۱۳۸۹ خرداد ۷, جمعه

لغمان او دهغه تاریخی جغرافیا «محمد زمان کلمانی لیکنه»

لغمان چی زمونږد ګران هیواد افغانستان په ختیځه برخه کی پروت او مرکزیی د مهتر لام با با ښار دی، ډیر لرغونی او په زړه پوری تاریخی سوابق لری. لغمان نه یوازی دا چی د خپل لرغونی نوم ریښی د پیړیو څخه را هیسی خوندی کړی بلکی د خپلو تیرو مدنیتونو او فرهنګونو نښی یی هم پریښودلی دی. دغه د لغمان اوسنی سیمه چی د ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپیسا، پنجشیر او کابل د ولایتونو تر منځ پروت او دقرغه یی، الینګار، الیشنګ او دولت شا په نامه ولسوالی ګانی لری د تیرو زمانو په اوږدو کی یو شانته نه بلکی کله لویه او کله وړه، کله خپلواکه او کله د نورو تر واکمنی لاندی پاتی شوی ده. په لغمان کی بیلابیل وګړنیز (اتنیکی) ډلی او ولسونه او همدارنګه ژبی موجودی دی چه د (افغانستان برخلیک او ختیځ پښتانه) د کتاب لیکوال دکتور وارث محمد وزیر دلیکنی پر بنسټ د لغمان د ولایت د ۸/ ۳۱۰ زرو تنو له نفوس څخه قاطع اکثریت د پښتنو دی. په دویمه کی پشه ئیان، دریمه کی نورستانی (چی اوس ځانته ولایت لری) څلورمه درجه کی دهګان او تاجک، پنځمه درجه کی ګوجر اوهندی توکمونه او ځینی نور لږه کی شته چی فیصدی یی لږه ده. د لغمان په پښتنو کی د غلجی قبایلو پښی په اکثریت کی دی. د غلجی خیلو اکثریت د قرغیی او الینګار په ولسوالیو کی ځآی پرځای شوی دی. دغیر غلجی پښتنو له ډلی څخه د خپل شمیر له مخی ساپی د یادولو وړ دی. دلغمان په ولایت کی د دوى شمیر ۱/۴۰ زرو ته رسیږی... ساپی په دریو اداری واحدونو ویشل شوی دی. مهترلام کی ۱۰/ ۹ زره تنه ،ا لینګار ولسوالی کی ۶/ ۲۵زره تنه (دلته دپشه یانو شینګنک طایفه هم صافی معرفی شوی دی) او الیشنګ ولسوالی کی ۲/ ۴ زره تنه ژوند کوی(۱) دنمارکی انسان پیژندونکی فردینانت چی د کوچی پښتنو له ژونده سره د بلدتیا په خاطر افغانستان ته راغلی وو لیکی چی: لغمان اوسنی اوسیدونکی د قومی په لحاظ سره ګډ دی، په دی سیمه کی دری قومونه اوسیږی، یو قوم یی په پشه یی غږیږی اودوه نور یی په پښتو او تاجکی خبری کوی. په غرنیو سیمو کی قومی جوړښت پرخپل حال پاتی خو په سمه کی یی بیخی تغیر خوړلی دی.(۲) د روایاتو له مخی دلغمان زیاتره اوسیدونکی په تیره د الینګار او الیشنګ خلک اصلاْ الینایانو په نامه یاد شوی دی.الینا د ویدی د زمانی یوه مهمه آریایی قبیله ده چی د لسو آریایی قبایلو لکه پکتها (پښتانه) بهالانا او داسی نورو سره یی په جګړه کی ګډون کړی دی او د دغه جګړه څخه وروسته الینایانو د الیشنګ او الینګار په درو او دهندوکش په لمنو کی هستوګنه غوره کړی او بیا د نفوسو د ډیروالی له کبله یی نورو ځایونو ته هم حرکت کړی دی او ډیریی دهندوکش په جنوبی لمنو کی لروبر خپاره شوید دی. الیشنګ او الینګار په پشه یی ژبه کی همدا د الینایانو د کور او هستوګنځی معنی ورکوی(۳). دلغمان خلک ډیر پوه ، چالاک او زړه ور خلک دی، د زده کړی او پوهی شوق لغمانیانو کی ډیر دی او لغمان په ټول هیواد کی لومړنی حکمرانی وه چه لیسه یی درلوده(۴). د لغمان د تسمیی وجه: لغمان د تاریخ په اوږدو کی په بیلا بیلو شکلونو او بڼو لکه لامګان، لمګان، لان پو، لنپاکا، لامپاکا، رام پاکا، لمپاکا، لمبکا، لمغان، لمقان، لمقانات، لمغانات او نورو نومونو نومول او یاد شوی دی. دلغمان د تسمیی په باب بیلابیل تحلیلونه او نظریی شته خو کوم شی چی د افغانستان په جغرافیایی قاموس کی راغلی دی هغه سم او صحیح بریښی ځکه یو خو هغه خپله د افغانانو نظر او تحلیل دی او بل دا چی پر حقیقت ولاړ دی او په سیمه کی ډیر داسی شواهد او واقعیتونه شته چی دغه نظریه تائیده وی. د افغانستان په جغرافیایی قاموس کی لولو: لغمان یو له پخوانیو او لرغونو کلمو څخه ده چی په زرګونو کلونو په ترڅ کی په بیلو بیلو شکلونو تر اوسه پوری پاتی دی. لامګان، لام پاکا، لانپو او داسی نور ټول د لغمان د بیلو بیلو دورو نومود دی. لام ، لاما په پشه یی کی د کلی معنی ورکوی. دا کلمه پشه یی ته منحصره نه ده او اصل یی نږدی آریایی مشترکی ژبی ته رسیږی چی په زیاترو آریایی ژبو کی یی ریښه شته. د پشه یی (لام) د فارسی (لان) او دپښتو (بان) ټول یو اصل لری او معنایی ځای او کلی دی. ګان او (اوغان) چی لومړنی د جمع لامه او روستی یی د نسب لاحقه ده چی په (چغان) او (چتان) او داسی نورو کی شته. په دی حساب یی معنی (کلی) یا دکلیو اوسیدوکی کیږی... په دی ترتیب د دیګان (دیشین، وطنی او د کلیو اوسیدونکی) او لامګان کلمی سره یو دی. په لامپاکا او لمپاکا کی هم (لام) شته او ویل کیږی چی پاکا دهغه چا نوم وو چی کلی پری یاد شوی او ورته منسوب شوی دی...(۵). ددی په خاطر چی لغمان دهمدغه لامگان اوسنی بڼه ده او د پخوانیو اوسیدونکو ژبه یی چى پشه یی ده هم په همدی لغمانی یا دیګانی په نامه یاده شوی او اوس هم د ننګرهار په ښیوه او د کونړ په نورګل کی پشه یی ژبی ته لغمانی او دیګانو ژبه وایی. مونټ سټورت الفنسټن د لغمان او کونړ اوسیدونکو له جملی څخه دهګانان (پشه یی) هم یادوی او وایی چی دوى په دغسی یوی ژبی ګړیږی چی په بابرنامی ، آیین اکبری او نورو منابعو کی د لغمانی او دیګانی په نامه یاده شوی ده (۶) یوازی دیګان یا دهګان کی دپشه یی لام کلمه د دری ژبی په دی یا ده (قریه) اوښتی ده. دلام کلمه چی یوه پشه يى کلمه ده اوس هم په دغه سیمه او په تیره په لغمان کی په زیاته پیمانه شته لکه: نورلام، مهترلام، کولک لام، اونګه لام، لوګرلام، لمټک، نولام، نجلام، لچه لام، ننګه لام، کل لام او نورو کی شته چی ټول دکلی په معنی استعمالیږی. کله کله دغه لام کلمه په رام هم اوښتی ده لکه ګلا رام، کونټه رام، بسرام، شمرام او نور... لغمان یا لمپاکا په لرغونو زمانو کی ځانله یوه خپلواکه پاچاهی سیمه وه. چینی نامتو زایرهیون تسنګ چی د ۶۲۹ او ۶۴۵م کلونو تر منځ لانپو (لغمان) ته راغلی وو په دی هکله داسی لیکی (... ددی په خاطر چی د څو پیړیو څخه را په دی خوا ددغه مملکت شاهی کورنی له منځه تللی او مشران یی د قدرت د نیولو په خاطر د دی نه پرته چی د یو بل برلاسی ومنی، په خپلو کی مخالفتونه کړی او آخر کی بیا د کیاپیشی (کاپیسا) تابع شوی دی(۷) لغمان یو وخت د ګندهارا دستری سیمی یوه برخه وه چی د کابل سیند خوزه یی په برکی نیوله. سره له دی چی لغمان د افغانستان یو لرغونی او سمسوره برخه او سیمه ده خو بیاهم د نړی ځینو فاتحانو، سیلانیانو، لیکوالو او مورخینو په بیلابیلو دورو کی دغه سیمه د بېلا بېلو جغرافیایی سيمو په حدودو کی شامله ګڼلی ده. (د میلاد نه دریوسوو کالو دمخه زمانو کی د افغانستان د نورو شرقی سیمو سره یو ځای دغه سیمه آن د ارغنداب تر ناوی پوری د هند د موریانو د کورنی مشهور پاچا آشوکا (۲۷۳-۲۳۲م) د تسلط په ساحه کی شامله وه.... لغمان آن تر غزنویانو تر عصره د کابل شاهانو او د دوی پاتی شونی هندوشاهانو او د ملتان د لودی شاهی کورنی تر تسلط لاندی پاتې شوی دی. د امیرسبکتګین په وخت د غزنوی شاهانو دپاچاهی په سیاسی حدودوکی شامل شو. هغه وخت چی د افغانستان پر ځینو سیمو د تیموریانو یرغلونه او حملی شروع وی نو دغه مهال د کونړ په درو کی ځینی محلی حکمرانانو تسلط درلود چی مرکزیی ننګرهار وه. ددی کورنی مشران سلطان پکهل او سلطان بهرام دوه ورونه وو. د سلطان بکهل (د څينو رواياتو له مخى دوى د پشه يى د شينگنك له قبيلى څخه دي) د واکمنی سیمه له لغمان نه تر کنړ، باجوړ، سوات او کشمیره پوری وه خو دسلطان بهرام د ورور د مړینی وروسته ګورګانیانو د دولت ترجوړیدو او په هغه کی د دوی تر استقرار وروسته دافغانستان شرقی سیمی د کابل په صوبه کی شامل ګنلی شوی دی. تر څو چی لوی احمد شاه بابا (۱۱۶۰—۱۱۸۶هـ ق) د افغانستان تاریخی جوړښت بشپړ او واحد سیاسی مرکزیت یی په کندهار کی رامینځ ته کړ(۸). دلغمان حدود په بیلا بیلو دورو کی: دحدودالعالم نومی کتاب په یودیرشم مخ کی چې د سامانیانو په وخت په فارسی ژبه لیکل شوی دی راځی چې لغمان دهندوستان د توابعو څخه یو ښار دی چې د سیند تر څنګ پروت او دبازرګانانو ځای دی او په هغه کی بت خانی دی. همدارنګه د همدی کتاب په اتلسم مخ کی د ننهار(ننګرهار) په سیمه کی آن کابل سند ته رود لغمان ویل شوی دی. مینورسکی دهمدغه حدودالعالم د کتاب په حواشی او تعلیقاتو کی د امپراتوربابر د بابر نامی په حواله د لغمان(لمغانات) د علاقی په هکله لیکی چې اصلا لغمان دالینګار ، الیشنګ او مندروړ څخه عبارت دی چې دکابل سیند کیڼ لورته پروت دی. الینګار د هغه ختیزه دره او الیشنګ یی لویدیزه دره ده. د دواړو اوبه په مندروړکی سره ګډیږی، رود باران جوړوی او دکابل سیند کی لویږی. همدارنګه د همدی ماخذ په حواله لیکی چې: د کابل د هیواد په ختیځ کی لمغانات واقع دی. تر ټولو لوی یی دخلکو په اصطلاح نیګنهار دی چې داروغه یی په ادینپور کی اوسیږی(۹). ښاغلی سرمحقق زلمی هیوادمل هم د لغمان تاریخی جغرافیا نومی رساله کی دهمدی بابرنامى په حواله لیکی چې که څه هم د لغمان د پنځه تومانونو څخه یویی ننګرهار دی خودغه دری تومانوته لغمان وایی: د دریوتومانوڅخه یویی الیشنګ تومان دی، شمال یی په هندوکش نښتی دی. یو بل یی د النګار تومان دی. د النګار سیند له اکور څخه راوځی. بل تومان د مندروړ دی دهغو دوه بلوکو څخه چې یادونه یی وشوه، یو یی دره نور دی... یوبل تومان کونړ او نورګل دی. په دغه لیکنه کی چغانیان سرای (چغنسرای) او کامه هم د بیل بیل بلوکونو په نامه یاد شوی دی. د کابل سلطنت بیان نومی کتاب، د افغانستان د اتلسو ولایتونو څخه یو ولایت ګڼی چې هر یو د یو حاکم لخوا اداره کیده او لغمان او جلال آباد دواړه د غلزیو حکومت به نامه یاد کړی دی. نوموړی د سیندونو په برخه کی داسی لیکی: دکونړ څخه شل میله لویدیځ خوا ته دمندروړ په برخه کی د الینګار د کابل سیند سره ګډیږی د الینګار سیند داسی یوه ناوه جوړوی چې د ۷ عدد بڼه غوره کوی. ختیزه دره یی الینګار او لویدیزه د الیشنګ په نامه یادیږی. دواړه دری دشلو میلوبه اوږدوالی دغرونو په منځ کی پرتی دی. دغه دری جلال آباد د میدانی سیمی په ګډون د لغمان سیمه منځ ته راوړی...(۱۰). د پورتنیو یادونو او لیکنو څخه دا په ډاګه کیږی چی لغمان یا لمغانات نه یوازی دا چی داوسنی لغمان ساحه په برکی نیسی بلکی دننګرهار د سرخرود ،جلال آباد، کامه او د کونړ تر چغسرای پوری سیمی هم په دی نامه یادی شوی دی. د اعلیحضرت غازی امان الله خان (۱۳۳۷ـ۱۳۴۷هـ ق) په عصر کى د مشرقی اعلی حکومت په چوکاټ کی لغمان د یو درجه اول حکومت حیثیت درلود او مربوطات یی الیشنګ دره ، النګاردره ، قرغه یی ، مندروړ اوعزیزخان کڅ وو.لغمان د ۱۳۴۳ هـ ش څخه مخکی دمشرقی نایب الحکمتی کي د لوی ولسوالی حیثیت یی درلود ، دقرغیو او نورستان په نامه ولسوالی ګانی او د کڅ ، الینګار او الیشنګ په نامه علاقه داری ګانی درلودی چی ۱۳۳۵ هـ ش کال وروسته د نورستان د گډوال په سیمه کی یوه علاقه داری جوړه شوه خوکله چی په ۱۳۴۳ هـ ش لغمان دیوه ولایت بڼه غوره کړ د الینګار، الیشنګ، نورستان او قرغه یی ولسوالی ګانی او د کڅ علاقداری درلوده چې د ۱۳۵۲ کال کی د کڅ علاقداری بر ځای د دولت شاه علاقه داری جوړه شوه(۱۱). په ۱۳۶۷ هـ ش کال کی د لغمان نورستان ولسوالی له لغمان څخه بیل او د کونړ د نورستان په ګډون د ځانله ولایت په توګه رامنځته شو. لغمان ته داسلام دمبین دین د پلوشو خپریدل: که څه هم کیدی شی چې په خصوصی او انفرادی توګه د اسلام دمقدس دین خپریدل لغمان ته دمخه هم پیل شوی وی، خو په عمومی توګه دلغمان سیمی ته دلومړی ځل لپاره دغزنویانو دلومړنی پاچا سبکتګین په وخت (۳۸۱هـ ۹۹۱م) کی د اسلام مقدس دین خپریدل پیل شوی دی چې سلطان محمود غزنوی هم په دغو فتوحاتو کی برخه لرله. صفت نامه غازی محمد درویش خان په نامه رساله کی چې د قاضی محمد سالم لیکنه او بیا په ۱۳۶۵م کال په روم کی چاپ شوی ده راځی چې د محمد حکیم په باچاهی کې سنه ۹۹۰هـ حضرت غازی درویش محمد خان هغه سپه سالار وو چى د خدای (ج) په توفیق او د اولیا الله په همت د درونټی نه پورته تر فرجغانه پوری د الینګار، د لغمان د دری نجراب د پچه غان او د تګاو د شپږ شپیتو (۶۶) درو کافران ووهل او مسلمان کړل. داسلام آباد ، غازی آباد ، منجعان، درویش آباد، کاشیګر، حیدرخانی او بدیع آباد کلاګانی جوړی کړی. د صفت نامی په قول غازی محمد درویش یو روحانی شخص وو چې د کابل د والی میرزا محمد حکیم لخوا په ۹۹۰ هـ کی د دغو درو د ایل کولو په غرض واستول شو د الیشنګ په دره کی د اسلام آباد او درویش آباد کلی ټول دده نامه ته منسوب دی. لومړی یی د اسلام آباد کلا جوړه او د مرکز په حیث یی ورنه کار اخیسته او اوس یی هم قبرهمالته دی د صفت نامی څخه معلومیږی چې دغه دری یوځل دسلطان محمود غزنوی او بیا د امیر تیمور ګورګانی په وخت کی وهل شوی دی په صفت نامه کی د غازی درویش په لښکرو کی د غورغوشتی، شینواری، هزارمیشو (۱۲) پشه يى ، تاجك او نورو نومونه هم یاد شویدی. خوله دی سره سره لکه چې د تاج التواریخ او سراج التواریخ څخه په ډاګه کیږی. د لغمان ځینی دری او سیمی چې خلک یی هم مسلمان وو تر وروستی وخته پوری خپلواکه یا یاغی پاتی شوی وو چی د امیر عبدالرحمن خان په وخت فتح شول. امیر عبدالرحمن خان د کلمان د پیښی او د هغه فتح کولو په هکله په تاج التواریخ کی وایی چې: تر دی وړاندی هیڅ لښکر کشی او قدرت کلمان مغلوب کړی نه وو(۱۳). همدارنګه په سراج التواریخ کی هم د کلمان دجګړی او فتح کولو پیښه چې ۱۳۰۳-- ۱۳۰۴ هـ ق او۱۸۸۵- ۱۸۸۶م کلونوکی واقع شوی په مفصل توګه یادونه کړی او په یوه برخه کی راځی: د کلمان د فتحی د حاصلولو سره دجلال آباد حکمران چی بری او ماتی ته منتظر وو د خوښی او ښادی په دود یوویشت د توپ ډزی وکړی او کشموند، بریکوټ، بمبه کوټ، لامکندا او ستن خلک او همدارنګه د چتیلا، منډال، لاجدرک ، مشفه ا ود یاغستان د درجاتو ټول مشران یو په بل پسی د اطاعت له لاری سپه سالار حضور ته راغلل، تابع او تسلیم شول(۱۴). بالاخره امیرعبدالرحمن خان په ۱۸۹۶م کال هغه ټولی سیمی چی لا ترهغه وخته پوری خلک یی داسلام په مقدس دین مشرف شوی نه وو، فتح اود اسلام سپیڅلی دین روښنایی او نوریی هغوی ته ورساوه او له همدی کبله هغه سیمه چی د کافرستان په نامه یادیده د نورستان په نوم ونومول شوه چی د لغمان د الینګار ستری دری پاسنی برخه هم په هغه کی راځی او د لغمان نورستان په نامه یادیده. د اوسنی لغمان ټول وګړی حنفی مذهبه سنی مسلمانان دی. همدارنګه د مهترلام بابا ،نورلام صاحب ، بی بی صاحب ، میاجی صاحب ،سید رومی بابا ، ملا مردکا بابا ، پهلوان بابا او داسی نور ډیر مشهور زیارتونه لری د لغمان قلعه سراج په ۱۳۳۰- ۱۳۷۰ هـ ق کال دامیرحبیب الله په وخت جوړه شوی ده.
ماخذونه او یادونی: ۱- دافغانستان برخلیک او ختیځ پښتانه پیښور چاپ ۱۳۷۷ هـ ش کال۷۹ مخ. ۲- زبان و ادب ملی افغانستان ،۱۵-۱۴مخونه ۳- دافغانستان ژبی اوتوکمونه،۴۱۷مخ د دوست محمددوست لیکنه ۴- د افغانستان جغرافیایی قاموس ، پنځم جلد ،۱۷۷ مخ ۵- پورتنی ماخذ ۱۷۵-۱۷۶مخونه. ۶- د کابل سلطنت بیان، لومړی ټوک ۳۳۰مخ د داکترمحمد حسن کاکړ او نصرالله سوبمن ژباړه. ۷- دچینا یانو یو نلیکونه،۱۵۰ مخ د عبدل الکریم محب ژباړه. ۸- په دی برخه کی ما زیاتره د ښاغلی سر څیړونکی زلمی هیواد مل له اثر، یعنی دلغمان تاریخی جغرافیا څخه چی په ۱۳۶۴ش کال کابل پوهنتون کی خپور شوی دی استفاده کړی ده. ۹- حدود العالم با مقدمه بارتولد وحواشی مینورسکی ، ترجمه میرحسین شاه ، کابل۱۳۴۲ هـ ش کال ، ۹۳مخ. ۱۰- دکابل سلطنت بیان لومړی ټوک ،۱۶۰ مخ. ۱۱- دلغمان تاریخی جغرافیا.۷۳مخ . ۱۲- دافغانستان ژبی او تو کمونه ۴۱۸مخ. ۱۳- تاج التواریخ ۱۷۷ مخ امیرعبدالرحمن خان تالیف ۱۴- سراج التواریخ، ۴۸۰ - ۵۱۷ مخونه دفیض محمد کاتب لیکنه.
                     دنشرسرچینه: د جرګی مجله

