پشه يى ژبه چې قوم اومليت يي هم په همدې نامه ياديږي زمونږد گران هيواد افغانستان په مركزي او په ختيزو ولايتونو لكه د كاپيسا ولايت د اله ساي ، كوهبند ، تگاب ، نجراب ، او كوهستان په ولسواليو، دلغمان ولايت په مركز او دالينگار ، اليشنگ ، دولت شاه ، او قرغه يي په ولسواليو. د ننگرهار ولايت په مركز د جلال آباد په ښار او دښيوې او دره نور په ولسواليو. دكونړ ولايت دنور گل ، څوكى ، او د پيچ د ولسواليو په ځينو سيمو ، د نورستان د ولايت په نور گرام او دوآبه ولسواليو ، دكابل په ښار او د سروبي ولسوالى د اوزبين په دره او دهيواد په ځينو نورو سيمو او كليو كې ويل كېږي، يوه ډيره پخوانى او لرغوني آريايي ژپه ده چې د پښتو او دري ژبو سره نږدې اړيكې لري .
پشه يي ژبه چې دپيشاچه او يا دداردي ژبو په مركزي ډله كې راځي د لمغاني ، لغماني ، دېگاني ، دېگانو ، او په دې وروسته پېړۍ كې د شاړې او خاړېگا او هم دنورستان د سيمې په اړوند نورستاني په نومونو هم ياده شوې ده .
د ځينو شواهدو او واقعيتونو څخه دا په ډاگه كېږي چې دغه ژبه له اوس څخه پخوا په پراخه سيمه كې ويل كېده او دسيمې له مهمو ژبو څخه وه . په دې هكله جورج مور گنسترين ترټولو زياتې څيړنې او ليكنې كړې او د ( اندوايرانين لنگويجز) په نامه د خپل كتاب دريم ټوك چى ۲۳۷ مخه لري او په ۱۹۶۹ ميلادي كال په اوسلو كې چاپ شوئ د پشه يي ژبي گرامر ته ځانگړي كړې دئ . نوموړى نامتو څېړونكى ليكي : پشه يي د هغي لرغو نې ژبى اوسنۍ بڼه او زېږنده ده چې داسلام څخه تر مخه په هندو بودايي كاپيسا او لمپاكا (او سني لغمان )كې ويل كېده ... البېروني څو هندسې عددونه ليكلي چې په څرگنده توگه د پشه يي د يوې لهجې څخه دى او دغه عددونه د افغانستان د هندو آريايي ژبو له جملې څخه تر ټولو لرغونى شكلونه دي. (آريانا مجله ۱۳۴۷ كال ۲۷۶ گڼه ۲۶ مخ) د دايرة المعارف فارسي په ۱۷۹ مخ كې چې د غلام محسين مصاحب په سرپرستي ليكل شوى دئ د افغانا سره د تماس نيولو په ترڅ كې داسې راغلي دي: د افغانستان له هندو آريايي قبايلو څخه تر ټولو مهمه قبيله پاشايي ده چي سيمه ييز نوم يي دهكان دى چې دكابل په كوهستان او دكونړ درې په لاندنيو برخو كې ميشت دي . همدارنگه كه د بغستان د ډبر ليك دوه نيم زره كلن شعر او يا وياړني ته : (نې اريكه آهم ، نې درواجنه آهم ، نې زوركره آهم ) چي د ايران دهخامنشي كورنى ديوه مشهور پاچا لوى داريوش په امر كيندل شوئ دى ( دپښتو ادبياتو تاريخ لومړى ټوك۲۹۰ مخ ) ځير شو ، دا په ډا گه څرگنديږي چې ددغه آريايي شعر زياتره ويونه تر اوسه د دري او پښتو ژبي څخه زيات په پشه يي ژبه كې په هماغه بڼه خوندي شوي دي، ځكه :
۱- نې يا نه په ټولوكې مشترك دى او په پشه يي كې هم په همدې ډول كارول كېږي.
۲- اريكه په پشه يي كې د ارېك يعنې اوريدل له مصدر څخه ده او دلته دامعنا لري چې ما دهر چا هر ډول خبره او شيطنت نه اوريده او خپله مې درك درلود.
