دباختراژانس دخبر له مخې په دې غونډه کې چې ددغې شورا په مرکزي دفتر کې دبيلابيلو ولايتونو داستازو په ګډون جوړه شوه، د افغانستان دپشه يانو دشورا رييس عبداللطيف مراد خبرې وکړې او ويې ويل چې زموږ هېواد دګاونډيو هېوادونو داستخباراتي کړيو تر يرغل لاندې دى اوموږ باور لرو چې دهېواد امنيتي او د فاعي ځواکونه دافغانستان دټولو خلکو ميړني بچيان دي او دخپل هېواد له لويشت لويشت خاورې څخه دفاع کوي .
ده دهېواد دپشه يانو په استازيتوب دامنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ چې پشه يان په هرحالت کې دخپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي .
په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې دکاپيسا دخلکو استازي وکيل اغاجان سعيدي ،محمد عارف ، قومي مشر محمد زمان کلمانی، ديني عالم محمد شريف شريفي او يوشمير نورو برخه والو خبرې وکړې او ددښمنانو دبريد په وړاندې يې دهېواد د پوځيانو ميړانه يې وستايل .