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

دمحمدزمان کلمانی د ادبی خدمتونو د درناوی غونډه دقلم ټولنی لخوا

د چهار شنبی د ورځی د ماسپښین په ۳ بجو چه د ۱۳۸۹ لمریزکال ثور د میاشتی ۲۲ نیټی سره سمون لری دقلم دټولنی په نوښت دپښتو، دری او پشه یی ژبو د نومیالی لیکوال او شاعر محمد زمان کلمانی د ادبی خدمتونو د درناوی غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کی چی دګڼ شمیر لیکوالانو، شاعرانو او د قلم او ادب مینه والو په ګډون د دغی ټولنی په مرکز کی د ښاغلی څیړندوی محمد نبی صلاحی په ویاندی جوړه شوه،لومړی ښاغلی مولوی محمد عمر شریفی د قران عظیم الشان څومبارک آیاتونه ولوستل او ورپسی ښاغلی امرالله سرحدی یوه پرانستونکی وینا واوروله او وویل، دا چه د قلم ټولنه د پخوانی دود او باور پر خلاف ( چه په ژوندیو کی ښه او په مړیو کی بد نشته) د هیواد دنومیالی او وتلیو ادبی او علمی شخصیتونو د درناوی غونډی جوړوی او دخدمتونو قدر یی کوی ډیر پر ځای او د ستاینی وړ کار بولم او د ښاغلی محمد زمان کلمانی درناوی چی په تیره د پشه یی ژبی او ادبیاتو او هم د دوی دهویت د را ژوندی کولو په هکله یی تر ټولو زیات او دقدر وړ خدمتونه تر سره کړی د ده حق ګڼم او د قلم د ټولنی او هم راغلو لیکوالانو، شاعرانو او قدر پیژندونکو ورونو او خویندو څخه مننه کوم چی په دی غونډه کی یی برخه اخیستی ده. ورپسی په وار سره دقلم د ټولنی پخوانی مشر ښاغلی الحاج محمد حسن حسام ، ښاغلی عبدالرقیب نوری، ښاغلی غلام صدیق شینګنک، ښاغلی عبدالمالک لاموال، ښاغلی فرید الله نورستانی، ښاغلی انجینیرعبدالغوث رسولزی، ښاغلی مسجدی مالیار، ښاغلی شمس الدین شمس، ښاغلی جمعه خان افضل زاده، او دافغانستان د پشه ییانود شورا سرپرست مشر ښاغلی ملنګ بلاغ د ښاغلی محمد زمان کلمانی د ادبی خدمتونو په هکله خبری وکړی او ځینو خپل شعرونه ولوستل. د غونډی په وروستی برخه کی د ښاغلی نبی صلاحی په غوښتنه محترم محمد زمان کلمانی د سلام او درناوی په وړاندی کولو سره په څو لنډو خبرو کی د غونډی برخه والو ته په خطاب کی وویل: دا چی خپل کارونه او کورونه مو پریښی او دلته په سرخلاص ځای او باران کی زما د درناوی او هڅونی په خاطر را ټول شوی یاست د تاسو ټولو څخه مننه کوم، دا غونډه په حقیقت کی دخپل افغانی ادب او فرهنګ سره ستاسو د ریښتینی مینی ښکارندوی ده چی هیله کوم پدی برخه کی زما هڅی د ستاسو د قبول وړ وګرځی. دغه غونډه د ښاغلی سلیمان سون آرا له خوا د ارزونی، دکتابونو او نشریو په ویشلو او د لطیف جان لخو دکنسرت په ورکولو پای ته ورسیده.
ښاغلی محمد زمان کلمانی چی له اوس څخه شپیته کاله دمخه دبغلان ولایت د زاړه بغلان د قچی حسن تال د سیمی د کلمانیانو په کلی کی نړی ته راغلی دی د لسګونو عنوانونومطالبو او شعرونو څخه پرته چه د هیواد د مطبعاتو کی خپاره شوی تر اوسه دغه خپلواک لیکنی، غونډونی او ژباړنی لری:
  1. پشه یی پښتو متلونه، د افغانستان د علومو اکادمی لخوا چاپ ۱۳۶۴
  2. پشه یی ګی، د ملیتونو دچارو دلوی ریاست لخوا چاپ ۱۳۶۷
  3. انقلابی اړ(د نورمحمد غمجن پشه یی شعرونه) د لیکوالو د ټولنی لخوا چاپ ۱۳۶۳
  4. الفبای زبان پشه یی، د افغانستان دعلومو اکادمی لخوا چاپ ۱۳۶۷
  5. در مورد مردم وزبان پشه یی، د پیښور چاپ ۱۳۷۱
  6. پشه یی ګلینا، د کابل د میوند مطبعی چاپ ۱۳۸۴
  7. پشه یی د دوهم ټولګی لپاره، د تالیف او ترجمی ریاست چاپ ۱۳۸۶
  8. پیروڼیس تاړا کینی، د قلم د ټولنی لخوا چاپ ۱۳۸۶
  9. بشرس حقوقنا کیولوالی سندیلا، د حقوق بشر د خپلواک کمیسیون لخوا چاپ ۱۳۸۸
  10. پشه یی د اتم ټولګی لپاره درسی کتاب، چاپ ته چمتو
  11. پشه یی افغانان، چاپ ته چمتو
څیړندوی محمد نبی صلاحی او مولوی محمد عمر شریفی د تلاوت په حال کی

 
ښاغلی امرالله سرحدی د پرانستونکی وینا په حال کی

 ښاغلی الحاج محمد حسن حسام


ښاغلی عبدالرقیب نوری

ښاغلی غلام صدیق شینګنک


 ښاغلی عبدالمالک لاموال

ښاغلی فرید الله نورستانی

ښاغلی انجینیرعبدالغوث رسولزی


ښاغلی مسجدی مالیار

ښاغلی شمس الدین شمس


ښاغلی جمعه خان افضل زاده


د پشه ییانود شورا سرپرست مشر ښاغلی ملنګ بلاغ

ښاغلی محمد زمان کلمانی


ښاغلی سلیمان سون آرا

دا هم د غونډی د ګډونوالو څو انځورونه




د ملی راډیو تلویزیون خبریال د راپو جوړولو او مرکی په حال کی

د څېړندوی محمدنبي صلاحي رپوټ چې دقلم ټولنی ویبلاګ کی خپور شوی
د افغانستان د قلم ټولنې، د روان کال (۱۳۸۹) ل. د ثور د میاشتې په۲۲ نېټه، د ماسپښین په ۳بجو ددغې ادبي ټولنې په انګړ کې، د پښتو، دري او پشه یي ژبو د نومیالي لیکوال او شاعر محمدزمان کلماني د ادبي خدمتونو د درناوي په ویاړ (د پشه یی ګلېنا ـ پشه یي ګلبڼ) تر سر لیک لاندې، یوه پرتمینه ادبي غونډه جوړه کړې وه. د غونډې ویاند زه محمدنبي صلاحي وم. دا ادبي غونډه، په داسې حال کې چې، د باران د نرمو او پستو څاڅکو په را اورېدو سره بدرګه کېدله او د غونډې ټولو برخه والو غوښتل چې ‎، د محمدزمان کلماني لپاره کم تر کمه یوه جوړه کالي لانده خیشته کړي، د مولوي محمدعمر شریفي له خوا، د عظیم الشان قرآن یو څو مبارک آیتونه تلاوت شول. په سر کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د بهزیستی او طعام بخشی لوی ریس امرالله سرحدي په دې غونډه کې، پرانستونکې وینا وکړه، بیا حاجي محمدحسن حسام، محمدصدیق شینګنک او لاموال د نوموړي شاعر او لیکوال د فرهنګي شخصیت او ادبي خدمتونوپه باب لنډې ویناوې وکړې او هغه ته یې خپلې پيرزوینې په خوږو کلماتو سره ډالۍ کړې. له هغه وروسته څېړنیار فریدالله نوري نورستاني او شمس الدین شمس دوه ټوټې شعرونه ولوستل، ورپسې د الینا اخبار مسوول مدیرانجنیر مسجدي مالیارخبرې وکړې او یو شعر یې هم ولوست، بیا انجنیرعبدالغوث رسول زي وینا وکړه . له هغه وروسته، د پشه یانود شورا سرپرست ملنګ بلاغ او جمعه خان افضل زاده هم ویناوې وکړې او کلماني ته یې خپل عقیدت وړاندې کړ. ورپسې عبدالرقیب نوري په ترنم سره، یوه هېوادنۍ ترانه په پشه یی ژبه ولوستله.  په پای کې محمدزمان کلماني د خپلو هغو کارونو په اړه رڼا واچوله، پر کومو چې، همدا اوس لګیا دی. سلیمان سونا را نورستاني دغه غونډه مثبته وارزوله ، مولوي لعل محمدنعماني د پای دعا وکړه او لطیف جان د( ساعتکیت تیر است) په نامه د سندرو لړۍ پیل کړه.
د غونډې ټولو برخه والوپه ویناوواو شعرونو کې، د ښاغلي کلماني د درانه شخصیت درناوی وکړ او هغه یې په شخصي لحاظ، یو مخلص او صادق انسان او د ښې پرسونلټې خاوند شاعر او لیکوال وباله. ده ته یې له ادبي فضایلو نه ډک او اوږد عمر وغوښت. کلمانی نه یوازې شاعر، بلکې لیکوال او څېړونکی هم دی.  ده د نورمحمد غمجن تمیل د شعرونو ( انقلابي اړـ انقلابي زړه)  د هغه له وژل کېدو نه وروسته راغونډ او چاپ کړ. د( پشه یی ګلېنا) اثر یې د چاپ په ګاڼه ښایسته کړاو تر ټولو مهمه خبره دا چې، ګڼ شمېر ادبي او شعري آثار یې ولیکل اوپه دې لړ کې یې د ( پشه یي افغانان) اثر هم ولیکه.