۳- درواجنه كه درواغجن په معنا راشي داهم په دغو ژبو كې مشترك لغت دى خو په پشه يي كې دروا (پاتې) او جن يا جنه كس يا نفر (سړى) ته هم وايي چی ترهغې ښه معنا لری يعنې وايي چې كوم وروسته پاتې او بې ارزښته سړى نه وم .
۴- زور كره په دې كې زور مشتركه كلمه ده او كره د كريك او كولو له مصدر څخه یو پشه يي لغت دی او د زور زياتي كوونكي معنا لري.
۵- آهم هغه ترټولو پيژندل شوى پشه يي كلمه ده چې تر اوسه په پشه يانوكې په همدې ډول كارول كېږي چې د (وم) او (بودم) معنى لري دغه آهم كلمه دپشه يي ژبې په ځينو لهجو او گړدودونوكې د آكم او آنم په بڼه هم اوښتې ده.
په دې ډول ويلى شو چې دا يوه تر ټولو پخوانى پشه يي شعر دى.
له بلې خوا د ملنډا پينه د كتاب په هكله د ښاغلي محمد پرويش شاهين ليكنه چې د ساپي نشراتي ارگان د (ورځ) مجلې ددوهم كال په درېيمه گڼه كې يي كړې ده ډيره په زړه پورې حقايق برسيره كوي چې دهغه په يوه برخه كې راځي : (... ددي په لومړي جلد كې ډير د كار خبرې راوړل شوي دي. داكتاب چيرته وو ، څنگه بيا موندلي شو ، دا چيرته ليكل شوي وو ، دلته سيلون ته څنگه راوړل شو ،ددي په څومره ژبوكې ترجمې شوي دي ، كومو كومو ملكونوته وړل شوى دى. دايوه خبره يي ټولو عالمانو منلې ده چې كتاب د شمال غرب له لوري ( د هغه سيمې شمال غرب د افغانستان ختيزه برخه د پشه يانو ميشت سيمه ده ) را دمخه كړي شوئ دى. بيا يو بل بديهى كتاب كى خو خبره دې ته هم را رسول شوې ده چى دا كتاب په پشا يى ژبه ليكل شوى دئ. دا چى دغه پشه يى ژبه د چا مورنى ژبه وه چى دغه يى له دى ځايه سيلون ته وېوړله... زه هم دې پسى ولگيدم په نورو ډير بدهي كتابونو كې مې دغه د پشايى ژبې دا خبرى ولوستلى او ښه پوره مواد راسره جمع شول او بيا مې پالى او پښتو په نوم د يو كتاب ليكل شروع كړل...) له دغو يادونو څخه دا جوتيږى چى پشه يى ژبه يوه ډيره پخوانى ، د كتنى وړ او مهمه ژبه تيره شوى او لرغونى ادبيات لرى. خپله دا د (ملنډا پېنه) كتاب چى ډير پخوانى دى په پشه يى كى ملنډا و پيژنه معنا لري او كيدى شى چى همدا مفهوم او معنا هم ولري.
له بلى خوا پخپله د دغه سيمى د هيوادونو نومونه هم يو پشه يى جوړښت لرى چى ريښه يى آريايى ته رسيږى لكه افغانستان (د افغان ځاى) تاجكستان (د تاجك ځاى) هندوستان (د هندو ځاى) او داسى نور چى تان په پشه يى او هم په آريايى ژبه كى ځاى ته وايى او (س) يو روستاړى او نسبتى تورى دى چى په پشه يى كى ډير كارول كيږى لكه احمدس كتاب (د احمد كتاب) سالنگس پند (د سالنگ لاره) كابلس پارال (د كابل مڼى) چى دغه تركيب به نورو سيمه ييزو ژبو كى نشته. او يا د شهنشاه كلمه چى دا هم يو پشه يى تركيب او شاهنناشاه يا شاهنا شاه (د شاهانو شاه) يو لنډ شكل دئ يعنى د مفرد په حالت كى د (س) تورى او د جمع په حالت كى د (نا) تورو په ورزياتولو سره دا ډول تركيبونه جوړيږى. او هم دا چى (دار) په پشه يى كې لرگي ته وايى او په پښتو او درى كى هم كارول كيږى لكه (په دار ځوړول) يا (به دار اويختن) چى كله كله په دري ژبه كى به چوب اويختن هم ترجمه كوي ، دا د دى خبرى څرگندويه ده چى دغه پشه يى ژبه يوه واكمنه ژبه هم تيره شوى ده ، نو دا هم په ځاى ښكاري چى وايى پشه يى له پاشا ، پاچا او پادشاه څخه اخيستل شوې نوم دئ. ځكه ځينى بادشاه يا پاچا ته پاشا وايى او داسى ويل كيږى چى ډير پخوا د دغې سيمى پاشا (پادشاه) په همدى ژبى غږيده له همدى كبله بيا همدغه خلكو او ژبى ته د دغه پاشا (پاچا) په ارتباط پاشايى ويل شوى دى. پنځه سوه کاله د مخه ظهیر الدین محمد بابر هم په کابل او شاوخوا سیمه کی ده پشه یی ژبی د شتون خبری کوی، او داسى ډير نور شواهد او دلايل هم شته چى زموږ د پشه يى ژبى د لرغونتيا ، پراختيا او ارزښت څرگندونه كوي ، خو په وروسته پيړيو كې پشه يى ژبه له پامه غورزيدلې او ادبيات يى يوازى په شفاهي توگه په پشه يى اولس كى خوندى شوى دى.
