۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبه

پشه يى جبېس اول والي ژورنالستنا پېنني

كوزات گه محترم وطنداران خبر آن راديو افغانستنس پشه يى پروگرام اول واره ۱۳۵۰ ساليس ميزان مايه شروع بتيك گه تره وخته پشه يى جبېس اول والي ژورنالستان گه چويكه دې پُرنه يه ڵمه شـــــــــــروع ككن اي وانيا محــــترم قضاوتپوه عبدالمنان عطازاده او سه وري محترمه شــايسته عطازاده اس كه تانكې تانك قلمســتا دې معرفي او پېنوېن بگاكن.عبدالمنان عطازاده: بسم الله الرحمن الرحيممم عبدالمنان عطازاده ملك عطا محمد خان پوتره هام (آم). اي لوكنه فاميله ۱۳۱۶ ساله كوچه پيدا بتكم كه ديته نام ډومكزاور كچا ، ولسوالي اله ساى ، ولايت كاپيسا ژاده بگا. پنجه سالا دې بادس (بعداز) باسم اوده سبق شروع ككم. كاو سال بادس لاسم اوده عبيدالله خان مصروف تعليم هاكم. اټي وخته علم صرف ، فقه او نحوه ژاده ككم. ۱۳۳۳ ساله كوچه كه شوړ (۱۶) سالا هاكم دارالعلوم عربي مدرسا كوچه صنف پنج داخل بكم كه اشټ (۸) سال بادس يعنې ۱۳۴۰ كوچه اول درجا خلاص بكم كه تره علوم عربي ، صرف ، نحوه ، معاني ، بديع ، عروض ، تفسير ، ميراث ، احاديث ، تجويد ، حساب ، هندسه ، تاريخ ، جغرافيه ، كيميا ، فزيك ، منطق و غيره ژاده ككم. بادس اميست قضا كوچه ڵام گورېكم ، بحيث قاضى چاربرجك. بادس كاو مدت عسكري ككم كه اي سال بادس به صفت ضابط احتياط فارغ بكم. شهادت ناما و اي جوړا دريشي ضابطيس ۱۳۴۲ ساله كوچه گورېچم. بادس امي دې كه پوهنځى احتياط عسكري دې خلاص بكم ، بحيث سكرتر محاكمات مامورين ملكي مرافعا كوچه ، مربوط صدارت عظمٰى مقرر بكم. بادس كاو مدتس ۱۳۴۵ ساله كوچه حج ككاى عربستان سعودى واننگ گكم كه تره جامعه اسلاميك يونوړستي كوچه برس تحصيلى گورېكم و تره پوهنتون كوچه شامل بكم كه شه (۶) سال بادس خلاص بكم و تانكى مصرف شره مصر پوهنتونس الازهر كوچه شامل بكم. كاو مدت بادس وطنه واننگ افغانستان اِكم كه به صفت رئيس جزاى اول و رئيس جزاى دوم چويكاى كابل شره رئيس هاكم (آكم = آهم) و نزديك ۴۸ ساله كوچه آيم ڵام كييچم: قاضى چاربرجك ، سكرتر محاكمات مامورين ملكى مربوط صدارت عظمٰى ، رئيس جزاى اول ولايت كابل ، رئيس جزاى دوم ولايت كابل ، رياست جزاى مرافعه ولايت كابل ، تدقيق و مطالعات ، رياست افتاء ، رياست احتساب ، عضو رياست تفتيش ، رياست مرافعۀ ولايت كاپيسا ، رياست مرافعۀ نورستان ، رياست مرافعۀ ولايت پروان ، نائب رئيس ولايت جوزجان ، رياست مرافعه ولايت كابل ، رياست مرافعه ولايت پكتيكا ، رياست مرافعه كاپيسا دو منگل مرتبا ، سراى خواجه ، قره باغ ، عضو رياست تنازع و صلاحيت محاكمات عالى قضات بحيث عضو ستره محكمه ، رياست كاپيسا تره منگل كرته ، به صفت استاد ابوالقاسم فردوسي مدرسا كوچه وزارت معارفه ڵام كچكم. بادس كاو مدت دوبارا بحيث رئيس مرافعۀ ولايت كاپيسا چار منگل مرتبا ، رياست مساعدت هاى حقوقى ستره محكمه ، كاو مدت بحيث استاد وزارت معارف كوچه وظيفا اجرا ككم. بعد از كاو مدت ستره محكما ، دو منگل دفعا رئيس مرافعه ولايت نورستان ، رئيس مرافعه ولايت خوست ، رئيس هيات ولايت كندهار ، رئيس عمومي چويكاى افغانستان ثبت اسناد و وسايق ، رئيس مرافعۀ ولايت لوگر ، رئيس مرافعۀ ولايت كاپيسا پنجمنگل مرتبا. نامرين