ننګرهار دتاريخ په اوږدوكې دسيمنار په مناسبت دمحمدزمان کلمانی لیکنه: زموږوياړلى هېواد لرغونى آريانا، دمنځنيو پيړيو خراسان اواوسني افغانستان په خپله غېږه كي ډيرو توكمونو، قومونو او ژبو ته ځاي وركړي، روزلي او په دي وروستيوپېړيوكي ټولوته يې دافغان دنوم وياړ ورپه برخه كړى دى، داپه دې معنا چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ كوردى، دلته پښتون،تاجك، هزاره، ازبك، پشه يي، تركمن، بلوچ، نورستاني، پاميري، ايماق، ګوجر، عرب، براهوي، قزلباش، ګواري، پراچي، هندكيان، مغول او نورقومونه اوهم دپښتو، دري، ازبكي، پشه يي، تركمني، بلوچي، نورستاني، براهوي، هندي، ګوجري، ګوارباتي اوداسي نورې ژبې شتون لري. دغه ټول افغاني قومونه له لرغونو زمانو اودپيړيو، پيړيو څخه را په دې خوا په خپلوكې دوروڼوپه څېر سره اوسېدلي، په خوښيو او غمونو كې يې ګډ دريځ لرلى او دافغاني فرهنګ په بډاينه كې يې ستررول لوبولى دى.
له دغو يادوافغاني قومونو او ژبو څخه يو هم پشه يي قوم او ژبه ده چې دهېواد په ختيزه برخه كې په تېره دهندوكش دغرونو په جنوبي لمنو، دكابل سيند په شمالي برخو،دپيچ اودكونړ دسيندونوديوځاي كېدو له سيمي څخه نيولى ترګلبهاره پورې دكونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان اوكاپيساپه ولايتونو اوهم دهيواد په ځينو نورو كليو، درو اوښارونوكې دخپلو پښتنو، تاجكو،نورستاني اونورو وروڼوقومونو ترڅنګ او آن په ګډه سره اوسېږي.
داچې ننګرهار يومهم ولايت دى او دتاريخ په اوږدوكې زياتره زموږ دهېواد دختيزې سيمي يا دمشرقي، دپخواني لمغاناتو او هم دلرغوني ګندهارا دمركز په توګه پاتې شوى او ادينه پور (سلطان پور) هډه او جلال آباد ښارونه يې پلازمېنې وې اودستر پښتون قوم دشينوارو، مومندو، خوګياڼيو اونور بېلابېلو قبيلو اوتاجكانو تر څنګ دپشه يانو زيات وګړي هم په همدې سيمه كې ميشت دي، نوپرځاي ده چې دننګرهار په دې پرتمينه غونډه كې ددغه قوم اوژبې په اړه هم يوڅه رڼاواچول شي.
پشه يان له هغه آريايي افغانانوڅخه دي چې دلرغوني بلخ څخه دلومړني كوچيدنې نه وروسته له پيړيو پيړيو څخه را په دې خوا په همدغه اوسني سمسوره سيمه كې اوسېدلي او دخپلو لرغوني آريايي مخ كېنيانو كړه وړه اوفرهنګ يې ترنورو زيات په خپلو كې خوندي كړى اوترننه يې موږ ته رسولى دى. داروښاد سر محقق دوست شينواري دليكنې په تاييد دتاريخ په پاڼوكي داسې شېبي نه شوميندلاي چې پشه يي ولس له خپلې موجوده ښكلي شاعرانه غرني ټاټوبي څخه جلاوښيي.(۱)
دريګ ويد دسرودونو(۱۴۰۰ م ق ) اونورو موثقو اسنادو اودلايلوله مخې پشه يان اوځيني نور، په لرغونو زمانوكې دالينا په نامه چې دهغه وخت دلسو آريايي قبايلو په جګړه كې يې ځليدونكى مقام لرلى يادشوي اوله هماغه زمانې څخه راپه دې خوادالينګار، اليشنګ اواله ساي په درواودهغوى په شاوخواسيموكې اوسيدلي دي، چې ريښه يې تراوسه په دې نومونو كې چې زياتره يې اوس هم پشه يي ميشتې سيمې دي خوندي ده.
