۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه

پشه يي او پشه يان څنگه وپېژندل شول (محمد پرويش شاهين)


له ورځ مجلې څخه:
د لوى قام لوى وطن چې د تاريخ په اوږدو کې د سړي توب، علوم فنون، تجارت، لين دين، نروالي، پت پښتو او بين المللي سوداگرۍ يو لوى مرکز پاتې شوى دى. چېرته چې نړيوالې تجارتي قافلې بې خطره د سوونو زرگونو کالونو پورې تللى او راغلى دى. په هغوى لاس اوچتول، د هغوى قافلې لوټل او تالا کول خو لويه خبره هغوى ته خو په دې خاوره خداى خوارکه هم چا نه و ويلى.
دا د فخر او افتخار لويه خاوره څو ځله سره لمبه شوې ده. سره مچۍ شوې ده او نارينه خو يې وو نارينه، غنم رنگه او باتور خويه پېغلو يې هم ټول وطن مورچه مورچه او مورچل کړى او تورې په لاس يې پخپل قامي غيرت دا خاوره د غليم له بلوڅو څخه په امان ساتلې ده ځکه چې لوى افغان هر څه مني خو غلامي په مرگ هم نه قبلوي. دغه سوب دى چې په دې غيرتي خاوره او د ننگو په دې ډگر د ډېرو ډېرو غاورو بلوڅه کوونکو ککرۍ خاورې شوي دي. تيت و پرک او ورک شوي دي او هم هاغه نر او بريالى افغان په دې نارينه خاوره هسکه غړۍ نن هم ژوندى او گړندى دى.
دا د سيالو سياله خاوره د قامونو، قبيلو او ژبو او ژب گوټو خاوره ده. چرته چې فقط د يو افغان د درنې نامې لاندې ډېرې قبيلې او ډېرې ژبې ژوندۍ او گړندۍ دي.
په دې بلا بلا ژبو کې يوه ژوندۍ او گړندۍ ژبه پشه يي هم ده چې د لوى پشه يي قام ژبه ده. کومه چې زما په اند د ټول افغانستان په ژوندو ژبو کې د ليک لوست په ميدان کې د ټولو څخه ژوندۍ ژبه ده چې ليکلي آثار يې تر زرگونو کلونو پورې رسېږي او ډېر زاړه چاپي اثار لري.
پشه يي قام د تاريخ په اوږدو کې يو لوى او يو فعاله قام پاتې شوى دى. هم دا د بادشاهۍ کور او قبيله د چا پلازمينه چې د کاپيسا خاوره وه کومه چې د خپل علوم فنون، سوداگرۍ او جهان بانۍ له سوبه په هند، چين او وسطي ايشيا کې د قدرت او طاقت، بخت او تخت خاوره وه او يو وخت داسې هم و، چې د دوى د قدرت مزى تر سوات، چترال او گلگت پورې غزېدلى و او د يو منظم او پراخه سلطنت او د يو تکړه او فعاله فوځ په سوب د چين باچاهانو د دوى په خپلوۍ او دوستۍ فخر کولو او د دوى پاچاهانو او شهزادگانو ته به يې درانه درانه خطابونه، خلعتونه او ډالۍ ورکولې.
بل اړخ ته يو دا قام د دوى په پشه يي ژبه او بيا د دې ځاى په نشه اييز شرابو چې هم د دې خاورې د مشهور کور نه به جوړېدل هم د شهرت وړ گرځيدلې و او دغه ژبه او دغه شراب چې د دوى د يو ديوتا (
God)په نوم د کاپيسا د شرابو د ديوتا (God of wine)په نوم مشهور و.
ځکه چې زړو آرياو چې د کوم سوما (
Soma)سره په مذهبي توگه عادت و دغه د ويد نه مخکنۍ خبره وه د کومې ځاى چې بيا د کاپيسا د زيړو انگورو شرابو (Yellow Draksh is Pasttudic)واغستو او هم دغه شراب او دغه زېړ انگور به د کاپيسا نه هند ته برآمد ولى شو.Grapes were substituted
او دغه کور چې د هاغې په ژبه کې د ډرکشا (
Draksha)په نوم يادېدو.
د پانيني په وينا دغه به هند ته لېږلى شو.
That Draksha was imported to India from Kapisa.
دا پشايان چې کله د ويدي مذهب نه په دې سوب لاس په سر شوي وو چې بامبړانو د ويدي سوچه مذهب مشاده ورانه کړې او د خپلې رضا يو خودساخته مذهب يې ترې جوړ کړى و. نو د دوى بيا د گنگا او جمنا بامبړانو په نظر کې بد تهذيبه. د مذهب نه لرې او غرڅه خلق وو او چېرته چې په کتابونو کې د دوى د قام او ژبې نوم راغلى دى نو هغوى په سپکه خوله بيان کړى دى گنې پشايان او د دوى ژبه خو هغه پخه او کوټلې ژبه وه کومه چې لوى پښتون او لوى عالم او گرامر نويس پانيني د لوى کتاب اشټ ادهيايى، ژبه گرځېدلې ده. او هغه په هغه وخت کې د بهاشا (
Basha)په نوم وروسته خلقو ورله د سنسکرت نوم ورکړى دى. هم دغه بهاشا د افغانستان د ډېرو ژبو مونډيز شکل دى چې ور کې د پشه يي ژبې لوى لاس او لويه برخه ده.
بيا چې کله پشايانو بدهـ مت قبول کړو او داسې يې قبول کړو چې په وسطي او جنوبي ايشيا کې هم دا خلق د وروستي سره پورې بودايان پاتې شوي دي چې نن يې هم په دېرو رسمونو، رواجونو، نومونو، اصلاحاتو او بيا خاص په ښځينه سندرو او رسمونو رواجونو کې بدهـ مت له ورايه ځليږي.
پشه يانې جينکۍ او زنانه چې په ټوکو او خټين څيزونو او ديوالونو کوم نقش نگارونه جوړوي دغه کې هم ډېر ډېر څه د دوى د زوړ مذهب نښې نښانې جوړې دي. بل مخ ته چې د دوى د ښځو او سړو کليوال نومونه واورېدې شي نو ته به وايې چې هډو اوس د سټوپا د عبادت څخه راغله.
