۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

دمحمدزمان کلمانی د ادبی خدمتونو د درناوی غونډه دقلم ټولنی لخوا

د چهار شنبی د ورځی د ماسپښین په ۳ بجو چه د ۱۳۸۹ لمریزکال ثور د میاشتی ۲۲ نیټی سره سمون لری دقلم دټولنی په نوښت دپښتو، دری او پشه یی ژبو د نومیالی لیکوال او شاعر محمد زمان کلمانی د ادبی خدمتونو د درناوی غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کی چی دګڼ شمیر لیکوالانو، شاعرانو او د قلم او ادب مینه والو په ګډون د دغی ټولنی په مرکز کی د ښاغلی څیړندوی محمد نبی صلاحی په ویاندی جوړه شوه،لومړی ښاغلی مولوی محمد عمر شریفی د قران عظیم الشان څومبارک آیاتونه ولوستل او ورپسی ښاغلی امرالله سرحدی یوه پرانستونکی وینا واوروله او وویل، دا چه د قلم ټولنه د پخوانی دود او باور پر خلاف ( چه په ژوندیو کی ښه او په مړیو کی بد نشته) د هیواد دنومیالی او وتلیو ادبی او علمی شخصیتونو د درناوی غونډی جوړوی او دخدمتونو قدر یی کوی ډیر پر ځای او د ستاینی وړ کار بولم او د ښاغلی محمد زمان کلمانی درناوی چی په تیره د پشه یی ژبی او ادبیاتو او هم د دوی دهویت د را ژوندی کولو په هکله یی تر ټولو زیات او دقدر وړ خدمتونه تر سره کړی د ده حق ګڼم او د قلم د ټولنی او هم راغلو لیکوالانو، شاعرانو او قدر پیژندونکو ورونو او خویندو څخه مننه کوم چی په دی غونډه کی یی برخه اخیستی ده. ورپسی په وار سره دقلم د ټولنی پخوانی مشر ښاغلی الحاج محمد حسن حسام ، ښاغلی عبدالرقیب نوری، ښاغلی غلام صدیق شینګنک، ښاغلی عبدالمالک لاموال، ښاغلی فرید الله نورستانی، ښاغلی انجینیرعبدالغوث رسولزی، ښاغلی مسجدی مالیار، ښاغلی شمس الدین شمس، ښاغلی جمعه خان افضل زاده، او دافغانستان د پشه ییانود شورا سرپرست مشر ښاغلی ملنګ بلاغ د ښاغلی محمد زمان کلمانی د ادبی خدمتونو په هکله خبری وکړی او ځینو خپل شعرونه ولوستل. د غونډی په وروستی برخه کی د ښاغلی نبی صلاحی په غوښتنه محترم محمد زمان کلمانی د سلام او درناوی په وړاندی کولو سره په څو لنډو خبرو کی د غونډی برخه والو ته په خطاب کی وویل: دا چی خپل کارونه او کورونه مو پریښی او دلته په سرخلاص ځای او باران کی زما د درناوی او هڅونی په خاطر را ټول شوی یاست د تاسو ټولو څخه مننه کوم، دا غونډه په حقیقت کی دخپل افغانی ادب او فرهنګ سره ستاسو د ریښتینی مینی ښکارندوی ده چی هیله کوم پدی برخه کی زما هڅی د ستاسو د قبول وړ وګرځی. دغه غونډه د ښاغلی سلیمان سون آرا له خوا د ارزونی، دکتابونو او نشریو په ویشلو او د لطیف جان لخو دکنسرت په ورکولو پای ته ورسیده.
ښاغلی محمد زمان کلمانی چی له اوس څخه شپیته کاله دمخه دبغلان ولایت د زاړه بغلان د قچی حسن تال د سیمی د کلمانیانو په کلی کی نړی ته راغلی دی د لسګونو عنوانونومطالبو او شعرونو څخه پرته چه د هیواد د مطبعاتو کی خپاره شوی تر اوسه دغه خپلواک لیکنی، غونډونی او ژباړنی لری:
  1. پشه یی پښتو متلونه، د افغانستان د علومو اکادمی لخوا چاپ ۱۳۶۴
  2. پشه یی ګی، د ملیتونو دچارو دلوی ریاست لخوا چاپ ۱۳۶۷
  3. انقلابی اړ(د نورمحمد غمجن پشه یی شعرونه) د لیکوالو د ټولنی لخوا چاپ ۱۳۶۳
  4. الفبای زبان پشه یی، د افغانستان دعلومو اکادمی لخوا چاپ ۱۳۶۷
  5. در مورد مردم وزبان پشه یی، د پیښور چاپ ۱۳۷۱
  6. پشه یی ګلینا، د کابل د میوند مطبعی چاپ ۱۳۸۴
  7. پشه یی د دوهم ټولګی لپاره، د تالیف او ترجمی ریاست چاپ ۱۳۸۶
  8. پیروڼیس تاړا کینی، د قلم د ټولنی لخوا چاپ ۱۳۸۶
  9. بشرس حقوقنا کیولوالی سندیلا، د حقوق بشر د خپلواک کمیسیون لخوا چاپ ۱۳۸۸
  10. پشه یی د اتم ټولګی لپاره درسی کتاب، چاپ ته چمتو
  11. پشه یی افغانان، چاپ ته چمتو
څیړندوی محمد نبی صلاحی او مولوی محمد عمر شریفی د تلاوت په حال کی

 
ښاغلی امرالله سرحدی د پرانستونکی وینا په حال کی

 ښاغلی الحاج محمد حسن حسام


ښاغلی عبدالرقیب نوری

ښاغلی غلام صدیق شینګنک


 ښاغلی عبدالمالک لاموال

ښاغلی فرید الله نورستانی

ښاغلی انجینیرعبدالغوث رسولزی


ښاغلی مسجدی مالیار

ښاغلی شمس الدین شمس


ښاغلی جمعه خان افضل زاده


د پشه ییانود شورا سرپرست مشر ښاغلی ملنګ بلاغ

ښاغلی محمد زمان کلمانی


ښاغلی سلیمان سون آرا

دا هم د غونډی د ګډونوالو څو انځورونه




د ملی راډیو تلویزیون خبریال د راپو جوړولو او مرکی په حال کی

د څېړندوی محمدنبي صلاحي رپوټ چې دقلم ټولنی ویبلاګ کی خپور شوی
د افغانستان د قلم ټولنې، د روان کال (۱۳۸۹) ل. د ثور د میاشتې په۲۲ نېټه، د ماسپښین په ۳بجو ددغې ادبي ټولنې په انګړ کې، د پښتو، دري او پشه یي ژبو د نومیالي لیکوال او شاعر محمدزمان کلماني د ادبي خدمتونو د درناوي په ویاړ (د پشه یی ګلېنا ـ پشه یي ګلبڼ) تر سر لیک لاندې، یوه پرتمینه ادبي غونډه جوړه کړې وه. د غونډې ویاند زه محمدنبي صلاحي وم. دا ادبي غونډه، په داسې حال کې چې، د باران د نرمو او پستو څاڅکو په را اورېدو سره بدرګه کېدله او د غونډې ټولو برخه والو غوښتل چې ‎، د محمدزمان کلماني لپاره کم تر کمه یوه جوړه کالي لانده خیشته کړي، د مولوي محمدعمر شریفي له خوا، د عظیم الشان قرآن یو څو مبارک آیتونه تلاوت شول. په سر کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د بهزیستی او طعام بخشی لوی ریس امرالله سرحدي په دې غونډه کې، پرانستونکې وینا وکړه، بیا حاجي محمدحسن حسام، محمدصدیق شینګنک او لاموال د نوموړي شاعر او لیکوال د فرهنګي شخصیت او ادبي خدمتونوپه باب لنډې ویناوې وکړې او هغه ته یې خپلې پيرزوینې په خوږو کلماتو سره ډالۍ کړې. له هغه وروسته څېړنیار فریدالله نوري نورستاني او شمس الدین شمس دوه ټوټې شعرونه ولوستل، ورپسې د الینا اخبار مسوول مدیرانجنیر مسجدي مالیارخبرې وکړې او یو شعر یې هم ولوست، بیا انجنیرعبدالغوث رسول زي وینا وکړه . له هغه وروسته، د پشه یانود شورا سرپرست ملنګ بلاغ او جمعه خان افضل زاده هم ویناوې وکړې او کلماني ته یې خپل عقیدت وړاندې کړ. ورپسې عبدالرقیب نوري په ترنم سره، یوه هېوادنۍ ترانه په پشه یی ژبه ولوستله.  په پای کې محمدزمان کلماني د خپلو هغو کارونو په اړه رڼا واچوله، پر کومو چې، همدا اوس لګیا دی. سلیمان سونا را نورستاني دغه غونډه مثبته وارزوله ، مولوي لعل محمدنعماني د پای دعا وکړه او لطیف جان د( ساعتکیت تیر است) په نامه د سندرو لړۍ پیل کړه.
د غونډې ټولو برخه والوپه ویناوواو شعرونو کې، د ښاغلي کلماني د درانه شخصیت درناوی وکړ او هغه یې په شخصي لحاظ، یو مخلص او صادق انسان او د ښې پرسونلټې خاوند شاعر او لیکوال وباله. ده ته یې له ادبي فضایلو نه ډک او اوږد عمر وغوښت. کلمانی نه یوازې شاعر، بلکې لیکوال او څېړونکی هم دی.  ده د نورمحمد غمجن تمیل د شعرونو ( انقلابي اړـ انقلابي زړه)  د هغه له وژل کېدو نه وروسته راغونډ او چاپ کړ. د( پشه یی ګلېنا) اثر یې د چاپ په ګاڼه ښایسته کړاو تر ټولو مهمه خبره دا چې، ګڼ شمېر ادبي او شعري آثار یې ولیکل اوپه دې لړ کې یې د ( پشه یي افغانان) اثر هم ولیکه.

