۱۳۸۷ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

آريک - دآريائي ژبومور يا (انا)

د يوه ښه تصادف له مخي،کله چي د پښتو د ادبياتود تاريخ لومړي ټوک ، د پل څرخي د زندان په (کوټه قلفيو)کي ، د شوروي اتحاد د ګوداګي رژيم ساتونکو تر جدي څارنۍ لاندي وو، نا ببره په لاس راغي ؛ خبر نه وم چي د څه شي په هکله دي ، خو کله چي د پنجري په درزکي ماته د کتاب څنډه ښکاره شوه اوبايد په چټکۍ مي تر لاسه کړي واي دستي پري وپوهيدم چي خدايږود منع شويو کتابو له ډلي دي د بريښنا په چټکۍ مي لاس ور واچاوه چي ، څوک مي ونه ويني په ډيره بيړه مي په تخرګ کي ونيو اوهملته مي داسي ورک کړچي ،ترڅوئي د زندان ساتونکي راڅخه ونه ويني،په تادي مي ځان په ټاکلي اوسپنيزه پنجره ورننويست،نوموړي کتاب مي ﻻپسي ښه کوټه قلفي کړ، د ملاستي او نا ستي د ځا ي لاندي مي ور تيرکړ،دا چي مونږ سياسي بنديا ن وود خپلو ملګرو سره مو د خبرو کولو، ليدلو او کتلو او د اړيکود ټينګولوحق د لاسه ورکړي وو....که څه هم چي ، په دغه کار سره ماته خپل ځان دومره ښه ښکاره نه شو،خو ډير خوښ په دي وم چي زه د کتاب د لوستلو حق لرم او په هر ډول چي وي زه بايد دا کار وکړم . زړه ختلي،ستړي او ستومان او په ضمن کي خوښ، په داسي ډ ول چي ګويا زه په دنيا کي د هيڅ شي اګاه او خبرنه يم او هيڅ مي هم ندي کړي پري دانه دانه پريوتم . د لنډ ځنډ وروسته چي ، د زړه درزهارمي له ډير خوزښت څخه په ورو ورو را ټيټ شو،کتا ب ته مي ﻻس کړ، پري کښل شوي وو« د پښتوادبياتو تاريخ لومړي ټوک » . زما په ژوندانه کي دا لومړي ځل وو چي د داسي کتا ب اود دغسي عنوان سره مخامخيدم ، چي هيڅکله مي ليدلي اوکتلي نه وو. هيڅ نه پوهيدم د لوستلو لپاره يي ډ يربي واره شوم ، په لوستلو مي پيل وکړ، تر پايه مي ولوست ډيرزړه پوري وو،دا چي د لوستلو لپاره مي نور هيڅ نه لرل ، بيا مي ولوست او څو څو واري مي ولوست،ماته د يوي ادبي خزانۍ غوندي ښکاره شو، په هرځل لوستلو مي ورڅخه،هغه ښکلي او اشنا مرغلري (وييونه) چي زه ورسره اشنا وم او پيژندګلوي مي ورسره لرله ، په ډيري خوښي به مي ترينهرا پورته کړي ، په ښکته پورته کولو،کولولو را کولولو او ورسره په لوبيدلونه ستړي کيدم په پيژندګلوو به يي په جامو کي نه ځا ئيدم ، خوراښکلۍ وي ورسره په لو بيدو کي ﻻ په خوزښت راتلم ،لمحه په لمحه زما مينه ورسره ټوکيد له ،زرغونيدله او نيلي يي زغلولي او پرمايي خپله اغيزه شيندله، مخ په ودي ميني پرما داسي کوډي وکړي چي ، زه يي بلکل خپل کړم ،ا وس نو زه ورسره د تل لپاره د جسم اوروح غوندي ملتيا لرم او ورسره پوره خوښ يم ،اوس هم شپه او ورځ يو د بل سره يوځا ي او نه شليدونکي يو، زه ورنه ډيرخوښ په دي