د دوى علمي او ادبي ژبه چې پشه يي ياديږي د لوى هند عالمانو د پساچې پشايي، او پساچا (
Pisachi-Pashai-Pisaha)په نوم ضبط کړې ده.
چې بيا وروسته ژبپوهانو دا زړې غريزې ژبې د يو عام نوم درد-دردي (
Dard-Dardi)په نوم يوځاى کړې او دغه بې شمېره ژبو ته يې د دردک (Dardac)نوم ورکړى دى. خو که لټون وشي نو د دردي نوم هم دغه ژبو له دې پشايانو ورکړى دى او په پشايي کې درد او دردي غرنۍ او کوهستانۍ ته وايي. او دغه ټولې کوهستاني ژبې چې تر کونړ، نورستان، لغمان، دير، سوات، چترال، گلگت، داريل، تانگير او کشمير پورې خورې ورې پرتې دي. دغه ټولې د دې پشه يي ژبې اولاده ده. دې ټولو ژبو کې فقط پشايي ژبه په زړو وختو کې د ليک لوست، قلم ا و کتاب مؤرخ ته رسېدلې ده.
که په دې کې يوخوا د کرم او وردگ کتبې يا ډبرليکونه ليک دي نو بل خوا په دې کې د شهبازگړې او مانسهرې ډبرليکونه هم کومې چې د راجا اشوک په حکم ليکل شوي دي. بل مخ ته چې کوم کتابونه د چين او ختن په خاوره موندل شوي دي او بيا يو پند کتاب چې په ١٩٣٥ کې په گلگت کې موندل شوي ا و بيا په دوه درې جلدونو کې چاپ شوي دي (چې د پرويش شاهين سره د فوټو سټيټ په بڼه شته دى) کوم چې په سوات کې هاغه وخت ليکل شوي چې په سوات کې لا د بدهـ مت ټغر نه و ټول شوى او کله چې بيا بديانو له سواته کډه کوله نو د ځان سره يې گلگت ته وړى و. دغه ټول په پشايي ژبه کې دي.
پشه يي ژبې چې ډېر قدرت ترلاسه کړو او ډېر ادب ورته راغى او ډېره روانه ژبه شوله. نو د بدهـ مت عالمانو دې ته د دې د ادبي بڼې په وجه د پالي (
Pali)نوم ورکړو. کومه چې نن هم د بدهـ مت يوه مذهبي ژبه ده. د بدهـ مت بلا بلا کتابونه په پشايي او وروسته په پالي کې ليک شوي دي. خو د ټولو نه زيات مشهور کتاب يې دهماپدا (Dhama Pada)دى. چې دنړۍ په ډېرو ژبو کې ترجمه شوى دى چې په نړۍ کې د بدها د مکالماتو Dialouge of Buddhaپه نوم مشهور دى (دا هم د پرويش شاهين سره په دوه درې ژبو کې شته دى) چې يوه ورکې زړه پشايي او نوې پالي هم ده.
د مذهبي کتابونو نه پرته په دې ژبه کې ډېر روماني او عشقي کتابونه هم ليک دي چې د ټولو نه زيات مشهور کتاب ور کې بړهټ کتها (لوى داستان)
Birhat Kathaدى چې يو پشايي شاعر گناډهـ (Gina Dah)ساز کړى و. چې پوره اووه لکه (٧٠٠٠٠٠) اشعار ورکې وو. دغه کتاب بيا په هند او کشمير کې په ډېرو ژبو کې ترجمه شوى دى. چې په دې کې د چهينمداً ١٠٣٧ ميلدي او پنډت سوم ديو ١٠٦٧ ميلادي د سنسکرت ترجمې ډېرې مشهورې دي او په سنسکرتي ادب کې ډېر لوړ ځاى او مقام لري.
د پشه يي ژبې د ليکلو دپاره خپل يو محلي ليک دود هم و کوم چې نن هم په تبت کې د دلائى لاما په مسلک کې د (
Sina Lippi)په نوم شته دى او هم په دې کې ليک کتابونه هم شته دي او هم دغلته په تبت کې د دې خط دغه کتابچه سره د نوې نوټونو بيا چاپ کړې شوې ده. ورسره د سوات د ناوې د خط يوه کتابچه هم ده چې د اُديانه خط (Udyana Lipri)  په نوم مشهوره ده چې عالمان په دې گروهه دي چې دا دواړه خطونه بنيادي توگه باندې يو دي. خو د محلي لهجې او ځينې غږونو په سوب ورکې بېلگتوب دى ځکه چې هم دغه پشايي ژبه په سوات کې هم د بدهيانو يوه مذهبي ژبه وه.
داپشه يي ژبه د هند په کتابونو کې د لغماني،دهگاني او تيراهي، بشکارک (
Bushkarik)په نومونو هم ياده شوى دى. د دې ژبې د کاله نورې ژبې دغه د ټولې پښتونخوا د غرونو ژبې دي. کومې چې اصلي اريايي او مونډيزې اريايي ژبې دي. اوس د نړۍ د عالمانو فکر دې خبرې ته راغوښتى دى چې د ارياو خو څه نښې نښانې څه آثار، عمارتونه، ودانۍ، يادگارونه خو نشته دي. نو آيا د دې نشت والي له کبله د ارياو په دې زړو، اصلي او قديمي ژبو دې کار ولې ونه کړى شي. د کومې د غرونو نه چې نن هم د ارياو د انگۍ غږ اوريدى شي. دغه سوب دى چې د هغوى نظر د لوى افغانستان د خلقو په محلي ژبو دى.
په راتلونکي ليک کې به د حوالو (
Reference)سره سره د پشايانو په اول ځل ښکاره کېدل د هغوى ژبه موندل. د دې ژبې د ليکل شوي کتابونو تفصيل. د دوى د خط ذکر، د دې کورنۍ د حکومتو پلازمينې، علوم او فنون، سياسي او علمي حيثيت بحث کولې شي.
زه د هاغه پشايانو پوهانو مننه کوم چا چې زما سره په لغمان، جلال آباد، پېښور، کونړ او مومندو کې خواږه خواږه بحثونه کړي دي.