۱۳۸۹ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

لغمان ولایت او حکومتی عدالت

لغمان د افغانسان د ۳۴ ولایاتونوڅخه یو ولایت دی چې دهېواد په ختيځ کې پروت دی او د کابل، کاپیسا، پنجشېر، نورستان، ننګرهار اوکنړونه سره ګډې پولې لري. لغمان یا لمگان چې د لام پاکا ، لام پو، لپگان او په نورو نومونو هم یاد شوی دی، یو لرغونی او تاریخي سیمه ده چې پخوانیو کتابونو کې د کابل او پیښوره تر منځ پرته ټوله سېمه د لغمان یا لمغاناتو په نامه یاده شوی ده. د کابل او پیښور نښلونکی سړک هم د دې سیمې څخه تیریږي چې دکابل ولایت سروبي ولسوالی نه نیولی تر درونټې پورې چې د ننگرهار ولایت مربوط دی رسیــږي. او همداراز د کابل سیند هم له همدې ولایت څخه له تیریدو ورسته چې د الینگار سیند هم ورسره گډیـږي ننګرهار ولایت کې رسیدو وروسته کنړسیند سره یو ځای کیږي. لغمان یو غرنی ولایت دی چې ښکلي طبیعي ځنګلونه هم لري چې په دودیزه ډول د سیمې خلکو لخوا ساتل کیږي. خلک یې کروندگر او مالدار دي او زراعتي ځمکې یې لږې دي چې له همدې وجې د لغمان اوسیدونکي اړ شویدي چې نورو ولایاتو ته کډه وکړي چې د افغانستان په ټولو ولایاتنو کې د لغمان خلک میشت دي او زیاتره یې دافغانستان په شمال کې د شاهې په دوره کې ناقل شوي دي. لغمان ولایت کې ځوانان د بې روزګاري د وجې د کار موندلو لپاره کابل او نورو ولایتونو ته ځي او ځینې هم ایران او پاکستان کې کار کوي چې په لاره کې ډیرو ستونزو سره مخامخ کیږي چې یوکال وړاندې لسګونه بې ګناه ځوانان دولت مخالفینو لخوا د کندهار- هرات لویه لاره کې د ترانسپورتي بسونو نه ښکته کړل او په ډیر بې رحمي سره ووژل. دلغمان د ولایت د نفوس او پراختیا دقیقه احصائیه نشته او کوم احصائیه چه شته هغه هم ډیر پخوا اخیستل شوېده. سره له دې چې د لغمان په باره کې ډیرو لیکوالانو لیکنې کړي دي خو ټولو خپلو لیکنو کې همدا معلومات لیکلي دي چې (د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،او نفوس يې احصایې له مخې (۳۱۰۶۵۱) ښودل شوې اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې يې ۴۳ کسه وګړي استوګن دي) چې دا احصائیه د اعتبار وړنده ځکه چې د لغمان ولایت پخوانی پراختیا (مساحت) کې بدلون راغلی او ددې ولایت یوه برخه اوس نورستان ولایت په محدوده کې راغلې ده چې اوسنی پراختیایی (۳۸۴۳) کیلو متره مربع پاتې ده. د سر شمیرنې ارقام یې هم دقیق ندي ښودل شوي ځکه له یوې خوا په افغانستان کې سر شمیرنه ډیر پخوا شویده چې هغه وخت دسرشمیرنې امکانات ډېر لږ وه او د دې ولایت غرنی او لیرو پرتو سیمو ته د تک امکانات ډیرکم وو او بل دا چې خلک هم د جبري عسکري له وجې دسر شمیرنې په وخت کې دقیق معلومات نه ورکول. د سرشمیرنی د وخت هر ماشوم اوس په کورنی بدل شوی چه دا هم د نفوس څو برابره کیدو څرګندوی دی. په دې ورستیو کلونو کې د بهرني مرستندویه موسسو لخوا چې کوم اټکلي سرشمیرنه شوې دلغمان نفوس یې (۵۰۰۰۰۰) په شاو خوا کی ښودلی دی . د لغمان پخوانی والي د ټول ټاکنو د رای پاڼو اخیستو په موخه یوه قومي غونډه کې دلغمان نفوس په باره کی داسې وویل: (لطف الله مشعل پر احصايې نيوکه وکړه او ويې ويل چې دلغمان نفوس يې يواځې درې نيم سوه زره کسان ښودلى دى ، په داسې حال کې چې ددې ولايت نفوس نږدې يو ميليون تنه دى “روهي ویبپانه”) د لغمان ولایت مرکز مهتر لام بابا په نامه یادیږی او د الینگار، قرغه یی ، الیشنگ او دولت شاه په نامه څلور ولسوالی گانې لري. مهترلام بابا یو د احترام وړ شخصیت تیر شوی چې خـداى بخښلي مرحوم دکتور محمد سعید«سعید افغاني»د (مهتر لا م صاحب واقعا پیغمبر و ؟) په عنوان لیکنه کښې مهترلام بابا په باره کې پوره معلومات لیکلی. همداراز لغمان کې ډیرې پیژندل شوې څیرې تیر شوی او اوس هم شته چې پخواني وزیرانو کې صدر اعظم داکتر عبدالظاهر د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر پلار او اوسني وزیرانو کې محمد حنیف اتمر چې درې وزارتونو کې یې کار کړی او اوس هم د کورنیو چارو وزیردی او همدارنګه ډیر درانه او دقدر وړشهیدان، غازیان، ادیبان او لیکوالان تیر شوي او شته چې ارواښاد گل پاچا الفت دهيواد دپښتو ادب ځلانده او تل پاته ستوری دی. او په اوسنیو لیکوالنو کی سر محقق زلمی هېوادمل چې د ولسمشر فرهنګي سلاکاردی. زه د لغمان ولایت ټولو لیکوالانو، ادیبانو او نومیالانونه بخښنه غواړم چه د ټولو نومونه نشم اخیستی ځکه چه زما لیکنه د لغمان ستونځو په هکله ده. د لغمان ولایت اکثریت وګړي پښتانه او دویمه کی پشه یی او دریمه کی هم تاجیک یا دری ژبي دي پخوا دریمه ژبه نورستانی وه چه اوس ځانته ولایت لری ګوجر او ځینی نور لږه کي شته چه فیصدی یی لږه ده. دUSAID د LGCD سروی له مخی دلغمان ولایت %۵۱ وگړی پښتانه چه %۴ پکښی کوچییان ښودل شویدی، %۲۷ پشه یی (د یادونی وړ ده چی د پشه یانو شمیر دلته لږ ښودل شوی) او %۲۲ (تاجیکان) دری ژبي ښودل شوي دي. دتاریخ په هره دوره کې د انگریزانو نه د استقلال اخیستو او د روسانو د تجاوز په وخت د لغمان ولس میړانه او کار نامه نه هیرودونکې ده. سره له دې چې لغمان اوسیدونکي په هر شرایطو کې د مرکزي دولت څخه یې ملاتړ کړی او کوي خو بیا هم لغمان ولایت ته په هیڅ دوره کی خدمت ندی شوی شاهي دورې نه نیولي تر اوسه پورې د پام وړکار ندی شوی بلکه د انقلاب راتگ نه وروسته نه دا چی پام ورته ندی شوی بلکه له پامه غورځول شوی دی د داکتر نجیب الله د حکومت په دوران کی دلغمان ولایت یوه برخه پرته له دی چی د اوسیدونکو نه پوښتنه و شی د لغمان ولایت څخه جلاه او د نورستان ولایت سره و تړل شوه او د لغمان ولایت او د دی سیمې اوسیدونکو په تیره پشه یانو سره یی جفا اوشوه چه د سیمې اوسیدونکي او س هم ستونځو سر مخ دي . ځکه چی د دغی سیمې یعنې غربي نورستان اوسیدونکي نورستان مرکز سره د تګ راتګ لاره نه لري او خلک یی کله چې کوم کار ورته پیښ شي نو مجبور دي چې له درې ولایتونو (لغمان، ننگرهار او کنړ) څخه تیر او نورستان مرکز پارون ته ورسیږي . سره له دی چې حکومت کی څو واری بدلون راغی خو د دی سیمې خلکو خصوصاً پشه ییانوغوښتنې چا نه دي منلي او اوسیدونکي یې او س هم له ستونزو سره مخ دي. په هر نظام کی بیشماره والیانو ادلون بدلون شوی خو چا دې ولایت ته داسې کار ندی کړی چې د یادولو وړ وي. لغمان ولایت سره له دې چې نفوس دکثافت له پلوه منځنی کچه کې دی خو بیاهم دې ولایت ته د نفوس په اساس ونډه نه ورکول کیږی د مثال په توگه ، لغمان ولایت کی څلور ولسوالی دي او د څلورو ولسوالی امتیازات اخلي خو بعضی ولایتونه چې وروستیو کې په ولایت بدل شوي او پخوا ولسوالی وې اوس د شپږ او اوه ولسوالی جوړ شوی او د د شپږ او اوه ولسوالیو امتیازات ترلاسه کوي حال دا چې دلغمان نفوس د دی ولایتونو نه څو برابره زیات دی. همدارنگه لغمان ولایت په ولسی جرگه کی څلور استازي لري چې داسې ولایت هم شته چې رای ورکونکو شمیر دلغمان ولایت څخه کم وه خو بیا هم ولسی جرګه کی پنځه څوکی لری. زه نه غواړم دکوم ولایت نوم واخلم ځکه چې پدې خفه نه یم چې ولې هغوی ته امتیاز ورکول کیږي بلکه ګیله له دې لرم چې ولې لغمان ولایت ته خپل حق نه ورکول کیږی . همداراز د ولایتی شورا استازو شمیر یې هم هغه ولایتونو سره برابر دی چې تر ټولو لږ نفوس لري. لغمان ولایت د نورو ولایتونو په پرتله ډیرې ستونزې لري: بریښنا(برق) دې ولایت کی شتون نلري او دیزلی برق هم په شپه او ورځ کی ۶ ګینتی چالان وي چې ځینې دولتي ځایونه او یو شمیر کورونه په مرکز کی تری ګټه اخلي. چیرته چې بریښنا نوي نو هلته پرمختیا هم نشته ځکه د بریښنا نشتوالی له کبله سودا ګر دی ولایت کی پانګه اچولو ته زړه نه ښه کوی. سره له دې چې کابل سیند دې ولایت نه تیریږي او د الیشنگ او الینگار سیندونه بهیږي خو بیا هم چار واکي او دبریشنا وزارت څه نکوي که چیرې د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې د قلعه ګوش او د اليشنګ ولسوالۍ د وطن ګټو په سيمو کې د اوبو بندونه جوړ کړي له يوې خوا به بريښـنا توليد کړي او له بلې خوا به لغمان کې د خلکو کرنيزې ځمکې د خونړيو سيلا بونو له ګواښ څخه خلاصې او ډاګونه به هم خړوب شي چه دا به دې ولس ته لوی خدمت وي. د یا دولو وړ ده چې د اوبو او بریښنا وزیر کال دمخه راغلی وو او د ۱۶ میگا واتو په ظرفیت یو سب ستیشن (دبریشنا ذخیره) بنست ډبره یې پدې ولایت کې ایښې وه، د روغتیا په برخه کې هم خلک ستونزو سره لاس اوګریوان دي. لغمان مرکز یو روغتون لري او لکه نورو ولایتنو روغتونونو په څیر امکانات نلري او اکثره ناروغان او زخمیان د علاج لپاره ننگرهار ته لیږل کیږي. او په هرولسوالیو کې هم یو اداری واحد لري چې د بستر امکانات پکښې نشته ، د تعلیم ستونځه دلغمان ولایت په ولسوالیو کې اکثره ښوونځي تعمیر نلري او که لري هم درسي خونې یې لږې دي. لیرې پرتو سیمو کې ښوونځي نشته د ښوونځیو نشتون له کبله د لیرې پرتو سیموماشومان بی تعلیمه پاتی کیږي. دلته یو دارلمعلمین شته او د لوړو زدکړو کومه څانگه نشته ، دې ولایت مرکز او ولسوالیو کې کوم لوی مسجد ندی جوړ شوی او دیني زدکړو مدرسې هم د ګتو په شمار دي، رادیو په ۲۴ ساعتونو کې تقریبأ ۴.۵ ساعته او تلویزیون هم ۲ ساعته خپرونې لري چې هغه هم د برق د نشتون له کبله څوک یې لیدلای او اوریدلایی نشي. د کرنې په برخه کې سره له دې چې کوکنار دی ولایت کی نکرل کیړي خو د دې ولایت کروندګرو سره مرسته نه کیږي. هرکال د خلکو په سل ګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سيلابونو له امله له منځه وړل کيږي خو د دولت لخوا ورته هيڅ پاملرنه نشته، لغمان ولایت ته یوازې دا چې پام ندی شوی بلکه همدا لړی روانه ده راتلونکی پارلمانی ټاکنو څوکی هم په هماغه پخوانی اټکلی نفوس ورکول کیږي. د ۱۳۸۹ کال بودجه چه تصویب لپاره لیږل شوې و پراختیایی بودجه کښی لغمان لپاره کومه برخه نوه شوې چې رد شوه او اصلاحاتو ورسته بیا تصویب شوه ګومان نکوم چې لغمان لپاره کومه پروژه نظر کی نیول شوې وي. د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګروال یوه تلویزیونی مرکه کی د افغان حکومت نه ګیله کوله چې د لغمان ولایت سره د مور او میرې چلند کوي، که چیری دی نا برابری ته وګورو نوددی ګیله بی ځایه نده ، خو په پښتو کی متل دی چی "له یوه لاس څخه ټک نه خيږي" په ولسي جرګه، مشرانو جرګه کې د لغمان ولایت استازو، د ولایتی شورا غړو او همدا راز د لغمان ولایت نوی والی ښاغلی اقبال عزیزي څخه چې د لغمان ولس استازیتوب کوي زما هیله داده چه د لغمان ولایت د روا حقوقو د اخیستو لپاره هڅې وکړي تر څو د دي ولایت اوسیدونکي آرام ژوند ولرې او د مزدوری لپاره نورو ملکونو کې سرګردانه نشي.

