دشیرعلم امله وال لیکنه
پشه يان د اوسني افغانستان دمشهورو او لويو اوو قومونو (مليتونو ) له جملي څخه يو قوم دې چي د هيواد په ختيځو ولايتونو، شمال ختيځ ، شمال او مركزي ولايتونو په سيمو او ځايونو كي هستو ګنه لري ، چه د ځانګړي قومي هويت ، ځانګړي ژبي او ځانګړي كلتور درلودونكي دي . چي اوسني پشه يانو څخه دادي چه تر اوسه په پشه يي غږيږي . خپل فرهنګي او قومي پيژندنه (هويت) يي ساتلي دي . چي دهيواد په مختلفو سيمو كي ميشت دي . كله چي د پشه يانو د قومي هويت ، ژبي ، كلتور او دودونو په هكله مطالعه او څيړنه كوو او تاريخي ، علمي ، سياسي ، فرهنګي ، پوځي ، كتاب ،مقاله او يا سند لولو . په هر ځاي كي په روښانه او شفاف ډول ليكل شوي دي . چي پشه يان آریائیان دی او دافغانستان د پخوانیو اوسیدونکو په جمله کی شمیرل کیږي . همدارنګه كه د بهرنيو پر يرغلګرو او نيواكګرو ليكني تر نظر لاندي تير كړو ، نو هغوي هم ددي وياړلي او غيرتي قوم يادونه كړي او د يرغلګرو په مقابل كي د مقاومت كوونكو په كتار كي په زرينو كرښو ياد شوي دي . همدا ډول په پشه يانو كي اوس هم د پخوانيو اريايي ژبو ،عصبي نښي او نښاني ژوندي پاتي شوي او استعماليږي او آن پشه يي ميشتي يوي سيمي نوم چي د كونړونو ولايت مربوط د نورګل ولسوالي سيمه ده او د اريت په نامه ياديږي چي له آريايانو سره تړاو لري . خو د دي ټولو اسنادو ، شواهدو ، مداركو سره سره دا سوال پيدا كيږي چه دا پخواني قوم ولي تر اوسه پوري په ډير كم شمير كي پاتي وي . يعني دا چي د وګړو په شمير كي لكه د نورو قومونو په شان زياتوالي نه وي . د وخت په تيريدو سره ډيروالي څه كوي چه كموالي په كي راغلي او خلك يي له خپلي ساحي څخه لري شوي او له خپلي ژپي څخه پردي شوي يا په بل عبارت ورځ تر ورځه ددي قوم دوګړو د نفوسو په شمير كي كموالي راځي . چه زه غواړم دلته د خپلو معلوماتو له مخي ددي ننګيالي او توريالي قوم د شمير دلږوالي ، وروسته پاتي والي د بهيرونو او علتونو په هكله رڼا واچوم .
تر اسلام د مخه : په تاريخي او فرهنګي اسنادو او موادو كي راغلي چي پشه ييانو په دي سيمه كي خپله واكمني لرله او ددوي سيمه او هيواد دپهرنيو يرغلګرو او بلوسګرو پر بريد لاندي راغي او تر ډير مقاومت وروسته دسيمي د آوارو ځمكو څخه غرونو په لور كوچيدو مجبور شول او سيمه يي د پرديو ترتسلط لاندي راغي ، چي د دوي دواكمني د پرځيدو اصلي علت دنورو مليتونو قومونو سره د بهرنيانو د سازش او ملګرتيا نتيجه وه . نو په دغه وخت كي هغه تعداد پشه ييان چي د يرغلګرو په واكمني او نورو قومونو سره په څنګ كي ميشت شول . نو خپله ژبه او كلتور يي ارزښتونه يي پريښودل او د نورو كلتور او ژبه يي خپله كړه. همدارنګه كله چي ښاري او مدني ژوند پيليږي نو يوشمير پشه ييانو هم د خپلي ژبي ، قومي هويت او كلتور سره خداي پاماني وكړه .
