۱۳۹۶ خرداد ۲۸, یکشنبه

شاړې که پشه يي؟ ( فضل الرحمن صادقي )


له څو ورځو راپديخوا د ١٣٩٦ شمسی کال د جوزا په مياشت کې د ټولنيزو شبکو مشهور ويب سائټ فيسبوک کې گڼو پشه يي خلکو، ليکوالانو او خصوصا ځوانانو (شاړى) تر سرليک لاندى گڼى خپرونې او نشريات وکړل او د فيسبوک پشه يي فعالانو دغه (شاړې) لفظ د يوى ټولنى او قوم سپکاوي او مکروه و بلل او له بلې خوا خپل گاونډ کې له اوسيدونکو ورونو او قومونو څخه يې خپلى گيلى څرگند کړل، چې مونږ په (شاړې) نه بلکی په پشه يي نوم باندى وپيژنۍ، ولى چې داد دنيا يو قانون دى چى بايد هر څوک خپل مروج نوم باندى ياد کړای شى، ځکه چى دا د يو کس يا قوم مسلم حق دى چى هغه پر پخپل سم نامه باندی ياد کړل شى. متاسفانه چى ځينى ورونه له ناواقفيت له وجې او ځينى خلک بيا قصدى توگه يادونه کوي.
مگر ډيرو ملگرو له مونږ څخه غوښتنه وکړه چى تاسې پدى هکله لوستونکو او ويونکو ته څه معلومات که لرئ وړاندى کړۍ، ترڅو نورو ورونو او قومو ته جوته او برسيره شى، اگرکه زه نه کوم ژبپوه يم، نه تاريخ څيړونکى او نه کوم ليکوال او عالم، خو دا ټول زمونږ د ملگرو او مينه والو پر مونږ پيرزوينه او نيک نظر دى.
اوس راځو خپل اصلى موضوع او مقصد ته چې
١ - شاړې د کومې ژبې کلمه او لفظ دى ؟
٢ - د شاړى کلمى مفهوم او معنى ؟
٣ - شاړې په گرامري لحاظ سره ؟
٤ - آيا (شاړې) رشتيا د يو قوم نوم دى؟
٥ - شاړي څوک دي ؟
٦ - شاړي ولى او څه ته وايى ؟
که پدى هکله کوم معلومات مونږ ته له تاريخى اسنادو او يا مو شفاهى توگه د مشرانو له خولى څخه راپاتى دى تر مونږ پورى رسيدلى غواړو چې مونږ د خپلو محترمو لوستونکو ته وړاندى کړو .
شاړى کومې ژبې کلمه اولفظ دى ؟
=========================
شاړِه يا شاړې د پشه يي لرغونى اريايى (اريک) ژبې د ( شاړيک = تلل، روانيدل) د مصدر څخه د مفرد مخاطب لپاره د حال زمانى امريه فعل دى او د (ځه، لاړ شه، ځئ، روان شئ، درومه يا درومئ) په معنى سره راځى.
د شاړى کلمې مفهوم او معنى :
======================
لغوي معنى: ځه، ځۍ، روان شه او درومۍ.
اصطلاحى معنى: يعنى ځۍ چې ځو اقدام وکړو، يا الله، بسم الله، له همدى کبله په چاروکى د دغو خلکو ډير جديت، ليوالتيا، خوزنتوب، او تحرک له وجې ويل شوي دي چى د دوی لخوا دغه (شاړې، خاړې) اصطلاح ډير کارول کيږي.
په ګرامري لحاظ سره :
================
لکه چې مخکې يادونه وشوه (شاړيک) د پشه يي ژبې مصدر دې چې د (تلل، روانيدل) په معنى سره راځى ، مصدر هغه نوم ته ويل کيږي چې پخپله بشپړ وى او کوم نيمګړتيا ونه لرى ، خو نور کلمى او فعلونه ترې جوړيږى، چې دى ته مصدر ويل کيږي .
په پشه يي کې د(شاړيک) مصدر څخه فعلونه :
==================================
مصدر واحد غايب، جمع غايب، واحد حاضر، جمع حاضر، واحد متکلم، جمع متکلم، واحد امر، جمع امر او داسی نور. لکه:
شاړيک (تلل)، شاړگا يا شاړغا (ځي مفرد)، شاړياکن (ځي جمع)، شاړياکى (ځې)، شاړچ (لاړ)، شاړچي (لاړې)، شاړچې يا شاړچيت (لاړئ) شاړياکم (ځم)، شاړياکس (ځو جمع متکلم)، شاړياکمان (ځو جمع عمومی، متکلم او مخاطب)، شاړچس (لاړو يا روان شوو)، شاړې يا شاړيت (ځئ)، شاړِه (ځه)، شاړمان (لاړ شو) او نور.
مثالونه :
په ورځنيو خبروکى :
===============
١ - شاړِه که شاړمان (ځه چى ځو).
٢ - احمد شاړوا آس (احمد روان دى).
٣ - اېته شاړوي آين (هغوی روان دي).
په متلونو کې :
==========
شاړوا ورگ ته ورچ کغا، دشمن هې نِه.
يعنى روان اوبه خوب کوي خو دښمن يې نه کوي.
کومي زات کِه ناړى، تيموخل شاړى.
يعنى څنگه چى ذات وي هم هغسې يې تگ.
په شعرونوکى :
==========
نه مولاکم يارنه شاړې که بهبود کمان
عاشق و ماشقان چوټېتا لهمين مزبوت کمان.
( خُرم کيلونى )
يعنى نه پوهيږم ملگرو ځې چې يوه چاره وکړو
عاشق او ماشقان راټول او پدی اړه غښتلې گام واخلو.
