چي خدايږود منع شويو کتابو له ډلي دي د بريښنا په چټکۍ مي لاس ور واچاوه چي ، څوک مي ونه ويني په ډيره بيړه مي په تخرګ کي ونيو اوهملته مي داسي ورک کړچي ،ترڅوئي د زندان ساتونکي راڅخه ونه ويني،په تادي مي ځان په ټاکلي اوسپنيزه پنجره ورننويست،نوموړي کتاب مي ﻻپسي ښه کوټه قلفي کړ، د ملاستي او نا ستي د ځا ي لاندي مي ور تيرکړ،دا چي مونږ سياسي بنديا ن وود خپلو ملګرو سره مو د خبرو کولو، ليدلو او کتلو او د اړيکود ټينګولوحق د لاسه ورکړي وو....که څه هم چي ، په دغه کار سره ماته خپل ځان دومره ښه ښکاره نه شو،خو ډير خوښ په دي وم چي زه د کتاب د لوستلو حق لرم او په هر ډول چي وي زه بايد دا کار وکړم . زړه ختلي،ستړي او ستومان او په ضمن کي خوښ، په داسي ډ ول چي ګويا زه په دنيا کي د هيڅ شي اګاه او خبرنه يم او هيڅ مي هم ندي کړي پري دانه دانه پريوتم . د لنډ ځنډ وروسته چي ، د زړه درزهارمي له ډير خوزښت څخه په ورو ورو را ټيټ شو،کتا ب ته مي ﻻس کړ، پري کښل شوي وو« د پښتوادبياتو تاريخ لومړي ټوک » . زما په ژوندانه کي دا لومړي ځل وو چي د داسي کتا ب اود دغسي عنوان سره مخامخيدم ، چي هيڅکله مي ليدلي اوکتلي نه وو. هيڅ نه پوهيدم د لوستلو لپاره يي ډ يربي واره شوم ، په لوستلو مي پيل وکړ، تر پايه مي ولوست ډيرزړه پوري وو،دا چي د لوستلو لپاره مي نور هيڅ نه لرل ، بيا مي ولوست او څو څو واري مي ولوست،ماته د يوي ادبي خزانۍ غوندي ښکاره شو، په هرځل لوستلو مي ورڅخه،هغه ښکلي او اشنا مرغلري (وييونه) چي زه ورسره اشنا وم او پيژندګلوي مي ورسره لرله ، په ډيري خوښي به مي ترينهرا پورته کړي ، په ښکته پورته کولو،کولولو را کولولو او ورسره په لوبيدلونه ستړي کيدم په پيژندګلوو به يي په جامو کي نه ځا ئيدم ، خوراښکلۍ وي ورسره په لو بيدو کي ﻻ په خوزښت راتلم ،لمحه په لمحه زما مينه ورسره ټوکيد له ،زرغونيدله او نيلي يي زغلولي او پرمايي خپله اغيزه شيندله، مخ په ودي ميني پرما داسي کوډي وکړي چي ، زه يي بلکل خپل کړم ،ا وس نو زه ورسره د تل لپاره د جسم اوروح غوندي ملتيا لرم او ورسره پوره خوښ يم ،اوس هم شپه او ورځ يو د بل سره يوځا ي او نه شليدونکي يو، زه ورنه ډيرخوښ په دي يم چي ، د زندان ترخي ، نمجني او ځوروونکي زمونږد ارادي پرته شپي او ورځي يي له ما سره يو ځاي تيري کړيدي ،زه ښه پوهيږم چي ما پري ډيره ناروا کوله،بله چاره نه وه تل به مي دشوروي اتحاد د مزدور رژيم د جاسوسانو او ساتونکواو ډيرونورومغرضينوڅخه پټ او پنا ه ساته؛ دا د دي لپاره چي د ګوډاګي رژيم تالي څټو ته د ا دستورورکړل شوي وو او ټينګه پي شوي وه چي،سيا سي بند يان،نشي کولاي پرته د شوروي اتحاد د سره پوښ لرونکو اثارو اود ګوډا ګي رژيم له نشرياتو څخه به ،يواځي او يواځي (حقيقت انقلاب ثور) نورڅه نه لولي ،خويواځينۍ هيله مي دا وه چي بي ياره نشم اوپرته ددغي شتمنۍ چي په لاس راغلي وه ورڅخه بي برخي نشم .. ډير داسي وختونه هم پيښ شوي دي چي ما به دا خوږ ملګري د شپۍ په بډه کي سا ته او ورسره يو ځاي ويديدم ترڅود رژيم د پخۍ شپي د( ډاکو انو،غلو ، لوټمارانواو تلاشي کوونکو ) څخه په امن کي وي ، سا تنه کوله . لنډه دا چي ، که( د پښتوادبياتو تاريخ) او د هغي د علمي پا نګي اوارزښت په اړوند ،هرڅومره وليکم بيا به هم زما ليکنه ډيره کمزوري وي ، دا ځکه چي زه ﻻ دومره د ليکنۍ او څيړنۍ پخوانۍ نه لرم ،خو يواځي دومره ويلي شم چي ، د پښتو د ا دبياتو په تاريخ کي چي څه را ټول شوي اوکښل شويدي زما تنده ئي ترډيره حده ماته کړيده، پوهاند خداي بښلي علامه (حبيبي) صا حب په خپلو پلټـنوکي په لږ وخت کي د ومره سترکار کړيدي او دومره رښتيني معلومات ئي را ټول کړي ا و مونږته يي په ميرا ث را پريښودي چي زما د پلټنود پاره په توره شپه کي د يو ځلاند مشعل مثال لري او نن سبا دهغي ستري اوبډاي خزانۍ څخه لکه د( آ ريک) د اصلي آريايي ژبي د مور يا انا په شان ״مرغلري ״ را اخلم او هغه د زرها وو کلونود خاورو ا و دوړو چي پر مخ ئي پريوتي دي او تر ډيره ځايه د پيژندګلوۍ څخه وتي ، ډيره تته او پيکه ښکاري يوه يوه ورڅخه په ډيره مينه را پورته کوم ،په وريښمين ټوکريي مښم ورو ورويي په پو پو پاکوم ، ترڅو د ليدلو، او کتلو وړوګرځي او رښتيني ښکلائي څرګنده د بچويي خوښه او بڼه ئي د پيژندګلوي شي، يو ځل بيا دزرګونو کلونو ورکه پيدا شوي ، بي مثاله ښکلۍ ،دا د آريا ئيانود لرغوني تاريخ د ښکلا نښه د(اصيلانو،نجيبانو،شريفانواو کښتګرانو)دوييونو، زيږوونکۍ د هندوکش دهڅکو، دنګواوپلنوغرونو د چارچا پيره لمنود درو اوسردروپه غيږ کي د رنګا رنګو، خوش بويه ګلونوعطرشيند ونکۍ ،دا په ( ويدا، اوستا ، سوما او هماليا..... اوډيرو نورو زړه پورو نومونو ) نوم ايښودونکۍ مور، په غيږ کي ونيسي ا و ښه راغلا ست ورته ووائي اود خپلي مورنۍ ژبي ( مور يا انا) و پيژني اومخکي له هرڅه د مرګ په پا ڼ ولاړي ( آريک) ته د ژوند داوږدوالي اود خدمت جوګه شي ، ترڅو وکولاي شي چي زړه خواله ورسره وکړي او د زرګونو کلونو په ده تيرشوي تاريخ راته وڅپړي او راته په ډاګه کړي چي په هغۍ څه تير شوي او څه پري راغلي ، په کومه زمانه کي او چيرته زږيدلي ده،چيرته ئي خاپوړۍ کړي او په کوم ځاي کي ځوانۍ ته رسيدلۍ ، د پيغلتوب دورا ن ئي څنګه وواو ولي د خپلو بچو له پامه غورځيدلۍ اوپه کوم علت سره دومره ويلي اوکمزوري شويده اوڅو لوڼه(ژبي)يي زيږولي مشره او کشره يي کومي دي!؟ خوداچي د« پښتودادبياتوتاديخ لومړي ټوک» ، په رښتيني ډول د اصلي آريائي ژبي د لرغونو و ييونو يوه بډايه خزانه اوخورا زړه پوري کتا ب دي چي،زړه پوري مرغلرۍ يي په کي پييلي دي ،له دغومرغلروڅخه لومړني دوه چي ، دپښتودادبياتود تاريخ لومړي ټوک (21) مخ پري ښکلي شوي ووچي هغه د( شوريا س shuria )او د( ماروتاس Marutas) نومونه دي چي ورته اصلي آريائي ويل شوي دي ،زماپام يي ځانته واړاوه او ورته په سوچ کي شوم ،چي خدايږوددغو نومونوسره اشنا يم ،دلږ سوچ کولووروسته ماته داپته ولګيده چي داخود( پشه ئي) ژبي هغه کليمي دي چي په توضيح او تشريح يي د ژب پوهانود پلټنوڅوکلنه تنده حتمي ماتيږي او د څيړنو نوي پړاو ته به ورننوځي. دا چي د (پشه ئي ژبي ) ژوندي نومونه دي چي لومړني يي د پشه يي ژبي سوريس( د لمر) او دوهم ئي ماروتا س ( د وژونکي) په نومونوترنن پوري ژوندي دي په ليدلو،لوستلو اوپه پوهيد لويي دومره خوښ شوم دچا خبره په کالو کي وپړسيدم،عجيب شانته احسا س را کي پيداشو، داسي لکه په مړاوي او تږي ګل چي،پرخه ووريږي اونسيم پري والوزي وخوريدم،اوډيرخوښ شولم،پريکړه مي وکړه چي زه بايد په دغه ادبي تاريخي سمندرکي ددغوتاريخي مرغلرودلاسته راوړلولپاره غوټي وهل زده کړم ترڅو وکولاي شم ددغه سمندردژورتل څخه يوه يوه پورته کړم اودا پريکړه مي وکړه چي زه به ډيرکوښښ وکړم چي ، داسي زاړه آريائي نومونه(آريکي مرغلري)چي اصلي آريائي ژبي ژوند په ځانګړوزمانوکي وښيي،په پرله پسي ډول ښکاره کړم . دهندواروپايي ژبود ژب پوهانوپه اند لرغوني آريائي ژبه هغه ژبه ده چي لرغونو آريا ئيانوپه خپل اصلي ټاټوبي (آرياناويجه) کي دخوځيدو ، کوچيدو او خپريدو لاد مخه پري خبري کولي او ځانله يوه ژبه يي درلودله،چي له هغي ژبي څخه وروسته هندي،ايراني،بخدي ژبي را وتلي دي : په دي اړوند څيړونکي داسي وائي : « په دي لومړنۍ آريائي ژبي کي تراوسه څه معلومات د پوهانو لاس ته ندي راغلي،او نه چا څه پکي ويلي دي،تش دوني ويل کيږي ، لکه دوي چي ،مذهب، رسوم ، ملي دودونه درلودل،نو ښائي چي بله ژبه به ئي هم درلوده ، خو دا نه معلوميږي چي اصلي أريائي ژبه کومه او څنګه او څه راز ژبه وه ، څوعمرژوندۍ وه؟»