الينا چې دهغه وخت ديوې آريايي قبيلې اودمشرنوم وو، په پشه يي كې دسمسور معنا لري اود”يما“ په څېريو مذكرنوم دى.
پشه يان په لرغونوزمانوكې داليناڅخه پرته دداديكا، داردي، لمګاني، لمغاني،دېګان،دهګان(ديګانو) كوهستانى اوآن په دې وروستيوكې نورستاني، شاړي،خاړيګااونورونومونو يادشوي چې زياتره يې سيمه ييزاو جغرافيايي نومونه دي چې دنوروله خوا سيمه ييزو لهجوته كارول شوي دي.دبيلګي په توګه ځينې د پشه يي جنوب ختيزه لهجه چې دلغمان په مركز، الينګار، قرغه يي، دننګرهار په ښېوه اودره نوراودكونړ اونورستان په ځينو ځايونوكې كارول كيږي دلغماني ياديګاني اوديكانوپه نامه يادوي.دننګرهار پشه يان اوس هم پشه يي ژبي ته ديګاني اولغمانى اوپه كونړكې ورته دېگاني ياديګانو وايي.
دكابل سلطنت بيان نومې كتاب كې پشه يي ژبه دلغماني، دېګاني اوكوهستاني ژبې په نامه يادې كړي اوويلي چې لغمانيان ياديګانان پخوا كافران ووچې وروسته يې داسلام دين منلى دى. ددې كتاب ليكوال وايي چې ګومان كوم دكابل دكوهستان اوسيدونكي هم له همدغه اصل څخه وو(۲)
دحيات افغاني نومي كتاب كې هم ديګانان دكونړ او لغمان اوسيدونكي بولي اووايي: دېګانان په هغه ژبه خبرې كوي چې دبابرپه تاريخ اوطبقات اكبري كې لغماني ژبه بلل شوې(۳)
دايرﺓ المعارف فارسي نومي كتاب كې دافغانانو سره دتماس نيولو په ترڅ كې راځي چې د افغانستان دهندو آريايي له مهمو قبايلو څخه پاشايي قبيله ده چې سيمه ييزنوم يې دهګان دى اودكابل په كوهستان اودكونړ درې په لاندنيو برخوكې ميشته دي(۴)
شاړې دپشه يې ژبي يوازي يوه كليمه ده چې دشاړيك (تلل) له مصدر څخه اخيستل شوى اود(ځۍ) معنالري اوخاړيګاهم ددې په خاطر چې ځينې په تېره دلغمان دمركز پشه يان د(ش) پرځاي (خ) كاروي له همدې امله ورته خاريګاوايي.
ددې په خاطر چې پښتانه، تاجكان اوپشه يان آريايي قومونه دي اوكه ددوي ژبې په پام كې ونه نيول شي آن توپير يې هم يوستونزمن كاردى له همدې وجي كله كله ځيني څيړونكي پشه يي قوم دپښتانه دقوم يوه څانګه بولي او كله هم پشه يي تاجكان اوددري ژبې كوهستاني لهجه ګڼي،چې كېداي شي دغه پشه يي قوم اوژبه ددواړويادوقومونواوژبو دوصل يوه كړۍ وى چې داحقيقت دكوزې پښتونخوا تكړه ليكوال ښاغلي داكتر سيد چراغ حسين شاه دليكنې څخه هم له ورايه ښكاري چې وايي: نوزه به داخبره په دې طريقه وكړم چې په هندي اوايراني كې دپشه يي ژبي خاصيتونه يوشان پيداكيږي يعني پشه يي ژبه يې مورده اوهندي اوايراني ژبې يې لوڼه دي، چې په دي كې دنن پشتوهم راځي يعني دپشتو، فارسي، سنسكرت اوژند په مقابله كې پشه يي نسبتاً اصلي يادسيمي خلكو ژبه ده. داښاغلى دپشه يي ژبي په اړه ليكي چې: پشه يي پراكريت پانيني دسنسكرت دګرامر دپاره مړنديز اوچوڼ شوي ژبه ګڼلي ده ... په دې ژبې كې بدهت كهتااو ملنداپڼه غوندې تاريخي اومشهور كتابونه ليكل شوي دي. كومه ګندهاري ژبه چې داوسنيو ژبو مورګڼلې شي، دغه ګندهاري ددې پشه يي نه زېږيدلي ده ...(۵).
