۱۳۹۷ تیر ۱۴, پنجشنبه

پشه یې / پشایې / پا اچا ایې (احمد جان « ماڼو» )

پشه یې / پشایې / پا اچا ایې
د( پا اچا ایې – پا چا یې – پیسا اچا ایې .......) د نامه
دپیدایښت
زمانه



دپشه یې ژبې دنامه  دمانا په اړوند ځینو کورنیوو اوباندنیوو ښاغلو څیړونکو ، پوهانو اولیکوالانو خورا ښې اوزړه پوری څیړنې اوپلټنې کړیدی .‌دانوم یې په رنګارنګو ډولونو لیکلی اومعنی کړی یې دی . چی ، یونیم تعریف اوتوضیح یې تر یوحده اساس اوبنیاد لري . خو ، ځنی داسی تعریفات شته دی چی، دعلم ،منطق او د ادبي اصولو څخه وړاند ی پوره بی خونده اوغرضي شانته دي !  دا په دی خاطر چی ، دا لرغونې آریایې ژبه خورا پراخه په ادبياوعلمي انډیو بار دهند و اروپایې ژبو موراو انا ده نو، مور دخپلو بچو په نیمګړو اداګانو ښه پوهیږي. 

ښاغلوپشه یانو د پشه یې ژبې خاوندانو د پشه یې ژبې ویوونکو، څیړونکو او لوستونکو ته !
 په دی څیړنیزې لیکنه کښی غواړم دلرغونې آریایې دهندو اروپایې ژبو مور یا نیا ( پشه یې – اریک ) داصلي نامه ، شکل ، معنی ،مفهوم اود هغه وخت پهاړتیاوواو د نامه د پیدایښت ،څرنګوالي راټوکیدو ،  رابرسیره کیدو ، مینځته ته راتلو، رواجیدلو په اصلي عواملو  اوعلتونو په علمي ،منطقي اوادبي اړخ وغږیږم اودهغې په اړوند خپل نظر ښاغلو ژب پوهانو ،ادب پوهانو ،لیکوالانو ،شاعرانواود پشه یې ژبې ویوونکو اومینه والو ته ، دیوه تاریخي ،ادبې ویاړاویادون په توګه ورسره شریک کړم .

 پشه یې نوم دتاریخ په اوږدو کښی دڅیړونکو ، لیکوالانو اوتاریخ پوهانو له خوا په مختلفو شکلونو لیکل شوی لکه : پسا چه ، پشه یې ، پاشا ، پیسا چه ، پیسا اچه ............. اوښایې په ډیرو نورو شکلونو سره هم لیکل شوی وي، چی لا تر اوسه به ښاغلو څیړونکو لاس ته نه وي رسیدلی!
په دی اړوند د پشه یې ویکیپیدیا په کورورننوځو اوګورو، چی څه وایې !

طایفه پشه‌ای یکی از اقوام اصلی ۱۱ قبایل آریانا کهن بوده دارای زبان به نام پشه ئی می‌باشد. کلمه پشه یی شکل تحول یافته یک نام خیلی قدیمی یعنی حدود دو نیم هزار ساله است که در ادوار مختلف به نام‌های بها شه یا بهشه پیشه چه یا پیشاچی، پشاوی، پاشایی، پشه یی، پشیی، پشئی و پشه‌ای ثبت گردیده. تا اکنون در مورد وجه تسمیه پشه ئی نظریات وجود دارد که این نظریات قریب به واقعیت به نظر می‌رسد که قرار ذیل است:
1. پشه یی از کلمه بهاشه گرفته شده که پانینی از آن نام برده و زبان سانسکریت را به وجود آورده است، وبهاشه، بهاش ویا باش در زبان پشه یی لفظ را می‌گویند.
2. برخی پشه یی را مأخوذ از پشاثه یا پشاچه می‌دانند که دیو و نیز گوشت‌خوار معنا می‌دهد.
3. عده یی به این نظر اند که پشه یی از پشی گرفته شده که مستحکم و قوی معنی دارد، زیرا در زبان پشه یی دیوار و نیز قبرغه را می‌گوید که هردوی آن مستحکم و قویست.
4. برخی می‌گویند که در زمان‌های خیلی قدیم شاهی از این مردم بود که بعدها همه این مردم و زبان آن بنا بر ارتباط قومی و لسانی به آن شاه به نام پاشایی نامیده شده‌اند. زیرا در گذشته‌هاشاه را (پاشا) می‌گفتندو به مرورزمان بنابر همین ارتباط پاشایی، پشایی و پشه یی نامیده شده‌ . ګرفته شده از ویکیپیدیای ( پشه یې ).