يم چي ، د زندان ترخي ، نمجني او ځوروونکي زمونږد ارادي پرته شپي او ورځي يي له ما سره يو ځاي تيري کړيدي ،زه ښه پوهيږم چي ما پري ډيره ناروا کوله،بله چاره نه وه تل به مي دشوروي اتحاد د مزدور رژيم د جاسوسانو او ساتونکواو ډيرونورومغرضينوڅخه پټ او پنا ه ساته؛ دا د دي لپاره چي د ګوډاګي رژيم تالي څټو ته د ا دستورورکړل شوي وو او ټينګه پي شوي وه چي،سيا سي بند يان،نشي کولاي پرته د شوروي اتحاد د سره پوښ لرونکو اثارو اود ګوډا ګي رژيم له نشرياتو څخه به ،يواځي او يواځي (حقيقت انقلاب ثور) نورڅه نه لولي ،خويواځينۍ هيله مي دا وه چي بي ياره نشم اوپرته ددغي شتمنۍ چي په لاس راغلي وه ورڅخه بي برخي نشم .. ډير داسي وختونه هم پيښ شوي دي چي ما به دا خوږ ملګري د شپۍ په بډه کي سا ته او ورسره يو ځاي ويديدم ترڅود رژيم د پخۍ شپي د( ډاکو انو،غلو ، لوټمارانواو تلاشي کوونکو ) څخه په امن کي وي ، سا تنه کوله . لنډه دا چي ، که( د پښتوادبياتو تاريخ) او د هغي د علمي پا نګي اوارزښت په اړوند ،هرڅومره وليکم بيا به هم زما ليکنه ډيره کمزوري وي ، دا ځکه چي زه ﻻ دومره د ليکنۍ او څيړنۍ پخوانۍ نه لرم ،خو يواځي دومره ويلي شم چي ، د پښتو د ا دبياتو په تاريخ کي چي څه را ټول شوي اوکښل شويدي زما تنده ئي ترډيره حده ماته کړيده، پوهاند خداي بښلي علامه (حبيبي) صا حب په خپلو پلټـنوکي په لږ وخت کي د ومره سترکار کړيدي او دومره رښتيني معلومات ئي را ټول کړي ا و مونږته يي په ميرا ث را پريښودي چي زما د پلټنود پاره په توره شپه کي د يو ځلاند مشعل مثال لري او نن سبا دهغي ستري اوبډاي خزانۍ څخه لکه د( آ ريک) د اصلي آريايي ژبي د مور يا انا په شان ״مرغلري ״ را اخلم او هغه د زرها وو کلونود خاورو ا و دوړو چي پر مخ ئي پريوتي دي او تر ډيره ځايه د پيژندګلوۍ څخه وتي ، ډيره تته او پيکه ښکاري يوه يوه ورڅخه په ډيره مينه را پورته کوم ،په وريښمين ټوکريي مښم ورو ورويي په پو پو پاکوم ، ترڅو د ليدلو، او کتلو وړوګرځي او رښتيني ښکلائي څرګنده د بچويي خوښه او بڼه ئي د پيژندګلوي شي، يو ځل بيا دزرګونو کلونو ورکه پيدا شوي ، بي مثاله ښکلۍ ،دا د آريا ئيانود لرغوني تاريخ د ښکلا نښه د(اصيلانو،نجيبانو،شريفانواو کښتګرانو)دوييونو، زيږوونکۍ د هندوکش دهڅکو، دنګواوپلنوغرونو د چارچا پيره لمنود درو اوسردروپه غيږ کي د رنګا رنګو، خوش بويه ګلونوعطرشيند ونکۍ ،دا په ( ويدا، اوستا ، سوما او هماليا..... اوډيرو نورو زړه پورو نومونو ) نوم ايښودونکۍ مور، په غيږ کي ونيسي ا و ښه راغلا ست ورته ووائي اود خپلي مورنۍ ژبي ( مور يا انا) و پيژني اومخکي له هرڅه د مرګ په پا ڼ ولاړي ( آريک) ته د ژوند داوږدوالي اود خدمت