دا هم د سر چینی لینک

۱۳۹۱ مهر ۲۵, سه‌شنبه

عبدالخالق حسینی پشه یی به حیث معاون کمسیون مستقل انتخابات افغانستان تعیین شد

رادیو آزادی:  ریاست جمهوری افغانستان عبدالخالق حسینی پشه یی را به حیث معاون کمسیون مستقل انتخابات تعیین کرده است. در اعلامیه ریاست جمهوری گفته شده است، تفرر آقای حسینی به اساس پیشنهاد کمسیون مستقل انتخابات و منظوری رییس جمهمور کرزی در بست خارج رتبه صورت گرفته است. در اعلامیه همچنان آمده است که آقای حسینی پیش از این به حیث عضو در کمسیون مستقل انتخابات ایفای وظیفه می کرد و از تجارب خوب انتخاباتی برخوردار می باشد.
کابل (پژواک، ٢٤ ميزان ٩١): به اساس فرمان رييس جمهور، عبدالخالق حسينى به صفت معاون کميسيون مستقل انتخابات تعيين شده است.در اعلاميه اى که از سوى ادارۀ امور به آژانس خبرى پژواک ارسال گرديده، آمده است که به اساس پيشنهاد کميسيون مستقل انتخابات و فرمان رييس جمهور، عبدالخالق حسينى به عنوان معاون کميسيون مستقل انتخابات در بست خارج رتبه تعيين شده است.
حسينى تا کنون به صفت عضو کميسيون مستقل انتخابات ايفاى وظيفه مى کرد.
در اعلاميه علاوه شده: ((عبدالخالق حسينى از تجارب خوب انتخاباتى برخوردار است، با تعيين وى حکومت افغانستان مصمم است تا پروسۀ آماده گى ها براى برگزارى انتخابات آينده به بهترين وجه ممکن صورت گيرد.))
در خبرنامه همچنان آمده است که طى يک فرمان ديگر رياست جمهورى، يحيى معروفى در بست خارج رتبه به صفت وزير مشاور رييس جمهور در امور روابط بين المللى تعيين شده است.
منبع افزوده: اين مقررى در پرتو احکام ماده ٦٤ قانون اساسى و به منظور انسجام بهتر امور، استفاده از غناى تجربى وى در رياست دوره يى سازمان ايکو و ديگر وظايف سياسي در خارج از کشور صورت گرفته است.