په هر حال ، د ۲۰۱۸ عیسوي کال ، د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ د لمانځلو  په ویاړما د ( کمون ) لرغونې ترکیبې نوم دلرغوني ( پشایې ، پشه یې ، پاشا یې ، پپسا چه ،پاچایې ....)ژبې د دووکلمود(کم = لږ) او د(ونیک = وریشل ؛ ریسیدن ) له مصدر دمفرد مخاطب امري فعل ( ون ) څخه د (کم + ون = ( کمون ) په اړوندیوه تحقیقي مقاله لیکلې وه ، پههغه علمي سیمینار کښی چی ، د دنمارک هیواد د (سنوبورګ ) په ښار کښی (افغانستان ملي تحریک) ګوند لخوا جوړ شوی وو،  برخه والو ته وړاندی کړه چی ، نوموړې مقاله د تاریخي ، علمي ، منطقي اوعلمي ، ادبي او دوخت د اجتماعي ضرورت اوارزښت له مخې خورا زړه پورې وه چی ، د ( کمون ) دنامه دپیدایښت اود بشر د تاریخي ژبني اوټولنیزپرمختګ ضرورت  ورکی له ورایه څرګند وو ، معلومات ورکړل شوي وو ولوستله .


اوس ددی وخت را رسیدلی ، غواړم د نني مروج (پشه یې ) نامه په هکله ، چی یولرغونې آریایې نوم دی اونن سبا د پشه یې ژبو، په شفاهي ادب او د پشه یې ژبې ، د ادب دخاوندانو ادیبانو ، شاعرانو اولیکوالانو له خوا په پراخه کچه په لیک لوست کښی ځانګړی ځای او مقام لري استعمالیږي . 


 ( پشه یې ) ،زمونږ دګران هیواد افغانستان د یوهلرغونې آریایې ملیت ژبه اوپه خلکویې هم دژبې اطلاق کیږي ، چی هیوادوال اونړیوال یې خلکو ته (پشیان ) او ژبې ته یې (  پشه یې – پشایې ) وایې . په اوسنۍ زمانه کښی په همدی نوم شهرت لري !