۱۳۸۹ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

لغمان ولایت او حکومتی عدالت

لغمان د افغانسان د ۳۴ ولایاتونوڅخه یو ولایت دی چې دهېواد په ختيځ کې پروت دی او د کابل، کاپیسا، پنجشېر، نورستان، ننګرهار اوکنړونه سره ګډې پولې لري. لغمان یا لمگان چې د لام پاکا ، لام پو، لپگان او په نورو نومونو هم یاد شوی دی، یو لرغونی او تاریخي سیمه ده چې پخوانیو کتابونو کې د کابل او پیښوره تر منځ پرته ټوله سېمه د لغمان یا لمغاناتو په نامه یاده شوی ده. د کابل او پیښور نښلونکی سړک هم د دې سیمې څخه تیریږي چې دکابل ولایت سروبي ولسوالی نه نیولی تر درونټې پورې چې د ننگرهار ولایت مربوط دی رسیــږي. او همداراز د کابل سیند هم له همدې ولایت څخه له تیریدو ورسته چې د الینگار سیند هم ورسره گډیـږي ننګرهار ولایت کې رسیدو وروسته کنړسیند سره یو ځای کیږي. لغمان یو غرنی ولایت دی چې ښکلي طبیعي ځنګلونه هم لري چې په دودیزه ډول د سیمې خلکو لخوا ساتل کیږي. خلک یې کروندگر او مالدار دي او زراعتي ځمکې یې لږې دي چې له همدې وجې د لغمان اوسیدونکي اړ شویدي چې نورو ولایاتو ته کډه وکړي چې د افغانستان په ټولو ولایاتنو کې د لغمان خلک میشت دي او زیاتره یې دافغانستان په شمال کې د شاهې په دوره کې ناقل شوي دي. لغمان ولایت کې ځوانان د بې روزګاري د وجې د کار موندلو لپاره کابل او نورو ولایتونو ته ځي او ځینې هم ایران او پاکستان کې کار کوي چې په لاره کې ډیرو ستونزو سره مخامخ کیږي چې یوکال وړاندې لسګونه بې ګناه ځوانان دولت مخالفینو لخوا د کندهار- هرات لویه لاره کې د ترانسپورتي بسونو نه ښکته کړل او په ډیر بې رحمي سره ووژل. دلغمان د ولایت د نفوس او پراختیا دقیقه احصائیه نشته او کوم احصائیه چه شته هغه هم ډیر پخوا اخیستل شوېده. سره له دې چې د لغمان په باره کې ډیرو لیکوالانو لیکنې کړي دي خو ټولو خپلو لیکنو کې همدا معلومات لیکلي دي چې (د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،او نفوس يې احصایې له مخې (۳۱۰۶۵۱) ښودل شوې اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې يې ۴۳ کسه وګړي استوګن دي) چې دا احصائیه د اعتبار وړنده ځکه چې د لغمان ولایت پخوانی پراختیا (مساحت) کې بدلون راغلی او ددې ولایت یوه برخه اوس نورستان ولایت په محدوده کې راغلې ده چې اوسنی پراختیایی (۳۸۴۳) کیلو متره مربع پاتې ده. د سر شمیرنې ارقام یې هم دقیق ندي ښودل شوي ځکه له یوې خوا په افغانستان کې سر شمیرنه ډیر پخوا شویده چې هغه وخت دسرشمیرنې امکانات ډېر لږ وه او د دې ولایت غرنی او لیرو پرتو سیمو ته د تک امکانات ډیرکم وو او بل دا چې خلک هم د جبري عسکري له وجې دسر شمیرنې په وخت کې دقیق معلومات نه ورکول. د سرشمیرنی د وخت هر ماشوم اوس په کورنی بدل شوی چه دا هم د نفوس څو برابره کیدو څرګندوی دی. په دې ورستیو کلونو کې د بهرني مرستندویه موسسو لخوا چې کوم اټکلي سرشمیرنه شوې دلغمان نفوس یې (۵۰۰۰۰۰) په شاو خوا کی ښودلی دی . د لغمان پخوانی والي د ټول ټاکنو د رای پاڼو اخیستو په موخه یوه قومي غونډه کې دلغمان نفوس په باره کی داسې وویل: (لطف الله مشعل پر احصايې نيوکه وکړه او ويې ويل چې دلغمان نفوس يې يواځې درې نيم سوه زره کسان ښودلى دى ، په داسې حال کې چې ددې ولايت نفوس نږدې يو ميليون تنه دى “روهي ویبپانه”) د لغمان ولایت مرکز مهتر لام بابا په نامه یادیږی او د الینگار، قرغه یی ، الیشنگ او دولت شاه په نامه څلور ولسوالی گانې لري. مهترلام بابا یو د احترام وړ شخصیت تیر شوی چې خـداى بخښلي مرحوم دکتور محمد سعید«سعید افغاني»د (مهتر لا م صاحب واقعا پیغمبر و ؟) په عنوان لیکنه کښې مهترلام بابا په باره کې پوره معلومات لیکلی. همداراز لغمان کې ډیرې پیژندل شوې څیرې تیر شوی او اوس هم شته چې پخواني وزیرانو کې صدر اعظم داکتر عبدالظاهر د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر پلار او اوسني وزیرانو کې محمد حنیف اتمر چې درې وزارتونو کې یې کار کړی او اوس هم د کورنیو چارو وزیردی او همدارنګه ډیر درانه او دقدر وړشهیدان، غازیان، ادیبان او لیکوالان تیر شوي او شته چې ارواښاد گل پاچا الفت دهيواد دپښتو ادب ځلانده او تل پاته ستوری دی. او په اوسنیو لیکوالنو کی سر محقق زلمی هېوادمل چې د ولسمشر فرهنګي سلاکاردی. زه د لغمان ولایت ټولو لیکوالانو، ادیبانو او نومیالانونه بخښنه غواړم چه د ټولو نومونه نشم اخیستی ځکه چه زما لیکنه د لغمان ستونځو په هکله ده. د لغمان ولایت اکثریت وګړي پښتانه او دویمه کی پشه یی او دریمه کی هم تاجیک یا دری ژبي دي پخوا دریمه ژبه نورستانی وه چه اوس ځانته ولایت لری ګوجر او ځینی نور لږه کي شته چه فیصدی یی لږه ده. دUSAID د LGCD سروی له مخی دلغمان ولایت %۵۱ وگړی پښتانه چه %۴ پکښی کوچییان ښودل شویدی، %۲۷ پشه یی (د یادونی وړ ده چی د پشه یانو شمیر دلته لږ ښودل شوی) او %۲۲ (تاجیکان) دری ژبي ښودل شوي دي. دتاریخ په هره دوره کې د انگریزانو نه د استقلال اخیستو او د روسانو د تجاوز په وخت د لغمان ولس میړانه او کار نامه نه هیرودونکې ده. سره له دې چې لغمان اوسیدونکي په هر شرایطو کې د مرکزي دولت څخه یې ملاتړ کړی او کوي خو بیا هم لغمان ولایت ته په هیڅ دوره کی خدمت ندی شوی شاهي دورې نه نیولي تر اوسه پورې د پام وړکار ندی شوی بلکه د انقلاب راتگ نه وروسته نه دا چی پام ورته ندی شوی بلکه له پامه غورځول شوی دی د داکتر نجیب الله د حکومت په دوران کی دلغمان ولایت یوه برخه پرته له دی چی د اوسیدونکو نه پوښتنه و شی د لغمان ولایت څخه جلاه او د نورستان ولایت سره و تړل شوه او د لغمان ولایت او د دی سیمې اوسیدونکو په تیره پشه یانو سره یی جفا اوشوه چه د سیمې اوسیدونکي او س هم ستونځو سر مخ دي . ځکه چی د دغی سیمې یعنې غربي نورستان اوسیدونکي نورستان مرکز سره د تګ راتګ لاره نه لري او خلک یی کله چې کوم کار ورته پیښ شي نو مجبور دي چې له درې ولایتونو (لغمان، ننگرهار او کنړ) څخه تیر او نورستان مرکز پارون ته ورسیږي . سره له دی چې حکومت کی څو واری بدلون راغی خو د دی سیمې خلکو خصوصاً پشه ییانوغوښتنې چا نه دي منلي او اوسیدونکي یې او س هم له ستونزو سره مخ دي. په هر نظام کی بیشماره والیانو ادلون بدلون شوی خو چا دې ولایت ته داسې کار ندی کړی چې د یادولو وړ وي. لغمان ولایت سره له دې چې نفوس دکثافت له پلوه منځنی کچه کې دی خو بیاهم دې ولایت ته د نفوس په اساس ونډه نه ورکول کیږی د مثال په توگه ، لغمان ولایت کی څلور ولسوالی دي او د څلورو ولسوالی امتیازات اخلي خو بعضی ولایتونه چې وروستیو کې په ولایت بدل شوي او پخوا ولسوالی وې اوس د شپږ او اوه ولسوالی جوړ شوی او د د شپږ او اوه ولسوالیو امتیازات ترلاسه کوي حال دا چې دلغمان نفوس د دی ولایتونو نه څو برابره زیات دی. همدارنگه لغمان ولایت په ولسی جرگه کی څلور استازي لري چې داسې ولایت هم شته چې رای ورکونکو شمیر دلغمان ولایت څخه کم وه خو بیا هم ولسی جرګه کی پنځه څوکی لری. زه نه غواړم دکوم ولایت نوم واخلم ځکه چې پدې خفه نه یم چې ولې هغوی ته امتیاز ورکول کیږي بلکه ګیله له دې لرم چې ولې لغمان ولایت ته خپل حق نه ورکول کیږی . همداراز د ولایتی شورا استازو شمیر یې هم هغه ولایتونو سره برابر دی چې تر ټولو لږ نفوس لري. لغمان ولایت د نورو ولایتونو په پرتله ډیرې ستونزې لري: بریښنا(برق) دې ولایت کی شتون نلري او دیزلی برق هم په شپه او ورځ کی ۶ ګینتی چالان وي چې ځینې دولتي ځایونه او یو شمیر کورونه په مرکز کی تری ګټه اخلي. چیرته چې بریښنا نوي نو هلته پرمختیا هم نشته ځکه د بریښنا نشتوالی له کبله سودا ګر دی ولایت کی پانګه اچولو ته زړه نه ښه کوی. سره له دې چې کابل سیند دې ولایت نه تیریږي او د الیشنگ او الینگار سیندونه بهیږي خو بیا هم چار واکي او دبریشنا وزارت څه نکوي که چیرې د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې د قلعه ګوش او د اليشنګ ولسوالۍ د وطن ګټو په سيمو کې د اوبو بندونه جوړ کړي له يوې خوا به بريښـنا توليد کړي او له بلې خوا به لغمان کې د خلکو کرنيزې ځمکې د خونړيو سيلا بونو له ګواښ څخه خلاصې او ډاګونه به هم خړوب شي چه دا به دې ولس ته لوی خدمت وي. د یا دولو وړ ده چې د اوبو او بریښنا وزیر کال دمخه راغلی وو او د ۱۶ میگا واتو په ظرفیت یو سب ستیشن (دبریشنا ذخیره) بنست ډبره یې پدې ولایت کې ایښې وه، د روغتیا په برخه کې هم خلک ستونزو سره لاس اوګریوان دي. لغمان مرکز یو روغتون لري او لکه نورو ولایتنو روغتونونو په څیر امکانات نلري او اکثره ناروغان او زخمیان د علاج لپاره ننگرهار ته لیږل کیږي. او په هرولسوالیو کې هم یو اداری واحد لري چې د بستر امکانات پکښې نشته ، د تعلیم ستونځه دلغمان ولایت په ولسوالیو کې اکثره ښوونځي تعمیر نلري او که لري هم درسي خونې یې لږې دي. لیرې پرتو سیمو کې ښوونځي نشته د ښوونځیو نشتون له کبله د لیرې پرتو سیموماشومان بی تعلیمه پاتی کیږي. دلته یو دارلمعلمین شته او د لوړو زدکړو کومه څانگه نشته ، دې ولایت مرکز او ولسوالیو کې کوم لوی مسجد ندی جوړ شوی او دیني زدکړو مدرسې هم د ګتو په شمار دي، رادیو په ۲۴ ساعتونو کې تقریبأ ۴.۵ ساعته او تلویزیون هم ۲ ساعته خپرونې لري چې هغه هم د برق د نشتون له کبله څوک یې لیدلای او اوریدلایی نشي. د کرنې په برخه کې سره له دې چې کوکنار دی ولایت کی نکرل کیړي خو د دې ولایت کروندګرو سره مرسته نه کیږي. هرکال د خلکو په سل ګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سيلابونو له امله له منځه وړل کيږي خو د دولت لخوا ورته هيڅ پاملرنه نشته، لغمان ولایت ته یوازې دا چې پام ندی شوی بلکه همدا لړی روانه ده راتلونکی پارلمانی ټاکنو څوکی هم په هماغه پخوانی اټکلی نفوس ورکول کیږي. د ۱۳۸۹ کال بودجه چه تصویب لپاره لیږل شوې و پراختیایی بودجه کښی لغمان لپاره کومه برخه نوه شوې چې رد شوه او اصلاحاتو ورسته بیا تصویب شوه ګومان نکوم چې لغمان لپاره کومه پروژه نظر کی نیول شوې وي. د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګروال یوه تلویزیونی مرکه کی د افغان حکومت نه ګیله کوله چې د لغمان ولایت سره د مور او میرې چلند کوي، که چیری دی نا برابری ته وګورو نوددی ګیله بی ځایه نده ، خو په پښتو کی متل دی چی "له یوه لاس څخه ټک نه خيږي" په ولسي جرګه، مشرانو جرګه کې د لغمان ولایت استازو، د ولایتی شورا غړو او همدا راز د لغمان ولایت نوی والی ښاغلی اقبال عزیزي څخه چې د لغمان ولس استازیتوب کوي زما هیله داده چه د لغمان ولایت د روا حقوقو د اخیستو لپاره هڅې وکړي تر څو د دي ولایت اوسیدونکي آرام ژوند ولرې او د مزدوری لپاره نورو ملکونو کې سرګردانه نشي.

محمد ظاهر"الیـــنا"

۱۳۸۸ دی ۴, جمعه

د پشه يى ژبی په باب په زړه پورې څرگندونې

کابل هیواد ورځپاڼه ۳/۱۰/ ۱۳۸۸محمد زمان کلمانی
پشه يى زموږ د گران هيواد افغانستان د يو قوم او ژبې نوم دئ چى زياتره زموږ د هيواد په ختيزه برخه يعنى د كاپيسا ، لغمان ، ننگرهار ، نورستان او د كونړ په ولايتونو كې د خپلو پښتنو ، تاجكو او نورستاني وروڼو تر څنگ ژوند كوي. د دوى په هكله ځينو لويديزوالو او هم افغاني څيړونكو ليكنې او څيړنې كړي او خپاره شوي دي چې زموږ په ځينو كتابونو او مطبوعاتو كى هم يادونه يې شوى ده ، خو د پشه يى په هكله زموږ د نورو ختيزوالو څيړونكو د نظريو او څيړنو په باب ډير كم څه تر سترگو كيږى چى له نيكه مرغه په دې باب د پښتونخوا تكړه ليكوال ښاغلى ډاكتر سيد چراغ حسين شاه د پېښور يونيورسټى د پښتو اكېډمي په درې مياشتنى (جولاى ، اگست ، ستمبر ۲۰۰۶ ع) (پښتو) نومې مجلې په سر كې (د بې ستون د كتیبې د تحليل سره تړلې كشالې) تر سرليك لاندې ډيری په زړه پورې څرگندونې او ليكنی كړې چى ځينې برخى يى كټ مټ وړاندى كوم: «د ايران د ښار شيراز نه څه كم زيات څلويښت ميله په منزل د بې ستون زاړه آثار پراته دي. دې کې په يوې ستنې باندې د ايران د يو مقتدر باچا داراى اول د زمانې (۴۸۶ ق م – ۵۵۸ ق م) په درېوو ژبو (بابلي ، علامې او فارسي) کې يو مضمون په ميخي رسم الخط کې په بیلومخونوکی ليكلى شوى دى. د فارسي متن چى ټول ټال ۲۴۰ كرښى لري. دې کې درې جملې داسي ليك دي.