نه تې كه چويكاى ڵميم رياست هاييچ (آييچ). تم ممالك كه تحصيل كوچا كجكم ادم هان (آن): افغانستان ، پاكستان ، عربستان ، مصر ، ايتاليا ، ازبكستان. علاوه اميست كورس دوئ (بورك ، زياد) گورېچم كه عبارت آن: كورس آى ډيلو ، آى سى اچ كه تره ساله كوچه مملكت المغرب آى ډيلو ، ايتاليا كورس آى سى اچ پُرنه نيچم يعنى خلاص كچم. دپلوم پلئ مډال پلئ گوريچم. ۳ – كورس هاى قضائى ۴ – سيمينار روساى مرافعه ولايت هاى افغانستان كه ۱۳۵۸ ساله كوچه داير بهاييك ، وري سيمينار روساى محاكم ولايات افغانستان ۱۳۸۶ كوچه آييك ، بحيث ترينر عمومي ولايت كاپيسا بو نما كوچه ڵام كچكم. علاوه امي دې وري عام المنفعا ڵام هم كجكم كه عبارت هان: داى كيلو متر سرك كچا اله ساى. اشټ كيلو متر سرك اله ساى تا اشپي هايه كه چويكاى مصرف مم جانه دې دېجكم. پشه يى جبه خاتريو بو كوشش كجكم كه اول وار ۱۳۵۰ ساله بحيث منتظم پروگرام پشه يى و نطاق زبان پشه يى پروگرام محلى راديو افغانستان ڵام كجكم. امي دې علاوا بحيث استاد پوهنتون افتخاري درس ديچكم ، مثل استاد فلسفه صنف چار پوهنځى ادبيات پوهنتون كابل ڵام كجكم. مسافرت يا گريك دنيا شره كه كجكم ادم هان: ايران ، كويت ، عراق ، اردن ، سوريه ، مصر ، لبنان ، عربستان ، تركيه ، ايتاليا ، جرمني ، هسپانيا ، فرانسا ، بلجيم ، هاليند ، دنمارك ، ماسكو قزاقستان ، تركمستان ، ازبكستان ، پاكستان ، هندوستان ، بحرين ، ابو ظبي ، دوبى ، عمان ، شارجه ، چين ، قطر ، راس الخيمه و غيره. مدني حالتم: - پانجگا (پانج وار) نكاح تنگجكم كه وستو اي بالكول و پنجي دانا ويكلام هان. اي داكتر ورملا بالكول و پانج دانا ويكلام ډاكتران هان. وري انجــينران هان كه ساته جرمني و چار بالكول كانادا تگان. آخرين پوتريم شه مايا هاسته. وسلامشايسته عطازاده: اه شايسته عبدالجليلس ويه هزار و تره صدو وستو دواى ساله كابل شهراراس اي لوكن وايه كوچه پيدا بتچم. باوېم وظيفه دار شبرغان ولايت آقچه ولسوالي كوچه ڵام كگايك. بادس خصوصى سبق كه باسم اوداى خانكم ۱۳۳۹ ساله مكتب ليسه آقچه شامل بچم كه بادس فراغتس صنف ۶ بحيث معلمه تركمني و ازبكي مكتب ولسوالي خانقا مقرر بچم. دو سال بادس باوېم خم آب ولسوالي تبديل بيك. چويكاى خمياب واننگ گچين كه تره كسب قالين بافي شروع ككم. بادس چند مدتس سال ۱۳۵۰ عروسي ككم. كابل واننگ اِچم و ليسه عايشه دراني مكتبس ست منگل صنف كوچه شامل بچم. بادس دو سال ليسۀ مسلكي زنان شامل بچم. سال ۱۳۵۷ دواى منگل صنف دې فارغ بچم ، سال ۱۳۵۸ بحيث سرمعلم مكتب شاه بي بي نونگا كوچه مكتب كوچه كه اله ساى كچا كوچه شي سر معلم مقرره بچم.امي دى بادس شـــرايط ويران آييك ، مكتب نسوان ده كېپك معلمه تبديل كابل واننگ بچم. بادس كاو مـــدت هجرت ككم ، بادس هجرت معلمه ليسه ابــوالقاسم فردوسى مقرر بچم كه تا بدم هايه دوام دېگام كه بدم رتبه اول آم. مرېن بايد بې كه راديو افغانستان پشه يى پروگرام كوچه بحيث نطاقه پشه يى جــــــبه اس ڵام كچكم. (۱۳۵۲) و سيمينار دوئ گورېچم ، كورس قابله گي هم خانجكم و تصديق استه دارم وصلح و همبستگي كوچه ڵام كچكم. دو دفعا حج بيت الله شريف واننگ پرېتـچـم و پاكستان ، ايران ، عراق ، كويټ ، عربستان و اردن هم سفر كچكم.منبع: https://www.facebook.com/RtaPashayi



۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د لغمان د قومونو په اړه ( محمد زمان کلمانی لیکنه )

لغمان د تاریخ په اوږدو کې د ملي علمي – څیړنیز سیمینار په مناسبت

لغمان زموږ د هیواد د ډېرو لرغونو ولایتونو څخه دی چې اوسنی مرکز یی د مهترلام ښار او تر شاوخوا یې د ننگرهار، کونر، نورستان، پنجشیر، کاپیسا او کابل ولایتونه پراته دي. په لغمان کې بېلا بېل وگړنیزې «اتنیکی» ډلې او ولسونه له خپلو ځانگړو ژبو سره شتون لري. که څه هم په لرغونو زمانو کې د لغمان وگړي د الینا په نامه چې ریښه یی د الینگار او الیشنگ د درو په نومونو کې چې نږدې ټول لغمان په خپلو غېږو کې نیسي، تر اوسه خوندي ده،(۱) یاد شوي خو بیا وروسته خلک او ژبه یې د لمگاني او یا لغماني په نامه چی ددغه ولایت نوم هم له همدی نامه څخه را پاتی دی یاد شوي دي. الینا د لرغونو ویدي قبیلو یوه ستره قبیله او د هغوی د مشر نوم وو چی په پشه یی کې د شین او سمسور معنا لری او هم لغمان چی د لرغوني لامگان او یا لمگان اوسنۍ بڼه ده ځایی، ده نشین او وطني خلکو ته وایی، ځکه لام چی د دری ژبی د (لان او لانه) معادل دی په پشه یی کې کلي ته او (گان) چی د نسب لاحقه ده خاوند او صاحب ته وایی.(۲)
د کوشاني شهزاده کیداره د نامه په اړوند کله کله په تیره د لغمان شمالی برخه د کتور او وگړي یی د کتوري په نامه هم یاد شوي دي.  له اوس څخه نږدی څلورنیمی پیړۍ د مخه د قاضی محمد سالم لخوا لیکل شوی، جنگ نامه یا صفت نامه غازی محمد خان درویش په نامه کتاب کې چی پکی د ۹۹۰ هجری قمری کال د لغمان په تیره د الیشنگ د دری او هم د الینگار د ځینو سیمو له (پشه یی) کافرانو سره د جگړی داستانونه راغلي، د هغه په لښکرو کې د غرغشتي، شینواري، هزارمیشي او د نورو د یادونې سربېره د لغمان د پشه یی، تاجک، لغماني، مندروړي، الیشنگي، الینگاري، راجایی او نورو قومونو نومونه هم راغلي چی د دوی په ملاتړ د هغه وخت له پشه یی کافرانو په وړاندی په جگړو کې برخه اخیستی وه. (۳)ډنمارکی انسان پیژندونکی فردیناند چی د کوچی پښتنو د ژوند سره د بلدتیا په خاطر افغانستان ته راغلی وو لیکی چی: «د لغمان اوسني اوسیدونکي د قومي په لحاظ سره گډوډ دي، په دغه سیمه کې درې توکمه اوسیږي، یو توکم یی په پشه یی خبری کوی او نور دوه یی په پښتو او تاجکي گړېږي. د لغمان په غرنیو برخو کې قومي جوړښت لا په ځای پاتې دی مگر په هوارو برخو کې بیخي تغیر خوړلی دی.»(۴)
په هره توگه اوس په لغمان کې د پښتون، پشه یی، تاجک، گوجر او نور توکمونه شته او څنگه چی «د لغمان خلک ډېر پوه، چالاک او زړه ور خلک دي او د زده کړی او پوهی شوق په لغمانیانو کې ډېر دی او لغمان په ټول هیواد کې لمړنۍ حکمرانۍ وه چی لیسه یی درلوده.»(۵)، په همدی توگه ټول د یو تن د غړو په څیر په خپلو کې د ورورولی او د مینی او محبت څخه ډک ژوند تیروی او پر خپل لغماني توب ویاړي.
