‏نمایش پست‌ها با برچسب محمد ظاهر کلمانی. نمایش همه پست‌ها
‏نمایش پست‌ها با برچسب محمد ظاهر کلمانی. نمایش همه پست‌ها

۱۳۸۹ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

لغمان ولایت او حکومتی عدالت

لغمان د افغانسان د ۳۴ ولایاتونوڅخه یو ولایت دی چې دهېواد په ختيځ کې پروت دی او د کابل، کاپیسا، پنجشېر، نورستان، ننګرهار اوکنړونه سره ګډې پولې لري. لغمان یا لمگان چې د لام پاکا ، لام پو، لپگان او په نورو نومونو هم یاد شوی دی، یو لرغونی او تاریخي سیمه ده چې پخوانیو کتابونو کې د کابل او پیښوره تر منځ پرته ټوله سېمه د لغمان یا لمغاناتو په نامه یاده شوی ده. د کابل او پیښور نښلونکی سړک هم د دې سیمې څخه تیریږي چې دکابل ولایت سروبي ولسوالی نه نیولی تر درونټې پورې چې د ننگرهار ولایت مربوط دی رسیــږي. او همداراز د کابل سیند هم له همدې ولایت څخه له تیریدو ورسته چې د الینگار سیند هم ورسره گډیـږي ننګرهار ولایت کې رسیدو وروسته کنړسیند سره یو ځای کیږي. لغمان یو غرنی ولایت دی چې ښکلي طبیعي ځنګلونه هم لري چې په دودیزه ډول د سیمې خلکو لخوا ساتل کیږي. خلک یې کروندگر او مالدار دي او زراعتي ځمکې یې لږې دي چې له همدې وجې د لغمان اوسیدونکي اړ شویدي چې نورو ولایاتو ته کډه وکړي چې د افغانستان په ټولو ولایاتنو کې د لغمان خلک میشت دي او زیاتره یې دافغانستان په شمال کې د شاهې په دوره کې ناقل شوي دي. لغمان ولایت کې ځوانان د بې روزګاري د وجې د کار موندلو لپاره کابل او نورو ولایتونو ته ځي او ځینې هم ایران او پاکستان کې کار کوي چې په لاره کې ډیرو ستونزو سره مخامخ کیږي چې یوکال وړاندې لسګونه بې ګناه ځوانان دولت مخالفینو لخوا د کندهار- هرات لویه لاره کې د ترانسپورتي بسونو نه ښکته کړل او په ډیر بې رحمي سره ووژل. دلغمان د ولایت د نفوس او پراختیا دقیقه احصائیه نشته او کوم احصائیه چه شته هغه هم ډیر پخوا اخیستل شوېده. سره له دې چې د لغمان په باره کې ډیرو لیکوالانو لیکنې کړي دي خو ټولو خپلو لیکنو کې همدا معلومات لیکلي دي چې (د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،او نفوس يې احصایې له مخې (۳۱۰۶۵۱) ښودل شوې اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې يې ۴۳ کسه وګړي استوګن دي) چې دا احصائیه د اعتبار وړنده ځکه چې د لغمان ولایت پخوانی پراختیا (مساحت) کې بدلون راغلی او ددې ولایت یوه برخه اوس نورستان ولایت په محدوده کې راغلې ده چې اوسنی پراختیایی (۳۸۴۳) کیلو متره مربع پاتې ده. د سر شمیرنې ارقام یې هم دقیق ندي ښودل شوي ځکه له یوې خوا په افغانستان کې سر شمیرنه ډیر پخوا شویده چې هغه وخت دسرشمیرنې امکانات ډېر لږ وه او د دې ولایت غرنی او لیرو پرتو سیمو ته د تک امکانات ډیرکم وو او بل دا چې خلک هم د جبري عسکري له وجې دسر شمیرنې په وخت کې دقیق معلومات نه ورکول. د سرشمیرنی د وخت هر ماشوم اوس په کورنی بدل شوی چه دا هم د نفوس څو برابره کیدو څرګندوی دی. په دې ورستیو کلونو کې د بهرني مرستندویه موسسو لخوا چې کوم اټکلي سرشمیرنه شوې دلغمان نفوس یې (۵۰۰۰۰۰) په شاو خوا کی ښودلی دی . د لغمان پخوانی والي د ټول ټاکنو د رای پاڼو اخیستو په موخه یوه قومي غونډه کې دلغمان نفوس په باره کی داسې وویل: (لطف الله مشعل پر احصايې نيوکه وکړه او ويې ويل چې دلغمان نفوس يې يواځې درې نيم سوه زره کسان ښودلى دى ، په داسې حال کې چې ددې ولايت نفوس نږدې يو ميليون تنه دى “روهي ویبپانه”) د لغمان ولایت مرکز مهتر لام بابا په نامه یادیږی او د الینگار، قرغه یی ، الیشنگ او دولت شاه په نامه څلور ولسوالی گانې لري. مهترلام