د ژوندون په نړیوال تلویزیون کې پشه یی غږ تلویزیوني خپرونې پیل شول
افغانستان په دې وروستي سه باندې یوه لسیزه کې د بېلا بېلو پرمختګونو شاهد دی چې د ټولنیزو رسنیو او له هغې جملې څخه د تلویزیوني شبکو رامنځته کېدل او دودېدل چی شمېر یی لسګونو ته رسیږي ددغې مودې له ډېرو ښو لاسته راوړنو څخه دی چې د هېواد د ژبو او فرهنګ د لا غوړېدو او د هېوادوالو د ستونزو او غوښتنو په انعکاسولو کې زړه پورې رول لوبوي. په دغو تلویزیونونو کې د پښتو او دري ژبو تر څنګ د هېواد په نورو ژبو هم خپرونې پیل شوي او په دې لړ کې د ژوندون د خصوصی نړیوال تلویزیون مشرتابه په پام کې لري چې د پشه یی آواز په نوم اوونۍ کې یو ساعته خپرونه پیل کړي، چې له همدې موخې لپاره تېره پنجشنبه د زمری د میاشتې د لومړي نېټې له غرمی وروسته د یاد تلویزیون په تالار کې یوه درنه غونډه جوړه شوې وه چی په هغه کې د کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کابل او د نورو ولایتونو ګڼ شمېر پشه یی مشرانو، فرهنګیانو، دینی عالمانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د قرآن عظیم کریم د څو مبارکو آیتونو د تلاوت او د ملي سرود له خپرېدو وروسته د ژوندون د نړیوال تلویزیون مشر پوهنوال محمد اسمعیل یون وینا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې د پشه یی خلکو د هېوادپالنې، سرښندنې او تاریخ په اړه څرګندونی وکړی او وویل چې پشه یی د افغانستان د ډېرو پخوانیو او اصیلو آریایی ژبو څخه ده او غواړم چې د پشه یی فرهنګ او ژبې د پرمختک او د خلکو د ستونزو او غوښتنو د په ډاګه کولو او د چارواکو غوږونو ته د رسولو په موخه په اوونۍ کې یو ځلي یو ساعته تلویزیوني خپرونه پیل کړم، دا د پشه یی خلکو حق دی چی د پښتو او دري ژبو تر څنګ خپرونې ولري، د خپلی ژبی او فرهنګ لپاره کار وکړي، خپل غږ پورته او ستونزې او غوښتنې له دې لارې دولتي چارواکو او نورو خلکو غوږو ته ورسوي. محترم پوهنوال یون له پشه یی لیکوالو او فرهنګیانو څخه وغوښتل چې د خپلې ژبې او فرهنګ د لا پراختیا لپاره له دغی خپرونی سره مرسته وکړي.
له هغې وروسته د پشه یی خلکو یو تن مشر او لیکوال محمد زمان کلمانی د خبرو په ترڅ کې د ژوندون د تلویزیون د مشرتابه د دغه نېک ګام هر کلی وکړ او د پشه یی ژبې، د پشه یانو د میشت سیمو او تاریخ په اړه یې په لنډه توګه د څرګندونې په ترڅ کې د غونډی له برخه والو څخه وغوښتل چی په پوره یووالي او مینې سره د خپل هېواد او خلکو خدمت لپاره خپل ملا وتړي او له دې نوي خپرونې سره له هیڅ راز مرستې او ملاتړ څخه ډډه ونه کړي. ده وویل: د ملی تلویزیون پرته دا په مرکز کې لومړنې خصوصی نړیوال تلویزیون دی چی په پشه یی خپرونه پیل کوي او ددې کار ویاړ ګټي.
په دې غونډه کې پخواني سناتور عبدالخالق حسینی پشه یی د پشه یی خپرونو د مخینې په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د پشه یی رادیویی خپرونه د لومړی ځل لپاره له اوس څخه ۴۵ کاله مخکې د رادیو افغانستان له لارې او بیا تلویزیونی خپرونه له اوس څخه څه باندې لس کاله مخکی د ملی تلویزیون له لارې پیل او تر اوسه دوام لري او په دې لړ کې د ژوندون تلویزیون دغه اقدام د ډېرې ستاینې وړ دی.