ښاغلي محمد پرويش شاهين هم په يوه ليكنه كې ويلى چې ملنډ اپينه كتاب په پشه يي ژبه ليكل شوى اوله همدې ځاي څخه سيلون ته وړل شوى دى(۶)
بايدوويل شي: لمګان يا لامګان چې دلغمان پخواني بڼه اونوم دى، په پشه يي كې دځايي اوده نشين خلكو معنالري چې وروسته په دري ژبه كې په ديګان،ديګاني اوديګانو اوښتى دى. ځكه چې لام په پشه يي كې كلي ته وايي اوګان يې پسوند دى اودصاحب اوخاوندپه معنا راځي اودسيمي اصلي اوده نشين خلكو اوژبي په معناكارول كيږي(۷)
دپشه يي قوم په باب دلومړي ځل لپاره په ديارلسمه پيړۍ كې دنامتو سيلاني ماركوپولو له خوايادونه شوي اوليكلي چې ددوى سيمه له بدخشان څخه تردې ځايه پورې دلس نيمو ورځو دفاصلى په امتدادكى يوولايت دى چې پاشياي بلل كيږي اودوى خپلو ځانونو لپاره خپله ژبه لري.
يوه پيړۍ وروسته ابن بطوطه دپشه يي ذكر پروان سره نږدې يوه غره كې كوي.
په ۱۵۵۴ ميلادي كې تركي اميرالبحر سيدي علي دفرانچي (پراچي) اوپشه يي خلكو دپادشاه له خوا كابل څخه دچاريكارو اوپروان په لاره بدرګه كيږي.(۸)
په همدې وخت كې بابر دپشايي (پشه يي) ذكرلمغاني (لغماني) سره دډېرو هغو ژبو په منځ كې كوي چې په كابل كې ويل كيږي، نوموړي دكابل اوپيښور ترمنځ سيمه دلمغانات (لغمانونو) اومركز يې دادينه پور په نامه يادوي چې دلغمان څخه سر بيره داوسني ننګرهار اودكونړولايتونو ځيني سيمې هم په كې شاملې وې(۹)
فيض محمدكاتب دسراج التواريخ په دريم ټوك كې اوهم غلام محمد غبار دافغانستان درمسير تاريخ نومې كتاب كې څوڅوواره دپشه يي قوم او دپشه يي درې يادونه كوي چې دننګرهار په شينواروكې دشينواري او دغزني په جاغوريوكې دهزاره قومونو ترڅنګ داميرعبدالرحمن خان دځواكونو پروړاندې جنګيدلي دي.
پياوړى څيړونكي مارګين سترين دانډواېرانين فرنټر لانګو يجز په نامه يولوي كتاب په انګريزي ليكلى اوددغه كتاب دريم ټوك يې پشه يي ته وقف دى چې دسريزي او فهرست څخه پرته چې يوولس پاڼي كيږي په ۳۳۷ مخونو په ۱۹۶۷ م كال په اوسلوكې چاپ شوى اوله ماسره هم شته چې دپشه يي په هكله ترټولو زيات موادلري.