بابا یو د احترام وړ شخصیت تیر شوی چې خـداى بخښلي مرحوم دکتور محمد سعید«سعید افغاني»د (مهتر لا م صاحب واقعا پیغمبر و ؟) په عنوان لیکنه کښې مهترلام بابا په باره کې پوره معلومات لیکلی. همداراز لغمان کې ډیرې پیژندل شوې څیرې تیر شوی او اوس هم شته چې پخواني وزیرانو کې صدر اعظم داکتر عبدالظاهر د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر پلار او اوسني وزیرانو کې محمد حنیف اتمر چې درې وزارتونو کې یې کار کړی او اوس هم د کورنیو چارو وزیردی او همدارنګه ډیر درانه او دقدر وړشهیدان، غازیان، ادیبان او لیکوالان تیر شوي او شته چې ارواښاد گل پاچا الفت دهيواد دپښتو ادب ځلانده او تل پاته ستوری دی. او په اوسنیو لیکوالنو کی سر محقق زلمی هېوادمل چې د ولسمشر فرهنګي سلاکاردی. زه د لغمان ولایت ټولو لیکوالانو، ادیبانو او نومیالانونه بخښنه غواړم چه د ټولو نومونه نشم اخیستی ځکه چه زما لیکنه د لغمان ستونځو په هکله ده. د لغمان ولایت اکثریت وګړي پښتانه او دویمه کی پشه یی او دریمه کی هم تاجیک یا دری ژبي دي پخوا دریمه ژبه نورستانی وه چه اوس ځانته ولایت لری ګوجر او ځینی نور لږه کي شته چه فیصدی یی لږه ده. دUSAID د LGCD سروی له مخی دلغمان ولایت %۵۱ وگړی پښتانه چه %۴ پکښی کوچییان ښودل شویدی، %۲۷ پشه یی (د یادونی وړ ده چی د پشه یانو شمیر دلته لږ ښودل شوی) او %۲۲ (تاجیکان) دری ژبي ښودل شوي دي. دتاریخ په هره دوره کې د انگریزانو نه د استقلال اخیستو او د روسانو د تجاوز په وخت د لغمان ولس میړانه او کار نامه نه هیرودونکې ده. سره له دې چې لغمان اوسیدونکي په هر شرایطو کې د مرکزي دولت څخه یې ملاتړ کړی او کوي خو بیا هم لغمان ولایت ته په هیڅ دوره کی خدمت ندی شوی شاهي دورې نه نیولي تر اوسه پورې د پام وړکار ندی شوی بلکه د انقلاب راتگ نه وروسته نه دا چی پام ورته ندی شوی بلکه له پامه غورځول شوی دی د داکتر نجیب الله د حکومت په دوران کی دلغمان ولایت یوه برخه پرته له دی چی د اوسیدونکو نه پوښتنه و شی د لغمان ولایت څخه جلاه او د نورستان ولایت سره و تړل شوه او د لغمان ولایت او د دی سیمې اوسیدونکو په تیره پشه یانو سره یی جفا اوشوه چه د سیمې اوسیدونکي او س هم ستونځو سر مخ دي . ځکه چی د دغی سیمې یعنې غربي نورستان اوسیدونکي نورستان مرکز سره د تګ راتګ لاره نه لري او خلک یی کله چې کوم کار ورته پیښ شي نو مجبور دي چې له درې ولایتونو (لغمان، ننگرهار او کنړ) څخه تیر او نورستان مرکز پارون ته ورسیږي . سره له دی چې حکومت کی څو واری بدلون راغی خو د دی سیمې خلکو خصوصاً پشه ییانوغوښتنې چا نه دي منلي او اوسیدونکي یې او س هم له ستونزو سره مخ دي. په هر نظام کی بیشماره والیانو ادلون بدلون شوی خو چا دې ولایت ته داسې کار ندی کړی چې د یادولو وړ وي. لغمان ولایت سره له دې چې نفوس دکثافت له پلوه منځنی کچه کې دی خو بیاهم دې ولایت ته د نفوس په اساس ونډه نه ورکول کیږی د مثال په توگه ، لغمان ولایت کی څلور ولسوالی دي او د څلورو ولسوالی امتیازات اخلي خو بعضی ولایتونه چې وروستیو کې په ولایت بدل شوي او پخوا ولسوالی وې اوس د شپږ او اوه ولسوالی جوړ شوی او د د شپږ او اوه ولسوالیو امتیازات ترلاسه کوي حال دا چې دلغمان نفوس د دی ولایتونو نه څو برابره زیات دی. همدارنگه لغمان ولایت په ولسی جرگه کی څلور استازي لري چې داسې ولایت هم شته چې رای ورکونکو شمیر دلغمان ولایت څخه کم وه خو بیا هم ولسی جرګه کی پنځه څوکی لری. زه نه غواړم دکوم ولایت نوم واخلم ځکه چې پدې خفه نه یم چې ولې هغوی ته امتیاز ورکول کیږي بلکه ګیله له دې لرم چې ولې لغمان