زنده گینامه عبدالخالق حسینی پشه یی: سناتورعبدا لخالق حسینی فرزند الحاج میرزاحسین شاه درسال 1336 در یک فامیل مسلمان  دیندارروشنفکردرقریه نورلام صاحب ولسوالی علینگارولایت لغمان تولد گردید موصوف تعلیمات ابتدایی را درابتدایه مندال وپروای ولسوالی مذکورودوره متوسط رادر لیسه شیخ محمد حسین ودوره ثانوی رادرسال 1352   درلیسه حبیبیه وبعداً درلیسه ملکیارهوتک ولایت ننگرهاربه پایان رسانیده ودرسال1353 از صنف دوازدهم  آن لیسه فارغ گردید.
حسینی بعداز سپری نمودن امتحان کانکوردرسال1357  شامل دارالمعلمین عالی ولایت ننگرهارگردید  بعد ازفراغت صنف14  دارالمعلمین مذکوردر1358  بحیث معلم مقررشد ودرسال1359 به خدمت عسکری سوق ودرسال1361  بحیث معلم در مکتب ابتداییه احمد خان مربوط ریاست معارف شهر کابل مقررگردید.
 وی دروسط سال1361  بحیث آمرمکتب احمد خان ودرسال 1363بحیث آمرمکتب منوچهری    شهر کابل درسال 1366بحیث آمرمکتب نسوان تاجورسلطانه بعد ازآن درسا ل1369بحیث آمرمکتب شاه دوشمشیره وبعد ازآن بحیث معلم درمکتب امیرشیرعلی خان ایفای وظیفه نموده ازسال1369 الی  1384تا راه یافتن به شورای ملی به حیث معلم برحال درمعارف کشورایفای    وظیفه نموده درجریان معلمی شامل پوهنحی روشان شده ودرسال 1370ازصنف 16آن پوهنحی  فارغ شده است.
سناتورحسینی مولف اولین کتاب تدریسی صنف اول ودوم به زبان پشه یی بوده که ازطریق   ریاست تالیف وترجمه وزارت معارف به طبع رسیده است و همچنان نطاق ومترجم برنامه پشه یی
رادیو افغانستان بوده به سرودن شعرونویسنده گی به زبان پشه یی دسترسی دارد درجراید  مجلات  اشعار ومضامین وی به چاپ رسیده او یکی از اعضای موسس شورای مرکزی اقوام پشه یی ومنشی شورای پشه یی میباشد .
عبدالخالق حسینی در انتخابات سال 1384 کاندید شورای ولایتی ولایت لغمان بودکه   به درجه سوم   رای کسب نمود وبعد ازطریق شورای ولایتی لغمان خود را کاندید مشرانوجرگه نمود که ازجمله  9 تن اعضای شورای ولایتی 6 رای را بدست آورد وبرای 4سال به مشرانو جرگه شورای ملی انتخاب گردید.
عبدالخالق حسینی بعد ازافتتاح پارلمان افغانستان درمجلس سنا خود را به پست نایب منشی کاندید نمود که بعد ازرای گیری سری به حیث نایب منشی مجلس سنا انتخاب گردید. وی متا هل بوده 
ودارای6  فرزند میباشدوبه زبان پشتو،دری،پشه یی تکلم وبه زبان های انگلیسی واردونیز تاحدی مکالمه نموده می تواند.
وی در بخش تعلیم وتربیه ،اداره ومنجمنت دارای تحسین نامه وتصادیق بوده وبه کدام حزب سیاسی وابسته نمیباشد.
سناتور عبدالخالق حسینی یک مرتبه جهت تداوی به کشور هندوستان مسافرت نموده است.
منبع: سایت مشرانو جرگه

۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه

د هېواد د پیاوړي لیکوال نور محمد غمجن تمیل د زوکړې ۶۵ کلیزه ولمانځل شوه

د پښتو او پشه یی ژبو دنامتو لیکوال او شاعر ارواښاد استاد نور محمد غمجن تمیل د دیرشم تلین او د زوکړی پنڅه شپیتمی کلیزی په مناسبت د غبرگولی د میاشتی په ۲۴ چی د هغه د زوکړی اومړینی له نیتی سره سمون لری دلغمان ولایت په مرکز د مهترلام بابا  ښار دجرگو په تالار کی یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه . په دی غونډه کی چی دلغمان والی ، ولایتی شورا رئیس او ځینو اداروه رئیسانو، استادانو ، قومی مشرانو، مخورو، لیکوالو، شاعرانو او کابل ننگرهاراو نورستان څخه ورغلو فرهنگپالو او گڼ شمیر خلکو برخه لرله، دغونډی په پیل کی لومړی د قران کریم څو مبارک آیتونه د قاری پیر محمد لخوا تلاوت شول، وروسته بیا د هیواد ملی سرود خپور شو، د لغمان والی اقبال عزیزی په پشه یی ژبه خپله وینا پیل کړه او دغونډی برخه والو ته یی د ښه راغلاست ویلو وروسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس پیغام ولوست چی پکی  راغلی دی: د افغانستان اسلامی جمهوری دولت په هیواد کی د میشتو ولسونو د ژبو او فرهنگی میراثونو ساتنه او پالنه خپله وجیبه بولی او له امکاناتو سره سم دهیواد د ټولو ژبو او فرهنگونو دودی لپاره موثره اقدامات کوی. همدغو هڅو په لړکی دادی نن دلغمان په ولایت کی د پشه یی ژبی او ادب یو نومیالی خدمتگار ارواښاد نورمحمد غمجن تمیل د دیرشم تلین په مناسبت دا حاضره غونډه جوړه شوی ده. ارواښاد نورمحمد غمجن له پنځوسمو کلونو له پیله د پشه یی ژبی او دپشه یانو دفرهنگ لپاره هڅی پیل کړی او پدی لاره کی یی خپل ژوند ترپایه ډیر بریالی گامونه پرمخ واخیستل، ددی هڅی ډیر دقدر وړ دی. سربیره پردی چی دپشه یی ژبی شاعر وو، په پښتو ژبه یی هم شعر وایه، د پښتو تکړه لیکوال وو، په پښتو یی ډیری مقالی او مستقل آثار لیکلی دی او دکابل پوهنتون د د پښتو څانگی استاد هم وو. زه دلغمان د ولایت فرهنگیانو ته کورودانی وایم چی د خپلو فرهنگ یاد تاند ساتی او دخپلو سیمی او ولسونو د فرهنگ د غوړیدا لپاره کارکوی ستاسو ټولو بریا د څښتن تعالی له درباره غواړم. ورپسی داطلاعاتو او فرهنگ وزیر سید مخدوم رهین پیغام د اصلاح د نشراتی موسسی رئیس محمد زمان کلمانی لخوا ولوستل شو چی په یوه برخه کی یی راغلی دی. زمونږ لرغونی او گران افغانستان یو گڼ توکمیز هیواد دی چی بیلابیل قومونه او ژبی په سی شتون لری، چی دا پخپله ددغه ټاټوبی دفرهنگی ښکلا او لا بډاینی لامل گرځیدلی او ارزښت او اهمیت یی لوړ کړی دی. د افغانستان له دفو ورونو قومونو څخه یویی پشه ییان دی چی له ډیره لرغونو زمانو څخه را پدی خوا د هندوکش د غرونو دسلسلی په سهیلی سمسورو او زړه را ښکونکو لمنو او دروکی دخپلو پښتنو، تاجکو او نورستانیانو تر څنگ اوسیږی او په پشه یی ژبه خبری کوی...
ورپسی بیا د افغانستان د علومو داکادمی د رئیس عبدالباری راشد پیغام د دغه اکادمی غړي څیړنوال عبدالرئیس الینی لخوا ولوستل شو.
چی په یوه برخه کی یی داسی ویل شوی: د یو انسان پیژندنه له پیدا کیدونه تر فنا کیدو پوری دده دفرهنگی ، ادبی ، سیاسی او تولیزو کړنو له مخی کوی په یو ولس او قوم کی ډیر داسی انسانان وی چی پیژندنه یی په څو ټکو ، کرښو او پاڼو کی کیدای شی ، خو د دغی اشخاصو په وړاندی بیا داسی کسان هم وی چی له هر اړخیز شخصیت څخه برخمن وی او په خپل له ویاړه ډک ژوند کی یی داسی مثمر او گټور علمی او فرهنگی کارونه ترسره کړی وی، نه یوازی داچی خپله کورنی او دکورنی غړی ورباندی ویاړی او فخر کوی بلکی دخپل هیواد دټولو قومونو او خپلوانو لپاره د زیات درناوی او قدر وړوی چی یو هم له دغسی شخصیتونو څخه ارواښاد استاد پوهندوی نورمحمد غمجن تمیل وو، چی په خپلو علمی، ادبی او فرهنگی کړنویی دټولو ادبی کړیو توجه ځانته را اړولی ده...
بیا د کابل پوهنتون رئیس پوهاند محمد امین بابکرخیل پیغام استاد پوهیالی حفیظ الله له خوا ولوستل شو چی په یوه برخه کی یی راغلی دی: مرحوم استاد یو با استعداده او هڅاند شخصیت وو. د ابتدایی، ثانوی او عالی زده کړو وروسته هیواد ته دخدمت جوگه شو او په 1350 کال دکابل پوهنتون دادبیاتو په پوهنځی کی د استاد په صفت مقرر شو. استاد نه یوازی په مورنی ژبه پښتو بلکه په پلرنی ژبه پشه یی او ورسره دری، انگلیسی، اردو، سانسگرت، عربی او هندی ژبو هم پوهیده او ډیر ژباړی یی پښتو ته وکړی چی د استاد عالی استعداد او ذاتی قوت نماینده گی کوی. په یاده غونډه کی دننگرهار پوهنتون د پشه یی ژبو استادانو او محصلینو په استازیتوب ددغه پوهنتون استاد الحاج سید غفورغغوری خبری وکړی او ویی ویل:
استاد غمجن تو گگی پشه ییــــان آن خفا    تینا یادستی کیندی هر سبا او هر بیگا
پشه یی جبیگه کیگی هرکدن توبوخدمت    تینا روحستی آنتی همیشا کــــیس دعا
ده زیاته کره چی دننگرهار پوهنتون پشه یی استادان او محصلین دی غونډی ته په ډیر شوق انتظاروو. خو ددی لپاره چی کلنی آزموینی او دمحصلینو دسیمینارونو ورځی دی نو یوازی ما وکولای شو دهغوی په اجازه خان دغی پرتمینی غونډی ته ورسوم، هرچا چی دغه غونډه جوړه کړی او په کی همکاری کړی ده هفه ته دی الله تعالی دواړو جهانونو کی اجرونه ورکړی. پدی غونډه کی استاد عبدالحکیم رسولی لخوا په پشه یی یوه مقاله ولوستل شوه او غلام صدیق شینگنک چی ددی غونډی انانسری یی هم کوله د استاد غمجن د ژوندلیک په اړه یو مطلب ولوست. د پیغامونو او دمقالو لوستو سربیره په دی غونډه کی د مشاعری برخه هم په پام کی نیول شوی وه چی په هغه کی ښاغلو محمد زمان کلمانی، شاولی نیازی، یوسف حاکسار، جهانزیب، هدایت الله تمیل، اسدالله، غلام محمدعالمیار، عبدالوکیل مخلص، عبدالرزاق حنیف، صفی الله فردوس، گلاجان میهن، محمد حسین حیران او لطیف ځلاند لخوا په پشه یی ژبه شعرونه ولوستل شول او شاه محمد پیننا، نصیراحمد او عالم یار په ترنم کی خپل شعرونه وړاندی کړل چه د برخه والو لخوا له تود هرکلی سره مخامخ شول.
د غونډی په پای کی د ارواښاد استاد نورمحمد غمجن تمیل زوی داکتر هدایت الله تمیل د غوندی برخه والو او هم دولایت له مقام څخه مننی څرگندولو په ترڅ کی وویل چی ارواښاد ددوه دیرشو په شاوخوا آثار له ځانه پری ایښی چه له هغو له جملی خخه د (انقلابی اړ) په نامه د پشه یی شعرونو تولگه د شاغلی محمد زمان کلمانی په زیار، او دپشه یی خلکو محیط ژبه او شاعرانو معرفی په نوم اثر د حاجی محمدحسن حسام له خوا چاپ شوی دی او دپشه یی- پښتوقاموس یی تر چاپ لاندی دی. دغه غونډه د مولوی طالب له خوا چی د ارواښاد ورور کیږی په یو دعا سره پای ته ورسیده پاته دی نوی چی په دی غونډه کی یو شمیر کتابونه مجلی او ورځپاڼی چی په همدی مناسبت برابر شوی وو پر گډونوالو وویشل شول او یو شمیر شاعران له والی لخوا په نقدی مکافاتو وستایل شول.
سرچینه: اصلاح ورځپاڼه



