‏نمایش پست‌ها با برچسب احمد جان ماڼو. نمایش همه پست‌ها
‏نمایش پست‌ها با برچسب احمد جان ماڼو. نمایش همه پست‌ها

۱۳۹۶ آذر ۱۴, سه‌شنبه

دپشه یې ژبې پوری اړوند یوه څیړنیزه لیکنه: پولیس ،پولیسه ،پولیزي….

POLIZEI , police ,polis ,polizia ,policia…..
Ordet politi stammer fra det græske ord polis, som betyder by Afledt ordene polites (borger) og politeia (stat). I renæssancen blev det latinske ord politia almindeligt brugt om statsforvaltning[kilde mangler].
د پولیچي ، پولیتي یا پولیس لغت ریشه د لاتین / یوناني نه اخیستل شوی ده, چی د پولیس معنا ښار / شار دی. له دی څخه اخیستل شوی لغت polites چی د وطن دار شهروند معنا لري او politeia د دولت معنا ورکوي. اوپه رنسا نس کښی دا لاتین نوم عمومآ په دولتي اداره کښی د پولیتیا په نامه استعما لیده . [منبع یې ناڅرګنده].
پولیس یولرغونې آریایې نوم دی، نن سبا خورا مشهوراونړیوال شوی ،د نړۍ پرمخ هند واروپایې اوغیرآریایې هیوادونو ژبواوادبیا توته ورننوتی یواوبل ته په ورته نومونواونږدی دیالیکتیک سره شتون لري !
همداشان، دنړۍ پر مخ ټول هیوادونه ، په خپلوتشکیلاتو کښی دامنیت په نوم د(پولیس) قوتونه لري ،دا مهمه نه ده چی دنومونو یوشانته والی یې، یودبل سره ورته دي که نه ؟ مهمه مسئله داده چی ،وظایف یې په ټولونړیوالوهیوادونوکښی یوشانته معنا شریک تعریف اومفهوم لري چی ، نن سبا ورته کورنۍ (امنیتي ) قوت وایې .
کله چی ، یو څیړونکی غواړي په ځنو موضوعاتو اویا نومونو ، علمي لیکنه یا اثرولیکي او دبشرد تت او تورتم تاریخ اړخونه ځان اونړیوالوته روښان او ورڅخه اګاه اوخبر کاندي ،ځان دپاره خپله خاصه اوزړه پوری موضوع چی دی ورسره مینه اوعلاقه لري هدف ټاکي .
ددی لپاره چی، څیړنه یې په علمي اومنطقي دلایلو استواره ولاړه وي داړوندې موضوع د ترسره کولو په خاطر پوره زیار ګالي دنړۍ دسترو کتابتونونو دروازې پرانیزي اود مطالعی میزونوتر شا ، تشویشونوسره مل کښیني اومخکښی له مخکښی په نښه شوي څیړنیزې لیکنې ، مقالې او کتابونه چی ،دی ورته دڅیړنې اړتیا احساسوي راټولوي او په لوستلویې پیل ، پاڼه دپاڼې پسی اړوي د پاڼې دیوه مخ څخه وبل مخ ته ځي اوهره کرښه یې یو دبل پسی په پوره پام اودقت سره لولي ، خپل مقصد اوټاکلي هدف ته ځان ور رسوي ، ترڅوهغه اړین ټاکلي څیړنیزغمي چی ، دی ورته نا قراره وي یعنی : نوم، فعل ، معنا او مفهوم چی دی یې غواړي ومومې اوخپله تنده وربا ندی ماته کا ندي را ټولوي یې ، چا پولوته یې برابروي ، محتاج ، کونجکا و بشراود هماغې ژبې ویوو نکو اود نورو ژبو څیړونکوته چی ، دداسی تحقیقا تو سره مینه لري په مستند ا تو دکتاب لیکوال ، دکتاب نوم د پاڼې شمیره دچاپ کال اوحتی کرښه یې هم د محقیقینو د، قناعت اوتسل لپاره دمقا لو یا دکتاب په بڼه چاپ اوانساني ټولنې پوها وي ،قناعت او استفا دې ته یې وړاندی کوي .
نن سبا زمونږ دخا ورینې نړۍ کونجکا و بشر د خپلې پرمخ تللي نړۍ په دننه کښی دخپل په لاس جوړو شوو پرمخ تللووسایلو په مټه او برکت ډیرستراوزمان ګیرکارونه په لنډ وخت کښی ترسره کړي دي، کمپیوتري ،انترنیټي انسایکلوپیدیا ګانې یې دنړۍ پرمختلفو ژبود انترنټ په مخ ثبت اودبشر داستفادی لپاره یې په ښکلو ډیزاینونو تیار اواماده کړیدي چی ، په ډیر کم وخت کښی یو سترستونزمن کار په یوه کلیک سره تر سره کولای شي .
ښاغلولوستونکو او د(پولیس ) د نوم مینه والو ، تاسی به څه فکر کوئ چی ولی ، دا نوم ما دڅیړنې لپاره رامخ ته کړی دی .!!؟؟؟
څه وخت وړاندی اتریش هیواد ته په سفرورغلی ووم ، دبیرته راستنیدو په وخت کښی دنوموړي هیواد پایتخت د ویانا دهوایې ډګر په یوه اوږده دهلیز کښی دخپل د پرواز ګیټ (کړکۍ ۰۳۶) دپیداکولو په نیت په یوه اوږده دهلیز کښی ور روان وم چی ، ناببره سترګې می په یوې ښکلې زړه پورې ولاړې ابي رنګې تابلو ورخښې شوې ، چی د (پولیس ) نوم په ډیرو ژبو، په لاتیني او یو شمیر نورو ژبو په الفبا کښل شوي وو ځا نته راښکودم اویو دبل پسی می ولوستل .
د لږ سوچ اوفکر وروسته داسی یواحساس را ته پیدا شو چی ، ګویا دا زما د مورنۍ ژبې ( پشه یې ـ آريک ) یوژوندی نوم اوفعل دی ، لږ څه د خوښۍ احساس هم راکی وټوکیده ، سم دستي می پریکړه وکړه چی دا نوم به څیړم اود خپلو پشه یې ژبواود هند و آروپایې ژبو ژب پوهانواوعلاقمندانو سره به یې شریکووم ، په ډیره بیړه ما خپل موبایل تلیفون د جیبه څخه را وویست او یوعکس می ورڅخه واخیست تر څود یوه ژوندي سند په توګه یې دوستانو اوعلاقمندانو سره دانترنیت اوفیسبوک له لاری شریک کړ.
دادی همدا سی چل می وکړ اود (پولیس ) دنامه ، فعل او مفاهیمو د پیدا کولو لپاره لاس په کارشوم اوپه لاندی ډول می خپل څیړنیز کار پیل کړ .
په الوتکه کښی مې د ( پولېس) نوم ، زمونږ دهیواد افغانستان د( پولیس) دنامه شکل ، تلفظ ،مانا اومفهوم له پلوه دلاتیني(پولیس) د نومونوسره په پرتله کړ :
لومړی : داچی ، په لاتین لیکل شوي د(پولیس ) نومونه د لوستلواو تلفظ له پلوه ، یوبل ته پوره ورته اوپه ډیرو نومونو کښی یې دنامه د لومړۍ برخې (پولیس ) توري یو دبل سره خورا نږدی ، شریک اویوشانته دي .
دوهم : په لومړي سرکښی د لاتین ( پولیس) یوبل ته ورته اویو شان ښکاري د (پولي) نامه وروسته برخی ، چی دژبو دخصوصیاتو له مخې تلفظونه یې مختلف اوځانګړي دي د c ,s ,t, th , z حروف لرې چی، هریویې په خپلوژبوکښی خپل خپل اواز لري.
دریم : دپولیس دنامه د (پولي ) دکلیمی څخه وروسته ددوهمې او وروستنۍ برخې توری یې هریو خپل تلفظ لري اما ټول یو وبل ته ورته اوپوره مشابه دي . هرلوستونکی او اوریدونکی دا درک کولی شي ، چی ټول یوبل ته ورته دي اود (پولیس ) مانا لري .
څلورم : برسیره پرلوړې توضیح اویو دبل سره یې مشابهتونه ، مونږ ته دا څرګندوي اوراښایې چی، دټولونومونوڅټه یوه اویو نوم دی خو، دا څرګنده نه ده چی اصلي څټه یې په کومه آریایې ژبه کښی شتون لري مانا ،تعبیرونه ،تفسیرونه او مشابهتونه یې یودبل سره کوم دي .
شننه : مونږته خو،ددنمارکۍ ژبې انسایکلوپیدیا د(پولیس ) نوم د ښار ،شهر ، شهروند ،وطندار اود دولت په نوم مانا تعبیر اوتفسیرکړ،!؟
خوکله چی مونږ دیوناني د(پولیس ) پخواني نوم مانا اومفهوم ته پام وکړودنني نړیوال (پولیس ) د دندې سره دنړۍ په هره ټولنه کښی چی ، وي پوره توپیر لري .
دنني نړیوال پولیس دنده ده چی ،په هر وخت اوزمان کښی دخپل هیواد په دننه کښی ، د حواد ثو د مخ نیوي دپاره په حال اومستقبل کښی چمتو وي اوکه چیری په ماضي کښی کومه داسی پیښه شوې وي هغه وپلټي اوپیدایې کړي . دننیو پولیسي قوتونو دنده دنړۍ په کچه داده چی ، هرې حادثې اوواقعې ته ځان ورسوي هغه مهار یایې مخه ونیسي دجنایاتو، غلاوو، جګړواودټولوطبعي اوغیرطبعي حوادثوته رسیدل اولومړنۍ مرسته کول یې دنده ده.