جوګه شي ، ترڅو وکولاي شي چي زړه خواله ورسره وکړي او د زرګونو کلونو په ده تيرشوي تاريخ راته وڅپړي او راته په ډاګه کړي چي په هغۍ څه تير شوي او څه پري راغلي ، په کومه زمانه کي او چيرته زږيدلي ده،چيرته ئي خاپوړۍ کړي او په کوم ځاي کي ځوانۍ ته رسيدلۍ ، د پيغلتوب دورا ن ئي څنګه وواو ولي د خپلو بچو له پامه غورځيدلۍ اوپه کوم علت سره دومره ويلي اوکمزوري شويده اوڅو لوڼه(ژبي)يي زيږولي مشره او کشره يي کومي دي!؟ خوداچي د« پښتودادبياتوتاديخ لومړي ټوک» ، په رښتيني ډول د اصلي آريائي ژبي د لرغونو و ييونو يوه بډايه خزانه اوخورا زړه پوري کتا ب دي چي،زړه پوري مرغلرۍ يي په کي پييلي دي ،له دغومرغلروڅخه لومړني دوه چي ، دپښتودادبياتود تاريخ لومړي ټوک (21) مخ پري ښکلي شوي ووچي هغه د( شوريا س shuria )او د( ماروتاس Marutas) نومونه دي چي ورته اصلي آريائي ويل شوي دي ،زماپام يي ځانته واړاوه او ورته په سوچ کي شوم ،چي خدايږوددغو نومونوسره اشنا يم ،دلږ سوچ کولووروسته ماته داپته ولګيده چي داخود( پشه ئي) ژبي هغه کليمي دي چي په توضيح او تشريح يي د ژب پوهانود پلټنوڅوکلنه تنده حتمي ماتيږي او د څيړنو نوي پړاو ته به ورننوځي. دا چي د (پشه ئي ژبي ) ژوندي نومونه دي چي لومړني يي د پشه يي ژبي سوريس( د لمر) او دوهم ئي ماروتا س ( د وژونکي) په نومونوترنن پوري ژوندي دي په ليدلو،لوستلو اوپه پوهيد لويي دومره خوښ شوم دچا خبره په کالو کي وپړسيدم،عجيب شانته احسا س را کي پيداشو، داسي لکه په مړاوي او تږي ګل چي،پرخه ووريږي اونسيم پري والوزي وخوريدم،اوډيرخوښ شولم،پريکړه مي وکړه چي زه بايد په دغه ادبي تاريخي سمندرکي ددغوتاريخي مرغلرودلاسته راوړلولپاره غوټي وهل زده کړم ترڅو وکولاي شم ددغه سمندردژورتل څخه يوه يوه پورته کړم اودا پريکړه مي وکړه چي زه به ډيرکوښښ وکړم چي ، داسي زاړه آريائي نومونه(آريکي مرغلري)چي اصلي آريائي ژبي ژوند په ځانګړوزمانوکي وښيي،په پرله پسي ډول ښکاره کړم . دهندواروپايي ژبود ژب پوهانوپه اند لرغوني آريائي ژبه هغه ژبه ده چي لرغونو آريا ئيانوپه خپل اصلي ټاټوبي (آرياناويجه) کي دخوځيدو ، کوچيدو او خپريدو لاد مخه پري خبري کولي او ځانله يوه ژبه يي درلودله،چي له هغي ژبي څخه وروسته هندي،ايراني،بخدي ژبي را وتلي دي : په دي اړوند څيړونکي داسي وائي : « په دي لومړنۍ آريائي ژبي کي تراوسه څه معلومات د پوهانو لاس ته ندي راغلي،او نه چا څه پکي ويلي دي،تش دوني ويل کيږي ، لکه دوي چي ،مذهب، رسوم ، ملي دودونه درلودل،نو ښائي چي بله ژبه به ئي هم درلوده ، خو دا نه معلوميږي چي اصلي أريائي ژبه کومه او څنګه او څه راز ژبه وه ، څوعمرژوندۍ وه؟»