او دا چې: شاړې که شاړمان لپگان کوچه کاو وېل کمان
بئيکه کوچيۍ سېل کمان.
ځئ چې لاړشو په لغمان کې څو شپې وکړو او په ښه توگه پکښی سېل وکړو.
آيا شاړې رښتيا د قوم نوم دى ؟
======================
زمونږ د هيواد په اقوامو کى پدی نامه باندى کوم قوم او قبيله نه ليدل کيږى او نه کوم لرغونو اسنادو او تاريخى کتابونو کې چيرته يادونه شوى ده، بغير له هغه چى پدى وروستيو کى ځينى نيمگړي او ناپوهو او يا بهرني ناواقفو ليکوالانو لخوا قصداً يا په تيروتنې سره (شاړى) نوم کارولى دى، ترڅو دغه مونډيز خلک هم داسې په تياره کې پاتى شى. يا په بله مانا زمونږ د هيواد غير عادلانه مناسباتو د شته والى په اساس زمونږ واړه قومونه دهغو له جملى څخه پشه يي قوم د ټولو حقوقو او امتيازاتو څخه بى برخى پاتې کړي او هڅه شوى ده چې ددغه ميړنى قوم وياړونه او فرهنگى شتمنى خاورو لاندى پاتى شى او تاريخ يې همداسې تت پاتې وي.
شاړى څوک دي ؟
============
شاړې: د ځينى نا واقفو او يا کينه کښ گاونډي قومونو په نزد زمونږ د هيواد غښتلى، توزن او مونډيز آريايي ټبر (پشه يي) قوم ته نسبت او ويلى کيږي. حال دا چې نوموړی کلمه د پشه يي ژبې يو امريه لفظ او لغت دی.
شاړى ولى او څه ته وايى؟
==================
دشاړى وجه تسميې څو لاملونه لري هغه دا چى ددى پشه يي ژبې ويونکو وگړو لخوا ددغه (شاړې) اصطلاح ډير کارونه ده، دا ځکه چى پشه ئيانو لخوا دا اصطلاح ډير کارول کيږي.
لکه : شاړى که شاړمان ، يا خاړې که خاړمان. يعنى ځۍ چې ځو.
شاړگا، خاړگا : يعنى ځي ، روانېږي.
شاړينچ، خاړينچ : يعنى لاړل ، روان شول.
شاړياکم، خاړياکم : يعنى ځم ، راونيږم. همداسې نور ډير بېلگې لرو چې يو لامل يې دا هم دى.
لنډيز يادونه :
=========
١ - دغه لفظ د پشه يي ژبې يو سوچه امريه زمانى فعل دى.
٢ - اکثر دشاړى اصطلاح په ډير کارولو سره منځ ته راغلى.
٣ - بايد چې گاونډى قومونه ددغه کلمى مانا او مفهوم باندى ځان خبر کړي.
٤ - شاړې، د ځينو نا واقفو او يا کينه کښ گاونډيانو لخوا ويل شوى.
٥ - دغه اصطلاح اميرعبدالرحمن او ثورکودتا څخه وروسته شهرت موندلى دى.
٦ - د پشه يانو کلک والي او په جګړه کی د هغو د تورياليتوب او خوزنتوب مانا افاده کوي.
٧ - د پشه يي جنگياليو سره مقابل لورى ماتې خوړونکى دښمن لخوا په دغه نامه ياد کړي شوي دي.
٨ - په اصل کى زمونږ د پشه يي خلکو کم علمى او تعليم څخه لرى والى چې ونه شواى کړای چى خپل ځان، قوم او نوم په هکله د نورو نوى راغلى اقوامو ته معلومات ورکړي.
٩ - او زرگونه کاله له نورو خلکو څخه په ډډه او جدايى چى اکثر د هندوکش په سمڅو او صعب العبور دروکى يې ژوند کاوه.
١٠ - نورو اقوامو سره په ناساپى توگه راشه درشه او گډ ژوند رابرڅيره کيدل .
غوښتنتى :
========
١ - دکليمي د غلط استعمال څخه پرهيز وکړي او هرې کليمي ته دهغي د ارزښت په سترګه وګوري .
٢ – څنګه چی په اساسی قانون کې دې قوم او ژبې ته پشه يی ويل شوی، بايد دولت يو فرمان په ترڅ کى پدى اړه ټول هيوادوالوته معلومات وړاندي او پشه يي ولس غوښتنه ومنى.
٣ - مونږ ته پاشايى ( پشه يی) چې له پاشا، پاچا او پادشاه څخه اخيستل شوی نوم دی، ووايئ، همدا زمونږ نوم او همدا مو اصليت دی.
٤ - مونږ وياړو چې پشه ئيان يو او ددى لرغونى آريانا بنسټ ايښودونکى مونډيز خلک يو.
٥ - څوک دى تمسخر سره زمونږ خلکو او قوم ته شاړى ونه وايى.
والسلام
د پشه يي قوم او ژبې پرمختگ په هيله
ستاسې کشر ورو فضل الرحمن صادقي
٢٠ جوزا ١٣٩٦ش.
يادونه :
دغه مضمون مې هراړخيز برابر کړي ؤ ..خو د پشه يي ادبى جرگې علمى پلاوى لخوا اجازت رانکړي شو چى ټول يې خپورکړى وائ ځينى لاملونو له وجې مو دغه شاړي لفظ په اړه لنډيز تاسې لوستنى ته وړاندې شو.

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...