۱- نى اري كه آهم
۲- نى داروجه نه آهم
۳- نى زوره كه ره آهم
د دې ليكونو ترجمه جارج گدوټيفينډ په كال ۱۸۰۲ ع کې شروع كړه. او سر راولنسن (Rawlinson) ۱۸۴۶ ع کې مكمله كړه. د دې كرښو په باره کې د مغرب او د مشرق پوهانو بيلې بيلې نظريى واړندې كړي دي.
۱- دا كرښې د زړې فارسي په يوې لهجې کې ليك دي. د راولنسن نه تر لوني او د كينټ راسې مستشرقينو دارايه ده چى دا د پخوانۍ فارسۍ ژبې توري دي.
۲- د ايران پروفېسر ډاكټر معیين هم دا زړه فارسي وبلله.
۳- د افغانستان لوى محقق آقاى حبيبي اول ځل په خپلې مجلې «سروش» کې د بېستون د كتیبې له تحليل وروسته په درې جملو کې د پښتو اثر ښكاره كړو....
۶- د پشه یی (Pashai) ژبې محققين او شاعران چى پکې د دكتور نور محمد غمجن تميل په شان نامتو د بشری علوموعالم هم شامل دى ، دا دعوا لري چى د پشه یی ژبې اولنۍ كتبه د بې ستون ده ، چى ۵۱۶ ق م د دارا زمانې سره تعلق لري. دې كتیبې کې چى كومه ژبه په كار راوستې شوې ده ، دا ژبه اوس هم پشه یی كليو او سيمو کې همدغسى لهجى وېل کیږي. او د دې ترجمه ده« چى ما باندې ظلم ولې وشو؟ زه نافرمان نه وم. زه دروغجن نه وم. زه ظالم نه وم.» د پشه یی ژبې په رواياتواو فولكلور کې دا يوه ستره کیسه ده چه د سندرې يا د مثنوي په شكل کې ویل کیږی. د استادانو استاد پرويش شاهين د دې کیسې په كتابي شكل کې د وجود ذكر كوي. او ليكي «يو ډير مشهور كتاب دى. برهت كتا ، اصل خویی ورك دى. سيزل شوى دى. خو لسمه برخه يې چى په زرگونو شعرونو مشتمله ده ، د پشه یی ژبې لوى شاعر گنه ډهيه دا زړه راښكونكې او معركه آرا رزميه نظم Birhat Katha (لوى داستان) ليكلى دى. دا داستان په ړومبۍ پیړۍ کې په سنسكرت کې ترجمه شوئ دئ او بيا وروسته د نړۍ په ۴۵ ژبو ترجمه شو. ډاكټر گيان چند ورباندې كار كړى دى. ميكډونل يې د سنسكرت ژبې او ادب په تاريخ کې ذكر كړى دى. بابر باچا په تزك بابري د ايملي برانټي ترجمه کې د پشيانو خبره كړې ده. كوالالمپور بدهيانو دغه پشه یی کیسه كتابي كړې ده. دا ژبه هلته رسيدلې ده.
۷- د بې ستون كتیبې په باره کې د پرويش شاهين دا خيال ډير معقوليت او وزن لري چى (د كتیبې ژبه پشه يى ده). بل مخ ته يې فارسيان د خپلې ژبې يوه لهجه گڼي اوارواښاد حبيبي يې پښتو گڼي ، زما په خيال دا ټولې ژبې اول سر کې يو وې. نو كه اوس دومره نږديوالى موندى شي نو ... د زمانې سره هره ژبه له بلې څخه جدا شوه. له دې نه مخکې چى زه خپله رايه وړاندې كړم. بايد چى د پشه یی قوم او ژبې په باره کې څه معلومات وړاندې كړم. د هند لوى محقق گيان چند ليكي چى سنسكرت کې پشاثه بهوت پريت ، ديو ، ركشن او غوښه خوړونكي ته وايى. داسې ددوى ژبې ته پشه یی ژبه وايى. پردې ژبې باندې د مغرب او مشرق لوى محققينو كار كړى دې... پشه یی ژبه د دردي په نوم هم ياده شوې ده. چى دې ژبې کې يى معنٰى ده ، غرځنې او كوهستانې. د دوى درد يا درادا (Drada) نوم ډير زوړ دى او يوناني ليكوالو يې ډير زيات ذكر كړى دى. پشه یی ژبه د افغانستان په نورستان ، كونړ ، ننگرهار او لوگر کې ويل کیږی. په نورو سیموکې هم د پشه یی ژبې ويونكي خلک شته.د دوى وطن ته داردستان وايى ، چى په دې ژبو كار كوونكى عالم لټنر (Leitner) ورته ۱۸۶۰ کې د درد مناسبت وركړى دى. زموږ‌‌‌ كلى تاجه زئ لكي مروت سره دې د يو كلي نوم د پشه يانو كلئ دى چى د كمبيلا درياب په غاړه پروت دى. دلته اوس سالم پښتانه آباد دي. پش (لوهار) يو هم پکې نشته. وروسته چى موږ به د اسداكا يا ساگا قوم او د پشه یی قوم د تعلق خبره كوو ، نو له اوسپنې سره د دوى تعلق به هم ښكاره شي. داسې د يو كلي نوم د كوټاڼانو كلى دئ. د دې وجه تسميه به هم معلومه شي. چى موږ د جپسيانو (Giposies) او د پشه يانو د ژبو نږدې والۍ خبره به څيړو. د پشه یی ژبې لساني او ادبي تاريخ له زرگونو كلونو راتاو دى. دا ژبه د هندوكش د غره په قطبي او سويلي علاقو کې د آرياو د حملو نه له مخه موجوده وه. كيسه گرو پشاچه د كاڼى د زمانې آدم خور نسل گڼلى دى. زړو كتابونو کې د دوى ژبه د پشاچي ، داردي او آرنيا په بيلو بيلو نومونو ياده شوې ده.... په پخواني تاريخ کې د دوى د ميشتې (مسكن ، استوگنې ځاى) ته داردستان وېل شوي دي. «درد» په پشه یی ژبه کې غره ته وايي. «ستان» د فارسۍ لا حقه ده. او ددې معنٰى شوه ، غره ييزه ځمكه يا علاقه. ډاكټر لټنر او نور محققين داردستان کې له چتراله تر گلگت او چلاس راسۍ علاقه هم گډه وي. پرويش شاهين ليكي چى آرنيا (Arnia) د چترالي او يا د كهوار ژبې نوم دى ، چى لټنر وركړى دى. خو بل څوك يى په دې نوم نه پېژني. پشايى قوم په سند کې هم آباد پاتې شوى دى. او سندي ژبه يى هم متاثره كړې ده. حنيف خليل خپل كتاب «اردو كى تشكيل مين پشتونون كا كردار» پاڼه ۲۰۷ باندې ليكي: چى څه وخت محمد بن قاسم سند فتح كړ نو دلته يوه كچهړۍ ژبه وه ، چى پشاچى اثرات يى لرل او هم يې شورسيني (يو بيل پراكرت). د شاهين صاحب وېنا ده چى د دې ژبې څه ويونكي نن هم د سند د لاړ په علاقه کې موندل كيږي او عجيبه خبره دا ده چى د يورپ د جپسيانو ژبه يا روما او پنجابي ژبې هم د دې پشه یی ژبې سره تړون لري. جپسيان زمو د پښتونخوا د سهيلي علاقې نه وتلې خانه بدوش كوټاني دي. د پشه یی ژبې د قدامت په لړ کې لانديني دلايل وركولى شې ، چى په اصل کې د دې خصوصيات دي.
۱- پشه یی ژبه په ټولو هندي آرياو ژبو کې زړه ژبه ده ، چى په تحريري شكل کې راپاتې ده.
۲- پشه یی پراكرت پانيني د سنسكرت د گرامر د پاره مرنډيز او چوڼ شوې ژبه گڼلې ده.
۳- اشوك راجا دا ژبه د خپلو ډبر ليكونو له پاره غوره كړې وه.
۴- مسلمان عالم البيروني خپل د دوايانو كتاب کې ددې نمونې وركړې وې.
۵- د نورو زړو آريايى ژبو په مقابله کې پشه یی يوه اصلي او پاكه ژبه پاتې شوې ده.
۶- جپسي ژبه د پشه یی ژبې يوه څانگه ده ، چى پکې نورې ژبې هم گډې شوې دي. نو داسى جپسي خلک په اصل كى پشيان دي.
۷- پخوانۍ زمانو کې چى د ويد شهادت پکې ډير مستند دى ، دا پشايان خلك الينا په نامه ياد شوي دي. څوك چى اوس هم الينگار ، اليشنگ او اله ساى په تاريخي درو کې په دې نومونو سره اوسيږي.
۸- په دې ژبې کې بدهت كهتا او ملنډا پڼه غوندى تاريخي او مشهور كتابونه ليكل شوي دي.
۹- كومه گندهاري ژبه چى د اوسنيو ژبو مور گڼلى شي ، دغه گندهاري د دې پشه یی نه زېږېدلې ده.
۱۰- دې ژبې خپل ځانله ليك دود درلود ، چى نن هم په تبت کې شته.
۱۱- د گلگت سنسكراتي نسخه د پشه یی ژبې ترجمه ده.
۱۲- دا ددې سيمى ژبه ده. او همدا خاوره د دې زوړ ټاټوبى دى. ډېرو عالمانو ددې ژبې نوم ليكلى وو او دا به يى وېل چى پنجابي ، سندي ، هندكو ، سرائيكي او كتراني هډ هم د دې ژبې دى.
۱۳- د افغانستان كاپيسا ولايت د پشاچا د خلكو د مور نوم دى.
۱۵- د دې په نوم نن هم په دې وطن کې ډير ځايونه لكه پشور ، پيش پور ، بشوړه ، بشمال ، پيش لور ، پيشوڼي ، پنشي پل ، پشه پل ، پشنگ او پشتخره موجود دي.
۱۶- پشه یی ژبه د دواړو آريايى گروپونو هندي او ايراني نه خو جدا ده ، خو د دواړو خاصيتونه ورکې يو شان موندلى شي. د نورو آرياونه بيخي جدا ، او ډيره پخوا زمانه کې پشه یی جدا شوي دي او د ځان له په غرونو کې د پاتې كېدو په سوب يى بيا د آرياو له مذهب او دستور سره تړون نه دى پاتې شوى. د برو خاصيتونو په بنا چى بېلو بېلو محققينو د پشه یی ژبې بيان كړى دى، له دى نه زما په خيال دا نتيجه په آسانه سره اخيستل كيږي چى هر كله پشه یی اصلي ، مونډيزه ، سوچه او پاكه آريایى ژبه ده. (زه ځاني له آريه ژبې او نسل له نظريې سره اختلاف لرم. هغه د علي خان محسود خبره چى لا تر اوسه دا پته و نه لگېده چى آريه د نسل نوم و ، كه د مذهب يا د نظريې) نو زه به دا خبره په دې طريقه وكړم چى په هندي او ايراني کې د پشه یی ژبې خاصيتونه يو شان پيدا كېږي. يعنې پشه یی ژبه يې مور ده او هندي او ايراني ژبې يې لوڼه دي. چى په دې کې د نن پـښتو هم راځي. يعنى د پښتو ، فارسي ، سنسكرت او ژوند په مقابله کې پشه یی نسبتاً د اصلي يا د ديسي خلقو (Indigenous Native People) ژبه ده.... زما په خيال هر كله چى درد ، پشان او اسوا كا يوشو ، او اوسپنه هند ته دې خلکو راوړې ده پښتو د ساكانه وتلې ده. نو پښتو کې نن هم د اوسپنې كار كونكو كاريگرو ته پشان (لوهار) وايى. د پشه یانو او د پشه یی ژبې د زوال اسباب: محقق ليكي چى د آريا له دردي سره جنگ شوي وو او دوى ته يى د پشاچه ، پشاڅ (Pasocha) نوم وركړى و. چى معنٰى يى د آدم خورو او غوښې خوړونكو كېږي. وجه يې دا ښايى چى دې خلكو ډير ويدي رسمونه او عبادتونه پرېښي وو. ځكه د هغوى په نظر کې دوى داروي او بې مذهبه خلك وو. او دوى ته يې مليچ ، داس ، داسيو ، ديو او وحشي ويلي دي. خو مورخين دا نه ښيي چې پشايانو ويدي رسمونه او عبادتونه ولې پرېښودل او دې لړ کې مفروضې شته او اهمه دا ده چى آريا اول کې غوښه خوړونكي وو. وجه يى هر څه چى وي. دې جنگونو پشايان د هندوكش غرونو او دې اديانو ته يو ځل بيا راغونډ كړل. د پشه یی ژبې د زوال وجې دا دي چى كله پانيني نور رايج پراكرتونه متروك وگرځول او صرف سنسكرت يى گرامري ، ادبي او مذهبي ژبه برابره كړه ، ورسره د ايراني فوځونو يلغارونو فارسي په دې علاقه خوره كړه او د اوستايى ژنه ژبې په رايج كولو کې كوښښ وكړ. آخر د اسلام له راتگ سره فارسي او پښتو په دې سيمه كې ښه غزونه وكړه. او داسې يى تقريباً پشايان په مكمل توگه د هندوكش غرونو ته ورديكه كړل. زه د تاريخ پښتون ددې خبرې سره جزوي اتفاق لرم چې موجوده پښتو په تاريخي حوالې سره د پشایۍ ، دردي ، سنسكرت او د ژوند و غيره ژبو په مقابله کې نسبتاً اوسنې ژبه ده او د دې قام او ژبې په عروج او ارتقا کې د اسلام ډير لاس دى....
۲- د گوتم بدهـ نه مخکې په دې سيمه کې كم زيات د څلور مشهورو پراكرتونو د وجود پته لگي (۱) پالي او مگدهي ، مذهبي ژبې. (۲) مگدهي ، پشاچي ، شوريني ، ادبي ارزښت يې لرلو (۳) مگدهي ، شوريني ، د ډرامو ژبه وه (۴) پشاچي ، چوليكا پشاچي ، مگدهي چى قوي قواعد يې لرل. داسې د ډيرو ژبه گندهاري وه. چى يوه دردي څانگه گڼل كيږى. او څنگه چې مخکې يى ذكر وشو گندهاري د رعيت ژبه وه ، خو په هر حال پښتو نه وه. داسى باختري ، تخاري ، پاميري ، ازبكي او تاجكي د چين ، تاجكستان ، ازبكستان او تركمنستان سره نږدې بخد يا بلخ يا د باختر او د مزار شريف يعنى د نن په سياسي اصطلاح کې د شمالي اتحاد والاو ژبې وې او دي.
۳- د پانيني سره منسوب دا ليك هم چېرته وجود نه لري ، چى ما د سنسكرت د قواعدو جوړښت کې د دوه نماينده پراكرتونو هنيان او پكتيان نه ټكي اخستي دي.په دې کې هنيان نه ، ښاغلى مختيار نير صاحب د هندكو او ځلمي حنيف خليل د هنو (Huns) ژبه مطلب اخلي. البته پكتيان مطلب د دواړو په رايې کې پښتو ده... كه نن خوارو عاجزو اديبانو او شاعرانو دا ژبه پرېښوده ، نو ډير ژر به دا به هم د پشه یی ، شاړي ، لغماني او د واخي ژبو په شان د وركېدونكو ژبو او اصلي ديسي خلكو ژبه (Indigenous Native People Language) په قطار کې وشمارله شي او خداى پاك دې ونه كړي چى بيا يې د ستمبر پر نهمه (د وركو ژبو ورځې لمانځونكي هم څوك پاتې نشې.» تردې ځايه ټكي په ټكي د ښاغلي ډاكتر سيد چراغ حسين شاه د ليكنې ځينى برخى وړاندې شوې. د يادونې وړ بولم چى كيداى شى د طباعتي تيروتنې له وجې په دې مطلب كې د لغمان پرځاى لوگر راغلى وي ځكه چی اوس مهال د لوگر په ولايت كى پشه يان نشته او بل دا چى كېداى شي هغه ژبه چى په دې ليكنه كې (ژوند) په بڼه راغلى ژند يا زند وي او هم د داردستان د نامه په هكله بايد ووايم چى (دار) په پشه يى كې غره ته (داردې يا درد) غرنيو او (تان) ځاى ته وايى او هم (س) يو نسبتي تورى دئ ، چى په دې توگه داردستان په پشه يى كى د غرنيو او يا د كوهستانيانو ځاى معنا لري. او هم دا چى پشه يى ، لغماني او شاړي همدا يوه پشه يى ژبه ده چى لغماني د سيمى په ارتباط او شاړى د پشه يى د شاړيك (تلل) له مصدر څخه د امر جمع صيغه ده چى (‎ځۍ) معنا لري.

