۱۳۹۶ تیر ۲۰, سهشنبه
د لغمان د قومونو په اړه ( محمد زمان کلمانی لیکنه )
لغمان زموږ د هیواد د ډېرو لرغونو ولایتونو څخه دی چې اوسنی مرکز یی د
مهترلام ښار او تر شاوخوا یې د ننگرهار، کونر، نورستان، پنجشیر، کاپیسا او کابل
ولایتونه پراته دي. په لغمان کې بېلا بېل وگړنیزې «اتنیکی» ډلې او ولسونه له خپلو ځانگړو ژبو سره شتون
لري. که څه هم په لرغونو زمانو کې د لغمان وگړي د الینا په نامه چې ریښه یی د الینگار
او الیشنگ د درو په نومونو کې چې نږدې ټول لغمان په خپلو غېږو کې نیسي، تر اوسه
خوندي ده،(۱) یاد شوي خو بیا وروسته خلک او ژبه یې د لمگاني او یا لغماني په نامه
چی ددغه ولایت نوم هم له همدی نامه څخه را پاتی دی یاد شوي دي. الینا د لرغونو
ویدي قبیلو یوه ستره قبیله او د هغوی د مشر نوم وو چی په پشه یی کې د شین او سمسور
معنا لری او هم لغمان چی د لرغوني لامگان او یا لمگان اوسنۍ بڼه ده ځایی، ده نشین
او وطني خلکو ته وایی، ځکه لام چی د دری ژبی د (لان او لانه) معادل دی په پشه یی
کې کلي ته او (گان) چی د نسب لاحقه ده خاوند او صاحب ته وایی.(۲)
اشتراک در:
پستها (Atom)
آثار باستانی مناطق پشه يی نشين
محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...