۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبه

دسرحدونواوقبایلوچارووزیردپشه یی قوم دسراسری شورا له استازو سره وکتل

دسرحدونواوقبایلوچارو وزیرښاغلی محمد ګلاب منګل دجوزا دمیاشتې په 9 نېټه دپشه یی قوم دسراسری شورا له استازو مشرانو اوځوانانوسره ددغه وزارت دکنفرانسونو په تالارکې وکتل لمړی ددی شورا مشرښاغلی عبدالخالق حسینی دخپل قوم اوشورا په نماینده ګی خبری وکړی اوښاغلی محمد ګلاب منګل ته یی دنوې دندی په مناسبت مبارکي وویله ورپسې محمد زمان کلمانی اومحمد قسیم سنجني په وارسره خبری وکړی اویولړستونزی یی طرح کړی اووی ویل پشه یان دهېواد په 14 ولایتونو کې ژوند کوی
دتاریخ په اوږدوکې دهېواد له ځمکني بشپړتیاڅخه یی دنورو ورونو قومونو ترڅنګ اوږه په اوږه مبارزه کړی خوله بده مرغه دخپلو حقه حقوقو څخه تل محروم اوبی برخی پاتی شویدی زموږ هیله داده چې دسرحدونو اوقبایلوچارو په وزارت کې او ددی وزارت اړوند لیسوکې زموږ اولادونوته دتعلیم زمینه برابره شی مقابل کې ښاغلی محمد ګلاب منګل ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه اوډاډیې ورکړچې ددی وزارت مشرتابه دپشه یی قوم حق په نظرکې نیسی. غونډه دسراسری سولې دتامین په دعای پایته ورسیده.

۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

پشه یی جواننا ایگریس پڼان جوپیک


اېلو پڼنی که ثور مایېس ۲۹ منگل سه شنبی دوسس لني دې پتای کابل کوچه وطنس بېلا بېل ولایته اودای زیپه او ورگه شمولېدی بو گنات پشه یی جواننه وانټ گورېني دې جوپوا آییک، قرآن عظیم الشانس کاو مبارک آیاتنا پړیک او ملی سرودس واسلېک پلا آنجوېن بیک، پڼانس پربلی پشه یی جواننا اکټو گری پڼنس ډشټا حنیف الله شهاب پشه یی، کابل کوچه اېمه پڼانس جوپېکستا هدف بابته اغتې کېچین او کدکن گه میدی پتای پشه یی جوانان وطن او خلکه آنتې خدمت کویه پشه یېنا تانک حقه حقوقنستا استه اتلېنی آنتې گه ابت جا مېنی هیچ پام بوا نه سی کوششېلایه پوړا نېییکن. تیدی پتای محمد زمان کلمانی پشه یی قوم او جبېس تاریخ او پرانه گرستا بابته تاړا کېنی کېکن او جواننه اودای اېړهن گه پورا ایگری او علم او مولېنیس یاده گرای تانک خلکنی لا بکار خدمتس مصدری بن. یان پوړه هونا سناتور عبداخالق حسینی پشه یی خلکنا ایلای اېړنی او کشالایه بارایه اغتې کېچین او ملی ایگری حکومت اودای اېړهن که پشه یېنا حقوقنستا به پام کوچه دردن. اېمه پڼنی کوچه داکتر رفیع الله بیدار، محمد عالم خیلیلی، انجینر قمرالدین، انیسه پشه یی، عالم جمالی، استاد عبدالغفور غفوری او نور احمد نورانی ده به اغتې کېچین، چیکه قومنا ایگریا او برابریا ایړکن او شاه محمد پېننا گرای ترنم کوچه اي پشه یی ترانا پړن بیک. پڼنیس پچبلی ایلای اېته جنه شره گه قومېلاینا ایگری او خلکنی خدمت کوچه وړگری لړېویی شې پشه یی جوانننا پڼنس استوېک پټا ونټن بیچ. (محمدقادرهوتا)

دفترشورای اجتماعی اقوام پشه ئي ولسوالی آله سای ولایت کاپیسا مقیم کابل افتتاح گرديد