( 1 ) . خودوکتور ګوستالوبون وائي:« ترخپريدلواوهجرت د مخه آريائي اقوامو يوه مخصوصه ژبه ويله چي نوم ئي (آريک) و،دا ژبه اوس ورکه ده،خو( سنسکريت) ژبه له هغي ژبي څخه راوتلي ده، دا اصلي آريائي ژبه چي د ټولو أريائي ژبو موريا انا بلل کيږي،ﻻ اقل تر ميلاد(3000)کاله د مخه ويله کيده او ددوي مشترکه ژبه وه.خو اوس ئي هيڅ نښه او بولګه نده پاته ،له دي کبله چي د آريا ئيانوتاريخ اوليکني د قبلالميلاد تر (1400) کاله د مخه نه رسيږي ، نو دوني ويلاي شو چي سا نسکريت،اوستا، زړه پاړسو،دري سره له دغي اصلي آريائي ژبي څخه زږيدلي دي. »(2 ). بل ځاي داسي راځي چي « نو ددي اصلي آريائي ژبي عصر له (2400 ق،م)څخه تر 4000 ق،م پوري تخمين کيږي ، يعني له هغه وخته چي آريائي اقوامو لومړۍ پلا له (آريانا ويجه) څخه هجرت کاوه »(3) ميډ يم راګوزنRagozin ليکي :« تقريبآ سل کاله د مخه په اروپا کي د هند د علوموپلټنه او زده کول شروع شول،هغه وخت چي چارلس ولکنس Wilknis مها بهارت ترجمه کړ، او د سنسکريت ګرامرئي وکيښ ، نو سرويليم جونزد منو د هرم شا سترا او کولبرکColbrok د هند پر فلسفه او قوانينواو ادب کتابونه وليکل نو د اروپا او هند د ژبو پرتله او مقايسه شروع شوه ،او دا فکر خلقو ومانه چي سنسکرت د ټولو ژبو مور ده ،مګروروسته چي پلټني او د پوهانو کتني ډيري سوي ، نو دا ښکاره سوه چي تر سنسکريت ﻻ د مخه يوه ژبه هم آريائي خلقو درلوده، په اصل کي هغه ژبه د نورو ژبو مور ده ،يوه بل عالم جيک ګرم په أريائي ژبو کي د صحيحو هروفو د تبد يل اصول وښوول ، او دا ثابته سوه چي د آربائي اقوامو لومړنۍ او اصلي ژبه ﻻبله وه، چي د هغي ژبي الفاظ او کلمات په ټولو أريائي ژبو کي مشترک دي ». (4 ) د لته ګورو چي د״ راګوزن ״ نظريه مونږ ته دا را په ګوته کوي چي ، اصلي آريائي ژبه د سنسکريت ژبه نه ده او د هغي ژبي څخه مخکي بله ژبه وه چي د هغۍ الفا ظ او کلمات په ټولو آريائي ژبو کي شربک دي. په دي ځاي کي د د وو پوهانو د ګوستاولوبون او د راګوزن له نظرياتو څخه دا پوره په ډاګه کيږي چي د سنسکريت د ژبي ﻻ د مخه بله ژبه وه چي آريا ئيانو پري خبرۍ کولي ،ډوکتور ګوستاولوبون په زغرده وائي چي سنسکريت د( آريک)څخه راوتلي دي . خو ما د(آريک)په اړوند چي ګوستا ولوبون دا نوم له کوم ځاي څخه اخيستي لا تراوسه پوري په بل کوم ځاي کي ندي پيدا کړي او دمانا يه هکله يي هم څه معلومات نشته،که ښاغلي څيړونکي د (آريک) دنامه او مانا په اړوند معلومات لري ، هيله لرم چي دراتلونکو څيړنو لپاره راسره مرسته وکړي او په دي اړوندلار ښووني ونه څپموي . د (آريک ) د ثبوت لپاره به ولاړشو او وګورو چي هغه آريائي ژبه کومه وه او اوس ژوندۍ ده که څنګه ؟؟؟. ددغه کارد ترسره کولو