دلته مونږ یوه مهمه کلمه چی ،( پولیس = رسیږو/ میرسیم ) د ی ، د پشه یې ، پښتو ، فارسی ژبو افعال دي چی، دپشه یې ژبې د ادب دیوه مصدر( پوليک = رسیدل / رسیدن ) دګردان څخه دفعل په شکل کښی تر لاسه کیږي . یعنی په پوره چټکتیا حواد ثو ته ځان رسول او اجرائات ترسره کول دي .
اوس که همدا توضیح په نظر کښی ونیسو (پولیس ) یعنی رسیدونکی اودټولوپیښومخه نیوونکی دقوانینو تطبیقوونکی ، دخپل هیواد قانون ساتونکی او دقانون د درناوی کوونکي معنا اومفهوم تر لاسه کوو چی ، پولیس باید دا ټول کارونه په عجله او په زر( رسیدو) سره تر سره کاندي اودعمل جامه ورته ورواغوندي .
دا چی ، زمونږ دهیواد افغانستان او معمولآ دنړۍ تاریخ پوهان ،محقیقین ،ادیبان ،لیکوالان، باستان شناسان فیلسوفان اودډیرونوروصنفونو اومسلکونو نمایندګان د یونانیانواودهغویو په لیکل شوو اثارو اوپه تاریخي لیکونو حساب کوي اوپری متکي دي اوورته اعتبار لري څه نا څه په لږو ډیرو یا ټولومسا ئلو کښی په یوناني اثارو تکیه لري اودخپل تحقیقاتي کارونود ارزښت دپورته وړلواودقیقولو په خاطردهغوی هره تاریخي لیکنه دیوه قوي سند په توګه په کاروي چی، د( پولیس ) نوم هم یو د هغو تاریخي نومونو څخه ګڼم چی ،مونږ هم دخپل کار دبشپړولو په خاطر انسایکلوپیدیا ته مراجعه وکړه اومونږ ته یې هم د (پولیس ) تاریخي نوم په یوناني لرغونې ژبه کښی مانا کړ کوم چی ، پورته ورڅخه یادونه وشوه.
په دی برخه کښی زه غواړم د (پولیس) نوم زمونږ دګران هیواد افغانستان په ملي (پشه یې ) ژبه کښي دیوناني ژبې د (پولیس ) دنامه سره په ریښه یې ډول په څومره نږدیوالي ،ورته والی یا یووالي کښی ولټووم اوديوناني ژبې د(پولیس) دنامه دتعریف ،مانا ،مفهوم سره په پرتله کښی وڅیړم او ورپسی یې محترمو ژب پوهانو قضاوت ته وړاندی کړم .دا هم په همدی خاطر چی پوهان ووایې او دا څرګنده کړي چی، د(پولیس) نوم به د نړۍ کومې ژبې پوری اړوند وي اودا نوم د نړۍ دختیځ څخه لویدیځ ته تللی یا برعکس ، یا بل کوم نظر ورته لری !!؟؟
زه دلته د خپلې ادعا د ښه ثبوت او په کورسۍ کښینولو په خاطر د (پشه یې ) ژبې ( پوليک = رسیدل / رسیدن ) مصدر ګردانوم او ورته ګورو چی، د(پولیس) فعل څه ډول دنوموړي مصدر څخه په لاس راځي اومانای څه ده ؟ ایا په لاس راغلی فعل دیوناني ژبې محصول دی که دلرغونۍ آریایې (پشه یې/ آریک ) دژبې !!!؟؟؟
پولیک = رسیدل / رسیدن
پشه یې / پښتو / دری،فارسی ضمایر فعلونه /افعال
پولیک = رسیدل/ رسیدن پشه یې / پښتو / دري ضمایر
آ / زه / من پولیم / رسېږم / میرسم
تو / ته / تو پولي / رسیږې /میرسی
سی / هغه / او پولا، پولګا /رسیږي /میرسد
آمو / مونږ / ما پولیس ، پولیسه / رسیږو / میرسیم
ایمو / تاسو / شما پولیدا / رسیږئ / میرسید
تې / هغوی / انها پولین / رسیږي / میرسند
امری افعال یې : مفرد مخاطب = پولیا (ورسوه/ برسان) جمع مخاطب = پولیدا (ورسوئ / برسانید)
د پشه یې ژبی د ( پوليک = رسیدل / رسیدن) دمصدر څخه د نوم او امري افعالو اوصفتونو شتون اودهغویو استعمال په یوه یوه جمله مثال کښی ګورو :
پول = پل ، جسر(عربې) : نندي شره پول ویټیتیک = دسین دپاڅه پول جوړ شوی دی = بالای دریا پل اعمار شده است .
پول = پیسې : اي پول ودام نه شي = یو پول راسره نشته . یک پول (پیسه ) نزدم نیست .
پول = ځوی / پسر : آ پول نه داریم = زه ځوی نه لرم = من فرزند ندارم .
دادی اوس چی ، د پشه یې ژبې ( پولیس ، پولیسه ) نوم مو د (پشه یې) ژبې د ( پوليک = رسیدل / رسیدن ) دمصدر په ګردان کښی ، دجمع متکلم د پاره دفعل په شکل کښی چی ، کټ مټ په اصطلاح د (یوناني) د (پولیس ، پولیزیه، پولیسیه ...) اونور، دنامه سره پوره ورته او د یوې سیکې دوه مخه دي اودیواوبل سره هیڅ توپیرنه لري ، خو دیونا ني اوپشه یې ژبو مفاهیم اومعناوی یودبل څخه د ننیوو دپولیسي دندو څخه کوم چی پاس ورته اشاره شویده توپیرلري دمٍثال په ډول په یوناني ژبه کښی پولیس د (وطندار ، ښاري ،شهروند ، دولت ) په نومونو معنا ،توضیح اوتشریح شویدي .
خو ! همدا د یوناني ژبې د(پولیس ) نوم په پشه یې ژبه کښی دیوه مصدر دګردان په پایله کښی دجمع مخاطب لپاره د (پولیس ،پولیسه = رسیږو ،میرسیم ) په معنا وو لاس ته راځي چی، دنني پولیس دمعنا او مفاهیمو سره ښه څنګ لګوي کوم چی ،ما مخکښی توضیح اوتشریح کړل .
برسیره په لوړو توضیحاتو په پشه یې ژبه کښی ډیر نور داسی نومونه شتون لري چی ، دپشه یې ژبې د( پولیس) دنامه سره خورا نږدی علمي ،منطقي نه جلا کیدونکي اړیکي او د آریایانو دلرغوني فرهنګ یوه اساسي برخه جوړوي شته دی لکه :
پول = پیسې ؛ پول =ځوی، پسر ؛ پول = پل / جسر «عربي» دا هغه نومونه اوشیان دي چی په پشه یې ژبه کښی ترننه استعمال لري اوپه علمي ،منطقي ، اقتصادي ، ولسي اوفرهنګي لحاظ دټولنې سره داړیکو دجوړولو اوساتلو اودوام ورکولو په معنا دي په ترتیب سره یې تشریح اوتوضیح کوم لکه :
- پول = پیسې ،چی یو اقتصادي نوم ، شی اواړیکه ده چی ، دخلکو اوهیوادونو ترمینځ په ټولنه کښی دراکړی ورکړی ( داد وستود ) وسیله او رابطه ده !
- پول = ځوی ، پسر . د بشرد لرغونې تاریخ څخه را نیولې ترننه اولاد لور اوځوی دواړه دبشریت د ادامې محصول دمخکیني اوراتلونکې کورنۍ ساتونکي ادامه اودپاسنی اوراتلونکی نسل ترمینځ دحلقې اود پله حیثیت لري اویودبل سره یې غوټه کوي اودتمدن د ادامې سبب او وسیله دي . لا تر ننه په ختیځوآریایې وروسته پاتی ټولنو کورنیوکښی اوښایې دټول بشر په تومنه کښی د (پول =ځوی ) دزږیدو اولرلو احساس شتون ولري ترڅو دوالدینو دزړښت په وخت کښی یې ځوی ددویو دسوکاله اوامن ژوند سبب او وسیله شي !
پول = پل « جسر» .د پشه یې ،پښتو، فارسی ژبوکی دانوم د ددو ساحلونو ،ددوو وچو ،ددوو ګړنګونو تر مینځ دسهولت او امن دپاره دانسانانو اوحیواناتو داسانتیاوو لپاره جوړیږي لکه، دسیندونو دپاڅه ستر لوی او واړه پلونه دلختي دپاڅه پولچک د دوو ګړنګونو تر مینځ پولونه اونور چی انسان ورباندی پوره دامن اوراحت احساس تر لاسه کوي مانا ورکوي .
یادونه : اوس نو پورتنې دیونانۍ اود پشه یې ژبو د (پولیس ،پولیسه ) نوم ،معنی ،مفاهیم ، توضیح اوتشریح شول او په دواړو یادو شوو ژبو کښی ورباندی هر اړخیزبحث اوشننه وشوه ، ښایې چی ، اوس دا موضوع ښاغلو دآریایې ژبو ژب پوهانو،تاریخ پوهانو،لرغون پوهانو اوڅیړونکو ته دهغویو دنظر ورکولو په خاطروړاندی کړو او دا ځان ته جوته کاندي چی ، دا د ( پولیس ) نوم به په کومه ژبه کښی لرغونې ،زوړ او ریښه به یې په کومه ژبه کښی شتون او لرغونتوب ولري !!!؟؟؟.
ایا دا د (پولیس ) نوم به دأرغونې اریایې ژبې ( پشه یې / آریک ) پوری اړوند نوم وي که، دیوناني ژبې اړوند !!!؟؟؟
غوښتنه : د ښاغلو ژب پوهانو څخه په درناوي هیله کیږي چی ددغې څیړنې دبشپړ تیا اودنیمګړتیاوو دله مینځه وړلو په خاطر خپل نظریات اولارښوونۍ ونه سپموي .
په درنښت .
« ماڼو »
پژوهش نام ترکیبی (امبولانس )
در زبان « پشه یې /اریک »!
امبولانس
Ambulance