همدا راز ښاغلو عبدالستار حیات، حنیف الله شهاب، انیسه پشه یی، ډاکتر خواجه شاه روستایی، محمد عابد محمدي، احمدجان ماڼو، جنرال درویش سنجنی او شیرالله جبارخیل د خلکو د یو لړ ستونزو او غوښتنو او له دې خپرونې سره د مرستې په اړه خبرې وکړی او د ژوندون تلویزیون د مشرتابه له دې اقدام څخه یی مننه وکړه. په همدی ډول په دې غونډه کې شاه محمد پېننا له خوا په ترنم کې او همدارنګه محمد بهادر کلماني او عبدالحنان فاروقی له خوا، پشه یی شعرونه وړاندې شول چی د برخه والو له تود هرکلي سره مخامخ شول.
په پای کې ښاغلي شیرعالم امله وال د غونډې د ارزولو په ترڅ کې دا کار یی یو مثبت ګام وباله او وویل چی داسی غونډې د پشه یانو د پیژندګلوي او د فرهنګ د پرمختک په برخه کې ډېر ارزښمن او اغیزمن ثابتیږي او دا ددې ښکارندوی دی چی پشه یی خلک له خپلې ژبې او فرهنګ سره ډېره مینه لري او غواړي چې دغه ژبه د هېواد د نورو ژبو په څېر پرمختک او پراختیا څخه برخمنه شي.
ددغو مراسمو په پای کې له تالار څخه بهر د ژوندون تلویزیون په انګړ کې له ډول او سرنی سره د پشه یی ځوانانو او هنرمندانو له خوا پشه یی «ناټ» او اتڼ ترسره شو او په دې توګه دغه غونډه او مراسم په خورا خوښیو او چکچکو سره پای ته ورسیدل.
محمد قادر هوتا
پشه یی کڼ {پشہ يى قومس اوازي } نامېدی نونگا پروگرام آنجوېن بگا
ژوندون بین المللی تلویزیونس ادارا پام کوچه دارا که پشه یی کڼ یا آواز نامېدی هفتا کوچه اي گوزر اي ساعتا پشه یی پروگرام آنجوې، میسی خاطری وټوی پنجشنبی اسد مایېس پروالی دواسس اگلدنه مېمه تلویزیونس تالار کوچه اي گڼ پڼني جوپوا آییک که کاپیسا، لغمان، ننگرهار، کونړ، نورستان، کابل او وري ولایتېلاینا بو گنات پشه یی ډشټینه، شلداړنه، فرهنگینه، دینی عالمنه او جواننه وانټ گورېویی آییک.
اېمه پڼنيس اول شریی تیدی پتای گه قرآن عظیم الشانس کاو مبارک آیاتېلیی پړن بیچ او ملی سرود واسلېن بیک، ژوندون بین المللی تلویزیونس ډشټا پوهنوال محمد اسماعیل یون گرای اغتې کېن بیچ. مي تانک اغته کوچه پشه یی خلکنا وطن بیی باینی، شرایوټني او تاریخستا بارایه تاړا کېنی کېکن او کدکن که پشه یی جب افغانستانس بو دنه هونی او اصیل آریایی جبه اودای سی او مم اېړیاگم که پشه یی فرهنگ او جبېس پوړا پېني او خلکنا کشالا او اېړکنستا تاړا کېني خاطری هفتا کوچه اي گوزر اي ساعت خاطری پشه یی کڼ او آواز نامېدی تلویزیونی پروگرام آنجوم، یو پشه یی خلکنا حقی سی گه پښتو او دری جبه کویه نشرات دارن، تانک جب او فرهنگ آنتې لام کن او اېړني او مشکلتنستا مېمه پندېدې دولتي مقامته، مسوولینه او وري خلکه آنتې پولدن. محترم پوهنوال یونې پشه یی فرهنگینه او قلمس خاوندنه اودای اېړکن گه تانک جب او فرهنگس پوړا پېني خاطرې اېمه پروگرام پلا سمړن او ميس پوړا نېني او بکار جوپېني ونټې کوچه امه پلا همکاري کن.