ددې لپاره چې د لغمان څه چی آن د افغانستان په کچه د قومونو او د ژبو دقیقه او یا حقیقت ته نږدی احصایه نشته، نو گرانه ده چی د لغمان د قومي ترکیب په اړه دقیقه احصایه وړاندی شي، له بله پلوه دا چې پشه یان خپلو پښتنو او تاجکو ورونو ته ډېر درنښت قایل دي او ځان ورسره یو او نږدی گڼي. له همدی له امله زیاتره ځانونه د پښتنو او تاجکو اړوند قومونه معرفی کوی او په اسنادو کې زیاتره د پښتنو او تاجکو په نامه ثبت شوي دي. د مثال په توگه په یوه لیکنه کې زموږ یو نامتو لیکوال او څیړونکی چی خپله هم د لغمان د مرکز اړوندو کلیو څخه دی پشه یان یی یوازی د لغمان د مرکز د پشه یی په کلي او څه یی د الیشنگ د درې د دولت شاه په ولسوالی کې ښودلي دي.(۶) یو بل لیکوال د لغمان د قومونو په اړه د خپلی لیکنی په یوه برخه کې راوړي چی «د غیر غلجی پښتنو له ډلې څخه د خپل شمېر له مخی ساپي د یادولو وړ دي. د لغمان په ولایت کې ددوی شمېر ۴۰ اعشاریه ۱ زرو ته رسیږي... ساپی په درېیو اداري واحدونو وېشل شوي دي. مهترلام کې ۹ اعشاره ۱۰ زره تنه، الینگار ولسوالی کې ۲۵ اعشاریه ۶ زره تنه او الیشنگ ولسوالی کې ۴ اعشاریه ۲ زره تنه ژوند کوي.»(۷) حال دا چی د الینگار ولسوالی اړوند د ساپیو یو کلی هم شتون نه لري او دا ټول څه باندی پینځه ویشت نیم زره تنه هغه پشه یی وگړي دي چی شینگنک قبیلی پورې اړه لري او دا زما د مخکینی خبری او یا ادعا یو ښه ثبوت کیدای شی.
په هره توگه اوس په لغمان کې دغه قومونه او خیلونه ژوند کوي.۱ – پښتون قوم: پښتون چی د آریایانو د پکت د قبیلی له نامه او یا له پښت او پښته یا پښتۍ له نومونو څخه اخیستل شوی برېښي، د لوړو سیمو اوسیدونکی، باهمت او غښتلي په معنا راځي. پښتانه چی آریایان او د افغانستان د لرغونو قومونو څخه دي د لغمان د مرکز او د قرغه یی ولسوالۍ په زیاترو کلیو د الینگارولسوالۍ په سمه دره، د الیشنگ ولسوالۍ په ښکتنیو کلیو او د پادپښ په ولسوالیو کې ژوند کوی او له دغو لاندی قبیلو، خېلونو او طایفو څخه عبارت دي:صافی، چی وایی د دوی اول نیکه د قندهار د غوړی مرغۍ څخه راغلی دی او ددوی نسبي سلسله د پښتنو په قومونو کې درانیو باندي گډېږي او د ودیر، گربز او مسود په نامه څانگی لري. خو ځینی نور بیا وایی چی دوی گنداری او د پېښور ددرې اصلی اوسیدونکي دي چی د اسلام له راتگ سره د جگړو په پایله کې له خپلی سیمی ایستل شوی او د کونړ له سیند څخه په تیرېدو د کامه او کاتر (کافرستان) او د کابل سیند تر څنگ په درو کې تر تگاوه پورې له خپلو هم توکمو سره اوسیدلي دي.(۸)صافی زیاتره د لغمان د مرکز اړوند د عمرزیو په کلی او هم په نورو کلیو او ولسوالیو کې هستوگن دي. د عمرزیو صافي وگړی د خیر محمد بابا، عبدالحمیدبابا او ابراهیم بابا له اولادونو څخه دي.ساک یا سهاک چی د لغمان په مرکزي سیمو کی اوسیږي د موسی خیل او شمشیران خیل په نامه طایفی لري.تره خیل په قرغه یی او نورو ځایو کې او رستم خیل په ارمل او نورو سیمو کې ژوند کوی.خروټي د عمرزیو تر څنگ او هودخیل ، عبدالرحیمزی، ابراهیم خیل او خیرو خیل په قرغه یی ولسوالی کې اوسیږي.جبارخیل او بابکرخیل چی د خانانو په نامه خلک ورته ډېر احترام لري او لوی لوی مشران یی تېر شوي دي په ترتیب سره د قرغه یی او الینگار ولسوالیو کې اوسیږي.هزار میش په ترگړو کې میشت دي او تره کي کوچیانۍ ژوند لري.ناصر په مندراوړ کې اوسیږي، میچن خیل چی ملنگ ډوله خلک دي، اکاخیل، محمدزي، عمرخیل، اوریاخیل، وردک، علی خیل، محمد خیل او نور، هغه پښتني قبیلې، خیلونه او طایفی دي چی د لغمان په مرکز او میرعلی خیل یی د بادپښ په ولسوالی کې ژوند کوي.په همدی توگه نیازی، اړوکي، اسماعیل خیل او الکوزي چی د الینگار په ولسوالی کی هستوگن دي د لغمان د پښتنو له مهمو قبیلو څخه گڼل کیږي چی ټول په صافه او نگه پښټو ژبه خبری کوي.