محمد ظاهر"الیـــنا"

۱۳۸۸ دی ۴, جمعه

د پشه يى ژبی په باب په زړه پورې څرگندونې

کابل هیواد ورځپاڼه ۳/۱۰/ ۱۳۸۸محمد زمان کلمانی
پشه يى زموږ د گران هيواد افغانستان د يو قوم او ژبې نوم دئ چى زياتره زموږ د هيواد په ختيزه برخه يعنى د كاپيسا ، لغمان ، ننگرهار ، نورستان او د كونړ په ولايتونو كې د خپلو پښتنو ، تاجكو او نورستاني وروڼو تر څنگ ژوند كوي. د دوى په هكله ځينو لويديزوالو او هم افغاني څيړونكو ليكنې او څيړنې كړي او خپاره شوي دي چې زموږ په ځينو كتابونو او مطبوعاتو كى هم يادونه يې شوى ده ، خو د پشه يى په هكله زموږ د نورو ختيزوالو څيړونكو د نظريو او څيړنو په باب ډير كم څه تر سترگو كيږى چى له نيكه مرغه په دې باب د پښتونخوا تكړه ليكوال ښاغلى ډاكتر سيد چراغ حسين شاه د پېښور يونيورسټى د پښتو اكېډمي په درې مياشتنى (جولاى ، اگست ، ستمبر ۲۰۰۶ ع) (پښتو) نومې مجلې په سر كې (د بې ستون د كتیبې د تحليل سره تړلې كشالې) تر سرليك لاندې ډيری په زړه پورې څرگندونې او ليكنی كړې چى ځينې برخى يى كټ مټ وړاندى كوم: «د ايران د ښار شيراز نه څه كم زيات څلويښت ميله په منزل د بې ستون زاړه آثار پراته دي. دې کې په يوې ستنې باندې د ايران د يو مقتدر باچا داراى اول د زمانې (۴۸۶ ق م – ۵۵۸ ق م) په درېوو ژبو (بابلي ، علامې او فارسي) کې يو مضمون په ميخي رسم الخط کې په بیلومخونوکی ليكلى شوى دى. د فارسي متن چى ټول ټال ۲۴۰ كرښى لري. دې کې درې جملې داسي ليك دي.