داسلام تر راتك وروسته : كله چي په لرغوني او تاريخي هيواد ياني اوسني افغانستان كي د اسلام د مبارك دين وړانګي او پلوشي خوري شوي او دنړي د انسانيت ستر ناجي او د خداي (ج) محبوب پيغمبر حضرت محمد (ص) د پيروانو او لارويانو لښكري او ددين دعوت وركونكو ډلي زمونږ وياړلي هيواد ته ورسيدل . نو په دي وخت كي د افغانانو او عربو جګړه تقريباَ دوه سوه او پنځه كاله دوام وموند وروسته د تفاهم او سولي له لاري ټولو افغانانو د اسلام مبارك دين قبول كړ چي پشه ييانو هم دا حق دين ومنلو يو شمير پشه ييان چه په خپلو پخوانيو عقايدو ټينګ ولاړ وو له اسلام څخه لري پاتي شول . بيا دوخت په تيريدو سره هغوي هم اسلام راوړ . نو كله چي پشه ييان مسلمانان كيږي او يو شمير غرونو خوا ته ځي ، هغوي چه په آواره كي نورو قومونو سره هستوګنه اختياروي او په دي وخت كی دوي هم خپله ژبه او كلتور پريږدي او نورو ژبو او قومونو كلتو خپلوي ،چي ښه مثال يي د افغانستان د قومونو او توكمونو په نامه علمي او تاريخي كتاب دي ، چي ښاغلي مرحوم دوست شينواري له خوا ليكل شوي او د نړيوال تاريخپوه او ټولنپوه مارګنسټرن د نظريي له مخي چي په دي كتاب ليكل شوي چي ساپي په اغلب ګومان پشه ييان دي او هغه دا دلايل راوړي .
1. د ساپيو او پشه ييانو كلتوري او دوديزو اړيكو ورته والي .
2. دګډو اوسيدو او همدا ډول د زياتو ساپو ميشتو سيمو نومونه چي په پشه يي ژبه كي وي راوړي دې ، چي په دي ترتيب ددوي قومي او ژبني هويت ورك شوي دي .
همدارنګه اوسني نورستانيان چي دوي هم د آيايي توكم الينا ګروپ پوري تړلي قوم دي . چي پخوا پشه ييان او نورستانيان دواړه اليناييان وو او يو لوي قوم يي جوړوه. كله چي يو شمير يي اسلام قبول كړاو يو شمير يي له اسلام څخه لري پاتي شو . نو دسيمه ييزي لهجي له مخي چي نورستانيان يي هم اوس استعمالوي باشايي چي د تسليمي مانا وركوي او دهغوي په نزد هغوي چي اسلام قبول كړي و نو دوي تسليم شوي او دپاشايي په نامه ياديږي ورو ورو دا لهجه په پشه يي بدليږي اوديو قوم نوم غوره كوي او ددوي نور هغه الينايي ورونه چي له اسلام څخه ليري پاتي كيږي د كافرو په نامه ياديږي . چه وروسته پيا داسلام له ريسدو سره سم په نورستان پدليږي چي دا تاريخي مرحله هم ددي قوم قومي او ژبني هويت د وركيدو سبب كيږي .
دمدني او عصري ژوند پيل: څرنګه چي زياتروافغانانو له كليوالي ژوند څخه ښاري ژوند په مخه كړي نو يو زيات شميير كي پشه ييانو هم په ښارونو كي د نورو ميشتو ورونو قومونو سره يو ځاي د اوسيدو ژوند پيل كړو، چي د وخت په تيريده سره دنورو ژبو او كلتورونو تر مستقيم اغيز لاندي راغلل او خپله مورني ژبه يي هيره كړه ، چي دلته دا خبره ديادولو وړ ده چي سياسي او فرهنګي اغيز ډير زيات موجود وو او ټولي سياسي او دولتي اداري د نوړو ژبو ويونكو ته او په ځانګړي د فارسي ژبي ويونكو په واك كي وي او هم د ښارونو زياتره اوسيدونكي د نورو ژبو ويونكي وو چي د ښاري ژوند اړتيا يوي خوا په دولتي او سياسي اړتياوي پلي خواته همدارنګه د ښووني اوروزني د سيستم اړتيا بلي خواته پشه ييان دي ته مجبوره كړل چي خپله ژپه او كلتور پريږدي او دنورو په كلتور او ژبو كي ځان ور كډ كړي . په تير وخت كي په پشه ييانو كي هم داسي څوك پيدا نه