(۹) داسی ښکاری چی د الینگار اړوکي د دغه سیمی اصلی اوسیدونکي وي، ځکه دوی ددغه سیمی سوم پشه یی قبیله هم اړوکي بولي، خو برعکس د سوم قبیله بیا وایی چی اړوکی سوم او زموږ څخه مخکی مسلمان شوي دي. د اړواکي په نامه پشه یی طایفه، چی د نیم په نیم واک لرونکي معنا لري اوس هم د کشموندي شینگنک په پشه یانو کې شته. خو اوس د اړوکي قبیله چی پخواني کتابونو کې په همدی نامه یاد شوی، زیاتره ځانونه الکوزي گڼي چی د افغانستان د سهیل لویدیځ سیمی اصلی اوسیدونکي دي. په همدی توگه زموږ د لغمان نیازي پښتانه، کلماني او د شینگنک پشه یی قبیله نیازي گڼي، خو بل خوا شینگنک پشه یی قبیله بیا وایی چی د الینگار د نیازیو ځینې وگړي په اصل کی شینگنک پشه یی دي. چی دا او داسی نور نظرونه ددی واقعیت ښکارندوی دي چی د لغمان خلک په خپلو کې ډېر سره گډ او نږدی شوي او که د ژبې خبره نه وي نو توپیر یی ډېر گران کار دی.۲ – پشه یی  قوم: پشه یی نوم چی د پاشا یعنی پاچا او پادشاه او همدارنگه له پشی څخه چی دیوال او پښتۍ ته وایی اخیستل شوی ښکاري، د واکمن او پیاوړي په معنا راځي. پشه یان چی د لغمان اصلی او لرغوني اوسیدونکي دي اوس مهال د الیشنگ، دولت شاه او د الینگار ولسوالیو زیاتره اوسیدونکی جوړوی او هم یو څه یی د لغمان د مرکز او د قرغه یی ولسوالۍ اړوند ځینو سیمو او کلیو کی میشت دي او په خپلو کې په بېلا بېلو قبیلو، خېلونو او طایفو ویشل شوي دي. د لغمان د پشه یانو له مهمو قبیلو، خېلونو او طایفو څخه یو یی «سوم» دی چی د سوما د گل بوټی له نامه څخه اخیستل شوی نوم دی چی د الینگار په ساو دره د نورلام صاحب په زیاتره کلیو، سالاب دره او د تگ درې په زیاترو برخو او نورو کلیو کې اوسیږي.
شینگنک چی د غښتلي او ښکرور په مفهوم دی د الینگار ولسوالی د کلمان په کلیو، د نورلام صاحب د درې په وت او د مرکزي برخی په څو کلیو، منگو، د تگ په هیبت لام، د نیازو په کلټک، د قرغه یی ولسوالۍ د کشموند او اومیړ په ټولو کلیو او د لغمان د مرکز په گلارام کې ژوند کوی چی دغه شینگنک پشه یی قبیله د کلماني، منډالي، کهووال، کشموندي او منگووال په خېلونو وېشل شوي چی بیا هر یو یی بېل بېل طایفې او ریښې لري، په همدی توگه د سوم قبیله په لغمان کې په دمېنج یا پریانه وال، ساده مېنج یا ساوي، کنده گلي، تگي او سالاوي طایفو ویشل شوي چی بیا هر یو یی په بېلا بېلو خېلونو او طایفو باندی یادیږي.ماسلواني هم د پشه یی د مهمو قبیلو څخه ده چی پخوا ډېره وه خو اوس په تېره د سوم او شینگنک په منځ کې خال خال کورونه لری، ځکه دوی د ځینو لاملونو په سبب پخوا له دغی سیمی څخه شاوخوا سیمو ته تللي دي.په همدی توگه د رېن او پشگري قبیلی چی د الیشنگ ولسوالۍ په سایگل، گونپال، شمکټ، مایل، شامیا، نجیل او نورو کلیو او د بادپښ ولسوالۍ په وچ شمکټ کې ژوند کوي. دغه د رېن او پشگري طایفی د الیشنگ او دولت شاه د ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې  په بېلا بېلو نومونو یادېږي.دل بیک یوه بله لویه زړه وره قبیله ده چی د الیشنگ ولسوالی په ماسموت، ټپکال، بمبۍ، نویا، پاسینۍ کاسیگر یا دوردوري، منجان، جمشیرآباد، کرنج او نورو کلیو کې اوسیږي.شاماني یا شاماکاني چی د پشگري خلکو سره نږدی دي د نجیل تر څنگ قلا نومي کلي او هم د میل د دری په شمیان او نوړي کې اوسیږي. دغه خلک د اوسني شمرام دري ژبو خلکو ورونه دي چی له هغه ځایه د اسلام د راتک په مهال بې ځایه او بیا په وروسته د اسلام په سپیڅلی دین مشرف شوي دي.
