۱۳۹۸ بهمن ۲۳, چهارشنبه

ﭘﺸﻪ ﻳﻲ ﺍﺩﺑﻲ ﺑﻬﻴﺮ ﭘﺮﺍﻧﺴﺘل شو

ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﭘﺸﻪ ﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮﺗﺎﺳﺮﻱ ﺷﻮﺭﺍ
ﺧﺘﻴځﻮ ﻭﻻﻳﺘﻮﻧﻮ ﺩ ﭘﺸﻪ ﻳﻲ ځﻮﺍﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮﺗﺎﺳﺮﻱ ﺷﻮﺭﺍ
___________________
ﭘﺸﻪ ﻳﻲ ﺍﺩﺑﻲ ﺑﻬﻴﺮ ﭘﺮﺍﻧﺴﺘې ﻏﻮﻧډﻱ ﺗﻪ ښﻪ ﺭﺍﻏﻼﺳﺖ!
ﭘﺸﻪ ﻳﻲ ﺍﺩﺑې ﺑﻬﻴﺮ ﺍﻧﺠﻪ ﻭېګﺲ ﻟړﻭ ﺑﻴﻨﺎﻳﻨدې خیرېدې ایچو! ________________
پرون سه شنبې ورځ د ختیځو ولایتونو د شورا په نوښت یو بل تاریخي ګام پورته شو,تاریخ به يي
لیکي, هغه تاریخي ګام د پشه يي ادبي بهیر رامینځته کول وو,چې پرون يي عملا د زون شورا په مرکزي دفتر
کې پرانستې مراسم ترسره شو, دا یو نوی ابتکار و چې باید په پشه يي ژبه کې هم بهیر موجود وي چې تر دې مخکې شتون نه درلود څنګه چې نور ټول قومونه داسې بهیرونه خاوندان وول او مونږ ترې محروم و خو نیکمرغه د عبدالسلام رسولي صیب په مشری دغه نوښت هم په پشه یانو تاریخ کې ثبت شو.
له دې وروسته به نور پشه يي ژبې لیکوالان,شاعران فرهنګيان او ادیبان به خپل مشاعرې کوي او د خپل ژبې پیاوړتیا په پار به له ده ادرسه ګټه واخلي.
د پشه يي ادبي بهیر غونډې ترڅنګ د شورا نوبتي ناسته هم و چې پیل وینا لپاره د شورا عمومي رييس خبرې وکړې رییس د ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست او خیر مقدم وویلې او د خپل ټول کړي مبارزې او فعالیتونو بشپړ راپور هم د ګډونوالو حضور ته وړاندې کړه, دغه راپور,رییس ډېر په جرات خپل قوم سره شریک کړه
رییس د بعضو شوم اهداف لرونکو ځوانانو په اشاره وویل چې ځینې ځوانان بیا داسې ادعا کوي چې ګواکې
رییس په خپل قوم باندې خدای مکړه تجارت کوي خو دا مطلق غلط دي څوک چې داسې ادعا کوي راشي ماسره دې کینې او په ما یي ثابت کړي خپل اسناد او مدارک دې وړاندې کړي که په ما يي ثابت کړه هر څه چې قوم ماسره کوي زه ورته تیار یم خو ناحقې ټاپې او تور داغونه دې زمونږ په سپینه لمنه کې نه لګوي هغې وویل مونږ سره شخصي تر اوسه یو کرډېټ کار په اندازه هم مرسته چا نده کړي داسې ډېر پېښ شوي چې اکثره وخت د قوم په سر مصرف زما شخصي له جېبه شوي آن زه په همده پوروړی شوی یم خو ما پروا نده کړئ او نه به کوم ځکه دغه قوم په مونږ ټولو حق لري باید خپل توان مطابق ورته مالي او ځانې منډه ووهو,
ددې خبرو ترڅنګ خپل ځینو لګښت لېست هم ګډوانوالو باندې واوروله چې هغې لېست کې د سل روپو نیولی آن لس زرو پورې شامل و, دغه لېست بیا د زړه له درده شریک کړه چې ویل که څوک راسره حساب کوي نو ورته تیار یم او ماسره ټول کړي مبارزې یاداشت موجود دی.