نوموړى څيړونكى ليكلي: پشه يي دهغه لرغونې ژبې اوسنۍ بڼه اوزيږنده ده چې داسلام څخه ترمخه په هندو بودايي كاپيسا اولمپاكاكې ويل كېده. دى داهم وايى: البيروني څوهندسي عددونه ليكلي چې په څرګنده توګه دپشه يي ديوې لهجې څخه دي اودغه عددونه دافغانستان دهندو آريايي ژبو له جملي څخه ترټولو لرغوني شكلونه دي چې ثبت اوخوندي شوي دي(۱۰)
پشه يي ژبه دنګاراهارا، لمپاكا اودكاپيسا دهندوبودايي تمدن دژبي وروستۍ پاتې شونې ده چې دپښتو ژبې ويونكو له خوا خپلو اوسنيو غرنيو دروته شړل شوې ده، كليمبورك دكارل يتمارله قوله (په كافرهاي هندوكش۵۲ مخ كې) ليكى چې: دپشه يي قومونو نيكونه له هغى مخكې چې دپخواني نورستان جنوبي غرنيو دروته وشړل شي دلرغوني ګندهارا په مركزي سيمو كې اوسېدل.(۱۱)
پشه يى چې ديوه افغاني ژبې او قوم نوم دى په لرغونو سندونو، ليكنواو كتابونوكې دبهاشه، پيشاچه، پشاوي، پاشايي، پشايي، پشۀ اونوروبڼو راغلى دى.داچې دغه نوم ډيرپخوانى دى زياتره دده په معنا سم نه پوهيږي، خوبياهم هغه نظرونه چې په خلكو كې په دې اړه شته هغه دادي چې:
لومړي: دغه نوم دپاشاڅخه چې پاچا اوپادشاه ته وايي اخيستل شوي يعني په ډيرو لرغونوزمانوكې ددوي څخه يوپاچا ووچې وروسته دغه قوم اوژبې ته له هغه سره دارتباط په نسبت پاشايى ويل شوي چې بياورو ورو همدغه پاشايي په پشا يي اوپشه يي اوښتى دى.
دويم: دغه نظرهم شته چې پشه يى له پشي څخه چې دېوال اوهم پښتيوته وايي اخيستل شوى دى چې په دې توګه دكلك، غښتلي او ځواكمن معنالري.
دريم: نظردادى چې كيداي شي دغه پشه يي نوم له بهاشه څخه اخيستل شوي وي چې پانيني يادكړى اودسانسكرت ژبه يې تري جوړه كړې ده، ځكه چې بهاشه اوباش په پشه يي كې لفظ اوژبې(لسان) ته وايي.
څلورم: نظردادى چې دغه نوم له پيشاچه څخه اخيستل شوى دى،ځكه پخپله كاپيسا
په پخوانيوليكنوكې كياپيشي اوپيشاكاپه بڼوراغلي دى چې پشه يي كوي اوپشه يى كوونكو معنالري. پيشاچي دديواوغوښې خوړونكي په معنا هم راغلى چې پشه يانو دنوروعقايدو پر خلاف دحيواناتو له غوښو څخه به يې ګټه اخيسته.(۱۲)
خوداچې پشه يي دپاشايي په بڼه ليكل شوى لومړي نظر چې پشه يي له پاشا څخه اخيستل شوى سم بريښي، دځينو دڅرګندونوله مخي دغه حقيقت دسكندر نامې په دويم جلدكې هم راغلى خوماتراوسه نه دى ليدلى.