دا هم دغونډی انځورونه

داکتر هدایت الله تمیل د ارواښاد استاد نور محمد غمجن تمیل زوی



غلام صدیق شینگنک ، محمد زمان کلمانی، اقبال عزیزی 



  

د غونډی برخه وال




نصیراحمد اوشاه محمد پیننا


لاندی لینک کی د استاد ژوند لیک

۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبه

حامدکرزي لخوا محمد زمان کلمانی او یو شمېر نور شاعران په مکافاتو و ویاړل


د۱۳۹۱ لمریز کال دغبرګولي ۲۳مه -  د افغانستان د اسلامي  جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي  په هغه  غرمنۍ میلمستیاکې ګدون وکړ چې په علمي او فرهنګي چاروکې د جمهوري ریاست د سلا کار وزیر د سرڅیړونکي زلمي هېواد مل لخوا د پسرلنۍ مشاعرې په موخه شاعرانو او لیکوالانو ته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
له دغې میلمستیا وروسته د یوې مشاعرې په ترڅ کې د هېواد د بیلابیلو ژبو یو شمېر شاعرانو د پسرلي او په هېواد کې د روانو حالاتو په باب خپل شعرونه ولوستل.
بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکتر سید مخدوم رهین د هېواد له جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې هر کال یې شاعران او لیکوالان د بیلابیلو مناسبتونوله امله خپل حضور ته منلي او د شعر په ژبه یې د هغوی د زړه غږونه  اوریدلي دي.
ده وویل: سږ د هېواد جمهوررئیس یو بل نوښت هم وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د هېواد  د بیلابیلو ژبو هغه شاعران چې ډیر ادبي اثار یې ټولنې ته وړاندې کړي دي،  وستایي او قدرداني وکړي.
 رهین وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزات د جمهوررئیس د دغې لارښوونې له مخې د یو کمیسیون له لارې د هېواد څلورتنه هغه شاعران چې د پښتو، دري، ازبکي او پشه یي ژبو د شعر په برخه کې ګڼ شمېر کتابونه چاپ کړي دي، په نخښه او د جمهوري ریاست عالي مقام ته د مکافاتو لپاره پیشنهاد شول چې د جمهوررئیس لخوا هغوی ته نغدي مکافات او افتخاري تقدیرنامې منظورې شوې چې په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ومومي.
حامد کرزي د هېواد د بیلابیلو ژبو شاعران وستایل ،وې ویل خوښ یم چې د هېواد شاعرانو په خپلو شعرونوکې په هېواد پورې اړوندو مهمو موضوع ګانو ته ځای ورکړی چې دا پخپله له هېواد سره د هغوی د مینې څرګندونه کوي.
جمهوررئیس  وویل: له روان کال څخه موږ د هېواد د شاعرانو د ستاینې او تقدیر لړۍ پیل کړي چې په راتلونکې به دا لړۍ نوره هم پراخه شي.
حامدکرزي د دغې مشاعرې په پای کې د دغو شاعرانو د غوره خدمتونو له امله ښاغلی استاد محمد صدیق پسرلی، آغلې آصفه شاداب، ښاغلی نصرالله پرتو نادري او ښاغلي محمد زمان کلمانی د سل سل زره افغانیو په نغدي مکافاتو او په افتخاري تقدیرنامو و ویاړل.
سرچینه: د ولسمشری دفتر سایت