The term ambulance comes from the Latin word "ambulare" as meaning "to walk or move about.
نام امبولا نس امروز دراین کره خاکی جهان شمول شده وجهانیان از این نام درک مشترک ومفهوم یک سان دارند . به نظر من در قدم اول این نام مربوط زبانهای هند وارو پایی بوده که، درزبانهای متزکره ریشه ، معنی ،مفهوم ،تلفظ مشترک ومشابه باهم داشته وهرشنونده ازان درک یکسان دارد ، به خاطر یکه درشروع کلمه پنج حرف اولی ان که ،عبا رت ازامبول ambul یک کلمه با حروف مشترک لاتینی بوده هیچ تفاوت باهم ندارند به همه اریایی زبانها درک ان سهل ، اسا ن ، مشابه و یکسان است ولی ، قسمت دومی واخری ان به نسبت دیالکتیک هرزبان اریایی که ، درلهجه های خویش حروف های لاتینی c,s,z را به گونه های مختلف ومطابق به خصلت های زبانهای شان تلفظ مینمایند مانند ambulanc ، ,ambulance, ambulancia ,ambulanza وغیره در زبا نهای سلاودراخر کلمه (ث) و(یا) دارند که، به اشکال امبولانسیا، امبولانثیا تلفظ میشوند که، درنتیجه همه اسمای امبولانس درهمه زبانهای هند واٰروپایی باهم نهایت در نزدیکی قرار دارند .
به نسبت روابط تنگا تنگ جها نیا ن باهم در عرصه های گوناگون ، نام امبولانس نیز در زبان های جها نیان نفوذ نموده وتقریبا برای همه باشند گان جهان بیگانه نبوده واشنا میباشد ، که با شنیدن نام امبولانس تقریبا برداشت همه گان همان بوده و برای هرشنونده قابل درک و شناخت است و مفهوم مشابه ویک سان را از ان می بردارند.
در این هیچ شک و شبه نیست که ، نام ا مبولانس درهر کشور جهان به زبان وا د بیا ت مروج خودشان و مطا بق به چگونگی احتیاج فهم و درک جامعه شان گذاشته میشود ولی، معنی ومفهوم مشابه ، مشترک ویکسان به همه جهانیان دارد .
اگریک شهروند متمدن این کره خاکی دریکی از گوشه های این جهان چه، درحضر ویا در سفر در محلی سکونت داشته باشد وپرده های گوشش را الارم امبولانس به احتزاز اورد، بدون درنگ فورآ درک میکند که ، امبولانس است !؟ که ، ذهن هر شنونده را با خود به یک سان مصروف ساخته و در فکر شفا خانه ، دا کتر، مریض وخود امبولانس شده ومتوجه سیر حرکت امبولانس نیزگردیده، هر راننده و رونده و ساکن ونشسته به امید اینکه چگونه درین مرحله حساس به امبولانس شرایط خوب وبهتر را اماده نماید تا امبولانس به سهولت به منزل گاهش به حسن صورت بدون ضیاع وقت برسد درخیال خویش یک تصویر خوب انسانی و همکا ری را میرساند . این بود یک تصویر مشترک وعمومی ازنام امبولانس ومعنی ومفهوم یکسان ازان درسطح انسانی.
حالا نام ا مبولانس را از لحاظ ریشه یی تاریخی و ا د بی ان تحت غور، تحقیق ، پژوهش و بررسی قرار میدهیم تا بدانیم که ، این نام به شهرت رسیده جهانی امبولانس درکدام زبان اریا یی از زمان با ستان تا اکنون زند ه است و میراث کدام یکی از این زبانهای آریا یی به شمارمیرود .
دراین جا میخواهم نام ترکیبی امبولانس را که، درفوق دررابطه به شکل و چگونگی اسم معنی و مفاهیم ان توضیحات کافی داده شده است درزبان اصیل آریایی (پشه یی / آریک) با زبان های هند واروپا یی در مقا یسه با هم دیگر شان در نظر میگیریم و به پژوهش ان اغاز نموده تا واقعیت را در یابیم که ، این نام مشترک به شهرت رسیده کنونی جهانی امبولانس میراث کدام یک از زبانهای آریایی است و ریشه یی ان از زمان باستان تا اکنون درکدام یکی از زبا ن ها موجود ومیراث کدام یکی از این زبانها ی آریایی است :
امبولانس :
ایا! نام امبولانس یک نام ترکیبی است !؟ ایا ! از زمان باستان تا امروزدر زبان اصیل آریایی زنده ومال زبان اصیل آریایی پشه یی میباشد !؟
دربرابر سوالات فوق چنین اظهار نظر مینمایم ومیگویم که، بلی !
نام امبولانس درزبان (پشه یی ) با شواهد علمی ومنطقی ان از زمان باستان تا امروز درادبیات زبان پشه یی منحیث دو نگین زیبا در دو مصدر ودر دو فعل جدا گانه انها ، یک نام ترکیبی بوده و تا اکنون در ادبیات باستان (اریانا ویجه ) درزبان پشه یی زنده ونفس میکشند:
به اثبات ادعای خویش و برای بدست اوردن دو نگین (فعل ) باهم بسته وریخته شده امبولانس اغاز به توضیح وتشریح ان نموده و در نتیجه حاصل بدست امده را به پیشگاه محقیقین پژوهشگران ادبیات زبانهای هند و اروپایی وعلاقمندان ادبیات پشه یی ، پشتو وفارسی تقدیم میدارم تا تصمیم وفیصله نهایی خویش را در رابطه به تحقیقات این جانب اظهار عقیده نمایند .
برای به سر رساندن و اثبات ادعای خویش میپردازم به گردا ن نمودن پی در پی دو مصدر زبان پشه یی (امبلیک = دویدن / منډی وهل ) و (انیک = زدن /وهل ) که تا از ترکیب دوکلمه دو (فعل ) مورد ضرورت را از گردان مصادر فوق بدست اورم :
امبولیک = دویدن / منډی وهل
ضمایر پشه یی /فارسی/پشتو افعال پشه یی / فارسی /پشتو
افعال امری :
مفرد : امبلی / بدو /منډه ک
جمع : امبولهدا / بدوید /منډه کړئ
آ / من / زه امبولیم / میدوم / منډی وهم امبولا = دویدن / منډه
تو / توو / ته امبولی / میدوی / منډی وهی امبولهنا ، امبولهنۍ / دویدنش /منډه یې
سی / او / هغه امبوله / امبلوگا / منډی وٓهي
امو / ما / مونږ امبولیس /امبولیس /میدویم / منډی وهو
ایمو / شما / تاسی /تاسو امبولیدا / میدوید / منډی وهئ
تی / انها / هغوی امبولین / میدوند / منډۍ وهي
در زمان گردان کردن مصادر در زبان پشه یی قاعده چنین است که ، علامه مصدری (ک) مانند دری /فارسی (دن و تن) ان ازتنه یی مصدر جدا شده وفعل امری (امبولی = بدو ) وبا اضافه کردن در ریشه یی فعل ( امبولی) با ازدیاد کلمه (دا ) که، (امبولدا ) ازان بدست می اید و فعل امری برای جمع مخاطب است وفعل صفت که ، ازان بدست میاید (امبولنا ) وبرای جمع غائبین (امبولینا ) میباشند نا گفته نباید گذاشت که :
