۱۳۹۶ آذر ۱۴, سه‌شنبه

ګَل ( احمدجان ماڼو لیکنه )

نن بیا ددی وخت رارسیدلی چی ، زمونږ د آریایانو دتاریخ یو بل زوړلرغونی مشهورښایسته ګ ُل اوبریښیدونکی ځلاندغمی د(ګَل) نوم داصلي آریایې ژبې (پشه یي ـ آریک)پوری اړوند ګڼوهغه څېړوژورې حیرانوونکې ادبي ریښې یېراباسود شننې لاندی یې راولوژب پوهانوته یې ادبې ښکلا ،معناوې ،تعریفونه،مفاهیم ،خوندونه ،رنګونه اوحیرانوونکي سمبولونه چی، په خپله خټه اوزات کی دځان سره نغښتې لري وړاندی کووترڅوورته دا په ډاګه شي چی، (پشه یې) لرغونې آریایې (آریک ـ آرېک) یوه کره په علمې انډیووبار منډیزه په خپل ځان متکي اودژورې پوهې په بنیاد داصلي آریایانوداوږده علمی اوکلتوری باري ژوند دهلو ځلو تاریخي محصول اولاس ته راوړنه ده .هرنوم یې خپله ریښه ښکلې ښکلا اوځلا لري لرغوني نومونه یې په خپل ځان متکي اودنوروژبوڅخه یې په قرض نه دي اخیستي، نښي نښانې اوڅرکونه یې په ټولوزړولرغونوآریايې لوڼوژبوکتابونواومتونونولکه ویدا ،اوستا دبغستان دغره میخي او دبغلان دسرخ کوتل د اورتونپه یونانی لیک دودونو لیکل شوونومونوکی چی ترجمی یې په لاتین اوعربی رسم الخط د ښاغلوژب پوهانو له خوا ترسره شویدي پوره دیادونې وړاودا مونږ ته راښایې چی،  نوموړي نومونه ټول پشه یې اواواصلي آریایې ژبې آریک پوری اړه لري .
اوس نو، مونږ دخپلې ادعا دثبوت دوړاندی کولو په خاطرد(ګَل)مشهورنوم چی،زمونږ دګران هیواد افغانستان په ختیځه جغرافیه کی په ډیروسیموایښودل شوی اوښایې نړۍ په مخ په ډیرونوروآریایې نژاده وګړوژبو کی دانوم په همدی ورته بڼه اومعنا سره شتون لري په توضیح اوتشریح یې پیل کوو.
دپورتنیووڅرګندونو څخه دا ښکاري چی، د(ګَل)نوم دلرغونوزمانوڅخه رانیولې ترننه زمونږدهیواد په ختیځوسیموکی شتون لري دساري په توګه : نورګل ،ډیوه ګل په نورستان اولغمان کی دسایګل اوډیرنورځایونه چی د(ګَل)وروستاړی دځان پوری نښتی لري شته دی چی د هرې سیمې پښتانه د(ګَل) معنا په (خوړ) کوي ،ګَل یا خوړهغې برخې ته ویل کیږی چی ورکې واورینې یا دهماغوسیمو دچینواوسیلابي اوبه دغرنیولوړوبرخوڅخه مخ په کښته روانې وې اوداموقعیتونه معمولآ دغرونو په مینځ کی وياوپه خپل مسیرکی دځمکو دخړوبولو دپاره دخلکوله خوا ورته مناسب

بندونه جوړاو ورڅخه ګټه پورته کوی اوددغو اوبو په مرسته ورته څیرمه دغرونوپه لمنوکی پرتې کږې وږې کڅئ کرهنیزې ځمکې ،دیری ښکلي میوه لروونکي شنه بڼونه درواوسردرو ته عجیبه رنګینهبی مثاله ښکلا وربخښي اووګړي یې هم دهماغه ( ګَل ـ خوړ)په نوم یادیږي لکه د نورګل کلي هریو(برنورګل اوکوزنورګل)اویاهم په لرغونې زمانه کی دا دره دنورګل د درې په نوم یادیده اوهم یې اداري موقف دنورګل روبات ، دنورګل علاقه داری اونن سبا دنورګل د اولسواليپه نامه یادیږي ،پاتی دی نه وي چی داسلام ددین دراتګ څخه وروسته دزیارتونوپه راټوکیدلونوموړې دره کی یو قبر(زیارت) په نوم نومول کیږي چی لا ددی قبردخاوند نوم تر ننه ګونګ اوڅوک پری اګاه نه دي چی دا دچا قبردی اوولی یې دزیارت په نوم نوموي!؟اویا ولی خلک نوموړي قبر (زیارت) ته (مزاربابا) وایې .نوپه همدی بنیاد هغه لرغونی د(نورګل دری ) نوم د(مزاردرې )په نوم اوښتې اوشهرت یې پیدا کړی.نو،دتاریخي شواهدوله مخې داډول نوی نوم (مزاردره) یې درست اوصحیح نوم نه(نورګل دره) یې داسلام ددین دراتګ لا دمخه اوپه دی سیمه کی دنوموړي دین دپراخیداڅخه لا دمخه لرغونی ،زوړاودپشه یې ژبې پورې اړوند نوم وواودی.

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...