زما په آند اوپوره باور ننی مشهور(  پشه یې – پشایې ) نوم دلرغونو زمانو څخه رانیولې تر ننه شتون لري ،خودزمانې په تیریدو  کله ناکله یې شکل اوبڼه دځینوساکنواوغږیزو تورو په ورته اونږدی حروفو اوړي را اوړي اوداصلي شکل څخه توپیر پیدا کوي اوپه نوې بڼه راڅرګندیږي ،چی په دی صورت کښی یې معنا اومفهوم هم بدلیږي ، زما په کلکه عقیده اوباور اودعلمي تحقیق اوڅیړنې پر بنیاد،د (پشه یې – پشا یې ) ننی نوم دلرغوني نوم ( پا اچا ایې ) دنامه څخه په ( پشه یې – پشا یې ) نوم اوښتی دی ،په لاند یني علمي اومنطقي دلیل ؟!.
د( پا اچا ایې ) ترکیبي نوم کله ،څه ډول ، دبشري تکامل په کوم پړاو کښی وټوکید ،زمانه اوټولنیزه اړتیا یې څه وه؟ : 
(پا اچا ایې ):دا یو لرغونی ترکیبي نوم دی چی ، له دریووځا نګړو ( پشه یې – پشا یې ) مصدرونو : [ پیک =تلل  ( رفتن ) ؛ اچیک =راوړل ( اوردن ) ؛ اییک + راتلل ( امدن )]د ګردان په امري افعالو کښی شتون لري تر بحث اوڅیړنې لاندی راولم . 
دا ، چی د نوموړو مصادرو ګردان دمقالې دلیکنې د اوږدوالي اودلوستونکوو دستړتیا سبب کیږي ورڅخه تیریږم اودنوموړو دری ګونو مصدرونو د امري افعالو[ پا = ځه ، ولاړشه (برو ) ؛ اچا = راوړه ( بیا ر ،  بیاور) ؛ ایې = راشه ، راځه ( بیا ،برګرد) ] څخه چی، د ( پا اچا ایې ) ترکیبي نوم ، ورڅخه  په لاس راځي ،تر بحث او څیړنې لاندی راولم  .
په دی څیړنه کښی غواړم چی ، د نني مروج ( پشه یې – پشا یې ) د نامه اصلي ، لرغونې او تاریخي ریښه راوڅپړم ، ښاغلو لوستونکو ،څیړونکواود پشا یې ژبې ویوونکو عزیزانو ته یې بربنډه کړم چی ، د نني مروج (پشه یې – پشا یې ) ترکیبي نوم اصلي ریښه کومه ده ، موریې چیری اود بشري تاریخ په کوم پړاو کښي زږیدلی لومړنې نوم یې څه ډول وواو ورکښی کومه معنا اومفهوم نغښتی وو او ولی یې ننې شکل ( پشا یې – پشه یې ) دی !؟
اوس ، غواړم د پورتنیوو دری ګونو (پشه یې ) مصدرونو امري افعال د پښتو ؛ دري ، فارسي معنا ګانو سره یوځای ولیکم . ترڅو د نني مروج ( پشه یې - پشایې) لرغوني تاریخيټولنیز نوم دپورتنیوو په لاس راغلو امري افعالو په یوځای نوشته کیدلوسره چی ، څه ډول شکل اوبڼه لري دنامه اصل کوم یودی ! ؟ اوپه کوم ډول زمونږ لاس ته راځي تربحٍث اوڅیړنۍ لاندی یې راولم ! 
محترمو لوستونکو اوڅیړونکو ! دلاندینۍ توضیح اوتشریح څخه دا په ډاګه څرګندیږي چی ، دانساني اشتراکي ژوند په زمانه کښی خلکو خپله ژبه لرله اوپه یوه شریکه اومشترکه ژبه یې یودبل سره خبرې کولې . دشریکې ژبېاودیوشان کلتور اوفرهنګ خاوندان وو اودهغه وخت په کوچنیوو (کمونونو- کورنیوو- ډلګیوو ) کښی ، چی دوی یودبل سره په نږدی ګاونډ کښی ژوند کاوه ، تولیدي وسایل او افزار یې شریک اوټولو په شریکه کار کاوه اوپه خپلو شریکو وسایلو یې لاس ته راوړي محصولات دخپل ژوند د بقا په خا طر په مساوي اوبرابر ډول ویشل ، تقسیمول اوله یوه شریک سنګره ،دخپلو ګټو او منافعو څخه ساتنه او پالنه کوله اود طبعي دښمن په وړاندی یې دځپل ځان اودنورو کمون والوڅخه په شریکه دفاع کوله، مانا داچی ، دهغه وخت اوسیدونکو وګړوخپل مینځيدراکړې ورکړې ،خبرو اترو دیو اوبل دپوهاوي ، درناوي، مشترک دود ، دستور،رواج او پرته له شک اوتردیده ، یوه شریکه ژبه هم درلوده .
نو ! دهغه وخت د ګډ ژوند (کمون) شریکه ژبه ، به کومه وه !!؟ 
زما په اند او پوره باورد ( پا اچا ایې ) ښکلی اوښایسته نوم د بشرد شریک او خوندور ژوندد لرغونيزمانې دسباوون دپیل څخه لا دمخه  د (پا اچا ایې ) ترکیبي نوم د ( پا اچا ایې – پشه یې ) ژبې دادب  یوښکلې ځلاند ،ارزښتناک بریښیدونکی ترکیبيغمې وو اودهماغه وخت څخه را په دی خوا د ( پا اچا ایې ) ژبې د ادبې ارزښت اوقوت له مخې چی ، دانن یې هم لري ،هند او اروپایې ژبو په کهول په پوره قوت ورننوتی اوزمونږ تر ننيعصراوزمانې پورې یې ځان را رسولې تر بحث اوڅیړنې لاندی راولو. 
داچی ،د (کمون ) نوم د ننۍ  مروجې ( پشه یې – پاشایې ) ژبې اود پرون ( پا اچا ایې ) ژبۍ څخه جوړ شوی ترکیبي نوم وو او دی ؛همدا شان ( پا اچا ا یې– پشه یې ) نوم هم مونږ ته دا پوره په ډاګه کوي چی ، (پا اچا ایې ) نوم دکمون په دوران کښی دخپلوښکلوو مصادرو اوافعالو سره شتون درلوده او د نوموړې ژبې ژوندې ادبي نوم وو، په هماغه وخت اوزمانه کښی دوګړو ترمینځ یودبل سره دوینا ،حاکمه دکلتور اوفرهنګژبههم ، همدا ننۍ  (پشه یې ـ پا اچا ایې ) ژبه وه . 
پرته له کوم شک اوتردید ( پا اچا ایې ) نوم دخپلې خوږې ( پشه یې – پا اچا ایې ) ژبې ترکیبي نوم دی چی، دپشه یې ژبې په شتون اطلاق کیږي .
ښاغلو پشا یانو او لوستوونکو دپام وړ ! : مونږ اوس د (پا اچا ایې ) ترکیبي نوم د مینځ تهراتګ ، زمانه ، جوړښت او څرنګوالی په لاندی توضیح اوتشریح کښی ښکاره کوو .
- پښتو امري ماناګانی یې :(ځه + راوړه + راشه = ځه راوړه راشه )يا ( لاړ شه + را یې وړه + راځه = لاړشه راییوړه راځه ) یا ( ورځه راشه ، راځه = ځه (ولاړشه) راوړه (رایېوړه )راشه (راځه) . 
اوس له پورتنیوو په لاس راغلو د پشه یې ژبې امري افعال، په  پښتو اودری  ژبو اړوو او ورڅخه جملې جوړوو : 