تا امروز والدین وبزرگان وخویشاوندان اطفال پشه یی حینیکه طفل کوشش به ایستادشدن میکند وبعد ازان زمانیکه تصمیم به قدم گذاشتن وقادر به حرکت میشوند از طرف نزدیکان اعضای خانواده مربوطه شان جهت تشویق انها چنین جمله ها را به کار میگیرند :
امبولی امبولی هله هله خیر دی گی شاړهکی = بدو بدو هله هله به خیر که روان شدی .
همچنا ن پشه یی ها رواج قدیمه خویش را از زمان باستان تا امروز حفظ ونگهداری میدارند ، درزمان که اطفال شان شروع به قدم گذاشتن میکنند جهت تشویق شان نانهای گرد دایروی را در پیشوای شان لول میدهند تا طفل تشویق و قادر به گرفتن قرص نان گردد ونیز چنین جمله را به خاطر خوشی ورغبت شان به کار میبرند مانند :
هله ، هله امبولی ،امبولی اویی انشیا =هله ، هله، بدو، بدو نان را گیر کن .
نتیجه : بعد از گردان مصدر(امبولیک = دویدن ) در زبان پشه یی وبدست اوردن افعا ل از مصدر موصوف ، ما فعل (امبولا، امبولی = ( دویدن ، بدو) را بد ست اوردیم که ، از لحاظ شکل ، تعداد حروف ، صداها وتلفظ با قسمت اول نام ترکیبی امبولانس ( امبولا) که، گویند نام ( لاتینی) است هیچگونه تفاوت وفرق ندارد وبه ان مشابهت عام وتام داشته و مانند دو روی یک سکه است بدست اوردیم .
بر علا وه معانی و افعال ئیکه از مصدر (امبولیک ) زبان پشه یی ، استخراج میگردند از لحاظ دانش پژوهشی ادبیات زبانها ی هند و اروپایی فوق العاده زیبا ، علمی ، منطقی و به بنیاد دلایل گوناگون ادبی ،ازهر نگاه قابل درک میباشند که به زنده بودن زبان اصیل آریایی ( پشه یی ) و به مادر ومادر بزرگ بودن زبانهای هند واروپایی صد در صد دلالت میکند .
اینک قسمت اول نام به اصطلاح لاتین امبولانس را که ( امبولا ) باشد به شکل احسن ومستند از زبان اصیل آریایی (پشه یی /آریک ) بدست اوردیم ،تا قناعت زبانشناسان حاصل ومطمئن شوند که نام (امبولا ) درزبان باستان اریایی پشه یی /آریک ذنده است .
حالا قسمت دوم کلمه ( امبولانس ) را که، کلمه (انس ) است از از مصدر( انیک = زدن ) زبان اصیل آریای( پشه یی / آریک) قرار ذیل بدست میاوریم:
انیک = زدن / وهل
ضمایر زبان پشه یی ودری / فارسی افعال زبانهای پشه یی وفارسی / دری
آ / من انیم ( هنیم) / میزنم
تو / توو انی (هنی ) / میزند
سی / او انا / انهگا (هنا ،هنگا ) میزند
امو / ما انیس (هنیس ) / میزنیم
ایمو / شما انیدا (هانیدا ) / میزنید
تی / انها انین (هنین ) / میزنند
فعل امری مصدر (انیک /زدن ) برای مفرد مخاطب ان / هن (بزن )
............................... ....... جمع ......... اندا (هندا) / بزنید )
انکالا / زننده برای صفت فاعل مفرد مزکر)
انکالی / ............................... .....مونث
انوا / زده شده .....................مفعول مفرد مزکر
انوی / زده شده.............................. مفرد مونث
اننا (هننا ) زدن فعل صفی برای (زدن / وهنه )
خاطره : گردان مصدر (انیک / زدن) درزمان ماضی دارنده پسوندهای بالترتیب دارنده افعال ( انهچم ،انهچی ، انچهان ، انچهن / انهچو/ انهچین ) میباشند . ناگفته نباید گذاشت که ، درزمان اینده هر مصدر زبان (پشه یی /آریک ) افعال خودرا دارد ، باید گفت که، گردان های مصادر در هر زمان یعنی (حال ، اینده وگزشته ) شکل منظم وخاص خودرا داشته و همه صفت ها، فعل ها به شکل بسیار خاص منظم ،قشنگ ودلپزیر حاصل میشوند !؟؟؟
حالا که ما درگردان مصدر (انیک / زدن ) فعل مورد نظر خودرا درفعل جمع متکلم زبان( پشه یی / اریک ) در (امو / ما = انیس ، انیسا / میزنیم ) بدست اوردیم ، حالا اگر همین فعل (انیس ، انیسا ) یی زبان پشه یی رابا فعل بدست اورده از مصدر (امبولیک = دویدن ) راکه (امبولا ) میباشد یک جا نمائیم به چنین فیصله ونتیجه میرسیم ببینید !!!
امبولا = دوید ن / بدو ، میدود ، بدود .
انیس = میزنیم .
امبولا + انیس = امبولا انیس . حالا اگر درجمع این معادله از اخیر فعل (امبولا ) که ،حرف اخر ان ( ا ) است وهم چنان در اغا ز فعل دومی جمع شده ( انیس / میزنیم ) که ، در اول ان حرف ( ا ) است با بدست امدن دو حرف صدا دار مشابه ویکسان که، دروسط افعال یاد شده ( ا ) ها ، به مشاهده میرسند اگر یکی از این دوحرف (ا) را حزف و از بین برداریم واژه ترکیبی یی (امبو لانس ) بدست می اید که ، هیچ تفاوت با ( امبولانس ) به اصطلاح لاتینی تفاوت نداشته وندارد .
حالا باید گفت که ، لغت ترکیبی (امبولانس ) به اصطلاح لاتین با ( امبولانس ) زبان (پشه یی / اریک ) که ازترکیب و ازیک جا شدن دو نگین (فعل ) مشعشع ان حاصل وبدست امد .
حالا من این توضیح وتشرح راکه ، به ارتباط نام ترکیبی ( امبولانس ) به بنیاد ادبیات وزبان ( پشه یی / آریک ) ترتیب ، تشریح وتوضیح نمودم . به پیشگاه همه دانشمندان ادبیات زبان های ( هند و اروپایی ) دانشمندان، زبان شناسان ، شاعران ، نویسندگان وبه اکادمی علوم کشور عزیز مان افغانستان تقدیم میدارم ، تا درعرصه این تحقیق من نظرعالمانه خویش را، ارایه نموده ونظر های سازنده شان را در مورد اینکه ، ایا نام مشهور ترکیبی ( امبولانس ) لاتینی است ویا از زبان (پشه یی / آریک ) زبان بومی کشور عزیز مان افغانستان به کشورهای اروپایی رفته است لاتین شده ویا برعکس !!؟؟؟.
با احترام . احمدجان مانو . 08-12-2017 دنمارک.