دولت شاهي پشه یی قوم، د دولت شاه ولسوالۍ په بېلا بېلو کلیو کې اوسیږي چی د شوناکاني، زاربکاني، خوشیاني، شادبکاني، بکیاني او حمیند په نامه طایفی لري. تره باوو او همیند او په همدی توگه چنډالي او دگړاني قبیلی چی بیا هر یو یی په بېلا بېلو طایفو باندی ویشل شوي دي، ویس او مورا چی د پشه یی کلیو او قبیلو نومونه هم دي او په نورو خیلو هم ویشل شوي دي او هم په تمبله کې د بوچیاني او گونپالي په نامه او په گډیاله کې د دنگیاني او پتیاني په نامه طایفی شته چی د دولت شاه ولسوالۍ په ځینو کلیو او هم د فراجغان درې په ځینو کلیو کې اوسیږي او ځینی یی په دری ژبه خبری کوي. په همدی توگه د الیشنگ په سمه دره کې د منجاني، ډنگټيي، صدیقیان، جمشیري، غازی آبادي، شمشه خیلی، نجیلي، سخی خیل او داسی نور قبیلی چی د کلیو نومونه هم دي شتون لري، چی بیا په دوی کی بېلا بېل طایفی او خېلونه شته چی ټول په پشه یی ژبه خبری کوي.لغماني او چارباغی پشه یان: دا د لغمان هغه اصلی او پخواني اوسیدونکي دي چی په هماغه لمړیو کی د سلطان محمود غزنوی د واکمنۍ له مهاله او له هغه څخه وروسته د اسلام په مقدس دین مشرف شوي او د خپلو لرغونو قبیلوي نومونو او قبیلو سره بی اړیکی پاتی شوي دي. دغه خلک تل د تاریخ په اوږدو کې ددغی سیمی مشران او واکمنان پاتی شوی، ځکه په ځینو حساسو شیبو او مرحلو کی د غرنیو پشه یی قومونو او قبیلو ملا تړ یی هم له ځانه سره لرلی دی. لغماني پشه یان په الیشنگي، پشه یی وال، گنجاوڼي او ده زیارتي یا شیخانو باندی ویشل شوي دي. په دغو خلکو کی ځینی د خانانو او ملکانو په نامه هم یادیږي چی تر دی وروستیو پوری د خلکو د احترام وړ پاتی شوي دي. دغه خلک چی د الیشنگ، گنچاوڼ، پلوټه یا ډیوه، ده زیارت، قلاچه، پشه یی، ده مریم، ده ملخ، د عمرزیو په دنده او نورو کلیو کی اوسیږي اوس هم ځینی یی په پشه یی خبری کوی او پوهیږي. د ترگړیو زیاتره خلک چی په پښتو او دری ژبو گړېږي د لطف الله خیلو په گډون له دوی سره لرغوني قومي اړیکی پالي.چارباغي پشه یان د چارباغ په قلعټک، د قلعټک په نو آباد، پتورگمبه، کلالان، اده پوره، اړوا، نجاران، پاچا کلی او سرخابي کلیو کی اوسیږي او په پشه یی خبری کوي، چی د سیمی تر ټولو پخواني او اصلی اوسیدونکي دي. ددغی سیمی خلک په درې واړو ژبو چی دری، پښتو او پشه یی دي پوهیږي.په دغو خلکو کې ستر لیکوالان، دولتي مشران، سیاستوال، نامتو شاعران او هنرمندان تېر شوي دي.(۱۰)۳ – تاجک قوم: تاجک چی په پشه یی کی تاج جېک یعنې تاج اېښودل له کلمی اخیستل شوی تاج اېښودونکي یا تاج گزاران او تاج دار په معنا راځي چی دا نو د لرغونو آریایانو د شاهانه دود یعنی د تاج اېښودلو د دود له نامه څخه پاتې شوی دی. په لغمان کی د تاجکان هم اوسیږي چی په دري ژبې خبری کوي او د لغمان ولایت د مرکز اړوند په گمیین، ده بغلک، الیشنگ، حیدرخاني، چهاردهي، رهین، اسلام آباد، شمرام، ترنگ او نورو کلیو، د دولت شاه ولسوالی په فراجغان او د قرغه یی ولسوالۍ په ځینو کلیو کی ژوند کوی. د لغمان تاجکان او دری ژبي له پشه یانو سره قومي اړیکی پالي او خپل هډ او قوم یی بولي او پشه یان هم بیا پدی باور دي چی د لغمان زیاتره دری ژبي د دوی له قومه او هغه پشه یان دي چی تر نورو ړومبۍ د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شوي او له زمانی له تېرېدو سره یی فارسی ژبه خپله کړی ده. دا واقعیت د لغمان په اړه عمومی معلومات تر سرلیک لاندی په یو مطلب کی هم راغلی او لیکي چی «د لغمان ځینو فارسی ژبو احتمالا تر څو پېړیو وړاندی مودی پوری په پشه یی ژبه خبری کولی.»