۱- پشه یې بڼه یې : -  پا + اچا + ایې !


۲ - پښتو : ځه  راوړه راشه !لاړ شه ، رایېوړه ، راځه


۳ - دری : برو، بیاور، بیا،برګرد! بیاور- بیا، برګرد!

 (پا اچا ایې = ولاړشه  رایېوړه راځه = برو بیاور برګرد ).

دنوموړۍ توضیح اوتشریح څخه دا ښکاره څرګندیږي چی ،د بشري ټولنې د نوې زمانې (غلامۍ ) دعصر دحاکمیت اومحکومیت د رامینځته کیدو مرحله په پیل کیدو ده . یعنی حاکم اومحکوم کارفرما اوکارګر ،بادار اودمزدور نومونه د (کمون – شریک ژوند) دعصر په پای اودغلامۍ دوران د پیل پهدرشل کښی راڅرګندیږي .
زما په باور دا نو هغه وخت دی چی ، ځنې هوښیار دکمون دزمانې مشرانوچی ، شریک لاس ته راغلي محصولات به یې ، پر ټولو مساوي برابر او یوشانته ویشل ، دخپلې هوښیارتیا له برکته ، په ورو ورو ځنې ناتوان دکمون کسان چی ، په لومړي سر کښی د ټولو دکمون داوسیدونکووسره په یوشان له مساوي حقوقوقو برخه من وو ، دخپلو شخصي ګټو اوموخو په خاطر یې غولوي اوځنې شریک تولیدي وسایل او افزار خپلوي اوبیا وروسته یې په خپله ګټه په کار اچوي .
 زما په اند ښه اوڅرګنده بیلګه یې زمونږ په هیواد کښی همدا اوسني ،نني زمونږ دهیواد زورواکان ، ټوپک ماران دزر او زورخاوندان هماغه دبشري لومړني کموني شریک اوبرابر ژوند دښمنان دي چی ، دجهاد دکلونو په اوایلو کښی یې زمونږدهیواد اوهیوادوالو د ازادۍ ، عزت ،پت ،غیرت سولې اوټیکاو په نامه د نړیوالو هیوادونوچی ، په ظاهره دوستان خو، په عمل کښی زمونږ دهیواد اوخلکو قسم خوړلي دښمنان وو.تش په نامه  دخیریه موسسو له خوا دبشري مرستو په نوم مرستې تر لاسه کولې ، دغو شیطان صفتانو هوښیارو مشرانو هماغه شان چی ، په لومړني ټولنیز انساني ژوند (کمون ) کښی تر سره شوي وو ، دوی ترسره کړل . دمشر دنامه څخه یې ناوړه استفاده وکړه ، په اصطلاح بشري مرستې یې په خپلوناولو لویو خیټو اونسونو کښی وردننه کړل ، ناوړه ویش یې وکړدخپلو ارماني ملګرو دکونډو رنډو ، وطنپرستانو، ازادي خواهانو،معیوبینو دخواروزارو کونډو رنډو څخه یې دمشر په نوم ، هرڅه غلا کړل ځانونه یې تر غاښو ماړه اومسلح کړل . هماغه د ( پا اچا ایې ) = (لاړ شه ،راییوړه ،راځه ) دغلامۍ اوبردګۍ درامینځته کیدوشعار یې زمونږ پر ټولنه عملي کړ. ( ځانته یې جنتي اونوروته یې دوزخي ژوند ) را جوړ کړ.
له پورتنۍ توضیح اوتشریح څخه دا پوره جوته اوښکاره شوه چی ، زمونږ د ننۍ ( پشه یې ) ژبې اصیل اوپخوانۍ نوم دبشري اجتماعي شریک ( کمون) ژوند په دوران کښی چی ، دخصوصي مالیکیت د رامینځ ته کیدلو پیلامه را په ګوته کوي اودا ورڅخهجوته کیږي چی ، د (پا اچاایې = ولاړشه ،رایېوړه ، راځه )لرغونۍ ترکیبي نوم چی،مطلقآ امري صیغه لري ، لکه یو ټولواک ، حاکم ،قوماندان ، سرمایه دار ،مطلق العنان ،جابر او ظالم چی، هرڅه غواړي اوهرڅه شی چی یې ، زړه وغواړي تر سره کوي یې اودخپل امر اود کړو په وړاندی موانع نه ویني معنی اومفهوم افاده کوي نوموړی د (پا اچا ایې ) ترکیبي نوم، په هغه وخت کښی رازږیږي ، رواج مومي اوپه ورو ورو د ژبنيز تکاملي قانون په بهیراوجریان کښید غږیزو اوساکنو تورو د یو او بل پر اوښتون اویا دله مینځه تلواویاهم دساکنو تورواو مشابه حروفو چی ،یو اوبل ته ورته ، شریک اونږدی مخرج ولري یوپربل اوړي رااوړي اوپه لومړني اصیل نامه کښی یې شکلي اولفظی تغیرات اوحتی په معنا کښی یې هم بدلونونه څرګندیږي  . 