۱۳۸۸ مهر ۲, پنجشنبه

پشه يې ژبه څوک، په کوم ځاى کې وايې

تر كومه ځايه چى زه پرى پوهيږم پشه يى ژبه تر ټولو بډاى منثور او منظوم شفاهي ادبيات لري چى له پيړيو پيړيو څخه را په دې خوا له يو نسل څخه بل نسل ته ليږدول شوى. پشه يى ژبه چې قوم اومليت يي هم په همدې نامه ياديږي زمونږد گران هيواد افغانستان په مركزي او په ختيزو ولايتونو لكه د كاپيسا ولايت د اله ساي ، كوهبند ، تگاب ، نجراب ، او كوهستان په ولسواليو، دلغمان ولايت په مركز او دالينگار ، اليشنگ ، دولت شاه ، او قرغه يي په ولسواليو. د ننگرهار ولايت په مركز د جلال آباد په ښار او دښيوې او دره نور په ولسواليو. دكونړ ولايت دنور گل ، څوكى ، او د پيچ د ولسواليو په ځينو سيمو ، د نورستان د ولايت په نور گرام او دوآبه ولسواليو ، دكابل په ښار او د سروبي ولسوالى د اوزبين په دره او دهيواد په ځينو نورو سيمو او كليو كې ويل كېږي، يوه ډيره پخوانى او لرغوني آريايي ژپه ده چې د پښتو او دري ژبو سره نږدې اړيكې لري . پشه يي ژبه چې دپيشاچه او يا دداردي ژبو په مركزي ډله كې راځي د لمغاني ، لغماني ، دېگاني ، دېگانو ، او په دې وروسته پېړۍ كې د شاړې او خاړېگا او هم دنورستان د سيمې په اړوند نورستاني په نومونو هم ياده شوې ده . د ځينو شواهدو او واقعيتونو څخه دا په ډاگه كېږي چې دغه ژبه له اوس څخه پخوا په پراخه سيمه كې ويل كېده او دسيمې له مهمو ژبو څخه وه . په دې هكله جورج مور گنسترين ترټولو زياتې څيړنې او ليكنې كړې او د ( اندوايرانين لنگويجز) په نامه د خپل كتاب دريم ټوك چى ۲۳۷ مخه لري او په ۱۹۶۹ ميلادي كال په اوسلو كې چاپ شوئ د پشه يي ژبي گرامر ته ځانگړي كړې دئ. نوموړى نامتو څېړونكى ليكي : پشه يي د هغي لرغو نې ژبى اوسنۍ بڼه او زېږنده ده چې داسلام څخه تر مخه په هندو بودايي كاپيسا او لمپاكا (او سني لغمان )كې ويل كېده ... البېروني څو هندسې عددونه ليكلي چې په څرگنده توگه د پشه يي د يوې لهجې څخه دى او دغه عددونه د افغانستان د هندو آريايي ژبو له جملې څخه تر ټولو لرغونى شكلونه دي. (آريانا مجله ۱۳۴۷ كال ۲۷۶ گڼه ۲۶ مخ) د دايرة المعارف فارسي په ۱۷۹ مخ كې چې د غلام محسين مصاحب په سرپرستي ليكل شوى دئ د افغانا سره د تماس نيولو په ترڅ كې داسې راغلي دي: د افغانستان له هندو آريايي قبايلو څخه تر ټولو مهمه قبيله پاشايي ده چي سيمه ييز نوم يي دهكان دى چې دكابل په كوهستان او دكونړ درې په لاندنيو برخو كې ميشت دي . همدارنگه كه د بغستان د ډبر ليك دوه نيم زره كلن شعر او يا وياړني ته : (نې اريكه آهم ، نې درواجنه آهم ، نې زوركره آهم ) چي د ايران دهخامنشي كورنى ديوه مشهور پاچا لوى داريوش په امر كيندل شوئ دى ( دپښتو ادبياتو تاريخ لومړى ټوك۲۹۰ مخ ) ځير شو ، دا په ډا گه څرگنديږي چې ددغه آريايي شعر زياتره ويونه تر اوسه د دري او پښتو ژبي څخه زيات په پشه يي ژبه كې په هماغه بڼه خوندي شوي دي، ځكه: ۱- نې يا نه په ټولوكې مشترك دى او په پشه يي كې هم په همدې ډول كارول كېږي. ۲- اريكه په پشه يي كې د ارېك يعنې اوريدل له مصدر څخه ده او دلته دامعنا لري چې ما دهر چا هر ډول خبره او شيطنت نه اوريده او خپله مې درك درلود. ۳- درواجنه كه درواغجن په معنا راشي داهم په دغو ژبو كې مشترك لغت دى خو په پشه يي كې دروا (پاتې) او جن يا جنه كس يا نفر (سړى) ته هم وايي چی ترهغې ښه معنا لری يعنې وايي چې كوم وروسته پاتې او بې ارزښته سړى نه وم. ۴- زور كره په دې كې زور مشتركه كلمه ده او كره د كريك او كولو له مصدر څخه یو پشه يي لغت دی او د زور زياتي كوونكي معنا لري. ۵- آهم هغه ترټولو پيژندل شوى پشه يي كلمه ده چې تر اوسه په پشه يانوكې په همدې ډول كارول كېږي چې د (وم) او (بودم) معنى لري دغه آهم كلمه دپشه يي ژبې په ځينو لهجو او گړدودونوكې د آكم او آنم په بڼه هم اوښتې ده. په دې ډول ويلى شو چې دا يوه تر ټولو پخوانى پشه يي شعر دى. له بلې خوا د ملنډا پينه د كتاب په هكله د ښاغلي محمد پرويش شاهين ليكنه چې د ساپي نشراتي ارگان د (ورځ) مجلې ددوهم كال په درېيمه گڼه كې يي كړې ده ډيره په زړه پورې حقايق برسيره كوي چې دهغه په يوه برخه كې راځي : (... ددي په لومړي جلد كې ډير د كار خبرې راوړل شوي دي. داكتاب چيرته وو ، څنگه بيا موندلي شو ، دا چيرته ليكل شوي وو ، دلته سيلون ته څنگه راوړل شو ،ددي په څومره ژبوكې ترجمې شوي دي ، كومو كومو ملكونوته وړل شوى دى. دايوه خبره يي ټولو عالمانو منلې ده چې كتاب د شمال غرب له لوري ( د هغه سيمې شمال غرب د افغانستان ختيزه برخه د پشه يانو ميشت سيمه ده ) را دمخه كړي شوئ دى. بيا يو بل بديهى كتاب كى خو خبره دې ته هم را رسول شوې ده چى دا كتاب په پشا يى ژبه ليكل شوى دئ. دا چى دغه پشه يى ژبه د چا مورنى ژبه وه چى دغه يى له دى ځايه سيلون ته وېوړله... زه هم دې پسى ولگيدم په نورو ډير بدهي كتابونو كې مې دغه د پشايى ژبې دا خبرى ولوستلى او ښه پوره مواد راسره جمع شول او بيا مې پالى او پښتو په نوم د يو كتاب ليكل شروع كړل...) له دغو يادونو څخه دا جوتيږى چى پشه يى ژبه يوه ډيره پخوانى ، د كتنى وړ او مهمه ژبه تيره شوى او لرغونى ادبيات لرى. خپله دا د (ملنډا پېنه) كتاب چى ډير پخوانى دى په پشه يى كى ملنډا و پيژنه معنا لري او كيدى شى چى همدا مفهوم او معنا هم ولري. له بلى خوا پخپله د دغه سيمى د هيوادونو نومونه هم يو پشه يى جوړښت لرى چى ريښه يى آريايى ته رسيږى لكه افغانستان (د افغان ځاى) تاجكستان (د تاجك ځاى) هندوستان (د هندو ځاى) او داسى نور چى تان په پشه يى او هم په آريايى ژبه كى ځاى ته وايى او (س) يو روستاړى (ربط)او نسبتى تورى دى چى په پشه يى كى ډير كارول كيږى لكه احمدس كتاب (د احمد كتاب) سالنگس پند (د سالنگ لاره) كابلس پارال (د كابل مڼى) چى دغه تركيب به نورو سيمه ييزو ژبو كى نشته. او يا د شهنشاه كلمه چى دا هم يو پشه يى تركيب او شاهنناشاه يا شاهنا شاه (د شاهانو شاه) يو لنډ شكل دئ يعنى د مفرد په حالت كى د (س) تورى او د جمع په حالت كى د (نا) تورو په ورزياتولو سره دا ډول تركيبونه جوړيږى. او هم دا چى (دار) په پشه يى كې لرگي ته وايى او په پښتو او درى كى هم كارول كيږى لكه (په دار ځوړول) يا (به دار اويختن) چى كله كله په دري ژبه كى به چوب اويختن هم ترجمه كوي، دا د دى خبرى څرگندويه ده چى دغه پشه يى ژبه يوه واكمنه ژبه هم تيره شوى ده ، نو دا هم په ځاى ښكاري چى وايى پشه يى له پاشا ، پاچا او پادشاه څخه اخيستل شوې نوم دئ. ځكه ځينى بادشاه يا پاچا ته پاشا وايى او داسى ويل كيږى چى ډير پخوا د دغې سيمى پاشا (پادشاه) په همدى ژبى غږيده له همدى كبله بيا همدغه خلكو او ژبى ته د دغه پاشا (پاچا) په ارتباط پاشايى ويل شوى دى. پنځه سوه کاله د مخه ظهیر الدین محمد بابر هم په کابل او شاوخوا سیمه کی ده پشه یی ژبی د شتون خبری کوی، او داسى ډير نور شواهد او دلايل هم شته چى زموږ د پشه يى ژبى د لرغونتيا ، پراختيا او ارزښت څرگندونه كوي ، خو په وروسته پيړيو كې پشه يى ژبه له پامه غورزيدلې او ادبيات يى يوازى په شفاهي توگه په پشه يى اولس كى خوندى شوى دى. تر كومه ځايه چى زه پرى پوهيږم پشه يى ژبه تر ټولو بډاى منثور او منظوم شفاهي ادبيات لري چى له پيړيو پيړيو څخه را په دې خوا له يو نسل څخه بل نسل ته ليږدول شوى او تر ننه موږ ته راپاتى شوى دي. تجربو راخودلى ده د كوم ولس ژبه چى په يوه يا بل دليل د ليك له قيده وتلۍ او د ليكلى ادب له نعمته بى برخى وي هماغومره د هغه ولس د خلكو د ادبي تندى د ماتولو يوه مهمه وسيله ولسى ادب: سندرى ، كيسى ، متلونه ، معماگانى او داسى نور وي. چى په پشه يانو كې دا خبره بيخي اثبات ته رسيدلى ده د بيلگى په ډول د پشه يى هنرمندانو دومره ډېرى سندرى زده وى چى له مبالغى پرته كه درى شپى ورځى پرله پسى ډول هم مجلس وكړي هغوی ته شرم ښكاري چى آن د يوه سندرى يو بند هم دوه ځلى او تكراری ووايى. د پشه يى ژبى منظوم ادبيات يا شعرونه چى په پشه يى كى يوازى د (گې) او (ورڼا) كلمى ورته كارول كيږى او په شفاهي توگه موجود دي، ځانله ځانگړى شكلونه لري او تر كومه ځايه چى ما ته پته ده د پشه يى ژبى په ادبياتو كى د نورو ژبو په نسبت ډير شعرى قالبونه موجود دي چى كولى شو د ټوكور ، شور ټكور ، خېمېوى (چى د يو څه تفاوت سره غزل ، مثلث ، مربع ، مخمس ، مسدس مثمن او مستزاد شعرونو ته نږديوالى لرى) شياري ، لموى ، باړه گى ، ورڼا ، موټه ورڼا ، كاړه گې ، واج او داسى نور يادولى شو چى پخواني پشه يى شعري بڼه لري. همدارنگه له پشه يى شعرونو څخه ځينى يې د پښتو او دري شعري قالبونو ته نږديوالى لري او ځينى نور يى به ځانگړى قالبونو كى دي چى په نورو ژبو كى لږ او يا هيڅ نه تر سترگو كيږى لكه ورڼا ، باړه گې لموي او د شياري شعرونو ځينى شكلونه. په همدى ډول په پشه يى ادبياتو كى ځينى نوى شعري بڼى هم تر سترگو كيږى چى د پښتو او دري ادبياتو د اغيزى له لارى په دى وروستى پيړى كى د پشه يى ادبياتو گلبڼ يى لا پسى بډاى ، رنگين او سمسور كړى دى. د بيلگى په ډول رباعي ، مقام ، قطعه ، قصيده ، مثنوي او داسى نور له هغه شاعرانو له خوا رامنځته شوى چى په پښتو او يا درى ژبو شعر ويلو كى يى هم لاس لرلى او يا د دوى تر څنگ اوسيدلي دي. دا لاسه چى په وروستيو كلونو كى د پشه يى ليك د بيا د رامنځته كېدو سره په همدى نږدى كلونو كى آن نوى نيمه آزاد ، آزاد او نورو شعرونو هم پشه يى ادبياتو ته لاره پرانستى ده. دا هم بايد وويل شى چى په پشه يى ادب كې تر دى د مخه د كوم شعرونو نومونه چى وړاندى وويل شول يوازى د هغه د ويلو ولسى سبك له مخى ټاكل كيده، چى البته له شكل له پلوه يى هم توپيرونه لرل. داهم بايد وويل شى چى د ښځو او نارينه وو په گډون زياتره پشه يى وكړى د خپل شاعرانه سيمى د طبيعى ښكلا او د وگړو د فطرى ذكاوت او هوښيارتيا له امله د شعر جوړولو استعداد او توانمندى لري او ډيرو خلكو شعرونه جوړ كړى دى او د خوښيو په محفلونو او غونډو كې ټول پشه يان د اړتیا پروخت د كوم شرم څخه پرته په ډير وياړ او سرلوړى سره سندرى وايى او يا لږ تر لږه د سندرغاړى سره ملتيا كوي ، د ښځو او نارينه وو په شمول د پشه يى شاعرانو شمير آن په يوه كلى كى څو څو تنو ته رسيږى. زياتره پشه يى عشقي شعرونه د ښځى او نارينه تر منځ د سوال او ځواب په بڼه جوړ كړل شوى وي ، ښځينه شاعرانى زياتره د ورڼا او باړه گى په قالبونو كى چى د شاعر نوم پكښى نه وي شعر جوړوي. يعنى د شعر يو بند د نارينه او بل يى د ښځينه وو د خبرو او غوښتنو استازيتوب كوي. پشه يى شعرونه زياتره عشقي او د مينى او محبت په هكله دي او همدارنگه ټولنيز ، ملي ، هيوادني ، حماسي ، معلوماتي ، انتقادي ، هجوه ، روايتى او ديني محتوا هم لري چى په اوريدونكى خپل ژور اغيز شيندى. د ورڼا ، موټه ورڼا ، واج او ځينو نورو شعرونو څخه پرته چى شاعر يى معلوم نه وي نور د ټولو ډولونو شاعران ښكاره او معلوم كسان وي او د شعر په پاى كى د هغه نوم راغلى وي. د پشه يى شاعرانو شمير زښت زيات دى خو هغه چى يو څه پخوانى او ډير شهرت لري د شيرالله ، حسين خان ، جان محمد (جاني) ، مير محمد ، ميتر ، ډلمير ، شيرخان ، توكل ، خرم ، ميرالله ، محمد زمان ، محمد اعظم ، محمد نور او نورو څخه عبارت دي چى نږدى تر دو سوه كاله د مخه اوسدلي او تر اوسه ډير شمير شعرونه يى په ولسونو كى خوندي دي. پخوا به د پشه يى شاعرانو تر منځ شعري مناظرى او مقابلى كيدې او زياتره شاعرانو چى په خپله هنرمندان هم وو په ولسى مېلو او محفلونو كى مقابلى كولى. وايى چى په يو وخت كى د شيرالله او حسين خان چى د لغمان د نورلام درى څخه او جاني او مير محمد ته چى د ننگرهار د دره نور څخه وو او نږدى ۱۵۰ - ۲۰۰ كلونو د مخه موده كى اوسيدل د خلكو له خوا د يوې شپى ورځى تر منځ موده كى دنده وركړه شوه چى يوه ډله يې د حيواناتو او ژويو په هكله او بله ډله يى د نباتاتو او بوټو په هكله شعرونه جوړ كړى او بيا يى د ټولو خلكو په وړاندى ووايى چى په هغه كى هيڅ يو بوټى او يا ژوى د شعر څخه بهر پاتى نه شى ، همداسى كاريى وكړ او دواړو ډلو شاعرانو شعرونه جوړ او د خلكو په وړاندى د ساز او سرود سره وويل شول چى په ترڅ كى يى يوې ډلى ته چى زياته بريالى وه د سرو زرو يو جام د انعام په ډول وركړ شو.
لیکوال: محمد زمان کلمانی سرچینه: http://www.afghanistantoday.org چه ترینه مننه کوم

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

داردستان


داردستان په پاکستان کی لومړنی پشه یی مجله ده چه د پښاور په ښار کی د پشه یی ملیت ادبی جرگی لخوا خپریږی چه مسئول مدیر یی فضل رحمان (صادقی) دی . داردستان مجله یوه خپلواکه مجله ده چه په کوم گوند پوری تړلی نده  پدی مجله کی دینی، ادبی، قومی مطالب په پشه یی ژبه او ځینی مطالب هم په پښتو ژبه هم خپرییږی چه لوستونکی کولای شی په پیښور او جلال آباد کی دا مجله تر لاسه کړی د داردستان مجله سره په لاندی ایمیل آدرس سره خپل مطالب واستوی :
dardistan_pashai@yahoo.com

۱۳۸۸ فروردین ۹, یکشنبه

استادپوهندوى نورمحمدغمجن تميل

 زنده گى نامه مرحوم استادپوهندوى نورمحمدغمجن تميل شاعر و نويسنده زبان پشه يي:
مرحوم استادپوهندوى نورمحمدغمجن تميل فرزنديارمحمدخان به تاريخ ٢٤ جوزاسال ١٣٢٦ خورشيدى درقريه وت ولسوالى الينگارولايت لغمان دريک خانواده روحانى،متمدن وروشنفکرديده به جهان گشوده ودربهارششم زنده گى خويش ازنعمت بزرگ مهرمحبت پدرى محروم گرديدولى آغوش پرمهريک مادرداناومهربان دردست داشت که به رهنمايى وهدايت وى رهسپارحاصل نمودن علم ودانش گرديد. استادمرحوم تعليمات ابتدايى خويش رادرمکتب محلى الى صنف سوم ادامه دادوبعدازآن شامل ليسه شيخ محمدحسين درسنگرولسوالى الينگارگرديدوبعداً درسال ١٣٣٩ خورشيدى شامل دارالمعلمين عالى ننگرهارگرديدکه درسال ١٣٤٥ خورشيدى ازاين دارالمعلمين به صفت اول نمره عمومى فارغان آن سال فارغ گرديدورهسپارپوهنتون کابل شدکه درپوهنتون کابل درپوهنځى زبان وادبيات وعلوم بشرى شامل گرديدودرسال ١٣٥٠ خورشيدى ازپوهنځى مذکوراول نمره فارغ وصاحب درجه تحصيلى لسانس گرديدچون مرحوم استادمشخصات وشرايط کدرعلمى راداشت،درهمان پوهنځى به صفت استاددرديپارتمنت پشتومقررگرديد. استادمرحوم درسال ١٣٥٣ خورشيدى جهت اخذتحصيلات عالى ازجانب دولت وقت به کشورهندوستان فرستاده شدکه درآن جادرپوهنتون اله باددربخش تاريخ متون وکلتورافغانستان وهندوستان به تحصيل پرداخت وبعدازختم تحصيل دررشته مذکوردرسال ١٣٥٥ خورشيدى برعلاوه سنددرجه ماسترى بنابرلياقت واستعدادبه گرفتن يک مدال طلايى نيزنايل گرديدوباافتخارکامل به اغوش کشورخودبرگشت وبه وظيفه مقدس استادى خويش ادامه داد. استادمرحوم برعلاوه ازلسان مادرى پشتوبه لسان پشه يى لسان پدرى اش به لسان هاى درى، انگليسى، اردو، سانسگريت، عربى وهندى مى فهميدن که ازلسان هاى فوق يک تعدادزيات مطالب وآثاررابه پشتو،درى ترجمه نموده است. وهمچنان استادمرحوم برعلاوه اينکه استادپوهنتون کابل بود، يک عضوفعال اتحاديه نوسينده گان وشاعران افغانستان نيزبود،وى مسوول وبنيان گذاربرنامه هاى پشه يى راديوتلويزيون افغانستان بود. استادمرحوم يک متفکرعالى نويسنده قوى وشاعربرجسته افغانستان به شمارميرودخاصتاً براى قوم پشه يى که هميش ازنظردولت هادورمانده است. استادمرحوم به لسان هاى پشتو،درى وپشه يى تعليمات زيادنموده است که درذيل اثاريکه ازاستادمرحوم به چاپ رسيده است يادآورميشويم:
1. الفباى زبان پشه يى
2. دپشه يانودچاپيريال ،ژبو،خلکو،اوځينوشاعرانو اومتلونومعرفي (مونوگراف)،که درکتابخانه پوهنتون کابل موجوداست.
3. دپشه يانوشفاهى ادبيات
4. دپښتواوپشه يى ژبودگرامرنږديوالى،براى ترفيع علمى پوهنملى
5. قاموس لسان پشه يى به لسان پشتوودرى
6. پشه يى متلونه
7. دپشه يانوپيداوار
8. دپشه يانودجغرافيايي چاپېريال پېژندنه
9. دپشه يي ژبې دادبياتوتاريخ
10.انقلابي آر ( دپشه يي شعرونوټولگه)
11. مقالې اوادبي نثرونه په پشه يي ژبه
12. پشه يي کيسې اوروايتونه
13. دپښتوشعرونوټولگه
14. دپښتوژبې مقالې
15. مجموعه اشعاردرى
16. دپښتوخوږونثرونوټولگه
17. مجموعه نثرهاى درى
18. دپشه يي ژبې تاريخچه
19. دنورستاني ژبې تاريخچه
20. دروښاني دورې منظوم متون ،براى صنف دوم وسوم پوهنځى زبان وادبيات پوهنتون کابل ديپارتمنت پشتو
21. دحميددديوان منتخبات ،دکابل پوهنتون دادبياتودپوهنځۍ دپښتوڅانگې دمحصلينولپاره
22. ترجمه صد پند سودمند خوشحال خان خټک
23. دروښاني دورې منظوم اومنثورادب تاريخ ،دکابل پوهنتون دادبياتودپوهنځۍ دپښتوڅانگې دمحصلينولپاره
24. داستان حماسى ادب پشه يى
25.دپښتومتلونوټولگه
وچندين اثارديگرکه مجموعه تعداد آنها به ٣٦ ميرسد وبايد يادآورشد که استاد برعلاوه برمصروفيت که داشت درپهلوى آن باجرايد ومجلات وقت نيزهمکارى کامل داشت که به طورنمونه چند نوشته وى رادرمجلات معروف کشورذکرمينمايم. پشه يي ادب،دريک مقاله سلسله يى درمجله وږمه ١٣٥٠ خورشيدى جلدسوم کابل ١٣٥١ جلدسوم کابل. قابل يادآورى است که استادمرحوم اولين شخص بود که ادب حماسى پشه يى رابه رشته تحريردرآورده بطورنمونه ميتوان ذکرکردکه درمجله فرهنگ مردم درمجله سوم سال ١٣٦٠ خورشيدى داستان حماسى ادب پشه يى راتحت عنوان ننگاه وسورنانابه چاپ رسانده است. بايديادآورى کردکه استاد واقعاً يک سرمايه ى علمى وفرهنگى افغانستان خاصتاً براى ملت زجرديده وازنظرهمه دورافتاده پشه يى بودکه ياد شان براى ايشان براى هميش دراين ملت زنده ميباشد. استاد مرحوم بالاخره بايک قلب پرازخدمات درروزى سى وپنجمين سالگردخويش درنتيجه انفجار در٢٤ جوزا سال ١٣٦١ خورشيدى جهانى فانى راوداع گفت وازوطن وملت خويش براى هميش به جهان ابدى پيوست. ودرتپه مرنجان کابل به خاک سپرده شد. روانش شادومشعلش فروزان باد


نویسنده حمت الله امین زی

یاداشت: با اظهار سپاس و قدر دانی از خدمت قابل قدر محترم حمت الله امین زی ناشرویب سایت امین زی که مطلب رادرموردزندگی نامه مرحوم استاد نور محمد غمجن تمیل که افتخارهمه افغانها است بخصوص ملیت پشه یی به دست نشر سپرده. نوت: اولین تهییه کننده و گوینده پروگرام پشه یی رادیو افغانستان محترم عبدالمنان عطازاده است که برای اولین باردربرج میزان سال1350یکجابابرنامه های ازبکی ،ترکمنی و بلوچی نشرات آن آغاز گردیده و تاحدود سه سال ادامه داشت و بعد در نتیجه تلاش های پیهم و سهم گیری مستقیم مرحوم نورمحمد غمجن تمیل که استاد پوهنتون کابل بوددرآغاز سال 1360 هجری شمسی این برنامه برای باردوم احیا گردید ومحترم محمد زمان کلمانی برای اولین بار به صفت مدیر آن گماشته شد. زیرا قبل از آن همه از بیرون به صفت قراردادی ایفای وظیفه می نمودند. برنامه تلویزیونی زبان پشه یی که در برج دلو سال 1383 آغاز به نشرات پشه یی نمود تهیه کننده و گوینده آن محمد زمان کلمانی بود که به صفت مدیر عمومی نشرات پشه یی ایفای وظیفه می نمود. الفبای زبان پشه یی که به زبان دریست همرا ه با ترجمه ها و نمونه های دری و پشتوی آن در اواخر سال 1365 هجری شمسی توسط محمد زمان کلمانی که در رائس هیئت سه نفری قرار داشت نوشته شده و بعد از منظوری رئیس مرکز زبان ادبیات اکادمی علوم افغانستان در سال 1367 به طبع رسید که در ویب سایت کتابخانه الیکترنیکی موجود است . که در فارمت پی دی اف در لینک ذیل موجود میباشد.