( 1 ) . خودوکتور ګوستالوبون وائي:« ترخپريدلواوهجرت د مخه آريائي اقوامو يوه مخصوصه ژبه ويله چي نوم ئي (آريک) و،دا ژبه اوس ورکه ده،خو( سنسکريت) ژبه له هغي ژبي څخه راوتلي ده، دا اصلي آريائي ژبه چي د ټولو أريائي ژبو موريا انا بلل کيږي،ﻻ اقل تر ميلاد(3000)کاله د مخه ويله کيده او ددوي مشترکه ژبه وه.خو اوس ئي هيڅ نښه او بولګه نده پاته ،له دي کبله چي د آريا ئيانوتاريخ اوليکني د قبلالميلاد تر (1400) کاله د مخه نه رسيږي ، نو دوني ويلاي شو چي سا نسکريت،اوستا، زړه پاړسو،دري سره له دغي اصلي آريائي ژبي څخه زږيدلي دي. »(2 ). بل ځاي داسي راځي چي « نو ددي اصلي آريائي ژبي عصر له (2400 ق،م)څخه تر 4000 ق،م پوري تخمين کيږي ، يعني له هغه وخته چي آريائي اقوامو لومړۍ پلا له (آريانا ويجه) څخه هجرت کاوه »(3) ميډ يم راګوزنRagozin ليکي :« تقريبآ سل کاله د مخه په اروپا کي د هند د علوموپلټنه او زده کول شروع شول،هغه وخت چي چارلس ولکنس Wilknis مها بهارت ترجمه کړ، او د سنسکريت ګرامرئي وکيښ ، نو سرويليم جونزد منو د هرم شا سترا او کولبرکColbrok د هند پر فلسفه او قوانينواو ادب کتابونه وليکل نو د اروپا او هند د ژبو پرتله او مقايسه شروع شوه ،او دا فکر خلقو ومانه چي سنسکرت د ټولو ژبو مور ده ،مګروروسته چي پلټني او د پوهانو کتني ډيري سوي ، نو دا ښکاره سوه چي تر سنسکريت ﻻ د مخه يوه ژبه هم آريائي خلقو درلوده، په اصل کي هغه ژبه د نورو ژبو مور ده ،يوه بل عالم جيک ګرم په أريائي ژبو کي د صحيحو هروفو د تبد يل اصول وښوول ، او دا ثابته سوه چي د آربائي اقوامو لومړنۍ او اصلي ژبه ﻻبله وه، چي د هغي ژبي الفاظ او کلمات په ټولو أريائي ژبو کي مشترک دي ». (4 ) د لته ګورو چي د״ راګوزن ״ نظريه مونږ ته دا را په ګوته کوي چي ، اصلي آريائي ژبه د سنسکريت ژبه نه ده او د هغي ژبي څخه مخکي بله ژبه وه چي د هغۍ الفا ظ او کلمات په ټولو آريائي ژبو کي شربک دي. په دي ځاي کي د د وو پوهانو د ګوستاولوبون او د راګوزن له نظرياتو څخه دا پوره په ډاګه کيږي چي د سنسکريت د ژبي ﻻ د مخه بله ژبه وه چي آريا ئيانو پري خبرۍ کولي ،ډوکتور ګوستاولوبون په زغرده وائي چي سنسکريت د( آريک)څخه راوتلي دي . خو ما د(آريک)په اړوند چي ګوستا ولوبون دا نوم له کوم ځاي څخه اخيستي لا تراوسه پوري په بل کوم ځاي کي ندي پيدا کړي او دمانا يه هکله يي هم څه معلومات نشته،که ښاغلي څيړونکي د (آريک) دنامه او مانا په اړوند معلومات لري ، هيله لرم چي دراتلونکو څيړنو لپاره راسره مرسته وکړي او په دي اړوندلار ښووني ونه څپموي . د (آريک ) د ثبوت لپاره به ولاړشو او وګورو چي هغه آريائي ژبه کومه وه او اوس ژوندۍ ده که څنګه ؟؟؟. ددغه کارد ترسره کولو لپاره پرځا ي به وي چي د ا صلي آريا ئي ژبي د ژوند د ا ثبا ت لپاره له هر څه د مخه د ډاکتر ګوستا ولوبون د(آريک) د نو م پرڅيړنه چي وائي ؛ ״ دا ژبه) آريک) اوس ورکه ده״ پيل وکړم . آريک : د ״ پشه ئي״ ژبي يو ژوندي (مصدر) ، دي چي په پښتو ورته (اوريدل يا ارويدل) ا و په دري ورته (شنيدن) وائي ، د نوموړي مصدر څخه ټول هغه فعلونه لکه : ( اري،آر،آريا ، اريي ،اريان، آريانا او (آرين ) په لاس راځي چي د اتلسمۍ پيړۍ څخه تر نن پوري پکي کورنيواو باند نيوو ښاغلو ژب پوهانو ډيري زړه پوري او نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي اود نوو څيړنو لپاره ئي تر ډيره ځايه لارهواره کړيده او مونږ ته يي ډير څه د پوهاوي لپاره پريښودي دي . د هندو اروپايي ژبو ژب پوها نوپه خپل وار ډيري هلي ځلي کړيد ي ترڅو اصلي أريا ئي ژبه د لرغونۍ أريائي ژبي د ( آ ر او آ رين ) په وييونو کي وپلټۍ او دا ثا بته کړي چي اصلي آريائي ژبه کومه او څنګه ده .د نوموړونظرياتو په رڼا کي پرځاي به وي چي مخکي له هر څه د (آ راوآرين) په اړوند د پوهانو نظريا تو ته ورشواو وګورو چي په دي اړوند څه ويل شوي دي، هغه رااخلو ا و وروسته ئي د نوي نظر سره په پرتله کي وينو او دا به ځا نته جوته کړوچي نوي نظر څومره رښتينۍ او پر ځاي دي که څنګه ؟ د خداي بښلي علامه حبيبي صاحب نظرداسي دي :« لومړۍ کلمه چي موږئي د پښتو ژبي د اصا لت د پاره د لغوي دليل په څير پلټنه او څيړنه کوو،پخپله د(آريا ، آرين) کلمي دي »(5)«هغه اقوام چي د امو له غاړو څخه په باختراوهند اوايران کي خپاره سول ،دوي ځانونه آرين Aryanيعني اصيل او نجيب او شريف ګڼل،او چي په هند کي خپاره سول ،هلته د تور توکم انسانان د مخه اوسيدل ،له هغو سره آريائيانو جګړي وکړي او شاته ئي وشړل، لکه دوۍ چي ځا نته (آرين) يعني شريف او نجيب وايه ،هغو قبيلو ته ئي داسو يا د يسيوDasyu ويل ،دا دواړي کلمي په ريګويدا کي زکر سويدي »(5)«د آرين د کلمي څانګي په سنسکريتک کي آريا يا اريا Arya او په زند کي ايريا Airyaدي چي هغه دشريف او نجيب معنا لري او دوي له خپلو دښمنانو څخه ځانونو ته په دغه نامه امتيازورکاوه،چي ددوي د پښته نه وو،او اصيل نه ګڼل کيدل ». علاوه پر ريګويدا په اوستا کي هم دا نوم راځي، او هسي وائي« خداي تعالي د آرين مځکه او د آرين توکم او پښت پيدا کړ » (5) « تردغو دوو پخوانو کتابو وروسته بيا وينو،چي هيريد وت (484 ־ 425 ق،م ) د آرين ذکرڅو ځايه کوي ، دي وائي : چي ميدي Medes اقوام په پخوانيو زمانو کي آرينArian بلل کيدل » (5) « د اروپا اوسنيو پوهانو ددي کلمۍ په شا وخوا کي ښي ښي پلټني کړيدي ،ځکه چي دا نوم اريائيانوله خپلي پخوانۍ او اصلي ژبي څخه ورسره راوړي و، نو که په نورو ژبو کي ددغه نامه ريښي پيدا سي، هغه ژبي د آرين اصلي ژبي ته نژدي بلل کيږي »( 6 ) « دوکتور ګيګرGeiger آلماني محقق وايي چي آرين له (آر) مشتق دي چي په سنسکريت کي د اصل او بنياد په معنا دئ او آريا وائي نجيب او شريف او پارسا ته».