تر كومه ځايه چى زه پرى پوهيږم پشه يى ژبه تر ټولو بډاى منثور او منظوم شفاهي ادبيات لري چى له پيړيو پيړيو څخه را په دې خوا له يو نسل څخه بل نسل ته ليږدول شوى او تر ننه موږ ته راپاتى شوى دي. تجربو راخودلى ده د كوم ولس ژبه چى په يوه يا بل دليل د ليك له قيده وتلۍ او د ليكلى ادب له نعمته بى برخى وي هماغومره د هغه ولس د خلكو د ادبي تندى د ماتولو يوه مهمه وسيله ولسى ادب: سندرى ، كيسى ، متلونه ، معماگانى او داسى نور وي. چى په پشه يانو كې دا خبره بيخي اثبات ته رسيدلى ده د بيلگى په ډول د پشه يى هنرمندانو دومره ډېرى سندرى زده وى چى له مبالغى پرته كه درى شپى ورځى پرله پسى ډول هم مجلس وكړي هغوی ته شرم ښكاري چى آن د يوه سندرى يو بند هم دوه ځلى او تكراری ووايى.
د پشه يى ژبى منظوم ادبيات يا شعرونه چى په پشه يى كى يوازى د (گې) او (ورڼا) كلمى ورته كارول كيږى او په شفاهي توگه موجود دي، ځانله ځانگړى شكلونه لري او تر كومه ځايه چى ما ته پته ده د پشه يى ژبى په ادبياتو كى د نورو ژبو په نسبت ډير شعرى قالبونه موجود دي چى كولى شو د ټوكور ، شور ټكور ، خېمېوى (چى د يو څه تفاوت سره غزل ، مثلث ، مربع ، مخمس ، مسدس مثمن او مستزاد شعرونو ته نږديوالى لرى) شياري ، لموى ، باړه گى ، ورڼا ، موټه ورڼا ، كاړه گې ، واج او داسى نور يادولى شو چى پخواني پشه يى شعري بڼه لري. همدارنگه له پشه يى شعرونو څخه ځينى يې د پښتو او دري شعري قالبونو ته نږديوالى لري او ځينى نور يى به ځانگړى قالبونو كى دي چى په نورو ژبو كى لږ او يا هيڅ نه تر سترگو كيږى لكه ورڼا ، باړه گې لموي او د شياري شعرونو ځينى شكلونه.
په همدى ډول په پشه يى ادبياتو كى ځينى نوى شعري بڼى هم تر سترگو كيږى چى د پښتو او دري ادبياتو د اغيزى له لارى په دى وروستى پيړى كى د پشه يى ادبياتو گلبڼ يى لا پسى بډاى ، رنگين او سمسور كړى دى. د بيلگى په ډول رباعي ، مقام ، قطعه ، قصيده ، مثنوي او داسى نور له هغه شاعرانو له خوا رامنځته شوى چى په پښتو او يا درى ژبو شعر ويلو كى يى هم لاس لرلى او يا د دوى تر څنگ اوسيدلي دي. دا لاسه چى په وروستيو كلونو كى د پشه يى ليك د بيا د رامنځته كېدو سره په همدى نږدى كلونو كى آن نوى نيمه آزاد ، آزاد او نورو شعرونو هم پشه يى ادبياتو ته لاره پرانستى ده.