۱- نى اري كه آهم
۲- نى داروجه نه آهم
۳- نى زوره كه ره آهم
د دې ليكونو ترجمه جارج گدوټيفينډ په كال ۱۸۰۲ ع کې شروع كړه. او سر راولنسن (Rawlinson) ۱۸۴۶ ع کې مكمله كړه. د دې كرښو په باره کې د مغرب او د مشرق پوهانو بيلې بيلې نظريى واړندې كړي دي.
۱- دا كرښې د زړې فارسي په يوې لهجې کې ليك دي. د راولنسن نه تر لوني او د كينټ راسې مستشرقينو دارايه ده چى دا د پخوانۍ فارسۍ ژبې توري دي.
۲- د ايران پروفېسر ډاكټر معیين هم دا زړه فارسي وبلله.
۳- د افغانستان لوى محقق آقاى حبيبي اول ځل په خپلې مجلې «سروش» کې د بېستون د كتیبې له تحليل وروسته په درې جملو کې د پښتو اثر ښكاره كړو....
۶- د پشه یی (Pashai) ژبې محققين او شاعران چى پکې د دكتور نور محمد غمجن تميل په شان نامتو د بشری علوموعالم هم شامل دى ، دا دعوا لري چى د پشه یی ژبې اولنۍ كتبه د بې ستون ده ، چى ۵۱۶ ق م د دارا زمانې سره تعلق لري. دې كتیبې کې چى كومه ژبه په كار راوستې شوې ده ، دا ژبه اوس هم پشه یی كليو او سيمو کې همدغسى لهجى وېل کیږي. او د دې ترجمه ده« چى ما باندې ظلم ولې وشو؟ زه نافرمان نه وم. زه دروغجن نه وم. زه ظالم نه وم.» د پشه یی ژبې په رواياتواو فولكلور کې دا يوه ستره کیسه ده چه د سندرې يا د مثنوي په شكل کې ویل کیږی. د استادانو استاد پرويش شاهين د دې کیسې په كتابي شكل کې د وجود ذكر كوي. او ليكي «يو ډير مشهور كتاب دى. برهت كتا ، اصل خویی ورك دى. سيزل شوى دى. خو لسمه برخه يې چى په زرگونو شعرونو مشتمله ده ، د پشه یی ژبې لوى شاعر گنه ډهيه دا زړه راښكونكې او معركه آرا رزميه نظم Birhat Katha (لوى داستان) ليكلى دى. دا داستان په ړومبۍ پیړۍ کې په سنسكرت کې ترجمه شوئ دئ او بيا وروسته د نړۍ په ۴۵ ژبو ترجمه شو. ډاكټر گيان چند ورباندې كار كړى دى. ميكډونل يې د سنسكرت ژبې او ادب په تاريخ کې ذكر كړى دى. بابر باچا په تزك بابري د ايملي برانټي ترجمه کې د پشيانو خبره كړې ده. كوالالمپور بدهيانو دغه پشه یی کیسه كتابي كړې ده. دا ژبه هلته رسيدلې ده.
۷- د بې ستون كتیبې په باره کې د پرويش شاهين دا خيال ډير معقوليت او وزن لري چى (د كتیبې ژبه پشه يى ده). بل مخ ته يې فارسيان د خپلې ژبې يوه لهجه گڼي اوارواښاد حبيبي يې پښتو گڼي ، زما په خيال دا ټولې ژبې اول سر کې يو وې. نو كه اوس دومره نږديوالى موندى شي نو ... د زمانې سره هره ژبه له بلې څخه جدا شوه. له دې نه مخکې چى زه خپله رايه وړاندې كړم. بايد چى د پشه یی قوم او ژبې په باره کې څه معلومات وړاندې كړم. د هند لوى محقق گيان چند ليكي چى سنسكرت کې پشاثه بهوت پريت ، ديو ، ركشن او غوښه خوړونكي ته وايى. داسې ددوى ژبې ته پشه یی ژبه وايى. پردې ژبې باندې د مغرب او مشرق لوى محققينو كار كړى دې... پشه یی ژبه د دردي په نوم هم ياده شوې ده. چى دې ژبې کې يى معنٰى ده ، غرځنې او كوهستانې. د دوى درد يا درادا (Drada) نوم ډير زوړ دى او يوناني ليكوالو يې ډير زيات ذكر كړى دى. پشه یی ژبه د افغانستان په نورستان ، كونړ ، ننگرهار او لوگر کې ويل کیږی. په نورو سیموکې هم د پشه یی ژبې ويونكي خلک شته.د دوى وطن ته داردستان وايى ، چى په دې ژبو كار كوونكى عالم لټنر (Leitner) ورته ۱۸۶۰ کې د درد مناسبت وركړى دى. زموږ‌‌‌ كلى تاجه زئ لكي مروت سره دې د يو كلي نوم د پشه يانو كلئ دى چى د كمبيلا درياب په غاړه پروت دى. دلته اوس سالم پښتانه آباد دي. پش (لوهار) يو هم پکې نشته. وروسته چى موږ به د اسداكا يا ساگا قوم او د پشه یی قوم د تعلق خبره كوو ، نو له اوسپنې سره د دوى تعلق به هم ښكاره شي. داسې د يو كلي نوم د كوټاڼانو كلى دئ. د دې وجه تسميه به هم معلومه شي. چى موږ د جپسيانو (Giposies) او د پشه يانو د ژبو نږدې والۍ خبره به څيړو. د پشه یی ژبې لساني او ادبي تاريخ له زرگونو كلونو راتاو دى. دا ژبه د هندوكش د غره په قطبي او سويلي علاقو کې د آرياو د حملو نه له مخه موجوده وه. كيسه گرو پشاچه د كاڼى د زمانې آدم خور نسل گڼلى دى. زړو كتابونو کې د دوى ژبه د پشاچي ، داردي او آرنيا په بيلو بيلو نومونو ياده شوې ده.... په پخواني تاريخ کې د دوى د ميشتې (مسكن ، استوگنې ځاى) ته داردستان وېل شوي دي. «درد» په پشه یی ژبه کې غره ته وايي. «ستان» د فارسۍ لا حقه ده. او ددې معنٰى شوه ، غره ييزه ځمكه يا علاقه. ډاكټر لټنر او نور محققين داردستان کې له چتراله تر گلگت او چلاس راسۍ علاقه هم گډه وي. پرويش شاهين ليكي چى آرنيا (Arnia) د چترالي او يا د كهوار ژبې نوم دى ، چى لټنر وركړى دى. خو بل څوك يى په دې نوم نه پېژني. پشايى قوم په سند کې هم آباد پاتې شوى دى. او سندي ژبه يى هم متاثره كړې ده. حنيف خليل خپل كتاب «اردو كى تشكيل مين پشتونون كا كردار» پاڼه ۲۰۷ باندې ليكي: چى څه وخت محمد بن قاسم سند فتح كړ نو دلته يوه كچهړۍ ژبه وه ، چى پشاچى اثرات يى لرل او هم يې شورسيني (يو بيل پراكرت). د شاهين صاحب وېنا ده چى د دې ژبې څه ويونكي نن هم د سند د لاړ په علاقه کې موندل كيږي او عجيبه خبره دا ده چى د يورپ د جپسيانو ژبه يا روما او پنجابي ژبې هم د دې پشه یی ژبې سره تړون لري. جپسيان زمو د پښتونخوا د سهيلي علاقې نه وتلې خانه بدوش كوټاني دي. د پشه یی ژبې د قدامت په لړ کې لانديني دلايل وركولى شې ، چى په اصل کې د دې خصوصيات دي.
۱- پشه یی ژبه په ټولو هندي آرياو ژبو کې زړه ژبه ده ، چى په تحريري شكل کې راپاتې ده.
۲- پشه یی پراكرت پانيني د سنسكرت د گرامر د پاره مرنډيز او چوڼ شوې ژبه گڼلې ده.
۳- اشوك راجا دا ژبه د خپلو ډبر ليكونو له پاره غوره كړې وه.
۴- مسلمان عالم البيروني خپل د دوايانو كتاب کې ددې نمونې وركړې وې.
۵- د نورو زړو آريايى ژبو په مقابله کې پشه یی يوه اصلي او پاكه ژبه پاتې شوې ده.
۶- جپسي ژبه د پشه یی ژبې يوه څانگه ده ، چى پکې نورې ژبې هم گډې شوې دي. نو داسى جپسي خلک په اصل كى پشيان دي.