شو چي خپلي ژپي او قوم لپاره خدمت مصدر وګرځي . چي ددي كار يو علت د پشه ييانو بي تفاوتي او له خپلي ژبي او قوم سره پي وفايي هم وه. كله چي د سر شميرني مسئله مطرح شوی په شعوری ډول هڅه شوي چي پشه ييانو ته دتابعت په تذكره كي تاجك او يا د بل كوم قوم نوم وليكل شي ، همدارنګه نورو غير پښتنو ته هم زياتره وخت به د تابعيت په تذكرو او نورو قانوني اسنادو كي تاجك ليكل شوي ، چي دا هڅه شعوري تاجكو ، دولتي مامورينو چي غوښتل يي د خپل قوم د شمير ډيروالي او خپلي سياسي واكمني په لاره آواره كړي .دا چه عمده علت يي د پشه ييانو د سياسي ډګر نشتوالي يا عدم موجوديت وو، همدا ډول د وخت حكومتونو هم د ټولنيز عدالت د تامين د ژبو او فرهنګونو د ودي او پراختيا لپاره كوم ځانګړي پلان نه دلود چي اكثره وخت د وړو ژبو او قومونو د وركاوي هڅي په دولتي كچه پرسره شوي دي . دا چي همدا اوس يو شمير پشه ييان په ننګرهار ، لغمان او نورو سيمو كي په پوځي ډګر كي حضور لري . دسياسي او فرهنګي كچي د نشتوالي له امله دي . قوم ته د نورو قومونو پشان څوك نګوري ، يا په بل عبارت چي د سياست په ډګر كي د نورو قومونو د شمير په حساب كي څوك پشه ييا ن نه حسابوي ، د ياد وړ ده چي د لنډ محالي او منځ محالي ادارو په چوكاټ او كابينه كي ټولو قومونو ته ونډه او برخه وركړل شوي ، خو د پشه يي قوم ته هيڅ هم په هيڅ وخت كي خپله ونډه نده وركړي . دا چي اوسني اداره دقومونو د تناسب له مخي جوړه شوي ، يو ډول نه يو ډول د ټولو نورو قومونو استازي شته خو د پشه يي قوم څوك نشته، چي د پشه ييانو د مشهورو قومونو او يا مليتونو له جملي څخه په پنځمه ليكه كي راځي ، يعني پنځم لوي قوم دي . خو دا دانصاف او عدالت څخه لري ده ، چي تركمن ، بلوڅ ، نورستاني ،قزلباش ، ايماق ته د قوم په نامه برخه وركول كيږي ، خو پشيان بيا دچا په ياد هم ندي . دځنيو نورو قومونو څخه د وګړو د شمير د څومره والي له امله زيات هم دي په پاي كي بايد زياته كړم چي زه پخپله دقومونو په نامه د سياست پلوي نه يم ، بلكي مخالف يي هم يم زما آند بايد معيار زدكړه پوهه ، مسلكي او كاري تجربه ، استعداد او اهليت وي ، خو كه چيرته دا معيارونه په نظركي نه نيول كيږي او قومي تناسب ته كتل كيږي ، نو پشه ييان هم ددي خاوري اوسيدونكي دي ، بدي خاوره كي د سياست او واكمني حق لري . نو د ټولو مشرانو څخه زما غوښتنه او هيله داده چي پشه يي قوم بايد څوك دياده ونه باسي او ټولو ته بايد د خپل انډول له مخي په قومي او ټولنيزو ، سياسي او فرهنګي مسايلو كي د ګډون او برخي حق وركړل شي.
دهیله مجلی څخه
يادونه :
1- بايد وويل شي چه اوس هم پشه يي ژپه په ځينو سمو او هموارو سيمو لكه د كنړپه نورگل دننګرهار په ښيوه د لغمان په مركز او چهار باغ او دكاپيسا په تګاب او نوروسيموكي په كمه اونيم ژوانده بڼه شتون لري
2- د محمد زمان کلمانی دلیکنو پر اساس دغه نظریه چه پشه یی د تسلیمی معنا لری بی بنسته او دغرض دخاوندانو لخوا جوړه شوی خبره ده ، ځکه د موثق اسنادو له مخی دغه خلک هغه وخت هم د پشه یی په نامه یاد شوی او سیمه یی پاشیای او پشیگر بلل شوی چه لا د اسلام په مقدس دین مشرف شوی نه وو
(محمد ظاهرکلمانی)
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر