۱۳۸۹ آبان ۱۱, سه‌شنبه

د توکل بابا د درناوي سيمينار په کابل کې جوړ شو

دپشه يي قوم دنوميالي شاعر اومشهور شخصيت توکل باباددرناوي سيمينار نن په کابل کې جوړ شو .
باختراطلاعاتی آژانس: دپشه يي قوم دنوميالي شاعر اومشهور شخصيت توکل باباددرناوي سيمينار نن په کابل کې جوړ شو . په دې سيمينار کې چې داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت له خوا جوړشوي و شاعرانو ليکوالو، څيړونکو اودولتي مقاماتو گډون کړي و. دسيميناردکارپه پيل کې داطلاعاتواوفرهنگ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په خبروکې توکل بابا او دپشه يي قوم مشهور شخصيت اووګړني شاعر وباله . ډاکتر رهين وويل توکل بابا نه يواځي په پشه يي کې وګړني شاعر و بلکې په پښتو ژبه کې هم په شعر ويلو کې اوچت لاس لاس درلود. داطلاعاتو اوفرهنگ وزير دتوکل بابا دادبي کړو وړو په باب دخبرو په ترڅ کې وويل توکل بابا له پرگنو څخه را پورته شوي اوله ګومان پرته به دپرګنو په زړونو کې ځاى ولري . ده وويل داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهيواد دبيلابيلو قومونو دشخصيتونو ددرناوى په ترڅ کې دلومړى ځل لپاره دپشه يي ژبي دنامتو شاعر توکل بابا درناوي کوي . ددغه سيمينار جوړول دهيواد دبيلابيلو قومونو ژبو اوادبياتو ته داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دپاملرني ښکارندوى دى. هيله لرم دغه سيمنيار دپشه يي ژبې دپيژندنې په لاره کې ارزښتناک ګام وي وروسته دسرحدونو ، قومونو اوقبايلو دچارو وزارت دسرپرست اسدالله خالد او دننګرهار دوالي ګل اغا شيرزوى پيغامونه ولوستل شول. په دغو پيغامونو کې توکل بابا دپشه يي قوم يو وګړني شاعر او ډير مشهور ادبي شخصيت بلل شوى دى . دغو دوو حکومتي مقاماتو په خپلو پيغامونو کې دتوکل بابا غنايي شعرونه دخلکو اوپه تيره بيا دپشه يي قوم د دردونو ، دننګونو دمنعکس کوونکي هنداره بللې ده . وروسته محمدزمان کلماني ، شاه محمد پیننا ، محمدزبير خاکسار ، عبدالهادي قريشي ، غلام غوث سنجني ، عبدالحکېم رسولي ، غازی الدین ګوهري ،شفيق الله ، غلام صديق شینگنک ، الياس صداقت ، عبدالرقيب نوري ، محي الدين هاشمي ، ملنگ بلاغ ، ډاکتر خوشحال ، محمدنبي صلاحي ، عبدالقيوم سنجري ، عزيزتحريک ، پوهنمل غفوري ، اميدمحمددره نوري اوملنګ بلال دتوکل بابا دژونداو اثارو په باب خپلې څيړنيزي مقالې اوپيغامونه ولوستل . توکل بابا دقلندر زوى دننګرهار ولايت په ښيوۍ ولسوالى کې زيږيدلى دى دپشه يي ژبې ددغه شاعر دژوندانه دقيقه نيټه معلومه نه ده خو تذکري ليکونکو ١١٦٠ هجري لمريز کال دده دزيږيدو کال اټکل کړى دى . توکل بابا دپشه يي ژبې دنوميالي شاعر په توگه بولي ده په پشه يي ژبې برسيره په پښتو اودري ژبو هم شعرويلي دي دده زياتره شعرونه غنايي دي . ويل کېږي چې له توکل بابا څخه په پشه يي ، پښتو او آن په دري ژبه زيات شعرونه پاتي دي . توکل بابا په خپلو شعرونو کې زياتره دخپلو خلکو دردونه او کړاونه انځور کړي دي .