دفترشورای اجتماعی اقوام پشه ئي ولسوالی آله سای ولایت کاپیسامقیم کابل روزپنجشنبه مورخ ٩۴/٢/٢۴باحضورداشت 
آمرصاحب حوزه ورئس صاحب ناحيه هفتم شهركابل وهم چنان وکلای شورای ولایتی ولایت کابل درسرک نوچهلستون افتتاح گردید دوستان مطلع باشند•بااحترام
انجینر مولاگل (زاهد )

د ‏شورای اجتماعی قوم پشئی ولسوالی آله سای مقیم کابل‏ انځور.

۱۳۹۳ آبان ۲۰, سه‌شنبه

د نورستاني ، پشه یي او گواري فرهنگیانو غونډه جوړه شوه



خپلو ژبو، فرهنگ او خلکو ته د خدمت په موخه د نورستانی، پشه یی او گواری فرهنګیانو لومړنی غونډه په کابل کې جوړه شوه. په دی غونډه کی چی د نورستانی، پشه یی او گواری قومونو د گڼو لیکوالانو، عالمانو او فرهنگیانو په گډون د شنبی د لړم (عقرب) اوولسمی ورځی له غرمی وروسته د وطندارانو د نشراتی اداری په سالون کی جوړه شوی وه، لومړی د مولوی عبدالولی عظیمی له خوا د قرآن عظیم الشان څو مبارک آیاتونه ولوستل شول او بیا د هیواد پیاوړي لیکوال، څیړونکی او د وطنداران د نشراتی اداری آمر او مسوول مدیر سمیع الله تازه د غونډی برخه والو ته د وینا په ترڅ کی وویل: زموږ د اداری اساسی هدف دا دی چی د اساسی قانون په رڼا کې د هیواد د درېیمو رسمی ژبو فرهنګ او ادبیاتو د ودی او پراختیا او معرفی په برخه کی اړین کارونه تر سره شی، د همدی موخی لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اډانه کی د وطندارانو پنځه جریدی رامنځته او د هیواد په ازبیکی، بلوچی، پشه یی ، ترکمنی او نورستانی ژبو خپرونی لري، خو زموږ امکانات او کار د دریمو رسمی ژبو د ډیر والی په تناسب ډیر محدود دي، هیله من یو چی دولت وکولی شی په راتلونکی کې دغه نشراتو ته براختیا ورکړي او د ټولو درېیمو رسمی ژبو ویونکو ته نشرات ولرو. 
ښاغلی تازه د غونډی برخه والو څخه وغوښتل چی له دغو نشراتو او د هغه د لا بډاینی په برخه کی خپله مشوره او همکاری زیاته کړی. 
ده د الینا د فرهنگی ټولنې د رامنځته کولو په اړه د ښاغلی څېړندوی فریدالله نوری نوښت او هڅی وستایلی او د نورستانی، پشه یی او گواری ژبو د فرهنگیانو ټولنې جوړول یې یو ښه گام وباله. 
وروسته لیکوال او څیړونکی محمدزمان کلمانی خبری وکړی او وویل: دا چی د لومړي ځل لپاره د پشه یی، نورستانی او گواری ژبو لیکوالان، پوهان او فرهنگیان سره راغونډ شوی او د خپلو ژبو، فرهنگ او ادبیاتو د پراختیا او نورو ته د پیژندنی لپاره د اغېزمنو لارو چارو د غوره کولو لپاره سلا مشوری کوی دا یو ډیر ښه گام دی. دغه ژبی د دغی خاوری دیر پخوانی او اصلی ژبې او د لرغونی آریایانو د فرهنگ د هندارو په څیر دی چی باید ډیر کارونه ورته وشي او کولی شو د پوره یووالی او پرله پسی هلو ځلو له لاری د خپلو خلکو دغه هیلی ترسره کړو. 
په دی غونډه کی فریدالله نوری، د الینا په نامه د یوې فرهنگی ټولنې د رامنځته کولو غوښته وکړه او د غونډی له برخه والو څخه یی وغوښتل چی په دې اړه خپل نظرونه څرگند کړی. 
ورسته ښاغلو محمد نواز حقیقت، د سرمولف معاون سلیمان سون آرا، الحاج محمد حسن حسام، شفیق الله معصوم خیل، عبدالرحمن، څېړنواله عاطفه نورستانۍ او نورو په وار سره د خپلو خبرو په ترڅ کی د دغو درې واړه قومونو د گډ درې نیم زره کلن لرغونی نوم الینا په نامه د یوی فرهنگی ټولنې د رامنځته کولو په هکله پرېکړه وکړه او د هغه د لاپیاوړتیا او اغېزمنتوب په اړه یی خپل نظرونه څرگند کړل. 
د غونډی په پای کې د ښاغلی محمد زمان کلماني په مشرۍ او د ښاغلو سمیع الله تازه، محمد حسن حسام، څیړندوی عبدالمالک لاموال، سلیمان سون آرا، شفیق الله معصوم خیل، عاطفه نورستانۍ، محمد نواز حقیقت، شمس الحق عطازاده، فریدالله نوری، فضل الرحیم مظلومیار او فضل کریم کریمی په گډون یو دولس کسیزه کمیسیون وټاکل شو، ترڅو ددغې فرهنگی ټولنې د چارو د پرمخ بېولو، پراختیا او د هغه د قانونی پړاوونو د بشپړولو لپاره لاس په کار شی.