و این هم لینک کتاب الفبای زبان پشه یی در فارمت پی دی اف


۱۳۸۷ شهریور ۲۷, چهارشنبه

پشه یی یوه لرغونی ژبه ده (محمد زمان كلماني)

پشه یی ژبه چه د قوم نوم هم دی او زموږ دهيواد افغانستان په مركزي اوختيځو ولايتونو كي لكه كابل، كاپيسا، لغمان، ننګرهار، كنر او نورستان او نورو ځايونو كي د پښتو او دري ژپو تر څنګ ژوند كوي يو ډيره پخواني او لرغوني ژپه ده چي د داردي ژبو مركزي ګروب كي راځي او د لغماني ، لمكاني، ديګاني يا ديګانو، كوهستاني، او نورو نومونو هم ياده شوي ده. له ځينو شواهدو او واقعيتونو څخه داپه ډاګه كيږي چي دغه ژپه پهوا له اوس څخه نسبتا په پراخه سيمه كي ويله كيده او ديسمي له مهمو ژبو څخه وه . په دي هكله (جورج مورګنسټرن) تر ټولو زياتي څيړني او ليكني كړي او د (اندو ايرانين لنګويجز) په نامه كتاب دريم ټوك چي 277 مخونه لري او په 1967 ميلادي كال په اوسلو كي چاپ شوي . يوازي پشه يي ژپي ګرامر ته ځانګړي كړي دۍ. نوموړي نامتو څيړونكي ليكي (زاده جديد زبان قديمي كه پيش از اسلام د كاپيسا و لمپاكه (لغمان امروزي) هندو بودا يي ګفته ميشد عبارت از پشه يي ميباشد. اين زبان از كنر پايان (كوزكنړ) و پيج شروع شده از بين الينګار واليشنګ لغمان ګذشته تا به تګاب و نجراب امتداد دارد. غالبا زبان پشه يي دراين نزديكي ها در پعضي مواضع پنجشيرپايان هم ګفته ميشد...... البيروني چند عدد (هندسه) را نوشته است كه خاصتا از يك لهجه پشه يي ميباشد واين اعداد از جمله زپانهاي هندو آريايي افغانستان قديمي ترين اشكال است كه ثبت شده است. (۱)
د دايره المعارف فارسي په 179 مخ كي چه د غلام محسن مصاحب په سرپرستې ليكل شوي دي . د افغانانو سره د تماس نيولو په ترس كي داسي راغلي دي: عمده ترين قپايل هندو آريايي افغانستان قبيله يي پاشايي است كه نام محلي ان دهګان است و ساكن كوهستان كاپل و دره سفلاي كنر....
همدارنګه د بغستان د ډبر ليك دوه نيم زره كلن شعر او يا اخلاقي حماسي ته ( ني اريكه آهم ، ني دروجن آهم ، ني زوركر آهم ) چي د ايران د هخامنشي كورني د يو مشهور پاچا لوي داريوش په امر كيندل شوي دي. (۲) چي ځير شو دا په ډاګه څرګنديږي چه د دغه آريايي شعر زياتره اصحلاحات د فارسي او پښتو ژبي څخه زيات په پشه يي ژبه كي تر اوسه په همغه بڼه خوندي دي. لكه (آهم) چي په فارسي كي بودم او په پښتو كي وم ترجمه كيږي . په پشه يي ژبه كي اوس هم په همدي ډول كارول كيږي چه په ځينيو لهجو كي په آكم او آنم هم اوښتي دي . همدي توګه اريكه چه د پشه يي اريك يعني اوريدو څخه اخيستل شوي او دامعنا لري چه دهيڅ چا بي ځايه شطنت مي نه آوريده او هم ورواجن چي دروغجن پرته په پشه يي ژپه كي پاتي او پي ارزش سړي او تن ته هم وايي . چي په دي توګه ويلي شو چي دا يو پخواني پشه يي شعر دي . له بلي خوا د(ملنډا پينه) كتاب په هكله د ښاغلي محمد پرويش شاهين ليكني چي دساپي نشراتي ارګان د (ورځ) مجلي د دويم كال په دريمه ګڼه كي كړي دي ډير په زړه پوري حقايق را برسيره كوي چي د هغه په يوه برخه كي داسي لولو (ددي په ړومبني جلد كي ډيري د كار خبري راوړي شوي دي. دا كتاب چيرته و، څنګه پيا موندلي شو، دا چيرته ليكل شوي وو، دلته سيلون ته څنګه راوړي شو. ددي په څومره ژبو كي ترجمي شوي دي . كومو كومو ملكونو ته وړي شوي دي... دا يوه خبره ټولو عالمانو منلي ده چه كتاب د شمال غرب له لوري را په مخه كړي شوي دي . بيا يو بل بدهي كتاب كي خو خبره دي ته هم راوستل شوي ده چي دا كتاب په پشا يي ژبه ككي ليكل شوي دي . دغه پشايي ژبه د چا مورني ژبه و چه دا كتاب يي له دي ځايه سيلون په ويوړه ......
زه په دي پسي ولګيدم په نوره ډيرو بدهي كتاتونو كي مي دغه د پشايي ژبي دا خبري ولوستلي او ښه پوره مواد را سره باليي او پښتو په نوم ديو كتاب په ليكل شروع كړل......) له دغو يادونو څخه دا جوته كيږي چي پشه يي ژبه يوه ډيره پخواني ، د كتني وړ او مهمه ژبه تيره شوي . او د غلام محمد غبار دليكني په اساس د لرغوني آريايي او ګندهاري ژپو اوسني پاتي شوني ده (۳) خپله دا د (ملنډه پينه ) كتاب چي ډير پخواني كتاب دي په پشه يي ژبه كي ملنډا وپيژنه معنا لري او كيدي شي همدا مفهوم او معنا هم ولري . پشه يي د تاريخ په اوږدو كي د الينا، ګندهاري، داردي او نورو نومونو هم ياد شوي او يو ډير پخواني نوم دي چي په لرغونو وختونو كي د پيشاچه، بهشه، او پاشياي په بڼه هم ليكل شوي او له نن څخه پنځه سوه كاله د مخه ظهيرالدين بابريي هم يادونه كوي. خو سره له دي چي ځيني هغه كسان چي ډير لږ معلومات لري او يا نه غواړي حقايق را برسيره كړي ، د كوم سوچ او دقت او غورځنګ پرته نيمګړي نا سم او هر څه چي يي په مخه راشي را اخلي او دچا خبره خپل ياسين پري پخوي او د كوم بل غرض له مخي ليكنه كوي لكه چي وايي ( پشه يي كلمه له دوو برخو مركپه ده (پا) د تسليم په معنا (شي) سر په معنا چي ټوله معنا يي تسليمي او سرټيټول دي..... لرغوني او اوسني كونړ-274 مخ) حال دا چي په هيڅ په كومه ژبه او لهجه كي (پا) تسليم او (شي) سرته نه وايي او له بلي خوا د جنګنامه درويش محمد خان غازي په نامه كتاب كي چي په 990 هجري قمري كي ليكل شوي د هغه په اوم او څوارلسم داستا نونو كي د پشه يي قوم او خلكو يادونه شوي چي ځيني يي مسلمان او زياتره يي لا په اسلام پاك دين مشرف شوي نه وو چه دلته كافرو ته يي هم پشه يي ويل شوي دي . چه دا خپله د مخكيني غرض نظريي د ناسموالي ښكاره ثبوت دي . چي هيله ده دغه ښاغلې له دغه شان له حقيقت څخه ليري معنا ګانو له وړاندي كولو نه ډډه وكړي . ځكه چه ټول افغانان د ګډ تاريخ ، برخليك ، فرهنګ او وياړونو خاوندان او د افغاني سمسور ګلبڼ ښكلي ګلان دي.
ماخذونه:
۱- د آريانا مجله - ۲۷۶ گڼه ۱۳۴۷ كال ۲۶ مخ يعقوب حسن ژباړه
۲- د پښتو ادبياتو تاريخ - لومړي ټوك - ۲۵۹ مخ د عبدلحي حبيبي ليكنه
۳- جغرافيايي تاريخي افغانستان- ۷۵مخ تاليف مير غلام محمد غبار

۱۳۸۷ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

آریانا ویجه(آریا ورته- آریا ورسه«آریا ورشه»)