۷- پخوانۍ زمانو کې چى د ويد شهادت پکې ډير مستند دى ، دا پشايان خلك الينا په نامه ياد شوي دي. څوك چى اوس هم الينگار ، اليشنگ او اله ساى په تاريخي درو کې په دې نومونو سره اوسيږي.
۸- په دې ژبې کې بدهت كهتا او ملنډا پڼه غوندى تاريخي او مشهور كتابونه ليكل شوي دي.
۹- كومه گندهاري ژبه چى د اوسنيو ژبو مور گڼلى شي ، دغه گندهاري د دې پشه یی نه زېږېدلې ده.
۱۰- دې ژبې خپل ځانله ليك دود درلود ، چى نن هم په تبت کې شته.
۱۱- د گلگت سنسكراتي نسخه د پشه یی ژبې ترجمه ده.
۱۲- دا ددې سيمى ژبه ده. او همدا خاوره د دې زوړ ټاټوبى دى. ډېرو عالمانو ددې ژبې نوم ليكلى وو او دا به يى وېل چى پنجابي ، سندي ، هندكو ، سرائيكي او كتراني هډ هم د دې ژبې دى.
۱۳- د افغانستان كاپيسا ولايت د پشاچا د خلكو د مور نوم دى.
۱۵- د دې په نوم نن هم په دې وطن کې ډير ځايونه لكه پشور ، پيش پور ، بشوړه ، بشمال ، پيش لور ، پيشوڼي ، پنشي پل ، پشه پل ، پشنگ او پشتخره موجود دي.
۱۶- پشه یی ژبه د دواړو آريايى گروپونو هندي او ايراني نه خو جدا ده ، خو د دواړو خاصيتونه ورکې يو شان موندلى شي. د نورو آرياونه بيخي جدا ، او ډيره پخوا زمانه کې پشه یی جدا شوي دي او د ځان له په غرونو کې د پاتې كېدو په سوب يى بيا د آرياو له مذهب او دستور سره تړون نه دى پاتې شوى. د برو خاصيتونو په بنا چى بېلو بېلو محققينو د پشه یی ژبې بيان كړى دى، له دى نه زما په خيال دا نتيجه په آسانه سره اخيستل كيږي چى هر كله پشه یی اصلي ، مونډيزه ، سوچه او پاكه آريایى ژبه ده. (زه ځاني له آريه ژبې او نسل له نظريې سره اختلاف لرم. هغه د علي خان محسود خبره چى لا تر اوسه دا پته و نه لگېده چى آريه د نسل نوم و ، كه د مذهب يا د نظريې) نو زه به دا خبره په دې طريقه وكړم چى په هندي او ايراني کې د پشه یی ژبې خاصيتونه يو شان پيدا كېږي. يعنې پشه یی ژبه يې مور ده او هندي او ايراني ژبې يې لوڼه دي. چى په دې کې د نن پـښتو هم راځي. يعنى د پښتو ، فارسي ، سنسكرت او ژوند په مقابله کې پشه یی نسبتاً د اصلي يا د ديسي خلقو (Indigenous Native People) ژبه ده.... زما په خيال هر كله چى درد ، پشان او اسوا كا يوشو ، او اوسپنه هند ته دې خلکو راوړې ده پښتو د ساكانه وتلې ده. نو پښتو کې نن هم د اوسپنې كار كونكو كاريگرو ته پشان (لوهار) وايى. د پشه یانو او د پشه یی ژبې د زوال اسباب: محقق ليكي چى د آريا له دردي سره جنگ شوي وو او دوى ته يى د پشاچه ، پشاڅ (Pasocha) نوم وركړى و. چى معنٰى يى د آدم خورو او غوښې خوړونكو كېږي. وجه يې دا ښايى چى دې خلكو ډير ويدي رسمونه او عبادتونه پرېښي وو. ځكه د هغوى په نظر کې دوى داروي او بې مذهبه خلك وو. او دوى ته يې مليچ ، داس ، داسيو ، ديو او وحشي ويلي دي. خو مورخين دا نه ښيي چې پشايانو ويدي رسمونه او عبادتونه ولې پرېښودل او دې لړ کې مفروضې شته او اهمه دا ده چى آريا اول کې غوښه خوړونكي وو. وجه يى هر څه چى وي. دې جنگونو پشايان د هندوكش غرونو او دې اديانو ته يو ځل بيا راغونډ كړل. د پشه یی ژبې د زوال وجې دا دي چى كله پانيني نور رايج پراكرتونه متروك وگرځول او صرف سنسكرت يى گرامري ، ادبي او مذهبي ژبه برابره كړه ، ورسره د ايراني فوځونو يلغارونو فارسي په دې علاقه خوره كړه او د اوستايى ژنه ژبې په رايج كولو کې كوښښ وكړ. آخر د اسلام له راتگ سره فارسي او پښتو په دې سيمه كې ښه غزونه وكړه. او داسې يى تقريباً پشايان په مكمل توگه د هندوكش غرونو ته ورديكه كړل. زه د تاريخ پښتون ددې خبرې سره جزوي اتفاق لرم چې موجوده پښتو په تاريخي حوالې سره د پشایۍ ، دردي ، سنسكرت او د ژوند و غيره ژبو په مقابله کې نسبتاً اوسنې ژبه ده او د دې قام او ژبې په عروج او ارتقا کې د اسلام ډير لاس دى....
۲- د گوتم بدهـ نه مخکې په دې سيمه کې كم زيات د څلور مشهورو پراكرتونو د وجود پته لگي (۱) پالي او مگدهي ، مذهبي ژبې. (۲) مگدهي ، پشاچي ، شوريني ، ادبي ارزښت يې لرلو (۳) مگدهي ، شوريني ، د ډرامو ژبه وه (۴) پشاچي ، چوليكا پشاچي ، مگدهي چى قوي قواعد يې لرل. داسې د ډيرو ژبه گندهاري وه. چى يوه دردي څانگه گڼل كيږى. او څنگه چې مخکې يى ذكر وشو گندهاري د رعيت ژبه وه ، خو په هر حال پښتو نه وه. داسى باختري ، تخاري ، پاميري ، ازبكي او تاجكي د چين ، تاجكستان ، ازبكستان او تركمنستان سره نږدې بخد يا بلخ يا د باختر او د مزار شريف يعنى د نن په سياسي اصطلاح کې د شمالي اتحاد والاو ژبې وې او دي.
۳- د پانيني سره منسوب دا ليك هم چېرته وجود نه لري ، چى ما د سنسكرت د قواعدو جوړښت کې د دوه نماينده پراكرتونو هنيان او پكتيان نه ټكي اخستي دي.په دې کې هنيان نه ، ښاغلى مختيار نير صاحب د هندكو او ځلمي حنيف خليل د هنو (Huns) ژبه مطلب اخلي. البته پكتيان مطلب د دواړو په رايې کې پښتو ده... كه نن خوارو عاجزو اديبانو او شاعرانو دا ژبه پرېښوده ، نو ډير ژر به دا به هم د پشه یی ، شاړي ، لغماني او د واخي ژبو په شان د وركېدونكو ژبو او اصلي ديسي خلكو ژبه (Indigenous Native People Language) په قطار کې وشمارله شي او خداى پاك دې ونه كړي چى بيا يې د ستمبر پر نهمه (د وركو ژبو ورځې لمانځونكي هم څوك پاتې نشې.» تردې ځايه ټكي په ټكي د ښاغلي ډاكتر سيد چراغ حسين شاه د ليكنې ځينى برخى وړاندې شوې. د يادونې وړ بولم چى كيداى شى د طباعتي تيروتنې له وجې په دې مطلب كې د لغمان پرځاى لوگر راغلى وي ځكه چی اوس مهال د لوگر په ولايت كى پشه يان نشته او بل دا چى كېداى شي هغه ژبه چى په دې ليكنه كې (ژوند) په بڼه راغلى ژند يا زند وي او هم د داردستان د نامه په هكله بايد ووايم چى (دار) په پشه يى كې غره ته (داردې يا درد) غرنيو او (تان) ځاى ته وايى او هم (س) يو نسبتي تورى دئ ، چى په دې توگه داردستان په پشه يى كى د غرنيو او يا د كوهستانيانو ځاى معنا لري. او هم دا چى پشه يى ، لغماني او شاړي همدا يوه پشه يى ژبه ده چى لغماني د سيمى په ارتباط او شاړى د پشه يى د شاړيك (تلل) له مصدر څخه د امر جمع صيغه ده چى (‎ځۍ) معنا لري.

