۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

دخپلواکى دسلمې کاليزې په وياړدمشاعرې غونډه جوړه شوه


په دې غونډه کې چې دجمهوري رياست دلومړي معاونيت د دفتر له خوا دزمري په 27مه جوړه شوې وه،دجمهور رييس دلومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم دپيغام له لوستلو وروسته دمشاعرې لومړنى شعردښاغلي محمد زمان کلماني وو چې په پشه يي او له پښتو او دري منظوم ژباړې سره وړاندې شو.

ددې ادبي غوندې په وروستيوکې چې په پښتو،دري،ازبکي،پشه يي اوترکمي ژبو پکې شعرونه وويل شول،دغونډې انانسرښاغلي عبدالمالک عطش په غوښتنه ښاغلى ګلنور بهمن خپله ارزوونکى وينا واوروله.په پاى کې دجمهوري رياست ددفتر دسرپرست شارق اونورومقامونو له خوا محمد زمان کلماني اوځينو نورو ليکوالو او شاعرانو ته دجمهوري رياست دلومړي معاونيت له خوا اهداء شوي تنديسونه او تقدير نامې ورکړل شول.

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...