ګرانو پشه یانو ، ښاغلو ژب پوهانو،تاریخ پوهانو اوڅیړونکو دپام وړ !
 ننۍ مروج ( پشه یې ) نوم نن سبا زمونږد هیواداونړیوالو په ادب کښی ژوندی دی . دنامه دمعنی اوشکل په اړوند هم پوهانو زړه پورې پلټنې کړیدي ،ښه بیلګه یې پورتنۍ دپشه یې ویکیپیدیا توضیح اوتشریح ده چی ،ترننه یی زمونږ په آریایې ژبنیز چاپیریال کښی خپل ځان ساتلیاو ترمونږ یې ځان رارسولی اولا تر ننه په قوت سره زمونږ په آریایې ادبیاتو کښی شتون لري .
په دی برخه کښی غواړم په علمي اودیالیکتیکي بنیاد دا ثابته او په ډاګه کړم چی ،زمونږ دننۍ مروجې ( پشه یې ) ژبې لومړنیپه طبعي ډول جوړ شوی اورامینځ ته شوی نوم ، (پا اچا ایې ) دی نه ( پشه یې ) !؟ د(پا اچا ایې ) نوم دلرغوني تاریخ په اوږدو کښی کله په یوه نوم او کله هم په بل نوم یادشوی اودزمانې په تیریدو ورو ورو داصلي شکل څخه یې وړاندی وتې اوننی ( پشه یې  - پشایې) نوم اوشکل یې خپل کړی دی ، که نه نو اصلي نوم یې (پا اچا ایې ) دی کوم چی ،مخکښی توضیح اوتشزیح شویوه څټه اویو بنیاد لري اونن سبا ورته ( پشا یې – پشه یې ) وایې . 
په علمي او ادبي انډیو بارلرغونې ( پا اچا ایې = پشه یې ) چی،تر مونږ یې ځان را رسولی، په اړوند یې دنړۍ اوکورنیو محقیقینو څیړنې ترسره اود( پا اچا ایې ) نوم یې په مختلفو لهجو لیکلی اومعنی کړی چی ، دهغویو په ډله کښی ما هم ، دانوم په علمي اوادبي دلایلو څیړلی اوننی مروج (پشه یې– پشا یې ) مورنۍ نوم د(پا اچا ایې – پاچایې )په نوم نوموم ! 
ښاغلولوستونکو ، ژب پوهانواومينه والودقناعت او پشایې ژبې دلرغونتوب اواصالت په خاطردا د( پا اچا ایې = پاچا یې = پاشایې = پشه یې ) نومونهیودبل پسی په ژبنیز علمي بنیاد څیړم توضیح اوتشریح کوم یې تر څو په نوموړوو نومونو کښی مشر اوکشر وپیژنواوهم هغه بدلونونه چی، یودبل پسی په نوموړي اصلي ترکیبي (پا اچا ایې ) نامه کښی دزمانې په اوږدوکښیورپیښ اوڅرګند شوي ،دحروفو په تغیراوتبدیل کښی ننې مستعمل،رسمي اورواجي ( پشه یې – پشایې )نوم توضیح اوتشریح کړم چی، په څه ډول د (پا اچا ایې)نوم ، دخصوصي مالیکییت (غلامۍ) په دوران کښی وزیږیداو وروسته له هغې  په څه ډول  نامه کښی بدلون رامینځته شوی توضیح اوتشریح کړم :
مخکښی مو ولوستل چی ، (پا اچا ایې ) نوم د نوموړې ژبې د دریوو ځانګړو مصدرونو (پیک – تلل = رفتن )؛ (اچیک – راوړل = اوردن )؛ (اییک – راتلل = امدن) دامري افعالو ( پا = برو)؛ (راوړه= بیار) ؛ (ایې = بیا ) څخه جوړ شوی دی لکه : ( پا اچا ایې – لاړ شه راوړه راځه = برو بیار بیا ).
دژبې دقانون له مخې کله کله دلفظي اسانتیا په خاطر صداداره (غږیز) توري په خپلومینځو کښی یوپربل اوړي یا هم حزفیږي یا داچی ، یوشانته خوا په خوا راغلي دوه غږیز (صدادار)توريلکه ، دوه  الفا (ا ) په یوه حرف اوړي چی، ښه بیلګه یې همدا د (پا اچا ایې ) نوم دی چی، دوه خوا په خوا راغلي غږیز حروف یې په یوه مشابه حرف اوړي اودنامه بڼې اوشکل ته تغیر ورکوي ! لکه :