۱۳۸۸ مهر ۲, پنجشنبه

پشه يې ژبه څوک، په کوم ځاى کې وايې

تر كومه ځايه چى زه پرى پوهيږم پشه يى ژبه تر ټولو بډاى منثور او منظوم شفاهي ادبيات لري چى له پيړيو پيړيو څخه را په دې خوا له يو نسل څخه بل نسل ته ليږدول شوى. پشه يى ژبه چې قوم اومليت يي هم په همدې نامه ياديږي زمونږد گران هيواد افغانستان په مركزي او په ختيزو ولايتونو لكه د كاپيسا ولايت د اله ساي ، كوهبند ، تگاب ، نجراب ، او كوهستان په ولسواليو، دلغمان ولايت په مركز او دالينگار ، اليشنگ ، دولت شاه ، او قرغه يي په ولسواليو. د ننگرهار ولايت په مركز د جلال آباد په ښار او دښيوې او دره نور په ولسواليو. دكونړ ولايت دنور گل ، څوكى ، او د پيچ د ولسواليو په ځينو سيمو ، د نورستان د ولايت په نور گرام او دوآبه ولسواليو ، دكابل په ښار او د سروبي ولسوالى د اوزبين په دره او دهيواد په ځينو نورو سيمو او كليو كې ويل كېږي، يوه ډيره پخوانى او لرغوني آريايي ژپه ده چې د پښتو او دري ژبو سره نږدې اړيكې لري . پشه يي ژبه چې دپيشاچه او يا دداردي ژبو په مركزي ډله كې راځي د لمغاني ، لغماني ، دېگاني ، دېگانو ، او په دې وروسته پېړۍ كې د شاړې او خاړېگا او هم دنورستان د سيمې په اړوند نورستاني په نومونو هم ياده شوې ده . د ځينو شواهدو او واقعيتونو څخه دا په ډاگه كېږي چې دغه ژبه له اوس څخه پخوا په پراخه سيمه كې ويل كېده او دسيمې له مهمو ژبو څخه وه . په دې هكله جورج مور گنسترين ترټولو زياتې څيړنې او ليكنې كړې او د ( اندوايرانين لنگويجز) په نامه د خپل كتاب دريم ټوك چى ۲۳۷ مخه لري او په ۱۹۶۹ ميلادي كال په اوسلو كې چاپ شوئ د پشه يي ژبي گرامر ته ځانگړي كړې دئ. نوموړى نامتو څېړونكى ليكي : پشه يي د هغي لرغو نې ژبى اوسنۍ بڼه او زېږنده ده چې داسلام څخه تر مخه په هندو بودايي كاپيسا او لمپاكا (او سني لغمان )كې ويل كېده ... البېروني څو هندسې عددونه ليكلي چې په څرگنده توگه د پشه يي د يوې لهجې څخه دى او دغه عددونه د افغانستان د هندو آريايي ژبو له جملې څخه تر ټولو لرغونى شكلونه دي. (آريانا مجله ۱۳۴۷ كال ۲۷۶ گڼه ۲۶ مخ) د دايرة المعارف فارسي په ۱۷۹ مخ كې چې د غلام محسين مصاحب په سرپرستي ليكل شوى دئ د افغانا سره د تماس نيولو په ترڅ كې داسې راغلي دي: د افغانستان له هندو آريايي قبايلو څخه تر ټولو مهمه قبيله پاشايي ده چي سيمه ييز نوم يي دهكان دى چې دكابل په كوهستان او دكونړ درې په لاندنيو برخو كې ميشت دي . همدارنگه كه د بغستان د ډبر ليك دوه نيم زره كلن شعر او يا وياړني ته : (نې اريكه آهم ، نې درواجنه آهم ، نې زوركره آهم ) چي د ايران دهخامنشي كورنى ديوه مشهور پاچا لوى داريوش په امر كيندل شوئ دى ( دپښتو ادبياتو تاريخ لومړى ټوك۲۹۰ مخ ) ځير شو ، دا په ډا گه څرگنديږي چې ددغه آريايي شعر زياتره ويونه تر اوسه د دري او پښتو ژبي څخه زيات په پشه يي ژبه كې په هماغه بڼه خوندي شوي دي، ځكه: ۱- نې يا نه په ټولوكې مشترك دى او په پشه يي كې هم په همدې ډول كارول كېږي. ۲- اريكه په پشه يي كې د ارېك يعنې اوريدل له مصدر څخه ده او دلته دامعنا لري چې ما دهر چا هر ډول خبره او شيطنت نه اوريده او خپله مې درك درلود. ۳- درواجنه كه درواغجن په معنا راشي داهم په دغو ژبو كې مشترك لغت دى خو په پشه يي كې دروا (پاتې) او جن يا جنه كس يا نفر (سړى) ته هم وايي چی ترهغې ښه معنا لری يعنې وايي چې كوم وروسته پاتې او بې ارزښته سړى نه وم. ۴- زور كره په دې كې زور مشتركه كلمه ده او كره د كريك او كولو له مصدر څخه یو پشه يي لغت دی او د زور زياتي كوونكي معنا لري. ۵- آهم هغه ترټولو پيژندل شوى پشه يي كلمه ده چې تر اوسه په پشه يانوكې په همدې ډول كارول كېږي چې د (وم) او (بودم) معنى لري دغه آهم كلمه دپشه يي ژبې په ځينو لهجو او گړدودونوكې د آكم او آنم په بڼه هم اوښتې ده. په دې ډول ويلى شو چې دا يوه تر ټولو پخوانى پشه يي شعر دى. له بلې خوا د ملنډا پينه د كتاب په هكله د ښاغلي محمد پرويش شاهين ليكنه چې د ساپي نشراتي ارگان د (ورځ) مجلې ددوهم كال په درېيمه گڼه كې يي كړې ده ډيره په زړه پورې حقايق برسيره كوي چې دهغه په يوه برخه كې راځي : (... ددي په لومړي جلد كې ډير د كار خبرې راوړل شوي دي. داكتاب چيرته وو ، څنگه بيا موندلي شو ، دا چيرته ليكل شوي وو ، دلته سيلون ته څنگه راوړل شو ،ددي په څومره ژبوكې ترجمې شوي دي ، كومو كومو ملكونوته وړل شوى دى. دايوه خبره يي ټولو عالمانو منلې ده چې كتاب د شمال غرب له لوري ( د هغه سيمې شمال غرب د افغانستان ختيزه برخه د پشه يانو ميشت سيمه ده ) را دمخه كړي شوئ دى. بيا يو بل بديهى كتاب كى خو خبره دې ته هم را رسول شوې ده چى دا كتاب په پشا يى ژبه ليكل شوى دئ. دا چى دغه پشه يى ژبه د چا مورنى ژبه وه چى دغه يى له دى ځايه سيلون ته وېوړله... زه هم دې پسى ولگيدم په نورو ډير بدهي كتابونو كې مې دغه د پشايى ژبې دا خبرى ولوستلى او ښه پوره مواد راسره جمع شول او بيا مې پالى او پښتو په نوم د يو كتاب ليكل شروع كړل...) له دغو يادونو څخه دا جوتيږى چى پشه يى ژبه يوه ډيره پخوانى ، د كتنى وړ او مهمه ژبه تيره شوى او لرغونى ادبيات لرى. خپله دا د (ملنډا پېنه) كتاب چى ډير پخوانى دى په پشه يى كى ملنډا و پيژنه معنا لري او كيدى شى چى همدا مفهوم او معنا هم ولري. له بلى خوا پخپله د دغه سيمى د هيوادونو نومونه هم يو پشه يى جوړښت لرى چى ريښه يى آريايى ته رسيږى لكه افغانستان (د افغان ځاى) تاجكستان (د تاجك ځاى) هندوستان (د هندو ځاى) او داسى نور چى تان په پشه يى او هم په آريايى ژبه كى ځاى ته وايى او (س) يو روستاړى (ربط)او نسبتى تورى دى چى په پشه يى كى ډير كارول كيږى لكه احمدس كتاب (د احمد كتاب) سالنگس پند (د سالنگ لاره) كابلس پارال (د كابل مڼى) چى دغه تركيب به نورو سيمه ييزو ژبو كى نشته. او يا د شهنشاه كلمه چى دا هم يو پشه يى تركيب او شاهنناشاه يا شاهنا شاه (د شاهانو شاه) يو لنډ شكل دئ يعنى د مفرد په حالت كى د (س) تورى او د جمع په حالت كى د (نا) تورو په ورزياتولو سره دا ډول تركيبونه جوړيږى. او هم دا چى (دار) په پشه يى كې لرگي ته وايى او په پښتو او درى كى هم