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

ننګرهار بارایه کومې تاړا کېني

ننګرهار افغانستنس مهم او پراني ولایته او دنه هوني پاچاینا کېولوالا رکمېدې ایمېندی پایتخته اودای شې ګه وطنس سور آلک تلني چنوا شې او ډیورندس ۲۰۲/۵ کیلو متري خطه ګه اندو او جنوب تلني چنوی شې اکوړې پښتونخوا اودای دونېګي. شمال تلني کونړ او لغمان، بو تلني کابل او جنوب تلنی لوګر او پکتیاس ولایتېلا چنوی شن او جلال آباد شار مرکزي شی.
ننګرهار امه جبېدی اکوړ جایېس شار معنا دارا خول ګه ننګ = اکوړ ، ګریاګار = جای او هار = شار آنتی کدا. کودن می آنتې ننګهار به کدن بوا شی ګه مه صورت کوچه کیولا اکوړ شار معنا دارا. مېمه رکمیدی اما پشه یی خلکه کوچه اېلو به کدن ګوریا ګه جلال آباد به امه جبېدی شی. خول ګه مه مي آنتې جل آباد یا جلاباد ماګن او وری خلک به اغته کوچه مندو کداکن. ګه دوکه صورت کوچه پشه یی جبېدی مه شارس نامستا پلا صدق کیا. خل ګه جل آباد هم کړکه او جله دې آباد آنتې کدن ګوریا او هم روندې آباد کېنی آنتې. ایلو اغت ګه جلاباد کړکه دې آباد معنا دارا اېمه حقیقت اودای به تاړا با، کورکم ګه ماکن مه شارس نامه جلال الدین اکبر پاچا نامې اودای ګورېن بوا شی ، یو اېمي خاطری واقعیت نه دارا ګه یو شار میدې پوړا ظهیرالدین بابر دنه چوپېوي او پته جېن بوي شی او سه به مي یه باغېلا جوپېویا شن او جله دې یو جای آباد کېویی شې او جلال الدین محمد اکبر تیدې بو پتای پاچا بوا آس، خو اېلو ګه سه پاچا آییک او پشه یی جبی به اېمه پچبله کوچه تانک پوړه هونا حاکمیتي استای دېویا شی میسی خاطری ایلایه انخل لړېویی شې ګه ګویا یو نام جلال الدین باچاس نامې اودای ګورین بوا شی، ګه کورکم ګه اوچېن بیک اما پشه یی خلکنا اېلو نظری ګه یو جل آباد شې صحیح لړا او بتا بیا مندو تې.
هیلو (هډا) دنپور (ادینه پور) سلطانپور او نګار اېمه منطقا یعنی ننګرهرس وری پرانی شارېلیی او مرکزېلیی شن. ننګرهار ګه نګارا هارا رکمیدې به اوا شې دنه هونا ګندهاراس مهم او مرکزی ساحایه اودای ګنن بوا سی. کار ګه وطنس سر آلک ساحا مشرقی ولایت نامیدی یاده باییک مرکزی ننګرهار او کیولوالا رکمیدی جلال آباد شار دروي سی او ابت به لغمان، کونړ او نورستان ولایتېلایه پلا مه ساحاس یا خلکه اصطلاحیدی لوی ننګرهارس مرکزی سی. اېلو ګه ننګرهار هر ګالیا ویند او اېمینده الینا او پینچایه دی پروی باغېلا دارا میسی خاطری همیشه بهار او ګلو هار نامیدی به یاده با او بو ګنات وطنداران کیولوالا رکمیدی اېمینده مېلا او تفریح خاطری میمه جایېګه پاګن.
ننګرهار کوچه جلال آبادس قصر (کوټی) ګه ۱۳۰۵ هجری قمری کاله امیر عبدالرحمن خانی جوپېویا سی، سراج العمارت، باغ کوکب او باغ شاهیس باغېلا که امیر حبیب الله خانی جوپېویا سن، خوګیاڼیس مملا باغ، هډا، درونټاس بند، بهسودس سېوړ او وری تارني او تفریحس وړ جایېلا دارا.
ننګرهارس پوهنتون، دارالمعلمین او نجم المدارس اخندزاده مدرسا مهم تعلیمي او تحصیلی مرکزیلایه اودای سن او هم (ننګرهار) اما وطنس بوړه هونی دوسپټایه اودای سی که (اتحاد مشرقی) نامیدی ۱۲۹۸ هجری شمسی کاله تاسیس بوا سی.
ننګرهار کوچه بو اړودي، مېمان بیی بایکالي او وطن سره اړشچوی پشتونان (شینواری، مهمند، خوګیاڼی، صافی، احمدزی...) تاجک، پشه یی، عرب، اهل هنود او وری قومېلا آن که پښتو، دری او پشه یی جبه دی اغتی کیا. ننګرهارس چپرهار ولسوالیس کنډی باغی لهجا که فارسی او پښتو اکټو کېویی شې بو اړه نېکالی او مزا جب سی که اریکستایدی بندا شریی خوشحال با.