(6) «علاوه پردغو اقوالو چي (آر) د اصلي په معنا بولي،ځيني محققين دي ته هم تللي دي چي آريا له(آر)مشتق دئ ، چي په پخوانۍ سنسکريت کي ئي د کرني يعني کشاورزۍ او زراعت مفهوم درلود،نو له دي جهته آريا کرونکۍ او زارع ته ويل کيدئ،دا قول د مشهور سنسکريت پوهاند ميکس ميولر Mexmuller دي چي دوکتور هنترئي هم د هند دخلقوپه تاريخ کي مني،او آرين د کرونکي په معنا اخلي »(6.) « ميديم راګوزن ليکي چي (آر)د يوي په معني و،له لاتيني او ايتالوي (اراز)د سلاوي (اراتي)د يوناني (اروت رون) انګريزي ايريبل(ديوي وړ) دغسي د يوناني(ارورا)او دلاتيني ارور (يوي سوئ کښت)ټول له دغي مادي څخه دي ،آريائي اقواموځان له دي جهته کښتکار او زارع باله، چي له وحشي تورانيو پوونده وو څخه ددوي توپير وسي،او هر وخت ئي په دغه نامه فخر هم کاوه».(6)اريا،آريا،آرياييArya :(دا ويي يو ټبرني ستاينوم ethnical adjective ) ) دي، دا چي آره او بنسټ يا په بله وينا اړوند نوم يي څه و،جوته نه ده او مانايي«ازاد، آر، اصيل،کرګر،پتمن...» اټکل شوي ده ) ( 7). «ددي آريائي نامه اثرپه نورو اقوامو هم سويدئ. د با بل او نينوا په اسوري ژبه ئي هم (اري) هغي ځمکۍ ته ويل،چي يوي او کرلي سوي وي (ارارا)ددغه هيواد په کوشي ژبه د فصل ريبل وه» (8) « په دي ډول د آريا دکلمي په خصوص کي دوي نظريي د پوهانو تر مينځ سته يوه دا وه چي آريا اصيل او شريف دئ،دوهمه داده چي کرونکي او بزګر دي ».(8) تردي ځاي پوري دپوهانونظريات مود(آر)دکلمي په اړوند وليکل اوپري وپوهيدوچي معنائي(اصيل،شربف ،نجيب او د اصل او بنياد يا کرونکي او زارع په معناوودي . (( د آريا د پښت زانګوزمونږ د وطن مځکي دي، او هندي آريائيا ن هم له دي ځايه تللي دي ، نو دا په ټينګه ويلي سو چي د هغو زړوکلماتواصلي اشکال هم بايد دلي پاته وي او هرڅه تغير چي وروسته ور پيښ شوي وي ،هغه به د نوي محيط اثر وي.)).(9 ) ((پښتو د هندو اروپائي يعني آريائي ژبو څخه ده ،ځکه چي د اريائي پښت زانګو دغه زمونږ د هيواد مځکي دي ،نو اصلي آريائي ژبه هم دلي ويله کيده،او دلي پخپله پاته ده، يائ لور پښتو تر اوسه په دغو غرو کي ژوندۍ ده)). ( 10) په دي اړوند :نوي نظر ( آ ريک) د پشه يي ژبي د ژونديوو مصدرونو څخه يو مصدر دي چي ، په پښتو او دري ژبو کي (اوريدل،ارويدل؛ او شنيدن) دي چي ،فعلونه يي په لاندي ډ ول په لاس راځي ؛ د فعلونو د جوړولو لپاره ، تل لومړي د مصدروروستنۍ برخه چي (يک) دي ورڅخه غورځي لکه په پښتو او دري ژبو کي چي (״ ول״ او ״ ړل״ ؛״ دن״ او״ تن״ ) تري غورځول کيږي ؛ په( پشه ئي) ژبه کي هم د (آريک )دمصدرڅخه د (يک) برخه جلا او غورځي او ورڅخه (آر) پاتي کيږي چي په ( پشه ئي)ژبه کي د مفرد مخاطب لپاره په حا ل زمانه کي (واوره/بشنو) د يو امري فعل په معنا دي اودا هغه څه په لاس راځي چي د ورستنيو دري پيړيو را په ديخوا د هندو آروپايي ژبو ژب پوهان ورپسي د شونټۍ په رڼا ګرځيدل اوګرځي. ځني پوهان داسي وايي چي ، اره او بنسټ يا په بله وينا اړوند نوميي څه و،جوته نده اوماناي «ازاد،آر،اصيل ،کرګر،پتمن» اټکل شويده.تردي ځايه پوري چي مونږد ښاغلو ژب پوهانو نظريات را وڅپړل ،ټول په يوه خوله دي ، د« آر او آرين» د کليمو مانا په(اصيل،شريف،نجيب ،آر،کرګراو زارع ) کوي.خو هغه پوهان چي وائ د ( آر ) اره او بنسټ يا په بله وينا اړوند نوم يي څه و؛ هغو ته بايد وويل شي چي ،د(آر) د فعل بنسټ د «ګوستاو لوبون» په ( آريک) کي چي د لرغوني آريا ئي ( يشه ئي) ژبي ژوندي مصدردي؛ په پښتو ژبه کي ورته (اوريدل ،ارويدل) وائي پکي د لمرپه شان روښان اوڅرګند دي .په ډيرو هند واروپائي ژبو کي دلرغوني آريائي ژبي (آريک) مصدرد (آر) د (واوره/ بشنو)فعل سره هم غږي او ورته دي لکه : پشه ئي آر ( are , ar ) پښتو آروي arwe\awre انګريزي هيير ( hear ) جرمني هوير ( höre ) دنمارکي هوير ( høre )په نوموړو ژبو کي (آر) د (اوريدا) مانا لري ،چي په لوړو ژبو او ښائي د نړۍ پر مخ په ډيرو ژبو کي،يوه ښه غوږنيوونکي او ښه اوريدونکي ته د ( اصيل ، شريف او نجيب) صفتونه ورکړل شي په پشه ئي؛ پښتواو دري ژبوکي خو، هر ښه غوږ نيوونکي او اوريدونکي ته (شريف،نجيب او اصيل)ويل کيږي . په پشه ئي ژبه کي علاوه د نوموړو صفتونو (آر)عزت،ننګ او غيرت ته هم وائي لانديني توضيح ته پام وکړي .دا چي د( آر/ آري) اود ( آرين) د کلمو په هکله مخکي وليکل شول چي د ( پشه ئي)ژبي د (آريک)د (اوريدل) دمصدرڅخه په لاس راځي چي (آر)دمفرد مخاطب لپاره په حال زمانه کي د امر فعل دي او د (واوره/ بشنو) په مانا دي او د(آري)او (آريا / اري يي) شکلونه يي هر يو په حا ل زمانه کي دمخاطب فعلونه د ي او هريو د ( آوري) او ( وايي وره / آوري يي ) کيږي او د (آرين) فعل د (پشه ئي) ژبي د جمع غا ئب د ( آوري / ميشنوند) ما نا لري .دا چي اوس مونږ د ښاغلو ژب پوهانو د څيړنو اصلي ټکي چي ( آر ) او (آرين) دي د پشه ئي ژبي د (آريک) په مصدر کي وميندل او دا په ډاګه شوه چي آر او آرين د پشه ئي ژبي ژوندي فعلونه دي ريښه او مانائي پخپله د (آريک) په مصدرکي ژوندۍ ده اوس د ښاغلوژب پوهانو پام دي لاندينيوتوضيحاتوته راګرځوم.برسيره پر(آر) او( آرين) چي د (اوريدا) مانا لري او مونږ په خپلو ژبو کي هر ښه اوريدونکي او غوږ نيوونکي ته ( اصيل،شريف او نجيب) وايو،دا لاند يني مفاهيم لا د اصالت،شرافت او نجابت تله درندوي په لاندي ډول :په پشه ئي ژبه کي ځني پشه يان ( ويني / خون) ته (آر) او ځني ورته( آش ،آس/)وائي چي؛ دا دري واړه د پشه ئي د» ويني» نومونه ( آر، آس او آش) يو پر بل اوښتلاي شي چي تر نن پوري په پشه ئي ژبو کي داد (آر) نوم ژوندي دي چي د (ويني) مانا په خپل زات کي د (اصيل،شريف او نجيب د« پلرنۍ ويني» مفهوم رسوي) .په پشه ئي ژبه کي يو بل زړه پوري او ژوندي نوم ( آړ) د پښتو او دري ژبود ( زړه/ قلب) په مانا دي چي ،د ( ړ) توري د( ر) په توري اوښتي شي چي په دي صورت کي د ( آړ) څخه ( آر) جوړيږي چي ، په حيواني وجود کي(آړ/ زړه/قلب)هم (اصيل)دي چي،پرته د ( آړ/ زړه) ژوند امکان نلري .اوس چي مونږ د اصلي آريائي ژبي د(آر) دنامه تر څنګ د پشه ئي ژبي يوه بله زړه پوري د( آړ/ زړه/فلب)نوم هم وپيژاند چي د « ړ» توري په « ر» اوړي اود( آ ړ) څخه(آر) اوبرعکس يو پر بل اوړي . ښاغلوژبپوهانو(آر) د(اصيل،شريف اونجيب) د ماناووبرسيره په (بزګر، کښتګر) نوم هم مانا کړيدي چي ،زراعت په خپل زات کي هم د انسانانو په ژوند کي يو اصيل او بنيادي کار دي چي پرته له هغي د ژوند چاري نا ممکن دي. په دي اړوند به په خپل وخت کي زړه پوري معلومات وړاندي شي .پایله : د( آر) او (آرین) د کلمو څټه د پشه ئی ژبې د (آریک) په مصدر کې نغښتی ده . ( آر) او(آس او آش) چې یو پر بل اوړي په پشه ئې ژبه کې د (وینې/ خون) مانا لری . ( اړ/ زړه) نوم دی چې په (آر) هم اوښتې شي ،د پشه ئې ژبې ژوندۍ کلمې دي .هیله ده چې پدی ماته ګوډه لیکنه څه نا څه د ښاغلو ژب پوهانو څیړنیزه تنده ماته او په کرکه ورته ونه ګوري او هیله لرم چې له ما سره خپلې علمي مرستې ونه سپموي .