(پا اچا ایې ) دلته د (پا ) ، (اچا) او ( ایې )په امري افعالو کښی که، مونږ د (اچا ) اود (ایې ) امري افعالو د (ا – الف ) توری حزف اوله مينځه یوسوو ورڅخه ( چا او یې ) یعنی (چا یې ) لاس ته راځي . اوس که ، مونږ د ( چا یې ) لاس ته راغلي ترکیبي نامه په سر کښی د ( پا ) امري فعل ولیکو، ورڅخه د ( پا + چا + یې = پا چا یې ) ترکیبي نوم په لاس راځي . یعنی داچی ، د غږیزو تورو په حزف او اوښتون سره دلرغوني ( پا اچا ایې ) ترکیبي نامه څخه د  ( پا چا یې )  نوم په لاس راغی . اوس دژبې دقانون په اتکا د ( یې  = راځه = بیا ) د لومړنۍ د (ي) غږیز توری د (ه) په توري ولیکو ورڅخه ( هي ) لاس ته راځي چی ، په دی صورت کښی د (پا چایې ) دنامه څخه د(ه) توري په اوښتلوو، ورڅخه ( پا چاهې) جوړ شو . همدا شان که ، د (پا چاهي ) نوم د (چ) ساکن توری په بل ورته اونږدی ساکن توري د( ش) په توري واوړي ورڅخه ( پاشاهي – پشا یې – پشه یې .......) ننی (پادشاهي – پاچایې ) ترکیبي نوم په لاس راځي .
دوستانو ! مخکښی مو ولوستل او ومولیدل چی ، د( پا اچا ایې ) ترکیبي نوم په ځانګړو مصدرونو کښی د لومړني انساني مشترک ژوند (کمون ) په دوران کښی شتون درلود اودهماغه وخت اوزمان دژوندیوو خلکو دژوند اوروزګار ژبه وه اوخلکو ورباندی خبرې کولې چی ، ننۍ ( پشه یې ) ژبه ورباندی لا په هماغه زمانه کښی بډایه اوسینګاره وه خو، کله چی ، دخصوصي مالکیت عصر یعنی د(غلامۍ – بردګۍ ) زمانه رامینځ ته کیږي ورسره جوخت نوی د ( پا اچا ایې )  دحاکمیت ، بادارۍ ،خان خانۍ اوننې مشهور د (پاچاهي ) نوم هم ، دخپل معنی اومفهوم سره هماغه وخت کښی رازږیږي !
پاتی دی نه وي ، ننی د (پاچا - سید) نوم داسلام ددین دخپریدا څخه لا دمخه په پشه یې ادبیاتو کښی یو ترکیبي ، ژوندی  نوم وواودځانګړو پشا یې مصادرو مستقل افعال وو ، مروج وو او شتون یې درلود . 
کله چی ، اعراب د اسلام دعصر په لومړیوو کښی د اسلام  دین دخپرولو په منظور ،زمونږ نني هیواد جغرافیې ته راغلل د ( پاچا )‌ نوم یې دځان سره نه درلود ، وروسته کله چی ، زمونږ دهغه وخت نیکونوداسلام دین ومانه او مسلمانان شول ځینو اعرابو کورنیووځانونه تر نورو معتبر دامتیاز خاوندان داحترام وړ پرنورو پوه ،دانا ، نازولي ، اولاد رسولد حضرت محمد (ص) له کهول ګڼل نو، نوو مسلمان شوو،زمونږ نیکونو پشه یانو هم دخپلې پخوانۍ عقیدې او باور له مخې اود (پا اچا ایې ) دترکیبي نامه دمعنی او ورکښی دنغښتي مفهوم په خاطر ، هغو ته د (پا چا ) اعزازي نوم اولقب ورکړ چی ، لا تر ننه یې د (پاچا ) په نوم یادوي ،دانوم هم  د پشه یانو په ژبه کښی لا دلرغونو زمانو څخه شتون لري . ځو ، دپا چا نوم زمونږ دهیواد په ختیځ کښی دسعاداتو خلکو دپاره په کار وړل کیږي .
پاتې دی نه وي چی ، د پاچا ( ټولواک ) ، پاچاهي ( ټولواکي ) نومونه هم ،دپشه یې ژبې د ( پا اچا ایې ) دافعالو څخه سر چینه اخلي اودخصوصی مالکیت ( پاچاهي ) سیستم دجوړیدو ، راټوکیدو ، خوریدو ، رواجیدو مرحله ورڅخه راڅرګندیږي!
ښاغلو لوستوونکو ! هره ژبه دخپل پیدایښت دپیله را نیولې تر زړښته رنګارنګ پړاونه وهي ورځ تر بلې وده کوي ، خپل ټول طبعې معین منزلونه ترسره کوي ، ورکښی نوي علوم زږیږی او مخ په وده وي ،ژبه نوي ابعاد مومي ، لغاتونه یې زیاتیږي ورسره دیکشنری ګانی هراړخیزې سترې او ورځ تربلې لویږي اوغوړیږي . دبشر دلوړښت اوهوښیارئ له کبله نوي اکتشافات رامینځته کیږي نوي پرمخ تللي وسایل اوافزار جوړیږي ژبې ته نوي لغاتونه ورننوزي اوژبه لابشپړه کیږي . په ورو وروهراړخیزتاریخي پړاوونه وهي ،کله کله یې تلفظ ،شکل اومعنی هم بدلیږي نوي بڼه اونوی تعریف او نوی تلفظ پیدا کوي اوهمدا شانکله ناکله دخپل اصل څخه وړاندی وځي چی ، ښه بیلګه یې دپوهانو لخوا پورته په دری ژبه لیکل شوی دپشه یې ژبې په اړوند د پشه یې (ویکیپیدیا ) متن یې څرګنده بیلګه ده !