سره له دې چې دايران دبېستون دډبرليك دغه دوه نيم زره كلن درې عبارتونه چې: (ني اريكه آهم، ني دروجنه آهم، ني زوره كره آهم)سوچه پشه يي دي اواوس هم په همدې شكل په پشه يانوكې ويل كيږي او دهيواد په هره برخه كې دپشه يي په نامه سيمې، در ې اوكلي دي. داټول دپشه يي ژبي دلرغونتياٌ ارزښت، پراختيااودواكمني ښكارندوي دي. داردي (له غره څخه اوغرني) داردستان (كوهستان) ګندهارا(خوشبويي راوړونكي ) ننګرهار كه څه هم دكونړ دچغسراي دحاكم دنامه په ارتباط ځيني دننګرښار اوهم ځيني دنينهار په بڼه دنهه رود اويا دابو لرونكي ښار اوهم دننګهار اونينهار په بڼه دمعابدو ښارپه معناګڼى (۱۳) خوپه پشه يي كې ننګرهار (ننګ= ښكته.ګر=ځاي،هار=ښار) دښكتني ځاى ښارياښكتني ښار، ننګراج (ښكتنى مشر) ننګه لام (ښكتنى كلي) شيګل (شپږدرې) نور ګل (نوردره) چوره ګلي(غلوغاښي) درونټه(پرى كړى شوى غر) الينګار(داليناځاي) اليشنګ(داليناكور) ګمبيري(دښته) كلټك (دكلا تصغيري حالت او هم نوى كلا)شلټك (دبانډې تصغيري حالت) اله ساي (اليناشاه ته منسوب) كله ګوش چې په اصل كې ګله ګوش دى (سمڅودره) كلم دكل لام مخفف (پخوانى كلي) سركنډو بابا(سرلوڅ بابا) انچي باغبانان (دباغبانانوچينه) شهنشاه( د شاهناشا محفف دشاهانوشاه) او هم(دار) چې په پشه يي كې لرګي اوهم غره ته وايي او په دري ژبه كې كله كله به چوب او يخن ترجمه كوي، جلغوزه (غوزې والاونه) كشمالي (هغه ګل چې دبام په ژۍ كې كرل كيږي) په همدې توګه ملادمولېك له مصدر څخه (پوه) اومولوي (دمولوېك له مصدر څخه (پوهوونكى) اوداسي نور هغه كليمې دي چې پشه يي ريښه لري.
ددې په خاطر چې پشه يان دخپلې ژبې څخه پرته په پښتو او يادري ژبوهم پوهيږي دوي په رسمي اسنادوكې دپښتنو اوياتاجكو په نامه نيول شوي اوله همدي وجې ددوي نفوس په احصائيو او اسنادو كې ډيركم اوناچيز ښودل شوى دى. دمثال په توګه دننګرهار په ښيوه ولسوالۍ كې چې زياتره پشه يان پكې اوسيږي آن دپشه يي ژبي يادقوم نوم هم نه دي ذكر شى حال داچې دكونړ په ځينو ولسواليوكې بياد پشه يي ژبې يادونه شوې ده(۱۴) خوبياهم په ځينو ليكنواو څيړنو كې دپشه يانو نفوس ديوميليون په حدودو كې اټكل شوى چې دهېواد دټول نفوس نږدي دري فيصده جوړوي، داهم په داسي حال كې ده چې ګڼ شمېر پشه يانو په تېره دهېواد په نورو برخو كې چې ډېر پخوا هلته تللي خپله ژبه له لاسه وركړې اوپه دې توګه په نورو قومونو او ژبو كې شمېرل شوي دي. چې هيله ده د يو واقعي سر شمېرني په نتيجه كې رښتينې احصاييه رامنځته شي.
ماخذونه:
۱- پشه يى پښتو متلونه كتاب، الف مخ د افغانستان دعلومو اكاډمى چاپ
۲- دكابل سلطنت بيان، دوهم ټوك ۳۵۸ مخ دمونت ستورات الفنستن ليكنه.
۳- حيات افغانى، ليكوال محمد حيات خان ۶۶۹ مخ دفرهاد ظريفي او عبداللطيف طالبى ژباړه.
۴- دايرة المعارف فارسي، دغلام محسن مصاحب په سرپرستي ليكنه، لومړى جلد ۱۷۹ مخ.