(1 ، 2) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 24 ،24،
( 3) د يښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 25
( 4) د يښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 24
( 5) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 28 ،28 ،28،28
( 6) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 29 ،29،29،29
( 7) پښتو او پښتانه د ژب يوهنې په رڼا کی 318
( 8 ) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 30،30،
(9) د پښتو د ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 37
( 10 ) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 38

منبع: بینوا

اوستا که « اوسیدا»

احمد جان (ماڼو) ٤ / ١١ / ١٣٨٥ هـ ل
د( اوستا) په اړوند دروان 1385 کا ل د ُسنبلې د میاشتې په شپاړلسمه د( هیواد ) په اخبار کې د اغلې لیلي خرم افغانِِی څیړونکې یوه علمي مقاله چاپ شویده پکې راغلي دي چې : (د( اوستا) نوم د پښتو ژبې « اوسیدا » دی نه (اوستا) او دا یو نوم دی ا وهمدا ډول یې لیکلي دي د « اور» کلمه دپښتو ژبې یوه پیژندل شوې کلمه ده چې د پښتو په ډ یرو کلمو کې راغلې ده په اوستا کې لید ل کيږي او همدا شان اغلې لیلي خرم په همدې علمي مقاله کې لیکي چې د ورد گو و لایت د« ورد گو» سیمه د( اوستا) د کتاب د زيږدي ټاټو بی بولي. همدا ډول اغلې لیلي خرم « بخدی » یې د پښتو په ( خ ) چې هماغه د پښتو « ښ» چې د «رښتيا » په کلمه کې دی ثا بتوي چې بخدي او بلخ هم د پښتوکلیمې دي په همدی ډول د باختریان دکلیمې ريښه یې راڅپړلې پدې باورچې هماغه « بخدي داوریان » د شکل اوښتون دی چې د ( باختر) په شکل اوښتي یعنې « بخدي داور» وو چې (باختر)شوی دی او وايي څرنګه چې( زمینداور) هم لرو.څرنګه چې د اغلی لیلی خرم د اوستا د نامه په هکله تحقیق خورا زړه پورې دی. خو زه له هرڅه څخه د مخه په لومړي سرکی د (اوستا) د نامه په هکله د درناوی سره یوځای یو څو لیکي لیکم ترڅو وکولای شم د محترمو ژب پوهانو او د اغلۍ (لیلی خرم) پام ورته ور واړوم .ترڅو د دی تحقیق له لاری د تحقیقاتو لوړو پوړیو ته ورورسيږو او د حقیقت بام ته ور پورته شو ا و وروسته له هغی ځا یه مخکی ا و وروسته وگورو چې زمونږ په خوا ا و شا کی نورڅه تیر شوي اوڅه پکی تیريږي .( ویدا ) او (اوستا) چې د وه لرغو نی اریایی کتابونه دی چې پدی لیکنه کی يواځې د (اوستا) د کتاب نوم چې د( حضرت زرد شت ) پیغمبرد د ین کتاب دی ، د نامه په هکله چې اغلۍ لیلی خرم یی د پښتوژبی « اوسیدا » بولي. پدی اړوند په پوره درناوي خپل نظر په لاندي ډول وړاندی کوم : ( اوستا ): د لرغونو اریا ئیانو د( حضرت زردشت) د د ین پوری اړوند کتاب دی ، چې د اتلسمی پيړۍ راهیسی لوید يځ ا و ختيځ پوهانو پکی زړه پوری پلټني کړیدي ا و ډ یرڅه پکی لیکل شویدي ترڅو د دغه لرغوني د یني کتاب د نامه ا و هغه څه چې پدی کتاب کی لیکل شویدي وپوهيږي ترڅو وکولای شي د هغی زمانې د د ین ، مذهب ، کلتور ا وټولوهغوشیانو ځان اگاه او د هغویو د ژوند په ټولوهغو تورتم گوډونوځان وپوهوي چې په هغوی څه راغلی اوڅه پری تیر شویدي، پوهانو ډ یری هسي کړيدي ا وکوي یی او نن هم ډیری هلی ځلي روانی دی ترڅوژب پوهان د بشر د نننیو علمي او تخنیکي لاس ته را وړنو په مرسته د هغوی د ژوندانه ټول تور تم گوډ ونه جوت ا و په ټولولاس ته راوړنویی خلک پوه او خبرکړيدي.( ویدا) او (اوستا) چې د اریا ئیانو لرغوني تاریخي کتابونه دي ، ژب پو هانو په دواړو کتابونو ا و خاصتا د نوموړو کتابونو د نومونو په معنا وو اومفاهیمو ډ یر څه لیکلي، خوهر یو پوه نوموړي نومونه پهډ ول ډ ول معنا کړیدي چې پدی صورت کی یی مفاهیم هم جدا جدا دي . او هر پوه ورته د خپلی پوهی په کچه معناوې او مفاهیم په گوته کړیدي او خپل کتابونه یې پری لیکلي دي،.دا چې اوس زمونږ اصلي موضوع د اغاۍ لیلی خرم د( اوستا) د نوی نامه « اوسیدا » پوری اړه لري په لا ندی ډول پری رڼا اچول غواړم:( اوستا ) چې د حضرت « ز رد شت » یا « زرتشت » پیغمبر یو د یني کتاب دی چې په پیروانویې د هغی د کتاب اطلاق کيږي چې (زردشتیان یا زرتشتیان) ورته وایی . د اغلی لیلی خرم دا نظر چې وا یی « اوستا » دپښتوژبی « اوسیدا» دی،داغلی څيړونکۍ دازړه پوری ا و نوی نظر د هغو ( اوستا ) پیژند ونکو څيړونکو د نظریو سره برابر دی لکه :(( ددی کلمی په معنا اولغوي تحلیل پوهان ډ لی ډ لی دي ، هر چا یوه توجیه ورته کړیده ا و اشکال یی هم مختلف نقل شویدي لکه : ا وستا،آبستا، ا ستا، ا وستا،آفستا ، اپستا ، د پهلوی شکل یی ( ا و پستاک ) دی چې دارمستتر (ا پستاک ) ضبط کړیدی. په سریانی ژبه ( اپستا گا ) او په عربی کی (ابستاف )دی )) ( 1 )په دي ځاې کې د اغلۍ لیلی خرم د (اوسیدا) کلمه هم نوموړو نظریاتو ته ډیره ورته بریښي . د نننیو ژب پوها نو په وړاندی ستره د نده داده چې د ننني علم ا و تخنیک د لاس ته راغلو پر مختگونواو وسایلو په مرسته د څیړنۍ اصلي نقطي ته ځان ور ورسوي اوريښتیني معلومات وړاندی کړي تر څو د ژب پوهانو ، څیړونکو ا و لوستونکو پری تنده ماته شی او مننه وکړي . د اغلی خرم دا نظر چې ( ا وستا) ته (ا وسیدا) او د پښتو ژبی ژوندۍ کلمه ورته وا یی او د( اوستا) په کلمه کی دځنو تورو په اړولو را اړولو ا و په هغی کی دځنو تورو په زیاتولو او کمولو سره (ا وسیدا) جوړوی لکه : د( اوستا) په نامه کی د (ی) ا و د (د) توری ور اضافه کول او د (ت) توری د (د) په توری اړول یا د (ا) توری وروسته کول چې د(اوسیدا) د کلمی جوړول دی تر لاسه کيږي،په دی صورت کی د (اوسیدا) نوم د (اوستا) د نامه سره په شکل او معنا کی توپیر پیدا کوی، که څه هم دا سی اړونی پوهانو هم کړیدي ، خو د لته هغه معناوی چې پوهانو د (اوستا) لپاره کښلی دي تو پیر لري ، یواځی تلفظ یی ورته نږدې دی ، خو دا چې (اوستا) د یو د یني کتاب نوم دی ا و د (حضرت زردشت ) پیغمبر د نامه او نوم پوری تړلی دی څه نا څه یی معنا او مفهوم ته تغیر ورکوي او د خپل اصل څخه وړاندی وځی .