ګَل ( احمدجان ماڼو لیکنه )

نن بیا ددی وخت رارسیدلی چی ، زمونږ د آریایانو دتاریخ یو بل زوړلرغونی مشهورښایسته ګ ُل اوبریښیدونکی ځلاندغمی د(ګَل) نوم داصلي آریایې ژبې (پشه یي ـ آریک)پوری اړوند ګڼوهغه څېړوژورې حیرانوونکې ادبي ریښې یېراباسود شننې لاندی یې راولوژب پوهانوته یې ادبې ښکلا ،معناوې ،تعریفونه،مفاهیم ،خوندونه ،رنګونه اوحیرانوونکي سمبولونه چی، په خپله خټه اوزات کی دځان سره نغښتې لري وړاندی کووترڅوورته دا په ډاګه شي چی، (پشه یې) لرغونې آریایې (آریک ـ آرېک) یوه کره په علمې انډیووبار منډیزه په خپل ځان متکي اودژورې پوهې په بنیاد داصلي آریایانوداوږده علمی اوکلتوری باري ژوند دهلو ځلو تاریخي محصول اولاس ته راوړنه ده .هرنوم یې خپله ریښه ښکلې ښکلا اوځلا لري لرغوني نومونه یې په خپل ځان متکي اودنوروژبوڅخه یې په قرض نه دي اخیستي، نښي نښانې اوڅرکونه یې په ټولوزړولرغونوآریايې لوڼوژبوکتابونواومتونونولکه ویدا ،اوستا دبغستان دغره میخي او دبغلان دسرخ کوتل د اورتونپه یونانی لیک دودونو لیکل شوونومونوکی چی ترجمی یې په لاتین اوعربی رسم الخط د ښاغلوژب پوهانو له خوا ترسره شویدي پوره دیادونې وړاودا مونږ ته راښایې چی،  نوموړي نومونه ټول پشه یې اواواصلي آریایې ژبې آریک پوری اړه لري .
اوس نو، مونږ دخپلې ادعا دثبوت دوړاندی کولو په خاطرد(ګَل)مشهورنوم چی،زمونږ دګران هیواد افغانستان په ختیځه جغرافیه کی په ډیروسیموایښودل شوی اوښایې نړۍ په مخ په ډیرونوروآریایې نژاده وګړوژبو کی دانوم په همدی ورته بڼه اومعنا سره شتون لري په توضیح اوتشریح یې پیل کوو.
دپورتنیووڅرګندونو څخه دا ښکاري چی، د(ګَل)نوم دلرغونوزمانوڅخه رانیولې ترننه زمونږدهیواد په ختیځوسیموکی شتون لري دساري په توګه : نورګل ،ډیوه ګل په نورستان اولغمان کی دسایګل اوډیرنورځایونه چی د(ګَل)وروستاړی دځان پوری نښتی لري شته دی چی د هرې سیمې پښتانه د(ګَل) معنا په (خوړ) کوي ،ګَل یا خوړهغې برخې ته ویل کیږی چی ورکې واورینې یا دهماغوسیمو دچینواوسیلابي اوبه دغرنیولوړوبرخوڅخه مخ په کښته روانې وې اوداموقعیتونه معمولآ دغرونو په مینځ کی وياوپه خپل مسیرکی دځمکو دخړوبولو دپاره دخلکوله خوا ورته مناسب

بندونه جوړاو ورڅخه ګټه پورته کوی اوددغو اوبو په مرسته ورته څیرمه دغرونوپه لمنوکی پرتې کږې وږې کڅئ کرهنیزې ځمکې ،دیری ښکلي میوه لروونکي شنه بڼونه درواوسردرو ته عجیبه رنګینهبی مثاله ښکلا وربخښي اووګړي یې هم دهماغه ( ګَل ـ خوړ)په نوم یادیږي لکه د نورګل کلي هریو(برنورګل اوکوزنورګل)اویاهم په لرغونې زمانه کی دا دره دنورګل د درې په نوم یادیده اوهم یې اداري موقف دنورګل روبات ، دنورګل علاقه داری اونن سبا دنورګل د اولسواليپه نامه یادیږي ،پاتی دی نه وي چی داسلام ددین دراتګ څخه وروسته دزیارتونوپه راټوکیدلونوموړې دره کی یو قبر(زیارت) په نوم نومول کیږي چی لا ددی قبردخاوند نوم تر ننه ګونګ اوڅوک پری اګاه نه دي چی دا دچا قبردی اوولی یې دزیارت په نوم نوموي!؟اویا ولی خلک نوموړي قبر (زیارت) ته (مزاربابا) وایې .نوپه همدی بنیاد هغه لرغونی د(نورګل دری ) نوم د(مزاردرې )په نوم اوښتې اوشهرت یې پیدا کړی.نو،دتاریخي شواهدوله مخې داډول نوی نوم (مزاردره) یې درست اوصحیح نوم نه(نورګل دره) یې داسلام ددین دراتګ لا دمخه اوپه دی سیمه کی دنوموړي دین دپراخیداڅخه لا دمخه لرغونی ،زوړاودپشه یې ژبې پورې اړوند نوم وواودی.

۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

سخنرانی آقای احمد جان مانو در سیمینار بزرگداشت ازروز جهانی زبان مادری


این مقاله به شکل مختصر است !