دا هم بايد وويل شى چى په پشه يى ادب كې تر دى د مخه د كوم شعرونو نومونه چى وړاندى وويل شول يوازى د هغه د ويلو ولسى سبك له مخى ټاكل كيده، چى البته له شكل له پلوه يى هم توپيرونه لرل. داهم بايد وويل شى چى د ښځو او نارينه وو په گډون زياتره پشه يى وكړى د خپل شاعرانه سيمى د طبيعى ښكلا او د وگړو د فطرى ذكاوت او هوښيارتيا له امله د شعر جوړولو استعداد او توانمندى لري او ډيرو خلكو شعرونه جوړ كړى دى او د خوښيو په محفلونو او غونډو كې ټول پشه يان د اړتیا پروخت د كوم شرم څخه پرته په ډير وياړ او سرلوړى سره سندرى وايى او يا لږ تر لږه د سندرغاړى سره ملتيا كوي ، د ښځو او نارينه وو په شمول د پشه يى شاعرانو شمير آن په يوه كلى كى څو څو تنو ته رسيږى. زياتره پشه يى عشقي شعرونه د ښځى او نارينه تر منځ د سوال او ځواب په بڼه جوړ كړل شوى وي ، ښځينه شاعرانى زياتره د ورڼا او باړه گى په قالبونو كى چى د شاعر نوم پكښى نه وي شعر جوړوي. يعنى د شعر يو بند د نارينه او بل يى د ښځينه وو د خبرو او غوښتنو استازيتوب كوي. پشه يى شعرونه زياتره عشقي او د مينى او محبت په هكله دي او همدارنگه ټولنيز ، ملي ، هيوادني ، حماسي ، معلوماتي ، انتقادي ، هجوه ، روايتى او ديني محتوا هم لري چى په اوريدونكى خپل ژور اغيز شيندى. د ورڼا ، موټه ورڼا ، واج او ځينو نورو شعرونو څخه پرته چى شاعر يى معلوم نه وي نور د ټولو ډولونو شاعران ښكاره او معلوم كسان وي او د شعر په پاى كى د هغه نوم راغلى وي.
د پشه يى شاعرانو شمير زښت زيات دى خو هغه چى يو څه پخوانى او ډير شهرت لري د شيرالله ، حسين خان ، جان محمد (جاني) ، مير محمد ، ميتر ، ډلمير ، شيرخان ، توكل ، خرم ، ميرالله ، محمد زمان ، محمد اعظم ، محمد نور او نورو څخه عبارت دي چى نږدى تر دو سوه كاله د مخه اوسدلي او تر اوسه ډير شمير شعرونه يى په ولسونو كى خوندي دي.
پخوا به د پشه يى شاعرانو تر منځ شعري مناظرى او مقابلى كيدې او زياتره شاعرانو چى په خپله هنرمندان هم وو په ولسى مېلو او محفلونو كى مقابلى كولى. وايى چى په يو وخت كى د شيرالله او حسين خان چى د لغمان د نورلام درى څخه او جاني او مير محمد ته چى د ننگرهار د دره نور څخه وو او نږدى ۱۵۰ – ۲۰۰ كلونو د مخه موده كى اوسيدل د خلكو له خوا د يوې شپى ورځى تر منځ موده كى دنده وركړه شوه چى يوه ډله يې د حيواناتو او ژويو په هكله او بله ډله يى د نباتاتو او بوټو په هكله شعرونه جوړ كړى او بيا يى د ټولو خلكو په وړاندى ووايى چى په هغه كى هيڅ يو بوټى او يا ژوى د شعر څخه بهر پاتى نه شى ، همداسى كاريى وكړ او دواړو ډلو شاعرانو شعرونه جوړ او د خلكو په وړاندى د ساز او سرود سره وويل شول چى په ترڅ كى يى يوې ډلى ته چى زياته بريالى وه د سرو زرو يو جام د انعام په ډول وركړ شو.