لپاره پرځا ي به وي چي د ا صلي آريا ئي ژبي د ژوند د ا ثبا ت لپاره له هر څه د مخه د ډاکتر ګوستا ولوبون د(آريک) د نو م پرڅيړنه چي وائي ؛ ״ دا ژبه) آريک) اوس ورکه ده״ پيل وکړم . آريک : د ״ پشه ئي״ ژبي يو ژوندي (مصدر) ، دي چي په پښتو ورته (اوريدل يا ارويدل) ا و په دري ورته (شنيدن) وائي ، د نوموړي مصدر څخه ټول هغه فعلونه لکه : ( اري،آر،آريا ، اريي ،اريان، آريانا او (آرين ) په لاس راځي چي د اتلسمۍ پيړۍ څخه تر نن پوري پکي کورنيواو باند نيوو ښاغلو ژب پوهانو ډيري زړه پوري او نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي اود نوو څيړنو لپاره ئي تر ډيره ځايه لارهواره کړيده او مونږ ته يي ډير څه د پوهاوي لپاره پريښودي دي . د هندو اروپايي ژبو ژب پوها نوپه خپل وار ډيري هلي ځلي کړيد ي ترڅو اصلي أريا ئي ژبه د لرغونۍ أريائي ژبي د ( آ ر او آ رين ) په وييونو کي وپلټۍ او دا ثا بته کړي چي اصلي آريائي ژبه کومه او څنګه ده .د نوموړونظرياتو په رڼا کي پرځاي به وي چي مخکي له هر څه د (آ راوآرين) په اړوند د پوهانو نظريا تو ته ورشواو وګورو چي په دي اړوند څه ويل شوي دي، هغه رااخلو ا و وروسته ئي د نوي نظر سره په پرتله کي وينو او دا به ځا نته جوته کړوچي نوي نظر څومره رښتينۍ او پر ځاي دي که څنګه ؟ د خداي بښلي علامه حبيبي صاحب نظرداسي دي :« لومړۍ کلمه چي موږئي د پښتو ژبي د اصا لت د پاره د لغوي دليل په څير پلټنه او څيړنه کوو،پخپله د(آريا ، آرين) کلمي دي »(5)«هغه اقوام چي د امو له غاړو څخه په باختراوهند اوايران کي خپاره سول ،دوي ځانونه آرين Aryanيعني اصيل او نجيب او شريف ګڼل،او چي په هند کي خپاره سول ،هلته د تور توکم انسانان د مخه اوسيدل ،له هغو سره آريائيانو جګړي وکړي او شاته ئي وشړل، لکه دوۍ چي ځا نته (آرين) يعني شريف او نجيب وايه ،هغو قبيلو ته ئي داسو يا د يسيوDasyu ويل ،دا دواړي کلمي په ريګويدا کي زکر سويدي »(5)«د آرين د کلمي څانګي په سنسکريتک کي آريا يا اريا Arya او په زند کي ايريا Airyaدي چي هغه دشريف او نجيب معنا لري او دوي له خپلو دښمنانو څخه ځانونو ته په دغه نامه امتيازورکاوه،چي ددوي د پښته نه وو،او اصيل نه ګڼل کيدل ». علاوه پر ريګويدا په اوستا کي هم دا نوم راځي، او هسي وائي« خداي تعالي د آرين مځکه او د آرين توکم او پښت پيدا کړ » (5) « تردغو دوو پخوانو کتابو وروسته بيا وينو،چي هيريد وت (484 ־ 425 ق،م ) د آرين ذکرڅو ځايه کوي ، دي وائي : چي ميدي Medes اقوام په پخوانيو زمانو کي آرينArian بلل کيدل » (5) « د اروپا اوسنيو پوهانو ددي کلمۍ په شا وخوا کي ښي ښي پلټني کړيدي ،ځکه چي دا نوم اريائيانوله خپلي پخوانۍ او اصلي ژبي څخه ورسره راوړي و، نو که په نورو ژبو کي ددغه نامه ريښي پيدا سي، هغه ژبي د آرين اصلي ژبي ته نژدي بلل کيږي »( 6 ) « دوکتور ګيګرGeiger آلماني محقق وايي چي آرين له (آر) مشتق دي چي په سنسکريت کي د اصل او بنياد په معنا دئ او آريا وائي نجيب او شريف او پارسا ته».