دا هم د سیمینارځینی عکسونه
د اطلاعاتو او فرهنگ دکتور سید مخدوم رهین د وینا په حال
*******


******
غازی الدین گوهری د سرحداتو د سرپرست وزیر پیام لوستو په حال کی
******

دګل آغا شیرزی پیام د دننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریس اورنګ صمیم لخو ولوستل شو
******
محمد زمان کلمانی د وطندارانو د نشریی رئیس د وینا په حال کی
******
شاه محمد پیننا د توکل بابا دشعرنو په هکله خپل لیکنه واوروله
٭٭٭٭٭٭
محمد زبیر خاکسار
٭٭٭٭٭٭
دا هم د سیمینار گډونوال


*****

٭٭٭٭٭٭

د اصلی سایز لیدو په خاطر په عکسونو ډبل کلیک وکړی



دا هم  د کنسرت یوبرخه
د توكل بابا د هستو گنې دسېمې د پشه يانو په اړه څرگندونې
ددى په خاطر چى ارواښاد توكل بابا د ننگرهار ولايت د كوز كونړ ولسوالى د ښېوى د سيمى اصلي اوسيدونكى وو غواړم ددغه سيمى د پشه يى خلكو په اړه چى په عمومي توگه د كيلوني او نورگلي په نامه ياديږي يو څه رڼا واچوم.
كيل هغه پخوانى پشه يى نوم دى چى اوس كله د كوز كونړ او كله د ښيوى د ولسوالى په نامه ياديږى او همدارنگه له دې څخه پورته د نورگل په نامه سيمه پرته ده ، چى دا هم اوس يوه ولسوالى ده. دغه نومونه په هغه وخت كى هم وو چى آن خلك يى د اسلام په مقدس دين مشرف شوى نه وو. د نورگل نوم ، سره له دى چى د مزار په نامه يوه بله فرعي دره هم لرى ، په پخوانيو وختونو كى د كونړ درې ته هم كارول شوئ دئ چى د ظهيرالدين محمد بابر د واكمنۍ پر مهال د لمغاناتو يو تومان وو.
سلطان محمود غزنوي (۹۹۸ – ۱۰۳۰ م) د مسلمانانو لومړنى حكمران وو چى د لغمان او لمغاناتو پر كافرانو ( اوسني پشه يانو اونورستانیانو) حملى كړى او د ځينو نږدو او سمو سيمو خلكو ته يى د اسلام مقدس دين رسولى دى. له دغه جملى څخه د قيرات او نور د درو يادونه هم شوې ده. كه څه هم د نورلام صاحب په نامه په الينگار كى يوه پشه يى ميشته سيمه او دره شته او هم د دره نور او نورگل په نومونو په ننگرهار او كونړونو كى ، خو د قيرات پته نه لگي او هم له ځينو شواهدو څخه داسى معلوميږى چى په نورلام صاحب او دره نور كى د اسلام پاك دين وروسته راغلى دئ.
گرديزى په ۴۱۱ هـ او ۱۰۲۰ م كى د سلطان محمود په لاس د قيرات او نور فتح هغه وخت بولي چى د نندا او د گنگ د وادي د جگړى څخه راوگرزيد. نوموړى ددغه درو په هكله ليكي چى يوى ته يى «قيرات» او بلې ته يى «نور»وايى، ډير كلك ځايونه دي او خلك يى بت پرست كافران دي. د قيرات پادشاه او ددغه ځاى ډير خلك مسلمان شول، خو د نور خلكو تمرد وكړ او د امير محمود په امر دغه سيمه هم فتح او خلك يى مسلمان شول او يوه قلعه يې هم پكى جوړه كړه.
راورتي دغه د نور او قيرات د دوه درو نومونه د لغمان په شمال، كافرستان كى بولي او د ده په عقيده دره نور او قيرات د اوسني نورگل، د كونړ كوزني برخې سره مطابقت لري.
زما په نظر دغه خبره صحيح اوسمه بريښى ځكه: يو خو دا چى په هغه وخت كى دغه د اوسنى كونړ او د ننگرهار ځينى برخى هم د لمغان او لمغاناتو په نامه ياديدل او بل دا چى دلته همدغه د نورگل په نامه دره اوسيمه اوس هم شته چى نسبتاً په سمه او د لارى پر سر پرته ده او په پشه يى ژبه كى گل درې ته وايى او راغلو قيرات ته چى كيداى شى همدا اوسنى كيل (چى دري ژبي يې شيوه او پښتانه يى ښيوه بولي) يا كيلات وي چى خلك يى پخوا مسلمان شوي دي. د دغو دواړو ځايونو خلك چى اوس هم پشه يى او پښتانه په گډه سره ژوند كوي دكلمى په عام مفهوم افغانان شودل شويدي.