يو پشه يى شعرد بیلګی به توګه:
د پشه يى شعر ژباړه:
ويـېنــد
کـــوبـــکار وانگــــن هـــــوا سې که شچـــگا ***
هـــــــرلـــــــوا اورچــــوانتــــې روح بـخشگا
که پـړي کیـی میـس تاثیــري بیــی لـشیگـیی ***
تانــکـــــی بـــــندا اودای جـــــم غـــــم نـــِـوگا
هــــــــر دمـــدار مـو جودتنه یو پنــد پېـدا کیا ***
ټـېپُرکــه پــیـــــري هــــــــــر وانـــیابُــــگـگا
چـــــنچـوړیک او پشنیــک بــه دکـــه نـه نیا ***
خــــــوشــــــالي کېتا هر جــایــه پـې پــولگا
ســـــســوي بـــــسړوتــــي دشـــــت النـــــي با
*** تـــمړي کـــــــړیــک بــــه جـــم چـــېلامنجگا
هــــر جینچپ خوشالــی کېتــا سـازآواز کیـــا ***
او بورا پینـچا س چــو پــر دي ژیـــن گــرگا
هــای بــــــــکار تــروتــازا چېکه دنـیا بــیک
*** رگه چلیــــــــچ او حیــات کــوچــیی شـــاړگـا
یــو تاثیـــر چــــــېکه بهـــرس سې که اِتیــک ***
اگت نــــــــــه کـــــــیا خــو چــیه آنتــی کــدگا
دکه مــــــه نېــدا اورچ خلکه بــربــاد کېیــــی
*** تارداگه جـــــــــهان هـــوی ویــا بــیی جـــپگا
اې بــــهـــــــــرم اې ویـــــــــــېندم رون اِتِیـای ***
بـــــــې تــــېنا جـــــــــم زنـــــد گـی بربادوټگا
یو اېــړأکم کار بـــــه مــــــه پیــای الي تپیــای ***
تــــــــوگه نه تي جـــــــــم دُ نیا کا لبوت لړگـا
تـــــــــــو لشـــــېکن جم خلک لهمېــلا کاکـــن
*** اگـــــــــــه نـــــه تــــي جـــــــــــمنا اړه لِــسِگا
کلـــــماني بـــت پــــــند پـینیچـان قرا رنه نیــا
*** یــــــــو دُنیا هـــــــــــــر کاو انـــدن گر اورگا
د پشه يى شعر ژباړه:
پسرلى
څومــــــــــــره ښكلى باد هوا ده چى لگيـــږى
*** هـــر نيم ژواند او ويـده واړه پرى ويښـيـــږى
كه ور ځير شې نو تاثير به یی در ښكاره شي ***
له هـــــــــــر چا څخـــه پخپله غــــــــم وركيږى
هر ژوندى مــــوجود په ځان لاره پيـدا كــړى
*** دغـــو ټيو په څير هر يو پرى غــــــــوړيــږى
د هــــــــــــوا مـــرغان او ژوى آرام نه كــړى ***
يو ځاى بل ځـاى ته په ډيـر خوښۍ رســيــږى
واړه وچ سپيــره دښتـــونه پرى سمســور شي
*** لغــــــــــړ ونى شـــــــــــنو كاليــو كې پټـــيــږى
هر بلــبل په ډير خوښيــــو ســــــاز آواز كـړي ***
او بورا د گل په شــــــــــــــــــا اوخوا تاويـــږى
څومـــــــــــره ښـــــه ترو تازه ټوله نړۍ شــوه
*** ځكه ژوند يــى پـه رگــــــــــــــونو كى چليـــږى
دا اغيز د پســـــــــــــــــــــرلى دى چى راغـلـى
*** پټه خــوله هــــــــــــــــر چا ته داسى گويانيـږى
خلك بربــاد په تش خوب شـــوي رابيـــدار شى
*** چى دنيا خــــــولې راتوى كړى ښه جوړيـــږى
كاشكى ژر واى رســـــــــــــــــــــيدلى پسرليــه
*** چى ته نه يى ټول ژوندون په هيڅ تــــيريـــږى
درنه غـــــــواړم دلـــــته پاتــى شه هيـڅ مه ځه
*** بى له تا دنيا كالـــــــبوت په شـان ښكاريـــــږى
چى تا وينى ټـــــــــول وگړى لاس په كار شـى
*** او چـى نه اوسى د ټــــــــــــــولو زړه ښــوييږى
كلماني ښه پرى پوه شــــــــــــوى قرار نه كړى
*** چــى هر څو پر ځـــــــــــمكه لويږى بيا جگيږى
(محمد زمان کلمانی)