(6) «علاوه پردغو اقوالو چي (آر) د اصلي په معنا بولي،ځيني محققين دي ته هم تللي دي چي آريا له(آر)مشتق دئ ، چي په پخوانۍ سنسکريت کي ئي د کرني يعني کشاورزۍ او زراعت مفهوم درلود،نو له دي جهته آريا کرونکۍ او زارع ته ويل کيدئ،دا قول د مشهور سنسکريت پوهاند ميکس ميولر Mexmuller دي چي دوکتور هنترئي هم د هند دخلقوپه تاريخ کي مني،او آرين د کرونکي په معنا اخلي »(6.) « ميديم راګوزن ليکي چي (آر)د يوي په معني و،له لاتيني او ايتالوي (اراز)د سلاوي (اراتي)د يوناني (اروت رون) انګريزي ايريبل(ديوي وړ) دغسي د يوناني(ارورا)او دلاتيني ارور (يوي سوئ کښت)ټول له دغي مادي څخه دي ،آريائي اقواموځان له دي جهته کښتکار او زارع باله، چي له وحشي تورانيو پوونده وو څخه ددوي توپير وسي،او هر وخت ئي په دغه نامه فخر هم کاوه».(6)اريا،آريا،آرياييArya :(دا ويي يو ټبرني ستاينوم ethnical adjective ) ) دي، دا چي آره او بنسټ يا په بله وينا اړوند نوم يي څه و،جوته نه ده او مانايي«ازاد، آر، اصيل،کرګر،پتمن...» اټکل شوي ده ) ( 7). «ددي آريائي نامه اثرپه نورو اقوامو هم سويدئ. د با بل او نينوا په اسوري ژبه ئي هم (اري) هغي ځمکۍ ته ويل،چي يوي او کرلي سوي وي (ارارا)ددغه هيواد په کوشي ژبه د فصل ريبل وه» (8) « په دي ډول د آريا دکلمي په خصوص کي دوي نظريي د پوهانو تر مينځ سته يوه دا وه چي آريا اصيل او شريف دئ،دوهمه داده چي کرونکي او بزګر دي ».(8) تردي ځاي پوري دپوهانونظريات مود(آر)دکلمي په اړوند وليکل اوپري وپوهيدوچي معنائي(اصيل،شربف ،نجيب او د اصل او بنياد يا کرونکي او زارع په معناوودي . (( د آريا د پښت زانګوزمونږ د وطن مځکي دي، او هندي آريائيا ن هم له دي ځايه تللي دي ، نو دا په ټينګه ويلي سو چي د هغو زړوکلماتواصلي اشکال هم بايد دلي پاته وي او هرڅه تغير چي وروسته ور پيښ شوي وي ،هغه به د نوي محيط اثر وي.)).(9 ) ((پښتو د هندو اروپائي يعني آريائي ژبو څخه ده ،ځکه چي د اريائي پښت زانګو دغه زمونږ د هيواد مځکي دي ،نو اصلي آريائي ژبه هم دلي ويله کيده،او دلي پخپله پاته ده، يائ لور پښتو تر اوسه په دغو غرو کي ژوندۍ ده)). ( 10) په دي اړوند :نوي نظر ( آ ريک) د پشه يي ژبي د ژونديوو مصدرونو څخه يو مصدر دي چي ، په پښتو او دري ژبو کي (اوريدل،ارويدل؛ او شنيدن) دي چي ،فعلونه يي په لاندي ډ ول په لاس راځي ؛ د فعلونو د جوړولو لپاره ، تل لومړي د مصدروروستنۍ برخه چي (يک) دي ورڅخه غورځي لکه په پښتو او دري ژبو کي چي (״ ول״ او ״ ړل״ ؛״ دن״ او״ تن״ ) تري غورځول کيږي ؛ په( پشه ئي) ژبه کي هم د (آريک )دمصدرڅخه د (يک) برخه جلا او غورځي او ورڅخه (آر) پاتي کيږي چي په ( پشه ئي)ژبه کي د مفرد مخاطب لپاره په حا ل زمانه کي (واوره/بشنو) د يو امري فعل په معنا دي اودا هغه څه په لاس راځي چي د ورستنيو دري پيړيو را په ديخوا د هندو آروپايي ژبو ژب پوهان ورپسي د شونټۍ په رڼا ګرځيدل اوګرځي. ځني پوهان داسي وايي چي ، اره او بنسټ يا په بله وينا اړوند نوميي څه و،جوته نده اوماناي «ازاد،آر،اصيل ،کرګر،پتمن» اټکل شويده.تردي ځايه پوري چي مونږد ښاغلو ژب پوهانو نظريات را وڅپړل ،ټول په يوه خوله دي ، د« آر او آرين» د کليمو مانا په(اصيل،شريف،نجيب ،آر،کرګراو زارع ) کوي.خو هغه پوهان چي وائ د ( آر ) اره او بنسټ يا په بله وينا اړوند نوم يي څه و؛ هغو ته بايد وويل شي چي ،د(آر) د فعل بنسټ د «ګوستاو لوبون» په ( آريک) کي چي د لرغوني آريا ئي ( يشه ئي) ژبي ژوندي مصدردي؛ په پښتو ژبه کي ورته (اوريدل ،ارويدل) وائي پکي د لمرپه شان روښان اوڅرګند دي .په ډيرو هند واروپائي ژبو کي دلرغوني آريائي ژبي (آريک) مصدرد (آر) د (واوره/ بشنو)فعل سره هم غږي او ورته دي لکه : پشه ئي آر ( are , ar ) پښتو آروي arwe\awre انګريزي هيير ( hear ) جرمني هوير ( höre ) دنمارکي هوير ( høre )په نوموړو ژبو کي (آر) د (اوريدا) مانا لري ،چي په لوړو ژبو او ښائي د نړۍ پر مخ په ډيرو ژبو کي،يوه ښه غوږنيوونکي او ښه اوريدونکي ته د ( اصيل ، شريف او نجيب) صفتونه ورکړل شي په پشه ئي؛ پښتواو دري ژبوکي خو، هر ښه غوږ نيوونکي او اوريدونکي ته (شريف،نجيب او اصيل)ويل کيږي . په پشه ئي ژبه کي علاوه د نوموړو صفتونو (آر)عزت،ننګ او غيرت ته هم وائي لانديني توضيح ته پام وکړي .دا چي د( آر/ آري) اود ( آرين) د کلمو په هکله مخکي وليکل شول چي د ( پشه ئي)ژبي د (آريک)د (اوريدل) دمصدرڅخه په لاس راځي چي (آر)دمفرد مخاطب لپاره په حال زمانه کي د امر فعل دي او د (واوره/ بشنو) په مانا دي او د(آري)او (آريا / اري يي) شکلونه يي هر يو په حا ل زمانه کي دمخاطب فعلونه د ي او هريو د ( آوري) او ( وايي وره / آوري يي ) کيږي او د (آرين) فعل د (پشه ئي) ژبي د جمع غا ئب د ( آوري / ميشنوند) ما نا لري .دا چي اوس مونږ د ښاغلو ژب پوهانو د څيړنو اصلي ټکي چي ( آر ) او (آرين) دي د پشه ئي ژبي د (آريک) په مصدر کي وميندل او دا په ډاګه شوه چي آر او آرين د پشه ئي ژبي ژوندي فعلونه دي ريښه او مانائي پخپله د (آريک) په مصدرکي ژوندۍ ده اوس د ښاغلوژب پوهانو پام دي لاندينيوتوضيحاتوته راګرځوم.