ددى په خاطر چى دغه دكيل اونورگل پشه يى خلك د نورو سمو سيمو پشه يانو په څير ډير پخوا مسلمان شوي ، خپله لرغوني پشه يى قبيلوي او طايفوي نومونه يى له ياده وتلي ، كله يى ځانونه لمغاني ، كله يى دېگان او كله يى د غير پښتنو په مفهوم د تاجكو په نامه معرفي كړي او ثبت شوي دي.
۱ - كېلونى ياښيوه وال:
د سيمى پشه يى خلك كېل هغه سيمى ته وايى چى د كوز كونړ او يا د ښيوې ولسوالى په نامه ياديږى. دلته د پشه يانو تر څنگ پښتانه له ډيرو پخوانيو وختونو يعنى له هغه وخته چى دوى مسلمان شوي دي څنگ په څنگ اوسيږى. كيل اويا ښيوه كى چى خلكو ته يى په پشه يى كى كيلوني وايى د قلعټك ، چارقلعه ، زرگران لام ، شادخان لام ، ملك زى ، چلوا لام ، خرم لام ، شامل ، كل لام (كونه لام) ، كېل بازار ، خشكى ، سرجل ، لمټك ، اتاوړ ، كافر كلا ، غونډى لام ، دكن لام ، ډاگيان ، شيرگړ ، نوجوى ، بازارك (دلته وروستنيو دوه كليوكى زياتره پښتانه وروڼه دى) گورېك ، كچړا او نورو په نامه لوى او واړه پشه يى ميشت كلي پراته دى.
دلته په شگي كې داسې پشه يى اصله پښتانه هم شته چى پښتو وايى او د سيمى خلك يى د كوهستاني په نامه يادوي. دوى پخپله ځانونو ته ابرزي وايى. ابرزى يوه پشه يى او پښتو مركبه كلمه ده ، ابر په پشه يى كى د ميرو زامنو او نا سكه ته وايى دوى كه څه هم په پښتنو كى اوسيږى او پښتو كوي خو د دغه ځاى له ډيرو پخوانيو پشه يى (لغمانى) اوسيدونكیو څخه دي. خاني خيل هم چى د سيند تر غاړى پراته او ډير غښتلي او ماړه خلك دي ځانونه د ابرزيو وروڼه گڼي او ځانته ابرزي وايى. د سورچ ابرزي له شگي څخه تللى دي. ابرزي وايى چى د دوى نيكه يو وخت له همدغه ځاى څخه كشموند ته تللئ وو او بيا راغلئ دئ. د شگي د آخند زاده گانو كلى هم چى د لمټك په نامه ياديږى يو پشه يى نوم دئ.
په كيلوني پشه يانو كى چى ټول د سوم ، شېنگنك او ماسلوني قومونو سره نښلى او سره ورونه دي او اوس د هغوى د اړيكو ثابتول گران ښكاري ،دغه لوى او واړه پخواني طايفى پكى اوسيږى او د ملك زى ، بوڼه خيل ، لودين ، چپڼ خيل يا هورياخيل ، گزه پر ، شادباغى ، كلمانى ، خشكى وال ، ماسلواني ، پچاخيل ، عثمان خيل ، باغبانان ، تيلى ، او هم د بيلا بيلو كسبونو د خاوندانو په نامه لكه زرگران ، آهنگران ، نجاران ، كلالان ، ديوړان او نورو په نامه ياديږى. گوريكي خلك هم د كيلوني په نامه ياديږى او همدغه د ښيوى ولسوالى پورى اړه لري. پخوا دغه ټول پشه يى خلك دلته او نورو ځايونو كى د ديگان او تاجك په نامه په دفترونو او اسنادو كى ليكل شوي وو خو اوس په وروسته وختونو كى پښتنو قومونو ته ځانونه نږدې بولي او ځان ورته منسوبوي. د توكل بابا ، خرم ، شمس الدين قلعټكي ، ملك محمد كيلوني او عبدالقدوس پرهيز (چى د داراى گلېنا په نامه پشه يى شعري مجموعه لري د دري منظوم ژباړه يى هم ورسره ده) په نامه او داسى ډير نور وتلي ولسي شاعران او ليكوالان لري. كيلوني ټول پوه ، رسيدلى او تعليم يافته خلك دي.