بنام خداوند دانا وتوانا
حضور، مهمانان عزیز وترتیب دهندگان سیمینارسلام واحترم صمیمانه تقدیم میدارم! 
خوشحالم درین سیمیناربزرګداشت ازروز جهانی « زبان مادری « وسیرتاریخی وگسترش زبان فارسی ـ دری ودیگرزبانهابه بررسی گرفته می شود من نیز یادداشت هایم را که ،آرزوی دیرینه ام بود وخودرا درجمع شما عزیزآن میبینم میبالم حضورشما بزرگان به قراءت میگیرم
به بنیاد نظریات دانشمندان ،زبانها به مرور زمان تکامل نموده وسیع شده و به ثمرمیرسند ، درنتیجه پیرشده ودرهزارسال روبه انحطاط رفته و به زبانهای جدید منقسم میشوند اگر بگویم که، افغانستان گلستان زبان هاومرکزتمدن باستان آریانای کبیربود، درآن هیچ شک نیست.یکی ازنمونه های آن ، زبان مادری من)پشه یی) نیز یک گل ازاین گلستان آریایی است، من هم مانند هریک از شما به زبان مادری ام که، یکی از بزرگترین ووسیعترین زبان های باستان است میبالم.باید گفت که، دراین اوآخربرخی اززبانهای متعلق به اقلیت های کشورعزیزمان از جمله زبان پشه یی که، در روزگاران باستان وسیعترین زبان بود. ازسده های مدیدی تحت فشار شدیدوانکارناپزیردو زبان اکثریت پشتو ودری که، مقام ارزشتمند ملی ورسمی را دارند قرار دارد. به هرحال ازمقدمه چینی بنا به ضیقی وقت پرهیز کرده به اصل موضوع می پردازم بعداز اشغال سرزمین افسانوی هند توسط استعمار انگلیس، انگلیس ها هند را به نام هندبرتانوی نامیدند، درهای بسته این کشور پهناور، افسانوی رادربرابرغربی ها گشودند . توجه علماٰ و دانشمندان به زبانها وادیان باستانی معطوف وبه تحقیق تاریخ ،علوم،فرهنگ وبهتر شناسایی این مرز وبوم آغاز به فراگیری زبانهای باستان هند نمودند که، پژوهش از کتاب ویدا و زبان سانسکریت آغاز میگردد. درزمره آن (سانسیکریت ) را به نسبت ارزش تاریخی آن مطالعه وبرسی نموده به این نتیجه میرسند که، زبان سانسکریت مادر زبانهای آریایی است پژوهشها به جا استاد نشده بعدآ دانشمند بزرگ دوکتور کستالوبون زبان آریک را مادر زبانهای هندو اروپایی مینامد. مشابهت های گرامری ودیالکتیک زبانهای باستانی ، بازبانهای اروپایی ایشان را وادار به نامگذاری جدید نموده ، درنتیجه، این زبانها را به نام (هندواروپایی) و(هند وجرمنیک) از یک ریشه وآریایی مینامند. دانشمندان زمان انشاٰ کتاب ویدا را (1400 ق م) در هند باستان تعین وزبان اصیل آریایی را به زبان های متعدد دیگری آریایی تقسیم شده میدانند وخودش را مرده وازبین رفته دانسته وبرعلاوه به مرگ آن مهر تایید میگذارند
دوستان ! به باورکامل من ، زبان اصیل آریایی (آریک) از زمان باستان تا امروزدرافغانستان زنده است. ادبیات موجوده آریایی ها میراث بلا منازعه آن و(آریانا ویجه) اولین خانه مشترک آریایی ها است که ، دانشمندان،عمران رابه (۴۰۰۰ق،م) میرسانند، نام (آریاناویجه یا ویجو)یعنی (سرزمین آریا وکشورنجبا ،اصیلان وپاکزادگان) ، مصدر (آریک) وافعال آن (آر، آریا ،آرین وآریانا) و نام های ترکیبی ارباب الانواع که، درکتاب ( ویدا) انشا شده اند درزبان پشه یی زنده میباشند .در مرحله بعدی که، دانشمندان زمان انشاء کتاب (ویدا) راکه، (۱۴۰۰ ق م) مورد تائید قرار میدهند، واژه های (ویدا، ود) با مشتقات آن در زبان پشه یی تشریح شده میتواند. همچنان توضیح واژه (اوستا) که، نام کتاب مقدس حضرت زردشت پیامبر است،دانشمندان زمان انشا انرا (۱۰۰۰ق،م) دانسته وملحقات بعدی آن درزبان پشه یی توضیح شده میتواند درباره معنی واژه (اوستا) نظریات علما غربی وعربی گوناگون بوده ،علماء عرب واژه (اوستا) را( نادانسته) معنی مینمایند وآنرا یک راز خاص دربین خداوند وپیامبرش حضرت زردشت میدانند. ثبوت دیگری از زبان اصیل آریایی (آریک)درعصر داریوش هخامنشی سالهای (۳۰۰ ق،م) توضیح و تشریح سه سطر،خط میخی درکوه بغستان ایران درزبان پشه یی ، نشانه دیگری از زنده بودن زبان اصیل آریایی (آریک ) است. موضوع دیگرزندگی زبان اصیل آریایی (آریک) خط نبشته سنگ سرخ کوتل بغلان است که دانشمندان محقق این نبشته را نیز به دین زردشت وسالهای ( ۲۰۰و ۳۰۰ میلادی) میدانند، حاضرم که ،به خاطرزنده بودن زبان ( آریک) انرا در زبان پشه یی توضیح وتشریح نمایم .
دوستان ! زبان اصیل آریایی( آریک) را میتوان همین امروز در واژه های زنده زبانهای هند واروپایی ، مانند دیالکتیک ، کلاسیک، آمبولانس، پولیس، تروریست ،پروتست ... وغیره پژوهش کرد.
دانشمندان محترم ! زبان (آریک) اززمان باستان تا اکنون دارای قدرت خاص ادبی خود بوده ، درادیان باستان، کرشنا، بودا، زردشت وادیا ن بعدی تا اکنون خود راحفظ نموده ،واژه (آریک) درنتیجه پژوهش، دانشمندان اروپایی ، خاصتآ دانشمند بزرگ ، دوکتورگوستاولوبون کشف، و به نام نامی آن سخت گره خورده ، هدیه نهایت ارزشمند است . حاضرین محترم، همین واژه (آ ریک) است که ، راه ، پژوهش را برایم باز وتشنگی ام را رفع نمود. بربنیاد سطورفوق میتوانم ادعا کرد که، زبان اصیل (آریک) تا اکنون درزبان خودش (پشه یی) زنده است. گوستاولوبون چنین میگوید: اقوام آریایی قبل از تیت شدن و مهاجرت به یک زبان مخصوص صحبت میکردند که نامش (آریک ) بود که،حالا وجودنداشته ومفقوداست ، ولی زبان سانسیکریت ازآن بوجود امده و زبان اصیل آریایی (آریک) که، مادربزرگ همه زبانهای آریایی نامیده میشود، کم ازکم ۳۰۰۰ سال ق،م .به آن صحبت میکردند وزبان مشترک ایشان بود. ولی حالاهیچ نشانه ازآن باقی نمانده به علت اینکه نوشته های تاریخی آنها از(۱۴۰۰ ق م) به پیش نمیرسند. ولی( سانسیکریت،اوستا وفارسی کهن از زبان اصیل آریایی «آریک» تولد گردیده اند)
نتیجه : دانشمندان پژوهش زبانهای باستان هند را بیشتر از۳۰۰ سال قبل اغاز نموده درنتیجه زبان اصیل آریایی (آریک) را، بعدازسالهای (۱۴۰۰ق م) مرده دانسته وفتوای مرگ آن را داده اند. ولی بربنیاد اسناد تاریخی و پژوهش های نیم بند من ، زبان اصیل آریایی (آریک) به نسبت داشتن واژه های کهن ومورد استعمال امروزینش مانند واژه های آریانا ویجه وآریک در(۳۰۰۰ق،م ) وافعال ان مانند (آر،آریا،آرین ،آریانا) ، درسالهای (۱۴۰۰ق م) واژه های پر آوازه ویدا، ریگویدا، ود وغیره، همچنان توضیح وتشریح واژه های روحانی اوستا،زند ، پازند در(۱۰۰۰ ق، م) و به تعقیب آن موجودیت اسناد قوی خط میخی کوه بیستون درسالهای (۵۲۲ ـ۴۸۶ ق، م ) وهم موجودیت سنگ نبشته آتشکده سرخ کوتل بغلان با ادبیات بی مانندش که، مربوط به سالهای (۲۴۰م ) است زنده بودن زبان اریک را ثابت میسازد. حالا اگر، واژه های آریایی واسناد معتبرتاریخی فوق ، رابر بنیاد قواعد گرامری زبان (پشه یی) تحت پژوهش ،توضیح وتشریح قراردهیم، درنتیجه واضح ومبرهن میشود که ، زبان پشه یی همان زبان اصیل آریایی(آریک) است . به بنیاد توضیحات دوکتور گوستاولوبون که، اقوام آریایی درسرزمین اولی شان به یک زبان صحبت میکردند صدق میکند. بناءَ من زنده بودن زبان اصلی آریایی (آریک) را،به حاضرین این سیمینار« زبان مادری»وبه همه یی آریا یی زبانان مژده داده و زبان مادری ام را زبان زنده(آریک – پشه یی) میدانم . برخی این توضیحات پژوهشی درکتاب طبع شده ام بنام (موقف زبان پشه یی در زبانهای هند و اروپایی ) با یک تقریض ریس (مرکز علمی تحقیقات زبانها و ادبیات) اکادمی علوم افغانستان و بعدا توسط موسسه قلم افغانستان در سال 1386 درتعداد هزار جلد به چاپ رسیده است علاقمندان میتوانند که ازآن مستفید شوند. به بهانه بزرگداشت از سیمینار زبان «مادری» میخواهم به خاطر ادای احترام به زبان اصیل آریایی« اریک » مادر زبانهای هندو اروپایی پیشنهادنمایم که ، قدردانی واحیای دوباره زبان اصیل آریایی ( آریک) مادر زبانهای هند و اروپایی یک مرکزپژوهشی دراکادمی علوم افغانستان تحت نظر یونسکوبه خاطر معلومات بیشتردرباره زبانهای آریایی وزمان پیدایش انها اساس گزاشته شود. 
با احترام احمد جان ماڼو