ګرانو لوستونکو پشایانو او ښاغلو هیوادوالو! 

( پشا یې – پشه یې ) نوم دتاریخ په اوږدو کښی په رنګارنګو دیالیکتیکونو ( لهجو ) نومول شوی ، دسل ګونو کلونو را په دی خوا ، باندیني ژب پوهان اوڅیړونکيزمونږ تاریخي هیواد ته راغلي اودلته یې زمونږ دخلکوسره په تماس کښی زړه پوری څیړنې کړي ،ارزښتمند اثار یې لیکلي ، بشري ټولنو ته یې سترهر اړخیزتاریخي خدمتونه تر سره کړي ، خپل علمي اثار یې زمونږ دهیواد په دننه په کلیوو اوبانډو کښی بشپړکړي ، د خپلوهیوادونو کتابتونونه یېورباندی ښایسته اوښکلي کړیدي ، لوړې علمي رتبې یې ترلاسه کړي ، ورسره د لوړ حیثیت او نړیوالو درناوي وړ ګرځیدلي دي !.
خو،په پوره نا امیدې سره باید ووایم چی ، زمونږ د هیواد ښاغلو پوهانو، تل دباندنیوو هیوادونو دعلماوو په تحقیقاتو، نظریاتواوڅیړنوتکیه کړې ، کوم چی ،زمونږ پوهانو، دخپلوعلمي رسالو او کتابونو په لیکلو کښی دباندنیوو هیوادونو دپوهانوله اثارو څخه په لویه پیمانه د قوي موخذونو په توګه استفاده کړې ، خپل تحقیقات یې تکمیل اوبشپړ کړي، هیوادوالو اوڅیړونکو ته یې دعلمي تحقیق په توګه دحساب وړ اوپوره علمي ګڼلي ، حال داچی ، په کور دننه زمونږ په کلیو اوبانډو کښی دقیمتي اوارزښتناکو اثارو دپنځولوامکان خورا ډیروو او دی ، دیادونې وړ مناسب کوم څه نه دي تر سره کړي !