تیدی پتای پشه یی خلکنا اي جن ډشټا او ناملا لککالا محمد زمان کلمانی اغته گرای ژوندون تلویزیونس ډشټا پوهنوال استاد یون س اېمه بیی اقدامستا گرانیا کېهن او پشه یی جب، خلکنا تک منطقا او تاریخستا بابته موټا رکمېدی تاړا کېني گرای پڼنیس وانټ دارکالې اودای اېړکن که پورا ایگری او مینا و محبتېدی تانک وطن او خلکنی خدمت پندې کوچه گېنه ټنگدن او اېمه نونگا پام کوچه درېن بوا پروگرام پلا تانک هر گرای سمړنی اودای جان نه کنن. مي تاړا کېکن ګه ملي تلویزیون دې اوړتا وطنس مرکز کوچه یو اولوالا خصوصی بین المللی تلویزیون سی ګه پشه یی جبېدی به نشرته آنجویا او یو افتخار اول ګوزر آنتې ژوندون تلویزیونس ونټیی با.
یان پوړه هونا سناتور عبدالخالق حسینی پشه یی اغتې کېچین او پشه یی نشراته بارایه تاړا کېني گرای کدهن گه پشه یی رادیو نشرات اول ګوزر آنتې ابت دې ۴۵ سال پوړا رادیو افغانستان کوچه یان تلویزیونی نشرات ابت دې وکا ۱۰ سال پوړا ملی تلویزیون پندېدې نشر بیچ او ابت جا شاړوی سن او ابت ژوندون تلویزیون اېلو نیک اقدام بو استوېنیس وړي سی.
اېمه پڼني کوچه عبدالستار حیات، جواننا شوراس ډشټا حنیف الله شهاب، پشه یی زیپنا ونټېس مسوول انیسه پشه یی، داکتر خواجه شاه روستایی، محمد عابد محمدی، پشه یی واړکالا احمد جان ماڼو، جنرال درویش سنجنی او شیرالله جبار خیل ده خلکنا ایلای کشالا، اېړني او مه پروگرام پلا همکاري بابته اغتې کېچین او استاد محمد اسماعیل یونس اېمه نېک لېنگنستا گه اول گوزر آنتې مرکز کوچه اي بین المللی تلویزیون گرای پشه یی نشرته آنتې به وانټ دیا گرانیا کېکن.
اېمه پڼني کوچه محترم شاه محمد پېننا گرای ترنم کوچه او انخول محمد بهادر کلماني او عبدالحنان فاروقی گرای پشه یی شعرې پړن بیچ، گه وانټ دارکالېنا پامستا وړي گریچ. پڼنیس پچبلي محترم شیرعالم امله والې اېمه پڼنس ارزیابي کېک گرای یو ڵام اي مثبت لېنگن بایکن او کدکن گه انخول پڼني پشه یی خلکنا اي به وري پېنچالي، تانک کشالنستا تاړا کېني او جب او فرهنگستا پوړا نېني آنتې بو موثر او ارزشوالا ثابت با او یو اېمیس لړېکالیی سی که پشه یی خلک ابت تانک جب او فرهنگ پلا بو مینا او علاقا داریاگن او اېړاگن که یو جبه وطنس وري جبه پیری پوړا پېني او وشني اودای ونټه وان تې.
اېمه پروگرمس آخري تالار دې کنا، ژوندون رادیو تلویزیونس محوطا کوچه دړ او سرني پلا پشه یی هنرمندنه او جواننه گرای پشه یی ناټ او اتڼس اي پروگرام اجرا بیک گه مېنا هنر لړېنیا اېمه پڼنیس وانټ دارکالنستا خوشحالیس وړي گریک او پڼني کومې بو ۳ ساعت دوام کېکن چايي انني، خوشحالی او ازنایدی شره پولیک.
اوچېنیس وړي سی ګه لمای دوسس وېلې نواړا بجا دې تا وکا دوای اړا بجا اېلو پروگرام ژوندون تلویزیون پندېدی نشر آنتې به پولیک.