ننګرهاریان بو متمدن، جرګا کیکالی، علم او مولېنی سره مین، تعلیم یافتا، مولېکالي او ادب بیی بایکالي خلک آن که سید جمال الدین افغان، نجم الدین آخندزاده، عبدالرحمن پژواک، محمد موسی شفیق، قیام الدین خادم، مولوی محمد یونس خالص، حاجی عبدالقدیر، شمس الدین مجروح، برهان الدین کشککی، ایمل خان، محمد ګل خان مومند، چکنورس ملا صاحب اختر محمد، کاماس مراد علی صاحب، دوست شینواری، ملک بابا، صدیق الله رښتین، ملنګ جان، توکل بابا، عبدالقدوس پرهیز، اسدالله حصارشاهی وال او آخوند موسی بټې کوټی پیری (که ګونجه دی هاټ ویاییک او شریی پلاییک) بو ګنات مولېکالي، دینی عالمان، سیاستمدار، لککالي، شاعران، خلکنا خدمتګاران او ماهران وړلېویا او جامعایکه پوړا کېویا آن.
ننګرهار بهسود، سرخرود، چپرهار، رودات، کاما، کوزکونړ، دره نور، شیرزاد، حصارک، خوګیاڼی، پچیرواګام، ده بالا، کوټ، اچین، نازیان، دوربابا، شینوار، بټی کوټ، مهمند درا، ګوشتا او لعل پور نامه دی وستو ای ولسوالی او ۹۰۷ لامېلا دارا که جم مساحتی ۷۶۴۱،۰۵ کیلومتر مربع آنتی پولا.
احصاياس مرکزی ادارای ۱۳۹۰ هجری شمسی کاله که کوچینه پلا جم افغانستنس نفوسی ۲۶،۵ ملیون لړېویی سی ننګرهارس توی خلکنا نفوس ۱۴۰۹۶۰۰ جن (۷۲۱۵۰۰ ورګ او ۶۸۸۱۰۰ زییپ) اټکل کېویی سی که کابل او هرات دی پتای لمنګل بو تکالی دارکالي ولایت ګنن ګوریا. مه جملا اودای ۲۰۰۴۰۰ جن جلال آبادس شارستا نفوس او وری جمه دی بو (۱۲۴۷۰۰) جن خوګیاڼی ولسوالیس او کمی (۱۹۶۰۰) جن لعل پور ولسوالیس نفوس سی. سپین غر، تور غر او کشموند (کونډ) غر، مه ساحاس مشهور داره اودای سن که ننګرهرس کنه سنیی چنوی او بو ارک ونټه کیولوالا رکمیدی دره نور، حصارک، خوګیاڼی، شیرزاد، نازیان او وری ساحایی طبیعی جنګله جوله ډولی کېویا سن. میدی اوړتا ننګرهرس کانالستا هنیک پلا مه ولایت کوچه مصنوعی جنګلی او باغېلا به منجه اوی سن که یو لام ننګرهار ولایتس لا بو الینه ګری او آب و هاوستا بیی ګری کوچه اړه نیکالا تاثیر کیویی سی.
نارنج، مالتا، لوکاټ، آمریک، لنګالی، ورمي، کویت، آملوک، دشک، ناک، خرما، پارال، آری، انشاړی، بادام، جلغوزا، زیتون (کیه ولی)، ګوری، مماڼی او وری مه ساحاس باغای او جنګلنستا مېویی او ګوم، ډزا، ژا، اشپاړ، ماش، رومی بانجان، سامیک بانجان، پیاز، ګلپی، کچالو، بادرنګ، کهاری، شکربړی، پاچ، نسک، مونګ، رکم رکم ترکاری، او سبزیجات او وری هټنیس پیداواره اودای سن. ایلای خلک مالداریس لمیلایه او کوګوړنا وړلېنیه به مچوی آن. ننګرهارس ښېوه او دره نورس کراړکی منطقا کوچه بیی نام دارا که جلال آبادس شاریان کیولوالا رکمیدی جوم تلنی چایی پلا اېییکن او ایلای کباب کېیی او ایی پلا اېییکن که بو مزا دارا.
مرمر، لاجورد، بیروج، شوکاڼی، یاقوت، شاه مقصود، ابرک، واړ آسکار، چونا او ګچ اېته معدنی مواد سن که ننګرهارس بیلا بیل ساحایه کوچه پیدا با.
ننګرهار ولایتس مرکز جلال آباد ابتې دنه اما وطنس ګڼ، پوړاپېوی او ډولی شارېلایه اودای سی که جم باید سریی افتخار کمان او تیس لا بو وشنی، پوړاپېنی، ډول او پاک ساتلېنستا کوچه سمړمان. (محمد قادر هوتا )

Qader Hoota یو موضوع محترم محمد زمان کلمانیس پشتو مطلب اودای ترجما (جب پرټان) کیوام سی

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...