په خپل وار سره یو بل د آریائیانواصیل آریائی غمی دپښتود ادبیاتو دتاریخ څخه را اخلم کوم چې،دهندو اروپائي ښاغلو ژب پوهانود هلوځلوپه برکت د آریائیانو دتاریخ د ژور تل څخه راویستل شوی اودڅیړنیزو کتابونو په پاڼو کی یې دپیژندګلوئ وړ ګرځولی دی چې،هغه د آریانا ویجه « آریا ورسه» نوم دی کوم چې،ښاغلو ژب پوهانودانوم د آریائیانو دلرغوني ټاټوبي په نوم منلې دی . دنوموړي نامه په اړوندلومړی دژب پوهانواوڅیړونکو نظریات دځای دموقعیت او دنامه دڅرنګوالي او ماناپه هکله رااخلم او وروسته ئی دنوي نظر سره په پرتله کې څیړم . (آریائیان ترخپریدلواو ډیریدلودمخه په یوه ځای کې اوسیدل،چې دوی پخپله پخوانۍ ژبه «آریانا ویجو» باله،یعنې د آریا مځکه یا د اصیلانواو نجیبانواو پاکزادانوهیواد) (1).(وائی چې ددوی د هیواد هوا خورا ښه وه،مځکی ئی ډیرې اباتې،دوې میاشتی ئی پسرلی وو،نوری میاشتی به یخني وه مورخین په دی برخه کی ډیر سره مختلف دي چې ایا دغه «آریانا ویجه» چیري وو؛ ځينی وایی چې دتور سین شمالي غاړي دي ،بله ډله هسی ګڼي چې د خزر د ډنډ غاړي دي ،بله ډله هسی ګڼي چې د خزر دډنډشرقي او شمالي غاړې د آریائیانو اصلي مرکزدي، خو ځنې پوهان دې ته هم تللي دي چې د آریائیانود توکم اصلي ځای دپامیر لوړې مځکۍ او داموسرچینې دي،په هر ډول دآریائي توکم اصلي ځای هر چیري چې وو ،خو په دوې هغه ځای تنګ سو،لکه په اوستا چې راوړي هغه مځکه یو په یوه سړه سوه چې،د خلقو د خوړو لپاره څه نه پکښی موندل کیده، نوځکه آریائی توکم له هغې مځکې لیږد (هجرت اوکوچ)وکړ،ددغه لیږد زمانه څلور زره کاله(ق،م)تخمین کیږي)(2). (مګر په دی اواخرو کی ډیرو پوهانو دا منلې ده،چې دآریائیانو اصلي ټاټوبې دایشیا په مینځ کی د پامیر لوړې ته نږدی وو،چې د مختلفو اقوامو روایات او د آریائیانو دهجرت له لارو څخه هم دغه ثباتیږي.پرسي سایکس لیکي ،چې دا ځای د امو او ایګزارت په مینځ کی پروت و،چې دغه پامیراو بدخشان ته نژدې دی .ځنی پوهان دغه مځکه خوارزم ګڼي) (3) .( دي قدیم وطن او ټاټوبي ته دوې پخپله قدیمه ژبه (آرینه ویجه یا ویجو) (واج)ویله) (4). (ګیګر المانی اوځینې نورغربي پوهان وایی چې دا (آرینه ویجه)په غرنیو ځمکوکی وه چې،په سیردریااو زر افشان او امواو بیده،او آریائیانو په دغو غرو کې ځانونه دتاتارو او نورو له حملو څخه خوندي کړي وو،او د (آریانه ویجو)دکلماتومعناداسې ده:دشریفانواو اصیلانومځکه یا دپاکزادانو ټاټوبی )(5). (دغسې هم هندي آریائیانوهغه خپل پخوانۍ ټاټوبی (آریا ورته)یا (آریا ورشه)باله،چی معنائی هغه دآریامځکه یا ټاټوبی او داصیلو او ښاغلو هیواد ده)(6).(لومړی پلا دا نوم په (منو سمهیتا)نومي کتاب کی راغلي دي ،دی( آریا ورته)دهمالیا او د بحیره عرب تر مینځ مځکې ګڼي(7).(محقیقین وایی چې دا نوم هندي آ ریائیانوله پخوااو هغه وخته ورسره راوړی چی دوی له بخدي څخه نه وو خپاره سوې،خو ددی کلمې ادبي عمر دری پیړۍ قبل مسیح ته رسیږي)(8).(آریا ورته-آریا ورشه هم بلله کیده،او لکه ولسون چی وایی معنایی د(ښاغلواو اصیلو ټاټوبی)ده .مګر هغه وخت چی دا نوم د هند آریائیانو ورسره یووړ،نوئی دونی خپورتیا پیدا کړه چی،پر پای کې پر ټول هند اطلاق سواو تر ویدي دوري ډیر راوروسته چی دبرهمنیانو مدنیت له څلورمې پیړۍ ، قبلالمسیح څخه په هند کی شروع سو ،نو دوی بیا دغه(ورته- ورشه)واخیست اود ګنګاد رود غاړی ئی ( برهمنا ورته)هم وبللې چې له دغه څخه هم ددغې کلمې زوړ استعمال او ادبي نفو‌‌ذ ښکاره کیږي اودآریائیانویوه زړه او پخوانۍ کلمه ګڼل کیږي )(9). تر دی ځایه پورې مونږ د پوهانو په نطریاتو چې د( آریا ورته –آریا ورشه-آریا ورسه)دمانا او مفهوم په هکله یی څرګندونۍ کړې دي وپوهیدو.اوس چې مونږدنوموړي نامه د مانا اومفهوم دڅرنګوالي په هکله د پوهانو په نظریاتووپوهیدو،پر ځای به وي چې،په پشا ئي ژبه کې دا د( آریا ورته- آریا ورسه او آریا ورشه)د نامه د ما نا او مفهوم په اړوند دشنونکو اوڅیړونکود نووڅیړنو او شننو لپاره ،خپل نوی نظر په لاندی ډول وړاندی کړم.آریانا ویجه:دا نوم په پشائي ژبه کې یو ترکیبي نوم دی چې،دا ډول ترکیبي نومونه په لرغوني آریائي ژبه کی ډیر دي. دا ترکیبي نومونه چې ،خورا زړه پورې اودانارو د دانو په شان یو د بل سره اوډل شوي او یو پر بل ولاړاو څنګ پر څنګ ایښودل شوي او یو خاص نظم يی رامینځ ته کړی دی، همدا نظم د اصلي آریائي ژبې په ټولوترکیبي نومونو کې لکه:«ویدا ،اوستا،آریانا ویجه ، آریانا او حتیٌ ټول د ارب الاناع نومونه او نور...» نومونه د داسې ډول ترکیبونو څخه ډک اوښکلي جوړدي چې مه وایه،چې دا ډول ترکیبونه پخپله داصلي آریائي ژبې دادبي کمال او سترتیا یوه ځلانده بیلګه ده چې،د (پشائي)ننۍ پاتي ډنګره ژبه ئې ټول تت او تورتم ګوډونه ورته رڼوي او دا په ډاګه کوي چې اصلي آریائي ژبه « آریک» لا تر اوسه پوری زمونږ په ګران اولرغوني هیواد افغانستان کې ژوندۍ ده چې، دتاریخ د زرګونو کلونوپه تیر بهیرکې یی ټوله مزه له مینځه نده تللې او بی خونده شوې نده کوم چې، ددی لارې ژب پوهانو او څیړونکوپري شنني کړې دي . دانومونه دادبي مزو ډک دي ، پخپله دا ترکیبونه د آصلي آریائي ژبی د لوړ ادب او په خپل وخت کې د بی څاري ښکلې او د ښکلو سمبولونولرونکۍ ژبې په توګه خپل ځان ژب پوهانواو ادب پوهانو ته څرګندوي ، چې په خپل وار سره به تر ډیره ځایه پورې ډیر آریکي ترکیبي نومونه به د ښاغلو ژب پوهو څیړونکو او شنونکو د قناعت لپاره یو دبل پسې تشریح،توضیح اوکه د خدای رضا وي دا ترکیبي قفل نومونه به د (پشائي)ژبې د کلۍ په مرسته پرانستل شي . څرنګه چې وویل شول چې،( آریانا ویجه)په پشائي ژبه کی یوه ترکیبي کلیمه ده ،چې په لومړي سرکی دا ترکیبي لرغونې آریائي نوم له دریو ټوټو څخه جوړشوی دی چی:لومړۍ برخه ئی (آر- آری) د پشائي ژبۍ د(آریک) له مصدر څخه چی،( اوریدل- شنیدن)مانا لري د مفرد مخاطب لپاره په حال زمانه کی د( آر- آری / واوره- بشنو) فعل دی چې، ژب پوهانو دا نوم ښه پوره څیړلی اوشاربلی وروسته ئی دانوم د رایو په اتفاق د(اصیل،شریف،نجیب؛زارع،کرګر،کرونکي او دهقان )په مفاهیمومانا کړی اومنلې دی. همدا ډول که چیرې د آریانا ویجه دنامه د (آریانا)برخه د(آرینا)په بڼه ولیکو،نو مانائی(اوري/میشنوند) کیږي دنامه دوهمه برخه داسې ده. آ - انا:دادپشائي ژبې یو ژوندې فعل دی چې دیادۍ شوې ژبې د( انيک/ وهل/زدن)له مصدر څخه د(ووهه /بزن)مانا لري.چې د لومړي او دوهم د په لاس راغلو افعالو څخه د ( آری / واوره ) او (انا / وواهه)افعال مونږته دا شکلونه په لاس راکوي (آری+انا/آریانا)او (واوره+وواهه)چې په دی صورت کې ددواړو دجمع څخه مونږ د(آریانا/واوره وواهه) په لاس راوړل چې د (آریا نا ویجه)د نامه دوه لومړنۍ برخې (آری انا-آریانا)کټ مټ د لرغونۍ شکل سره په هر اړخیزډول یو شانته دي د عدالت د تلې دوه برخۍ (پلې) دي. ب – ویجه :دا کلمه چې د پشائي ژبې د(ویجيک /ځاییدل/جای شدن)له مصدرڅخه په لاس راځي چی،(ویجه)د پشائي ژبې دمفرد مخاطب لپاره د(ځای شه/جای شو)مانا لري .اوس که مونږدآریانا ویجه د ترکیبي نامه څخه په لاس راغلي د پشائي ژبې فعلونه او دهغوې ماناګانۍ یو د بل سره وتړو،نو مونږ ته دا لاندي ترکیبي نوم او دنامه ماناوې په لاس راځي چې،وروسته مونږ هغه د آریائیانو داصلي ټاټوبي د نامه سره چې (آریانا ویجه) دی دشکل او مانا له پلوه په پرتله کی ګورو او پرې قضاوت کوواوورته ګورو چې،د( پشائي) ژبي څخه په لاس راغلې ترکیبي نوم څنګه ښه او ښایسته ښکاري،کټ مټ د آریایانودلرغوني ټاټوبي (آریانا ویجه)په شان چې، هډو ورڅخه توپیرنلري په لاس راځي په لاندې ډول. آرې /واوره/بشنو+ انا /وواهه/ بزن +ویجه/ځای شه/جای شواوس په لاس راغلي شکلونه او ماناګاني ټول یو د بل سره را جمع کوو او بیائی مساوات ته را باسولکه : پشائي(اصلي آریائي) آرې +انا +ویجه = آرې انا ویجه (آریانا ویجه) پــــــــــــــــــــــښتو واوره+وواهه +ځای شه=واوره وواهه ځای شه دري بشنو + بزن + جای شو= بشنو بزن جا ی شو دا چې مونږ دلرغونو آریائیانو د لرغوني ټاټوبي نوم (آرینا ویجه) دلرغون پوهانو او ژب پوهانو دڅیړنیزوهلو ځلوعلمي پریکړه ومنو او لبیک ورته ووایو چې،(آریاناویجه)نوم دآریائیانود لومړنی ټاټوبی نوم دی . نو اوس چې مونږ دا د لرغونو آریائیانو تاریخي نوم (آریانا ویجه) په پشائي ژبه کې ددریو ځانګړو مصدرونود افعالوله ترکیب څخه کټ مټ په لاس راوړاو ماناګاني مو لا سربیره ورسره ولیکلې چې،د آریائیانو د خپل اصلي ټاټوبي د کوچیدو اود پراختیا غوښتنې او دخپلۍ سترې امپراتورۍ د جوړولو خصوصیات ټول په خپله غیږه کې رانغاړي . اوس نو د مخکښو ښاغلو او اغلو ژب څیړونکو خوښه چې اوس د په لاس راغلي د پشائي ژبي څخه په « آریانا ویجه» کوم نوم ږدي ؟؟آیا دا په لاس راغلی د پشائي ژبي «آریانا ویجه – آری انا ویجه» هماغه دلرغونو آریائیانود اصلي ټاټوبي نوم (آریانا ویجه) ندی ګنې !!!!؟؟؟. آیا دا نوم ترنن پورې د آریائیانو په خپل اصلي ټاټوبي د هندوکش دغرونو په سویل کی زمونږد ګران هیواد ننې افغانستان کی د پشائي وروڼو په ژبه کې ژوندی ندی ګنی!!!؟؟؟.که چیرې دآریانا ویجه نوم د(آرینا ویجا)په ډول ولیکوچې دشکل له مخې د اصلي آریانا ویجه څخه دومره توپیر نلري خو د مانا له مخې سره توپیر لري چې په دی صورت کی د (آرینا ویجا )د(اوري ځائیږي) مانا لري. چې په هر حال د (آریاناویجه) او (آرینا ویجا)نومونه په نهائي تحلیل کې دشکل مانا اومفهوم له مخی یو اوبل ته سره ورته دي . آریا ورته - آریا ورسه(آریا ورشه):د آریا ورته دترکیبي نامه چې لومړۍ برخه ئې د (آریا)فعل دی د (آریک/اوریدل/شنیدن) له مصدر څخه په لاس راځي (10).آریا ورته- آریا ورسه، نوم چې لرغونو هندي آریائیانو د آریانا ویجه دنامه پر وزن پر خپل ټاټوبي ایښودی وواولرغوني هندوستان ته ئی افتخاراً آریا ورته وایه او بیا وروسته ئی آریا ورسه باله ،په پشائي ژبه کې دواړه نومونه د(وْریک/ پا څیدل،پاڅول،پورته کول) له مصدرڅخه د ( وُرسٌه/ پاڅیږو)او د(ورده-ورته/پاڅیږئ)ژوندي فعلونه دي ؛چې د( ورده )په فعل کې د « د » توری د «ت» په توري اوړي او د(ورده) څخه (ورته)جوړیږي چې مونږ ته د بحث وړفعل چې (ورته) دی په لاس راځي،چې دلرغوني(آریاورته)څخه هیڅ توپیرنه لري.اوهمدا ډول د(ت) توری په (س) توري هم اوړي او (س) په (ش)اوړي او په دی ډول د (آریاورته)څخه(آریاورسه او آریا ورشه)هم جوړیږي .دا وو د لرغونو آریائي کلماتو څرنګوالی او د آریانا ویجه ،آریا ورته،آریا ورسه او آریاورشه یو د بل سره مشابهت او له بله پلوه د نوموړو نومونوژوند او شته والې په لرغوني آریائي ژبه (پشائي) کې چی، هر پشائي ژبی پری همدا نن هم ښه پوهیږي اوس به نو ښاغلي ژب پوهان ووائی چې ایا دا نومونه اصلي آریائي د (آریک)اود (پشائي)ژبو نومونه نه دي؟ آیا دا نیم ژواندۍ پشائي ژبه ګنې اصیله آریائي ژبه (آریک) نه ده!!!؟؟؟؟ . دا وو د اصلي آریائي ژبې د آریانا ویجه،آریا ورته ،آریا ورسه او د آریا ورشه ترکیبي نومونوپرتله د پشائي ژبې سره .هیله ده چې ددی لارې څیړونکي او شنونکي ، دا بی ژبې لیکنه بیا په مرګ محکوم نه کړي اوله ویپ پاڼوله اډاني څخه ئي په خپل وچ زوربیرون ته ونه غورځوې او د ژوند څخه یی بی برخې نه کړي .
1- دپښتو د ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک (19)
2- د پښتو د ادبیاتو تاریخ -------------( زور جالونوئی په 19)
3- 4 -5-دپښتو-------------------------(34)
(آریک دآریائي ژبو مور یا انا26.04.2007 )
منبع: بینوا

ويدا ( داحمد جان ماڼو لیکنه)