شنبه 18 فبروری 2017 شهر وایله کشور دانمارک

۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبه

(افغان ، افغاستان او افعانستانی) احمد جان ماڼو لیکنه



ګرانو د قدر وړ لوستونکوو په سلامونو اودرناوي مو نازووم او هرکلی مو کووم

نن سبا زمونږ په ګران هیواد کی د ( افغان ، افغاستان او افعانستانی) د ناندریو بازار تود دی .زه د څو سوالونو او د هغویو ځوابونه لیکم ، تاسی هم که د سوالونو او ځوابونو د څرنګوالي په خاطر ،کوم د درستوالی د پاره څه لرئ لطفآ راسره شریک يي کړئ .
1 - ته څوک يې . زه ( افغان ) يم . شما کی هستید . من ( افغان ) هستم .
2 - تاسی دکوم ځای يې . ( زه « مونږ » دافغانستان یم « یو » . تو «شما» از کجا هستی » ، هستید » من « ما » از افغنستا ن هستم « هستیم » .
یا به داسی وایو چی :
زه ا فغانستانی یم . من افغانستانی هستم .
په ورځنیو خبرو او اترو کی مونږ په پښتو او دری ژبوکی پورتنئ جملې په کار وړو . اوس نو زه نه پوهیږم چی ، ستونزه په کوم شي او یا په کوم ټکي کی ده .
- په لومړۍ غونډله کی د سوال په وړاندی ځواب ، په دواړو خویندو ژبو ( پښتو ) ا و (دری ) کی ـ (زه افغان یم ) او ( من افغان هستم ) په دواړوژبو کی د ( افغان ) کلمه یو شانته لیکل کیږي او تلفظ یې هم یو دی .
- په دوهمه پښتنه کی هم د سوال په ځواب کی د ( افغانستان ) نوم په دواړو خویندو ژبو کی په یوشانته ټکو لیکل کیږي او تلفظ یې هم په دواړو ژبو کی یو شانته دی .
همدارنګه مونږ په دواړو ژبو دری او پښتو کی د ویاړنې لپاره په نسبتي حالت کی په خپلو تخلصونو یا وړو نومونو کی د « نی » او « ني »کلیمې چی دنسبت کلیمې دي په کار وړو لکه : زه افغانستانی یم ، من افغانستاني هستم . یا : زه لوګری یم ، من لوګري هستم . يا : زه کابلی یم ، من کابلي هستم .
زماد ښاغلو ژب پوهانو ، ادب پوهانو ، ژب څیړونکو او د ټولو لوستونکو څخه دا هیله ده چی په پورتنئ توضیح کی ، که نادرسته وې لارښوونې ته مو اړتیا لرم . که نه نو ، دا جنجالي موضوع به زمونږ دهیواد اوسیدونکو ته به ډیره د درد سر مسله وې لکه دا او س چی جریان لري . درنو لوستونکو دری او پښتو دواړه خویندي ژبې دي او زمونږ د ویاړلي هیواد ملي او رسمي ژبې . کله کله مجترم ژب پوهان یوه کلیمه په بله ژه کی وګوري چی د دویو د ژبو د کلیمو سره یو څه ډیر لږ شباهت هم ورسره ولري ،بیا نو قلم ورپسی راواخلي او هغه دخپلې ژبی پوری نښلوې او پری ویاړي . دا د تشابه او نږدیوالي کلیمی لا څه کوی چی د یوشانته والي افعال يي په خپل کور افغانستان کی شته دی هډو ورته دچا پام نه دی شوی . دوستانو ددری ، پشتو او پشه يې او ښايې نورو زمونږ دهیواد په ملي او نورو ژبو کی دننګیالو د کهول په بڼ او شریک کور افغانستان کی چی ، دژبو نندارتون لري دافعالو پای یې یو شانته یا به پوره ورته وی لکه : په ترتیب سره په پشتو ، دری او پشه يي ژبو کی دافعالو پای ته ستاسو پام ور اړووم . - زه ډوډۍ خورم ، من نان میخورم ، آ اوو اییم .
وګورئ : په پښتو او دری کی ( خورم ، میخورم ) کټ مټ یو شانته دي نو برتری د کومې ژبې ده . زه خو برتري پکی کښی نه وینم او تر پایه پوری ټول دلومړي حالت افعال د « م » د توري لرونکي دي او په همدی د« م » په توري ختمیږي چی دا شراکت په دری واړو ژبو ( پښتو ، فارسی او پشه يې ) کی د فعلونو پای د « م » په توري دی .
په دی اړوند به زه دومره ووایم چی دهیواد د لویو او وړو سره باید د پوهاوي کارونه وشي او دا ورته په ګوته شي چی زمونږ ګران هیواد د ژبو دګلونو بڼ دی یو و بل ته ښکلا ور بخښي او ددغي خدايي ښکلا او خوش بویونو څخه ښايی خوند واخلو او په مینه او ورور ولئ کی سره خپل هیواد د سولې او ترقې په لور وخوځوو . متحد او یو لاس شو لکه ورونه د برابر حق خاوندان شو او د هیواد د ټولو شتو څخه یوشان برخه من شو د پوهی او ادب مخګښان شو ، په هرڅه او هر کارکی نړیوالو ته یوه ښه بیلګه او مثال شو او په پای کی نا اهله سیاستوال د اهلو څخه جلا او ويي پیژنو او کړیدلو او زوریدلو هیواد والو په چوپړ کی شو . 
په درنښت .
ماڼو 

روبا ت / روباط ( احمد جان ماڼو )


ډیر وخت کیده  زمونږ د هیواد یوه مشهوره کلمه د(روبات /روباطپه نامه زما په مغزو کی ښکته پورته کیده 
 په دی خاطر ،چی دانوم د کومې ژبې زمونږدګران هیواد ژبو ته راننوتی دی ورباندی نه پوهیدم خو ، دومره پوهیدم چی دایو حکومتي اداره ده د بیلګی په توګه د نورګل علاقداري یا روبات / روباط چی ،هلته د علاقدار دناستې او اوسیدو ځای وو، هلتهکوټوالیان او نور د هغه ځای د تشکیل اړوند مامورین اوسیږي او سیمه اداره کوي او دسیمې خلکو به ورته روبات وایه اوکله کله به ورته د علاقدارۍ نوم اخیستل کیده په ( روبات او علاقداريیې شهرت درلوده دا یوه لویه قلعه وه اولوړ دیوالونه یې لرلذندان یې هم درلوده ،نن سبا ورته ولسوالي وایې داځکه چی د علاقدارۍ څخه یې  ولسوالۍ ته ارتقا کړیده ولسوال ، قاضي او قوماندان دامنیت او ټول اړین ارګانونه اومکمل تشکیل لريدغه  لویې قلا ګانې دلرغونو زمانو را په دیخوا زمونږ دهیواد په ګوډ ګوډکی شتون لري اوبرسیره پردې اداري مرکزونه ديزمونږ دهیواد د لرغونو تلو راتلو په لارو کی تر سترګو کیږي او اکثرآ يې ترننه زمونږ دهیواد د علاقه داریو، ولسوالیواو نوراداري مرکزونه دي اونږدی په یو شانته واټنو کی یو دبل څخه موقعیت لري ،خو په معنایی نه پوهیدم .کله کله می داسی فکرهم کاوه ،چی ښايې دانوم دعربي ژبی څخه وې او زمونږ دګران هیواد مروجو ژبو او ژبنیو ادبیاتو ته به ورننوتې وې .تر کومه چی ما ددی نوم په هکله دمشرانو څخه په خبرو او افسانو کی اوریدل او ورباندیدومره پوهیدم ،چی دا ځایونه د کاروانونو دامنیت ساتنېاو تم کیدو دپاره وو، کاروانونه به د یوه ټاکلي واټن د وهلو وروسته په دی سیمو کی تمیدل او وروسته دستړتیا دلیری کیدو، بیا به په یون راتلل اوبل دتم ځای ( روبات ) ته به ور رسیدل او دمه به ييکوله په دی ډول اوږده واټنونه به يې د پښو ویستل او ټاکلی ښاراوابادوځمکوته چی ،هلته به ارو مرو  د خلکو دهستوګنو ځایونه وو ځانونه ور رسول او هلته به يې دخپلو راکړو ورکړوکارونه ترسره کول . د نیکه مرغه یوه ورځ می نا څاپه ورته پام شو ،چیدالرغونی نوم دلرغونې اریایې ژبې پشه يې یو ترکیبي نوم دی او دلرغونو زمانو څخه تر ننه زمونږ په هیواد کی ژوندی دی . ورته ډیرخوښ شوم او دځان سره می هوډ وکړ، چی د(روبات ) دنامه په اړوند خپل نظرد ښاغلو ژب پوهانواود ژب څیړونکوسره شریک کړم . دادی داوخت راورسید .
دروبات )نوم په پشه يي ژبه کی چی زه ورته د قوي دلایلو په بنسټ د ( اریک ) ژبه وایم ، د دووپشه يې  ویوونوڅخه جوړ دی .
۱ -  رو = دا د ( رو باتد « رو » برخه په پښتو او فارسي ژبو کی هم شریکه ده ،خو سره ددی هم په پښتو کی د «کرار» او په فارسی کی « اهسته ) معنا کیږي .
۲ – بات = داکلمه په پشه يې ژبه کی د (بتیک = کیدل ؛ شدن ) د مصدر څخه په لاس راځي ددی کار د پاره چی زمونږ سر پری خلاص شی او ښه پری وپوهیږو ښايې چی زه نوموړی د ( بتیک ) مصدر د پشه يې ژبی له پلوه ګردان اود نوموړي تاریخينوم د (بت، بیت ؛ بات ) برخه ورڅخه په لاس راوړم  ددی کار دپاره اړینه ده چی،دپشه یي ژبېد(بیتیک /کیدل /شدن )مصدر ګردان کړو تر څو، مونږ خپل اړین فعل ورڅخه تر لاسه او د (رو/کرار /اهسته)د کلیمی سره یې ولیکوو.