که چیرته اغلی خرم غواړي (ا وستا) د پښتو ژبی په ژوندۍ کلمه ( اوسیدا ) ولیکی او هغی ته د پښتود ژبی ژوندۍ کلمه ووایی دا یو څرگند حقیقت دی چې د (اوستا) کلمه په (اوسیدا) اوښتلې شی ، چې دا دواړه کلیمی په تلفظ او اورید وکی سره خورا ورته دي ، خومعنا او مفاهیم یی سره یو شان ندي ، دا چې د ( اوستا) معنا د څیړونکو له نظره د اوستا په ژبه کی د« بلنی » معنا لري ا و د « اوسیدا » د کلیمی معناپه پښتو ژبه کی چې د( اوسید ل) له مصدر څخه په لاس راځې یو د بل سره یی معنا وې او مفاهیم هم بیل بیل دي . په دی اړوند د لیکونکي نظر ا وڅيړنه داسې ده :که چیری مونږ د ( حضرت زردشت ) پیغمبر د کتاب نوم د پښتو ژبی په دی اصلی کلمه (ا وسیدا) کی تر څیړنی لا ندی ونه نیسواو دا کلمه د پښتو ژبی په بله زړه پوری ژوندۍ ترکیبي کلمه(ا و ستا ) کی ترڅيړنې لاندی راولوخورا زړه پوری به وي .د پښتو ژبی د (ا و+ ستا ) تر کیب د ټولو څيړونکو پوهانو د (ستا) گانوڅخه معتبر ا و زړه پوری ترکیب دی او د پښتو ژبی د د وو ژوند یو او مستقلو نومونو چې (او) او (ستا ) دی جوړیږی که څیړ نه پری پیل کړو او د حضرت زردشت پیغمبر ( اوستا ) د پښتو ژبی د ( ا و+ ستا ) چې په انگریزی ژبه کی دې and you دا به زړه پوری وي.اوس که چیری د حضرت زرد شت د د ین مقد س د یني کتاب ( اوستا ) نوم د پښتو ژبی د ژوندي ترکیبي نامه چې له دووځانګړو ټو ټو چې دځانته ځانته معنا وو او مفاهیمو لرونکي کلیمي دي سره یوځای ولیکو ورڅخه (ا و+ ستا ) جوړیږي او وروسته دا پښتو په لاس راغلی نوم را اخلو او د ( اوستا ) د مقد س کتاب د نامه سره په پرتله کووا و بیا ورته خپل پام وراړوو، گورو چې د شکل له پلوه دواړه نومونه هيڅ توپیر نلري ته به وا ئی چې دواړه د یوی مور غبرگوني بچي دي . اوس که مونږ دا دواړه په لاس راغلي ا وستاگانی یو د بل سره خوا په خوا ودروو او د بشر د تخنیکی لاس ته راوړنو د زره بین د ا لی په مرسته یی ووینوهد و توپیر پکی نشته ا و که څو ک وائی چې توپیر لري نو دا گز او دا میدا ن. پدی کی هیڅ شک نشته چې دواړه اوستاگانی د شکل له پلوه سره ورته ا ود یوه جین دوه برخی ا و د یوی مورغبرگونی لوڼه ، دا چې شکل له پلوه سره یو شا نته ښکاري خو د معنا او مفهوم له مخی پکی توپیر شته دی چې یواځی میندۍ « ژبی » دي ، چې د دوې په توپیر پوهیدای شي ، دا به نويواځې او يواځې میندې وي چې دوې به په خپلوهغوخصوصیاتو چې دوی یی لري ، پیژني نه هم نورڅوک.تر دی ځايه وپوهیدو چې دواړه دپښتواوداوستا؛( اوستاگانی ) د یوی مور لوڼه دي چې د شکل له مخی پکی توپیر نشته، خو کړه وړه (معناوی او مفاهیم) یی څه نا څه یو د بل سره به په توپیر کی وی.چې دا خصوصیات تل په غبرگونو اولادونو کی لیدل کیږی .اغلۍ لیلی خرم ته زما یو بل وړاندیز دا دی چې: که مونږ د (ا وسیدا ) د نامه پرځاې یوه بله زړه پوری کلمه چې زمونږ د هیوا د په ډیرو ژبو کی ژوندۍ ده او ډیر هیوا د وا ل د اورید و سره جوخت پری پوهیږی چې ( « سیده » یا د « سیدا») نوم یعنی: ( درست ، سم ، برابر، مستقیم ،معقول،حقیقت ، واقعیت .... او د خدای په لاره برابر) اوډیرې نورې سره ورته او ښکلې کلیمی چې د اسماني کتاب( اوستا ) سره د بشر د پوهاوي لپاره د ستر خدای (ج ) له خوا په (حضرت زردشت ) نازل شویدی معنی ا و مفهوم له پلوه به خورا نږدی وي که چیری مونږ د ( سیدا یا سیده ) دکلمی سره د « ا و » د ربط کلمه یو ځاې کړولکه : « ا و+ سیدا » یا« او+ سیده » چې په دی ځاې کی مونږ،د زمونږ د گران هیوا د په ټولو ژبو کی شریکی او زړه پوری کلمی په لاس را وړو چې د لوړو مفاهیمو درلودونکي دي ، چې زما په فکر دا د «او سیده » اود « ا و سیدا » شکلونه چې مونږ یی په خپلو ژبو کی لرو او په نوموړو اشکالو کی د « د » توری د « ت» په تورو واړوو نو « ا وسیدا »څخه به «اوسیتا» اود « اوسیده » څخه به « او سیتاه » په لاس راشی او که چیری په دواړو په لاس ته راغلو نومونو کی د « ی » توری چې یوغږيزتوری دی ور څخه لیری کړو نو له نوموړو نومونو څخه د « ا و ستا » ا ود « ا و ستاه » نومونه په لاس راخي چې د شکل او معنا له پلوه د ( حضرت زردشت ) د « اوستا » سره جوخت زنگون لکوې.ا وس که مونږ داغلۍ( لیلی خرم) د « اوسیدا » د نامه سره پورتني په لاس راغلي نومونه په پرتله کړو په شکلونو کی به یی دومره څه توپیر نه وي او یو د بل سره جوخت او برابر دي خو یواځې توپیر یی په دی کی دی چې وروستنی د« ا و + سیده » ا و« ا وسیدا» کلمی په تلفظ کی ورسره توپیر لري چې معناوی یی هم ورسره توپیر پیدا کوي ، خو زما په نظر د « پشه ئی » ژبی يوه ژوندۍ کلمه چې ﻻ تر نن پوری په پشه يې ژبه کی ژوندۍ ده هغه د * اوستا*نوم دی چې د اصلي زردشتي (اوستا) څخه په شکل او معنا کی هډوتوپيرنلري. خو په پښتو ژبه کی د ( سیده یا سیدا ) نومونو روحانی اړخ قوي ښکاري نسبت د ( اوسیدا ) له نامه څخه . لومړی – د زردشت (اوستا) دا د حضرت زردشت پیغمبر د زمانی یو دینی اسما نی کتاب دی ،چې په هغه نازل شوی وو ، کله چې مونږ ورته ا سماني کتاب وا یو ، نو له دی څخه دا په ډاگه کېږې ، چې په هغی کی به پرته له شکه د هغی وخت انسانانو ته به د لوی پروردگار له خوا پکی د( امر او نهی ) مسائل راغلي وي چې ډیرو ژب پوها نو دا نوم په « دعوت » سره معنا کړ یدي.د وهم- د پښتو د ژبی ( ا و ستا ) ترکیب دی چې دا( ا و ستا) د پښتو په ژبه کی له دووټوټړڅخه جوړه ده چې (او) یی په پښتو ژبه کی د ربط د ( نښلولو ) لپاره او د (ستا) کلمه په حال زمانه کی د مفرد مخاطب لپاره ضمیر دی.