۱۳۹۱ اسفند ۱, سه‌شنبه

ګران هېوادوال دې ولولي (خدمتګار ورځپاڼه)

دا مطلب د خدمتګار ورځپاڼه او سایت کی نشر شوی د نشر نیټه يكشنبه ٢٢ سلواغه ١٣٩١

د خدمتګار ورځپاڼې درنو چلوونکو ته خپل د مینې او محبت څخه ډک سلامونه وړاندې کوم او پس له سلامه هیله ده زما دغه لیک خپورکړۍ.
د دې لپاره چې کله کله دغه ورځپاڼه لولم، نو د دې د ۸۰۳ مې ګڼې هغه لیک چې د ((ښاغلی ولسمشر د خدای لپاره یې ولوله)) تر سرلیک لاند‌ې وو ولوست، چې په رښتیا هم په لوستلو يې خوښ شوم، ځکه یو لړ حقایق په کې راغلي وو چی تر اوسه زه ورته دومره ځیر شوی نه وم. په تېره دا چی پښتانه زموږ د هېواد تر نورو ستر، ځواکمن او اغېز لرونکی قوم دی، د ټولو افغانانو د ویاړ وړ او نومیالي شخصیتونه یې ټولنې ته وړاندې کړې دي او خلک درناوی ورته لري. خو کوم شی چې ماته ډېر په زړه پوری و هغه د ښاغلي سیدهاشم فولاد د قوم مساله وه، چې په دغه لیکنه کې ښاغلي آزمون، هغه پشه يی معرفي کړی دی. که څه هم د قوم خبره دومره مهمه نه ده، خو سره له دې هم په رښتیا دغه ښاغلی هغې سیمې پورې اړه لري چې زیاتره يې پشه يی ژبي او پشه یان دي او دی هم په پشه یی پوهېږي. خو حقیقت دا دی چې دی د قوم له پلوه څنګه چې له نامه څخه يې هم ښکاري سادات افغان او د سید جمالدین افغان له ټبر څخه دی چې هغه هم د همدې اوسني کوزکونړ یعنې د ښېوې ولسوالۍ د ګوریک د سیمې د صفدر ګټ نومي کلي څخه و. کاشکې دغه ښاغلی لیکوال دا هم ویلي وای چی افغان سیدجمال الدین هم د پشه یی قوم څخه دی. حال دا چې ځینې ورونو په ځینو لیکنو کې ان دهغه د افغان د نامه په ځای پښتون لیکلی دی او د مرکزي احصائیې په اسنادو کې د دې یادې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي پښتانه ښودل شوي دي. کاشکی هر کله او هر چا داسی رښتیا  رښتیا خبرې کولای او د ملحو‌‌ظاتو پر بنا چلند نه کېدای، ځکه که د نفوس د زیاتوالي خبره شي، هغه وخت ټول پښتانه یا تاجک جوړوي او که د کوم امتیاز او د مقام خبره راشی بیا نو خپل هم د پردیو په ډله کې شمېري. کوم وخت چې فولاد صاحب تېره دوره په ولسي جرګه کې د کوز کونړ او د دره نور د خلکو په رایو وکیل و او هغه مهال په یوه خپور شوي لست کې پښتون معرفی شوی و، دې ورور ونه ویل چې دی پشه یی دی او اوس چې د کمشنرۍ مقام ته رسیدلی دی، د ده په پشه یی توب ټینګار کيږي. د دې مطلب