بیک /کیدل /شدن
 آ   زه      بیم  /کیږم 
تو = ته        بي  کیږی 
سی = هغه    بی /  کیږي 
امو = مونږ   بیس  /کیږو
ایمو = تاسی   بیدا / کیږیء 
تی = هغوی       بین /کیږي 

امر :
به = شه
 
دلته که ، مونږ د ( بت = شه، بیتشه ) د ( ب او ت ) دساکنو تورو په مینځ کی ، د ( ا ) غږیز توری ورزیات کړو ،یا داچی د (بیت ) دفعل د ( ی ) توری چی ،یو غږیز توری دی په بل غږیز توری لکه د ( ا ) توری د (ی ) دتوري پر ځای ولیکوورڅخه د (بات ) شکل یعنی ( بیت ) په (بات ) واووښت چی، دا قاعده عامه ده اویو غږیز توری په بل غږیز توري اوړي لکه : (بیت ) چی (باتشواومونږ ورڅخه د ( بات ) کلمه تر لاسه کوو .   اوس نو  که،مونږ دا دوه  درو=  کرار / اهسته +  بت / بات ، بتی / شه / (دریشو  او په لاس راغلي دواړه کلیمي سره یوځای ولیکودا لاندی شکلونه په لاس راځي :۱ ـ رو = کرار / اهسته۲ـ بت / بات ( باط)  شه / شو . اوس د پورتنیوو لاس ته راغلوکلیمو په یو ځای کیدومونږدا لاندی شکل دکلماتو لاس ته راوړو .
 
۱ =رو + بت ، بات  رو بت / روبات / رو باطروبات / روبط ، روباط .
۲روبت ، اوس که د (بت ) کلمه چی ، دواړه توری یې ساکن دی په مینځ کی ورته د ( اغږیز توری ولیکو نوو ورڅخه د (بات / باط ) کلمه لاس ته راځي . دلته د (طعربي توری چی، عربی شکل یې دی په لاس راځي یعنی د پشه یې ژبې د (بات )کلمه دعربي په ( باط ) اوړي . ( بات = باط ). اوس که ،مونږ دا دواړه ځانګړې کلیمې سره یوځای ولیکو ، ورڅخه ( رو بات /روباط ) په لاس راځي چی ، زمونږ دګران هیواد په ژوندیوو  ژبو کی دا په لاس راغلې پشه یې ترکیبي د ( روبات / روباط =روشه / اهسته شو، . یا : دمه شهدمه شو  معناوی په لاس راځي ،چی په لرغونو زمانو کی به دکاروانونو(دمه ځایونه ) وو . او دا رباتونه /رباطونه په همدی منظور په معینو فاصلو کی جوړ او تر ننه پوری دا د دمې ځایونه په همدی نوم پاتیديدمثالپه ډول په پخوانیو افسانو کی به داسی ویل کیدل چی ،کاروانونو به کله کله يو،یا به دوه روباته /  روباطه شبانه روز کی وهل . دلته دامونږ ته دا را په ګوته کوي چی ، کاروانونوبه  پرته د استراحت او دمی ځپلې لارې لنډولې . معنی دا چی ، هر روبات /روباط . دبل روباته په  معینه فاصله کی د استراحت، امنیت اودمې لپاره د وخت دحکومتونو لخوا دکاروانونو د راحت ،امنیت او دمی لپاره جوړ او ګټه ورڅخه پورته کیدله چی ، دابه دخپل وخت او د زمانې غوښتنه وه .
 ددغو(روباتونودجوړښت دمعینوواټنونوڅخه چی ، ترننه پوری زمونږ دهیواد اداري موقفونه دي دا ښه په ډاګه کیږي چی، دلرغونو زمانو د وریښمود کاروانونودتلو اوراتلولارو دجال یوه لاره هم همدادکابل او دکونړ دسیندونو دبهیدوغاړې اومورګې وېچی ،په پای کی د دواړو سیندونو اوبه یودبل سره ګډیږي ښایې دکابل اودکونړسیند دبهیدو اوددغو سیندونو د اوبو په خاطر چی ، اوبه یوه حیاتي ماده وه اوتل ده، په دغو لارو تګ او راتګ کاوه اوستر اداري مرکزونه به یې د کوچنیو مرکزونو سره رانښلوللکهعلاقه دارۍ ، ولسوالۍاودولایتونومرکزونه دبیلګې په توګه :که مونږ د کونړ دسیندغاړې په نظر کی ونیسواو دننی جلالاباد دښار چی ،د ننګرهار دولایت مرکز دی دکونړي سیند په غاړه دکونړ دولایت نني مرکز اسد اباد ته روان شو نو، دلارې پهاوږدوکی مونږ په معینو فاصلوکی،اداري موقفونهروبات ،روباتونه ) وینو دجلال اباد ښار ، خیوه، پخوانی او اصیل نوم یې ( کیل )، نورګل ، څوکۍ ،نرنګ او ننی اسد اباد پخوانی نوم یی ( جګ سورای ، چغسرای ) او ورپسی همداسی پورته ولاړ شو مونږنور اداري مرکزونه پخواني (روبات،روباط ، روباطونهیعنی لویې (قلعه ګانېوینو چی ،یودبل څخه په معینو فاصلو کی قرار لري او حتمآ به دکاروانونودتم ځایونه او اداري مرکزونه وواونن همدي .که ، مونږ همدا اداري مرکزونه او روباتونه په نظر کی ونیسو اوادامه ورته ورکړو دلارې په اوږدوکی مونږ دهمداسی روباتونو سره مخامخ کیږودچترال ،ګلګت څخه په تیریدلودچین هیوادسرحداتو ته  مودغه لرغونې دوریښمولار ورګډیږی او همدا زمونږدهیوادد لرغونو « پشه یې » ( روبات / روباتونوروباتیلا  برکت دی چی ،نن په هماغه لرغوني اوزاړه کارواني لار دعصر او زمان مطابق ښکلي او پاخه سرکونه جوړیږي اومدرن کیدل یې لا دوام لري .
 
نن دهغې پخواني وخت د زمان غوښتنه بدله شوې او هغسی کاروانونه وجود نه لري چی،سوداګرو اومسافروبه دحیواناتوپه مرسته، پهورځو ورځو، ونیوو،میاشتو اوکلونودستونزو اود ربړه ډکې لاری پريکولې،اوس زمانه بدله شوې اسانتیاوې ډیرې شوې،څوک د(ربات، رباتونوپه فکر کی نه دي . دبشر دترقیءاو پرمختګ زمانه ده ،هر څه بدل را بدل شویدي . بی شمیره (روباتونهپه یو ساعت دموټرو، اورګاډو  په چټکو رفتارونو وهل کیږی او جازونه او هوایې پروازونه خو ، لا پر ځای پریږده .نو پههمدی بنست پخواني لرغوني پشه يي نومونه اولغاتونه هم دبشر د تکامل سره سم بدلیږي رابدلیږي او دیوه حالته وبل حالت ته اوړي را اوړي چی په داسی اوښتلوسره شکل مانا اومفهوم یې هم نوې کیږي . داوو زمونږ دهیواد دلرغونو  روباتونو، دمه ځایونوپه لغوې ماناوو  اود  نامه دڅرنګوالي  په اړوند د پشه یې ژبی له پلوه ځرګندونې . دا په دی خاطر چی ، وپوهیږو ( روبات / روباط ) د پشه یې ژبې نوم او لرغونو زمانو څخه رانیولې تر ننه پوری زمونږدهیواد په نورومیشتو وروڼو ژبو کی یې هم ریښې ځغلولې دي اودهیواد دمیشتوملیتونووروڼو ژبو کی هم دغې لرغونې کلمې ته ( روبات / روباط)  وایېدا وو په پشه يې ژبه کی د(روبات / روباط ) دنامه توضیح او تشریح . داڅیړنه په دی خاطروشوه چی یو ځل بیازمونږ د ژب پوهانو او څیړونکو پام د پشه یې ژبې، دغي اصلي اریایې ژبی لرغونتوب اولغوې توانمندیء اوقوت ته ورواړوم چی، دروبات /روباط ) دنامه دتعریف برسیره، پشه یې ژبه کی دا ځواک شته دی چی ،د ډیرو لرغونولغاتوجوړښت،څه رنګوالی او تعریف رابرسیره کاندي.
 
په پوره درنښت .ماڼو

آثار باستانی مناطق پشه يی نشين

محمد زمان کلمانی پشه يی ها يکی اقوام بومی افغانستان اند که از گذشته های خيلی دور به اين سو اکثراً در دامنه های کوه هندوکش بويژه مناطق جنو...