چې د دواړو برخو په نښلولو ور څخه د پښتو ژبی د (او+ ستا) لاس ته راځي چې د شکل له مخی د اصلی «اوستا »څخه هيڅ ډول توپیر نلری. دریم - اوس چې د دواړو (اوستا گانو ) په معناوو وپوهیدو چې لومړنی( اوستا ) د یوه دینی کتاب نوم اود دوهم د ( او ستا ) نوم دپښتو ژبی د ورځنيو خبرو اترو لپاره یوه ژوندۍ کلمه ده ،چې ویونکي یی دا سی تلفظ کوي چې گنی یوه کلمه ده تل یی یوځاې تلفظ کوي او د درناوي لپاره پکار وړل کيږې لکه (او ستا) ا و ( ا و ستا سی) چې د (ستا) او (ستا سی) کلمی هم د درنا وې کلیمي دي، خو ورسره د ( ا و ) د ربط د کلیمی پر زیاتوالی د درناوي تله لا پسی درنديږې. چې د پښتو ژبې د (اوستا) او ( ا و ستا شي) په کلموکی پوره درنښت لري لکه : کله چې یو مومن انسان د خپل خدای په وړا ندی عبادت او ورته په زارو وي نو ضرور به دا کلمات یی له خولی ورته ور وځی« آی خدایه زه ستا بنده یم ( او ستا) د در ملنگ یم ، که چیری د جمع ډول وي نو داسې وايي . مونږگنهکاران یو ( او ستاسي)څخه د بښني هیله لرو . چې د لته د پښتو ژبی په (ا وستا) او ( ا وستا سی ) کی مونږخپل خالق ته عزر او زاری کوو چې په دی پورتنیو بیلگو کی مونږد( حضرت زردشت ) دیني کتاب (اوستا ) که د پښتو دژبې د ( ا و+ ستا ) سره په پرتله کړو په شکلونو کی ورته ښکا ري او د مفاهیمو له پلوه هم یو د بل سره نږدې دي.او په کی دومره توپیر نه لیدل کيړي. اوس چې مونږ تر دی ځايه د حضرت زردشت د (ا وستا ) دکلیمی پرتله د پښتو د ژبې د (ا وستا ) سره ولید له، چې په معنا وو او مفاهیمو کی یی ډیر ورته وا لی شته بی ځايه به نه وي چې په (پشه یی) ژبه کی یو ژوندی نوم تر بحث او غور لاندی ونیسم ترڅو د څيړونکو، لوستونکو ا و مینه وا لو تنده پری ماته شی.( ا وستا ) په پشه یی ژبه کی یو ژوندې نوم دی ښايي دانوم دټولو « پشه یانو» په سیمو کی یو شا نته نه وی،زمونږ د ګران هیواد افغانستان جغرا فیایی جوړښت داسې دی چې د نننیو پشه یانو د اوسید وځایونه یو د بل څخه د را ز را ز حواد ثو په پایله کی سره وړاندی وتي، یو د دغو حواد ثو څخه هم د پشه یانو سره په گاونډ کی نوری ژبی وی او شته دی چې دا لرغوني اریائی ژبه یی سره و ځپله او کوچنی یی کړه، او دا په دی خاطر چې د نورو ملتو نو لپاره په خپله ژبه مکتبونه جوړ او پشه یان مجبور کړل شول چې د نورو ورونو ملتونو ژبی زده او خپله لرغونی اریائی ژبه د (ویدا) او (اوستا ) د ژبو د ستونزو حلوونکی ( پشه ئی) ژبه له یاده وباسی چې دا لوبه ا وس هم په پوره سرعت او قوت ا وبيړه سره روانه ده او د پشه يې ژبی د دغی د خپل وخت د ستري ژبی چې د خپل د دوران په وخت کی د لرغونو اریائیانو د ادیانو او سیاستونو، کلتورونوا و ا دب ژبه به وه ، چې د دی حقیقت ښه ثبوت مونږ نن په ډبرینو لیکونو کی د بیلگی په توگه د هخا منشی پاچا د بیستون د غره په لیکنه کی چې په میخی خط لیکل شویدی او همدا شان د سرخ کوتل د (حضرت زردشت) د اورتون په یونانی لیک لیکل شوی ډبرو کی یی څرگندی نښې نښانې وينو چې شته دی چې په ځانګړو زمانوکې مونږ ته خپل ژوند راښايي چې ورځ تر ورځي يې جرړې ويستل کيړي، دا پدی خاطر چې د دغه ميړني اولرغوني اریائی اولس د لرغوني اریائی ژبی ( آریک ) د ویونکوهيڅ څوک غمخور نشته ،او بل علت یی دا دی چې زمونږ گران افغانستان یو غرنی هیواد دی چې د لرغونی زمانی څخه را نیولی تر نن پوری د تلو راتلو امکانات یی د وخت په تیریدو سره ندی حل شوی ،د قومونو او قبایلو خپل منځي اړيکې کمزوری او پهډیرولنډو فاصاو کی یی دهڅکو اود نگو غرونو موجودیت دی چې د دوی تر مينځ یی همیشنی اړ یکی شلولی او لیده کاته یی یو د بل سره کمزوري کړيدي، د هغوډيردودونه يې یی هم یو له بله سره څه ناڅه جلا شوی او په ورو ورو یی ژبی یو له بله سره وړاندی وځی ا و زمونږد ا صلی لرغوني اریائی (پشه ئی) ژبی رنگ لا پسی پیکه کيږی او ترټولو ناوړه کار خو لا دا دی چې د مکتبونو په عدم موجودیت کی لوی لوی کلی یو د بل پسی د نورو وروڼو ملتو نو ژبی زده کوي ا وخپله مورنۍ ژبه هیر وي او په خپلو مینځوکی یی داڅه ناڅه پاتی په خام تارتړلې اړیکي يې هم په پریکیدو دی. (پشه ئی) ژبه چې دا نن دومره توان لری او لرغونواریائی دڅيړنو وړکلماتو لکه: « ویدا » او « اوستا » او د دوی پوری تړلو ملحقاتوته جواب ورکوی له مینځه ځي او بی سیکه کيږي، که چیری هرڅه په دی شان سره وی او پشه یان د گاونډ يو وروڼو ملتونو مکتبونو ته ولاړ شي او د مکتب حق ورته ورنکړل شی او په خپله ژبه مکتب ونه لولی نن وی که سبا په تا بوت به یی خپل بچی وروستنی میخ ورټک وهی او مسؤلیت به یی د افغانستان دټولواکانو او نننیو واکدارانو په غاړه وی.څرنگه چې وویل شول ( اوستا ) د حضرت زردشت پیغمبر د د ین کتا ب او په هغه نازل شوی وواوټول څيړونکې ورته د ینی کتاب وایی چې په دی ورستیو ورځو کی اغلۍ « لیلی خرم » د (اوستا) نوم په ( اوسیدا ) اړوی او وائی چې دا نوم لکه نور نومونه د پښتو نوم شمیري چې ما د پښتو د ( ا و+ ستا ) په هکله مخکی یو څوکرښي وکښلې ، ا وس به راشو اصلی مطلب ته.د پشه ئی ژبی (اوستا) دا د حضرت زرد شت د ( اوستا ) رښتينې تصویر دی ، چې محقیقینو ته هيڅ شک نه پريږدي دا په دی خاطر چې ټول د ینی کتابونه ، د لوی خدای (ج) له خوا هر هغه وخت چې بشرورته اړتیا ولری په خپلو نازولو پیغمبرانویی نازلوي اود دی نزول څخه دا ا ستنباط کيږي چې د خلکوڅخه د پیغمبر ( بلنه ) ده . نوي د ین ته . نو کله چې د حضرت زردشت پیغمبر د نده څرگنده شوه ا ود کتا ب نوم یی معلوم شو چې (اوستا ) دی ، چې په پښتو او دری ژبو کی ورته ( بلنه یا دعوت ) وا ئی په لاس راځي خوپه ( پشه ئی ) دې لرغوني اریائی ژبه کی پخپله د (اوستا ) کلمه د(واو) دتوري په پيښ د( بلنی یا دعوت ) معنا لري.د (پشه ئی ) ژبی د (ا وستا ) د کلمی په هکله ما په خپله لیکنه کی چې د یوه کتاب کوټي بڼه لری او لا تر اوسه پوری می چاپ ته ندی وړا ندی کړې ا و تر ډ یره حد ه پوری می پکې هڅه کړيده، چې د( حضرت زردشت ) کتاب ( ا وستا ) په هغو برخو هم رڼا وا چوم چې د نوموړی کتاب څخه وروسته ژب پوهانو پکی څیړنی کړیدی ، لکه ( زند پازند.... او ډير نور). اوس غواړم د(پشه ئی) د ژبی د( اوستا) نوم د پرتلی په توگه د(حضرت زردشت پیغمبر) د دین د کتاب ( اوستا ) سره د ژوري څيړنې لپاره ،ښاغلو ژب پوها نو ته د هغوی قضا وت لپاره وړاندی کړم.