(۱۱) ، چی اوس هم په دغه سیمه ییزه فارسی ژبه کی د پشه یی ژبې ډېر اصطلاحات او لغاتونه خوندي دي، چی دا هم ددغو قومونو د یووالي او د ریښتیني ورورولۍ یوه ښه بېلگه ده.
۴ – گوجر قوم: گوجر قوم د لغمان ولایت په ځینو غرنیو سیمو کی په تیت او پرک ډول نږدی له دوو پېړیو څخه را پدیخوا میشت شوي، په گجري ژبه خبری کوی او د مالدارۍ په چارو بوخت دي.۵ – اهل هنود: دغه خلک پخوا په لغمان کی ډېر وو او زیاتره د ترگړي، الیشنگ، منروړ او د چارباغ په بازارونو او ښارونو کې اوسېدل او اوس هم کورونه، ځمکی او دوکانونه یی شته، خو زیاتره یی د وروستیو څو لسیزو جگړو له امله نورو ځایونو ته تللی او ځینی یی لا پخوا د اسلام په مقدس دین مشرف شوي دي.۶ – سادات، عرب، میاگان یا صاحب زاده گان، صدیقیان، سواتیان، نورستانیان، ریکاگان او د ځینو نورو قومونو ځینی کورنۍ د لغمان په ځینو برخو کی ژوند کوی چی خپلی اصلی ژبی یی له لاسه ورکړي او په پښتو، پشه یی یا دری ژبو خبری کوی.پاتی دې نه وي چی دغه زیاتره یاد قومونه، قبیلی او طایفی په نورو ولایتونو کی هم شته او له یو بل سره پېژندگلوي او اړیکی لري.د ځینو سرچینو له مخی په لغمان کې پښتانه په سلو کې ۵۸، پشه یی په سلو کې ۳۳ او تاجک په سلو کې ۹ او همدارنگه د ځینو نورو منابعو له مخی پښتانه په سلو کې ۵۱، پشه یی په سلو کې ۲۷ او تاجک په سلو کې ۲۱ ښودل شوي دي(۱۲) او همدارنگه ځینو نورو پښتانه ۷۳ فیصده او پشه یان تردې هم کم اټکل کړي، حال دا چی ځینو بیا پشه یان ۷۵ فیصده هم ښودلي دي. خو تر کومه چی ما د شپږو کلونو په موده کې له نږډی څخه ددغه ولایت زیاتره سیمی او کلي لیدلي او ددغو کلیو قومي او ژبني ترکیب او د مرکزي احصایی د نفوس د شمېر په پام کې نیولو سره کومه نتیجه چی می ترلاسه کړی، په لغمان کې په تقریبی توگه په سلو کې د ۴۰ په شاوخوا پښتانه، په سلو کې ۴۰ په شاوخوا پشه یان او په سلو کی د شلو په شاوخوا تاجکان او نور واړه قومونه شتون لري چی گومان کوم دا به حقیقت ته ډېر نږدی اټکل وي، ځکه په لغمان کی د ولایتی شورا لپاره په لومړني ټاکنو کې چی د امنیت په فضا کی او نسبتا په بې پری، سرتاسری او منصافانه ډول ترسره شول د بریالي استازو اکثریت «له نهو کسایو څه پنځو تنو» پشه یی قوم پورې اړه لرله چی له همدی امله په لومړي کال کې یو تن یی د ولایتی شورا رییس، بل یی معاون او یو بل یی مشرانو جرگی ته وروپېژندل شو، چی دا هم په لغمان کې د پشه یانو د ډېروالي استازيتوب کوی.
پاتی دې نه وي، ددې لپاره چی لغمان یو گڼ مېشته سیمه او د کرنیزو ځمکو ساحه یی کمه ده نو د تاریخ په اوږدو کې له دې ځایه گڼ شمېر کورنۍ د افغانستان په دننه بېلابېلو سیمو او آن بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي او په هر ځای کې د لغماني په نامه خپل هر راز وړتیا یی ښودلی او مطرح شخصیتونه ترې جوړ شوي دي.