۵- پښتو، د پېښور يونيو رسټى دپښتوا كېډمي درى مياشتنې (جولاى، اگسټ، سپتمبر ۲۰۰۶ م) دمجلې د بيستون دكتيبي دتحليل سره تړلي كشالي سرليك لاندې له مطلب څخه.
۶- ورځ مجله، دويم كال دريمه گڼه دساپى نشراتى ارگان دمحمد پرويش شاهين ليكنه.۷- افغانستان جغرافيايي قاموس، پنځم جلد ۱۷۵ مخ.
۸- د افغانستان ژبى اوتوكمونه، ۴۳۴ مخ د دوست محمد دوست ليكنه ۱۳۵۴ كال چاپ.
۹- بابرنامه، د ظهيرالدين محمد بابرشاه ليكنه ۴۱ مخ د دوكتور شفيقه يارقين ژپاړه.
۱۰- آريانا، مجله ۱۳۴۵ كال دجوزا او سرطان پرله پسې گڼه ۲۷۶ مخ.
۱۱- پيرامون زبان نورستانى، ليكوال سميع الله تازه، ۱۳۹۰ كال.
۱۲- پشه يى افغانان، ۱۲ مخ محمد زمان كلمانى ۱۳۸۹ كال د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت چاپ.
۱۳- افغانستان تاريخى، ۲۴۴ مخ پوهاند دكتور محمدحسين يمين ۱۳۸۰.
۱۴- په دې هكله كولى شۍ دمركزي احصايې د ادارې د ۱۳۶۴ كال اطلس محلات افغانستان كتاب وگورۍ.
کابل _ باختر آژانس، دمرغومي شپاړسمه: دلوی ننګرهار د تاريخ په اوږدو کی سيمينارجوړشو
لوی ننګرهار د تاريخ په اوږدو کی دوه ورځنی څېړنيز علمي سيمينار غونډه نن له غرمې مخکې د جلال اباد د شاهي مانۍ په کرزي تالار کې جوړه شوه. چې په هغه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان علمي، ادبي او هنري شخصيتونو، پوهانو، ديني عالمان او د قوم مشرانو سربېره د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړو، د کابل او ننګرهار د پوهنتونونو چارواکو، استادانو، محصلينو، د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا رئيس قيام الدين کشاف، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل غلام نبي فراهي، د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارودوزارت معين، د افغانستان د سولې عالي شورا غړو،دملي شورا پخوانی غړی ډاکټر فاروق ميړنی او يو شمېر نورو علمي ادبي او فرهنګي شخصيتونو پکې برخه اخېستې وه.
د غونډې په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي پيغام د ننګرهار دوالي ګل اغا شېرزي لخوا ولوستل شو د جمهوررييس د پيغام په يوه برخه کې راغلي دى، ننګرهار زموږ د هېواد د جغرافيايي موقعيت يوه ډېره مهمه برخه ده، چې د تاريخ په اوږدو کې يې فرهنګي او ادبي برخه ډېره غني ده او د پاچاهانو پالنه يې د تاريخ په اوږدو کې کړې ده.
په دغه سيمينارکې پوهنمل غلام نبي فراهي لوی ننګرهار د تاريخ په اوږدو کې د دوه ورځنی علمي او څېړنيز سيمينار جوړېدو په اهدافو رڼا واچوله ويې ويل: هيله ده چې په دې سيمينار کې د ننګرهار د زيربنا، اقتصادي او جغرافيايي جوړښت په اړه
په بېلابېلو عنوانونو ليکل شوي علمي مقالو کې هر اړخيزې څېړنې وشي او د لوی ننګرهار په سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي ارزښتونو او شتمنيو خبرې وشي. دا مسئله مو د افغانستان د علومو اکاډمی او د کابل پوهنتون له دانشمندانو سره شريکه کړې، ترڅو په هره برخه کې علمي او څېړنيزې مقالې وليکي. دغه شان د ملي شورا له غړوسره مو مشورې او خبرې وکړې ترڅو لوی ننګرهار د تاريخ په اوږدو کې د سيمينار په ترڅ کې د ننګرهار ولايت فرهنګي، سياسي، اقتصادي او اجتماعي ارزښتونو وڅپړل شي. د افغانستان د علومو اکاډمی، د کابل پوهنتون د دانشمندانو، استادانو او د ملي شورا د ملاتړ په نتيجه کې به په دې بريالي شو، چې نن دې سيمينار ته د عمل جامه ورواغوندو.