الف ملك زى: دغه كيلوني طايفه چى تر نورو ځواكمن ، پوه ، ليكوال او تحصيل يافته كسان لري په ښيوه ، دره نور ، پشد ، سالار او لغمان كى اوسيږي، دوى دلته په ښيوه كې ټول د ملك شفيع اولاده او يا يې ورونه دي، چى نږدى ۲۵۰ كاله شاوخوا د مخه په ښيوه كى اوسيده او يوه لويه كلا يى جوړه كړې وه چى ددوی دخبرې پراساس د قلعټك نوم له همدې كلا څخه اخيستل شوى دﺉ.
ب گورېكي: گوريك د كيل (ښيوى) مربوط كلى دﺉ چى د كونړ د سيند پورې غاړه موقعيت لري. او خلكو ته يى گورېكي وايى گوريك يو ډير پخوانى پشه يى نوم دئ او داسى ښكارى چى دا نوم له هغه سر سختى گوري قبيلى له نامه څخه پاتى شوﺉ وي چى د مورخينو له خوا د كابل سيند په شمال كى د اساكينى او اسپاس قبيلو سره په گډه د سكندر له قواوو سره په كلكه جنگيدلي او دواړه خواووته سخت زيان او تاوان رسيدلئ دئ. ځكه چى دغه پشه يى خلك د دغه ځاى له ډيرو پخوانيو او اصيلو خلكو څخه دي. همدارنگه د گورايك په نوم يو بل شېنگنك طايفه شته چى د كلمان د كهو په نامه سيمه كى اوسيږى. گوارا په پشه يى كى اصيل ، سچه او درانه خلكو ته هم وايى. په همدی ډول د اسا کيني او اسپاس قومونو نومونه هم تر اوسه د پشه یانو د اسکېن او اسپی یا اشپي نومونو کی ژوندي دي.
په هره توگه دغه گورېكي كيلوني خلك د نورگلي پشه يى خلكو سره نږدې اړيكى لري. دوى چى د نورگليو په شان خپلى پشه يى ژبى ته ديگانو او قوم او خلكو ته يى ديگان وايى په دفترونو كى د ديگان او تاجك په نامه ثبت شوي دي او د دوى په شاوخوا كى پښتانه اوسيږى.
اوس په گوريك كى چى ټول پشه يى او يا ديگانو ژبه كوي د گوريكى ، پاينده خيل ، ملك زى ، ياره خيل ، تره خيل ، لواڼ ، زاخيل ، آخندزادگان ، اهل كسبه او نور بيلا بيل طايفى موجود دي چى ټولو ته ديگان او پشه يى وايى.
۲ - نورگلي: څرنگه چى وړاندى هم يادونه وشوه نورگل د يوه ولسوالى نوم دﺉ او دلته پشه يى قوم د ديگان په نامه ياديږى او د دوى څخه پرته دلته نور ټول پښتانه قومونه دي. پشه يان د دغه ځاى په بر نورگل ، كوز نورگل ، لودلام ، شولت ، واماگل ، آريت او شماش او نورو ځايو كى اوسيږي. كه څه هم ځينى دغه پشه يى خلك هم په تيره نورگلى او نور د سوم قوم د خلكو سره ځانونه يو بولي ، خو دوى خپله دومره دغه ، سوم او شېنگنگ نومونو سره آشنايى نه لري ځكه دغه خلك په سمه كى پراته او تر غرني پشه يانو ډير وړاندى مسلمان شوي او لرغوني قومي نومونه يى هير كړي دي. دلته پشه يى خلكو ته چى تر ټولو پخوانِي او د سيمى اصلي خلك دي ديگان (چى د كلي خاوندان او ځايى خلك معنٰى لري) او پشه يى ژبى ته ديگانو وايى. «د كوشاني دورې د ژبو څېړنه» د كتاب ليكوال ښاغلى محمد نبي صلاحي هم د خپل كتاب په ۸۵ مخ كې د مولوى محمد امين خوگياڼى د ليكنى پر بنا د لغمان او كونړ د غرونو ژبې ته (ديگانو) ويلي دي. دوى په برنورگل او كوز نورگل كى د ببى خيل ، ترانخيل ، ازارمير او دانو خيل په نامه او په شولت كى شولوتى په نامه طايفى لرى.
همدارنگه په كونړ كى نور خلك هم د ديگان په نامه ياديږى چى ځينو يى خپله پشه يى يا ديگاني ژبه له لاسه وركړى او پښتو وايى . لكه د څوكۍ ولسوالۍ كوز او بر كلمانۍ كلي او شاوخوا كلا گانې ، چندراوو ، چومياري ، شولوتي ، كوز نرنگ ، چلس ، اندرلجك ، كوړنگل ، نكره ، گڼه گل ، وټه پور ، كټار ، گمبير ، كوردر او نور.

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...