ولایت ته خپل حق نه ورکول کیږی . همداراز د ولایتی شورا استازو شمیر یې هم هغه ولایتونو سره برابر دی چې تر ټولو لږ نفوس لري. لغمان ولایت د نورو ولایتونو په پرتله ډیرې ستونزې لري: بریښنا(برق) دې ولایت کی شتون نلري او دیزلی برق هم په شپه او ورځ کی ۶ ګینتی چالان وي چې ځینې دولتي ځایونه او یو شمیر کورونه په مرکز کی تری ګټه اخلي. چیرته چې بریښنا نوي نو هلته پرمختیا هم نشته ځکه د بریښنا نشتوالی له کبله سودا ګر دی ولایت کی پانګه اچولو ته زړه نه ښه کوی. سره له دې چې کابل سیند دې ولایت نه تیریږي او د الیشنگ او الینگار سیندونه بهیږي خو بیا هم چار واکي او دبریشنا وزارت څه نکوي که چیرې د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې د قلعه ګوش او د اليشنګ ولسوالۍ د وطن ګټو په سيمو کې د اوبو بندونه جوړ کړي له يوې خوا به بريښـنا توليد کړي او له بلې خوا به لغمان کې د خلکو کرنيزې ځمکې د خونړيو سيلا بونو له ګواښ څخه خلاصې او ډاګونه به هم خړوب شي چه دا به دې ولس ته لوی خدمت وي. د یا دولو وړ ده چې د اوبو او بریښنا وزیر کال دمخه راغلی وو او د ۱۶ میگا واتو په ظرفیت یو سب ستیشن (دبریشنا ذخیره) بنست ډبره یې پدې ولایت کې ایښې وه، د روغتیا په برخه کې هم خلک ستونزو سره لاس اوګریوان دي. لغمان مرکز یو روغتون لري او لکه نورو ولایتنو روغتونونو په څیر امکانات نلري او اکثره ناروغان او زخمیان د علاج لپاره ننگرهار ته لیږل کیږي. او په هرولسوالیو کې هم یو اداری واحد لري چې د بستر امکانات پکښې نشته ، د تعلیم ستونځه دلغمان ولایت په ولسوالیو کې اکثره ښوونځي تعمیر نلري او که لري هم درسي خونې یې لږې دي. لیرې پرتو سیمو کې ښوونځي نشته د ښوونځیو نشتون له کبله د لیرې پرتو سیموماشومان بی تعلیمه پاتی کیږي. دلته یو دارلمعلمین شته او د لوړو زدکړو کومه څانگه نشته ، دې ولایت مرکز او ولسوالیو کې کوم لوی مسجد ندی جوړ شوی او دیني زدکړو مدرسې هم د ګتو په شمار دي، رادیو په ۲۴ ساعتونو کې تقریبأ ۴.۵ ساعته او تلویزیون هم ۲ ساعته خپرونې لري چې هغه هم د برق د نشتون له کبله څوک یې لیدلای او اوریدلایی نشي. د کرنې په برخه کې سره له دې چې کوکنار دی ولایت کی نکرل کیړي خو د دې ولایت کروندګرو سره مرسته نه کیږي. هرکال د خلکو په سل ګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سيلابونو له امله له منځه وړل کيږي خو د دولت لخوا ورته هيڅ پاملرنه نشته، لغمان ولایت ته یوازې دا چې پام ندی شوی بلکه همدا لړی روانه ده راتلونکی پارلمانی ټاکنو څوکی هم په هماغه پخوانی اټکلی نفوس ورکول کیږي. د ۱۳۸۹ کال بودجه چه تصویب لپاره لیږل شوې و پراختیایی بودجه کښی لغمان لپاره کومه برخه نوه شوې چې رد شوه او اصلاحاتو ورسته بیا تصویب شوه ګومان نکوم چې لغمان لپاره کومه پروژه نظر کی نیول شوې وي. د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګروال یوه تلویزیونی مرکه کی د افغان حکومت نه ګیله کوله چې د لغمان ولایت سره د مور او میرې چلند کوي، که چیری دی نا برابری ته وګورو نوددی ګیله بی ځایه نده ، خو په پښتو کی متل دی چی "له یوه لاس څخه ټک نه خيږي" په ولسي جرګه، مشرانو جرګه کې د لغمان ولایت استازو، د ولایتی شورا غړو او همدا راز د لغمان ولایت نوی والی ښاغلی اقبال عزیزي څخه چې د لغمان ولس استازیتوب کوي زما هیله داده چه د لغمان ولایت د روا حقوقو د اخیستو لپاره هڅې وکړي تر څو د دي ولایت اوسیدونکي آرام ژوند ولرې او د مزدوری لپاره نورو ملکونو کې سرګردانه نشي.

محمد ظاهر"الیـــنا"

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...