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين پيغام چې د سيمينار په نامه رالېږل شوی و د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د لوی رئيس زرين انځور لخوا ولوستل شو داسې په کې ويل شوى دى، غوښتل مې پخپله په دغه سيمينار کې ګډون وکړم، خو د دولتي دندې له امله مې ونشو کولای چې په دغه سيمينار کې برخه واخلم.
همدارنګه لوی ننګرهار د تاريخ په اوږدو کې علمي او څېړنيز سيمينار په نامه د هېواد د بېلابېلو دولتي او غير دولتي ارګانونو لخوا پيغامونه رالېږل شوي و، چې له هغې جملې څخه د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو د وزارت پيغام د دغه وزارت د اطلاعاتو د عامه اړيکو د رئيس وحيد خاورې لخوا ولوستل شو.
د لوړو زده کړو وزارت پيغام د ننګرهار پوهنتون درئيس ډاکټر محمد صابر مومند، د لغمان ولايت د مقام پيغام د دغه ولايت د مرستيال جمعيت الله حبيبي لخوا، دپروفيسراستادبرهان الدين رباني دښوونې او روزنې دپوهنتون پيغام د دغه پوهنتون د رئيس امان الله حميدزي لخوا ولوستل شو.
د غونډې دوهمه برخه علمي مقامالو ته ورکړل شوې وه. لومړی علمي مقاله پوهاند رازقي نړيوال او دوهمه مقاله پوهاند عبدالحی مومني، درېيمه مقاله د افغانستان د علومو اکاډمی د غړي سرمحقق ډاکټر محمد علم اسحق زي لخوا ولوستل شوه. څلورمه مقاله څېړنيار رفيع الله نيازي لخوا ولوستل شوه. د سيمينار د غونډې په ترڅ کې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورارئيس مولانا قيام الدين کشاف د ديني ارشاداتو پر اساس وينا وکړه او ويې ويل: تر ټولو غوره خبره دا ده، چې د لومړي ځل لپاره د قرآن عظيم الشان پښتو تفسير په ننګرهار کې مراد علي صاحبزاده کاموي په قلم ليکل شوی او بيا په دې برخه کې مشهور عالم برهان الدين کشککي پاخه قدمونه پورته کړي.
له غرمی نه وروسته د سمینار کار پیل شو او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی استاد لال پاچا ازمون د لوی ننګرهار فرهنګی بهیر تر عنوان لاندی مقاله ولوستله چی زیاتره برخه یی د دغه ولایت د لرغونو اثارو او چاپي رسنیو ته ځانګړی شوی وه بیا محقق استاد عبد الهادی قریشی ننګرهار نومیالی تر عنوان لاندی مقاله او محمد زمان کلمانی خپله مقاله پشه یی د ختیځی سیمی لرغونی قوم او ژبی تر عنوان لاندی د سمینار بر خوالو ته وړاندی کړه او په همدی مقالی سره د سمینار د لومړی ورځی کاری بهیر تر سبا ورځی پوری پای ته ورسید یادونه کوو چی لوی ننګرهار د تاریخ په اوږدو کی علمی څړینز سمینار سبا ته
هم دوام کوی چی د شپی لخوا مشاعری د هیواد د بیلابیلو سیمو د محلی هنرمندانو فستيوال او د ننګرهار د تیاتر لخوا هنری ننداری وړاندی کیږی.
دا هم انځورونه