 منابع او ماخذ:

۱ – د افغانستان لنډ تاریخ، دریم مخ، د پوهاند عبدالحی حبیبی لیکنه، پښتو کوونکی عبدالحی بېنوا.

۲ – د افغانستان جغرافیایی قاموس، پنځم جلد، ۱۷۵ مخ او هم د افغانستان ژبی او توکمونه، ۱۴۷ مخ، د دوست محمد دوست لیکنه.

۳ – تارا، د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزارت نشراتي ارگان، د ۱۵/ ۴/ ۱۳۸۷ گڼه، ۴ – ۵ مخونه.

۴ – د افغانستان ملی ژبه او ادب، مخ ۱۴، لیکونکي استاد اسلانوف او میرمن گراسیمووا، مترجم معتمد شینواری.

۵ – د افغانستان جغرافیایی قاموس، پنځم جلد، ۱۷۷ مخ.

۶ – د ټول افغان ویپ پاڼه.

۷ – د افغانستان برخلیک او ختیځ پښتانه، کال ۱۳۷۷ هجری لمریز، مخ ۷۹، پیښور چاپ.

۸ – نژاد های افغانستان، صفحه ۸۰، نویسنده: میجر.جراح ایچ.دبلیو.بیلو، جنوری ۱۸۸۰، برگردان دوکتور لعل زاد.

۹ – ټول افغان ویب سایت، دکتور محمد سعید (سعید افغانی) لیکنه چی د محمد ظاهر الینا لخوا د تارا نشریی په ۱۳۰ گڼه کې خپور شوی دی.

۱۰ – په دې اړه زیاتره معلومات د پشه یی افغانان له کتاب څخه چی د محمد زمان کلماني لیکنه او په کال ۱۳۸۹ هجری شمسی کی د اطلاعات او فرهنګ وزارت لخوا چاپ شوی ترلاسه کړي دي.

۱۱ – دآماج انترنتی سایت.

۱۲ – له پورتني یاد سایت څخه. 

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...