كارول كيږى لكه (په دار ځوړول) يا (به دار اويختن) چى كله كله په دري ژبه كى به چوب اويختن هم ترجمه كوي، دا د دى خبرى څرگندويه ده چى دغه پشه يى ژبه يوه واكمنه ژبه هم تيره شوى ده ، نو دا هم په ځاى ښكاري چى وايى پشه يى له پاشا ، پاچا او پادشاه څخه اخيستل شوې نوم دئ. ځكه ځينى بادشاه يا پاچا ته پاشا وايى او داسى ويل كيږى چى ډير پخوا د دغې سيمى پاشا (پادشاه) په همدى ژبى غږيده له همدى كبله بيا همدغه خلكو او ژبى ته د دغه پاشا (پاچا) په ارتباط پاشايى ويل شوى دى. پنځه سوه کاله د مخه ظهیر الدین محمد بابر هم په کابل او شاوخوا سیمه کی ده پشه یی ژبی د شتون خبری کوی، او داسى ډير نور شواهد او دلايل هم شته چى زموږ د پشه يى ژبى د لرغونتيا ، پراختيا او ارزښت څرگندونه كوي ، خو په وروسته پيړيو كې پشه يى ژبه له پامه غورزيدلې او ادبيات يى يوازى په شفاهي توگه په پشه يى اولس كى خوندى شوى دى. تر كومه ځايه چى زه پرى پوهيږم پشه يى ژبه تر ټولو بډاى منثور او منظوم شفاهي ادبيات لري چى له پيړيو پيړيو څخه را په دې خوا له يو نسل څخه بل نسل ته ليږدول شوى او تر ننه موږ ته راپاتى شوى دي. تجربو راخودلى ده د كوم ولس ژبه چى په يوه يا بل دليل د ليك له قيده وتلۍ او د ليكلى ادب له نعمته بى برخى وي هماغومره د هغه ولس د خلكو د ادبي تندى د ماتولو يوه مهمه وسيله ولسى ادب: سندرى ، كيسى ، متلونه ، معماگانى او داسى نور وي. چى په پشه يانو كې دا خبره بيخي اثبات ته رسيدلى ده د بيلگى په ډول د پشه يى هنرمندانو دومره ډېرى سندرى زده وى چى له مبالغى پرته كه درى شپى ورځى پرله پسى ډول هم مجلس وكړي هغوی ته شرم ښكاري چى آن د يوه سندرى يو بند هم دوه ځلى او تكراری ووايى. د پشه يى ژبى منظوم ادبيات يا شعرونه چى په پشه يى كى يوازى د (گې) او (ورڼا) كلمى ورته كارول كيږى او په شفاهي توگه موجود دي، ځانله ځانگړى شكلونه لري او تر كومه ځايه چى ما ته پته ده د پشه يى ژبى په ادبياتو كى د نورو ژبو په نسبت ډير شعرى قالبونه موجود دي چى كولى شو د ټوكور ، شور ټكور ، خېمېوى (چى د يو څه تفاوت سره غزل ، مثلث ، مربع ، مخمس ، مسدس مثمن او مستزاد شعرونو ته نږديوالى لرى) شياري ، لموى ، باړه گى ، ورڼا ، موټه ورڼا ، كاړه گې ، واج او داسى نور يادولى شو چى پخواني پشه يى شعري بڼه لري. همدارنگه له پشه يى شعرونو څخه ځينى يې د پښتو او دري شعري قالبونو ته نږديوالى لري او ځينى نور يى به ځانگړى قالبونو كى دي چى په نورو ژبو كى لږ او يا هيڅ نه تر سترگو كيږى لكه ورڼا ، باړه گې لموي او د شياري شعرونو ځينى شكلونه. په همدى ډول په پشه يى ادبياتو كى ځينى نوى شعري بڼى هم تر سترگو كيږى چى د پښتو او دري ادبياتو د اغيزى له لارى په دى وروستى پيړى كى د پشه يى ادبياتو گلبڼ يى لا پسى بډاى ، رنگين او سمسور كړى دى. د بيلگى په ډول رباعي ، مقام ، قطعه ، قصيده ، مثنوي او داسى نور له هغه شاعرانو له خوا رامنځته شوى چى په پښتو او يا درى ژبو شعر ويلو كى يى هم لاس لرلى او يا د دوى تر څنگ اوسيدلي دي. دا لاسه چى په وروستيو كلونو كى د پشه يى ليك د بيا د رامنځته كېدو سره په همدى نږدى كلونو كى آن نوى نيمه آزاد ، آزاد او نورو شعرونو هم پشه يى ادبياتو ته لاره پرانستى ده. دا هم بايد وويل شى چى په پشه يى ادب كې تر دى د مخه د كوم شعرونو نومونه چى وړاندى وويل شول يوازى د هغه د ويلو ولسى سبك له مخى ټاكل كيده، چى البته له شكل له پلوه يى هم توپيرونه لرل. داهم بايد وويل شى چى د ښځو او نارينه وو په گډون زياتره پشه يى وكړى د خپل شاعرانه سيمى د طبيعى ښكلا او د وگړو د فطرى ذكاوت او هوښيارتيا له امله د شعر جوړولو استعداد او توانمندى لري او ډيرو خلكو شعرونه جوړ كړى دى او د خوښيو په محفلونو او غونډو كې ټول پشه يان د اړتیا پروخت د كوم شرم څخه پرته په ډير وياړ او سرلوړى سره سندرى وايى او يا لږ تر لږه د سندرغاړى سره ملتيا كوي ، د ښځو او نارينه وو په شمول د پشه يى شاعرانو شمير آن په يوه كلى كى څو څو تنو ته رسيږى. زياتره پشه يى عشقي شعرونه د ښځى او نارينه تر منځ د سوال او ځواب په بڼه جوړ كړل شوى وي ، ښځينه شاعرانى زياتره د ورڼا او باړه گى په قالبونو كى چى د شاعر نوم پكښى نه وي شعر جوړوي. يعنى د شعر يو بند د نارينه او بل يى د ښځينه وو د خبرو او غوښتنو استازيتوب كوي. پشه يى شعرونه زياتره عشقي او د مينى او محبت په هكله دي او همدارنگه ټولنيز ، ملي ، هيوادني ، حماسي ، معلوماتي ، انتقادي ، هجوه ، روايتى او ديني محتوا هم لري چى په اوريدونكى خپل ژور اغيز شيندى. د ورڼا ، موټه ورڼا ، واج او ځينو نورو شعرونو څخه پرته چى شاعر يى معلوم نه وي نور د ټولو ډولونو شاعران ښكاره او معلوم كسان وي او د شعر په پاى كى د هغه نوم راغلى وي. د پشه يى شاعرانو شمير زښت زيات دى خو هغه چى يو څه پخوانى او ډير شهرت لري د شيرالله ، حسين خان ، جان محمد (جاني) ، مير محمد ، ميتر ، ډلمير ، شيرخان ، توكل ، خرم ، ميرالله ، محمد زمان ، محمد اعظم ، محمد نور او نورو څخه عبارت دي چى نږدى تر دو سوه كاله د مخه اوسدلي او تر اوسه ډير شمير شعرونه يى په ولسونو كى خوندي دي. پخوا به د پشه يى شاعرانو تر منځ شعري مناظرى او مقابلى كيدې او زياتره شاعرانو چى په خپله هنرمندان هم وو په ولسى مېلو او محفلونو كى مقابلى كولى. وايى چى په يو وخت كى د شيرالله او حسين خان چى د لغمان د نورلام درى څخه او جاني او مير محمد ته چى د ننگرهار د دره نور څخه وو او نږدى ۱۵۰ - ۲۰۰ كلونو د مخه موده كى اوسيدل د خلكو له خوا د يوې شپى ورځى تر منځ موده كى دنده وركړه شوه چى يوه ډله يې د حيواناتو او ژويو په هكله او بله ډله يى د نباتاتو او بوټو په هكله شعرونه جوړ كړى او بيا يى د ټولو خلكو په وړاندى ووايى چى په هغه كى هيڅ يو بوټى او يا ژوى د شعر څخه بهر پاتى نه شى ، همداسى كاريى وكړ او دواړو ډلو شاعرانو شعرونه جوړ او د خلكو په وړاندى د ساز او سرود سره وويل شول چى په ترڅ كى يى يوې ډلى ته چى زياته بريالى وه د سرو زرو يو جام د انعام په ډول وركړ شو.
لیکوال: محمد زمان کلمانی سرچینه: http://www.afghanistantoday.org چه ترینه مننه کوم