په خپل وار بیا ددی وخت را رسیدلی دی چې ،دلرغوني آریانا دآریائیانود تاریخي ،ادبی اوکلتوري خزانۍ څخه یوبل هغه دالماسوادبي غمۍ را و باسم چې، ځنې پوهان یې د نشت داوه ګیردي . ګویا خدای دې نه کړي چې چا دا او دده په شان ټول اصیل آریائي ادبي غمی څه ناڅه دری لسیزې مخکې ژوندي په خاوره ننویستلي دي اووائي چې په بی رحمې یې خښ کړي دي خو ،زه ئی دآریا ئیانودادبي تاریخ د ویدا دکتاب څخه پخپله د (ویدا)د الماسوغمی راپورته کوم اوهغه ډډه په ډډه اړوم ، ښکته پورته کوم ئي،پاکوم ئی په وریښمین ټوکر یې مښم او بیا بیا ئې مښم تر څود هغه په درزمرز کې ننوتې خاوره او ګرد پاتې نه شي ،ځلاندشي دلیدلو او کتلو وړوګرځي اود زړه سواندو ژب څیړونکو او شنونکودڅیړنۍ او شننې وړشي . زه دا په ډاګه وایم چې د(ویدا )او د ویدا په شانې ډیر وېیونه چې زه ورته ادبي «غمي» وایم چې ، د آریائي ژب پوهانوپکې څو سوه کلنې پلټنې شوي دي او د آصلي آریائی ژبې( آریک) د شفاهي ادب لرغوني لغاتونه ئې هم میندلي اوډیر ښه ئی سره پییلی دي دلیکل شوو زړو کتابونوپه نومونو لکه ویدا او اوستا او د دویو په ملحقاتویی زړه پورې څیړنۍ کړي دي او هغه یې د خپلو لوڼو ژبو سره په پرتله کې لیدلي کتلي او ښه ئې سره شاربلي دي چی، دا کار یې خورا زړه پوری او دیادولو وړ دی اودا د ژب پوهانو ټولې شوې پلټني د پښتود ادبیاتود تاریخ په لومړي ټوک کی چې د خدای بخښلي علامه حبیبي صاحب د زړه پوری کارونوڅخه دی پکې لیدلی اوکتلی شو . دا زما د ادعا ټولې زړه پورې پلټنې په نوموړي کتاب کی شتون لري او نشت کول یی دومره څه اسان کارندی دا په دې خاطرچې ،دا غمي لاتر نن پورې له نیکه مرغه د آریائیانو په لیکلي اوشفاهي ادب کې ځلیږي ، څرګنده بیلګه یې پخپله د (ویدا) کتاب او د لرغونو آریائیانو (پشائیانو)د شفاهي ادبیاتو پوره برخه جوړه وي که څوک یې ورڅخه شکوي او ترینه لرې کوي یې نو ،غریبه لرغونۍ آریائي ژبه( پشائي)به په خپلو لاسونو توتله «تتله » کړي خو ،دا حق به هیڅکله څوک تر لاسه نکړي چې د چا د مورنۍ ژبې څخه شونډې اویائې د ژبې څوکه ترېنه پرې کړي ، ځای لري چې ووایم لا تر اوسه داتاریخي او ادبي د (ویدا ) کلمه « فعل» د (پشائي) ژبې دادب ژوندۍ برخه ده چې ،لا تر اوسه پورې د پشائیانوپه ژبه کې نڅیږي او دلمر په شان په کې ځلیږي او د شتون څخه ئې څوک سترګې نشي پټولای ؛ خودځنو ښاغلو ژب پوهانو له نظره دا لرغوني غمي زاړه شوي ، له موده لویدلي اوداسې ډیر نوراصلي آریائي غمي هڅې چټي ورته په خپل تصور کې مړه اوپه خاوره کې ښخ شوي ،له مینځه تللي او بې ارزښته ښکاري ،حا ل دا چې اصیل غمي او نجیب فلزات هیڅکله دخاورولاندی نه خاوره کیږي خو، کله نا کله داسې هم را پیښ شي چې ،دا خښ شوي غمي ، طبعي افتونه لکه سیلۍ ،سیلابونه او توپانونه دځمکې د تل څخه راباسي او دتماشې وړ ئي ګرځوي او یا خوئي لرغون پیژندونکي او دوطن بچي د خپلو پلرونو او نیکونو د ملي تاریخ پټ رازونه اوویاړونه په خپلوپاکواو ګلالیو لاسونو په وړو وړو رمبیوو،کوچنیو برسونواو کوچنیو کوچنیو په فني او غیر فني افزارودډیرو ستونځواو ربړونو سره سره په ورو ورو او په پو پو دځمکۍ د تل څخه را باسي او ورڅخه پر سر پریوتۍ سپیري خاورې ،ایرې او شګې پاکوي او د پیړیو پیړیو پټي دانې (غمي) چې، د خپل ذاتي خصلت سره سم ئی په ځمکه کې دننه او بیرون خوله د خندا ډکه وي ورته سر اوچتوي چې،په دی بریالیتوب سره ئی له سترګو د خوښې اوښکې جاري شي پوره ویاړیي په برخه شي او په خپلو جامو کی نه ځا ئیږي او دا بی سارې خزانه د هیواد ملي موزیم ته دخلکو د نندارې او پوهانو د نوو څبړنو لپاره ډالۍ کوي بیا د نوو نسلونو په لاس ورځي تر څوله سره په کې غوراو څیړنۍ پیل شي ، د دومره زړښت سره سره یو ځل بیا خپل ارزښت او بی سارې ښکلا په ډاګه کوي . دښاغلو او اغلو پوهانو څخه هیله ده چې دنوو او ځوانو څیړونکوسره په دی هکله یو څه نرم چلند راواخلي اوهغویو ته مرستندوی شي . دا یو ریښتینې حقیقت او څرګند واقعیت دی چې ښه او منلي استادان تل خپل شاګردان د ځان په شان روزي او هیڅکله یې هم په خپلو شاګردانو او په نورو رخه نه لوریږي . ایا دابه مونږ ګنهکاره نشو چې د دری سوو کلونو څخه د زیاتې مودې د پوهانو هلو ځلواو دهغویو د لاس ته راوړنوڅخه سترګې پټې کړو چې،رابرسیره شوي خزانې بیرته دخاورو لاندي ښخي او پو پناه کړو. کله کله خلک د طبعيت د نا خوالو ناخبروي ،ډیرې خزانې دطبعې افتونو له امله چې ،دایرو، شګواو خاورو د لویو لویو ډیریولاندی شي یا خو د قصدي اعما لو په نتیحه کې دموقت وخت لپاره ئي ځنې کسان د خپلواصیلو خاوندانو څخه ترخس اوخاشاک دلاندې پنا کړي او دورک نوم پرې کیږدي چې ،ګویا هغه نشته خو،زمانه تل ستغه او سپوره ده، پخپله کله کله دهغې څخه خاورې الوزوي یا د پلټونکو په هلو ځلوهغه را برسیره اوخپله طبعي ښکلا ننداره چیانواو علاقمندانوته د خپلو ټولو هغو خاصیتونوسره چې لری یی ارو مرو ځان څرګندوي او په خلکو ځان ورپیژني لکه په دی لړکی د آریائیانودلرغوني آریائي انشاء شوي کتاب، د « ویدا» تاریخي ادبي غمی :ویدا :ویدا دلرغونو آریائیانو یو تارخي کتاب دی چې،ډیر آریائی اقوام پرې ویاړي او په خپلو بچو او پرځانونویې دنوم او یا هم د تخلص په توګه ږدي ، دا چې هغو ته دا زاړه نومونه ډبر ښه ښکاري نو، ځانونه پرې نوموي او ډیر نور آریائي نومونه لکه : آریا، آریانا، آرین ، ویدا او اوستا او ډیرنورداډول نومونه له پامه نه غورځوي پری ویاړي او کاروي یی . دا نوم د هندو اروپائی ژب څیړونکو لخواد ( ويدا) په بڼه ضبط شویدی ؛ داسی ویل کیږي کله چې ، آریائی اقوام دهندوکش د سویل څخه د لرغوني هند په لور وکوچیدل په دی وخت کی آریائیانو په خپلو تشکیلاتو کی دری ډلی درلودې. برهمنکشتری ویسیا ترڅوهغه ځمکه د آریانا سره و تړي،د تلو په لاره کې د هغې ځای د بومي اوسیدونکو د( دراویدایانو) سره چې ، د خپل دودیزتمدن خاوندان وومخامخ شول او د یو لړ سختو جنګونو وروسته ئې د پراختیاغوښتونکوآریائیانو څخه کلکه ماته وخوړله هغوې یې ایل او خپل غلامان یې وګرځول ؛ داسی ویل کیږي چی آریائي اقوامو تر دی وخته پوری دخپل جوړښت له مخی پورتنئ دری ډلې درلودلې چی لاتر دي زمانې پوری دوې د ( ویدا) کتاب نه وو انشاء کړی خو،کله چې ، دا ډله اریا ئیان دهندوکش دجنوبي سیمو څخه ورځي او هلته میشت او ځای په ځای کیږی نو خپل تاریخي کتاب( ویدا) په لرغوني ( آریا ورته – آریاورسه) په نني ( هندوستان) کی انشا کوي، دلته ده چې ،د آریا ئیانوپه تشکیلاتو کی یوه نوې څلورمه ډله د ویدا په کتاب کی ورزیا تیږي چې ،هغه د سیو،شودر( دښمن) بلل کیده . د( شودر) د ډلی د پیدایښت سره سم په آریا ئیانو کی نژادي او طبقاتي توپیر هم را مینځته کبږي او دا وروستنئ ویش(شودر) په آریائیانوکی ترټولو ښکته او نا مملوسه ګڼله کیږي او دا ډله خلک د هغی وخت د لرغوني هند د بومي خلکو څخه وو چې اریا ئیانو خپل غلامان ګرځولي وو، هماغه وو چې آریائیانو خپل لومړنی لیکل شوی تا ریخي سند او وثیقه په 1400 ق،م کی هلته په لرغوني ( آریا ورته – آریا ورسه / ننني هند ) کې د( ویدا ) په نامه انشاء کړ چې، په تشکیلاتو کی یې نوې څلورمه ډله (شودر ) ځان ښکاره کوي چې لومړنۍ دری ډلی يی آریائي او څلورمه یی ، ښکته او غیر آریائی ګڼل کیږي په لاندی ډول : Brahmana Kshatri VaicyShudrدا وو د (ویدا) دکتاب د پیدایښت په اړوند یو ځغلند نظر.د ( ویدا) د نامه او مانا په اړوند د څېړونکو نظریا ت : ویدا: د لرغونو آریائیانو یو لرغونې لیکل شوی کتاب دی چې د 1400 ق،م په خوا او شا کلونو کې انشاء شوی چې، د(هندوآروپائی ) ژب پوهانو په خاص ډول لویدیځو ژب څیړونکو پلټنې پکې ډیر د پام وړ دي . نوموړو پوهانو د ویدا دنامه د معنا او مفهوم په هکله ډیرې ښې څیړنۍ کړې دي او ورسره یو ځای یی آریاني آروپائی ژبې هم څیړلي او دا یی ثابته کړې چې هندو آروپائی ژبي د آریا له کهوله دي چې ،وروسته ئې پری د( هندو جرمنیک او هندو آروپائي ) نومونه کیښودي او دا ژبې یې دیوې کورنۍ بللې دي . هندو اروپائی ژبو، ژب پوهانو ددغی لرغونې آریائی ژبی (ویدا ) او ددی کلیمي د معنا او مفهوم په هکله داسی نظر لري .« اکثر پوهان دا عقیده لري چې د ( ویدا) کلمه د ( ود) له مصدره جوړه شوې،او د پوهني په معنا ده ؛ ودیا په عمومي ډول پوهنې ته وایې، ماکس میولر مشهوروید پوهاند دغه عقیده لري،او وروسته ئې ګریفت او ماکډوئل هم تا ئید کوي ، چې د ( وید ) معنا پوهنه ، علم ،دانش دی او ښایي چې دغه کلمه لومړۍ کلمه وي چی له آریائې ژبې څخه پاتي وي».(1 ) د لیکونکي شننه : « ویدا » او« ود » دواړه د لرغوني آریائي ( پشائي) ژبې ځانګړي فعلونه دي چې هر یو ځانته ځانته ځانګړنۍ او خپل خپل مصدرونه او هر یو خپلې ماناوې اوصفتونه لري .برسیره په (ویدا) یو بل فعل چې،(وېدا)دی یواځې د(ې) په توپیر شته چې مصدریې (وېک )دی چې ، په پښتواو دري ژبو کی (اچول/انداختن)کیږي په لاندی ډول : 1- یو( ویدا) د ( ویک – اوبدل / با فتن ) له مصدرڅخه په لاس راځې او جمع مخاطب لپاره د ( ویدا)په بڼه چې مانا يي ( ويي اوبې/ ببافید) کیږي او د ( ویوا) شکل یې (اوبدل شوي / با فته شده)، (وینا – اوبدنه) ، ویکالا- اوبدونکی ،دښځینه حالت یی (ويکالۍ – اوبد ونکۍ) چې په پشائي ژبه کې (ویوا)د( اوبدل شوي) مانا لري چی دا یو صفتي حالت دی چې په دنمارکي ژبه کې یی فعلي شکلونه دا دي « ویو؛ ویوو او ویور»او په ( ویېوې) دی چې ،دواړه په لاس راغلي ،دنمارکي او انګریزي فعلونه د پشائي ژیي د ویدا اوweaveانګرزي ویوا سره کټ مټ په تلفظ او مانا کې یو دبل په شان دي او دری واړه سره خپلې خوږې خویندې او یودبل سره خوږ دخورولۍ څنګ لګوي،کله چې دا کلیمې څوک په دقت واوري دا به تصدیق کړي چې، هوکې دا ټول اوریدل شوي نومونه د یوې ژبی دي په لانديني مثال کې یې مانا او مفهوم ته ګورو . کله چې یوه میرمن غواړې د خپل دسرد ویښتانوپاکۍ او نظا فت او خپل ښکلائي چارې تر سره کړي او دا کارتر سره کاندي نو په هغه وخت کی خپلې ملګرۍ خورلڼۍ یا خور او مور څخه هیله کوي چې (سر مې وکه) یا دا چې( سر مې وګوره) او بیائې وروسته راته کوڅۍ او پیوي کړه په مانا او مفهوم په کار وړل کیږي چې، همدا مفهوم اومانا په پشائي ژبه کې د مفرد مخاطب لپاره (ویېا - ویا )او دجمع مخاطب لپاره ورته د (ویدا) فعل راځي چې،ورڅخه هدف پاکې ،صفائی او جوړښت دی ، په لاس راځي او ښائي چې د آریائیانو د (ویدا )د کتاب څخه همدغه جوړښت ، سمون ، ترتیب او تنظیم او پاکي منظوروې یا خو به ئی د خپل آریائي نژاد پاکوالي او سوچه والي منظور وي لکه چې ولیکل شول ، دا لوړۍ په لاس راغلې ماناوې د (ویدا) د کتاب د نامه د تعریف سره چې ژب پوهانو ورته کړی ډیر ښه څنګ لګوي ؛یا دا چې د ویدا کتاب له څلورو ډلو یا (کیست) څخه جوړاو اوبدل شوی دی ورته ویل شوي به وي چې ،دواړه د پشائي ژبي د(ويک- اوبدل) څخه په لاس راغلی به وي چې علم اومنطق یی مني .2- برسیره پر (ويدا)، په پشائي ژبه کې (ویدا) فعل ته ورته یو بل فعل هم شته چې (وېدا) د «ې» په توپیر لېکل کیږي چې د (اچول/ انداختن) مانا لري . اوس وګوری چې په پشا ئی ژبه کې څومره قوت پروت دی چې دوه ورته مصدرونه لري چې په تلفظ کی یو او بل ته سره ورته ،خوپه ماناوو کی سره توپیر لري ،چې پشا ئیا ن ئې د تلفظ په توپیر پخپله ښه پوهیږي او هر یو پخپل ځای کې استعمالوي .ښائي چې دا (وېدا – اچول- انداختن)دڅلورم « کیست» د را پیدایښت په مانا او مفهوم راغلې وي چې ، د آریائیانو د دریو لومړنیو طبقاتو پسې به څلورم (کيست) ،«شودر» اچول شوې وي او لرغونو آریائيانو به خپل لیکل شوي او بشپړ شوي کتاب ته همدا نوم ورکړی وي . د بیلګې په توګه : که چیرې مونږ د اریائیانو پخوا ني جوړښت ته چې د هندوکش دغره په جنوبې لمنو کی یې درلود پام وکړو ، نو آریائیانو درې ډلی درلودلې خو کله چې ، آریائیانو دراویدیان د لرغوني هندوستان بومي اوسیدونکي ایل اوهغه ئي خپل غلامان کړل ،هماغه وو چې د هغوی د (ویدا) په کتاب کې څلورمه ډله «کیست» اچول کیږي ، چې د آریائي ژب پوهانو او څیړونکو د نظریې سره پوره څنګ لګوې ، نو پوهان په دی باور دي او وائې : کله چې آریائیان دهندوکش د غره په لمنو کې میشت وو هغویو دری ډلې درلودې خو ژب پوهان په دی باوردي چې ، څلورمه ډله يې چې د ( شودر ) ډله ده وروسته له هغې چې آریائیان په لوغوني هند کې میشت شول او د ویدا کتاب انشاء شو ، نو د (شودر) نوم دهغویو په تشکیلاتوکې څرګند شو. دا په دی مانا یعنې کله چې د(ویدا) کتاب په لرغوني هند کې ولیکل شو دا د( شودر) نوې نوم په ویدا کې (وېدا – وایې چوې )واچول شو چې ، دا د( اچولو) معنا په پشائي لرغونی آریائي ژبه کې د (ویدا) مانا لري چې په نوموړې ژبه کې د جمع مخاطب لپاره د حال فعل دی . 3- د « ود » فعل چې ، د پشائي ژبې د (ود ېک – زده کول ،یادول،پوهیدل،علم، ښوونۍ )په معناوو تر اوسه پورې ژوندي نومونه دي چې ، د ( ودا – وده ) نوم یی تر اوسه د هیواد په ډیرو ژبو کې د (د م ، دعا او پوهې ) په مانا او مقصد يو ژوندی مفهوم دی او د پوهې ،پوهنې ( وده ، ودي ، ود ا) اجازې درلودونکي کس ته هم وائي د بیلګې په توګه :زلمی د مارانو او لړمانو ( ودا ، وده ) لري ،یا ملا صاحب ډیرې « ودې» لري ،د سر د درد ،غوږونو د سترګو او د نورو ډیرو مرضونو لپاره ئی ( وده – ودا /پوهه ) ټک او پتره ده . چې دا ټولې ماناګانې او ټول مفهومونه یی د پشائي ژبې د « ودیک » له مصدر څخه کټ مټ په لاس راځي ، اوس غواړم نوموړی مصدرد افعا لو د ښودولو سره ښاغلو لوستونکو او څیړونکو د شک او تردید د لیری کولو لپاره وړاندی کړم . ودیک – زده کول،پوهید ل، یادول پشائي پښتو فعل امري فعل آ زه ودیم ود، ودې تو ته ودې(ودا،وده ) ودیا سې هغه ودیا ،ودیګا آمو مونږ ودیس ایمو تاسو ودیدا تې هغوی ودین د«ود یک» له مصدرڅخه پورتني په لاس راغلي افعال چې ټول د « ود» د کلمې درلودونکي دي اود« ود » کلمه په ټولو فعلونو کې ځان څرګندوي چې امري فعلونه یی ( ود، ودی، ودا، وده ، ودیا) په لاس راځي چې دائې مختلف اوازونه دي که نه نو هماغه د ( ودا، وده ، ود ) شکل د ی . په دي ډ ول مونږ ویلی شو چې ، د « ود » کلمه چې ژب پوهانو د( علم او پوهني) په نامه مانا کړېده د پشائي ژبي اصلي فعل دی چې دي لرغونۍ آریائي ژبۍ تر نن پورۍ په خپلو ادبیاتو کی ساتلي چې په کې د الماسو د غمي غوندې ښکاري . همدا ډول په (دنمارکي) ژبه کې د بڼۍ ،تلفظ او مانا په شکل یو ژوندی مصدر شته چې د (پوهنې زده کول) ر،ښودل، ښوونې uddann مانا ورکوي،چې د پشائي ژبې د (ودا ،اودا،اوده،وده،ود) د روزنې په مانا دی اوکه دا د(اووددانی) فعل د(ویدا) د(ود) فعل سره دا په لاس راغلي فعلونه پرتله کړو او همدا ډول د هغوې تلقظ او ماناوو ته ځیرشو د یو اوبل څخه هډو توپیر نلري ، په دی ډول اوس ویلی شو چې ، که (آریک )د ټولو آریائي ژبو موریا انا وې ؛ نو پشائي ژبه به، یا پخپله ( آریک ) وي او یا به ئې سکه خور وي!! دواقعیت نه خو به سترګي نه وي پټې شوې که څنګه !!! د (ویدا) د زړه پوری نامه په اړوند چې د هندو اروپائې ژب پوهانود نظرڅرګندونه وه پرې وپوهیدو چې، د(ود) او (ويدا) دواړه ځانګړي فعلونه یا نومونه دي چې، دځانګړو مصدرونو درلودونکۍ دي او پری و پوهیدو چې ویدا د هغوی له نظره څه معنا او مفهوم لري ،خوهغوېو « ژب پوهانو» دیو بل ورته فعل په هکله چې کټ مټ د( ویدا) د کلیمي سره په شکل کې ورته دی هیڅ ندی ویلي چې ،زه یی اوس په لاندی ډول د کوم هغه توپیر سره چې په بڼه او معنا کی، د یواو د بل سره یی لري د لوستونکو او څیړونکو د خبرتیا په خاطر لیکم .1- د( ویدا)د کتاب نوم چې زمونږ د بحث اساسي مسئله ده چی د (ی) حرف یی د عربی ژبی د « زیر» په تلفظ ،ویل کیږي او د پښتو ژبی په اوږدې (ي) لیکل کیږې ،لیکلې ډو ل یی داسې دی (ويدا) . 2-هغه نوم چې د ( ويدا) د کتاب دنامه سره ورته دی د (ی) توري په زورکې چې د پښتو ژبی څرګنده (ې) ده په داسی شکل (وېدا) لیکل کیږي چې په بڼه او معنا کی یی توپیردی .د لومړۍ ويدا معنا زمونږ د هیواد په لرغونۍ ژبه پشا ئي کی ( ویک- اچول/انداختن) کیږي ۰او ددوهمې (وېدا) د (وېک) مصدر د پشائي ژبې د ( اوبدل) مانا لري .د ژب پوهانو د نوموړي نظر په وړاندی نوی نظر داسی وړاندی کیږي چې:1- ( ویدا ) ؛ (ود ) او (وېدا) د ری ځا نګړي فعلونه دي چې د پشه ئې ژبی د د ریو ځا نګړو مصد رونو د ( ويک – اوبدل/ بافتن )او د (ود یک – زده کول ) د«واو» د توري په پیښ او د(وېک – اچول،غورځول/ انداختن)د «واو» د توري په زیر تلقظ کیږي چی ، د نوموړو مصدرونو شکلونه،تلفظونه او ماناوې هر څه د یو او بل څخه جدا دي ،نو په دې ډول ویلو شو چې « ود» او « ویدا » او« وېدا» درې ځانګړي مصدرونه دي چې فعلونه او ماناګانې ېې هم سره بیل بیل دي چې د نوموړو فعلونو مصدرونه او ماناوی په پشا ئی ژبه کې کټ مټ دقیق صحیح او درست دي .اوس دقیق ویلې شو چی، د ژب پوهانو هغه نظریه چې وائي« ویدا» د « ود » یا برعکس «ود » د «ویدا» څخه جوړ شوی دی . دا به درسته نظریه نه وي دا ځکه چې ، « ود » د پشائي ژبی د «ودیک » چې د ( ښوونی ، روزنې اوزده کړې) یعنی ( علم)په ماناوو دی په لاس راځي چې هیڅ ډول شک ته لاره نه ورکوي ،برسیره پر دې مونږ نوموړې نوم په دنمارکۍ ژبه کی هم د « اووددانی» په بڼه او مانا و پیژاند چې هغه ژبه هم د (هندو اروپائي ) ژبو له ډلۍ څخه ده ،کله چې داسې د بحث موضوع په دوو ژوندیو آریائي ژبو کې ژوندۍ وي ،ایا دا به دقیقه نه وي چې ووایو نوموړی نوم دخپلو ټولوفعلونو سره د پشائي ژبی پورې اړه لري ،که څنګه!!!! برسیره پر لوړې توضیح په پشائي ژبه کې ځنې نور ورته نومونه شته لکه: (ود – وډ، وټ ( بر ،لوړ،پاس)یا (وت-ووت –ود )چې دا نوم په پشائي ژبه کی په د ېيره کی دوونو ښاخونو د اتصال په ساحه کې چې د یوۍ ونې څانګې بلې ونې ته سره ډیرې نه وي نږدی شوې او تر مینځه ئی تشه وې اود لاندی څخه پورته پکی د اسمان ستوري ولیدل شي ورته (ود-وت) وائې .همدا ډول په پشائي ژبه کې د پښتو د( سره) لکه: ما سره،تا سره.... ( ودا ،ودیء،ودام،ودو.....) هم شته دی چې د ویدا د(ود) سره په شکل او تلفظ کې نږدې دي .په درناوی . یادونه : (1)- دپښتود ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک ۸۰
منبع: بینوا پښتو ویب پاڼه

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...