پاتې دی نه وي چی ، (دپشه یې ، پا ا چا ا یې ) ژبې په اړوند هم پورتنی مثال  پوره صدق کوي.
نن سبا دخوشحالۍ ځای خودا دی چی ، پرونۍ اوننۍ ( پا اچا ایې ، پشه یې )‌ ځوان نسل دخپلې خوږې لرغونې آریایې له یاده وتې خوږې ،خوندورې اوپه علمي انډیوو بار د اریایانو دستر میراث ( ویدا ،ریګویدا او اوستا ) دکتابونو دلرغونو نومونو توضیح اوتشریح کوونکې د هند وآروپایې ژبې دمور اونیا (پشایې ، پا چا ایې - آریک) ژبې دژوندي پاتی کیدلو په خاطر په تشو لاسونو پرته له هیڅ ډول ملي ، مادي اومعنوي ملاتړه شپه او ورځ هلې ځلې کوي ترڅو ، خپله خواره زاره ، لرغونې اریایې له یاده وتې دهند او اروپایې ژبو مور( پشه یې، پا اچا ایې)ژبه دمرګ په پاڼ ولاړه زمونږدتاریخي هیواد دویاړونو اوسرلوړېوژبه دحتمي مرګ اوپو پنا کیدو څخه وژغوري ورته کار کوي . 
یادونه : دپورتنۍ توضیح ، تشریح اوشننې څخه دا په ډاګه شوه چی ، د (پا اچا ایې ) ترکیبي نوم د بشري شریک ژوند (کمون ) ددوران دننۍ ( پا اچا ایې – پشایې – پشه یې ) ژبو خلکو دادبیاتو څرګنده برخه جوړوي چی، دخصوصي مالکیت ( غلامۍ ) دوران د جوړښت په پیل کښی (پا اچا ا یې –  باچا یې – پاچاهي - باشاهي – پادشاهي ) دحاکم اوحاکمیت په جامه کښی ځان ښکاره کوي او وروسته بیا د ا نوم په نني نوم ( پا شه یې ، پشه یې ........) اونورو ورته نومونو اوړي اوتر مونږه ځان رارسوي . له دی توضیح اوشننې څخه دا پوره څرګده اوپه ډاګه کیږي چی ، په رښتیا سره ننۍ لرغونې اریایې ژبه (آریک – پا چا یې – پشایې – پشه یې ) دهند او اروپایې ژبو مور اونیا (آنې) ده !۱۱؟؟؟
په درنښت .
احمد جان « ماڼو» ۲۰۱۸ کال دمی ۲۰ شلمه . دنمارک اودنسه .


آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...