برسيره پر(آر) او( آرين) چي د (اوريدا) مانا لري او مونږ په خپلو ژبو کي هر ښه اوريدونکي او غوږ نيوونکي ته ( اصيل،شريف او نجيب) وايو،دا لاند يني مفاهيم لا د اصالت،شرافت او نجابت تله درندوي په لاندي ډول :په پشه ئي ژبه کي ځني پشه يان ( ويني / خون) ته (آر) او ځني ورته( آش ،آس/)وائي چي؛ دا دري واړه د پشه ئي د» ويني» نومونه ( آر، آس او آش) يو پر بل اوښتلاي شي چي تر نن پوري په پشه ئي ژبو کي داد (آر) نوم ژوندي دي چي د (ويني) مانا په خپل زات کي د (اصيل،شريف او نجيب د« پلرنۍ ويني» مفهوم رسوي) .په پشه ئي ژبه کي يو بل زړه پوري او ژوندي نوم ( آړ) د پښتو او دري ژبود ( زړه/ قلب) په مانا دي چي ،د ( ړ) توري د( ر) په توري اوښتي شي چي په دي صورت کي د ( آړ) څخه ( آر) جوړيږي چي ، په حيواني وجود کي(آړ/ زړه/قلب)هم (اصيل)دي چي،پرته د ( آړ/ زړه) ژوند امکان نلري .اوس چي مونږ د اصلي آريائي ژبي د(آر) دنامه تر څنګ د پشه ئي ژبي يوه بله زړه پوري د( آړ/ زړه/فلب)نوم هم وپيژاند چي د « ړ» توري په « ر» اوړي اود( آ ړ) څخه(آر) اوبرعکس يو پر بل اوړي . ښاغلوژبپوهانو(آر) د(اصيل،شريف اونجيب) د ماناووبرسيره په (بزګر، کښتګر) نوم هم مانا کړيدي چي ،زراعت په خپل زات کي هم د انسانانو په ژوند کي يو اصيل او بنيادي کار دي چي پرته له هغي د ژوند چاري نا ممکن دي. په دي اړوند به په خپل وخت کي زړه پوري معلومات وړاندي شي .پایله : د( آر) او (آرین) د کلمو څټه د پشه ئی ژبې د (آریک) په مصدر کې نغښتی ده . ( آر) او(آس او آش) چې یو پر بل اوړي په پشه ئې ژبه کې د (وینې/ خون) مانا لری . ( اړ/ زړه) نوم دی چې په (آر) هم اوښتې شي ،د پشه ئې ژبې ژوندۍ کلمې دي .هیله ده چې پدی ماته ګوډه لیکنه څه نا څه د ښاغلو ژب پوهانو څیړنیزه تنده ماته او په کرکه ورته ونه ګوري او هیله لرم چې له ما سره خپلې علمي مرستې ونه سپموي .
(1 ، 2) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 24 ،24،
( 3) د يښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 25
( 4) د يښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 24
( 5) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 28 ،28 ،28،28
( 6) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 29 ،29،29،29
( 7) پښتو او پښتانه د ژب يوهنې په رڼا کی 318
( 8 ) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 30،30،
(9) د پښتو د ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 37
( 10 ) د پښتو دادبیاتو تاریخ لومړی ټوک 38

منبع: بینوا

هیچ نظری موجود نیست:

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...