د خپل خبرو په پای کې ځینو راتلونکو د افغانستان په سطحه پلانونه یادونه وکړه او ځینې ځوانانو ته نوي موقیفونه هم ور وسپارل.
دا يي هم راتلونکي افغانستان پر سطحه پلانونه:
1. ﭘﺸﻪ ﻳﺎﻥ باید ﻳﻮ ځﺎﻧګړﻱ ﺑﻴﺮﻍ ﻭﻟﺮﻱﺍﻭ ﻫﺮ ﮐﺎﻝ دغه ﺑﻴﺮﻍ ﺍﻭﭼﺘﻮﻟﻮ ﻭﺭځ دې ﻭټﺎﮐﻞ ﺷﻲ, ﻟﮑﻪ ﺯﻣﻮﻧږ ﻣﺸﺮ
ﺩﺭﻭﻧﺪ ﻗﻮﻡ پښتنو د ﭘښﺘﻮﻧﺴﺘﺎﻥ په نامه ﺑﻴﺮﻍ بهﻫﺮﮐﺎﻝ ﻟﻤﺎﻧځﻞ ﮐﻴﺪﻩ ﮐﻠﻮﻧﻪ ﻭﺷﻮﻝﺩﺍ ﺩ ﭘښﺘﻨﻮ ﺑﻴﺮﻍ ﻧﻪ ﺍﻭﭼﺘﻴږﻱ ﻫﻴﻠﻪ ﺩﻩ چې ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻣﺒﺎﺭﺯ ﻣﻠګﺮﻱ ﭘﺪې ﻏؤر ﻭﮐړﻱ.
ﭘﺸﻪ ﻳﺎﻧﻮ ﺑﻴﺮﻍ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﮐې ﺑﻪ ټﻮﻝ ﻗﻮﻡ ﻣﺸﺮﺍﻧﻮ ﺍﻭځﻮﺍﻧﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﻧﻈﺮﻳﺎﺕ ﺭﺍټﻮﻝ ﺷﻲ.
2. او بل ﭘﮑﻮﻝ ﭼې ﺩ ﻧﻮﺭﺳﺘﺎﻥ ﺍﻭ ﭘﺸﻪ ﻳﻲ ﻗﻮﻡ ګډ ﮐﻠﺘﻮﺭ ﺩﻯ ﻫﻴﻮﺍﺩ ﭘﻼﺯﻣﻴﻨﻪ ﮐې باید هرکال په ګډه په شاندارو مراسمو ﻭﻟﻤﺎﻧځﻞ ﺷﻲ.
3. دده ترڅنګ باید ﻫﺮﮐﺎﻝ ﭘﻪ ﺣﻤﻞ ﮐې ﭘﺸﻪ ﻳﻲ ﻣﺸﺎﻋﺮﻩ ترسره شي ﺩګﻼﺏ ګﻞ ﻳﺎ ﺑﻞ ﺩﺍﺳې کوم ﻣﺸﻬﻮﺭ ګﻞ ﻳﺎ ﺗﺎﺭﻳﺨﻲ ځﺎﻳﻮﻧﻮ وي,ﭘﺪې ﻫﮑﻠﻪ ﻫﻢ ﺗﺎﺳﻮ ټﻮﻝ ﻧﻈﺮﻳﺎﺕ ﺍړﻳﻦ ﺩي.
4. ﭘﺸﻪ ﻳﻲ ژﺑﻲ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ ځﺎﻧګړﻱ ﺷﻲ ﭘﻪ ﺩﻏﻪ ﻭﺭځ
ﻧﻮﻣﻮﺗﻲ ﻟﻴﮑﻮﺍﻻﻥ ﺍﻭ ژﺏ څﻴړﻭﻧﮑېﺩﻋﻮﺕ ﺷﻲ ﺍﻭ ﭘﻪ ﭘﺸﻪ ﻳﻲ ژﺑې ﭘﻪ ﺗﺎﺭﻳﺦ ﺧﺒﺮې ﺍﺗﺮې ﻭﺷي.
د غونډې په وروستیو کېﺩ ﺩﺭﻩ ﻧﻮﺭ ﮐې ﭘﻴښې ﺷﻮﻱ ﺷﺨړﻱ ﺩ ﺣﻞ ﺍﻭ ﺩ ﺷﻬﻴﺪﺍﻧﻮ ﺣﻖ ﻏﻮښﺘﻨې ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻫﻢ ﻧﻈﺮﻳﺎﺕ تبادله شول.
ﭘﻪ ﻧﺎﺳﺘﻪ ﮐې ﺩ څﻠﻮﺭﻭ ﻭﻻﻳﺘﻮﻧﻮ ځﻮﺍﻧﺎﻧﻮ ﺭييساﻧﻮ ﻫﻢ ﺧﭙﻠې ﻻﺳﺘﻪ ﺭﺍﻭړﻧې ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﺍﺣﺴﺎﺳﺎﺕ ﺷﺮﻳﮏ
ﮐړﻝ ﺷﮑﻴﺐ ﺷﺮﻳﻔﺰﻯ ﺩﻧﻨګﺮﻫﺎﺭ
رییس، ﻣﺤﻤﺪ ﺣﺴﻴﻦ ﺳﺠﺎﺩ ﺩﻟﻐﻤﺎﻥ
رییس،ﻧﺠﻢ ﻧﻮﺭﺳﺘﺎﻧيﺩ ﻧﻮﺭﺳﺘﺎﻥ
ﺭييس،ﺍﺣﻤﺪ ﺫﮐﻲ ﺩﮐﻮﻧړ ﺭييس
_____________
ﻻﻧﺪﻱ څﻠﻮﺭ ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﭘﻪ ﺷﻮﺭﺍ ﮐې ﻧﻮﻱ ﺩﻧﺪﻭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻭټﺎﮐﻞ ﺷﻮ.
1. ﺭﺣﻤﺖ ﺍﻟﻠﻪ ﺳﻠﻄﺎﻥ ﺩ ﺯﻭﻥ ﻓﺮﻫﻨګﻲ ﮐﻤﻴټﻲ ﻣﺴﻮوﻝ
2. څﺎﺭﻧﻮﺍﻝ ﻣﻘﺎﻡ ﺧﺎﮐﺴﺎﺭ ﺩ ﺯﻭﻥ دوهم معاون
3. ﺍﺣﻤﺪ ﺷﺎﻩ ﻫﺎﺷﻤﻲﻣﻨﺸﻲ ﻣﻌﺎﻭﻥ
4. ﭘﺮﻭﻳﺰ ﺳﻴﻼﺏ ﺩ ﺯﻭﻥ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﮐﻤﻴټﻲ ﺭﻫﺒﺮﻱ ﻏړﻯ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﺷﺮﻳﮑﻪ ټﻮﻟﻮ ﻭﺭﺗﻪ ﻣﺒﺎﺭﮐﻲ ﻭﻭﻳﻠﻪ ﻧﺎﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﺩﻋﺎ ﺳﺮﻩ ﭘﺎﻯ ﺗﻪ ﻭﺭﺳﻴﺪﻩ.
یو تلپاتې آزاد سمسور او ښېراز افغانستان په هیله!

سرچینه : زاهد الله روښان فیسبوک پاڼه

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...