د( پشه ئی ) ژبی د ( ا وستا ) نوم په سلو کی سل د (پشه ئی) ژبی پوری اړه لري او زه پدی پوره باور لرم چې د (حضرت زرد شت پیغمبر) د پیغمبری څخه دمخه ( پشه ئی) ژبه ، یوه لویه ژبه وه ا وښا ئی چې د د نیا پر مخ به ډیرو خلکو پری خبری کولی او د لوست لیک ژبه به ئی وه خلکو به په همدی (پشه ئی ) ژبه ، خپل د ( زردشت پیغمبر) د د ین او د( اوستا) د مقد س اسما نی کتاب د تبلیغ چاری تر سره کړې وي او پدی هم پوره باوری یم چې د ( حضرت زردشت) د د ین د پرا ختیا په وخت کی به دی ژبی (پشه ئی ) د حضرت زردشت د ین د پراختیا سره یو ځاې د د نیا پرمخ هغوځايونوته تللی ا وغزید لی وی ترکوم ځاې پوری چې د « حضرت زردشت » دین لمن خوره شوې وي .زه د (پشه ئی) ژبی لويښت چې نښی او نښاني یی په ډ یرو ژبو کی وینم په خپل وخت کی به پری لیکنه وکړم، زما د دی ادعا د ثبوت په خاطر چې( پشه ئی ) ژبه لرغونی آریائی ژبه ده او د ( اوستا ) د کتاب د لیکلو لا د مخه یوه پراخه ، ستره او ژوندۍ ژبه به وه ، د ثبوت لپاره یی پخپله د ( حضرت زردشت ) د ( اوستا ) نوم په پرتله ایزه توگه تر څيړنی لاندی راولم. د( پشه ئی) ژبی د(ا وستا) نوم چې په(عربی)او زمونږ دهیوا د دمیشتوخلکوپهډیروژبوکی ورته(دعوت )وايي معنا لري. ، چې دپښتو په ژبه کی ورته (میلمستیا یاډوډۍ) او په دری ژبه کی ورته ( دعوت یا نان) وائی او په (پشه ئی ) ژبه کی ورته (او،اوی،اوسا«اوستا» چې د( دعوت ) معنا لری یوه ژوندۍ اومروجه کلمه ده ،امکان لری چې زمونږ د هیواد او دنړۍ په ډ یرو نورو هیوا دونو په ژبو ا وا د بیاتو کی د ( ډ وډۍ یا نان ) کلیمی د (دعوت ) لپاره په کار وړل کيږی. په (پشه ئی ) ژبه « ا و» یا « ا وو» د ( پښتو) ژبی (ډوډۍ) او د( دری) ژبی د (نان ) معنا لری ، د (س ) توری چې د (او) تر شا را خي په( پشه ئی ) ژبه کی د نسبت توری دی چې په پښتو کی د (د ) او په دری ژبه کی د( ش ) توری دی پرځای به وی چې ووایم او ولیکم چې په ډ یرواریائی ژبو کی دا د نسبت توری د( s ) توری دی . چې ددی توري په څیړنه ا و بحث به په پښتو او دری فارسی ژبو په ژوندیو نومونو، اد بیاتو ا و مفاهیمو کی چې په ورځنيولیکنو او ویناوو کی پکار وړل کيړي په کی به ډ یر ژور ا و بنیا دی تغیرات را وړي ، د بیلگی په توگه : ا فغا نستان ؛ هندوستان ؛ ارمنستان ا و ډ یر نور داسې نومونه چې په پای یا یی د نا مه په مینځ کی راشي د « س » توری یی معنا ور بد لوي لکه د افغا نستان او نور (ستان ) لرونکو نومونو کی ؛ تر نن پوری زمونږدګران هيواد دادب خاوندان او څيړونکي د افغانستان نوم د (افغان) او(ستان) په ډولونو سره معنا کوی او نور « ستان» لرونکی نومونه هم همدا سی درواخله چې د « س » توری د « تان » پوری تړي او ورڅخه« ستان » جوړوی او « ستان » د ځاې اوټاټوبي په معنا پیژني چې دا دا سی نده او دا د « س » توری د (پشه ئی ) ژبی د ا د ب له مخی د « ا فغان » د کلیمی پوری نښلي او ورڅخه« افغانس » « د افغان » جوړيږي او د « تن یا تان » د ( ځای )او د(ا وسیدا ) معتا لری ، په ( پشه ئی ) ژبه کی د « تن » او د « تان » کلمی د ( پشه ئی ) ژبی د « تیک » له مصد ره چې د پښتو ژبی د « وول » ا و په ( دری ) ژبه کی د « بودن » له مصدرڅخه جوړيږي ترلاسه کيږي، د( پشه ئی) ژبی د « تن » کلمه په (پښتو) ژبه کی د « ستنی ، ستون ، پا یی » معنا لری .هیله لرم چې زمونږدګران هيواد ژب پوهان دغی نوی موضوع ته خپل پام واړوی ا و پری نوی څیړنی پیل کړي ترڅودغه تاریخی اشتباه صحیح اوپه را تلونکی کی یوه پرځاي تصحیح وی ترڅو چې زمونږاړوندادبیات پری سمسور شی او د( آفغانستان) او نور داسې نومونه ، نه د (افغان) او (ستان) په کلمو معنا شی ؛ صحیح ډول یی داسې دی (افغانس) او( تان ) چې ورڅخه(افغانس + تان )جوړيږي ولیکل شی او معنا شی چې داډول یی اصل او( اریائی) دی ، چې « افغا نس» د « د افغان»او «تن»يې د(ځای)معنی لري. تر دیځای پوری مونږ د( اوستا ) د کلیمی دوه برخی (او ، اوو ) او د( س ) برخی وڅېړلی چې په نښتی توگه ورڅخه ( ا وس ،اووس) جوړیږی چې د ( پشه ئی ) دا په لاس راغلی ترکیبی نوم په پښتو او دری ژبو کی د ( ډوډۍ يې ) او ( نا نش) معنا لری . اوس چې مونږ د( پشه ئی ) ژبی د (حضرت زردشت) د (اوستا) د کتاب نیمه لومړی برخه (ا وس،ا ووس) په لاس راوړه د نامه دوهمه برخه (تا) تر څیړني لاندی نیسو :د (ا وستا) وروستنی برخه ( تا) په پښتو او دری ـ فارسی ژبو کی د« یی» او « ا ش» معناوی لری ، که مونږ دا په لاس راغلي د « یی» ا و « ا ش» د (ا وستا) دنامه په لومړنی په لاس راغلی برخی چې د«اوس » یا« اووس » برخه ده ورسره غوټه کړو نو ورڅخه(اوس + تا ) یعنی (اوستا ، اووستا ) په لاس راځي چې د (حضرت زردشت ) د د ینی کتاب ( اوستا ) څخه په شکل کی هيڅډ ول توپیر نلری .دا چې د پشه ئی ژبی د (ا وستا ) نوم د (حضرت زردشت) د د ینی کتاب (اوستا) سره په شکل کی هيڅ توپیر نلری ا و یو د بل سره داسې ښکاري چې د یوی مور لوڼه او غبرگوني دی ،څرنګه چې نوموړی نومونه د شکل له مخی یو د بل څخه توپیر نلری نو د معنا له مخی هم سره یو دي ، دا چې د( حضرت زردشت) د د ین مشهور کتاب (اوستا) چې د هغه د نامه سره کلک تړاو لري او د خلکو څخه نوی دین ته( بلنه) ده ،د( پشه ئی) ژبی د(اوستا) یا (ا ووستا) سره هم په شکل او هم په معنا کی هډ و تو پیر نلری ،اوس چې تر دی ځا یه پوری را ورسید و ا و د ( حضرت زردشت) د (ا وستا) سره مو پرتله وکړه لدي پرتلی څخه دا پوره په ډاگه کيږي چې د( حضرت زردشت ) ا و د پشه ئی « اوستا » دواړه سره په خونداورنگ کی یو دی، خو اوس به ډیره مهمه خبره دا وي چې ژب پوهان دې ټکې پسی وگرځي چې د دغو دواړو « ا وستا گا نو » کی کومه «ا وستا» مشره او کومه یی کشرۍ یا ورپسی ده. برسيره پر لوړو توضیحاتو په پشه ئی ژبه کی د « اوستا» داسې نوري ډیري کلیمی شته دی چې د شکل له پلوه یو ا و بل ته سره ورته او د معناوو له کبله هم خورا زړه پوری دي د بیلگی په توگه:- ( ا ووستا) د پشه ئی ژبی د « ا و» یعنی د پښتو ژبی « ډ وډی یی – دعوت یی » معنا لری .- (اویس)،( اویسا) د(او یک) د(خوړول) له مصد ر څخه چې « ا ویس » یا « اوییس » یا « ا وییستا » په پښتو ژبه کی (خوړوو) معنا لری.« پر چا د یوه شی د « خوړلو » معنا لری.- ( اویستا- اویسا)(ا وی ) د پښتو ژبي « ا وړه » اوکه ورسره « سا» ولیکو نو ورڅخه « اویسا – اویستا » په پښتو ژبه کی ورڅخه « اوړه یی » جوړیږي.په دری کی(ارد ش) کيږي.پر ځای به وی چې ولیکم : « پشه ئی» یوه لرغونی اریائی ژ به ا و د ا دب او د پوهی په درندوانډ يو بار او د ډيرو لرغونو اريايي ژبود کلماتود څپړلواو څيړنو لپاره یوه زړه پوری وسیله ده .تر دی ځا ې پوری چې کومه ماته گوډه لیکنه و شوه ښايي دڅيړنيزوا صو لو او همدا ډول د لیک دود په د ود او شان سره برابر نه وی اود نیمکړتياوو سره مل وی ، د محترموا د ب پوهانو اوښاغلوژب څيړونکوڅخه هیله ده چې په دی لار کی راسره هر اړخیزه علمي او ادبي لارښوونه ونه سپموي . ( اوستا، اووستا، اویستا ...)؛ که « استاد، اوستاد،استاس،اوستاز« ذ،ظ» مخکې ل حضرت زر د شت پیغمبرد مقد س کتاب(اوستا) په اړوند په پرتله کی یوڅه ولیکل اوڅه نا څه پری وپوهید و، چې د( پشه یي ) ژبی د( آو وستا) يا(اوستا) نوم د (اوسیدا)دنامه او معنا سره توپیر لری .په پښتو، دری او د هیواد په ډيرو ژبو کی مونږ ډیري داسې کلمي لرو چې د شکل او اوا ز له مخی د حضرت زردشت د( اوستا) د نامه سره پوره ورته دي او روحاني معناوی یی ورسره کټ مت یو ډول دي،هفه زمونږ د هیوا د ، مروجی د(استاد، استاز،استاظ، استاد او د اوستاس) کلیمی دی، چې د شکل ، اوا ز ا و د مفاهیمو له پلوه د اصلي ( اوستا ) سره کټ مټ نخلي چې د( استاد) په نامه کی د اصلی (اوستا) مذهبي ا و روحاني اړ خ ډیر ژور دی. دا په دی خاطر چې زمونږ په ورځنیو خبرو اترو کی «استاد» ته یو ژور درناوی موجود دی؛ چې د حضرت زردشت د« اوستا» نوم هم تل د لارښوونی معنا او مفهوم افاده کوي. نو ویلی شو چې د حضرت زردشت ( اوستا) د( اوستاد) د کلیمی سره پوره څنګ لگوي ، نسبت(اوسیدا ) کلیمی ته کوم چې محترمۍ ( لیلی خرم) پری څیړنه کړیده.اوس که مونږ د حضرت زردشت د د یني کتاب (اوستا) نوم د هغو ورته نومونو او تعبیرونو سره چې مخکي ليکل شوي دي په پرتله کی وگورو، نودا به ښه جوته شي، چې د (پشه يې) ژبی د(اووستا یا آوستا) نومونه چې دواړه سره یو شی دی؛ همدا ډول زمونږ د هیوا د د مروج نامه (استاد) د نامه سره په شکل او مفاهیمو کی سره تر ډ یره ځا یه پوره ورته والی لري. د دغی څیړ نی په پایله کی زه دا په ډاډه زړه ویلی شم چې د حضرت زردشت د دیني کتاب(اوستا) د نامه او مفاهیمو سره د (پشه یی) ژبی د(ا وستا) نوم چې د(میلمستیا ، بلنی او دعوت) مانا لري پوره څنګ لگوي اوهيڅډول شک ا و ترد ید ته پکی ځای نه پاتی کیږي او برسیره پر دی د (استاد) کلمه هم د حضرت زردشت د(اوستا) د کتاب د معنا او مفهوم او شکل سره پوره ډډه لگوی.یادونه :د( ( ا وستا) د نامه ا و شکل ا ومعناوو په اړوند د ژب پوهانو نظریات رنگارنگ اوهر چا د خپلی پوهی اودرک سره سم پری لیکنه کړی ، په خپل واریی نوموړی نوم په مختلفو اشکالو لیکلی لکه :«اوستا، ابستاـ استاـ اوستا م ـ ا فستا او اپستا. د پهلوی شکل یئ(اوپستاک) دی، چې دارمستتر(اپستاک) ضبط کړ یدی. په سریانی ژبه (اپستاگا) او په عربی کی (ا بستاف) دی، او لکه محققین چې وایی :د دی نامه ذکر تر ساسا نی دوری د مخه په بل اثر کی نشته؛ فقط یو عالم ا وپرت oppert دا عقیده لری،چې دا د داریوش(2) د بیستون په ډ بر لیک(4) لیکه (46) لیکه (46) فقره کی چې ابستام راغلی ده؛ دغه کلمه ده (2 ). په هر صورت دا کلمه اوس ډیره مشهوره ده او د معنی په خصوص کیئ دا لاندی اقوا ل شته:( ۱ ) پروفیسرګلدنرله پروفيسر(اندراس)هسې نقل کوي چې د اوستا کلمه له پهلوي(اوپستا)ځخه مشتقه ده چې .معنايي (اسا س بنيان او اصلي متن ) ده. هسی نقل کوي چې د اوستاکلمه له پهلوي(اوپستا)Upastaڅخه مشتقه ده چې پروفیسربارتولمه او ویسباخweissbachدغه کلمه په اوستا او هخامنشی ډبر لیک کی د( پناه او کومک) په معناوو راوړي.(۲)یو بل مشهور عالم جیکسنJaeksen: د نیویارک د کولمبیا کالج پروفیسر هسی وایی چې د اوستا اصطلاح له اوستاکAvestakڅخه راوتلۍ ده.چې دا کلمه په ساساني دوره کې عموما مستعمله وه. مګر دا نده معلومه.چې اصلي معنایی څه ده؟ښائی چې پهلوي اوستاک.لکه دسنسکریت (ویدا )غوندي د(پوهی.دانش او علم)په معنا وي یا ښایی چې معنائي اصل متنoriginaltext وي. یا قانون. (3 ) په شرقي کتابونو او قاموسونو کی هم اوستاراوړي مثلاددساتیراسماني په فرهنګ کې لیکي:(اوستابفتح اول وثانی نام کتابیکه بر حضرت زرتشت نازل شده و معنی ان بهین ستایش و مهین نیایش و ستا بکسراول مخفف اوستاست).فرهنګ نظام لیکي:اوستا کتاب دینی حضرت زرتشت پیغمبر ایران است اسیری لاهیجی ګوید.علم معنی ازکتاب اوستا حصلت ناید مکش چندین عنااسدی طوسی په لغت فارس کی لیکی:استا.وستا.ابستا تفسیر زند است. خسروانی ګفت:چو ګلبن از ګل اتش نهادوعکس افګند بشاخ او بر.دراج ګشت ابستا خواند(4) اوپرتoppert هسی لیکي :داوستاکلمهاساساله ابستا Abasta پارسي کلمي څخه جوړه سويده چې معنايی قانون دیی . پ ا ت(158 ) (5) ځنی نور پوهان دا عقيده لري ،چې اوستاد مجهول او نامفهوم معنالري او دوی ټوټي کلمه ده، لومړۍ ټوټه(أ) يعنی (نه)؛ دوهمه ټوټه(ويستا) یعنی دانسته ده،او ددی نامه وجه تسمیه هم داسې بیانوي:چې اصلي باختري اوستادوی نسخی وی او دغه نسخی هم د سکندر په تاړاک کې ورکي او تاﻻسوی،وروسته چې په پارتي اوساساني دورو کی د اوستادکتاب دوهمه پلاټولنه شروع شوه،نو يې خطي ټوټي هسی وي،چې څوک نه په پو هيدل،نويي(مجهول او نا مفهوم) وباله .(3 ).ددي لپاره چې خبره او ږده نشي يو لنډيز ته اړتياده:پايله: تر کومه ځايه چې مونږ د (اوسيدا کلمه د اوستا )سره په پرتله کی وڅيړله او ورسره يو ځای مو د(او سيدا،او سيده،استاد،استاس،استاظ ،استاز او د پشه يې ژبی 0اوستا0يا0اووستا0)په اړوند مو وليکل او يو د بل سره مو پرتله کړل او پری وپوهيدو چې د پشه يې (اوستا، اووستا)د حضرت زردشت د کتاب(اوستا)سره د معنااو مفاهيمو له پلوه پوره څنګ لګوي نسبت نورو ټولو ورته(ستا)ګانو څخه.د اخذ ځای:(1) دپښتوادبياتو تاريخ ( 156 ). (2)دپښتو ادبياتو تاريخ ( 156).(3)د پښتوادبياتو تاريخ( 158 ).
منبع: ټول افغان

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...