لیکونکی ورور دې په دې هم باید پوه وي چې ان د قومونو او قبایلو په وزارت کې له یوه تن پرته چې هغه هم یوه پشه یي نشریه چلوي، بل پشه يی ژبی مامور هم وجود نه لري، دا لا څه چې د ټول دولت او حکومت په کچه له پشه یانو څخه دې کوم وزیر، د وزیر مرستیال او یا د کوم بل لوړ مقام خاوند وي. دا چې ښاغلی فولاد صاحب د کوم وړتیا خدمت او یا رښتینولي له مخې دې مقام ته رسیدلی دی، زه پرې نه پوهیږم. ښاغلی حامد کرزی صاحب، خو د ټولو افغانانو مشر دی او یوازې زموږ پښتنو وروڼو ته اړه نه لري او بیا که د کوم تصادف له مخې کوم پشه یی ژبی چې پښتو يې هم ورته د مورنۍ ژبې په څېر ده کوم مقام ته چې له پېړیو پیړیو  څخه له هرڅه نه محروم ساتل شوي ورسیږي دا خو کومه د بې عدالتۍ او بده خبره نه ده.
((میم زور ما ټوله زما)) خبره دې باید نه وي. که چېرې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په کمیشنرانو کې کوم پښتون ورور شتون ونه لري، په دوی کې له پښتنو څخه زیات، پښتنو او نورو افغانانو ته زړه سواند او خدمت کوونکي کسان په کې شته او له بله پلوه تر دې لا ډیرو لوړو مقامونو کې دغه قوم ته اړوند ډیر کسان دندې ترسره کوي، چې هیله ده دغه ورور محدود فکر ونه کړي او هغه کسان چې له خپل قوم او قبیلې په څېر نورو ټولو افغانانو ته د خدمت هوډ او تکل لري نهیلې نه کړي او ټول د هېواد د اوسني جمهور رييس حامد کرزي په څېر د افغانانو په غم کې اوسي نه د یو قوم، قبیلی او یا د سیمی او ډلې په غم کې. ځکه افغانستان د ټولو افغانانو، که هغه پښتانه دي او که تاجک او یا نور، ټول د دې خاورې بچیان او د یو ملت وګړي دي او ټول په پښتو او دري ژبو پوهیږي او ګړېږی. قومي مسایلو ته باید دومره لمن ونه وهل شي، پاتې شوې ژبې چې هغه هم د قانون له مخی ټولو ته پاملرنه کېږي په تېره د هغو اقلیتونو ژبو او ادبیاتو ته چې تل محروم ساتل شوي وو. د هیواد د ټولو ژبو ویونکي ایله اوس د دې احساس کوي چې د دې خاورې بچیان او د پوره حقونو خاوندان دي په دې باندې ټول باید وویاړو او د ټولو د لا یووالي په اړه کار او هڅه وکړو نه دا چې په قومونو او سمتونو یې وویشو.
۸۶۲ گڼه خدمتگار/ لیکوال: دني هېوادوال دا هم لینک:
http://khedmatgar.com/cat3/11524-ګران-هېوادوال-دې-ولولي؛لیکوال-دني-هېوادوال

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...