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

داردستان


داردستان په پاکستان کی لومړنی پشه یی مجله ده چه د پښاور په ښار کی د پشه یی ملیت ادبی جرگی لخوا خپریږی چه مسئول مدیر یی فضل رحمان (صادقی) دی . داردستان مجله یوه خپلواکه مجله ده چه په کوم گوند پوری تړلی نده  پدی مجله کی دینی، ادبی، قومی مطالب په پشه یی ژبه او ځینی مطالب هم په پښتو ژبه هم خپرییږی چه لوستونکی کولای شی په پیښور او جلال آباد کی دا مجله تر لاسه کړی د داردستان مجله سره په لاندی ایمیل آدرس سره خپل مطالب واستوی :
dardistan_pashai@yahoo.com

۱۳۸۸ فروردین ۹, یکشنبه

استادپوهندوى نورمحمدغمجن تميل

 زنده گى نامه مرحوم استادپوهندوى نورمحمدغمجن تميل شاعر و نويسنده زبان پشه يي:
مرحوم استادپوهندوى نورمحمدغمجن تميل فرزنديارمحمدخان به تاريخ ٢٤ جوزاسال ١٣٢٦ خورشيدى درقريه وت ولسوالى الينگارولايت لغمان دريک خانواده روحانى،متمدن وروشنفکرديده به جهان گشوده ودربهارششم زنده گى خويش ازنعمت بزرگ مهرمحبت پدرى محروم گرديدولى آغوش پرمهريک مادرداناومهربان دردست داشت که به رهنمايى وهدايت وى رهسپارحاصل نمودن علم ودانش گرديد. استادمرحوم تعليمات ابتدايى خويش رادرمکتب محلى الى صنف سوم ادامه دادوبعدازآن شامل ليسه شيخ محمدحسين درسنگرولسوالى الينگارگرديدوبعداً درسال ١٣٣٩ خورشيدى شامل دارالمعلمين عالى ننگرهارگرديدکه درسال ١٣٤٥ خورشيدى ازاين دارالمعلمين به صفت اول نمره عمومى فارغان آن سال فارغ گرديدورهسپارپوهنتون کابل شدکه درپوهنتون کابل درپوهنځى زبان وادبيات وعلوم بشرى شامل گرديدودرسال ١٣٥٠ خورشيدى ازپوهنځى مذکوراول نمره فارغ وصاحب درجه تحصيلى لسانس گرديدچون مرحوم استادمشخصات وشرايط کدرعلمى راداشت،درهمان پوهنځى به صفت استاددرديپارتمنت پشتومقررگرديد. استادمرحوم درسال ١٣٥٣ خورشيدى جهت اخذتحصيلات عالى ازجانب دولت وقت به کشورهندوستان فرستاده شدکه درآن جادرپوهنتون اله باددربخش تاريخ متون وکلتورافغانستان وهندوستان به تحصيل پرداخت وبعدازختم تحصيل دررشته مذکوردرسال ١٣٥٥ خورشيدى برعلاوه سنددرجه ماسترى بنابرلياقت واستعدادبه گرفتن يک مدال طلايى نيزنايل گرديدوباافتخارکامل به اغوش کشورخودبرگشت وبه وظيفه مقدس استادى خويش ادامه داد. استادمرحوم برعلاوه ازلسان مادرى پشتوبه لسان پشه يى لسان پدرى اش به لسان هاى درى، انگليسى، اردو، سانسگريت، عربى وهندى مى فهميدن که ازلسان هاى فوق يک تعدادزيات مطالب وآثاررابه پشتو،درى ترجمه نموده است. وهمچنان استادمرحوم برعلاوه اينکه استادپوهنتون کابل بود، يک عضوفعال اتحاديه نوسينده گان وشاعران افغانستان نيزبود،وى مسوول وبنيان گذاربرنامه هاى پشه يى راديوتلويزيون افغانستان بود. استادمرحوم يک متفکرعالى نويسنده قوى وشاعربرجسته افغانستان به شمارميرودخاصتاً براى قوم پشه يى که هميش ازنظردولت هادورمانده است. استادمرحوم به لسان هاى پشتو،درى وپشه يى تعليمات زيادنموده است که درذيل اثاريکه ازاستادمرحوم به چاپ رسيده است يادآورميشويم:
1. الفباى زبان پشه يى
2. دپشه يانودچاپيريال ،ژبو،خلکو،اوځينوشاعرانو اومتلونومعرفي (مونوگراف)،که درکتابخانه پوهنتون کابل موجوداست.
3. دپشه يانوشفاهى ادبيات
4. دپښتواوپشه يى ژبودگرامرنږديوالى،براى ترفيع علمى پوهنملى
5. قاموس لسان پشه يى به لسان پشتوودرى
6. پشه يى متلونه
7. دپشه يانوپيداوار
8. دپشه يانودجغرافيايي چاپېريال پېژندنه
9. دپشه يي ژبې دادبياتوتاريخ
10.انقلابي آر ( دپشه يي شعرونوټولگه)
11. مقالې اوادبي نثرونه په پشه يي ژبه
12. پشه يي کيسې اوروايتونه
13. دپښتوشعرونوټولگه
14. دپښتوژبې مقالې
15. مجموعه اشعاردرى
16. دپښتوخوږونثرونوټولگه
17. مجموعه نثرهاى درى
18. دپشه يي ژبې تاريخچه
19. دنورستاني ژبې تاريخچه
20. دروښاني دورې منظوم متون ،براى صنف دوم وسوم پوهنځى زبان وادبيات پوهنتون کابل ديپارتمنت پشتو
21. دحميددديوان منتخبات ،دکابل پوهنتون دادبياتودپوهنځۍ دپښتوڅانگې دمحصلينولپاره
22. ترجمه صد پند سودمند خوشحال خان خټک
23. دروښاني دورې منظوم اومنثورادب تاريخ ،دکابل پوهنتون دادبياتودپوهنځۍ دپښتوڅانگې دمحصلينولپاره
24. داستان حماسى ادب پشه يى
25.دپښتومتلونوټولگه
وچندين اثارديگرکه مجموعه تعداد آنها به ٣٦ ميرسد وبايد يادآورشد که استاد برعلاوه برمصروفيت که داشت درپهلوى آن باجرايد ومجلات وقت نيزهمکارى کامل داشت که به طورنمونه چند نوشته وى رادرمجلات معروف کشورذکرمينمايم. پشه يي ادب،دريک مقاله سلسله يى درمجله وږمه ١٣٥٠ خورشيدى جلدسوم کابل ١٣٥١ جلدسوم کابل. قابل يادآورى است که استادمرحوم اولين شخص بود که ادب حماسى پشه يى رابه رشته تحريردرآورده بطورنمونه ميتوان ذکرکردکه درمجله فرهنگ مردم درمجله سوم سال ١٣٦٠ خورشيدى داستان حماسى ادب پشه يى راتحت عنوان ننگاه وسورنانابه چاپ رسانده است. بايديادآورى کردکه استاد واقعاً يک سرمايه ى علمى وفرهنگى افغانستان خاصتاً براى ملت زجرديده وازنظرهمه دورافتاده پشه يى بودکه ياد شان براى ايشان براى هميش دراين ملت زنده ميباشد. استاد مرحوم بالاخره بايک قلب پرازخدمات درروزى سى وپنجمين سالگردخويش درنتيجه انفجار در٢٤ جوزا سال ١٣٦١ خورشيدى جهانى فانى راوداع گفت وازوطن وملت خويش براى هميش به جهان ابدى پيوست. ودرتپه مرنجان کابل به خاک سپرده شد. روانش شادومشعلش فروزان باد


نویسنده حمت الله امین زی

یاداشت: با اظهار سپاس و قدر دانی از خدمت قابل قدر محترم حمت الله امین زی ناشرویب سایت امین زی که مطلب رادرموردزندگی نامه مرحوم استاد نور محمد غمجن تمیل که افتخارهمه افغانها است بخصوص ملیت پشه یی به دست نشر سپرده. نوت: اولین تهییه کننده و گوینده پروگرام پشه یی رادیو افغانستان محترم عبدالمنان عطازاده است که برای اولین باردربرج میزان سال1350یکجابابرنامه های ازبکی ،ترکمنی و بلوچی نشرات آن آغاز گردیده و تاحدود سه سال ادامه داشت و بعد در نتیجه تلاش های پیهم و سهم گیری مستقیم مرحوم نورمحمد غمجن تمیل که استاد پوهنتون کابل بوددرآغاز سال 1360 هجری شمسی این برنامه برای باردوم احیا گردید ومحترم محمد زمان کلمانی برای اولین بار به صفت مدیر آن گماشته شد. زیرا قبل از آن همه از بیرون به صفت قراردادی ایفای وظیفه می نمودند. برنامه تلویزیونی زبان پشه یی که در برج دلو سال 1383 آغاز به نشرات پشه یی نمود تهیه کننده و گوینده آن محمد زمان کلمانی بود که به صفت مدیر عمومی نشرات پشه یی ایفای وظیفه می نمود. الفبای زبان پشه یی که به زبان دریست همرا ه با ترجمه ها و نمونه های دری و پشتوی آن در اواخر سال 1365 هجری شمسی توسط محمد زمان کلمانی که در رائس هیئت سه نفری قرار داشت نوشته شده و بعد از منظوری رئیس مرکز زبان ادبیات اکادمی علوم افغانستان در سال 1367 به طبع رسید که در ویب سایت کتابخانه الیکترنیکی موجود است . که در فارمت پی دی اف در لینک ذیل موجود میباشد.



و این هم لینک کتاب الفبای زبان پشه یی در فارمت پی دی اف


آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...